دوشنبه, ۳۰ شوال ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۵/۰۴/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د وحې تر نزول وروسته د ښځې مقام

(ژباړه)

له ام عطیه رضي الله عنها څخه روایت دی چې ویې ویل:

«بَايَعْنَا رَسولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ فَقَرَأَ عَلَيْنَا: {أَنْ لا يُشْرِكْنَ باللَّهِ شيئًا}، ونَهَانَا عَنِ النِّيَاحَةِ، فَقَبَضَتِ امْرَأَةٌ يَدَهَا، فَقالَتْ: أسْعَدَتْنِي فُلَانَةُ، أُرِيدُ أنْ أجْزِيَهَا، فَما قالَ لَهَا النبيُّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ شيئًا، فَانْطَلَقَتْ ورَجَعَتْ، فَبَايَعَهَا.» (رواه البخاري)

ژباړه: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ او هغه دغه ايت را ته ولوست: «... چې له الله سره به هيڅ شی نه شریکوي...» او موږ يې له ویر (ساندو) څخه منعه کړو. یوې ښځې خپل لاس را غونډ کړ او ویې ویل: فلانۍ ماته له ما سره مرسته کړې (زما پر مړي يې وير کړی او ساندې يې ويلي) او غواړم چې بدله يې ورکړم (زه هم د هغه پر مړي وژاړم او وير وکړم). رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ ورته ونه ویل. ښځه لاړه، بیرته را وګرځېده او وروسته یې بیعت وکړ.

د وحې د نزول له پیل سره سم ښځه هغې اصلي موخې ته چې د هغې لپاره پیدا شوې وه، ورسېده او هغه د الله سبحانه وتعالی عبادت دی او په دې پوه شوه چې د تکلیف په ادا کولو او مسوولیت منلو کې له نارینه‌وو سره برابره ده؛ خو خپل هغه توان او ځانګړتیاوو ته په پام سره چې الله سبحانه وتعالی هغې ته ورکړي دي او همدارنګه د هغه چلند خلاف چې د جاهلیت په وخت کې به له ښځو سره کېده. په همدې توګه ښځې پوه شوې چې له حاکم سره د بیعت کولو حق لري، هغه ته د مشورې ورکولو حق لري او کولی شي چې د حسبه قاضي او د خصومتونو او هغو نورو چارو د حلولو قاضي شي، چې ښځې له هغو څخه معلومات لري. د هغو کسانو له نظره چې په جاهلیت کې یې ژوند کاوه، دا شونې نه وه چې ښځه دې په ټولنه کې دغه مقام ته ورسېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښځو سره بیعت وکړ او دا په ټولنه کې د ښځو د مقام د لوړېدو او داسې ځای ته د هغوی د رسولو لپاره لومړی ګام و، چې الله سبحانه وتعالی د دوی لپاره ټاکلی و، ترڅو د اسلام دعوتګرې شي، د راتلونکو نسلونو روزونکې شي او هغه نیکمرغه مېرمنې شي، چې د خپل خاوند زړه ته خوښي او خوشالي دننه کړي.

ښځو له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تر بیعت وروسته د علم زده کړه او د الله سبحانه وتعالی د فرایضو پر ځای کول پیل کړل او تر خپله وسه یې دغه فرایض ترسره کول. لکه څنګه چې د فرضونو په ادا کولو کې یې هڅه کوله، همداسې یې له حرامو څخه هم ځان ساته. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته امر وکړ چې له شرک او ویر کړلو څخه ډډه وکړي، نو دوی پوه شوې چې دا امر د هغه قانون یوه برخه ده، چې الله سبحانه وتعالی د ښځې او رب تر منځ د اړیکې د تنظیم لپاره رامنځته کړی او ښځې بې‌ګټې نه دي پیدا شوي، بلکې پر خپلو حقونو سربېره واجبات هم لري، چې باید ترسره یې کړي. په پایله کې ښځه یوازې هغه مهال خپل مقام پیدا کولی شي، چې هغه وپېژني او دا چاره یوازې هغه وخت شونې ده، چې د خپل رب شریعت زده کړي.

 

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د امت له لارې څخه د حکامو لرې کول

(ژباړه)

د ابن حجر عسقلاني په اثر د صحیح البخاري په شرحه فتح الباري کې تر «إماطة الأذی» باب لاندې داسې راغلي دي: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إماطة الأذي عن الطريق صدقة» (متفق عليه)

ژباړه: له لارې څخه د هغه شي لرې کول، چې د (مسلمانانو) د ځورېدو لامل کېږي، صدقه ده.

اسلام د ژوند په ټولو برخو کې موږ د نېکو اخلاقو رعایت کولو ته دعوتوي. که چېرې یو مسلمان پر لاره تېرېږي او کوم خنډ وویني، باید هغه له مخې لرې کړي. که یې ناسمه خبره واورېده، باید په معروف یې امر او له منکر څخه یې منعه کړي او که له داسې پېښې سره مخ شو چې هلته د مرستې اړتیا وه، باید مرسته ورسره وکړي. اسلام موږ ته راښودلي چې د خپل ژوند په ټولو برخو کې دغه ډول چلند وکړو.

کله چې "په لاره کې د خنډونو او اذيت څیزونو د لرې کولو" په اړه څه وایو، په حقیقت کې د مسلمانانو له ژوند او لارې څخه د ظالمو حکامو د لرې کېدو په اړه خبرې کوو؛ ځکه پر دغه امت د اوسنیو حکامو له ظلم څخه ستر ظلم او ازار به چېرې وي، چې د خلکو پر وینه او عزت یې تېری کړی دی؟ دغو حکامو هغه خیانت ترسره کړ چې په تاریخ کې یې ‌ساری نه دی لیدل شوی او داسې خیانتونه یې وکړل چې مسلمانانو یې (د اسلامي حاکمیت) په هېڅ دوره کې بېلګه نه ده لیدلې.

پر همدغه اساس خاین حکام هغه لوی ازار او خنډ دی، چې د مسلمانانو له ژوند او لارې څخه د هغوی د لرې کېدو لپاره باید هڅه وکړو! نو (اې مسلمانانو!) له هغو مخلصو دعوتګرانو سره یوځای شئ، چې د خاينو حکامو د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي او د هغه خلیفه د ټاکلو لپاره کار وکړئ چې د الله سبحانه وتعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر بنسټ عمل کوي او خلک د هوساینې او امنیت لوري ته هدایت کوي.

اې ربه! موږ ته د نبوت پر منهج راشده خلافت دولت را په برخه کړه، چې په واسطه یې د مسلمانانو ستونزې او کړاوونه حل شي او له هغوی څخه بلاوې او مصیبتونه لرې کړي! اې ربه! پخپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه! اللهم آمین آمین!

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

یهودي دولت د شتون او ځان د دفاع حق لري!؟ لومړی وزیره، توبه وباسه

  • خپور شوی په مالیزیا

(ژباړه)

د ۲۰۲۴م کال، د نومبر په ۱۴مه، د فلسطین په اړه له CNN سره په مرکه کې، د مالیزیا لومړي وزیر ډاتوک سري انور ابراهیم له یهودي دولت سره د غرب ملاتړ وغنده. په پیل کې یې ځوابونه محتاط وو، خو د CNN خبریال ریچارډ کوېسټ په دوو پوښتنو سره د انور دریځ څرګند کړ. په دې پوښتنې چې «ایا تاسو د اسراییلو د شتون حق منئ؟» انور په روښانه توګه ځواب ورکړ: «هو.» بیا چې و پوښتل شو «ایا تاسو د اسراییلو د ځان د دفاع حق منئ؟» هغه ورته وویل: «هو».

دغو څرګندو ځوابونو له هغه راهیسې پراخې لانجې او نیوکې راپورته کړې دي، چې ډېرو د مالیزیا له اوږدمهاله فلسطیني دریځ سره د دغو څرګندونو د مطابقت پوښتنه کړې ده.

د دغو نیوکو په ځواب کې، انور هڅه وکړه چې د خپلو څرګندونو په اړه وضاحت ورکړي: «هغه څه چې باید درک شي، دا دي چې موږ اسراییل د ډیپلوماټیکو اړیکو له مخې نه منو او هغوی ته په مالیزیا کې د سوداګرۍ او رسمي فعالیتونو اجازه نه ورکوو.» نوموړي د پیرو په لیما کې د APEC له سرمشریزې وروسته په یوې خبري غونډه کې زیاته کړه: «د نړیوال سیسټم په چوکاټ کې یې، ځینې د ډیي‌فاکټو  (de facto) او ځینې نور بیا د قانوني (de jure) په توګه یادوي. اسراییل د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د یوه هېواد په توګه شتون لري، خو موږ لا هم رسمي پیژندنه ردوو.» انور همدارنګه پر خپلو منتقدینو تور ولګاوه چې له دې مسلې د خپلو سیاسي ګټو لپاره استفاده کوي او عام خلک غولوي.

لومړی وزیره! په CNN کې ستاسو څرګندونې روښانه وې او د ابهام لپاره یې هېڅ ځای پرېنښود. ستاسو وروستي وضاحت یوازې ستاسو اصلي دریځ لا څرګند کړ. ستاسو هڅه د دې لپاره وه چې خپلې څرګندونې روښانه کړئ، خو دا په حقیقت کې ستاسو اصلي څېره بربنډوي. تاسو په "ډپلوماټیکې پیژندنې" یا "رسمي پیژندنې" باندې په ټینګار سره په غیر مستقیم ډول د یهودي دولت، چې په اسلامي خاوره کې د یوې غیرقانوني او مجرمانه ادارې په توګه جوړ شوی دی، شتون ومانه. که تاسو لږ جرات او الهي حکمونو ته پابندي لرلای، نو تاسو به دواړه وړاندیزونه په قاطع ډول رد کړي وای او دا به مو ښکاره کړې وای چې فلسطین یوازې د اسلامي امت ملکیت دی. تاسو باید صهیونیستان د استعمارګرو، غاصبینو او یرغلګرو په توګه یاد کړي وای، چې باید سمدلاسه له فلسطین څخه ووځي. اسلامي حللاره جهاد دی، خو تاسو یې د بیان توان نه لرئ.

لومړی وزیره! زموږ لپاره د تعجب ځای نه دی چې تاسو د یهودي دولت د شتون حق منئ، ځکه تاسو په حقیقت کې د امریکا د دوو ـ دولتونو حل منئ، هغه حل چې د فلسطین په خاوره کې د یهودي دولت حضور تاییدوي. دا ستاسو دریځ دی چې د لومړي وزیر په توګه مو تل درلود او ان ستاسو د مخکینیو لومړيو وزیرانو دریځ هم و، چې په ښکاره ډول له فلسطین سره خیانت دی. دغه حل غیرقانوني یهودي دولت ته حق ورکوي چې د مسلمانانو په خاوره کې دولت جوړ کړي.

موږ تاسو ته یو بل څه هم وایو، لومړی وزیره! تاسو د CNN لومړنۍ پوښتنې په اړه د توضیحاتو هڅه وکړه، ځکه ښايي تاسو احساس کاوه چې کولای شئ د عامو خلکو په ګټه یې وڅرخوئ. خو تاسو د دویمې پوښتنې په اړه هېڅ وضاحت ورنه کړ، هغه چې تاسو پکې د یهودي دولت د ځان د دفاع حق ومانه. که تاسو هڅه وکړئ چې دا پوښتنه روښانه کړئ، نو موږ ډاډه یو چې دا به ستاسو په زیان وي. د مالیزیا لومړی وزیره! موږ له تاسو پوښتنه لرو - کله چې مستعمره خلک د هغوی د شړلو لپاره مبارزه کوي، ایا استعمارګر دا حق لري چې له مستعمره خلکو څخه د ځان دفاع وکړي؟ که د فلسطین په اړه ستاسو دریځ همدا وي، نو تاسو باید د هالنډیانو، بریتانویانو، او جاپانیانو لخوا د ماليزيايي خاورې د اشغال حق هم ومنئ او دا هم ومنئ چې هغوی د ماليزيايانو د مقاومت پر وړاندې د ځان د دفاع حق درلود!

لومړی وزیره! ستاسو دریځ د نړۍ د پام وړ دی چې "یهودي دولت د ځان د دفاع حق لري" هغه شعار دی چې امریکا او د هغې متحدین یې لري، د دې لپاره چې وښيي یهود د مسلمانانو د قتلونو او د غزې د ورانۍ په جرم کې بې ګناه دي. ستاسو د دغه دریځ پر بنسټ، که یهودیان د مالیزیا خاوره اشغال کړي او مالیزیایان د خپلې خاورې د شړلو لپاره راپورته شي، نو ایا تاسو به ووایئ چې یهودي دولت په مالیزیا کې د ځان د دفاع حق لري؟ لا حول ولا قوة الا بالله.

د مالیزیا لومړی وزیره! ستاسو دریځ د سلطان عبدالحمید الثاني له زړورتیا او پرېکنده ارادې سره ښکاره تضاد لري. کله چې د صهیونیزم بنسټګر، تیوډور هرټزل، د خلافت پورونو د پرې کولو په بدل کې د فلسطین د ځمکې د پیرودلو وړاندیز وکړ، سلطان په کلکه انکار وکړ. هغه نه یوازې یوه خونه، بلکې د ځمکې یوه ټوټه هم یهودانو ته ورنه کړه او په زړورتیا او ښکاره توګه یې وویل: «زه به د فلسطین د ځمکې یوه لوېشت هم ورنه کړم، ځکه دا زما نه، بلکې د اسلامي امت ملکیت دی. زما خلکو د دغې ځمکې لپاره جګړه کړې او دا یې په خپلو وینو خړوبه کړې ده... یهود دې خپل میلیونونه وساتي، ځکه که د خلافت دولت یوه ورځ له منځه ولاړ شي، نو دوی کولای شي فلسطین بې له کومې بیې پرې کولو ترلاسه کړي، خو تر هغه چې زه ژوندی یم، دا به هېڅکله و نه شي.»

د مالیزیا لومړی وزیره! موږ غواړو ټینګار وکړو چې د یهودي دولت شتون، که هغه رسمي وي یا غیر رسمي، د اسلامي شریعت له مخې په واضح ډول ناروا (حرام) دی، ځکه چې دا په غصب شوې اسلامي خاوره جوړ شوی دی. هغه د دوو – دولتونو حللاره چې تاسو او امریکا یې ملاتړ کوئ حرامه ده، ځکه چې دا پر هغو خاورو چې له مسلمانانو څخه نیول شوې دي، یهودي دولت د مشروع دولت په توګه پېژني. د فلسطین سپېڅلې خاوره د اسلامي امت ملکیت دی او یوه لوېشت یې هم باید دښمن ته ونه سپارل شي. یهود کافران دي چې د امت پر وړاندې په جګړه کې دي (حربي کفار دي) او د اسلامي تعلیماتو له مخې، د دوی د تېري یوازینۍ مشروع ځواب جګړه ده. ستاسو د شریعت خلاف ځوابونه په رښتیا د شرم وړ دي، موږ ستاسو لپاره بله مشوره نه لرو، لومړي وزیره، پرته له دې چې توبه وباسئ او د فلسطین لپاره سم اقدام وکړئ. ستاسو دنده او مکلفیت او د نړۍ د نورو مسلمانانو حکامو مکلفیت دا دی چې خپل پوځونه د دغه غیر قانوني او جنايتکار دولت د ختمولو لپاره بسیج کړئ، نه دا چې شتون یا د ځان د دفاع حق یې ومنئ او "اوسپنیزه ګنبده" یې شئ.

عبدالحکیم عثمان

د حزب التحريرـ ولایه مالیزیا د مطبوعاتي دفتر ویاند

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۱۹مه

۲۰۲۴م کال، د نومبر ۲۱مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

په اسلام کې د عکاسۍ حکم

  • خپور شوی په فقهي

ژباړه

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!

زه احمد وسام الهشلمون د حزب التحرير له شبابو يم. زه يو څو پوښتنې لرم؛ هيله ده چې را ته ځواب به يې کړئ.۱: په اسلام کې د انځورګرۍ (رسامۍ) حکم څه دی؟ ۲- د انسان د وجود د غړو د رسمولو حکم څه دی؟ ۳: او آیا د مجسمه جوړونې حکم پر رسامۍ هم پلی کیږي؟ ډېره مننه.

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

مخکې مو د رسم (تصوير) په هکله بشپړ ځواب وړاندې کړی و، شاید تاسو خبر نه یاست، هغه ځواب ټول هغه موضوعات را نغاړي چې تاسو يې په اړه پوښتنه کړې او دغه راز د موضوع اړوند نور موضوعات هم پکې شته... د هغه ځواب متن درته را نقلوم:

«د رسم (تصوير) په اړه تر ځواب وړاندې پر څو موضوعاتو ټینګار کوو:

۱: هغه ځوابونه چې لاندې يې ذکر کوو د تصوير يعنې په لاس سره د رسامۍ د شرعي حکم په اړه دي، همدا هغه معنا ده چې په احاديثو کې راغلې ده، نه د الې (کامرې) په واسطه تصوير (عکس)؛ ځکه هغه (د کامرې عکس) مباح دی او احاديث پرې نه تطبيقېږي.

۲: لاندې ځوابونه د هغو مستوي مسطحو (اوارو) تصويرونو په اړه دي چې سيوری نه لري، چې دغه ځوابونه د پوښتنې اړوند ټولو فروعاتو په اړه تفصيل را نغاړي.

۳: خو سیوری لرونکی تصوير؛ یعنې جسدونه چې تاسو په پوښتنه کې د «نحت» یا مجسمې په نامه یاد کړي، د هغې حراموالی واضح دی او د ځواب په پای کې یې وړاندې کوو...

لومړی: رسم (تصوير) چې سيوری نه لري؛ يعنې د مستوي او مسطح تصويرونو اړوند پوښتنو ځوابونه له خپلو مختلفو فروعاتو سره:

  • ·        د لومړۍ او دويمې پوښتنې په اړه:

v    د تصوير ايډيټ او بدلون ( لکه د مخ د ګونځو لرې کول، د سترګو د رنګ بدلول يا د څېرې د ځينو ځانګړنو بدلول او ...).

v    واقعیت ته نږدې د انسانانو او حیواناتو د شکلونو انځورول...

دغه دواړه پوښتنې د ذيروح (سا لرونکو) شيانو په رسمولو يا د ذيروح شيانو په تصويرونو کې د لاس په واسطه ايډيټ او بدلون راوستلو لکه د ګونځو لرې کول او د مخ د ځينو ځانګړتياوو بدلولو اړوند دي... دا هغه څه دي چې په دلايلو کې راغلی تحريم پرې تطبيقېږي، توپير نه کوي که دغه رسم د لاسي قلم په واسطه وي او که د کمپيوټر پر سکرين د موس د کارولو په واسطه وي. هر ډول د ذيروح شي رسامي او انځورګري چې د انساني هڅې پایله وي، نو تحریم پر هغه تطبيق کېږي. بخاري له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړی، هغه ويلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«مَنْ صَوَّرَ صُورَةً فَإِنَّ اللَّهَ مُعَذِّبُهُ حَتَّى يَنْفُخَ فِيهَا الرُّوحَ، وَلَيْسَ بِنَافِخٍ فِيهَا أَبَدًا.»

ژباړه: چا چې تصوير انځور کړ، نو الله تعالی به تر هغه پورې عذاب ورکوي، تر څو يې چې په هغه کې روح نه وي اچولی، په داسې حال کې چې هغه هيڅکله (په تصوير کې) روح نه شي اچولی.

همدا شان له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی، هغه ويلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«إنَّ الَّذِين يَصْنَعونَ هذِهِ الصُّورَ يُعَذَّبُونَ يَوْمَ الْقِيَامَة، يُقَالُ لهُم: أحْيُوا مَا خَلَقْتُمْ.» (متفق علیه)

ژباړه:بېشکه، هغه کسان چې دغه تصويران جوړوي، دوی ته به د قيامت په ورځ عذاب ورکول کېږي، دوی ته به ويل کېږي: هغه څه ژوندي کړئ چې خلق کړي مو دي.

  • ·        د دويمې او درېيمې پوښتنې په اړه:

v    د چاپ شويو تصويرانو او انځورونو کارول.

v    د هغو تصويرانو، انځورونو يا لوګوګانو کارونه چې د نورو ډيزاينرانو لخوا ډيزاين او جوړ شوي وي، نه د کاروونکي لخوا.

یعنې د نورو خلکو د انځور کارونه چې خپله شخص نه وي انځور کړي، پر دغو باندې د انځورونو د راټولو او ساتلو حکم پلی کیږي او په درې ډوله دي:

الف: که چېرې دغسې تصوير (چې له بل چا څخه دې اخيستی وي) د عبادت په ځايونو کې د کارونې لپاره وي، لکه جاينماز يا د مسجد پردې يا د مسجد لپاره اعلان او اشتهار او داسې نور... نو دا کار حرام دی او جواز نه لري. د دې دليل دا دی چې له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم تر هغه پورې کعبې ته دننه نه شو تر څو چې په هغې کې شته تصاوير محوه او پاک کړل شول، نو کعبې ته له ننوتلو څخه د رسول الله صلی الله عليه وسلم انکار تر هغه پورې چې هلته شته تصاوير نه وو ړنګ شوي، دا د عبادت په ځايونو کې د تصويرانو د ايښودلو د ترک جازمه قرينه ده، نو دا په مساجدو کې د تصويرانو د تحريم دليل دی:

احمد له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت کړی چې ويلي يې دي:

«أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم لَمَّا رَأَى الصُّوَرَ فِي الْبَيْتِ يَعْنِي الْكَعْبَةَ لَمْ يَدْخُلْ وَأَمَرَ بِهَا فَمُحِيَتْ»

ژباړه:«کله چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم په بيت الله يعنې کعبه کې تصاوير وليدل، نو هغې ته دننه نه شو او د هغو د ړنګولو او ورانولو امر يې و کړ او هغه محوه او ړنګ کړل شول.»

ب: خو که چېرې د بل چا اخيستل شوی تصويران رسم شوي تصويران وي او د عبادت له ځايونو پرته په نورو ځايونو کې د کارولو لپاره يې راوړي وي، نو په دې اړه راغلي دلايل د دغه کار پر جواز دلالت کوي:

- که دغه تصويران په هغو ځایونو کې د کارولو لپاره وي چې د احترام، تعظیم او تجلل لپاره وي، لکه د کورونو پردې، د تحصیلي موسسو اعلانونه، د ښوونځیو او  ادارو جامې او خبرتیاوې چې په عبادت پورې تړلې نه وي، يا لکه د خونې په منځ کې (پر ديوالونو) د هغو را ځړول، يا یې اغوستل او يا دې ته ورته نور حالات که څه هم جايز دي، خو دغه ټول کارونه مکروه دي.

- که دغه د بل چا لخوا جوړ شوي تصويران د عبادت له ځايونو او دغه راز د احترام له ځايونو پرته په بل څه کې وکارول شي، مباح دي؛ لکه: د خونې فرش، د څملاستو توشک، د تکيې بالښت یا پر ځمکه انځورونه چې پرې ګرځئ او داسې نو... ټول مباح دي.

د دې دلايل په لاندې توګه دي:

مسلم له ابو طلحه څخه روايت کړی، هغه ويلي چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يې اوريدلي چې فرمايل يې:

«لا تدخل الملائكة بیتاً فیه كلب ولا صورة.»

ژباړه: ملائکې هغه کور ته نه داخلېږي چې سپی یا تصوير پکې وي.

او له يوې بلې لارې (د روايت له بلې سلسلې) د مسلم په روايت کې داسې راغلي:

«إلا رقماً فی ثوب.»

ژباړه: له هغه تصوير پرته چې په جامو کې نقش شوی وي.

دا په جامو کې د نقش شوي تصویر د استثنا کولو دلیل دی. نو د حديث مفهوم دا دی چې ملائکې هغه کور ته دننه کیږي چې په جامو کې نقش شوی تصوير پکې وي، يعنې رسم شوی تصوير.

په دې معنا چې په جامو کې نقش شوی مستوي (اوار) تصوير جایز دی؛ ځکه ملایکې هغه کور ته دننه کیږي چې په جامو کې نقش شوی مستوي تصوير پکې وي. مګر نور احاديث هم شته چې د دغه ډول جواز په صراحت سره بيانوي:

- بخاري له عائشې رضي الله عنها څخه روایت کړی، هغې ويلي:

«دَخَلَ عَلَيَّ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم وَفِي الْبَيْتِ قِرَامٌ فِيهِ صُوَرٌ فَتَلَوَّنَ وَجْهُهُ ثُمَّ تَنَاوَلَ السِّتْرَ فَهَتَكَهُ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ زما خونې ته را دننه شو چې په خونه کې پر پرده تصويران وو، نو د مخ رنګ يې بدل شو، بيا يې د خونې پرده را ښکته کړه او څيرې يې کړه.

«قرام» یو ډول جامه ده چې هغه مهال د دروازې د پردې په توګه استفاده ترې کېده. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رنګ بدلېدل (له غوسې څخه) او د پردې ښکته کول، د تصوير ‌لرونکې پردې د کارولو پر ترک دلالت کوي. خو کله چې دغه روايت له هغه روايت سره پيوسته شي چې پکې راځي چې ملايکې هغه کور ته دننه کېږي چې تصويران پکې وي «يعنې په جامو کې نقش شوي تصويران»، نو دا پر دې دلالت کوي چې دلته د ترک غوښتنه غير جازمه ده، يعنې دغه کار مکروه دی او بل دا چې دغه تصويران په هغه پرده کې وو چې د خونې پر دروازه را ځړېږي، چې دا يو محترم ځای دی. پر دغه اساس په محترم ځای کې د تصويرانو  نصبول او ځړول مکروه عمل دی.

- احمد په خپل مسند کې له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کوي چې جبرييل علیه السلام، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل:

«وَمُرْ بِالسِّتْرِ یقْطَعْ فَیجْعَلَ مِنْهُ وِسَادَتَانِ تُوطَآَنِ.»

ژباړه: چا ته امر وکړه چې دغه پرده څيرې کړي او دوه بالښتونه ترې جوړ کړي، چې خلک پرې وګرځي را وګرځي (خلک پرې کېني، تکيه پرې وکړي او له پاسه پرې وګرځي)

له دې څخه واضح کیږي چې جبريیل علیه السلام، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر کوي چې پردې له احترام وړ ځایونو څخه لرې کړي او له هغه څخه بالښتونه جوړ کړي چې ناسته ولاړه پرې وشي؛ نو دا په دې معنا چې په هغو ځایونو کې د انځورونو کارول مباح دي چې محترم نه ګڼل کیږي.

  • ·        د پنځمې او شپږمې پوښتنې په اړه:

v    د خلکو يا حيواناتو د رمزونو (نښو/علامو) رسمول (د بېلګې په توګه: په لاره کې د رهنمايۍ نښې او علامې لکه پر سرک د پليو خلکو د پورې وتلو علامه، يا د اورلګېدنې پر مهال د خروجي دروازې علامه، يا لکه پارک ته له ځان سره د سپيانو د نه داخلولو علامه).

v    د انسان یا حیوان د وجود د غړو انځورول (د بېلګې په توګه: د شعار په توګه د روغبړ (لاس ورکولو) تصوير، يا د شهادت د ګوتې تصوير، يا د اس د سر تصوير...).

د دغو دوو پوښتنو ځوابونه په دې توګه دي:

که دغه رمزونه او علامې داسې انځور شوي وي چې د داسې شي تصوير ښېی چې هغه ذيروح وي، نو حرام دي؛ ځکه په احادیثو کې د حرام ګرځول شوي تصوير وصف د هغې ذيروحوالی دی او دا وصف پر بشپړ تصوير، نیم تصوير او یا د هغه سر پر تصوير تطبيقېږي چې د وجود له ښکاره غړو سره پيوسته وي لکه لاسونه او ورته نور شیان.

خو که دغه علامې د ذيروح تصوير نه وې؛ لکه یوازې د لاس رسم، يا د ګوتې نښه چې يوه شي ته اشاره کوي، يا د دوو لاسونو تصوير چې له یو بل سره مصافحه (روغبړ) کوي او دې ته ورته نور تصاوير حرام نه دي او د تحريم دلايل پرې نه تطبيقېږي.

خو يوازې د سر رسم (تصوير) چې د وجود له ښکاره غړو سره تړلی نه وي، په دې کې فقهاء اختلاف لري او هغه نظر چې زه ورته ترجيح ورکوم دا دی چې د سر هغه تصوير چې د وجود له هيڅ غړي سره اتصال و نه لري حرام نه دی. ځکه هغه احادیث د دې دلیل دی چې د مجسمې د سر پرې کولو ته جواز ورکوي څو د ونې د تنې په شان پاتې شي، لکه د ابوهریره رضی الله عنه حدیث چې جبرئیل علیه ‌السلام پکې پیغمبر صلی‌الله سبحانه و تعالی ته وايي چې د مجسمې چې کله سر پرې شي، نو حرام نه دی.

«فَمُرْ بِرَأْسِ التِّمْثَالِ يُقْطَعْ فَيُصَيَّرَ كَهَيْئَةِ الشَّجَرَةِ...» (رواه احمد)

ژباړه: د کور په دروازه کې د تمثال (مجسمې) د سر پرې کولو امر وکړه، تر څو هغه د ونې د تنې په څېر شي.

د دې حديث معنا دا ده چې يوازې سر او له سر پرته يوازې نوره تنه، هر يو يې جلا حرام نه دي. داسې نه شي ويل کېدی چې عدم تحريم د مجسمې د تنې لپاره دی چې سر يې پرې شوی وي، خو پخپله پرې شوی سر حرام دی؛ ځکه جبرئیل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر وکړ چې د مجسمې سر قطع کړي، په دې معنا چې د سر قطع کول جایز دي او څه چې د سر پر پرې کولو مرتب کېږي، هغه هم جايز دي.

باید یادونه وشي چې حنبلي او مالکي فقهاء یوازې د سر پاتې کېدل جایز ګڼي او شافعي فقهاء په دې کې اختلاف لري، ډېری شوافع فقهاء یوازې د مجسمې د سر پاتې کېدل حرام ګڼي او لږ شمېر یې جایز بولي.

  • ·        او د وروستيو دوو (اومې او اتمې) پوښتنو په اړه:

v    د اشخاصو او حيواناتو د داسې تصويرانو انځورول چې له واقعيت سره شباهت ونه لري (کارتون).

v    د داسې خرافاتي کيسو او حکاياتو رسمول چې په واقعيت کې هيڅ شتون نه لري.

د دغو دواړو پوښتنو ځواب دا دی چې: که دغه تصاوير پر ذیروح موجود دلالت کوي که څه هم د هغه اصالت ته ورته نه وي او له واقعيت سره یې شابهت نه لري، حرام دي؛ ځکه د تحريم نصوص پرې د تطبيق وړ دي. د مسلم په روایت شوي حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم عائشې رضي الله عنها ته امر کوي چې پر دروازه راځړېدلې پرده لرې کړي؛ ځکه په هغه پرده کې د وزرونو لرونکو آسونو انځورونه وو، په داسې حال کې چې د وزرونو لرونکي آسونه په واقعيت کې شتون نه لري:

«قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ سَفَرٍ وَقَدْ سَتَّرْتُ عَلَى بَابِي دُرْنُوكًا فِيهِ الْخَيْلُ ذَوَاتُ الْأَجْنِحَةِ فَأَمَرَنِي فَنَزَعْتُه.»

ژباړه: رسول الله علیه وسلم له سفره راوګرځېد او پر دروازه مې درنوک (یو ډول جامه/ پرده) را ځړولې وه چې په هغې کې د وزرونو لرونکي آس انځور و، نو ما ته يې د هغه د لرې کولو امر وکړ او ما هم لرې کړه.

دویم: د هغو تصاويرو په اړه ځواب چې سيوری لري: مجسمې:

د ذیروح شيانو مجسمې حرامې دي، په استثناء د ماشومانو د لوبتوکو (نانځکو) څخه. د دې دلايل په لاندې توګه دي:

- احمد له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی دی، هغه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«أتاني جبريل عليه السلام فقال: إني كنت أتيتك الليلة فلم يمنعني أن أدخل عليك البيت الذي أنت فيه إلا أنه كان في البيت تمثال رجل... فمر برأس التمثال يقطع فيصير كهيئة الشجرة... ففعل رسول الله صلى الله عليه وسلم.»

ژباړه: جبرئیل عليه السلام ما ته راغی او ویې ویل، تېره شپه راغلم خو ستا په کور کې د  سړي د مجسمې له امله درته را نه غلم، چا ته امر وکړه چې د مجسمې سر قطع کړي تر څو د ونې په څېر شي. رسول الله‌ صلی الله عليه وسلم همداسې وکړل.

- او له ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چې هغه ته يو سړی راغی او ورته ويې ويل: زه داسې تصاوير انځوروم او داسې تصاوير جوړوم، نو په دې اړه ما ته فتوا راکړه، هغه (ابن عباس رضي الله عنه) ورته وويل: ما ته را نږدې شه، نو هغه ور نږدې شو، د هغه پر سر يې لاس کېښود او ورته ويې ويل: په هغه څه به دې خبر کړم چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې اورېدلي دي، له هغه صلی الله عليه وسلم څخه مې اوريدلي چې فرمايل يې:

«كل مصور في النار، يُجعل له بكل صورة صورها نفس تعذبه في جهنم، فإن كنت لا بد فاعلاً فاجعل الشجر وما لا نفس له.»

«هر انځورګر په اور کې دی، هر تصوير چې ده جوړ کړی وي، په هغه کې به ورته سا واچول شي او بيا به هغه تصوير ده ته په جهنم کې عذاب ورکوي. که چېرې ستا له دغه کار څخه چاره نه وي او اړ يې چې ويې کړې، نو داسې وکړه چې د ونې او داسې شيانو شکلونه جوړوه چې روح (سا) نه لري.

تصوير د هر کس یا شي د څېرې (شکل) کښل دي، چې مجسمې جوړول هم په تصوير کې راځي او مجسمه او نقاشي هم تصوير دی. رسامي (نقاشي) يا تمثال (مجسمه) تصوير دی چې جمع يې «صور» دی چې په لغت کې «تصاوير» هم ورته ويل کېږي او مجسمې هم پکې شاملې دي.

- دغه راز مسلم روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، علي رضي الله عنه يوې سريې ته ولېږه او ورته ويې وفرمايل:

«لا تذر تمثالاً إلا هدمته» رواه مسلم.

ژباړه: هيڅ مجسمه بې ړنګولو مه پرېږده (ټولې مجسمې ړنګې او ماتې کړه).

په دې توګه د ذيروح شي هر تصوير ـ که هغه داسې  تصوير وي چې سيوری ولري (مجسمه) او که داسې وي چې سيوری و نه لري، حرام دي.

خو د ماشومانو د لوبو لپاره جوړه شوې رسامي او نقاشي له حرامې رسامۍ او تصوير جوړونې څخه مستثنی دي، لکه: د ماشومانو لپاره د کارتون جوړول یا د ماشومانو د سات‌تېرۍ، تسلیت، خوشحالۍ يا زده‌کړې لپاره خیالي انځورونه ... دا ټول د لاندې دلایلو له مخې جایز دي.

ابو داود له عائشې رضي الله عنها څخه روايت کړی دی چې هغې ويلي:

«قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم مِنْ غَزْوَةِ تَبُوكَ أَوْ خَيْبَرَ وَفِي سَهْوَتِهَا سِتْرٌ فَهَبَّتْ رِيحٌ فَكَشَفَتْ نَاحِيَةَ السِّتْرِ عَنْ بَنَاتٍ لِعَائِشَةَ لُعَبٍ فَقَالَ مَا هَذَا يَا عَائِشَةُ قَالَتْ بَنَاتِی.»

ژباړه: «رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک یا خیبر له غزا څخه راستون شو او د هغې (عائشې رضي الله عنها د خونې) په تاقچه (په ديوال کې د شيانو ايښودلو ژور ځای/ المارۍ) پرده ځوړنده وه. نو شمال راغی چې پرده يې پورته کړه  او د عائشې رضي الله عنها لوڼې (نانځکې) يې را برسېره کړې، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دا څه دي اې عائشې؟، هغې وويل: دا زما لوڼې دي.»

دغه راز بخاري له عائشې رضي الله عنها څخه روایت کړی چې ويلي يې دي:

«كُنْتُ أَلْعَبُ بِالْبَنَاتِ عِنْدَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم ...».

ژباړه: «د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مخکې مې له خپلو لوڼو (نانځکو) سره لوبې کولې...»

يعنې د نجونو په شکل له نانځکو سره.

دغه راز بخاري له ربيع بنت معوذ انصاريه څخه روايت کړی چې:

«... ونَجْعَلُ لهمُ اللُّعْبَةَ مِنَ العِهْنِ، فَإِذَا بَكَى أحَدُهُمْ علَى الطَّعَامِ، أعْطَيْنَاهُ ذَاكَ حتَّى يَكونَ عِنْدَ الإفْطَارِ. »

ژباړه: او د هغوی (ماشومانو) لپاره مو د وړيو نانځکې جوړولې، کله چې به له دوی څخه کوم يوه په خوړو پسې ژړل، نو هغه (نانځکه) به مو ورته ورکوله (چې پرې بوخت شي) تر هغه چې د روژه ماتي وخت به را رسېده.

يعنې ماشومان به مو د روژه ماتي تر وخته په نانځکو بوختول.

له دغو ټولو احادیثو څخه د ماشومانو د نانځکو جواز واضح کیږي، که څه هم د ذيروح مجسمې په څېر وي؛ نو په دې توګه که چېرې د ماشومانو لوبتوکي د مستوي (اوارو) تصاويرو په شکل وي، نو هغه خو په طريقه اولی سره جايز دي.» د ځواب پای. 

هيله ده چې په دغه ځواب کې به دې د خپلې پوښتنې ځواب موندلی وي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

د ۱۴۳۸ د جمادي‌الثاني ۲۰مه

د ۲۰۱۷ د جنوري ۱۹مه

د مطلب ادامه...

په اندونیزیا کې سیاسي تحولات

  • خپور شوی په سیاسي

د پوښتنې ځواب

 

(ژباړه)

پوښتنه:

پخواني جنرال، ۷۳ کلن پرابوو سوبیانتو  د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۲۰مه د پارلمان د غړو پر وړاندې د اندونیزیا د ولسمشرۍ لوړه وکړه. دا ټاکنې په تېره فبروري کې شوې وې او نوموړی د ۲۰۲۴م کال د مارچ په ۲۰مه بریالی اعلان شوی و. امریکا یې سمدستي د بریا مبارکي ورکړه؛ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، بلینکن د مبارکۍ په پیغام کې راځي: «واشنګټن له پرابوو سره د ټینګو همکاریو په لټه کې دی.» [الجزیره؛ ۲۰۲۴م کال د مارچ ۲۰مه]

دغه راز، نوموړي د ۲۰۲۴م کال د اپریل په لومړۍ نېټه؛ د خپل رسمي کار تر پیل وړاندې چین ته سر وکړ او د چین له ولسمشر سره په لیدنه کې یې وویل: «د چین او اندونیزیا ترمنځ د نږدې اړیکو د زیاتېدو بشپړ ملاتړ کوي او غواړي له چین سره د ملګرتیا هغه سیاست دوام وکړي چې ولسمشر جوکو مخته بېوه» [رویټرز؛ ۲۰۲۴م کال د اپریل ۱]

اوس پوښتنه دا ده چې ایا د امریکا دا سمدستي مبارکي او چین ته د پرابوو سفر له دغو دوو هیوادونو سره د اندونیزیا د اړیکو په معنی دي؟ په بل عبارت؛ ایا د امریکا پر وړاندې به د اندونیزیا سیاست بدل شي؟ د چین پر وړاندې به د اندونیزیا سیاست څنګه وي؟ او پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو پر وړاندې د دغه هیواد سیاست څه دی؟

ځواب:

د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره لاندې موارد ارزوو:

لومړی: د امریکا او اندونیزیا سیاست:

۱. په ۱۹۴۹ کې له هالنډ څخه د اندونیزیا تر ازادېدو وروسته امریکا هڅه وکړه چې د هالنډ ځای ونیسي او د پورونو او مرستو له لارې په دغې خاوره کې خپل نفوذ زیات کړي؛ خو اندونیزیا دا مرستې ونه منلې او دا یې د ولکې وسیلې وګڼلې؛ امریکا د فشار راوړلو لار خپله کړه او بلاخره په ۱۹۵۸ کې ولسمشر احمد سوکارنو د دغو مرستو منلو ته غاړه کېښوده او له هغه وخت راهیسې امریکا په دغې خاوره کې خپل نفوذ زیات کړ. امریکا هڅه وکړه چې دغلته خپل لاسپوڅي پیدا کړي، تر دې چې په پوځ کې یې ځینې مزدوران پیدا کړل چې په راس کې یې محمد سوهارتو و؛ نوموړي په ۱۹۶۶ کې د احمد سوکارنو پر وړاندې انقلاب وکړ. امریکا د خپل نفوذ د لا پیاوړي کولو لپاره د سوهارتو ملاتړ وکړ چې کمونیستان وځپي. بیا یې مرسته ورسره وکړه چې په ۱۹۷۵م کال کې ختیځ تیمور له پرتګالي استعمارګرو ازاد کړي. خو کله چې امریکا له اندونیزیا څخه د ختیځ تیمور د بېلولو غوښتنه وکړه، سوهارتو تعلل وکړ. د دې په ځواب کې امریکا اقتصادي ستونزې ورته پیدا کړې چې په دې کې د امریکا د وسیلو، یعنې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک رول زیات و. دا ناورینونه د زده‌کوونکو د لاریونونو او ګډوډیو سبب شول چې بلاخره په ۱۹۹۸م کال کې سوهارتو استعفا ورکولو ته اړ شو او امریکا د خپلو نورو غلامانو په څېر، چې د استفادې تاریخ یې تېرېږي، یوې ګوښې ته وغورځاوه!

۲. تر سوهارتو وروسته د هغه مرستیال، یوسف حبیبي ولسمشر شو؛ د ده دوره څه باندې یو کال وه. حبیبي د امریکا غوښتنې پوره کړې؛ د ختیځ تیمور د برخلیک ټاکلو حق په اړه یې له ټولپوښتنې سره توافق وښود او دا د دغې سیمې د جلا کېدو مقدمه وه؛ داسې چې د بیا یو ځای کېدو غوښتنه به یې هم نه کوي. دغه راز يې د ټاکنو یو پلان «ډیموکراسۍ ته پرېښودل» جوړ کړ؛ تر ده وروسته عبدالرحمن وحید شاوخوا دوه کاله، له ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۱ پورې په واک کې و، خو پارلمان د فساد په تور له واکه لرې کړ او پر ځای یې د احمد سوکارنو لور، مګاوتي سوکارنو واک ته ورسېده. دا د اندونیزیا لومړنۍ ښځینه ولسمشره وه چې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۴ کال پورې واک ورسره و. د نوموړې د ولسمشرۍ پر مهال، په ۲۰۰۲م کال کې له اندونیزیا څخه د ختیځ تیمور د جلا کېدو اعلان وشو او هغې هم د خپلو سلفو په څېر خیانت وکړ!

۳. د اندونیزیا ټاکنې د نویو اصلاحاتو له مخې په مستقیم ډول ترسره شوې او ولسمشر کولی شي حد اکثر دوې دورې، چې هره دوره یې ۵ کاله وي، وټاکل شي. سوسیلو بامبانګ یودهویونو له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۴ پورې ولسمشر وټاکل شو. په دغه کال کې بيا جوکو ویدودو ولسمشريزې ټاکنې وګټلې او په ۲۰۱۹ کې یو ځل بیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو؛ د ده دویمه دوره د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر کې پای ته ورسېده. جوکو ویدودو په خپله دوره کې هڅه وکړه چې اندونیزیا په امریکا پورې تړلې وساتي؛ نوموړي د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۱۳مه امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې له ولسمشر بایډن سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سټراټیژیک شراکت او د اسیا د سویل ختیځو هیوادونو د اتحادیې د محوري رول پر پیاوړي کولو توافق وکړ. امریکا هڅه کوي چې له اندونیزیا په استفادې په دغې اتحادیه کې خپل نفوذ زیات کړي؛ په یاده اتحادیه کې ګڼ هیوادونه شامل دي چې پر ځینو یې امریکا نفوذ نه لري. د دغو اقداماتو موخه له چین سره مقابله او د چین په سویلي سمندر کې د دغه هیواد د نفوذ مخنیوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، بلینکن د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۱۷مه د اندونیزیا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت پیغام کې دې ته اشاره وکړه او ویې ویل: «زموږ په اړیکو کې د یوه تاریخي ګام په توګه؛ ولسمشر جوکو ویدودو او ولسمشر بایډن په نومبر کې دا اړیکې د یوه جامع سټراټيژيک شراکت کچې ته لوړې کړې.» [الیوم السابع ورځپاڼه؛ ۲۰۲۴م کال د اګسټ ۱۷مه]

۴. د اندونیزیا په ټاکنو کې چې د ۲۰۲۴م کال د فبروري په ۱۴مه ترسره شوې؛ پرابوو سوبیانتو (د پخواني ولسمشر محمد سوهارتو زوم) د ۵۸،۵۸ سلنه رایو په خپلولو واک ته ورسېد؛ مرستیال یې د پخواني ولسمشر جوکو ویدودو زوی، جبران و. سره له دې، د اندونیزیا د قوانینو پر بنسټ، جبران ځان د ولسمشر مرستیال نه شو کولی؛ ځکه چې سن یې ۳۶ کاله و؛ په داسې حال کې چې د قانون له مخې د دغې څوکۍ لپاره حد اقل سن ۴۰ کلني ده. خو د اندونیزیا د قضایه قوې رییس، چې هغه هم د جوکو ویدودو زوم دی، تر ټاکنو وړاندې قوانین بدل کړل او تر ۴۰ کلنۍ ټیټ سن لرونکو ته یې اجازه ورکړه چې د ولسمشر مرستیال/کاندید شي. جوکو ویدودو ډېر د خپلې دورې د اوږدوالي په فکر کې و، خو بریالی نه شو. بلاخره یې له پرابوو سره معامله وکړه چې د ملاتړ په بدل کې به یې زوی، جبران د ولسمشر مرستیال ټاکي. د اندونیزیا دولت، له ولسمشره نیولې تر پوځ، د اطلاعاتو سازمان او پولیسو؛ په ښکاره د پرابوو ملاتړ وکړ. امریکا د معمول پر خلاف، د دغه ملاتړ مخالفت ونه کړ. پرابوو چې په پوځ کې د خپلو همکارانو ترمنځ «د امریکا زوی» په نامه مشهور و؛ د امریکا د جورجیا ایالت په فورټ بینینګ او د شمالي کارولینا په فورټ براګ کې یې زده‌کړې کړې. د ۲۰۲۴م کال د مارچ په ۲۰مه یې په ټاکنو کې تر بریالي کېدو وروسته نوموړي ته سمدستي امریکا مبارکي ورکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، بلینکن د مبارکۍ پیغام ورته واستاوه: «واشنګټن له پرابوو سره د ټینګو همکاریو په لټه کې دی.» [الجزیره؛ ۲۰۲۴م کال د مارچ ۲۰مه] له دې ښکاري چې پرابوو امریکا ته وفادار دی او دا یو پیاوړی تړاو دی!

۵. پرابوو رسماً ولسمشر وټاکل شو او د تحلیف مراسم یې ترسره کړل؛ بیا یې د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په ۲۰مه نوی دولت جوړ کړ. په انتقالي دوره – په ټاکنو کې له بریا د کار تر پیل پورې- کې یې اووه میاشتې خپله پخوانۍ دنده مخته وړه چې د جوکو په دولت کې د دفاع وزیر و.

په دې دوره کې امریکا د ۲۰۲۴م کال د جولای په ۲۶مه له اندونیزیا سره د جاوه جزیرې په سیداوارګو سیمه کې، چې د سویلي چین سمندر په حوزه کې ده، نظامي مانورونه وکړل. دغو مانورونو دوې اونۍ دوام وکړ او جاپان، ټایلنډ، بریتانیې، سنګاپور، فرانسې، کاناډا او نیوزیلنډ هم ګډون پکې درلود.

پرابوو دغه راز په دې موده کې ګڼ شمېر بهرني سفرونه وکړل؛ امریکا ته په سفر کې یې د دغه هیواد له دفاع وزیر، لویډ آسټين سره په پنټاګون کې ولیدل. په اندونیزیا کې د امریکا سفیرې، کمالا شریین لخضیر وویل: «د اندونیزیا له نوي ولسمشر سره زموږ د هیواد اړیکې له پخوا وې؛ ان په ۲۰۱۹ کې د دفاع وزیر په توګه د هغه تر ټاکل کېدو وړاندې...» [الجزیره؛ ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۲۰مه]. له دې ښکاري چې له پرابوو سره د امریکا اړیکې هغه وخت ته ورګرځي چې دی په پوځ کې و او په امریکايي اډو کې یې د امریکايي افسرانو لخوا روزنه لیدله. دغه راز، دغو اړیکو هغه وخت چې دی د سوهارتو په حکومت کې د پوځ مشر و. د VOI - Voice of Indonesia ویبپاڼې هم د پرابوو د تحلیف تر مراسمو وروسته، د ۲۰۲۴م کال داکتوبر په ۲۹مه یو مطلب خپور کړ چې پکې راغلي:

«د اندونیزیا دفاع وزیر، شفري شمس الدین او په اندونیزیا کې د امریکا سفیرې کمالا شریین لخضیر د دواړو هیوادونو ترمنځ سمندري امنیت په ګډون د دفاعي همکارۍ پر فرصتونو بحث وکړ. د اندونیزیا د دفاع وزارت د عمومي اړیکو دفتر رییس، اډوین آدریان سومانتا دوشنبه وویل چې د امریکا سفیرې دفاع وزیر ته د سمندري امنیت په برخه کې د همکارۍ لپاره د امریکا د تمایل په اړه ویلي. په هغه ناسته کې چې د اندونیزیا د دفاع وزارت په دفتر کې ترسره شوه، د امریکا سفیر همداراز وویل چې امریکا د هغو مانورونو دوام غواړي چې اوس هر کال یو ځل په اندونیزیا کې ترسره کېږي. په یاده لیدنه کې شفري له سفیرې مننه وکړه او د هغه شراکت پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوی».

د پورتنیو مواردو په دقیقه ملاحظه او تدبر روښانه کېږي چې د اندونیزیا نوی ولسمشر، پرابوو د ۲۰۲۴م کال د مارچ په ۲۰مه په ټاکنو کې له بریا راهیسې بیا د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په ۲۰مه د هغه د تحلیف تر وخت او ان تر هغه وروسته د خپلو سلفو پر لار روان دی او په امریکا پورې یې تړاو ان زیات شوی دی؛ هلته د امریکا نفوذ لا هم هماغسې پاتې دی.

دویم: د اندونیزیا او چین سیاست:

۱. د اندونیزیا نوی ولسمشر، په داسې حال کې چې لا یې رسماً صلاحیتونه نه وو اخیستي؛ د د ۲۰۲۴م کال د اپریل په لومړۍ نېټه چین ته سفر وکړ او د دغه هیواد له ولسمشر سره یې ولیدل؛ په یاده لیدنه کې یې وویل: «د چین او اندونیزیا د اړیکو له پراختیا بشپړ ملاتړ کوم او غواړم د ملګرتیا هغه سیاست ته چې ولسمشر جوکو پر مخ بېوه، دوام ورکړم.» د چین ولسمشر وویل: «بیجینګ د ستراتېژيک او اوږدمهاله لید له مخې له اندونیزیا سره خپلو اړیکو ته ګوري او چمتو دی چې جامع ستراتېژيکې همکارۍ لا ژورې کړي.» [رویټرز؛ ۲۰۲۴م کال د اپریل ۱]

دا چې چین په اندونیزیا کې هم په سوداګریزه برخه او هم د پانګونې په برخه کې د پام وړ اقتصادي فعالیت لري او دواړه هیوادونه د (اسیا د سویل ختیځ هیوادونو اتحادیې) سازمان غړي دی؛ دا وضعیت ایجابوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې داسې مدیریت شي چې اندونیزیا د چین دښمن نه شي؛ په داسې حال کې چې د امریکا په سیاستونو پورې تړاو – لکه چې یادونه وشوه- وساتي.

۲. یوې کویټي ورځپاڼې د ۲۰۲۴م کال د نومبر په ۹مه په خپله ویبپاڼه کې ولیکل: «د چین او اندونیزیا ولسمشرانو د بیجینګ د خلکو ستر تالار کې د یوه هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال د یو بل لاسونه ټینګ کړل. دا د ولسمشرۍ دورې له پیل درې اونۍ وروسته د ولسمشر سوبیانتو لومړی بهرنی سفر و چې په بیجینګ کې یې د چین له ولسمشر سره وکتل او له دغه هیواد سره –چې د اندونیزیا تر ټولو لوی سوداګریز شریک او یو ډیر مهم بهرنی پانګوال دی- د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

پرابوو سوبیانتو په دې لیدنه کې وویل: «اندونیزیا چین ته د یوه ستر قدرت په سترګه نه، بلکې د یوه ستر تمدن په سترګه ګوري». ده زیاته کړه: «دواړو هیوادونو له پیړیو راهیسې نږدې اړیکې لرلې؛ نو په اوسنیو جیوپولیټيکي او اقتصادي جغرافیايي شرایطو کې طبیعي ده چې اندونیزیا او چین په بېلابېلو برخو کې په ډیرو نږدې شریکانو بدل شي».

د چین ولسمشر، شي جین‌پینګ هم په دې لیدنه کې د سوبیانتو د دولت پر ملاتړ ټینګار وکړ او له سوبیانتو یې مننه وکړه چې لومړنی سفر یې چین ته وکړ. نوموړي زیاته کړه: «زه ډاډه یم چې اندونیزیا به د خپلې خپلواکې ودې مسیر ته دوام ورکړي او د ملي هوساینې او د هیواد د بیارغونې په برخه کې به نویو بریاوو ته ورسېږي؛ دغه راز به د سیمې او نړۍ په کچه مهم رول ولوبوي».

چین او اندونیزیا له اصلي اقتصادي متحدانو څخه دي؛ خو د سویلي چین پر سمندر د حاکمیت په برخه کې یې لفظي شخړې کړې دي. ټاکل شوې چې سوبیانتو بیجینګ ته له سفر وروسته د امریکا د ولسمشر، بایډن په بلنه واشنګټن ته لاړ شي. دا د یوه نړیوال سفر برخه ده چې پیرو، برازیل او بریتانیا هم پکې شاملېږي.

په دې موضوع کې له تأمل څخه روښانه کېږي چې د چین او اندونیزیا ترمنځ اړیکې له سوداګریزې حوزې وړاندې نه ځي او دا اړیکې په اندونیزیا کې د امریکا پر نفوذ اغیز نه لري. د دغو اړیکو اصلي محور سوداګري ده؛ خو کله چې خبره د حاکمیت د نفوذ او د سویلي چین د سمندر برخې ته رسېږي، د دواړو هیوادونو ترمنځ ناندرۍ او د نظر اختلاف دی!

درېیم: د مسلمانانو د مسایلو په اړه د اندونیزیا سیاست

۱. ښکاره ده چې اندونیزیا ریښه لرونکې اسلامي خاوره ده؛ ځکه چې خلک یې په لومړۍ هجري پېړۍ کې مسلمانان شول. د دغې خاورې نفوس نږدې ۳۰۰ ملیونه دی چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې مسلمانان دي. اندونیزیا ۱،۹ ملیونه کیلومتره مساحت لري چې له طبیعي سرچینو او خامو موادو غني خاوره ده. اندونیزیا پر یوه لوی قدرت د بدلېدو ظرفیت لري؛ خو په دې شرط چې د اسلامي اساسي قانون پلان پکې پلی شي او د چارو واک یوه پوه او اسلامي رهبري پر غاړه واخلي.

۲. د مسلمانانو د مسایلو په اړه د اندونیزیا د نوي ولسمشر بهرنی سیاست د ده د سلفو د سیاستونو پشان د امریکا د نظرونو پر اساس جوړ شوی؛ پرابوو د ۲۰۲۴م کال د جون په لومړۍ نېټه په شانګریلا غونډه کې، چې د اسیا تر ټولو لویه امنیتي غونډه ده او په سنګاپور کې وشوه، وویل: «د غزې د اوربند په اړه د امریکا د ولسمشر، جو بایډن درې پړاویز وړاندیز ښه ګام دی». ده زیاته کړه: «د اړتیا او د ملګرو ملتونو د غوښتنې په صورت کې موږ د غزې پر اوربند د څار لپاره د خپلو پوځیانو لېږلو او ټولو اړخونو ته د امنیت ټینګولو لپاره تیار یو». دی همداراز «د فلسطین د وضعیت لپاره د عادلانه حللارې» غوښتونکی شو او ویې ویل: «دا نه یوازې د اسرایلو، بلکې د فلسطین د خلکو د حقونو، وطن، هیواد او سوله‌ییز ژوند د شتون په معنی دی». [رویټرز؛ ۲۰۲۴م کال د جون ۱]

۳. دا په داسې حال کې ده چې د یوې اسلامي خاورې د ولسمشر په توګه د هغه دنده دا ده چې د غزې د خلکو ملاتړ وکړي او د دغه وحشي دښمن د مخنیوي لپاره پوځونه واستوي؛ هغه دښمن چې به بې رحمۍ ماشومان، ښځې او سپین ږیري وژني؛ کورونه، ښوونځي او روغتونونه ویجاړوي. د غزې له خلکو سره د اندونیزیا یوازینۍ مرسته د یوه روغتون جوړول وو چې هغه هم یهودي رژیم ونړاوه. له دغه وحشي رژیم سره د امریکا پرېمانه ملاتړ دی او د سمندر له اخوا وژونکې وسلې او تجهیزات ورته را استوي؛ خو سره له دې د اندونیزیا نوی ولسمشر له امریکا سره خپلې اړیکې لا زیاتوي او په هغې پورې خپل تړاو لا پیاوړی کوي. دا نږدېوالی د پرابوو او امریکا د پخوانيو اړیکو او هغه ملاتړ په سبب دی چې تل یې له امریکا ترلاسه کړی.

۴. له دغو سیاستونو او هغو حکامو سره چې په اندونیزیا کې واکمن دي او خپل سیاستونه له امریکا سره یو شان تنظیموي؛ دا خاوره یو مهم او تاریخي فرصت له لاسه ورکوي چې په یوه لوی قدرت بدلېدلی شوه. دا په داسې حال کې ده چې که واک له یوې پوه، اسلامي او مخلصې رهبرۍ سره وای او د دغې خاورې د خلکو له عقیدې راوتلی اسلامي اساسي قانون پلی شوی وای؛ اندونیزیا د نړۍ په کچه غوره مقام ته رسېدی شوه؛ داسې یوې رهبرۍ کولی شو د اسلامي خاورو، په ځانګړي ډول د مالیزیا پشان نږدې خاورو د یو ځای کولو لپاره هڅې وکړي او دا اتحاد د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره په مرکزي یا د ارتکاز په ټکي بدل کړي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ﴾. [انفال: ۲۴]

ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! کله مو چې الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو څه لپاره رابولي چې تاسو ته ژوند بښونکي دي؛ نو بلنه یې ومنئ.»

۱۴۴۶هـ.ق کال د جمادي الاول ۹مه

۲۰۲۴م کال د نومبر ۱۱مه

د مطلب ادامه...

د ایران حکام؛ یوازې تبلیغات او نمایشي کارونه کوي چې د نصرت او ازادۍ هېڅ تمه نه شي ترې کېدی

(ژباړه)

د ایران د سپاه پاسداران قوماندان، سردار حسین سلامي، د «نصرالله» په نامه د جګړه‌ییزو او امنیتي تمرینونو د پرانیستې پر مهال وویل: «صهیونیستي رژیم که په دې فکر کې وي چې د حزب‌الله د قوماندانانو په ترور دغه خوځښت له صحنې ایستلی شي؛ لویه تېروتنه کوي». هغه زیاته کړه: «حزب‌الله یو ستر او نه ماتېدونکی جریان دی چې د خاموشېدو یا د له منځه تلو تصور یې ناشونی دی». نوموړي یهودي رژیم ته په خطاب کې وویل: «موږ نن تاسو څارو، تر پایه به درسره جګړه کوو او هېڅکله به پرې نه ږدو چې د مسلمانانو برخلیک ستاسو په لاس کې وي. موږ به خپل غچ واخلو، سخت ګوزارونه به درباندې وکړو او عواقبو ته یې منتظر اوسئ.»

په دې توګه، د ایران مشران په بې شرمۍ د غاصب او جنایتکار یهودي رژيم پر وړاندې خپلو د ګواښ نمایشي خبرو ته دوام ورکوي؛ په داسې حال کې چې د دغو جرمونو د مخنیوي یا د فلسطین مسلې ته د جدي رسیدګۍ لپاره هېڅ عملي اقدام نه لري. هر د بصیرت خاوند ته ښکاره شوې ده چې دغه مشران دروغجن او فریبکار دي؛ ځکه هغوی یهودانو ته اجازه ورکړه چې د غزې سیمه تر ډېره وخته په خپلو بریدونو ویجاړه کړي، تر دې چې په کنډوالو بدله شوه.

په دغې وحشیانه جګړه کې تر ۱۴۶ زرو ډېرو کسان شهيدان یا ټپیان شول، چې ډېری یې ماشومان او ښځې دي. تر ۱۰ زرو زیات کسان لاهم ورک دي. سره له دې، دغو مشرانو هېڅ د غیرت یا مسولیت احساس ونه کړ چې د دغو مظلومو خلکو د مرستې لپاره ګام واخلي، بلکې هغوی یې یوازې پرېښودل چې د یهودو، امریکا، بریتانیې، جرمني او نورو استعماري او استکباري هېوادونو پر وړاندې یوازې په خپلو وینو کې لت پت وي.

تر دې وروسته، یهودي رژیم پر لبنان او د بیروت په سویل کې د ایران ملاتړ لرونکې حزب‌الله ډله باندې وحشیانه بریدونه وکړل او د دغې ډلې لومړۍ او دویمه درجه قوماندانان یې ووژل. خو ایران دغه ډله یوازې پرېښوده چې د یهودو د پوځ، جنګي الوتکو، ویجاړوونکو او وژونکو بمونو او مرګونو توغندیو پر وړاندې یوازې مقابله وکړي. نه یې ملاتړ وکړ او نه یې مرسته؛ بلکې د ذلت او رسوایۍ په ډګر کې یې یوازې پرېښوده.

اوس هم د ایران مشران په تشو خبرو او پوچو ګواښونو بوخت دي، داسې ښکاري لکه چې یوازې یوه نمایشي لوبه کوي. د دوی څرګندونې پرته له دې چې دښمن ته زیان ورسوي یا کوم برید ودروي، یوازې تبلیغاتي پیغامونه دي.

د فلسطین او لبنان حق پر ایران ډېر دروند دی. فلسطین دا حق لري چې د پوځونو ټول امکانات، له الوتکو او توغندیو نیولې، تر ډرون الوتکو او ټانکونو پورې د ازادۍ لپاره بسیج شي او په یوه واقعي جګړه کې د یهودي رژیم ریښې له بېخه وباسي؛ نه دا چې پر محدودو او سمبولیکو بریدونو بسنه وشي، چې خورا کم زیان رسوي، خو د دوی شتون خوندي ساتي.

لبنان هم دا حق لري چې پوځونه یې د ملاتړ لپاره راټول شي، د اشغالګرو د شړلو لپاره هڅې وکړي او د خپلو شهیدانو د وینو غچ واخلي؛ نه دا چې یوازې پر نمایشي جشنونو، تشو او له شعاره ډکو ویناوو یا کم‌رنګو او پټو پوځي مرستو بسنه وشي.

د مسلمانانو د پوځونو په لیکو کې پر هر ازاد او شریف انسان لازمه ده چې د ظالمو حکامو د نسکورولو او د نبوت پر منهج راشده خلافت د بیا احیا لپاره د مخلصو دعوتګرو له کاروان سره یوځای شي. هغه خلافت چې اسلامي امت به متحد کړي او د فلسطین او لبنان د ازادۍ لپاره به پوځونه ولیږي، ترڅو دغه اشغال شوې سیمې له یهودو پاکې کړي. که داسې ونه شي؛ امت به لاهم د وینو، دردونو او ویجاړۍ په سمندر کې ډوب پاتې وي.

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د ریاض ناسته؛ د غزې او لبنان پر وړاندې د مسلمانانو د حکامو د ښکاره خیانت ثبوت

د غزې د مظلومو خلکو پر وړاندې د غاصب او جنایتکار صهیونیستي رژیم د ویجاړوونکې جګړې تر ۴۰۰ زیاتې ورځې کېږي؛ دا جګړه تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته ساری نه لري. په دغو جنایتونو، وژنو او ویجاړیو پسې، په لبنان کې هم وحشتونه پیل شول. سره له دې چې د اسلامي خاورو حکام په ریاض کې راټول شوي او یوه غونډه یې وکړه چې دوی یې «استثنايي» بولي. خو د دغې غونډې لاسته راوړنې کمزورې او بې ارزښته پرېکړې وې چې له ښکاره خیانت پرته بل نوم نه شي ورکول کېدی.

وروسته له دې چې د فلسطین له خلکو د هر اړخیز سیاسي، ډیپلوماټیک او نړیوال ملاتړ غوښتونکي شول؛ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل چې پر غزې د بریدونو د درولو او یهودي رژیم ته د وسلو د لېږد د مخنیوي لپاره الزام راوړونکی پرېکړه‌لیک صادر کړي. خو دا غوښتنې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې شوې. ځکه چې نه یې د پلي کولو لپاره کوم پلان وړاندې کړ او نه یې کوم مشخص عملي پلان په پام کې ونیوه. د دوی غوښتنو ان د خلکو د لاریونونو له شعارونو څخه هم لږ اغېز درلود؛ ځکه چې په لاریونونه کې غږونو په میدانونو او سړکونو کې انګازې کوي او کله کله د استعماري هیوادونو سیاسیون غبرګون ته اړباسي. خو د دغې غونډې غوښتنې یوازې د کنفرانس د سالون د دیوالونو دننه وې او بهر یې هیڅ اغېز نه درلود.

له دغو بې ارزښته او کمزورو غوښتنو وروسته -چې د غزې او لبنان پر وړاندې د عربو او عجمو حکامو ښکاره خیانت ښيي- ګډونوالو خپل اصلي ماموریت پیل کړ؛ هغه ماموریت چې د خپلو استعماري اربابانو، په ځانګړي ډول امریکا لخوا ورکړل شوی و او هغه د خیانت، تړاو او تسلیم کېدو د پلانونو بیا ترویجول دي.

دغو نا اهله حکامو په غزه او لبنان کې د یهودي رژیم د وحشتونو د غندنې په اړه له څو ظاهري جملو وروسته له دغه وحشي رژیم سره د سولې پر اهمیت ټینګار وکړ او د فلسطین د خاورې د درې پر څلور برخې د اشغال په منلو سره یې د دوو-دولتونو د حللارې ملاتړ وکړ. د دغه پلان له مخې فلسطیني دولت بې سیادته، بې وسلې او بې عزته او د ۱۹۶۷م کال د جون میاشتې ۴مې د پولو پر اساس جوړېږي.

اوس د دې وخت دی چې اسلامي امت دا خاین حکام د واک له ګدۍ راوغورځوي او خپل له لاسه تللی حاکمیت بیا ترلاسه کړي. د دغې موخې د تحقق یوازینۍ لار دا ده چې د مسلمانانو د پوځونو مخلصین حزب التحریر ته د نبوت پر منهج ثاني راشده خلافت د تاسیس لپاره نصرت ورکړي. هغه خلافت چې صهیونیستي رژیم به له منځه یوسي، ټول فلسطین به ازاد او د امت غېږې ته به یې بیا راولي. که داسې ونه شي؛ امت او ځواکونه به یې د عزیز او جبار الله پر وړاندې مسول وي او د قیامت په ورځ به د خپلې چوپتیا او اسلام او مسلمانانو ته په نصرت ورکولو کې د پاتې راتګ په سبب ځواب ویونکي وي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾ [توبه: ۳۸]

ژباړه: «ای مومنانو! پر تاسې څه شوي،  چې كله درته وويل شي:  د الله په لار كې (جهاد ته) ووځئ؛  نو پر ځمكه درانه كېناستئ (سستي کوئ)؛ ايا د آخرت پر ځاى مو دنيوي ژوند خوښ كړى!؟ نو (پوه شئ چې) له دنيوي ژونده ګټنه د آخرت په پرتله خورا لږه ده.»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

 

 

 

د مطلب ادامه...

زموږ وسله وال ځواکونه له مخلصو، زړورو او وړ سرتېرو څخه ډک دي. له دوی هر یو سره وګورئ، چې د غزې د ملاتړ لپاره د بسيج پر وړاندې ټول خنډونه له منځه یوسي!

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د جګړې شغلو اسمانونه رڼا کړي او موضوع لکه شپه او ورځ روښانه ده. د غزې او فلسطین د مسلمانانو ملاتړ تر هغه وخت پورې نه شي کېدی چې څو د مسلمانو پوځونو د جنګ ماشین په حرکت رانه شي. زموږ وسله وال ځواکونه له دغې وړتیا برخمن دي. نو اې مسلمانانو، ولې موږ له هغو افسرانو سره چې شخصاً یې پېژنو، نه وینو او له هر یوه سره یې خبرې نه کوو؟ ولې موږ د دغو افسرانو خپلوانو ته نه ورځو او له هغوی څخه نه غواړو چې ژر اقدام وکړي؟ امت باید له خپلو پوځونو څخه وغواړي چې هر هغه دیوال او هر خنډ له منځه یوسي چې د دوی او د یهودي اشغال د له منځه وړلو تر منځ واقع دی.

دغه پوځي افسران نه په تیاره ځنګلونو کې ژوند کوي او نه د لوړو غرونو په څوکو کې. دوی زموږ په منځ کې، زموږ په ټولنه کې او زموږ په کورونو، کورنیو او ټولنو کې اوسېږي. هغوی هم زموږ په څېر اسلامي احساسات لري. هغوی هم دغه درد احساسوي، ښايي ان له موږ څخه زیات. په دوی کې داسې اتلان شته چې د دغې جګړې حالت بدلولی شي. په دوی کې د علي، خالد بن ولید او صلاح الدین زامن شته. په دوی کې د سعد بن معاذ او اسید بن حضیر رضی الله تعالی عنهم د فکر خلک شته.

نو ایا موږ خپلې ټولې هڅې کړي دي، چې له وسله والو ځواکونو سره اړیکې ونیسو؟ ایا موږ خپله پوره هڅه کړې چې افسرانو ته ورشو؟ ایا موږ هغوی ته د ثواب تر لاسه کولو لپاره ویلي او یا مو هغوی ته د غفلت د ګناه احساس ورکړی؟ ایا الله سبحانه و تعالی به له موږ څخه پوښتنه ونه کړي چې تاسو خو پوهېدئ چې د پوځونو د بسیج اړتیا ده نو تاسو ولې ګامونه نه پورته کول؟ ایا موږ هر هغه پوځي افسر ته چې پېژنو یې، ورغلي یو چې شرعي مکلفیت یې ورورسوو؟ یا په کور ناست وو او داسې مو انګېرله چې له مخلصو افسرانو سره لیدنې ته اړتیا نه لرو او اړ نه یو چې د بسیج کېدو غوښتنه ترې وکړو؟ ایا موږ پخپله پرېکړه وکړه چې بایکاټ کافي دی، په داسې حال کې چې بایکاټ د غزې د خلکو له سره بم څه چې یوه مرمۍ هم نه کوي؟

که څه هم د اسلامي نړۍ د ډېری بنسټونو مشري د غرب د لاسپوڅو او اجنټانو په لاس کې ده، د دغو ټولو بنسټونو دننه د امت مخلص زامن شته. دا مخلص زامن د سیاست جوړونې او ستراتیژیکې قوماندې له لارې د دغو استازو له خوا مهار کېږي. د غزې په حالت کې، امت ته داسې پوځي قوماندانان پکار دي چې د رهبرۍ خنډونه، استعماري ملي پولې او هغه امریکایي نړیوال نظم رد کړي چې پر دوی ولاړ دی.

هغوی به له یهودو سره جګړه وکړي او دغه قضیه به خپلې حتمي پایلې ته ورسوي. په حقیقت کې یهودي دولت ان د مسلمانانو د یوه پوځ پر وړاندې د درېدو وړتیا هم نه لري؛ ان د یوه پوځ یوه برخه هم دوی ته لوی خطر دی.

موږ د یوه امت په توګه باید په بشپړه توګه ځواب ورکړو؛ زموږ جنګي کښتۍ د دوی پر وړاندې، زموږ ټانګونه د دوی د ټانګونو پر وړاندې، زموږ جنګي الوتکې د دوی د جنګي الوتکو پر وړاندې او زموږ پوځونه د دوی د پوځونو پر وړاندې. د یهودي دولت پای حتمي دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم له یهودو سره د جګړې زېری ورکړی دی. وروسته له دې چې د جګړې پیل وشي، له جګړې څخه شاتګ حرام دی. نو څوک به د نهی عن المنکر مکلیفت ترسره کړي؟ څوک به زموږ پوځونه د غزې د ملاتړ لپاره بسیج کېدو ته راوبولي؟

اې علماوو، د دعوت فعالانو، خبریالانو، ټلویزیوني ویاندویانو، پوډکاسټرانو، ښوونکو، وکیلانو، د سوداګرۍ خونو استازو، بانفوذه خلکو او په ټوله کې مسلمانانو! د جګړې لمبې بلې شوې او د نړۍ کفار زموږ پر وړاندې سره یو موټی شوي. خو د مسلمانانو حکامو د غزې د ملاتړ لپاره د پوځونو له بسیج کولو څخه انکار کړی دی. پر ځای یې دوی په ښکاره توګه د کفر او کفارو ملاتړ کوي. نو موږ باید راوړاندې شو او له خپلو پوځونو څخه وغواړو چې دغه حکام له خې لرې کړي. موږ باید له خپلو وسله والو ځواکونو څخه وغواړو چې د نصرت له لارې د خلافت د تاسیس لپاره د حزب التحریر ملاتړ وکړي؛ هغه خلافت چې د مظلومانو چیغو ته به ځواب ووايي، ټولې اشغال شوې خاورې به ازادې کړي او د ټولو دښمنانو زړونه به له وېرې ولړزوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

«أَتَخْشَوْنَهُمْ فَاللهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَوْهُ إِن كُنتُم مُّؤُمِنِينَ * قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ» [توبه: ۱۳-۱۴]

ژباړه: «ایا له هغوی (دښمنانو) وېرېږئ او جګړې ته نه وردانګئ؟ اړتیا ده چې له الله سبحانه وتعالی څخه وډار شئ او د الله سبحانه وتعالی له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ، که په رښتیا ایمان لرئ او رښتیني مومنان یاست. له دوی سره وجنګېږئ، چې الله ستاسې په لاسونو عذاب ورکړي او رسوا يې کړي او تاسې پرې بريالي کړي او (په دې جګړې) د مومنانو زړونه يخ کړي.»

د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۶هـ.ق کال، د جمادي الاول ۱۱مه

۲۰۲۴م کال، د نومبر ۱۳مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...

د انټرنټ له لارې د سوداګریزو او مالي راکړو ورکړو حکم

  • خپور شوی په فقهي

د پوښتنې ځواب

 

سعید خطیب ته ځواب

پوښتنه:

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

د انټرنټ له لارې د سوداګریزو او مالي راکړو ورکړو حکم څه دی؟ د بېلګې په توګه که یو شخص د ټیټو بیو پر مهال دینار یا نفت یا سپین زر په ډالرو وپېري تر څو د لوړو بیو پر مهال ګټه وکړي، دې ته په پام سره چې دا ټول په انټرنټ کې موجود دي او کولی شي چې پيسې بانک ته ولېږدوي او کله چې وغواړي بېرته یې ترې وباسي؟

دویمه پوښتنه: آیا د ارزونو (کرنسيو) په بدلولو کې، قبض په حضوري توګه شرط دی او که په انلاین توګه قبض بسنه کوي؟

- همدا راز پوښتنه ده چې که یو شخص نفت وپېري، آیا اړینه ده چې هغه قبض کړي، که یې له قبض کولو پرته هم پلورلی شي؟ د یادونې وړ ده چې که یو شخص نفت یا اوسپنه یا سپین زر یا پیسې وپېري، نه شي کولی چې هغه تر لاسه کړي، بلکې اړ دی چې هغه په ډالرو تبديل کړي او بيا ډالر تر لاسه کړي. په دې معنا چې که تاسو نفت وپېرۍ، تاسو یې د نفتو په توګه ترلاسه کولی نشئ، بلکې په ډالرو بدلیږي.

همدا شان د اقتصادي نظام په کتاب کې راغلي :«هغه پلورلی نشو او دا هغه څه ته شامل دی چې تاسو يې مالک يئ خو قبض کړي مو نه وي؛ ځکه قبض د معاملې د بشپړېدو شرط دی چې مکیلات، موزونات او معدودات پکې شامل دي. خو هغه څه چې د مالکیت د بشپړېدو لپاره قبض ته اړتيا نه لري، لکه حیوان، کور او ځمکه، هغه تر قبض مخکې هم پلورلی شو.»

همدا راز پوښتنه ده چې: مکیل، موزون او یا معدود څنګه يو له بله بېلولی شو؟ د بېلګې په توګه، د غیرمکیل شیانو په اړه د څاروي او کور مثال ورکړل شوی، په داسې حال کې چې د پسه په ‌شان څاروی زموږ په هېواد کې د پېرلو پر مهال وزن کیږي او د وزن له مخې پلورل کیږي، نو داسې ښکاري چې پسه دې موزون وي. همداسې د کور په هکله ویل کیږي چې «یو واحد» یا «دوه واحده» نو څرنګه هغه غیر معدود یا غیر موزون وګڼو؟

ځواب:

وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!

مخکې مو همدې پوښتنې ته ورته پوښتنه ځواب کړې وه، د هغه ځواب هغه برخه دلته راوړو چې ستاسو له پوښتنې سره اړه لري:

«د انټرنټ له لارې د پېر او پلور په هکله د لومړۍ پوښتنې ځواب په دې توګه دی: د پټرول په هکله پوښتنه واضح نه ده چې آیا تاسو غواړئ د برېښنايي کارت په کارولو سره خپل موټر ته تېل واچوئ او کارت د پمپ مسئول ته ورکړئ تر څو مو موټر ته تېل واچوي؟ که داسې وي نو دا عمل جایز دی؛ ځکه که ستاسو له حسابه د ثمن اخیستل یوه یا دوې ورځې وځنډېږي، له سود پرته د نسیې په توګه دا جنس اخیستلی شئ. تاسو جنس (د موټر لپاره تېل) ترلاسه کړئ او بایع یوه یا دوې ورځې وروسته ثمن ترلاسه کړي. نو که داسې وي هېڅ ستونزه نشته.

خو که له سوداګرۍ څخه موخه، د تېلو ټاکلې کچه اخیستل او تر قبض مخکې یې پلورل وي، نو دا جواز نه لري؛ ځکه قبض د جنس په پلورلو کې اساسي شرط دی. ابو داوود له زید بن ثابت څخه نقل کړی چې ويلي يې دي:

«فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم نَهَى أَنْ تُبَاعَ السِّلَعُ حَيْثُ تُبْتَاعُ حَتَّى يَحُوزَهَا التُّجَّارُ إِلَى رِحَالِهِمْ»

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې منع کړې چې جنس په هغه ځای کې وپلورل شي چې سوداګر لا خپل ځای ته لېږدولی نه وي.

په دې معنا چې دا جنس یوازې تر قبض او ذوالیدۍ وروسته د پلورلو وړ دی. په دې توګه قبض د دې ډول معاملو د صحت شرط دی، مګر دا چې د ځانګړو جنسونو لپاره ځانګړی نص موجود وي چې هغه مهال جائز دی؛ خو په دې هکله نص نه شته. له دې امله، له قبض پرته د نفتو پلور له شرعي اړخه جواز نلري.

او که له دې پوښتنې څخه ستاسو موخه دا وي چې غواړئ د نفتو په څاه کې شریک شئ او د برېښنايي کارت له لارې د پيسو په ورکړې سره په انلاین توګه یې ترسره کړئ، دا ډول معامله هم جواز نلري؛ ځکه د نفتو څاه عامه ملکیت دی چې په خصوصي توګه یې مالکیت جواز نلري. که مو موخه بل څه وي، هیله ده وضاحت ورکړئ.

۲- په سپینو او سرو زرو پېر او پلور: د سپینو او سرو زرو پېر او پلور باید لاس په لاس وي، څرنګه چې بخاري او ابو داوود له حضرت عمر رضي الله عنه څخه په حدیث کې روایت کړی چې:

«الذَّهَبُ بِالْوَرِقِ رِباً إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ»

ژباړه: سره زر په سپینو زرو سود دی مګر دا چې لاس په لاس وي.

یعنې باید په یوه وخت او لاس په لاس وي. نو له قبض پرته د سپینو او سرو زرو پېرل صحيح نه دي.

نو یادو مسایلو ته په پام سره او د انټرنټي معاملې د واقعيت تر ارزونې وروسته پوهېږو چې په دغه ډول معاملو کې قبض نه ترسره کیږي او ممکن ساعتونه یا ورځې وځنډیږي. نو د برېښنايي کارت له لارې د سپینو او سرو زرو پېر او پلور جایز نه دی، مګر دا چې حساب سمدستي له کارت څخه کسر شي، یعنې لاس په لاس ترسره شي. نو سره یا سپین زر یوازې هغه مهال ترلاسه کړئ چې ستاسو له حسابه پیسې کسر شي. نو دا چې په انترنټي پېر او پلور کې قبض په فوري توګه نه ترسره کیږي دا معامله جایزه نه ده.

۳- د قرضې پاڼو او سهامو پېر او پلور حرام دی؛ ځکه د سهامي شرکتونو سهمونه د شريعت له نظره باطل دي او همداسې د قرضې پاڼې له سود سره تړلې دي. موږ د سهامي شرکتونو موضوع په (اقتصادي نظام)، (هزات الاسواق المالية) او نورو کتابونو کې واضح کړې ده.

په «هزات الأسواق المالية» کتاب کې د دې موضوع لنډیز په دې توګه راغلی دی: (د پېر او پلور له لارې په دغو سهامو او قرضي پاڼو سره د معاملې حکم حرام دی؛ ځکه دا سهام، د هغو سهامي شرکتونو سهام دي چې له شرعي اړخه باطل دي. په دغو پاڼو کې هغه مبالغ شامل دي چې په یوه باطله معامله او قرارداد کې د حلالې پانګې او حرام سود ترکیب دی. د دې پاڼو هر سند د باطل شرکت له شتمنۍ څخه یو سهم دی او دا شتمنۍ له باطلو معاملو سره ګډې دي چې اسلامي شریعت ترې نهي کړې ده؛ ځکه دا مال حرام شمېرل کیږي، پېر، پلور او پر هغو معامله جایزه نه ده. همدا شان دا حکم د بانک یا ورته سهامو یا د قرضونو د هغو پاڼو په هکله صدق کوي چې په ربا سره پکې د پيسو پانګونه کیږي؛ ځکه په دې پاڼو کې حرامې پیسې شاملې دي. له دې امله یې پېر او پلور حرام دی؛ ځکه په هغه کې شته پیسې حرامې دي.)». د نقل قول پای.

۴- د انټرنټ له لارې د کاغذي پیسو پېر او پلور لکه ډالر، یورو هم حرام دی؛ ځکه په دې مواردو کې عاجل قبض نشته او دا امر په نقدي تبادله کې اړین دی او قبض باید لاس په لاس وي؛ څرنګه چې د سپینو او سرو زرو په هکله هم صدق کوي. په دې کې کاغذي پيسې هم شاملې دي، په دې دلیل چې کاغذي پیسې هم په عقد کې د اجرت او په بیع کې د ثمن په توګه کارول کیږي. موږ د ۲۰۰۴ م د جولای د ۱۱مې نېټې د پوښتنې په ځواب کې داسې ویلي وو:

«له مالي پاڼو سره تعامل: هو، د هغو احکام د ربا او نورو نقدي احکامو له اړخه د سپینو او سرو زرو په څېر دي. ځکه د ثمن او اجرت په توګه د اجارې او بیعې د عقدونو پر مهال په دې پاڼو کې د نقديوالي علت شتون لري؛ ځکه نو هغه د نقدو په احکامو کې شاملیږي. له دې امله د دغو اوراقو په کارولو سره د ربوي صنفونو اړوندو اجناسو لاس په لاس پېرل هم مصداق پیدا کوي، یعنې باید په دین او نسیې سره نه وي، بلکې باید لاس په لاس وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

«الذَّهَبُ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةُ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرُّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرُ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرُ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحُ بِالْمِلْحِ، مِثْلًا بِمِثْلٍ، سَوَاءً بِسَوَاءٍ، يَداً بِيَدٍ، فَإِذَا اخْتَلَفَتْ هَذِهِ الْأَصْنَافُ فَبِيعُوا كَيْفَ شِئْتُمْ إِذَا كَانَ يَداً بِيَدٍ» (دا حدیث بخاري او مسلم له عباده بن صامت څخه روایت کړی دی)

ژباړه: سره زر د سرو زرو، سپین زر د سپینو زرو، غنم د غنمو، وربشې د وربشو، خرما د خرما، مالګه د مالګې پر وړاندې بايد مثل په مثل برابر او لاس په لاس وي.کله چې دغه صنفونه اختلاف ولري، نو هر رقم چې غواړئ معامله وکړئ، په دې شرط چې لاس په لاس وي.

نص واضح دی چې د دغو ربوي اصنافو او اقلامو د اختلاف په صورت کې هر ډول پلور جایز دی، یعنې په دغه صورت کې د برابروالي شرط نشته؛ خو قبض شرط دی. د «اقلام» کليمه په دې ځای کې د ټولو ربوي اقلامو په معنا ده او هېڅ شی ترې استثنا نه دی، مګر په ځانګړي نص سره. دا چې په دې هکله هېڅ نص نشته دی، نو حکم د وربشو په غنمو یا غنمو په سرو زرو یا وربشو په سپینو زرو یا خرما په مالګه یا خرما په سپبنو زرو ... د بدلولو پر جواز صدق کوي، که څه هم په بدلولو کې يې په اندازو او یا بيو کې توپير وي؛ خو شرط دا دی چې لاس په لاس وي یعنې د دین په توګه نه وي. هغه څه چې پر سپینو او سرو زرو صدق کوي هغه پر کاغذي پیسو هم صدق کوي؛ ځکه د اجارې او بیعې په عقدونو کې د ثمن او اجرت په توګه د هغوی د کارولو پر مهال د نقدي‌والي علت شتون لري.» د نقل قول پای.

د سرو زرو په پېر او پلور کې د دغو انلاین معاملو د څرنګوالي په ارزونې سره جوتیږي چې قبض یا تصفیه د عقد له نېټې یوه یا دوې ورځې ځنډیږي او دا د قبض له شرط سره مغایرت لري او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په هکله فرمايلي دي: «یدا بید». ابو داوود له براء بن عازب څخه نقل کړي دي چې موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په دې هکله پوښتنه وکړه، هغو وفرمایل:

«مَا كَانَ يَداً بِيَدٍ فَخُذُوهُ وَمَا كَانَ نَسِيئَةً فَذَرُوهُ»

ژباړه: هغه څه چې لاس په لاس وي وايې خلئ او هغه څه چې نسیه وي پرې يې ږدئ.

او مسلم له مالک بن اوس بن حدثان څخه نقل کړي چې ویې ویل: زه راغلم و ومې ویل چې څوک په درهم معامله کوي؟ طلحه بن عبیدالله وویل: موږ ته دې سپین زر ښکاره کړه، نو وروسته له ما سره راشئ او هر وخت مې چې خادم راغی تاسو ته به درهم درکړم. عمر بن الخطاب رضي الله عنه وویل: نه په الله قسم، یا باید درهم ورکړې یا باید سره زر بېرته هغه ته ورکړې؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«الْوَرِقُ بِالذَّهَبِ رِباً إِلَّا هَاءَ وَهَاءَ...»

ژباړه: سپین زر په سرو زرو ربا ده مګر دا چې لاس په لاس وي.

له دې امله په انلاین توګه د یورو، ډالر او نورو پیسو بدلول جایز نه دي، ځکه چې په دغو معاملو کې فوري قبض نشته.»

د مکیل، معدود او موزون په اړه باید وویل شي، د ۲۰۰۶ د ډسمبر په ۱۲مه مو ورته پوښتنې ته ځواب ویلی و چې په لاندې توګه دی:

«معدود، موزون او مکیل له شته واقعیت سره سم مشخص کیږي. تاسو وګورئ چې په بازار کې څرنګه اجناس پلورل کیږي؟ آیا د شمېر په توګه پلورل کیږي، په دې معنا چې په بازار کې په شمېر که په کیلو سره غږ کیږي؟ یا په متر او وزن سره غږ کېږي؟

که داسې وي، نو د هغه وصفت د مکیل، موزون یا معدود د مقاديرو پر اساس صدق کوي، که یو عدد وي او که ډېر. په دې معنا چې اجناس د موزون او معدود وصف لرلی شي... لکه غنم او وربشې د وزن او کیل پر بنسټ پلورل کیږي، کیلې او مالټې ... د شمېر او وزن پر بنسټ پلورل کیږي، تکه د کیل، ذراع او متر پر بنسټ پلورل کیږي. د قبض پر مهال د یو شي د وصف ټاکل ډېر اړین دي تر څو ابهام له منځه لاړ شي. له دې امله کله چې ویل کیږي چې ۱۰۰ کیلو غنم لرم، دا وینا د وصف د ټاکلو لپاره بسنه نه کوي؛ بلکې د غنمو ډول هم وټاکل شي تر څو ابهام له منځه لاړ شي او همداسې د مقادیرو او مکیل او معدود په هکله هم همدا قاعده پلی کیږي.

خو آیا حیوان په عددي توګه پلورل کیږي؟ آیا داسې به وي چې پلورونکي غږ وکړي چې هر اوښ په زر روپۍ؟ یا دا چې پېرونکی حیوان ویني او تصمیم نیسي چې دا اوښ د زر روپو نه دی او بل اوښ ټاکي؟ آیا هر اوښ د بل په څېر دی چې پلور په عددي بڼه وي؟

آیا املاک په عددي او وزني یا کیلي توګه پلورل کیږي؟ په دې معنا چې آیا هغه شخص چې لس کوره یا حویلۍ لري، وایي چې (هره حویلۍ په زر روپۍ)، یا دا چې د هرې حویلۍ پلورل د هغې د لیدلو پر بنسټ ترسره کیږي او هر ملک له بل څخه توپیر لري؟

له همدې امله وايي چې حیوان او کور په کیلي یا وزني یا عددي توګه نه پلورل کیږي. ممکن تاسو ووایئ چې ځینې کسان، حیوان په وزن سره پلوري چې په ځواب کې یې باید وویل شي؛ دا عمومي قاعده نه ده چې پر ټولو حیوانانو پلې شي. ممکن یو څوک وری په وزن سره وپلوري، خو ټول وري یا حیوانان په دې توګه نه پلورل کیږي، د بېلګې په توګه غوا په وزن سره نه پلورل کیږي... څرنګه چې نه ویل کیږي چې ستاسو ۱۰۰ کیلو حیوان له ماسره دی. (البته موخه ژوندی حیوان دی.)

په همدې توګه، ممکن ووايئ چې ځینې کسان املاک په متر سره پلوري، خو دا پر ټولو املاکو صدق نه کوي، ځکه متر په يو ملک کې په لس روپۍ او په بل ملک کې په شل روپۍ وي. له دې امله، د وصف تعين په کیلي توګه نه دی، نو نه ویل کیږي چې ستاسو سره مې ۱۰۰ متره کور دی. او په همدې توګه ...» د نقل قول پای.

په دې هیله چې ستاسو پوښتنې ته همدومره ځواب بسنه وکړي. الله سبحانه و تعالی تر ټولو عالم او باحکمته دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

د ۱۴۴۶ د ربیع‌الاول ۱۱مه

د ۲۰۲۴ د اکتبر ۱۴مه

ژباړه: تمیم انصار

د مطلب ادامه...

د فرانسې وحشت او تور تاریخ یې!

(ژباړه)

د فرانسې د ولسمشر، مکرون بې ادبي او سپین سترګي تر وروستي حده رسېدلې ده. هغه د ۲۰۲۴م کال، د اکټوبر په ۲۹مه، په مراکش کې پارلمان ته د وینا پر مهال فلسطیني مبارزین او مجاهدین چې د خپلو حقونو او خاورې دفاع کوي، "وحشي" یاد کړل او ادعا یې وکړه چې اسراییل (جنایتکار او یرغلګر صهیونیستي رژیم) حق لري چې له ځان څخه دفاع وکړي.

خو د مراکش پاچا د خپل میلمه له سپکاوي ډکو څرګندونو پر وړاندې هېڅ غبرګون و نه ښود. که هغه لږ هم د عربي او اسلامي غیرت احساسات درلودلی، نو لږ تر لږه یې باید نیولی وی، چې خپلې توهین کوونکي څرګندونې بېرته واخلي او بښنه وغواړي. نه یوازې دا چې داسې کار یې ونه کړل؛ بلکې په خورا بې شرمۍ یې له خپلو امنیتي ځواکونو به استفادې هغه لاریون کوونکي وځپل چې د مکرون د دغه سپکاوي په غبرګون کې راوتلي وو!

همدارنګه، د مراکش د پارلمان غړو ډېر وروسته د مکرون پر څرګندونو اعتراض وکړ او ویې وغندې، خو غوره به وه چې په همغه شېبه یې غبرګون ښودلی وی؛ د دغه سپکاوي مخه یې نیولې وی او یا لږ تر لږه له غونډې وتلي وی.

موږ همدارنګه د مراکش د شریف ولس دريځونه ستایو چې د دغو سپکو څرګندونو پر وړاندې یې چوپتیا اختیار نه کړه او په بېلابېلو لارو یې خپله ناراضیتي څرګنده کړه. ان ډېرو یې د لاریون په کولو د دغو څرګندونو او د مراکش د جوړجاړي کوونکي نظام د بې کارۍ او بې عملۍ پر وړاندې خپله ناراضیتي څرګنده کړه.

د مکرون پر وړاندې باید ودرېږو او د خپل هېواد تور او وحشي تاریخ یې ورته یاد کړل شي او د نړۍ د عامه اذهانو پام د فرانسې ځینې وحشي جرایمو ته راوګرځول شي، تر څو ټول پوه شي چې په حقیقت کې څوک وحشي دی:

۱. فرانسې په صلیبي جګړو کې لویه ونډه درلوده چې په منځنۍ پېړۍ کې یې د اسلامي هېوادونو پر وړاندې ترسره کړې، او په دغو جګړو کې یې د مسلمانانو او انسانیت پر وړاندې تر ټولو ناوړه جرمونه ترسره کړل. نو وحشي څوک دی!؟

۲. د مصر د اشغال پر مهال (۱۷۹۸-۱۸۰۱م)، فرانسه د مصر د خلکو پر وړاندې تر ټولو وحشيانه جرمونه ترسره کړل؛ د اسکندریې ښار یې پر خلکو وران کړ او د مصر د دویم انقلاب پر مهال جنرال کلیبر د قاهرې سیمې په توپونو بمبار کړې، ډېر انقلابیون یې ووژل او د ښار پر خلکو یې خوراکي توکي بند کړل. هغه امر وکړ چې بندیان ووژني او مړي یې په شپه کې نیل سیند ته واچوي. سربېره پر دې، پر ښځو جنسي تېري وشول او په مصر کې د فرانسې په لاس د وژل شوو خلکو شمېر له پنځوس زرو واوښت. نو وحشي څوک دی!؟

۳. د الجزایر د اشغال پر مهال (۱۸۳۰-۱۹۶۲م)، د فرانسې جرمونه دومره ډېر دي چې په کتابونو کې نه ځاییږي. د بېلګې په توګه، په ۱۸۵۲م کال کې یې د الأغواط ښار وسوځاوه او له ۴۵۰۰ نفوس څخه یې په یوه شپه کې تر دویمې برخې زیات و سوځول. د دویمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته، کله چې د الجزایر خلکو د اشغالګرو پر وړاندې بغاوت وکړ، فرانسې له ۴۵۰۰۰ کسانو زیات ووژل او ۴۴ کلي یې بمبار کړل. په ۱۹۵۵م کال کې، فرانسویانو ۱۵۰۰ الجزایریان په یوه لوبغالي کې راټول کړل، بیا یې ووژل او په ډله یيزو کندو کې یې ښخ کړل. همدارنګه په ۱۹۵۷م کال کې یې د مقاومت مشران ژوندي په غوړو کې جوش او جسدونه یې ویلې کړل؛ مسجدونه یې شهیدان کړل، قرانونه یې وسوځول او لمونځ کوونکي یې ووژل. نو وحشي څوک دی!؟

۴. په ۱۸۹۹م کال کې، د مالي په یوه ښار کې، یوه فرانسوي قوماندان ټولې میندې او شیدې رودونکي ماشومان راټول کړل او امر یې وکړ چې د نیزو په واسطه یې ووژني. وروسته د فرانسې پوځ د خلکو شتمنۍ، څاروي او اسونه چور کړل. نو وحشي څوک دی!؟

۵. مسلمانان، په ځانګړي توګه د مراکش خلک، هېڅکله په کازابلانکا کې د فرانسې د ۱۹۰۷م کال جنایت نه هېروي؛ دغه ښار یې په بشپړه توګه ویجاړ کړ او دا پېښه په تاریخ کې د "کازابلانکا ټول وژنې" په نوم یاده شوه. نو وحشي څوک دی!؟

۶. د ۱۹۱۷م کال په نومبر کې، د فرانسې ځواکونو په چاد کې یو وحشیانه جنایت ترسره کړ. دوی علما او د هیواد پوهان د ګډ مدیریت د توافق لپاره یوې غونډې ته راوبلل. د چاد علماوو او مشرانو د دوی بلنه ومنله، خو فرانسوي ځواکونو په ډېر بد ډول خیانت وکړ، په ساطورونو یې پرې برید وکړ او د چاد شاوخوا ۴۰۰ تنه غوره علما یې ووژل؛ نو وحشي څوک دی!؟

۷. فرانسې په سوریه کې د اشغال پر مهال (۱۹۲۰-۱۹۴۶) ډېر جنایتونه ترسره کړي. دوی کوڅې او کورونه پر خلکو ونړول، د انقلابیونو سرونه یې پرې کړل او هغوی یې اعدام کړل، پر ښځو یې تېری وکړ او خلک یې له کلیو او ښارونو څخه وشړل. نو وحشي څوک دی!؟

۸. په ۱۹۴۷م کال کې، فرانسوي ځواکونو په ماداګاسکار کې د بې ګناه خلکو پر وړاندې ټولوژنه ترسره کړه؛ نو وحشي څوک دی!؟

۹. همدارنګه، باید د فرانسې جنایتونه په بروندي، بوسنیا، هرزګوینا کې او په سویلي امریکا کې د ګویانا هیواد د خپلو مخالفینو د تبعید ځای او د شکنجو د مرکز په توګه بدلون نه هېروو او ډېر نور شنیع جرمونه چې شمېر یې ستونزمن دی. نو وحشي څوک دی!؟

۱۰. فرانسه یوازینی هېواد دی چې په پلازمینه کې یې داسې څه شته چې "د انسان موزیم" نومیږي؛ په دغه موزیم کې د ۱۸۰۰۰ مسلمانو انقلابيونو پرې شوې کوپړۍ ساتل کېږي. نو وحشي څوک دی!؟

دا ده د فرانسويانو اصلي او بدرنګه څېره او د دوی تور تاریخ. سره له دې، همدا فرانسویان چې خپل تمدن یې د بې‌ګناه انسانانو پر اجسادو او د سپین‌ږیرو، ماشومانو او ښځو د سر په کوپړیو جوړ کړی او د ملتونو شتمني یې لوټلې، لا هم د هغوی له سرچينو ګټه اخلي، اسلامي هېوادونو ته راځي او د دغو سیمو پر مدافعینو او مجاهدینو د «وحشت» تور پورې کوي. په الله سبحانه وتعالی قسم چې دا تر ټولو لویه سپین سترګي ده!

د حیرانتیا خبره دا ده چې د اسلامي خاورو هېڅ یو واکمن مکرون "رومي سپی" یاد نه کړ؛ لکه څنګه چې هارون الرشید د نیکفور لپاره دغه لقب وکاراوه. هغه ان یوه کلمه هم په ځواب کې ونه ویل، بلکې تسلیم شو او اسلامي دولت ته یې جزیه ورکړه. موږ ماکرون ته زیری ورکوو چې داسې یو خلیفه په راتلو دی چې دغه لقب به ورکړي او په هغه وخت کې به فرانسه د مسلمانانو او انسانیت پر وړاندې د خپلو جنایتونو بیه پرې کړي او د الله سبحانه وتعالی په اراده به یو ځل بیا په ذلت سره اسلامي خلافت دولت ته جزیه ورکړي! ښایي راتلونکی خلیفه په هغه موزیم کې د مسلمانانو د کوپړیو پر ځای د مکرون او نتانیاهو کوپړۍ کېږدي.

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۲۰۲۴م کال، نومبر

۱۴۴۶ هـ.ق کال، د ربيع الآخر ۲۹مه

ژباړن: اسرار تکل

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې