د امت د شئون خپرونه «له غوطې وروسته نور څه؟!»
- خپور شوی په ویډیوګانې
د حزب التحریر ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر له غړي استاد منیر ناصر سره مرکه
وړاندې کوونکی: استاد عدنان مزیان
۱۴۳۹ه، د شعبان ۵مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۱مه
د حزب التحریر ولایه سوریې د مطبوعاتي دفتر له غړي استاد منیر ناصر سره مرکه
وړاندې کوونکی: استاد عدنان مزیان
۱۴۳۹ه، د شعبان ۵مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۱مه
د آل عمران مبارک ایت د ۴۷ ام ایت تفسیر:
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره (ابو الهمام)
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۶مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۳مه
وړاندې کوونکی: شيخ عصام عميره (ابو عبد الله)
۱۴۳۹ه، د شعبان ۴مه، بیت المقدس/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۰مه
د استاد معاویه عبدالوهاب خبرې: «د شعبان د میاشتې وژونکي!»
۱۴۳۹ه، د شعبان ۷مه، دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۳مه
وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزة)
۱۴۳۹ه، د شعبان دویمه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۱۸مه
حزب التحری د نړیوالو فعالیتونو تر څنګ د رجب په ۲۸مه د خلافت دولت د ۹۷م کال د سقوط د یاد په تړاو د امت د بېداری او د راشده خلافت دولت د بیا تاسیس د هوډ نیولو لپاره او همدارنګه حزب التحریر ولایه ترکیې د خلافت دولت په یاد د حزب له نړیوالو مهمو فعالیتونویوه لنډه ویډیو وړاندې کړه.
۱۴۳۹ه، د شعبان ۵مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۱مه
۱۴۳۹ه، د شعبان ۶مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۲مه
حزب التحری د نړیوالو فعالیتونو تر څنګ د رجب په ۲۸مه د خلافت دولت د سقوط د یاد په تړاو د امت د بېداری او د راشده خلافت دولت د بیا تاسیس د هوډ نیولو لپاره او همدارنګه حزب التحریر ولایه سوریې د خلافت دولت په یاد د امت د بیدارۍ لپاره یو لړ فعالیتونه وکړل.
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۲۰مه
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر ولایه سوریې غړی شیخ معاویه عبدالوهاب
۱۴۳۹ه، د شعبان دریمه، پنج شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۱۹مه
تر هغې وروسته چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوملیکنې په پروسه کې د خلکو ډېر لږ ګډون د افغانستان دولت د مشرانو د سختې اندیښنې لامل شو، د افغانستان جمهوري رياست امر وکړ، چې دولتي مامورین دې په یوه اونۍ کې له خپلو کورنیو سره په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي. همدارنګه يې د جوماتو امامانو ته امر وکړ، چې د جمعې لمانځه په خطبو کې د ټاکنو د اهمیت په باب خبرې وکړي. د دغه امر د پيروۍ په موخه ځينو اړخونو او دولتي چارواکو خلک په ولایتونو کې ګواښلي چې په دولت کې به د هغو کسانو کارونو ته رسېدنه ونه شي، چې راتلونکو ټاکنو ته نوملیکنه ونه کړي. دغه راز د دارالمعلمينونو او ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي په زور د ټاکنو د نوملیکنې مرکزونو ته بېول کېږي.
راتلونکو ټاکنو ته د خلکو نه لېوالتیا او علاقه په حقیقت کې په افغانستان کې د خلکو ويښتيا او د ډیموکراسۍ او د هغې د ارزښتونو ماتې څرګندوي. هغه ارزښتونه چې د اوولسو کلونو په اوږدو کې د خورا مډرنو وسلو او لسګونو میلیاردو ډالرو د لګښت په زور د افغانستان پر خلکو وتپل شول؛ خو پر دې سربېره بیا هم دغو ارزښتونو د خلکو زړونو او ذهنونو ته لاره پيدا نه کړه؛ بلکې ورځ په ورځ د هغو په اړه د خلکو نفرت او کرکه زیاتېږي، تر هغه چې ډیموکراسي داسې نظام ګڼي، چې له دروغو او دوکې پرته بل څه نه دي.
اوس واقعاً خلک له ډیموکراسۍ څخه نهیلي شوي او درک کوي، چې د افغانستان نمایشي ټاکنې داسې بهیر نه دی، چې د افغانانو په اراده، تمویل او کنټرول تر سره شي او رایه يې رښتیا هم پکې اغېز ولري؛ بلکې داسې یوه پروسه ده، چې اراده، تمویل او ورستۍ پرېکړه یې امریکا او د هغې ملګري کوي، لکه څنګه چې په افغانستان کې د ۲۰۱۴م کال له ټاکنو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ناولو لاسونو د ملي یووالي حکومت وزیږېد او د خلکو رایې بشپړې له پامه وغورځول شوې.
اوس د افغانستان دولت چې ځان «ډیموکرات» ګڼي، د دې لپاره چې خلک په ټاکنو کې برخه واخلي، دیکتاتورۍ ته مخه کړې او په زور د دولت پر مامورینو او خلکو –د دوی د میل خلاف– نوملیکنه تحمیلوي. په داسې حال کې چې په دغه پروسه کې د خلکو نه ګډون د ډیموکراتانو په عقیده یو «ډیموکراتیک» حق دی؛ خو د افغانستان جابر دولت حتی دا «ډیموکراتیک» حق هم له خلکو اخلي او د اسلامي خاورو د نورو نظامونو په څېر خپله واقعي څېره، چې په اصل کې ظلم، دیکتاتوري او له اسلامي ارزښتونو جدایي ده، نندارې ته وړاندې کوي.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر