سه شنبه, ۲۸ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

روسيه بریټانیا د ټرامپ د چټلې دوسیې په افشا تورنوي

ډیلي ټلګراف ورځپانې د ټرامپ د چټلې دوسیې په اړه هغه راپور خپور کړ چې د بریټانیا د استخباراتو (MI6) پخواني کارکونکي جوړ کړی و. په دې خبر کې ویل شوي: په امریکا کې ځینو سرچینو دې ورځپاڼې ته ویلي چې د استخباراتو پخواني کارکوونکي کرسټوفر سټیل مخکې له دې چې راټول شوي اسناد د فدرالي څېړنو دفتر ته وسپاري، په لندن کې یې له ځینو حکومتي کار کونکو سره په دې برخه کې همغږي کړې ده. په هغو اسنادو کې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر پر مالي اړیکو سربېره په روسي هوټلونو کې جنسي فعالیتونه کړي دي. په دې راپور کې ویل شوي چې روسیې د بریټانیا استخبارات (MI6) د دې خبر په خپرولو تورن کړي او هغه یې د دې کار مسئول ګڼلي دي. د دې ورځپاڼې په خبره ټرمپ په دې دوسیه کې لیکل شوي معلومات په کلکه رد کړي او هغه یې دروغ ګڼلي دي. ټرامپ ویلي چې په دې قضیه کې د بریتانیا د څارګرې ادارې د پخواني کار کوونکي لاس لرل د امریکا او بریټانیا استخباراتي اړیکې خرابوي.

د سټیل ملګري وایي:  «هغه ډارېږي چې د دې قضیې په تړاو به خپل ژوند له لاسه ورکړي او له همدې امله په وېره کې ژوند کوي. خو اوس د دې معلوماتو د کره او نا کره والي په اړه بحثونه چټک روان دي». یاد خبر زیاته کړې چې د استخباراتو دغه پخواني کارکوونکي د روسیې د استخباراتو د یو کارکوونکي الکساندر لیتفینیک مسئولیت په غاړه درلود، هغه کس دی چې په لندن کې د راډیو اکټيو موادو په وسیله ترور شوی و. د یادولو وړ ده چې سټیل د کمبریج پوهنتون له مشهورو فارغانو او د روسیې په چارو کې د بریټانیا له استخباراتي متخصصانو څخه و. د ګارډین ورځپاڼې په وینا کله چې سټیل د بریټانیا له اسختباراتو سره یوځای شو، نو تر ډېره یې په پخواني شوروي اتحاد پورې اړوندو چارو تمرکز وکړ او د نویمې لسیزې په لومړیو کې یې دوه بشپړ کلونه په روسیه کې تېر کړي دي.

د مطلب ادامه...

د سوریې انقلاب اوس هم د ظالم رژیم د ماتې توان لري

د ۲۰۱۷ د جنوري پر ۱۷ مه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «روسیې هغه مهال د بشار اسد مرستې ته ودانګل چې دمشق به د دو یا درېیو اونیو په اوږدو کې د "تندلارو" په لاس سقوط کړی وای». د یادونې وړ ده چې روسیې د امریکا په اشاره پر سوریه برید وکړ. د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر پر ۲۹ مه په نیویارک کې اوباما له پوتین سره وکتل او پوتین د همدې ورځې په سبا سوریې ته د خپل فوځ د لېږلو فرمان صادر کړ.

همدارنګه د لاروف کړنې ښیي چې د سوریې انقلاب قوي دی او د اسد جنایتکار نظام ته په دغه شرط سقوط ورکولی شي، چې انقلابیان خپله لاره تصحېح کړي او د حزب التحریر په څېر یو باخبره سیاسي رهبر غوره کړي.  نورو خاینو مشرانو او ګوندونو ته ماته ورکړي او له ترکیې او سعودي عربستان سره -چې تل یې دوکه کړي- خپلې اړیکې پرې کړي.

د مطلب ادامه...

د اقتصادي نامساویتوب بحران

اکسفام موسسې په یوه راپور کې ویلي، چې اته کسه چې په په یوه ټکسي کې ځایېږي، سرمایه یې د نړۍ له نیم نفوس یعنې تر ۳.۶ میلیارده زیاتو بېوزلو کسانو سره برابره ده. دغه بنسټ څه وخت مخکې په یوه بل راپور کې   ویلي وو، چې دغه سرمایه د ۶۲ کسانو په لاس کې ده؛ خو هغه یې په څرګندونو او محاسبو کې د نیمګړتیاوو پر اساس رد کړ او په دغه راپور کې له دقیقې طریقې څخه په کار اخیستنې ثابته شوه، چې اوضاع تر هغه څه چې ګومان کېده، ډېره خرابه ده. دغه شمېرې د غیر طبیعي پانګو په زیاتوالي کې د نه برابرۍ له پدیدې پرده پورته کوي. نوموړې پدیده په منظم شکل پر مخ وړل کېږي، چې دا خپله یو ظلم دی؛ ځکه چې کم خلک ډیرې پانګې ته لاسرسی او سوکاله ژوندلري، خو زیات خلک له سختې بېوزلۍ ځورېږي. اکسفام موسسې دا حالت «د ۹۹٪ خلکو لپاره دوه ډالري اقتصاد» نومولی. د نړۍ بډای او ځیرک وګړي هر کال په داووس نړیوال اقتصادي کنفرانس کې راټولېږي. دغې موسسې په دې اړه یو راپور خپور کړ او د کنفرانس د ګډونوالو او د نړۍ د نورو انسانانو د سرمایې  تر منځ ستر توپیر یې روښانه کړ. خو په عمل کې د دغه حالت د بدلون لپاره لږ او نمایشي اقدامات کېږي.‍‍‍‍‍‍‍‍‍

د مطلب ادامه...

ښايي جنرال راحېل شریف د سعودي په مشرۍ د نظامي دفاعي تړون سلاکار وټاکل شي

تمه کېږي چې د پاکستان متقاعد جنرال راحیل شریف چې مخکې یې د پاکستاني فوځ د ارکانو مشري په غاړه درلوده، په هغه نظامي تړون کې چې سعودي عربستان یې رهبري کوي، د دفاعي مشاور په توګه وټاکل شي. دغه تړون چې ۳۹ اسلامي هېوادونه پکې ګډون لري، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه جوړ شوی.

راحیل شریف چې په وروستیو کې د پاکستان د ارکانو له رهبرۍ متقاعد شو، د یوې ځانګړې الوتکې په وسیله د شاهي مېلمه په توګه سعودي ته ولاړ. د سعودي په پلازمېنه ریاض کې د ده هرکلي ته ډېر لوی مراسم نیول شوي وو او د شاهي کورنۍ غړي هم پکې وو. د یادولو وړ ده چې د یاد تړون د ګډې رهبرۍ مرکز هم په ریاض کې دی.

دغه تړون د سعودي د ولي عهد محمد بن نایف په هڅو جوړ شو او همدا راز د العربیه سعودي تلویزیون په وینا د دغه تړون موخه، د داعش او نورو نظامي  ډلو پر وړاندې جګړه ده او په لومړیو کې ۳۴ دولتونو غړیتوب پکې درلود. په دغه تړون کې سعودي عربستان، ترکیه، امارات، بحرین، بنگلدیش، تونس، سوډان، مالیزیا، مصر، یمن او نور دولتونه غړیتوب لري. داسې خبرونه خپاره شوي چې عمان به هم ورسره یوځای شي. د عمان حکومت د سعودي  دفاع وزیر (امیر محمد بن سلمان) او د ولي عهد مرستیال  ته د یو لیک په استولو په دغه تړون کې د خپل هېواد د یو ځای کېدو د لوالتیا یادونه کړې.

سعودي عربستان له راحیل شریف څخه غواړي، چې د هغه نوي اسلامي ځواک مشاوریت په غاړه واخلي  چې د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا ژوندي کېدو د فعالیتونو پر وړاندې د مبارزي په موخه جوړ شوی. په دې کې شک نشته چې له داسې تړونه د سعودي عربستان د حکامو موخه د همغه جاه و جلال ساتنه ده چې استعمارګرو کفارو دوی ته سپارلی دی!

د مطلب ادامه...

کافر غرب، لاسپوڅئ حکومت، مدني ټولنه او رسنۍ مسلمانې ښځې ته څه ورکوي؟!

  • خپور شوی په سیاسي

له هماغه لومړئ ورځې راهيسې چې يرغلګرو زموږ په سپېڅلې خاوره قدم اېښی، مسلمانه مېرمن يې د خپل يرغل موخه ګرځولې ده. په دې اړه يې د افغانستان د سياسي، اقتصادي، ټولنيز، تعليمي او فرهنګي ژوند په ټولو برخو کې پراخې او مسلسلې هڅې پيل کړې دي. د دغو هڅو اساسي موخه په افغانستان کې په مسلمانه مېرمن باندې د غربي ليدلوري تحميلول دي.

د غرب دغه غوښتنې ته د اشغال تر سيوري لاندې لاسپوڅي حکومت، کفري مدني ټولنې او د ښکېلاکګرو د سفارت خونو رسنيو داسې مثبت ځواب ويلی، چې يوه شېبه يې هم له الله سبحانه وتعالی څخه وېره نه ده احساس کړې. بلکې همېشه يې هڅه کړې، ترڅو د کافر غرب د قهر او غصې وړ و نه ګرځي. ځکه هغوی له همدغې لارې څخه ډوډۍ ترلاسه کوي.

دوی به تر هغه خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړي، ترڅو مسلمانه مېرمن چې د اسلامي ليدلوري له مخې مور، د کور پاچا او داسې څه ده چې ساتنه يې پر نارينه واجب ده، په داسې متاع بدله کړي، چې د سوداګريزو توکو په څېر خرڅه او واخستل شي. د مور حيثيت يې پايمال شي. د کورني ژوند پاچاهي له لاسه ورکړي. هېڅ داسې څوک ونه لري چې د ساتنې په اړه يې غيرت را وپاريږي. بلکې د نارينه وو له خوا د هر ډول تبعیض، ذلت او غلامۍ تر څنګ د سوداګريزو توکو او جنسي غلامانو په څېر ټولنيز رول ادا کړي.

دا زموږ له خوا په ښځو پسې کوم تور او تهمت نه دی. په امراضو باندې د برلاسي کېدو په اړه د امريکايي حکومت څېړنيز مراکز په خپل راپور کې ليکي چې په اوسط ډول يو امريکايي تبعه له اوو ښځو سره جنسي اړيکې لري. بلکې تر دې هم زيات ۲۹٪ امريکايي نارينه په خپل ژوند کې له ۱۵ ښځو سره جنسي اړيکې لري او کله چې يوه له دغو څخه حامله شي، نو يوازې يې پرېږدي او دا د ښځې مسووليت دی، چې يا بايد دغه حرامي اولاد وزيږوي او د تربيې او لګښت مسؤوليت يې پر غاړه واخلي او يا له زيږېدو د مخه يې د دوا په واسطه ليرې کړي.

په امريکا کې ۱۰،۴ ميليونه کورنۍ له پلار پرته يوازې د مور په هڅو او تمويل سره سرپرستي کيږي. دې ته ورته يوازې په امريکا کې د کال تر يو ميليون ډېر ماشومان د دوا له لارې د ښځو له رحم څخه غورځول کيږي. په امريکا کې له ښځو سره د دا ډول خيانت ترسره کول يوازنۍ ستونزه نه ده، بلکې تر دې لوړه شمېره ښځې د دا ډول ناروا اړيکو او فحشا له امله په ګڼو جنسي ناروغيو باندې اخته کيږي. د CNN  او په امراضو باندې د برلاسي کېدو په اړه د امريکايي حکومت څېړنيزو مراکزو د رپوټونو له مخې په امريکا کې همدا اوس تر ۶۵ ميليونه ډېر وګړي په داسې جنسي ناروغيو اخته دي چې روغتيا يې ناممکنه ده. همداراز په امريکا کې هر کال ۶۸۳ زره ښځې د جنسي تيري ښکار کيږي. يعنې په هر ساعت کې پر ۷۸ ښځو باندې جنسي تيری کيږي. په داسې حال کې چې د امريکا د عدليې وزرات د سروې ګانو له مخې يوازې ۱۶٪ د جنسي تيري پېښې د ثبت تر مرکزه پورې رسيږي او افشا کيږي او تر دې څو ځله زياتې پېښې پټې پاتې کيږي. دا په غربي ټولنه کې د ټولنيز ژوند د لارښود هېواد «متحده ايالتونو» لنډ تصوير دی، ګڼ شمېر نور هېوادونه دي، چې ټولنيز وضعيت يې تر دې څو ځله ناورين پنځوونکی دی.

نو اوس دې هر افغان مسلمان په دې غور وکړي، چې آيا د خپلې مور، خور، ښځې او لور لپاره دا ډول برخليک غواړي؟! آيا زموږ له عقيدې سره دا ډول ټولنيز نظام سمون لري؟! آيا شپه او ورځ د جمهور رييس له مسيحي مېرمنې را نيولې، تر تقنيني ارګانونو، مدني ټولنو او رسنيو پورې ټول په ټولنيز ژوند کې د غربي ارزښتونو په ترويج پسې مټې نه دي بډوهلې؟!

نو اې مسلمانې خورې! د مسلمان او مجاهد لورې! د مسلمان او مجاهد مېرمنې! لمونځ کوونکې او روژه نيوونکې! سجده کوونکې مسلمانې! ته د ځان لپاره دغه برخليک غواړې؟! نو ويښه شه! له ځان څخه د ښکېلاکګرو کفارو وسيله مه جوړوه! د خپلو وروڼو ترڅنګ د پانګوالۍ او ډيموکراسۍ پر وړاندې مبارزه وکړه! ځکه ستا عزت د اسلام له واکمنۍ سره تړلی دی. که اسلام واکمن شو، ته مور يې، ته خور يې، ته لور يې او ته د هر مسلمان ناموس يې، ستا په ساتنه کې د ځان قربانۍ ته هر مسلمان چمتو دی، ستا د ساتنې لپاره الله د جنت وعده ورکړې او ستا له عزت څخه دفاع کوونکي ته حکمي شهيد ويل شوی. خو که ډيموکراسي وه، ته سوداګريز توکی يې، ته جنسي غلام يې، ته د هر ډول تبعیض ښکار يې. ته د مور، خور، لور او مېرمنې عزت له لاسه ورکوې. نو راپاڅه له خپلو خويندو او وروڼو سره د راشده خلافت د قايمولو لپاره مبارزه پيل کړه.

راپاڅئ اې مسلمان او مجاهد ولسه! د ګوډاګي حکومت دغه پاليسۍ، قوانين او لارې چارې، د کفري مدني ټولنو پراخ فعاليت او د رسنيو مبتذل پیغامونه په فکري او عملي ډګر کې په خپل ټول توان سره رد کړئ او د بنسټيز تغيیر لپاره مټې را ونغاړئ، ترڅو د ځانونو ترڅنګ په ګډه ټول اسلامي امت د يرغلګرو او ښکېلاکګرو کفارو او د هغوی د لاسپوڅو نظامونو له واکمنۍ څخه خلاص او د اسلام او راشده خلافت تر عدالت لاندې يې د لوی نړيوال رسالت د لېږد لپاره سره منظم کړو.

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

د راشده خلافت له تاسيس څخه مه غافله کېږئ!

  • خپور شوی په سیاسي

رجب حرامه میاشت زموږ امت ته د بيدارۍ، پرمختګ، عزت او نهضت پیغام لري. الله سبحانه وتعالی د ټولو اعمالو او پېښو لپاره ټاکلي وختونه مقدر کړي دي. ځينو ته يې په ځينو نورو باندې فضیلت ورکړی. له همدې امله د کال په اوږدو کې ځینې میاشتې دي چې تر نورو ډېر فضيلت لري. په هغو میاشتو کې نېک اعمال او بد د ثواب او جزا له مخې ډېر د پام وړ دي. همدا اوس موږ د الله سبحانه وتعالی له خوا د همدا ډول عظیمې میاشتې په بهیر کې قرار لرو، چې هغه د رجب مبارکه میاشت ده.

له نن څخه ۹۵ کاله وړاندې درپه يادوم چې په دغه له فضيلته ډکه میاشت کې د اسلامي امت ډال (خلافت) د وخت د کفري او ښکېلاکي زبرځواک بريتانيا او د هغې د نورو غربي صليبي ملګرو په واسطه را وپرځول شو. له هغه وروسته په ټول اسلامي امت کې د بېلابېلو کفري ځواکونو له خوا د مسلمانانو مقدسات، نواميس، خاورې، وينې او عزت په مختلفو ډولونو سره تر پښو لاندې شول او تر ننه دغه بهیر دوام لري. هره ورځ له پراخ سیاسي نوښت څخه په ګټه اخیستنې سره صلیبي ښکېلاکګران د اسلامي امت ترمنځ د تجزيې، نفاق، فسق او کفر تخم کري.

اسلامي امت که له يوې خوا په نړيواله سطحه د ويښېدو په حال کې دی او ورځ تر بلې په وضعي قوانينو او د غرب په مزدورو رژیمونو کې خپل ذلت احساسوي او په وړاندې يې په ژورو لارو چارو فکر کوي او په ترڅ کې یې پاڅونونه پیل کړي او دغه طاغوتیان یو پر بل پسې راپرځوي. بل خوا په افغانستان کې دغه مسلمان ولس د اسلامي نړۍ د ځینو نورو اشغال شوو سيمو په څېر د صلیبي کفارو په مستقیم اشغال کې شپې او ورځې تېروي. مزدور رژیم، د سېکولر ګوندونو، معاصر طاغوت (د پارلمان د دواړو مجلسونو) او نورو ټولو هغو مدني جوړښتونو په ملاتړ چې د غرب د مالي مرستې او فکري پروګرام پر بنسټ رامنځ ته شوي، له کافرو یرغلګرو سره ستراتيژيک تړونونونه امضا کړي دي. د هغوی اشغال ته يې د لاسلیک شوو اسنادو په توګه مشروعیت ورکړی. خو یرغلګر بيا هم له هغوی سره د تش په نامه تړونونو خیال نه ساتي او هره ورځ زموږ بې ګناه ښځې، ماشومان او سپین ږيري په بې رحمانه ډول په شهادت رسوي. بېشکه چې د یادو شوو ټولو ملاتړ کوونکو بنسټونو لاسونه زموږ د مسلمان ولس په وينو سره دي او د هغوی په جنایتونو کې شریک دي. د همدوی په مرسته دلته د استعمار ټول ډولونه شتون لري. استعمار خپل ناوړه افکار د هر افغان تر کوره ور رسولي او د نظام له پلوه يې هم په داسې فضا کې ساتلي چې اصلا نشي کولای د خپلو برخليک ټاکونکو قضيو او تاریخي مناسبتونو په اړه ژور فکر وکړي. 

دغو ړوند اندو ته په افغانستان کې د هرې ستونزې د حل لپاره غرب د بل مسلمان د تباهۍ مفکوره ورکوي، هغوی هم ورسره موافقه کوي او مرسته يې اخلي او په عمل لاس پورې کوي. له همدې امله پښتانه مسلمانان د دري ژبو مسلمانانو په ورکه کې خپل خیر ګوري او برعکس دري ژبي د پښتنو په تباهۍ کې. همداراز دې ته ورته په افغانستان کې د هرې ستونزې لامل ګاونډیان بلل کيږي. په داسې حال کې چې دغه ستونزې ټولې د دوی په څېر ړوند اندو او د پردیو لاسپوڅو چارواکو د خپلو بادارانو په اشارو را ټوکولې دي، نه د هغو هېوادونو عام اسلامي امت.

یوې خوا ته پښتانه هره ورځ د صلیبي یرغلګرو د ظلم، وحشت او ترور له امله د ډله ییزو وژنو د غم پر ټغر ناست دي او په ځوابي ډول هڅه کوي له ځان څخه د دفاع پر بنسټ وسله وال مقاومت ته دوام ورکړي، خو د هغې ترڅنګ دا تصور ورسره موجود دی چې د دغه ګوډاګي رژیم حاکميت او د غرب اشغال ته دري ژبو لاره اواره کړې ده. بل پلو په شمال کې د طالبانو د تېرو کړنو له امله هڅه کيږي چې د پښتنو په وړاندې حرام عصبیت ترویج او خپور کړي. د دې ترڅنګ په ټولنیز ژوند کې د غرب په مالي امکاناتو باندې را ټوکېدلې ميډيا شپه او ورځ هڅه کوي چې ډيموکراتيک، عصبي، هندي، بودايي، یوناني او دې ته ورته نور ناروا افکار د کورنيو تر فرد فرد پورې ورسوي. ترڅو اصلا یوه مسلمانه کورنۍ په خپل ورځني ژوند کې د اسلام پر بنسټ فکر او عمل ونه کړي.

دغو ټولو هڅو د افغانستان له مظلومو مجاهدو مسلمانانو څخه خپل شرعي مناسبتونه، په هغو کې پراته رازونه او د هغو پر اساس ژوند او د خپلو ستونزو لپاره د اسلام پربنسټ د حل لارې موندل هېر کړي دي. له همدې امله د خلافت د سقوط ۹۵مې دردوونکې کليزې په مناسبت د دغه لیکنې له لارې له شرعي پلوه د دغه میاشتې عظمت او مناسبتونه درپېژني، ترڅو له هغو څخه د اسلام پر بنسټ د خپل مسلمان او مجاهد ولس د بیدارۍ او نهضت لپاره الهام واخلو، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی د خپل دين د تحکيم او د بشر د آزموينې لپاره د یوه ټاکلي تقدير له مخې ځانګړي حالات او وختونه تعین کړي دي. نو رجب میاشت هم له دغو مناسبتونو څخه یوه ده چې په لنډ ډول يې یادونه کوم:

لومړۍ  پېښه: د اسراء او معراج پېښه، چې د باوري رايو او سرچينو پر بنسټ د رجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه واقع شوې ده. د دې پېښې نه وړاندې زموږ د ګران پیغمبر صلی الله عليه وسلم مرستندويه مېرمن حضرت بي بي خديجه رضى الله تعالى عنها او بيا د نبي كريم صلی الله علیه وسلم ملاتړ کوونکی تره ابي طالب له نړۍ سترګې پټې كړې دي، چې له دې وروسته د نبي كريم صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګرو ژوند تريخ او ستونزې يې لاډېرې شوې دي. نور په مكه مكرمه كې د نبي كريم صلی الله علیه وسلم د دعوت پرمختګ په ټپه درېدلی و، تر دې چې نور هېڅوک په اسلام باندې نه مشرف کېدل او د کفارو له خوا پر مسلمانانو باندې ظلم او زیاتی لازیاتېده. نو الله سبحانه وتعالی په اسراء او معراج سره خپل نبي کريم صلی الله علیه وسلم ونازاوه، لومړى يې په شپه كې له مكې څخه بيت المقدس ته او له هغه ځايه يې اسمان ته پورته كړ، چې هلته  نوموړي د خپل پالونكي جل جلاله بې شمېره  نښې او نښانې وليدې. په دې پېښې سره الله سبحانه وتعالی له يوې خوا اسلام او مسلمانانو ته عزت او سر لوړي ور وبښله او له بلې خوا يې نبي كريم صلی الله عليه وسلم ته ډاډ وركړ او دا يې ورته وښوده، چې د كفر ځواك په نړېدو او ستاسو برياليتوب را نږدې شوی دى.

دويمه پېښه: په دې مبارکه میاشت کې د بيت المقدس فتح ده، چې د ۵۸۳ ق.كال د رجب په ۲۷مه نېټه د مسلمانانو په برخه شوه. لكه څنګه چې په لومړۍ پېښه يعنې د اسراء او معراج په واقعه كې زموږ خلك له الله سبحانه وتعالی څخه د مرستې د غوښتنې له  ارزښتناك راز څخه ناخبره دي، همدارنګه د بيت المقدس د فتحې له لمانځنې او په هغه کې له مهم راز څخه هم ناخبره دي. هغه دا چې مسجد الاقصى د ۵۸۳ ق. كال په رجب كې فتح شو او له دې څخه وړاندې مصر په ۳۵۹ ق. كال كې د فاطميانو له خوا له اسلامي خلافت څخه بېل شوى و، په ۵۶۷ ق.كال کې بېرته له خلافت سره يوځاى كړاى شو. يعنې صلاح الدين او له هغه څخه وړاندې نورالدين تر هغه د فلسطين پر فتح كولو بريالي نه شول، ترڅو يې چې مصر له اسلامي خلافت سره نه و يو ځاى كړی.

كله چې د ناصر عباسي خليفه د خلافت په دوره كې صلاح الدين د مصر او شام والي و، الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته دا بريا ور په برخه كړه، چې فلسطين د صليبيانو له چټلو منګولو څخه را وباسي، خليفه ته د فتحې زېرى ور واستوي او ټول مسلمانان د الله اكبر او الحمد لله په ويلو سره د فلسطين د فتحې خوشالۍ او شكرانې ترسره كړي.

دريمه پېښه: د كفارو او ښكېلاګرو له خوا د اسلامي خلافت د له منځه تلو غميزه ده، چې هغه مهال د برتانيې په مشرۍ او خاينو متعصبو عربو او تركانو په مرسته ښكېلاګرو وكولاى شول، چې مسلمانان او اسلامي نړۍ د اسلامي خلافت له نعمت څخه محرومه كړي او د ۱۳۴۲ ق. كال د رجب د مياشتې په ۲۸ نېټه چې ۱۹۲۴م. كال د مارچ د مياشتې له ۳ نېټې سره سمون خوري، اسلامي خلافت را وپرځوي. درېیمه پېښه باید موږ د خلافت د تاسیس لپاره را ويښ کړي او لومړۍ او دویمه راته د لارې مشال او د الله سبحانه وتعالی د نصرت لپاره قوي هيلې وګرځي. ترڅو د اسلام هغه نظام (خلافت) چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه ځانګړې طریقه (تثقیف، تفاعل او طلب النصره) باندې تاسیس کړ، ورپسې اصحابو رضوان الله علیهم اجمعين د هغه پر تګلاره باندې په راشده توګه دوام ورکړ او بالاخره د اسلام دښمنانو خپله د اسلامي امت د منحطو بچیانو په واسطه ونړاوه، یو ځل بيا تاسیس کړو.

اې د افغانستان مظلومو او مجاهدو مسلمانانو!

د خلافت د نشتوالي له امله یوازې تاسې نه کړېږی، بلکې سوريه، فلسطين، عراق، یمن، برما، افغانستان، مصر، سوماليا، پاکستان، کشمیر، قبرس، چیچن، شرقي ترکستان، سوډان او بالاخره ټول اسلامي امت د اوسنيو جابرو چارواکو او د هغوی د بادارانو له ظلم، وژنو او تېريو څخه تر پوزې راغلي. په دغو ټولو سیمو کې هره ورځ په سلګونو مسلمانان شهیدان کيږي، په نوامیسو او مقدساتو يې تېری کيږي او شتمنۍ يې لوټ کيږي، خو د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانو خلفاوو په څېر کوم مدافع نه لري. نو اسلام او پیروان يې واحد امام، راعي او خلیفه ته اړتيا لري. اسلامي امت، عقیدوي، جغرافيوي او سیاسي وحدت ته اړتيا لري. پس را پاڅۍ او په دې لاره کې له خپلو مخلصو وروڼو (د حزب التحریر له شبابو) سره مرسته وکړئ، ترڅو له هغه امام سره بيعت وکړو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم يې په اړه فرمايي: إنما الإمام جنة يقاتل من ورائه ويتقى به. یعنې: بېشکه امام هغه ډال دی چې تر شا يې جګړه کيږي او په هغه باندې د مسلمانانو ساتنه کيږي. تاریخ په دې شاهدي ورکوي؛ همدا خلافت و، چې د فارس او روم امپراطورۍ يې ماتې کړې. وروسته یې دا پراخې ځمکې ټولې د اسلام په مبارک دین سره روښانه کړې، چې تر ننه پکې اسلامي امت مېشت دی. که اسلامي خلافت او لښکر يې نه وای، دا کارونه به چا کول؟ نن چې خلافت نشته آیا مسلمانان هغه ډول اسلام تطبیقولی او رسولی شي؟

اې مسلمانانو! آيا ۹۵ كاله د اسلامي خلافت نشتوالی او د مسلمان خليفه د نه راوستلو ګناه مو بس نه ده، چې نور توبه ترې وايستل شي او د اسلامي خلافت د رامنځ ته كولو لپاره كار وشي؟ آيا نبي كريم صلی الله علیه وسلم نه دي فرمايلي چې:

«من مات و ليس في عنقه بيعة مات ميتة جاهلية»

یعنې: څوك چې په داسې حال كې مړ شي، چې له چا سره يې بيعت نه وي كړی مړينه يې د جاهليت ده. آیا په رجب میاشت کې له پورتنيو یادو شوو دریو پېښو څخه د دې الهام نه اخلو چې امت باید وحدت ومومي او بيرته خپلې اشغال شوې سیمې د خلافت د پوځ له لارې آزادې کړي؟!

نو اې په افغانستان کې زموږ مجاهد او مظلوم ولسه! په دغه بلنه او مبارزه کې تاسو یوازې نه یاست. په اسلامي نړۍ کې د حزب التحرير له خوا د خلافت لپاره تر شپېتو کلونو مبارزه او دعوت شوی او الحمد لله په نړيواله سطحه په نبوي طریقه باندې د راشده خلافت تاسیس په خپل وروستي پړاو کې دی چې د الله سبحانه وتعالی له تقدير سره سم به ورسره مرسته وکړي او راشده خلافت به تاسیس شي. په دې اړه موږ او تاسو ته د الله سبحانه وتعالی دا وینا بس ده چې فرمايي:

‏ إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ. 

غافر، 51 

موږ خامخا له خپلو پیغمبرانو او مؤمنانو سره د دنيا په ژوند او هغه ورځ کې چې شاهدان را پورته کيږي، مرسته کوو.

سيف الله مستنیر

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

ماندګار ورځپاڼې او تسنيم خبري آژانس دحزب التحرير پر وړاندې د ژورناليزم ټول اساسات تر پښو لاندې کړل

. ماندګار ورځپاڼې او تسنيم خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۵ هـ ل کال د ليندۍ د مياشتې په درېيمه نېټه، يو راپور چې تقريباٌ ورته منځپانګه يې درلوده د «په کابل کې د حزب التحرير خطرناکې خپرونې» او «د حزب التحرير پراخ رسنيز فعاليت او د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت بې خبري» تر سرليکونو لاندې خپاره کړل. د راپور ليکوال د متناقضو خبرو، يو اړخيزو مرکو او له کرکې ډکې پايلې پر مټ هڅه کړې ده ترڅو حزب التحرير په تروریستي فعاليتونو باندې تورن او د دولت بېلابېل بنسټونه او عام خلک د حزب التحرير پر وړاندې تحريک کړي.
د حزب التحرير ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر، د دا ډول غير متوازنو او يو اړخيزو رپوټونو خپراوی د ژورناليزم د ټولو اساساتو او اخلاقو خلاف عمل بولي او هغه پر سختو ټکو غندي، او د یادو شوو تورونو پر وړاندې محترمو ژورنالیستانو او رسنيو ته لاندې ټکي بيانوي:
1.    هېڅوک نشي کولای د حزب التحرير له فکري او سیاسي فعاليتونو څخه داسې بېلګه راوړي چې د ګران اسلام له افکارو او احکامو سره ټکر ولري. مګر دا چې په افغانستان کې د جان کيري د دولت د احزابو او اساسي قانون له بنسټه له اسلام او د اسلامي امت له ګټو سره ښکاره ټکر لري؛ حزب التحرير هېڅکله نشي کولای د داسې غير اسلامي قوانينو پر بنسټ خپلې چارې تنظيم کړي.
2.    په داسې حال کې چې حزب التحرير په افغانستان کې مطبوعاتي دفتر او رسمي وياند لري او د ماندګار په شمول له ډېری رسنيو سره په دوامداره توګه اړيکې لري، بيا هم ماندګار ورځپاڼې او تسنيم خبري آژانس د حزب د رسمي وياند او يا د مطبوعاتي دفتر د غړو له نقل قول پرته يو اړخيز او غير متوازن راپورونه خپاره کړي دي، چې له امله دواړو رسنيو د ژورناليزم ټول اصول، اخلاق او د اسلام د سپېڅلي دين لارښوونې تر پښو لاندې کړې دي.
3.    حزب التحرير د اسلام په ټول ثقافتي او فکري پانګه کې د «ملي ګټو» مفکوره نه پېژني. له همدې امله حزب التحرير همېشه د اسلام د افکارو او احکامو پر بنسټ د اسلامي امت د ګټو دفاع او پالنه کوي او د «ملي ګټو» په شمول د ټولو هغو مفکورو پر وړاندې سخته فکري او سياسي مبارزه کوي چې د «اسلامي» پر مختاړي او روستاړي باندې سنبال شوې، خو د اسلامي امت د تفرقې او وېش سبب شوې دي.

4.    هغه تور چې يو کال وړاندې د اجرائيه رييس له خوا پر حزب التحرير ولګېد، تر ننه هغه ونه کړای شول چې د هغه د اثبات لپاره وړ او کره شواهد وړاندې کړي. له همدې امله څه موده وروسته د اجرائيه رییس لومړي مرستيال په ډاګه رسنيو ته وويل چې د حزب التحرير د فعاليتونو په اړه هېڅ داسې شواهد نشته چې د هغو په تروریستي والي باندې دلالت وکړي. خو دا چې دغو څرګندونو د اسلام پر وړاندې د امريکا تبليغاتي ماشين په خوځښت نه راووست او د رسنيو د تمويلوونکو له غوښتنو سره يې سمون نه درلود، نو د ډېری رسنيو له خوا نه ليدلی و ګڼل شو.

[بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ] «الأنبياء:18»
بلکې موږ حق د باطل پر سر ور وهو او حق د باطل د سر مغز ګډوډ کوي او (دا ډول) باطل ډېر ژر له منځه ځي.

 د حزب التحرير-ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د پاکستان امنيتي او قضايي ادارو ته د حزب التحرير ـ ولايه پاکستان پرانیستی ليک

(ژباړه)

د الله سبحانه وتعالی ثنا او صفت وايو او په بهترين رسول يې حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم، کورنۍ او په هر هغه چا چې د قيامت تر ورځې پورې هغه صلی الله عليه وسلم دوست لري، سلام او دعا ورته کوو.

اما بعد:

د هدايت لارويانو ته سلام! معمولاً زموږ په پرانیستو ليکونو کې خطاب حاکمو چارواکو او نظامونو ته وي، ځکه الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب کې داسې فرمايي:

وَإِذْ قَالَتْ أُمَّةٌ مِنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا اللَّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُوا مَعْذِرَةً إِلَى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ 

[اعراف:164]

هغه وخت په ياد کړئ چې له هغو څخه يوې ډلې بلې ډلې ته وويل: ولې يوې ډلې ته نصيحت کوئ چې الله سبحانه وتعالی به هغوی هلاک او يا په سخت عذاب باندې اخته کړي!؟ ويې ويل: څو موږ ته د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې عذر وي او شايد هغوی تقوا غوره کړي. 

 

موږ ښه پوهېږو چې په ټوليزه توګه د پاکستان نظامي او سياسي رهبران د غرب مزدوري کوي، د اسلام او مسلمانانو سره يې د جګړه او دښمني پيل کړې ده او لاسونه يې د مسلمانانو په پاکو وينو ککړ دي. په همدې دليل سره پورتنی ايت په هغه باندې صدق کړی دی ښايي الله سبحانه وتعالی دوی په دنيا او اخرت کې هلاک کړي. خو له هغه ځايه چې که يو فاجر او ګنهګار انسان چې هر څومره دوامداره ګناهونه وکړي بيا هم انسان دی او امکان لري چې په عاقلانه توګه توبه وکړي؛ له همدې امله په ښکاره توګه دوی ته لارښوونه کوو، شايد دا د دې سبب شي چې دوی د الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او مومنانو دښمن ته د پناه وړلو په ځای له عقل څخه کار واخلي او د امت غېږې ته ور وګرځي.

اې هغودمسلمانانو چې په امنيتي برخه کې کار کوئ! موږ ګمان ستاسې د ډېرو په اړه د خير ګمان دی، ستاسې ډېری ګمان کوي هغو تصميمونو ته د عمل جامې ور اغوندی چې د الله سبحانه وتعالی د بندګانو  او خاورې په ګټه او مصلحت دي، پرته له دې چې وپوهېږئ چې دغه تصميمونه د سياسي او نظامي رهبرانو له خوا صادرېږي چې خاورې او د الله سبحانه وتعالی بندګان يې په استعمارګرو کفارو باندې خرڅ کړي دي؛ په پايله کې خلک فقير او غريب کړي او د ځمکو په حق او د مسلمانانو د عزت په برخه کې ظلم کړي او د هغوی ټول شته يې هلاک کړي دي. په دې اساس فرېب ګرو ته غوږ مه نيسئ او له هغوی څخه اطاعت مه کوئ. له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

كَيْفَ بِكَ يَا عَبْدَ اللَّهِ إِذَا كَانَ عَلَيْكُمْ أُمَرَاءُ يُضَيِّعُونَ السُّنَّةَ وَيُؤَخِّرُونَ الصَّلَاةَ عَنْ مِيقَاتِهَا قَالَ كَيْفَ تَأْمُرُنِي يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ تَسْأَلُنِي ابْنَ أُمِّ عَبْدٍ كَيْفَ تَفْعَلُ لَا طَاعَةَ لِمَخْلُوقٍ فِي مَعْصِيَةِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ 

[مسند احمد]

اې عبدالله څنګه دی کله چې ستا امر سنت ضايع او لمونځ له خپل وخت څخه وځنډوي؟ ويې ويل څه ډول ما ته امر کوې يا رسول الله صلی الله عليه وسلم؟ويې ويل: عبدالله هم له ما څخه د هغه پوښتنه وکړه چې تا يې پوښتنه وکړه حال دا چې د مخلوق اطاعت په هغه وخت کې چې پايله يې د الله سبحانه وتعالی بې اطاعتي او ګناه شي جواز نه لري.

له شک پرته تاسې پوهېږئ چې حاکم نظام د خپلو بادارانو (غرب، او په سر کې امريکا) د سياسي او نظامي رهبرانو له امر پرته بل څه په دې خاوره کې نه تطبيقوي. دغه نظام، پخوا او هم اوس مهال په داخل او بهر کې، په ګاونډيو هېوادونو يا نورو سيمو کې د غرب د ګټو لپاره ستاسې څخه کار اخلي، په ځانګړې توګه امت د لاسه تللي عزت د نبوت پر منهج د خلافت تر سيوري لاندې د اسلامي نظام د تطبيق له لارې د بېرته راتلو څخه مخنيوی کوي. دغه نظام تاسې ته دروغ وايي او تاسې په هغه باندې ښه پوهېږئ، لکه څرنګه چې تاسې ته وايي هغه څه چې تاسې يې ترسره کوئ د خپلې خاورې او خلکو په مصلحت او ګټه دي، دا چې د امريکا جنګ د اسلام پر وړاندې (د ترورېزم تر عنوان لاندې) ستاسې جنګ دی. په ډېر افسوس چې تاسې د دې نظام خبرې منلې او له هغو څخه پيروي کوئ او ځان ته په هغو خبرو چې تاسې ته يې وايي قناعت ورکوئ؛ د الله سبحانه وتعالی دغه قول ستاسې په اړه صدق کوي:

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا  [كهف: 103-104]

اې رسوله! کافرانو ته ووايه: ايا تاسې د تاوان کوونکو خلکو څخه خبر کړم؟ هغوی داسې خلک دي چې هڅه بې ځايه ځي (بې ګټې کېږي) او خپله ګمان کوي چې په غوره توګه نېک کار تر سره کوي.

نو څنګه له دې نظام څخه پيروي کوئ په داسې حال کې چې تاسې د الله سبحانه وتعالی مسلمان بندګان ياست!؟ تاسې پوهېږئ چې ستاسې د رهبرانو وروستی خيانت چې ترسره يې کړ د ((ملي اقدام طرحې)) قبلول دي. چې د امريکا له خوا د اسلام، مسلمانانو او ملاتړ کوونکو د له منځه وړلو لپاره دې خاينو رهبرانو ته په هغه باندې امر شوی دی. دا هغه طرحه ده چې موخه يې د دې خاورې د مخلصو مومنانو تعقيب او نيول دي، په ځانګړې توګه د حزب التحرير د ځوانانو چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت لور ته دعوت کوونکي دي او همدارنګه هغه مجاهدين چې د افغانستان د اشغال پر وړاندې له امريکا سره جنګېږي؛ او موږ شاهدان يو چې زندانونه له دوی څخه ډک دي. دا تاسې ياست چې هغوی مو تعقيب، اختطاف او د کار د ځای او کور حريم مو نه دي مرعات کړي.

په کنز الاعمال کې له انس رضی الله عنه څخه روايت دی چې ويې ويل: ((هر څوک چې يو مسلمان په وحشت کې واچوي، د قيامت د ورځې له وحشت څخه به په امن کې پاتې نشي.)) تاسې د بشار اسد علوی له مزدورانو سره په جنايتونو کې يو شان ياست او تاسې د هغه ظالم پادشاه د سرتېرو په شان شوي ياست چې مومنان يې يوازې په دې جرم چې ويل به يې الله سبحانه وتعالی زموږ پالونکی دی، اور ته اچول.

وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَنْ يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ  [البروج:8]

شکنجه کوونکو په مومنانو کې هېڅ عيب او جرم نه ليدو پرته له دې چې دوی په عزیز او حمید الله ایمان درلود!

خو تاسې اې قاضيانو چې د دې نظام په محکمو کې کار کوئ! تاسې ښه پوهېږئ چې په دې خاوره کې حاکم نظام، کفري نظام دی نه يې اساسي قانون قرآن دی او نه يې هم قانون له قرآن او سنتو څخه اخيستل شوی دی. برعکس داسې نظام دی

چې د انګليس د استعمار په واسطه جوړ شوی دی او اوس يې د امريکا استعمار هغه رهبري کوي، يوازې هغه وخت تغيير کوي چې په دې خاوره کې د غرب د ګټو د ساتل غوښتنه وکړي. او د غرب لويه ګټه دا ده چې له داسې قانون څخه اخيستل شوی چې د نبوت پر منهج د خلافت په دولت کې له قرآن او سنتو څخه مخنيوی وکړي.

خو تاسې قاضيان د همدې اساسي قانون پر اساس چې د بشر په لاس جوړ شوی پرېکړې کوئ! نظام داسې قوانين ترويجوي او تاسې په هغه باندې پرېکړې صادروئ. پرته له دې ايا ستاسې پرېکړې د (اسلام) د عدل پر اساس دي او که د کفر پر اساس (د بشر په لاس جوړ شوي قانونو باندې) او د رسول الله صلی عليه وسلم هغه اخطار مو په نظر کې نه دی نيولی او هغه مو له ياده ايستلی دي چې فرمايلي يې دي:

الْقُضَاةُ ثَلَاثَةٌ وَاحِدٌ فِي الْجَنَّةِ وَاثْنَانِ فِي النَّارِ فَأَمَّا الَّذِي فِي الْجَنَّةِ فَرَجُلٌ عَرَفَ الْحَقَّ فَقَضَى بِهِ وَرَجُلٌ عَرَفَ الْحَقَّ فَجَارَ فِي الْحُكْمِ فَهُوَ فِي النَّارِ وَرَجُلٌ قَضَى لِلنَّاسِ عَلَى جَهْلٍ فَهُوَ فِي النَّارِ  [ابو داود]

درې ډوله قاضيان شته، يو يې په جنت کې او دوه نور يې په اور کې دي، هغه قاضي چې په جنت کې دی داسې کس دی چې د حق لاره يې پېژندلې او د هغه پر اساس يې قضاوت او پرېکړې کړې دي، بل قاضي داسې کس دی چې حق يې پېژندلی خو په خپل حکم کې يې طرفداري کړې او درېيم قاضي داسې کس دی چې په جهالت او ناپوهۍ سره د خلکو په منځ کې پرېکړې کوي.

اې هغو چې په امنيتي او قضايي برخه کې کار کوئ! ستاسې ته زموږ پند دا دی چې تاسې د راشده خلافت لور ته د مخلصو مسلمانانو چې دعوت پر غاړه لري او د دې خاورې د نورو دعوت کوونکو له تعقيب څخه لاس واخلئ.

څنګه کولی شي چې د هغو سياسي او نظامي رهبرانو څخه پيروي وکړئ چې په مطلق ډول د الله سبحانه وتعالی د بندګانو او د دې خاورې د ګټو پر وړاندې ولاړ دي؟ که تاسې له هغوی څخه پيروي وکړئ، له هغوی سره به په جنايتونو کې مساوي شئ او په اخرت کې ستاسو د عذاب جزا د هغوی د غذاب له سختۍ څخه به څه شی کم نه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:

وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا  [احزاب:67-68]

او وايي: اې پالونکيه! موږ له خپلو مشرانو او لويانو څخه پيروي کړې ده او دوی موږ له لارې څخه لېرې او ګمراه کړي يو. اې پالونکيه! دوی دوه چنده عذاب کړې او دوی له خپل رحمت څخه پوره لېرې کړه.

دغه د اخرت د عذاب په اړه دی، خو په دنيا کې پوه شئ چې اسلامي امت خپل تصميم ټينګ نيولی دی او ظلم کوونکي حاکمان يو پر بل پسې له پښو غورځوي، د ((بهار)) په نوم بهير په پای کې به د الله سبحانه وتعالی په خوښه د نبوت پر منهج راشده خلافت چې زېری يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ورکړی بيا تاسيس کړي؛ او هغه وخت به د هېڅ سرتېري، قاضي او لنډغر معزرت غوښتل چې ما له ځانه هېڅ صلاحيت نه لرلو او يوازې مو له امرينو څخه پيروي کوله هېڅ ګټه ونه لري.

با خبره اوسئ هر هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی هغه بندګان چې د مسلمانانو د بېدارۍ او نهضت په لاره کې کار او هڅې کوي ازارولو او ځورولو ته دوام ورکړي، زر به د راشده خلافت په محکمو کې چې زر به تاسيس شي محاکمه او د اسلامي شريعت مطابق به د خپلو اعمال په سزا ورسېږي؛ ځکه هر څوک چې د الله سبحانه وتعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره جګړه پيل کړي او د فساد د خپراوي لپاره هڅه وکړي د سخت غذاب وړ ګرځي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمايي:

إِنَمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ  [مائده:33]

د هغو کسانو جزا چې له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم جنګېږي او په ځمکه کې د فساد هڅه کوي، يوازې دا ده چې ووژل شي يا په دار وځړول شي او يا يې (ښی) لاس او (چپه) پښه يو د بل برعکس غوڅ شي او يا له خپلې ځمکې څخه تبعيد شي. دا يې په دنيا کې رسوايي ده او په اخرت کې به سخت عذاب ولري.

وړاندې له دې چې فرصت مو له لاسه ولاړ شي تاسې ته نصېحت کوو او له تاسې څخه غواړو څو د خپل امت په څنګ ودرېږئ او د الله سبحانه وتعالی د مخلصو بندګانو له ځورونې څخه لاس واخلئ. برعکس له تاسې څخه غواړو چې د حاکم نظام په ړنګولو او د نبوت پر منهج د راشده خلافت د نظام په جوړولو کې مرسته وکړئ او پوه شئ چې د دې نظام تاسيس له هغه ډېر نږدې دی چې تاسې يې تصور کوئ په هغه وخت کې څوک چې حق ته د دعوت خنډ شوي او دعوتګر يې ځورولي دي هېڅکله به ونه بښل شي.

حزب التحرير-ولايه پاکستان

د مطلب ادامه...

یوه دوډۍ او درې ملیونه ماشومان!

  • خپور شوی په سیاسي

کار او ټولنیزو چارو وزات وزیرې میرمن نسرین اوریاخیل نن(غبرګولي ۱۱مه ۹۵کال) د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه جوړ شوي سمینار کې د ماشومانو له ناوړه وضعیت څخه د اندیښنې په ښودولو سره زیاته کړه چې د ۱۴،۵ ملیونه ماشومانو څخه  درې ملیونه سخت درانه کارونه کوي چې دغه ماشومان یې له جدې ګوه سره مخ کړي.

نوموړې همداشان زیاته کړه چې له ۱۴،۵ ملیونه ماشومانو څخه ۹ ملیونه ښوونځي ته ځي او پاتي پنځه ملیونه سخت خطر سره مخ دي. هغې همداشان و ویل چې:« تیر کال د ماشومانو په اړه درې سوه زره پيښې ثبت شوي چې له هغې جملې څخه ۵۰ قضیې د جنسي تیري، ۶۳ قاچاق، ۲۷ سړي تښتونې، ۴۳ جبري ودونه، ۲۶۳ جبري کار او ځینې نورې» قضیې هم شته چې لا ثبت شوې نه دي.

دا هغه څه دي چې میرمن اوریاخیل یې په خپله اقرار کوي، خو هغه څه چې لا تر اوسه ثبت شوي نه دي او په اړه یې رسنیوته هم څه نه دي رسیدلي، به سل هاو ځله تر دې ډير زړه بوګنونکي او دردونکي دي. د رسمي او ثبت شوو ارقامو له مخې تر ۳۷ زرو زیات ماشومان په ګدایې اخته دي تر څو یوه مړۍ دوډۍ خپل کورته پيدا کړي. دا ځکه چې د پانګوال نظام اساس په چور ایښودل شوی او چارواکي د خلکو وینې زبیښې او خلک له ناوړه اقتصادي حالت څخه رنځ وړي.

د ماشومانو نفقه په والدینو فرض ده، خو په افغانستان کې مرګوني اقتصادي وضعیت او روانې جګړې، کورنۍ دومره تنګ لاسې کړي چې حتی له خپلو تنکیو ماشومانو څخه د کار تمه کوي او له ډیر مجبوریت څخه هغوی درنو کارو ته استوی تر څو خپل دسترخوان ته د ماښام خواړه برابر کړي.

د پانګوال نظام په راتګ او پلي کیدو سره د خلکو له دسترخوان څخه مړۍ ورکه شوه او ټولنه له ستر طبقاتي حالت سره مخ شوه، چې یو پلو بډایه او بل پلو فقیر او بې وزله خلک دي. مطلق اکثریت بې وزله او فقیر، او غوڅ اقلیت بډایه او پانګوال، چې بډایه لا شتمن کیږي او بې وزله ورځ تر بلې د فقر کندو کې ډوبیږي.

دغه طبقاتي ټولنه د پانګوال نظام په ذات کې شته چې هیڅ کله به هم اصلاح نه شي، او د ټولنې ډیر محدود خلک به د خلکو ټوله سرمایه لوټ کوي او بیا به د دوی په ژوند هر ډول لوبه کوي، چې دا ده اوس یې په ماشومانو هم دغه د زبیښاک لوبه پیل کړې ده.

ماشومان به هغه وخت یو سوکاله ژوند او د خپل ماشومتوب له حقوقو او امتیازاتو څخه برخمن شي چې له افغانستان او سیمې څخه د پانګوالۍ استثماري نظام ټول او پر ځای اسلامي نظام پلی شي چې له بنسټه پکې د ماشومانو په وړاندې ترحم او زړه سوی دی نه زبیښاک او استثمار.

خالد څرګند

د مطلب ادامه...

د ډيموکراسۍ او بشري حقونو علمبراداران د نژادي تبعيض په لمبو کې

  • خپور شوی په سیاسي

سپينې ماڼۍ منتقدينو په امريکا کې د پولیسو له خوا د دوه تورپوستو وژل او له هغې وروسته د يوه تور پوستي سرتيري له خوا د تکزاس ايالت په دالاس سيمه کې د پنځو پوليسو د وژنې له پېښو وروسته ويلي چې امريکا د ۵۰مې او ۶۰مې لسيزې له نژادي تبعيض او وېش سره مخ شوې ده. د دغو څرګندونو په اړه اوباما وويل چې د هغه په اند هېواد يې «لکه څنګه چې نور وايي دوه قطبي شوی نه دی».

د دغه پېښې په غبرګون کې له جمعې څخه تر ننه د «بلک لایف مترز» يعنې؛ «د تور پوستو ژوند مهم دی» د خوځښت له خوا په واشنګټن ډي سي کې د سپينې ماڼۍ پر وړاندې او همداراز په اتلانتا، نيواورليان، کلفورينيا،  اوکلند او پنسلوانيا کې ستر لاريونونه دوام لري، چې ځينې يې د پوليسو له خوا يو ځل بيا له خشونت سره مخ شوي دي.

دغه پېښې د نړۍ په هغه لومړۍ درجه ځواکمن هېواد امريکا کې ترسره کيږي چې نړۍ يې د بشري حقونو او ډيموکراسۍ تر نامه لاندې تر مستقيم اشغال او غير مستقيم استعمار لاندې راوستې ده. ځکه په امريکايي ټولنه کې د تور پوستو په شمول د ټولو لږکيو سيمې له سختې بې وزلۍ، بې کارۍ، د نشه يي توکو له قاچاق، روږدېدو او د وسلې د پلور او پېر په مراکزو بدلې شوې دي، چې له امله يې د تېر تاريخي نژادي تبعيض تر څنګ د لږکيو پر وړاندې د امنيتي ځواکونو حساسيت لا را پارولی دی.

تاسو وګورئ لا تر اوسه هم امريکا د نړۍ لارښوده ده، حال دا چې خپله نژادي تبعيض او د لږکيو پر وړاندې له زورزياتي څخه کار اخلي. شپه او ورځ نړيوالو ته د ډيموکراسۍ او آزادۍ نغمې غږوي، آن تر هغې چې په نورو هېوادونو کې د لږکيو د ملاتړ او د نژادي تبعيض پر وړاندې د مبارزې او بشري حقونو د ملاتړ په بهانو مداخلې او لاس وهنې کوي.

له تور پوستو او نورو لږکيو سره د تبعيض عُرف او آن ځينې قوانين لا تر اوسه د امريکا په ډېرو ايالتونو کې واکمن دي، تر هغه چې تور پوستي ته لا تر اوسه د غلام په سترګه کتل کيږي او په بسونو کې تور پوستي د سپين پوستو لپاره له ځايه پورته کيږي او خپل ځای سپين پوستي ته پرېږدي. وروستيو پېښو دا ثابته کړه چې دغه تبعيض آن د دغه هېواد په پوليسو کې برلاسی دی. تر هغه چې اوباما هم په پوليسو کې د دا ډول تبعيض پر شتون اقرار وکړ او ويې ويل چې راځی په پوليسو کې نوره د تور پوستو د وژنې لړۍ ختمه کړو.

نو جالبه خو دا ده چې زموږ په اسلامي نړۍ کې د هغوی ګوډاګيان چارواکي له دا ډول فکري مفلسو هېوادونو د ايډيولوژيو او نظامونو پيروي کوي او د خپل ستر اسلامي امت هغه سپېڅلې ايډيولوژۍ «اسلام» او سياسي نظام «خلافت» ته يې شا کړې ده، چې د دولت له لومړۍ ورځې تر سقوطه يې څه د پاسه ۱۳ پېړۍ اسلامي احکام داسې پلي کړل چې د ژبې، دين او رنګ له مخې يې رعيت هېڅ توپير نه درلود. ځکه دا پر مسلمانانو واجبه ده چې اسلامي احکام به پر رعيت باندې له هر ډول تبعيض پرته تطبيقوي. نو که دغه لاسپوڅي رويبضه «احمق» چارواکي او جبريه نظامونه را وپرځول شي او پر ځای يې راشده خلافت تاسيس شي، نو واحد اسلامي خلافت د همېش لپاره د دې وړتيا لري چې په پوره عدالت سره د بشريت لارښوونه وکړي او د خپل پياوړي فکر او سياسي نظام له مخې نړيوال نظم له هر ډول ناورين پرته وساتي. ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

 «إِنَّ رَبَّكُمْ وَاحِدٌ، وَأَبَاكُمْ وَاحِدٌ، وَلَا فَضْلَ لِعَرَبِيٍّ عَلَى عَجَمِيٍّ، وَلَا لِعَجَمِيٍّ عَلَى عَرَبِيٍّ، وَلَا أَحْمَرَ عَلَى أَسْوَدَ، وَلَا أَسْوَدَ عَلَى أَحْمَرَ إِلَّا بِالتَّقْوَى».

 رواه احمد والطبراني.

 يعنې: ستاسو رب «پالونکی» يو دی، پلار مو يو دی او عربي په عجمي باندې غوره والی نه لري او نه عجمي په عربي باندې، نه سور پوستۍ پر تور پوستي او نه تورپوستی پر سره پوستي، خو يوازې د تقوا له امله غوره والی موندلی شي.

سیف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې