- مطابق
د ۲۰۲۵ د اګست په ۲۲مه، د جمعې تر لمانځه وروسته په تونس پلازمېنه کې له جامع الفتح څخه د حزب التحرير ولایت تونس پر مشرۍ يو ستر لاريون ترسره شو چې عنوان یې دا و: «د نَتَـنیا هو او د هغه د نوکرانو پر وړاندې: خلافت زموږ د رسول ﷺ زېری دی چې امت به يو کړي او د «لوی اسراییل» خوب به له منځه يوسي.»
په دغه لاريون کې بېلابېل بيرغونه پورته شوي وو؛ پر اصلي بيرغ د لاريون عنوان ليکل شوی و، په بل کې داسې ليکل شوي وو: "د نَتَـنیاهو څرګندونې د پوځونو د خوځېدو لامل ګرځي، او له دې پرته هر څه خيانت دی"... او پر درېیم بيرغ داسې ليکل شوي وو: "نه لوی شته او نه کوچنی، ستاسې له منځه وړل الهي وعده ده"... ګډونوالو د لاريون پر مهال داسې شعارونه ورکول: «لا إله إلا الله.. الخلافت حکم الله»، «لا إله إلا الله.. الخلافت فرض الله»، «لا إله إلا الله.. الخلافت وعد الله»
دوی همدارنګه داسې شعارونه پورته کړل: «نَتَـنیاهو واوره واوره... زموږ خلافت به بېرته راګرځي»، «اې امريکا واوره واوره... زموږ خلافت به بېرته راګرځي»، «اې صهيوني واوره واوره... زموږ خلافت به بېرته راګرځي»، «اې د مسلمانانو پوځونو! په فلسطين کې جهاد وکړئ»، «واکمنانو فلسطين وپلوره... د څوکيو او ميليونو په بدل کې»
لاريون د پلازمېنې د اصلي واټونو له لارې تر الثورة واټ پورې ورسېد او هلته د ښاروالۍ د تياتر مخې ته د حزب التحرير د يو ځوان غړي له وينا سره پای ته ورسېد. هغه مسلمانانو ته د نَتَـنیاهو د څرګندونو په اړه خبرداری ورکړ چې د (لوی اسراییل) خوب لري،
د غزې تر لاندې کولو وروسته د مصر، اردن، لبنان، سوريه او سعودي په څېر د نورو عربي هېوادونو د ضم کولو په اړه، او د لوېديځې غاړې د ورګډولو په اړه... او دا چې نَتَـنیا هو د مسلمان واکمنانو په رويه غولېدلی دی؛ هغه واکمنان چې د امت پوځونه یې تړلي او د يهوديانو د خونړي دولت ساتنه کوي، بلکې د خپلو وروڼو د وژلو مرسته يې کړې ده. نو د امت پر غاړه ده چې دغه متکبر ته د خپلو پوځونو، ټانکونو او ټولو پټو ځواکونو په خوځېدو ځواب ووايي او نَتَـنیاهو او ورسره ټرمپ ته داسې درس ورکړي چې د دوی شيطاني خوبونه هېر کړي او د رسول الله ﷺ هغه زېری پوره کړي، د راشده خلافت دولت چې غزه به وژغوري، فلسطين به آزاد کړي او امت به يو کړي.
په همدې ډول حزب التحرير ولایت تونس خپله ښکاره او ننګونکي داعيانه هلې ځلې جاري ساتي، په داسې حال کې چې د غزې مسلمانان د لوږې، بمبارۍ او سترو مصيبتونو لاندې دي، او همدارنګه نور بې وسه مسلمانان. دا حزب خپله داعيانه غږ پورته کوي او د مصر، اردن، ترکيې، پاکستان او نورو هېوادونو له مخلصو پوځونو او د ځواک له خاوندانو غوښتنه کوي چې د اسلام دعوت ته نصرت ورکړي او هغه دولت قايم کړي چې غزه به وژغوري، فلسطين به آزاد کړي، د الله حکم به قايم کړي او د نړۍ ټولو خلکو ته د هدايت پيغام ورسوي.
په حزبالتحریر ولایه تونس کې د مرکزي مطبوعاتي دفتر استازی
۱۴۴۶هـ.ق کال د صفر ۲۸مه
۲۰۲۵م کال د اګست ۲۲مه
د لاریون انځورونه
https://hizb-ut-tahrir.info/pa/index.php/dawahnews/%D9%BC%D9%88%D9%86%D8%B3/4771#sigProIdc012cdcfc1
د فعالیتونو هشتګونه
#طوفان_الأقصى
#الجيوش_إلى_الأقصى
#الأقصى_يستصرخ_الجيوش
#AksaTufanı
#OrdularAksaya
#ArmiesToAqsa
#AqsaCallsArmies
د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې پاڼې وګورئ:
د حزبالتحریر ولایه تونس رسمي وېبپاڼه
د حزبالتحریر ولایه تونس فېسبوکپاڼه
د تحریر جریدې رسمي وېبپاڼه
د تحریر جریدې فېسبوکپاڼه