دوشنبه, ۲۷ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

اسلامي خلافت څنګه سقوط وکړ او څه ډول به يې بیا تاسیس کړو؟ د اسلامي خلافت د دردناک سقوط ۹۶مه کلیزه

د اسلامي خلافت د دردناک سقوط ۹۶مه کلیزه

د حزب التحریر ولایه سوډان د ښځو څانګې، د اسلامي خلافت د دردناک سقوط د ۹۶مې کلیزې په مناسبت د «اسلامي خلافت څنګه سقوط وکړ او څه ډول به يې بیا تاسیس کړو؟» په نامه سیاسي کنفرانس جوړ کړ. همدارنګه په همدغه ورځ یعنې ۱۴۳۸هـ.ق د رجب په ۱۸مه د شنبې په ورځ چې د ۲۰۱۷ د اپریل له ۱۵مې سره برابره ده، حزب التحریر په دخینات سیمه کې د غرمې په ۱۲ بجو یو تفاعل پيل کړ، چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته ډېرو کسانو ګډون پکې وکړ او د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت د تاسیس پر څرنګوالي او د اسلامي احکامو په تطبیق د مسلمانانو د عزت او ویاړ د بېرته راګرځېدو په اړه بحثونه او پوښتنې وشوې. همدا راز د دغه عظیم فرض د او د اسلامي ژوند د بیا راتګ په موخه له حزب التحریر سره د مسلمانې ښځې د کار کولو په رول بحث او نظرونه تبادله شول.

د مطلب ادامه...

د اسلامي خلافت د دردناک سقوط ۹۶مه کلیزه

اروپا به د «سیاسي تشه او د اسلام صعود» په نامه کنفرانس شاهده وي

حزب التحریر په هالنډ مسلمانان د «سیاسي تشه او د اسلام صعود» په نامه کنفرانس کې د ګډون لپاره رابولي. دغه راز د ۲۰۱۷ د اپرېل ۳۰مه د یکشنبې په ورځ به له ترکیې څخه عبدالله امام اغلو او په هالنډ کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر ویاند اوکې پالا او میکايل حسن خبرې وکړي.

د مطلب ادامه...

د یوه دعوتګر ورور استاد عمر داود «ابو هشام» د وفات په اړه د خواخوږۍ پیغام

  • خپور شوی په امریکا

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ
وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا  (الاحزاب: ۲۳)

په مومنانو کې داسې کسان شته چې له الله سبحانه وتعالی سره یې په کړې ژمنه وفا وکړه. ځینو خپل عهد پوره کړ (د شهادت جام يې نوش کړ) او ځینې سترګې په لاره دي او په خپله کړنلاره کې يې هېڅ بدلون رانه وست.

د الله سبحانه وتعالی پر قضاء په ایمان او هغې ته په تسلیمۍ، حزب التحریر - امریکا خپله خواخوږي ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د حزب التحریر  شبابو ته وړاندې کوي.

استاد عمر داود «ابو هشام» رحمه الله، د الله سبحانه و تعالی یو مخلص بنده او د لومړي نسل له دعوتګرانو څخه و.

زموږ ورور ابوهشام د ۱۴۳۸ ، د رجب په ۲۰ مه د دوشنبې په ورځ چې د ۲۰۱۷ د اپریل له ۱۷مې سره سمون لري، د ۸۸ کلونو په عمر له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې. ده خپل ژوند د الله سبحانه وتعالی اطاعت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره د خلافت د تاسیس له لارې د اسلامي ژوند بیا احیا کولو ته وقف کړی و.   

نوموړی په خپلو دعوتي کارونو کې نورو ته د نور د منبع په څېر شو. د ستونزو پر مهال یې صبر کاوه، د خپلې شدیدې ناروغۍ تر وروستیو شېبو پورې دوه زړۍ نه شو. ابو هشام ورور یو له هغو لومړنیو کسانو څخه و، چې د تېرې پېړۍ په جریان کې یې امریکا ته دعوت راووړ. د حزب التحریر د نورو غړو په څېر، نوموړي هم دوه کاله د اردون د ظالم رژیم د زندان تریخ خوند وڅکه. ده به تل دا ویل «یا الله! موږ ته اسلامي خلافت په خپلو سترګو را ووینې.»   

الله سبحانه و تعالی دې پر ده رحم او کرم وکړي، له پیغمبرانو، صدیقینو، شهداوو او صالحینو سره يې دې په فردوس جنت کې يو ځای کړي او الله سبحانه وتعالی دې د ټولو مسلمانانو په ګډون عظیم اجر ورپه برخه کړي.

انا لله و انا اله راجعون

حزب التحریر- امریکا

۱۴۳۸، د رجب ۲۰ مه

۲۰۱۷، د اپریل ۱۷ مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې