سه شنبه, ۲۸ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

عمران خان د هند پر وړاندې مقاومت ته د «ترهګرۍ» په ویلو، مودي ته د ټاکنو ډالۍ ورکوي

  • خپور شوی په پاکستان

د ۲۰۱۹م کال د فبروري په ۱۹مه د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان یوه ویډیو خپره کړه چې محتاطانه خبرې یې پکې کړې وې. د عمران خان د خبرو دغه ویډیو د فروري په ۱۴مه د پالواما له برید وروسته د هند او پاکستان تر منځ د شخړو په زیاتېدو سره خپره شوه.  د پالواما په برید کې د اشغال شوي کشمیر یوه زړور ځوان څلوېښت اشغالګر هندي سرتېري دوزخ ته ولېږل. دغه با زړور برید د لږ مسلح خو با انګېزه ملکيانو پر وړاندې د هندي اشغال ماته وښوده. پر دې سربېره، دغه زړور برید د ۲۰۱۶م کال په جولای کې د خدای بښلي ځوان قمندان، برهان واني تر شهادت وروسته د هندي ترهګرۍ پر وړاندې د کشمیر د ځوانانو تر ټولو لوی برید و. دا عمل د هغو کشمیري ځوانانو د مبارزې بېلګه ده چې لا یې خپل مړي د پاکستان تر بیرغ لاندې خاوره کې ښخوي او په بې له کومې وېرې وایي چې «کشمیر به د پاکستان وي» (کشمیر بنیګا پاکستان!).

د دې پر ځای چې د هندي پوځیانو د پښو په ښورولو سره دوی ترې مخکې شوي وای، عمران خان دفاعیه خبرې کوي او د هند په نیږدې ټاکنو کې د مودي بریا تثبیتوي. د دې پر ځای چې د هند دا اووه پېړۍ اشغال او ترهګري وغندي، عمران خان د دې په ویلو سره چې « موږ غواړو په سیمه کې ترهګري ختمه شي» د دوی پوځي شتون قانوني بولي. عمران خان د دې پر ځای چې د اشغال شوي کشمیر د مسلمانانو د منظم مسلح کولو خبره وکړي، وایي: «دا موضوع یوازې په خبرو حل کېږي». عمران خان ددې پر ځای چې په خپله دروازه کې د هغوی په اصطلاح، خیالي دفاع یې وغندي، له هغوی سره نرمې خبرې کوي او د دې پر ځای چې پاکستانی پوځ د کشمیر مظلومو مسلمانانو ملاتړ ته تیار کړي، عمران خان تر ده مخکې امریکایي غلامانو غوندې د خیانت لار نیسي  او مخکې له دې چې په سیمه کې د هند جنایتونه نور هم زیات شي، مخه یې نه نیسي.

اې د پاکستان د پوځ زمریانو! د پالواما برید د کشمیر د مبارزو ځوانانو لخوا د دوی د ازادۍ لپاره تاسو ته د واحدې جګړې لپاره تر چغې کم نه و. تاسو تړلي زمریان یئ، جرات وکړئ، ستاسو د هر یوه تن برید د نړۍ په هر قوم باندې د مسلمان امت زور ښیي. عمران هم د مشرف، زرداري او نواز غوندې له سرو کرښو تېر شو، یو قدم مخکې تګ ته یې مه پرېږدئ. نو دا ډارن او بې جراته حکام بس دي، چې د مسلمانانو پر احساساتو لوبې کوي او په مکارۍ د دښمنانو د هیلو لپاره کار کوي. د خیانت او خاینانو مخ ورک کړئ، د نبوت پر منهج ژر تر ژره خلافت بیا تاسیسولو لپاره نصرت ورکړئ. که تاسو زمریان له دې بند نه د اسلامي ځمکو د ازادولو لپاره ځانونه خلاص کړئ، د مومنانو دعا به واخلئ او الله سبحانه و تعالی به ډېر درباندې مهربان شي، وبه مو بښي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ)

[ توبه: ۱۲۳]

ژباړه: اې مومنانو! د حق له هغو منکرانو سره وجنګېږئ چې تاسې ته نژدې دي او باید هغوی په تاسو کې کلکوالی (زیږوالی) ومومي؛ او پوهېږئ چې الله د پرهېزګارانو ملګری دی.

حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په تاجکستان کې د اسلامي ویښتیا بله بېلګه

(ژباړه)

خبر:

د تاجکستان د سرشمېرنې دفتر د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې د دغه هېواد پر ډېری زېږېدلو ماشومانو باندې اسلامي نومونه اېښودل شوي. تېر کال هم؛ ادریس، عمران، محمد، ابوبکر، عمر، عبدالله او یوسف نومونه تر نورو ډېر اېښودل شوي وو. همداراز په دغه کال کې د نجونو تر ټولو محبوب نومونه عربي او عبراني وو؛ لکه: مریم، آمنه، عایشه، آسیه، حنیفه، فاطمه او حبیبه. دغه خبر د ۲۰۱۹م کال د فبروري په ۱۲مه په «آسیا پلس» معلوماتي آژانس کې خپور شوی. 

یاد اژانس همداراز له تاجیکي لیکوال او فیلسوف، منصور سروش سره مرکه کړې چې نوموړی پکې د دغو ټولو نومونو اساس او ریښه عربي بولي او وایي چې دغه نومونه له اسلام سره نېغه اړیکه لري. منصور سروش وایي: «تر ۹۰مې لسیزې پورې د تاجکستان خلکو خوښوله چې پر خپلو ماشومانو فارسي نومونه کېږدي او له فردوسي شهنامې نه یې ورته وټاکي. سیاووش، سهراب، رستم، فریدون، تهمینه، جمشید، خورشید، هوشنګ، کوروش، لیلي، شیرین... دا د خلکو د خوښې نومونه وو؛ خو اوس دا غوره ګڼي چې پر خپلو ماشومانو اسلامي او عربي نومونه کېږدي او دا خبره ښيي چې په تاجکستان کې د دیني متونو په لوست او لیک کې د پام وړ تحول راغلی.»

تبصره:

ښکاره ده چې په تاجکستان کې ننۍ اسلامي ويښتیا پر موږ د پاک خدای فضل دی، دا خبره له هغو نومونو نه ډېره واضح کېږي چې د دغې سیمې خلک یې خپلو ماشومانو ته غوره کوي. د یادونې وړ ده چې اسلام او اسلامي نومونو ته رجوع په داسې حال کې ډېره شوې چې د دغه هیواد ظالم او دیکتاتو حاکم، امام علي رحمان له اسلام سره د مبارزې او مسلمانانو د ځپلو لپاره خپله ډېره هڅه کوي.

تر ټولو مهمه دا چې رحمان په دې وروستیو کلونو کې د اسلامي ژوند د مظاهرو پر وړاندې د وحشت او ظلم سیاست په مخ کې نیولی؛ پر حجاب او ږیره جریمه وضع کول، تر څلوېښت کلنۍ مخکې حج ته نه پرېښودل، د تاجکستان له پولو بهر د اسلامي زده کړو پر کولو بندیز، په هېواد کې د ننه د ټولو دیني مدرسو او زرګونو جوماتونو تړل یې لویې بېلګې دي. د ده مخلص خدمتګاران هم په دغو وحشتونو او جنایاتو کې ورسره شریک دي او پرله پسې دیني شخصیتونه ځوروي او سپکاوی یې کوي؛ همدا اوس سلګونه تنه دیني عالمان د تاجکستان په زندانونو کې په اوږدو حبسونو محکوم دي. په ورته وخت کې یې د جوماتونو رسمي امامان داسې ذلیل کړي چې باید توهین امېزه کارونه وکړي؛ کله فشار پرې راشي چې د تیاتر په پروګرامونو کې ګډون وکړي؛ کله اړ ایستل کېږي چې د موسیقۍ د محافلو ټکټونه وپلوري او ان یوه امام د لیلین د مجسمې جوړولو لپاره د پیسو راټولولو مسولیت درلود!

پر دې سربېره، امام علي رحمان ډېره هڅه کړې چې خلک له اسلامي نومونو منع او له اسلام مخکې او د زردشتي کلتور نومونه دود کړي! همداراز، په ۲۰۱۶م کال کې د نفوس د ثبت د ادارو ډېری کارکوونکو په پېژندپاڼه کې د محمد، ابوبکر، یاسین او نورو اسلامي نومونه نه لیکل او په بدل کې یې د ماشومانو له پلرونو غوښتل چې د خپل ماشوم لپاره د «د محلي نومونو کټالوک» کتاب څخه نوم وټاکي، په دغه کتاب کې غوڅ اکثریت نومونه له اسلام مخکې دورو دي؛ خو د دغه اقدام پر وړاندې د تاجکستان د خلکو د راولاړۍ له امله تاجکستاني چارواکي تر اوسه د دغه قانون پر تصویب نه دي بریالي شوي.

په تاجکستان کې د رحمان د خوښې خلاف، اسلامي نومونه ټاکل ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي. وینو چې په تاجکستان کې د رحمان د سیکولر نظام د ورځ په ورځ زیاتېدونکو ظلمونو او فشارونو سربېره، په دغه هېواد کې اسلامي ویښتیا او اسلام ته رجوع د خلکو د ژوند په ټولو برخو کې ښکاري. الله سبحانه و تعالی څومره ښه فرمایي: 

﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلَّا أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾

[توبه: ٣٢]

ژباړه: دا خلک غواړي چې د الله رڼا په خپلو پوکیو مړه کړي. خو الله سبحانه وتعالی به خپل نور بشپړ کړي، که کافرانو ته دا هر څومره ناکاره وبرېښي هم.

لیکوال: محمد منصور

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

د مطلب ادامه...

د ایغور مسلمانان او د ملحدو چینایانو په واسطه د هغوی د هویت له منځه وړل

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

خبر:

په یوه څېړنه کې چې اتلانتیک مجلې خپره کړه، راغلي: «چین نېږدې یو میلیون مسلمانان د سینګیانګ په سیمه (ختیځ ترکستان) کې په بندخونو کې بندیان کړي دي.» دغې څېړنې د ملګرو ملتونو له کارپوهانو څخه په نقل سره ویلي: «د یادو اډو جوړلو موخه له اسلام څخه د ایغور مسلمانانو لاس اخیستلو لپاره د هغوی د مغزونو مینځلو عملیات تر سره کول دي» ښکاره ده چې چین له اسلام سره تر ټولو کلک دښمن هېواد دی. همدانګه د اینتلیجنس مجلې هغه اعلان هم خپور کړی چې چین ویلي: «اسلام هغه ناروغي او تګلاره ده چې له یوه څخه بل ته لېږدول کېږي او مخنیوی یې له هرې شونې لار، که هغه ځورول او شکنجه هم وي، اړین دی.»

تبصره:

دغه ټول ځورول او شکنجه په ختیځ ترکستان کې زموږ له مسلمانو وروڼو سره تر سره کېږي او هېڅوک د هغوی د خوشي کېدو لپاره حرکت نه کوي. حتا موږ د داسې وړې غندنې شاهدان هم نه یو چې د مسلمانانو حکامو دې دغه عمل غندلی وي. زموږ ایغوري مسلمانان اوسمهال بې وزله او بې کسه دي او پر امت او د مسلمانانو پر حکامو واجبه ده چې له هغوی سره مرسته وکړي. ایا الله سبحانه وتعالی نه دي فرمایلي:

‏﴿وَمَا لَكُم لَا تُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلمُستَضعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلوِلدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخرِجنَا مِن هَٰذِهِ ٱلقَريَةِ ٱلظَّالِمِ أَهلُهَا وَٱجعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا وَٱجعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا﴾

[نساء: ۷۵]

ژباړه: ولې باید د الله سبحانه وتعالی او هغو مسلمانو نارینه، ښځینه او ماشومانو د ژغورنې لپاره جګړه ونه کړئ چې نارې وهي او وایي: اې الله سبحانه وتعالی! موږ له دغه ښار او کلي څخه وباسه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي او پر موږ ظلم روان بولي او ستا له لوري  موږ ته داسې ټول چاری (سرپرست) او ملاتړی راولېږه چې له موږ سره مرسته وکړي او له ظالمانو مو وژغوري.

ختیځ ترکستان په تېر وخت کې د اسلامي دولت یوه برخه وه او چین هېڅ وخت له خپلې خاورې سره د دغې سیمې د یو ځای کېدو جرات نه و کړی، خو له هغه وروسته چې اسلامي خلافت سقوط شو او اسلامي خاورې وپاشل شوې؛ ولې د مسلمانانو حکام، چې دنده یې له دغو مسلمانانو سره مرسته ده، ځینې یې بیاهم پر دغو ټولو سترګې پټوي او چین ته ځي، ترڅو له هغوی سره ملګري تر لاسه کړي. لکه د سوډان ولسمشر عمر البشیر په دې موخه چې د چین او افریقا د مرستو په ناسته کې ګډون وکړي، خپل ځان په بیړه چین ته ورساوه.

د خبرونو په متن کې ویل شوي چې د سوډان ولسمشر البشیر به د چین له ولسمشر سره وویني، نه له دې امله چې په چین کې د ځورېدلو مسلمانانو په اړه له نوموړي سره خبرې وکړي، بلکې د هغو دوه اړخیزو مرستو په اړه چې چین ته د البشیر په وروستۍ لیدنه کې د ستراتیژيک ګډون هوکړې په چوکاټ کې لاسلیک شوې. د مسلمانانو حکام څومره ناوړه کارونه تر سره کوي. د نبوت پر تګلاره د خلافت له دولت پرته هېڅوک په ختیځ ترکستان کې زموږ له کمزورو او ځورېدلو وروڼو سره مرسته نه شي کولی، چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته به په نېږدې راتلونکي کې تاسیس شي او په هغه ورځ به مومنان د الله سبحانه وتعالی پر مرستې خوشحاله شي.   

لیکوال: ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریر ـ ولایه سوډان رسمي ویاند

ژباړن: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د چین د وحشیانو تر سیوري لاندې د ختیځ ترکستان کړکېچ

(ژباړه)

هېڅ داسې ظلم او انساني جنایت نه دی پاتې، چې د چین ملحد دولت به پر ایغور مسلمانانو نه وي کړی. په ۱۱۷۴هـ.ق یا ۱۷۶۰م کال کې د چین په واسطه د ختیځ ترکستان له اشغاله، ددې خاورې له یو مېلیون ډېر مسلمانان په ډېر وحشایانه ډول وژل شوي دي. ان چین چې اوس په نړیوال موقف کې له امریکا سره سیالي او د نوي او پرمختللي دولت ادعا کوي، اوسنی حکومت یې له خپلو جنایتکارو نیکونو سره، چې له یوه مېلیون ډېر مسلمانان یې په وحشیانه توګه وژلي، هېڅ توپیر نه لري؛ بلکې د چین اوسنی حکومت پر وژلو سربېره، مسلمانان په خپل دین کې په فتنه کې اچوي.

په تېرو لسیزو په ځانګړي ډول په دغو وروستیو کلونو کې د چین دولت د الله سبحانه وتعالی له دین سره په جګړه، پر مسلمانانو په تېري او د مسلمانانو د حقونو په تر پښو لاندې کولو او له ښېګڼو یې په انکار، له ټولو سرو کرښو تېر شوی او د چین په ځانګړي ډول د ختیځ ترکستان د مسلمانانو په حق کې یې ډېر ظلم کړی دی. تر ټولو بد هغه قوانین دي، چې ددغو مسلمانانو پر وړاندې یې ظلم ته قانوني مشروعیت ورکوي:

۱ـ د روژې په مبارکه میاشت کې د فرضي روژې پر نیولو  بندیز.

۲ـ په ختیځ ترکستان کې د سړیو پر  ږیره او د ښځو پر حجاب بندیز.

۳ـ په نویو ماشومانو د هغو نومونو د اېښودلو بندیز، چې د مسلمانانو له دین او عقیدې سره اړوند وي لکه: د پيغمبر صلی الله علیه وسلم او حماسي نومونه چې د جهاد او مجاهد معنا ورکوي. ‍

۴ـ د هغو کسانو بندي کول، چې خپل زامن د اسلامي شعایرو لکه: لمونځ، روژې او اخلاقو زدکړې ته هڅوي.

۵ـ دکورنیو پر مشرانو دولتي ښوونځیو ته د خپلو زامنو لېږل او د کورنیو د تنظیمولو د سیاستونو زده کول، چې د مسلمانانو د ورک کولو په موخه په پام کې نیول شوي دي، لازمي دی.

۶ـ د دین پر اساس د ودونو پر کولو بندیز.

۷ـ د ختیځ ترکستان اوسېدونکي د دولتي چارواکو له خبر پرته د سفر او تګ راتګ د محدودولو لپاره، دولت ته د خپل پاسپورټ په سپارلو مکلف دي.

۸ـ د مسلمانانو له هغو کارونو د خبرېدو په موخه د مسلمانانو په کورنو کې د جاسوسانو ګمارل چې دوی یې له اسلامي ژوند سره په تړاو په خپلو کورنو کې ترسره کوي. ددې لپاره چې دولت وکولی شي د مسلمانانو له کړنو څخه خبر شي او له هغو سره سم اقدامات ترسره کړي. د چین د دولت له لوري نور نقض شوي موارد دا دي، چې چین د مسلمان اوسېدونکو پر وړاندې په عام توګه او د ختیځ ترکستان د مسلمانانو پر وړاندې په خاصه توګه اقدامات کوي.

هغه مسلمانان چې نن یې پر وړاندې جنګېږي، د اسلامي پيغام او غوره تمدن خاوندان دي. شخصیتونه یې داسې صیقل شوي چې د امانتدارۍ، رښتینولۍ، پاکۍ او د رحمت غوره شخصیتونه دي.له مسلمانانو سره د چین د دولت په ادعا چې شورشیان او اوباش یې بولي جګړه نه کېږي؛ بلکې ددې لپاره له مسلمانانو سره جګړه کوي چې دوی د غوره امت غوره انسانان دي او د بشر د لارښونې لپاره ټاکل شوي او حالت یې د لوط علیه سلام د قوم غوندې دی چې داسې به یې ویل:

﴿أَخْرِجُوهُمْ مِنْ قَرْيَتِكُمْ إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ﴾

[اعراف: 28]

ژباړه: دوی له خپل ښار او کلي وباسئ، دوی داسې خلک دي چې پاکلمني غواړي(له موږ سره همغږي نه دي)

چینایان له مسلمانانو سره پر دین، صداقت او لویۍ باندې کینه کوي. پر مسلمانانو د چین د ملحد دولت زورواکي د دوی  په ادعا چې ترورېست دي نه ده؛ بلکې دوی چې پر شکنجه او عذاب باور لري دا زورګویي د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې له صلیبي یرغل پرته بل څه نه دي، هغه یرغل چې د زورواکۍ راس(امریکا) یې رهبري کوي.

پر دې سربېره چې د ختیځ ترکستان مسلمانان ترکي اصلیت لري، د اسلام او  مسلمانانو په تړاو د ترکیې د حکامو ظلم او نفرت د چین تر حکامو کم نه دي. د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جګړه کې د ترکیې حکامو له امریکا سره لاس یو کړی دی. که د ترکیې حکامو له اسلام سره کومه وفاداري او دوستي لرلی او ان که د نژاد پرستي یو ارزښت هم پکې وی، د ترکیې خلکو او اردو  به د ختیځ ترکستان د مسلمانانو فریادونو ته د ځواب توان درلودلی. د ترکیې خلک او اردو یې چین، اسلام او مسلمانانو ته په احترام او ان جزیې ورکولو ته اړ کولی شي، هماغه شان چې پخوانیو یې داسې کړي وو.

همدارنګه د چین له پولو سره هستوي کاونډی دولت پاکستان، د ترکستان د مسلمانانو وضعیت یوه داخلي چاره بولي، د پاکستان اوسنی ولسمشر ووایي چې د پاکستان حکام پر هغه څه چې د چین ظالم حکام یې ترسره کوي، باور لري او د خپلو وروڼو او کاونډیانو د حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې یې د چین په جنایتونو غوږونه او سترګې پټې کړي دي. هو! د پاکستان دولت و چې کشمیر یې له هېڅ قېمت پرته په هغو کسانو وپلورلو، چې له چین څخه یې څو ځلې کم ځواک او کمزورې ارودو درلوده. داسې حکام څنګه چین له خپله ظلمه منعه کولی شي، په داسې حال کې چې دوی خپله د چین غوندې ظالمان دي.

د چین حکامو! پر مسلمانانو د مزدرو او ډارنو حکامو پر واقعیت مه غولېږئ او په خپله ګمراهې باندې ټنګار مه کوئ، ځکه د مېلیاردي امت واقعیت له خپلو حکامو سره توپير لري. په دغه امت کې تر اوسه خیر شته او په همدې دلیل د امریکا په مشرۍ د غربي کفارو ځواکونه په ټول سرعت د امت پر وړاندې جګړه پیل کړې ده او د مسلمانانو ټيټ پوړي چارواکي هم ورسره ملګري دي او تاسې هم د خپلې سیاسي ناپوهۍ او جهالت له مخې د هغه غوره امت پر وړاندې ودرېدئ، چې د خلکو د لارښونې لپاره ټاکل شوي دي. تاسو هغه زبر ځواک هېر کړی چې نه په اوږدمهال او نه په لنډ مهاله کې مو ګټې ګواښلې دي، په پوهۍ او ناپوهۍ سره د امریکا له موخو غافله شوي یاست، د هغه واقعي دوښمن له موخو چې په کمین کې درته ناست دی او شپه او ورځ چل او فریب درسره کوي، هغه دوښمن چې که هر وخت وغواړي، له خاورو سره مو خاورې کولی شي. خپلې جنګي بېړۍ په حرکت راولي او په اصطلاح د هغو پیسو په مقابل کې یې خپل غلامان ګرځولي یاست چې پرې د چاپ شوو مرکبونو ارزښت هم نه لري. ایا تاسې هماغه سیاسون یئ، چې ځان د صدارت او چوکۍ لایق ګڼئ. تاسې هغه کسان یې چې پر کمزور زورواکي او د مکارې کیدړې پر وړاندې ذلیلانه فرمان برداري کوئ یا شرم نه کوئ او له خپلې ګمراهۍ څخه نه اوړئ.

اې د چین حکامو! خبر اوسئ چې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت به د الله سبحانه وتعالی په خوښه ډېر ژر تاسیس شي چې درنه د څاڅکو څاڅکو توی کړیو وینو او هغو عزتونو چې تر پښو لاندې مو کړي، حساب اخلي. مخکې تر دې چې وخت له لاسه ورکړئ، له خپلو جنایتونو لاس واخلئ، ځکه خلافت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا د ځمکې پاچاهانو ته ویل:

«أسلموا تسلموا" فإن أبيتم فإنّ عليكم إثمكم وإثم من تبعكم من الغاوين»

ژباړه: اسلام راوړئ چې سالم پاتې شئ، که نه ستاسو او د هغو ګمراهانو مسئولیت مو پر غاړه دی، چې له تاسو پیروي کوي.

تاسو ته بل څه نه وایي. موږ مو د خپلو کارونو له پایلې خبروو. ستاسې له جنایتونه څخه یوازې یو جنایت بسنه کوي، چې د امت پر دین او عزت د تېری کوونکو پر وړاندې د اسلامي امت له خوا کورنۍ جګړه پیل شوې. تاسې باید د مسلمانانو له تاریخه درس واخلئ او په یاد ولرئ، چې زموږ خلیفه معتصم بالله د یوې ښځې د فریاد په خاطر چې رومیانو بندي کړې وه او د وامعتصما نارې یې وهلې، یو ښار فتحه کړ. خلیفه ولید بن عبدالملک د «دبیل» بحري غلو ته، چې د «داهر» پاچاهانو په خبر یې جنایت کاوه، خپل قومندان محمد بن قاسم ته یې د «سند» د فتحه کولو امر وکړ او په ۹۰هـ.ق کال کې دغه قومندان ۱۸ بېړۍ له غنیمتونو، لامبووهونکو(دریانوردان)، مسلمانو ښځو او سورلۍ سره وژغورلې. زموږ قومندان قتیبه بن مسلم باهلي مو هېرکړی، څوک چې تاسو اړ کړ څو خپل قسم پوره کړي او پادشاهان مو وټاکي او پرخاوره مو قدم کېښود او تاسو ذلیلانه جزیه ورکوله.

له الرایه جریدې اخیستل شوې

لیکوال: بلال المهاجر

ژباړن: زمری دوست

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې