پنجشنبه, ۳۰ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۰۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

بندول او مخنیوی د ډیموکراسۍ دروغ برملا کوي

  • خپور شوی په تونس

(ژباړه)

د فېسبوک ادارې د حزب التحریر-ولایه تونس پاڼې په بندولو سره یو ځل بیا خپل ظلم وښود. دوی د هغه نړیوال کمپاین یوه برخه بنده کړه، چې د خلافت د بیا تاسیس له لارې د اسلامي ژوند راتلو ته کار کوي او تر څنګ یې د غرب استعماري پلانونه بربنډوي او د حساب غوښتنه یې کوي.

دا ډول کړنې د دوی هغه ناسمې ادعاوې بربنډوي، چې وايي موږ د بیان ازادۍ ته احترام لرو او ډیموکراتیکه ایډیالوژي د بشریت لپاره تر ټولو غوره ایډیالوژي ده؛ په داسې حال کې چې د غڼې تر تار کمزورې ده. د حزب التحریر-ولایه تونس پاڼې پر وړاندې د فېسبوک ادارې کړنې د دې ښکارندویي کوي، چې د حزب التحریر لخوا حق ته بلنه تر هغو ټولو فزیکي او ټکنالوژيکي پرمختګونو پیاوړې ده، چې دوی یې ادعا کوي.

﴿بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌج وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ

 [الانبیا: ۱۸]

ژباړه: خو موږ پر باطل باندې د حق ګوزار کوو، چې د هغه سر مات شي او له منځه لاړ شي. تاسو بیا د هغو خبرو له امله تباه یئ، چې جوړوئ یې.

او دا د دې ښکارندویي کوي، چې ډیموکراسي یوه دروغجنه ایډیالوژي ده او نشي کولی چې په خپله دیکتاتورۍ سره د حق پر وړاندې ودرېږي.

پر دې سربېره دا د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د غرب د ژورې کرکې او جګړې ښکارندویي کوي؛ چې د هغوی لاسپوڅي یې د اسلام او حزب التحریر (هغه حزب چې خپلو خلکو ته حق بربنډوي) پر وړاندې په اسلامي هېوادونو کې پر مخ بیایي.

موږ مسلمانان باید په دې خوښ شو، چې د حق لارې دوام ته ژمن یو او هېڅ شی به زموږ مخه ډپ نه کړي، نه د دوکه کوونکو دوکه او نه هم د کرکه کوونکو کرکه. د هغوی زیان او تعصب مو لا نور هم ویښوي او په چټکۍ سره مو د دغه فاسد نظام بدلون ته هڅوي، چې پر ځای یې د نبوت پر تګلاره د اسلامي نظام په تاسیس سره اسلام پلی کړو. الله سبحانه و تعالی فرمایلي:

﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ

[التوبه: ۳۲-۳۳]

ژباړه: دا خلک غواړي چې د الله رڼا په خپلو پوکیو سره مړه کړي؛ خو الله به خامخا خپله رڼا بشپړوي، که کافران هرڅومره وځورېږي. هماغه الله دی، چې خپل پیغمبر یې له لارښوونې او حق دین سره رالېږلی؛ څو هغه پر ټولو دینونو برلاسی کړي، که مشرکان هر څومره ځورېږي.

د حزب التحریر-ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د جمعې خطبه "حج، الله سبحانه وتعالی ته تعظیم او له شطیان څخه مخ اړونده ده!"

د شیخ یو سف مخارزه (ابوهمام) له لوري د جمعې د خطبې یوه برخه

د (فلسطین) مبارکه ځمکه

جمعه، ۱۴۴۰، د ذوالحجې ۰۸مه/ د ۲۰۱۹، د اګېسټ ۰۹ مه

د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک ته سر ورښکاره کړئ

د مطلب ادامه...

د امت منبر: د ځنګل له کمپ څخه یو پلاوی د نیولو شوو کسانو د کورنیو سره د لیدو لپاره ځي

د ځنګل له کمپ څخه یو پلاوی، د تحریر الشام له لوري، د نیولو شوو کسانو د کورنیو سره د لیدو لپاره ځي

چهارشنبه، ۱۴۴۰، د ذوالحجې ۱۳ مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۱۴ مه

د مطلب ادامه...

د الاقصی جومات: د جمعې درس " د حج اکبر ورځ، د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پیغمبر له لوري له هغو مشریکانو څخه د کرکې د اعلان ورځ ده، چې پیمان ورسره بسته شوی

د الاقصی له مبارک جومات څخه، د ماښام له لمانځه وروسته د جمعې درس

وړاندې کوونکی: شیخ نضال صیام (ابو ابراهیم)

بیت المقدس- د (فلسطین) مبارکه ځمکه

جمعه، ۱۴۴۰، د ذوالحجې ۱۵ مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۱۶ مه

د مطلب ادامه...

د امت منبر: د نیولو په اړه، د ځنګ له کمپونو څخه، د ابور اکش ورور ځانګړې وینا

د زکریا ضلع (ابواحمد) او احمد معاز (ابوعلي) وروڼو د نیولو په اړه، د غاب له کمپونو څخه، د ابور اکش ورور ځانګړې وینا

پنجشنبه، ۱۴۴۰، د ذوالحجې ۱۴ مه/ ۲۰۱۹، د اګېست ۱۵مه

د مطلب ادامه...

[د امت د چارو ځپرونې]

"کشمیر او فلسطین تن او وجود دي!"

د پروګرام مېلمه: استاد حسن حمدان (ابوالبراء)

د پروګرام چلوونکی: استاد هیثم الناصر (ابوعمر)

شنبه، ۱۴۴۰، د ذوالحجې ۱۶مه/ ۲۰۱۹، د اګېسټ ۱۷ مه

د لازیات معلومات لپاره لاندې لېنک ته سر ورښکاره کړئ

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې