سه شنبه, ۲۸ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

مه پریږدئ چې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو په وینو د امریکا ګټې تامین شي!

په تورخم کې د پاکستان او افغانستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړې د ډیورند د سرطاني کرښې دواړو غاړو ته مخلص مسلمانان اندېښمن کړي دي. په دغه نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې او خلکو ته ځاني، مالي او رواني زیانونه اوښتي دي. په دې ورځو کې د دواړو هېوادونو رسنۍ د وطنپالنې له تباه کوونکو بحثونو ډکې دي. د دواړو لورو ظالم حکومتونه، ښکېلې ډلې او هغه کسان چې د کفارو په ګټو پورې تړلي دي، دغه غملړلې پېښه له ملي ګټو سره تړي او هڅه کوي چې د دواړو لورو د مسلمانانو ترمنځ دښمنۍ ته لمن ووهي.

حزب التحریر د عامه افکارو د روښانه کولو او د امریکا او د هغې د لاسپوڅو د دسیسو د رسوا کولو لپاره لاندې ټکي بیانوي:

  1. د امریکا سیمه ییز پروګرام دا دی چې په سیمه کې د هند او چین پر چورلیز د ځواک نوی تعادل رامنځ ته کړي. دغه هدف ته د رسیدو لپاره اړتیا ده چې له هند سره د سرحد پر ځای د پاکستان د اردو پام قبایلي سیمو او له افغانستان سره ګډې پولې ته را واړول شي. د امریکا ددې سیاست پایله د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او دښمنۍ د شدت زیاتول دي. ددې یوه غوره بېلګه په تورخم کې وروستۍ نښته ده. رښتیا دا دي چې د دواړو لورو پوځونه یو بل د اشرف غني او نواز شریف – راحیل شریف په شان د فاسدو او لاسپوڅو مشرانو په دستور وژني، څو په سیمه کې د امریکا ستراتیژیکې ګټې خوندي شي.
  2. له بله اړخه دا پېښه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د جان کیري لاسپوڅی حکومت له پیله خلکو ته د امنیت په ټینګښت، د اقتصاد په ښه والي او سیاسي ثبات کې پاتې راغلی دی. خلک له دې امله سخت ځوریږي. ان نا امنۍ د افغانستان له جنوب څخه شمال ته غځیدلي دي او خلک په لویو لارو او ښارونو کې په وېره سفر کوي. په لویو لارې باندې یرغمل نیول ددې واقعیت څرګندونه کوي. دا چاره له دولت څخه د خلکو د کرکې لامل شوې ده. حکومت د تورخم له پېښې څخه سياسي ګټه پورته کوي، ترڅو خپل له لاسه وتلی مشروعیت يو ځل بيا ترلاسه کړي او له داخلي مسایلو څخه د خلکو فکر واړوي. دغه راز له اقتصادي ستونزو په استفادې سره ځوانان د وطنپالنې تر احساساتو لاندې د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې ته هڅوي.

هر عاقل انسان پوهیږي چې د کفارو له خوا په جوړه شوې کرښه د مسلمانانو ترمنځ جګړه هغه ننداره ده چې د دواړو خاورو د لاسپوڅو چارواکو له خوا د امریکا د ګټو لپاره په سیمه کې عملي کیږي او د دواړو اسلامي خاورو مسلمانان د خاینو چارواکو د دسیسو قرباني کيږي.

  1. د افغانستان او پاکستان خلک د ستراسلامي امت برخه ده چې  واحده عقیده لري. د دواړو خاورو خلکو تل ثابته کړې چې کفار خپل اصلي دښمنان ګڼي او تل یې پر وړاندې درېدلي دي. لکه چې د پخواني شوروي پر وړاندې د پاکستان خلک له افغانانو سره اوږه پر اوږه ودرېدل، د هغوی ملاتړ یې وکړ او په خپلو کورونو کې یې ځای ورکړ. اوس هم د پاکستان خلک افغانان په روغتونو او خپله خاوره کې مني. اوس هم درې میلیونه افغانان په پاکستان کې ژوند کوي. خو دا د پاکستان خاین چارواکي او لاسپوڅی دولت دی چې کلونه کلونه پر افغانانو ظلم کوي او هغوی ځوروي. نو باید د پاکستان د خاینو چارواکو او خلکو ترمنځ توپیر وشي. دغه راز باید د افغانستان د خاینو چارواکو او مجاهدو خلکو ترمنځ توپیر اړين دی.

حزب التحریر د اسلامي خارو ترمنځ دا جګړه فرسایشي جګړه ګڼي چې هدف یې د مسلمانانو د ځواک کمزوري کول دي. د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو ترمنځ روان جنګ د اسلام له نظره قطعاً حرام دی. له دې امله هغه مسلمان سرتیري چې په دې جګړه کې یې ګډون کړی باید په جدي ډول له ځانه وپوښتي چې په کومه انګیزه او د چا لپاره قرباني کیږي؟

پر دې بنسټ د دواړو خاورو ترمنځ د دښمنۍ د له منځه وړلو لپاره او د خاینو او کافرو دولتونو د دسیسو د شنډولو لپاره باید په نظامیانو کې مخلصین او هغه سیاستوال چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم ته مخلص دي، ابتکار په لاس کې واخلي او د دواړو خاورو مادي او بشري سرچینې تر یوې سیاسي رهبرۍ لاندې سره یو کړي. که د دواړو هېوادونو ستراتیژیک اهمیت، نظامي ځواک او بشري سرچينې د نبوت پر منهج په خلافت کې  سره یو څای شي، داسې پیاوړی ځواک به رامنځ ته کړي چې له سیمې څخه به د غرب د استعماري سیاست لمن ور ټوله کړي. نو باید پوه وو چې پیغمر صلي الله علیه وسلم د مسلمانانو ترمنځ د جګړې په اړه داسې فرمایلي دي:

"لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ"  (رواه البخاري)

«له ما وروسته کافر نه شی چې یو د بل غاړې  ووهي»

حزب‌التحریر- ولایه افغانستان

د مطلب ادامه...

د حزب التحرير چيغه: په عام ډول ټول امت او په خاص ډول د قدرت خاوندانو ته!

پرون د رمضان د لومړۍ جمعې له لمانځه وروسته د مبارکې روژې، د دعوت او مبارزې، سياست او جهاد، فتوحاتو او شهادتونو، ايمان او احسان د مياشتې په ايماني او سياسي فضا کې حزب التحرير ټول عام اسلامي امت ته او په ځانګړي ډول د واک او ځواک خاوندانو ته چيغه کړې، ترڅو د امت روان ناورين ته، د امت د برخليک ټاکونکې (د مرګ او ژوند د مهمې قضيې) د راشده خلافت په تاسيس سره د پای ټکی کيږدي.

د دغې چيغې منځپانګې ګڼو موضوعاتو ته اشاره کړې ده. د مسلمانانو له اوسني حالت څخه يې پيل کړی، چې څنګه د يرغلګرو او ښکېلاکګرو کفري نظامونو او زموږ له پوست او غوښې څخه د هغوی د ګوډاګيانو له خوا د مسلمانانو وينې توييږي، شتمنۍ يې لوټ کيږي، مقدساتو او نواميسو ته يې سپکاوی کيږي، خاوره يې وېشل کيږي او....

په چيغه کې څرګنده شوې چې د جاهليت د دورې عرب څنګه د اسلام په واسطه د جاهليت له تورو تيارو څخه د اسلام نور او روښنايۍ ته ورسېدل، هغوی يې له سخت سقوط وروسته بېرته راپاڅول، له درانه خوب څخه يې راويښ کړل او دې ته يې تيار کړل چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره پياوړی دولت تاسيس کړي، د الله سبحانه وتعالی په لار کې جهاد وکړي، پاتې بشريت ته د اسلام لوی رسالت ورسوي او په نړۍ کې عدل او خير خوور کړي او ... چې دغه حالت د اسلامي دولت «خلافت» تر سيوري لاندې په پېړيو پېړيو دوام وکړ؛ اسلامي امت په عزت پسې عزت، په پرمختګ پسې پرمختګ، په لوړوالي پسې لوړوالی ترلاسه کاوه، تر هغه چې ښکېلاکګرو کفارو د يو شمېر خاينو عربانو او ترکانو په واسطه اسلامي خلافت له منځه يووړ.

چيغې په دې ټينګار کړی چې د امت دغه ناوړه حالت يوازې په هغه څه سره اصلاح کيږي چې د هغه اول ورباندې اصلاح شوی و. د راشده خلافت تر سيوري لاندې په اسلام باندې حکومت کول، چې د عقاب د بيرغ «د رسول الله صلی الله عليه وسلم د رايه (تور کلمه لرونکي بيرغ)» تر سيورې لاندې به تطبيق کيږي، په هماغه طريقه باندې به رامنځ ته کيږي، په کومه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپلو اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين کتله جوړه کړه، د هغې په واسطه يې په ټولنه کې عامه رايه رامنځ ته کړه او د واک او ځواک له خاوندانو څخه يې د ملاتړ غوښتنه «طلب النصره» وکړه، ترڅو د اسلامي دولت د رامنځ ته کېدو په موخه واک رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه کتلې اصحابو ته وسپاري.

د حزب التحرير اوسنۍ چيغې د دوو پخوانيو چيغو يادونه هم کړې ده، چې لومړۍ يې د ۱۳۸۵هـ ق کال د ربيع الثاني په شلمه، چې د ۱۹۶۹م کال د اګسټ له اوولسمې سره سمون لري او دويمه چيغه چې د ۱۴۲۶هـ ق کال د رجب په ۲۸مه، چې د ۲۰۰۵م کال د سپټمبر له دويمې سره سمون لري په عامه توګه ټول اسلامي امت او په خاصه توګه د واک او ځواک خاوندانو تر غوږو ور رسولې وې. حزب التحرير اوسنۍ چيغه تر وروستۍ چيغې وړاندې چيغه نومولې، په داسې حال کې چې د خلافت قضيه اوس د اکثريت امت عامه رايه ګرځېدلې.

د چيغې تر پای وړاندې مسلمانانو ته د راشدينو، د اندلس د فاتحينو، د معتصم، ناصر صلاحدين، قطز، بيبرس، سليمان القانوني، عبد الحميد الثاني او د امت د نورو لويانو د لمسيانو خطاب کړی، کوم چې يوازې اسلام او اسلامي دولت «خلافت» يې د اسلام او مسلمانانو لپاره د عزت ځواک او فتحې سرچينه وه.

په پای کې حزب عامو مسلمانانو او په ځانګړي توګه د قدرت، واک او ځواک خاوندانو ته داسې غږ کړی؛ (له هغو کسانو سره يو ځای شئ، چې زموږ نصرت او ملاتړ ته يې تر تاسو وړاندېتوب کړی، تاسو ته لاسونه در اوږدوو، هغه ټينګ کړئ، زموږ د دفاع او ملاتړ له اهل سره يوځای شئ، نژدې ده چې سپرلۍ په حرکت پيل وکړي، نو په دغه مسير کې له موږ سره ګډون وکړئ: ﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا﴾ وايي، هغه به څه وخت وي، ورته ووايه چې کېدای شي په ډېر نژدې وخت کې وي. او موږ د الله سبحانه وتعالی په نصرت او ملاتړ باندې ډاډه يو ﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بِنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ او هغه ورځ به د الله سبحانه وتعالی د نصرت او ملاتړ له امله مؤمنان خوشالۍ کوي، هغه چې چا ته چې وغواړي نصرت ور په برخه کوي او هغه برلاسۍ او خورا مهربانه ذات دی.

د حزب التحرير دغه چيغه تېره ورځ د فلسطين په مسجد الاقصی او د اردن، ترکيې، تونس او سوډان په لويو مسجدونو، کوڅو او واټونو کې ګڼو لمونځ کوونکو ته واورول شوه، چې په پايله کې لمونځ کوونکو له اسلامي امت، د نبوت پر منهج د الله متعال په اذن سره د نژدې راتلونکي راشده خلافت او په امت کې د خير له حاملينو سره سخته مينه وښودله. امت ته د چيغې رسولو دغه پروسه به دوام لري او ټول مسلمانان کولای شي، د حزب التحرير د امير شيخ عطاء بن خليل ابو الرشته حفظه الله په غږ کې ياده چيغه او د هغې اړوند جماهيري فعاليتونه له لاندې لينک څخه د تصوير او ويډيو په بڼه تعقيب او هغې ته د امت د مرګ او ژوند د قضيې په توګه اجابت ووايي.

 http://www.hizb-ut-tahrir.info/info/index.php/contents/entry_48449

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

 

د مطلب ادامه...

په الخليل ښار کې د خلافت ستر کنفرانس ترسره شو

د تېرې شنبې ۰۷/۰۵/۲۰۱۶م په ورځ تر لسو زرو د زياتو ګډون کوونکو له حضور سره سم حزب التحرير خپل لوی کنفرانس د فلسطین د الخليل ښار په منځ کې په بشپړ برياليتوب سره ترسره کړ. دغه کنفرانس د الخليل ښار د ابن رشد ښوونځي په لوبغالي، انګړ او شاوخوا سيمه کې ترسره شو، چې د کنفرانس په اړوند ساحه باندې تورې رايې او سپينې لواګانې رپېدې. د دې ټولو ترڅنګ ګډون کوونکو په لوړ غږ د تکبير او تهليل نارې وهلې، همداراز يې د خلافت د قايمولو، د مسلمانانو د يووالي او د فلسطين د آزادولو لپاره د پوځونو د راخوځولو غږونه پورته کول.

دغه کنفرانس وروسته له هغې ترسره شو، چې حزب التحرير د خلافت د ۹۵مې دردونکې کليزې په مناسبت د «د مؤمنانو فسطاط د نبوت پر منهج خلافت دی او د منافقينو فسطاط ښکېلاکګر کفار دي» ستر کمپاين پيل کړ.

په دغه کنفرانس کې بېلابېلو شخصيتونو ويناوې وکړې، له هغو ډلې څخه د فلسطين د سپېڅلې خاورې د حزب التحرير د مطبوعاتي دفتر غړي دکتور ماهر الجعبري او دکتور مصعب ابو عرقوب هم وو. کنفرانس مسلمانانو او د هغوی پوځونو ته بېلابېل پيغامونه وړاندې کړل. همداراز يې ترکيې، يمن، تونس، سوريې په ځانګړي ډول د حلب خلکو ته خاص پيغامونه درلودل.

ويډيويي راپور يې له لاندې لينک څخه وګورئ:

https://youtu.be/sXSdFJ41qPQ

د مطلب ادامه...

په انقره کې د «خلافت...خوب دی که راتلونکی واقعیت؟» تر سرليک لاندې نړيوال کنفرانس جوړ شو

حزب التحریر/ ولایه ترکيې تېره يکشنبې د ۱۴۳۷ هـ ق کال د جمادي الاولی په ۲۶مه چې د ۲۰۱۶م کال د مارچ له شپږمې سره سمون لري، د خلافت نړيوال کنفرانس د «خلافت...خوب دی که راتلونکی واقعیت؟» تر سرلیک لاندې جوړ کړ. کنفرانس د شاوخوا پنځو زرو حاضرينو په سخته حماسه او زوږ سره پيل او پای ته ورسېد.

کنفرانس له قرآن کريم څخه د څو آيتونو په تلاوت سره پيل شو. د کنفرانس د پيل وينا د حزب التحریر/ ولایه ترکيې د مطبوعاتي دفتر رییس ښاغلي محمود کار واوروله. ورپسې د فلسطين له سپېڅلې خاورې څخه ښاغلي شيخ عصام عميره، له استراليا څخه مهندس اسماعيل الوحواح، له يوکراين څخه ښاغلي استاد ميکائيل رومانيکو او استاد فضل حمزاييف، له اندونيزيا څخه ښاغلی دکتور اسماعيل يوسنطو، له ډنمارک څخه ښاغلي مولای جاو، له قرغيزستان څخه ښاغلي استاد عبدالله ييف محمد پرلپسې ويناوې وکړې.

د ويناوالو خبرې د خلافت په فرضيت، اهميت، عظمت او د امت د تېر او اوس په مقايسه باندې متمرکزې وې. هغوی حاضرين د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسيس لپاره مبارزې ته وهڅول او له سياسي، اقتصادي او ستراتيژيک پلوه يې د ترکيې پر اهميت هم ټينګار وکړ، چې ترکيه څنګه کولای شي د دويم راشده خلافت د قايمېدو په صورت کې د نړۍ مسلمانان د کفر او استعمار له ولکې څخه وژغوري. ويناوالو زياته کړه چې د خلافت بيرغ په ترکيه لوېدلی او لازمه ده چې بېرته په ترکيه کې د دويم ځل لپاره پورته شي.

د پای وينا استاد عبد الله امام اوغلو واوروله، چې ډېره اغېزمنه او له عبرته ډکه وه او ډېری حاضرينو ورسره وژړل. دې ته ورته په کنفرانس کې شعرونه او ترانې ولوستل شوې او کنفرانس په دعا سره پای ته ورسېد.

د مطلب ادامه...

ملګري ملتونه يې هم وژني او هم یې په جنازه کې ګډون کوي! Featured

(ژباړه)

ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ د جنورۍ پر ۱۷مه وویل: د یمن په جکړه کې د مشروعیت د ملاتړ په نامه د سعودي عربستان په رهبرۍ عربي ایتلاف او د حوثیانو یاغي ډلې تر منځ جګړه کې تر ۱۰ زره ډېر کسان وژل شوي. امریکا او ملگري ملتونه غواړي یاده ډله په واک کې شریکه کړي. دوی زیاتوي: د یمن د جګړې مرګ ژوبلې ته په کتو دغه وضیعت باید کابو کړی شي، په ځانګړې توګه د هغه جنګ ځپلو د شمېر لوړېدو مخنیوي ته اړتیا ده چې د جګړې له امله د خوراکي موادو له کمښت او یو لړ ناروغیو سره مخ دي.

په یمن کې ورځ تر بلې د جګړې سختېدو او د بشري ناورین کچې لوړېدو؛ د یمن وضعیت له داسې سترې بدختۍ سره مخ کړی چې تصور یې ستونزمن دی... له وژل شوو څخه یوازې د ۱۰ زره کسانو خبر ورکړل شوی، په داسې حال کې چې په میلینونو خلک د یادې جګړې له درې ګونو بدبختیو؛ لوږې، ناروغیو او له بنسټیزو اړتیاوو، لکه روغتیا او پوهنې څخه له بې برخې کېدو ځورېږي. عربي ایتلافي ملېشې او وسله وال ځواکونه په سېمه کې د انګلیس او امریکا جګړې ته د مشروعیت ملاتړ یا له ایتلاف څخه د وتلو تر نامه لاندې خدمت کوي، چې د ګډوډیو د کچې لوړېدو، وژنو او د خلکو د وینې بهېدو لامل شوې.

یمن چې د طبیعي سرچینو په هغه مثلث کې پروت دی چې د تیلو او ګازو سترې زېرمې لري، له همدې امله د بریتانیا او امریکا د سیاسي سیالیو په ډګر بدل شوی. دواړه لوري د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره د مشروعیت ملاتړ او د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد جګړې تر نامه لاندې قومي او مذهبي شخړو ته لمن وهي. بريتانیا، امریکا او نړیوال سازمانونه په ګډه وژنې کوي او وروسته یې په جنازه پسې روان وي. بیا د بشر حقوقو او امنیت د لاسته راوړو دعوې هم کوي! په عربي نړۍ کې له ختیځه تر لویدیځه دغه د نړیوالې ډرامې سناریو معامله ښه بربنډه شوه. ملګري ملتونه  د غندنو او اندېښنو تر شعارونو لاندې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپار هڅې کوي، ځکه نو د امتیازاتو د لاسته راوړلو لپاره د دغه کړکېچ حل د خبرو اترو له لارې غواړي. هر ځل ناکامي د دوی د نا کارۍ او بې واکۍ ښکارندویي کوي.

د یمن د کړکیچ هواری د جنایتکارو سازمانونو او تش په نامه نړیوالې ټولنې او نړیوال قانون له پرېکړو څخه نه تر لاسه کیږي، بلکې د امت پر عقیده پورې اړه لري. د دغه کړکېچ حل لاره د اسلامي نظام په حاکمیت او د الله سبحانه وتعالی په شریعت کې ده. یمن یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره راشده خلافت ته اړتیا لري چې د دوی د وینې بهېدنې او د کفارو او نورو شیطانانو لاسوهنې ته به د پای ټکی کېږدي.

 نو اې د مسلمانانو رښتینو ځواکونو! له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ، د امت وینه مه بهوئ. د خپلو مظلومو مسلمانو وروڼو ملاتړ وکړئ او خپل مسولیت په حقیقي ډول ادا کړئ... اې په عربي اېتلاف کې د اماراتو، اردون، سعودي عربستان او کویټ فوځونو! د خاینو چارواکوو د خوښۍ لپاره په یمن کې د خپلو وروڼو د وینې بهولو او د هغوی د مېرمنو او ماشومانو وېرولو څخه لاس واخلئ او مخکې له دې چې الله سبحانه وتعالی در ته په قهر شي، شرم وکړئ... اې د اېران رژیمه! له خپلو ګوندنو او ملېشو سره د مسلمانانو په هېوادنو کې له لاسوهنې ډه ډه وکړه او د مسلمانانو د وینې په بهولو په سېمه کې د استعماري پلانونو د پلي کولو او د  فتنو له اور بلولو لاس واخله!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې