شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     10 رمضان 1438

میلادی نېټه :     دوشنبه, 05 جون 2017 م

شمیره:      :ح.ت.افغ۰۵/۱۴۳۸

مطبوعاتی دفتر
ولایه افغانستان

مطبوعاتي اعلامیه
امریکا له خونړيو چاودنو او قومي حساسيتونو څخه د ګټونکي کارت په توګه کار اخلي

        حزب التحریر-ولایه افغانستان په کابل کې وروستي خونړي بريدونه په سختو ټکو غندي او د دغو پېښو په اړه د لاندې ټکو بيانول اړين ګڼي:

د وروستيو پېښو له پېچلتيا او پراختيا څخه دا څرګنديږي، چې په افغانستان کې مېشت بهرني يرغلګر ځواکونه، استخباراتي کړۍ او د هغوی کورني لاسپوڅي په دا ډول وحشيانه پېښو کې لاس لري. يرغلګر له «تروريزم» سره د مبارزې په پلمه، د افغانستان د مسلمان ولس له پاکو وينو څخه، د ګټونکي کارت په توګه، د خپلو ستراتيژيکو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي. امريکا له چاودنو وروسته د منځ ته راغلو قومي حساسيتونو څخه په ګټه اخيستنې سره هڅه کوي، ترڅو د عامو خلکو، قومونو او سياسي ډلو تر منځ د نفاق اور بل کړي او خپلې استعماري واکمنۍ ته ادامه ورکړي. لکه څنګه چې امريکا عراق او سوريه د ورته ستراتيژۍ په مټ د مذهبي تفرقې له لارې په کورنۍ جګړه او ورور وژنه اخته کړل.

د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس باید د قومي شخړو پر ځای چې اسلام قطعي حرامې کړې دي، د وحشت او ترور د اصلي جرړو پر اېستلو تمرکز وکړي، کوم چې د امريکا او ناټو استعمار دی. هغوی بايد د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسيس او د کفارو د واکمنۍ د له منځه وړلو لپاره سره يو موټی شي.

((لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ))

(رواه ابو داود)

له موږ څخه نه دی؛ هغه څوک چې عصبيت «قوم، نژاد او ژب پالنې» ته بلنه کوي او له موږ څخه نه دی؛ هغه څوک چې د عصبيت «قوم، نژاد او ژب پالنې» لپاره جګړه کوي او له موږ څخه نه دی؛ هغه څوک چې د عصبيت «قوم، نژاد او ژب پالنې» لپاره وژل کيږي.

د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې