دوشنبه, ۲۷ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

له اسلام او مسلمانانو سره پر دښمنۍ د امریکا ټینګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ۲۰۱۹ میلادی کال د جنوري پر درېیمه په برازیل کې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د لیدنې په دوام کې وویل: «له شک پرته ولسمشر ټرامپ به د سوریې په اړه له اسراییلو سره په مرستو کې کوم بدلون رانه ولي او زموږ ژمنه به د مخکني هوډ په څېر له اسراییلو څخه د ملاتړ او ساتنې لپاره دوام وکړي.» همداراز نوموړي ټینګار وکړ: «د اسراییلو د حقونو او امن ساتنې لپاره د امریکا ژمنه له امریکا څخه د اسراییلو په واسطه پر دفاع پورې مشروطه نه ده.»

په همدې بڼه امریکا له اسلام او مسلمانانو سره پر خپلې دښمنۍ ټینګار کوي او د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې تلپاتې سیالي اعلانوي. د دې تر څنګ امریکا په هره پېښه کې د فلسطین له غصب کوونکي رژیم سره د ساتنې، ملاتړ او وسلوال کېدو په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کوي. امریکا اسلامي خاورې له دغه ررژیم څخه د ساتنې لپاره ټاکلې دي، د بېلګې په توګه لکه مصر، ترکیې او اردون له دغه رژیم سره خپلې رسمي ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي. ځینې نور اسلامي هېوادونه بیا له دغه رژیم سره رسمي اړیکې نه لري، خو په بله بڼه یې له دغه هېواد سره اړیکې نیولې دي. څنګه چې دغه واقعیت له خلیجي هېوادونو څخه د یهودیانو له وروستیو لیدنو څخه معلومېږي. همداراز د امریکا ولسمشر ټرامپ د ۲۰۱۸ م کال د نومبر پر ۲۲مه وویل: «په رښتیا که سعودي عربستان نه وی، اسراییل به له منځه تللي وو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له فرانسوۍ مجلې «لي پوینټ» سره د ۲۰۱۸ م کال د ډیسمبر پر ۲۴مه په خبرو کې وویل: «په ایران کې هېڅ چارواکي دا نه دي ویلي چې ایران به اسراییل له منځه یوسي. داسې کس ماته وښيي چې دا خبره یې کړې وي، هېچا دا خبره نه ده کړې.» دا یو حقیقت دی چې ایران هم د مسلمانانو پر ضد دی، هغه داسې چې له مبارزه کوونکو مسلمانانو سره د سوریې د نظام د نسکورېدو لپاره، چې د یهودو دولت یې ملاتړ کوي، جګړه پیل کړه او د دغه ظالم نظام د نسکورېدو او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس خنډ شو، چې د فلسطین د غصب کوونکي رژیم له منځه وړونکی دی.

ذبیح الله رضوان

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

په بنګله دېش کې د «په نامه ملي ډموکراتیکو ټاکنو» فریب خلکو ته روښانه شوی او دا د ظالم رژیم د بدلون ګټوره لار نه ده

(ژباړه)

خبر:

د 2018م د دسمبر په 30مه د شیخ حسینې د پرله پسې درېیم ځل ټاکلو د پرېکړې لپاره په بنګله دېش کې خلک د رایې اچونې صندقونو ته لاړل. د دغه ټاکنو په تاوتریخوالي کې لسګونه کسان ووژل شول. دا په داسې حال کې ده، چې د دې مخالفین ادعا کوي چې دا د همېش لپاره رهبري خپله بولي. ټاکنیز کمپاینونه د حسینې د لسګونو مخالفینو د نیولو او زنداني کولو په بدل کې  ـ چې مخالفین یې ان سلګونه زره یادوي ـ تر سره شول.

تبصره:

د یکشنبه په ورځ «د ملي رېشخند ټاکنو» نه یوازې په بنګله دېش کې سیاسي بحران ژور کړ؛ بلکې په نوي نسل کې یې د واقعي ازادۍ د تر لاسه کولو حس را ژوندی کړی دی. اوس په بنګله دېش کې خلک ښه پوه شوي چې دا ظالم رژیم د غربي تحمیلي ډموکراتیکې پروسې په وسیله له منځه نه ځي. خلک د غرب پلوه نظریو په وسیله تربیه شوي وو، چې د بدلون یوازینۍ هیله یې ډموکراسي ده، ځکه چې دوی ته په هرو پنځو کلونو کې د حاکم په ټاکلو سره مطلق قدرت ورکوي. یاده ادعا له دې چټلو ټاکنو سره بیا غلته ثابته شوه. ځګه خلک په عاجزۍ د غربي امپریالیستانو، خپلې سیمې قومندان، هند او وفاداره مزدور یې پر ډموکراتیک بنګله دېش د حسینې د برخلیک شاهدان وو. په داسې حال کې چې په ټولو ټاکنو کې بې سارې درغلي او د دولت په مرسته تاوتریخوالی هم پکې و. هند ډېر ژر خپل رضایت اعلان کړ، ویې ویل ټاکنې بیخي منظمې او په ارامه او صافه فضا کې تر سره شوې. (منبع: بي ډي نیوز 24 دات کام، 2018د دسمبر 30مه) اوس خلک په دې پوه شوي، څو چې د وسلوال پوځ مخلص افسران او هغه بانډونه چې د ښکیلاکګر غرب لخوا په بنګله دېش کې پر خپلو مزدورو حکامو  تپل شوي ازاد نه کړي، نو دا د حسینې د عادلانه او ډموکراسۍ تر اغېز لاندې حکومت به پای ته ونه رسیږي. دا هغه مزدور حاکمان دي چې یوازې د غربي ګټو لپاره پر موږ تپل شوي.

نو د ډموکراتیک نظام د بدلون او د هغې د ظالمې ولکې څخه د ژغورلو یوازینۍ لار، د اسلامي خلافت د ایجاد لپاره فکري او سیاسي کار دی. پر مخلصو پوځي افسرانو واجب ده، چې ژر تر ژره د حسینې د رژیم پر وړاندې راپورته شي او د منهج پر نبووت د اسلامي خلافت د ایجاد لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړي.

لیکوال: عمادالامین

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...

که تاسو په رښتیا سره له الله سبحانه و تعالی پرته له بل چا څخه اطاعت نه کولی، حالت به مو داسې نه وی! Featured

  • خپور شوی په سوډان

 (ژباړه)

عمر البشیر د سوډان ولسمشر وویل: (د الجزیرې په ادالحدید په میدان کې د خلکو راټولېدل هر خاین او غلام ته ځواب دی.) هغه زیاته کړه: (موږ خاین او استعمارګر ځواک ته غاړه نه اېږدو او هغوی زموږ د غاړه اېښودلو لپاره مبارزه کوي. موږ د خپل دین عزت، افتخاراتو ته ژمن یو او هغه په غنم، ډالر یا یورو نه پلورو.) هغه د سیدي په سیمه کې یوې غونډې ته وویل: (د صحابه وو په وخت کې به خلکو د ونو پاڼې خوړلې.)

موږ د سوډان ولایه حزب التحریر د اسلامي امت د میلیونونو عزتمنو خلکو پر وړاندې د ده خبرو ته حیران یو:

  • ایا د خلکو دا لویه ټولګه چې په پلازمېنه او بېلابېلو ښارونو کې له کورونو راوتلي دي، حکومت غواړي چې دوی په لوږه کې امتحان کړي او په دې توګه دوی د څو ساعته نور هم په خپلو لیکو کې د ډوډۍ، سون موادو او پیسو د لاسته راوړلو لپاره ودروي؟ ایا له دې ټولو سره بیا هم دوی خاینین او غلامان نه دي؟
  • اصلي خاین هغه څوک دی چې له الله سبحانه وتعالی، پیغمبر صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره یې خیانت کړی وي. د دولت خاینین هغه کسان دي چې پر هېواد یې ډېر کاله حکومت کړی او د بماانزل الله خلاف حکم یې کړی دی. هېواد یې د امریکا په امر په دوو برخو سوډان شرقي او شمالي تقسیم کړ او نورې سیمې یې په کوچنیو برخو وویشلې، څو د لوټمارو لپاره د یوې نړوالې ګټې وسیله وګرځي. خاین هغه دی چې د خپل بادار په امر خلک، حیوانات او د دوی حاصلات له منځه یوسي او تر دې لا بده یې دا چې د دوی حکومتي نظام کفري او استعماري دی او پایله یې یوازې د خلکو د ژوند له منځه وړل دي.
  • ·        ﴿وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾

[طه: 124]

ژباړه: او هر څوک چې زما له ذکر څخه مخ واړوي (د اسماني کتابونو له احکامو لرېوالی غوره کړي)، ژوند به یې تنګ، سخت او نیولی وي (نه به پر هغه شي قانع کېږي چې الله سبحانه تعالی یې نصیب ګرځولي او نه به الهي قضا او قدر ته تسلیم شي) او د قیامت په ورځ به یې ړوند را پاڅوو.

  • ·        چېرې دي ستاسو ویاړونه او عزت؟ کله چې تاسو امریکایانو ته سوالګري کوئ، څو ستاسو رول ومني او په دې توګه مو خپل استازي یو پر بل پسې سپینې ماڼۍ ته استوئ. خو له دې ټولو سره بیا هم امریکا له تاسو نه راضي کېږي او تاسو یو ځل بیا د خپل نظام د ساتلو لپاره له روسیې څخه په ډېرې بې عزتۍ د مرستې غوښتنه کوئ! ایا موږ الله سبحانه وتعال له یاده باسو؟ الله سبحانه وتعال به له تاسو څخه تر هغه راضي نشي، ترڅو چې خپل حکومت، سیاست، اقتصاد او د ژوند نظام مو د اسلام پر اساس برابر نه کړئ. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَنِ الْتَمَسَ رِضَا اللَّهِ بِسَخَطِ النَّاسِ كَفَاهُ اللَّهُ مُؤْنَةَ النَّاسِ، وَمَنِ الْتَمَسَ رِضَا النَّاسِ بِسَخَطِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَكَّلَهُ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ إِلَى النَّاسِ»

ژباړه: څوک چې د الله سبحانه وتعالی رضا د خلکو په غوضه کولو کې لټوي، د هغه لپاره الله سبحانه وتعالی کافي دی او هر هغه څوک چې د الله سبحانه وتعالی په پرتله د خلکو د رضایت په لټه کې وي، الله سبحانه وتعالی یې خلکو ته پرېږدي.

سربېره پر دې، چېرې دی هغه دی چې موږ به یې په غنم او ډالر ونه پلورو. دا رژیم یوه ورځ هم په بماانزل الله حکومت نه دی کړی. اسلام یوازې شعار نه دی، څو تاسو عادي مسلمانانو ته فرېب ورکړئ؛ بلکې په اسلام کې د حکومت نظام د نبوت پر منهج خلافت دی. په اسلام کې د حکومت نظام نه جمهوري دی، نه سلطنتي او نه هم کوم بل څه چې خلکو ته ژوند د جنت په څېر جوړ کړي؛ بلکې اسلامي نظام عدالت او الهي رحمت دی. نو، بشر له ځان پرته بل چاته فرېب نشي ورکولی. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلَّا أَنْفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُون﴾

[بقره: 9]

ژباړه: هغوی فکر کوي چې الله سبحانه وتعالی او مومنان تېرباسي؛ په داسې حال کې چې دوی نه پوهېږي او یوازې ځان غولوي.

حقیقت دا دی چې اصحاب رضی الله تعالی عنهم د ونو پاڼې خوړلې، خو بیا هم له یو بل سره برابر وو. د بېلګې په توګه: د غندق په غزا کې اصحاب رضی الله تعالی عنه په ګېډه پورې یوه ډبره تړلې وه، خو پیغمبر صلی الله علیه وسلم دوې ډبرې په ګېډه تړلې وې. پوښتنه دا ده چې ایا امت په دې بېړني حالت کې چې تاسو د پیسو د وجهي صندوق په اساس جوړ کړی، سره برابر دی؟ دا د سوالګرۍ دوام او دا ستاسو کاږه کېناستل او حکومت کول!!

په پای کې رژیم او د هغه ساتونکو ته وایو: د دغه امت په اړه له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ. هغه وخت چې تاسو دغه هېواد ته بدبختي راوستله او وروسته چې دوی د حقیقت موندلو لپاره له خپلو کورونو څخه را ووتل، ستاسو له اور او مرمیو سره مخ شول او ورپسې مو د غلام لقب هم ورکړ. زر ده چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته به د هغه سبحانه وتعالی بنده ګانو ته یو ځل بیا حقیقت راوګرځي، تر دې چې الهي عدالت پر ځمکه وغوړېږي او د نبوت پر منهج راشده خلافت به تاسیس شي. دا په داسې حال کې ده چې هغه ورځې او وخت را رسېدلی دی. په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې له ظالمو حکومتونو وروسته به د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس شي. راشئ او د خلافت د تاسیس لپاره سره یو ځای شئ.

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حزب التحریر-ولایه سوډان ویاند

د مطلب ادامه...

د مصر د دارالافتا افسانو ته په ځواب کې:

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾

ژباړه: ایا هغوی له تا څخه د جاهلیت حکم غواړي؟! او د یقین څښتن قوم لپاره له الله سبحانه وتعالی څخه پرته څوک غوره دی چې حکم کوي؟!

(ژباړه)

اسلام د اجتهاد پدیده په رسمیت پېژني، چې په هغه کې مجتهد هڅه کوي څو د فقې د عملي استنباط په شرعي سرچینو کې له مشرحو دلیلونو څحه ګټه اخیستل شوې وي او د موضوع پر واقعیت (مناط) تر سره کېږي. له شک پرته چې اجتهاد پر قطعي موضوعاتو نه، بلکې په ظني موضوعاتو تر سره کېږي او مجتهد په هغه صورت کې دوه ثوابونه تر لاسه کوي چې اجتهاد یې سم وي او د اجتهاد د تېروتنې په صورت کې یو ثواب تر لاسه کوي. اجتهاد په یو کس او یو حزب پورې محدود نه دی او د هغو ټولو کسانو لپاره شونی دی چې وړ یې وي. له همدې امله په د ۲۰۱۸ میلادي کال د ډیسمبر پر ۱۲مه د «نړیوالې فتوا» په لېست کې، چې د مصر د دارلافتا ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز په واسطه «په تروریستي سازمانونو کې د اقتصادي معاملو په اړه فتوا» په دغه راپور کې حیرانوونکي څیزونه خپاره شوي او په دارلافتاء ویبپاڼه کې خپاره شوي دي؛ (http://dar-alifta.org.eg/AR/Viewstatement.aspx?sec=media&ID=6205)

که دارالافتا‌ء یو مهم اجتهاد نقضوي او له مناط الحکم څخه د یو سم فهم پر بنسټ متفاوت قانون جوړوي، یا د فقهي دلیلونو له امله مهم نه وي، پر دې مسله بحث د منلو وړ و؛ په داسې  حال کې چې د مصر دارالافتاء د بیت کوین (انټرنېټي پیسو) له کارپوهانو او متخصیصنو سره یو ځای له ۹۰ ساعته پلټنې وروسته د حزب التحریر د امیر شیخ عطا بن خلیل ابو الرشته فتوا ته ورته فتوا ورکړه چې نوموړي له لوري دغه پیسې حرامې اعلان شوې وې؛ بیانو ولې پر حزب له دې امله نیوکه کوي چې د بیت کوین پیسې یې حرامې بللې دي: «هغه څیزونه چې حزب التحریر حرام کړي دي، بیت کوین یا انټرنېټي پیسې دي او د امیر د فتوا اړوند چې ویلي یې دي: «بیت کوین پیسې نه دي، په اسلامي شریعت کې دغه پیسې نه دي رواج او په څرګنده توګه مجهول معاملات دي، نو پېر او پلور ته یې اجازه نشته.» نو موږ نه پوهېږو چې دلته څه خبره ده او د مصر د دارالافتا موخه څه ده؟

 د «نړیوالې فتوا لېست» واقعیت ته په کتو او دا چې د دغې قضیې تر شاه څه دي، پلټنه کوو. دغه بنسټ د مصر د دارالافتا له ابزارو پرته بل څه نه دي، چې د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه د ذهنونو په منحرفولو او د مصر له جنایت کار رژیم څخه د دفاع لپاره کارول کېږي. دا هغه ځای دی چې پر خلکو حکومت کوي او د ډیموکراسۍ کندې ته یې غورځوي، چې له الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم او د انسانانو لپاره د الله سبحانه وتعالی له قانون سره په ټکر ده. امریکا دغه لوبه پیل کړې او د دغې پروسې تر چتر لاندې ټاکنو هرکلی کوي. دا په داسې حال کې ده کله چې د مصر خلکو د همدغو ټاکنو په واسطه ډاکتر مرسي د خپل حاکم په توکه وټاکه، امریکا د نوموړي واکمني ونه منله او هوډ یې ونیو چې خپل مزدور سیسي پر هغوی وروتپي، چې پر هغوی له ظلم ډک او بې عدالتۍ حکومت کوي.

د «نړیوالې فتوا لېست» له هغه نقاب پرته بل څه نه دی چې امریکا یې د خپل هېواد د موخې کنټرول لپاره تر شاه پټه ده.  

هو، سیسي پخپله په ځلونه ویلي چې د «الازهر» علما باید دیني انقلاب مخته بوځي، داسې انقلاب نه چې د امریکا له لاسوهنونو او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې (الاقصي) د ازادۍ په موخه وي، بلکې د «افراطي اسلام» پر وړاندې څرنګه چې دوی یې ادعا کوي.

﴿وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقاً يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ﴾

 [آل‌عمران: 78]

ژباړه: ځینې داسې ډلې دي چې د الله سبحانه وتعالی د کتاب په څېر یو څه وایي، تر څو تاسو پوه شئ چې څه وایي د الله سبحانه وتعالی له کتاب څخه دي، په داسې حال کې چې دا هر څه د الله سبحانه وتعالی له کتاب څخه نه دي او د الله سبحانه وتعالی له لوري نه دي راغلي. همدارنګه دوی پوهېږي چې پر الله سبحانه وتعالی پسې دروغ وایي.

د فتواء د لېست راپور په اړه: په همدغه ډول چې د نړیوالې فتوا په لېست کې ویل شوي، حزب د اوسنیو حکومتونو او د دغو حکومتونو اقتصادونو محکومیت په هغه تحلیل کې چې د حزب د امیر له لوري صادر شوی، ۱۰۰ سلنه تصویب کړی دی.

په دغه تحلیل کې په سوډان کې د پانګونې شرطونو په اړه د نوموړي نظر د پام وړ دی. په دغه تحلیل کې ویل شوي: «د ښکېلاګرو پانګوالي کمپینو موخه د بېکارۍ ستونزو حلول او کارکوونکو ته کار پیدا کول نه ده. د اقتصادي ستونزو حلول د اسلامي دولت تاسیس دی.» له همدې امله د امریکايي نوي فرعون په دین کې په اوسني فرعوني وخت کې پر لاسپوڅو دولتونو نیوکه او د اسلام پر بنسټ د دولت تاسیس یو شرم دی، په د اسې حال کې چې الهي بنسټ ته سپکاوی او ‎د قران په پلي کېدو کې د لاسوهنې لپاره هڅه د هغوی د عقیدې هغه ازادي ده چې د دین په واسطه یې واک ورکړل شوی دی. الله سبحانه وتعالی دې دوی له منځه یو سي، چې څرنګه لارورکي شوي دي! دغه امر له شک پرته په افغانستان او سوریه کې د تروریستي بریدونو په اړه جوړو شوو شمېرو هغه دروغ ښيي چې د امریکا د استخباراتو په واسطه چمتو شوې دي. په داسې حال کې چې د امریکایي جنایتونو په پایله کې په افغانستان، سوریه، عراق او د مصر په کنانه کې په سلګونه او زرګونه کسان وژل شوي دي. د دغو ټولو په اړه د «نړیوالې فتوا لېست» یا د هغوی په اړه څه نه دي اورېدلي، یا یې هر څه اورېدلي، خو د مبارکۍ ویلو په اړه یې شرمېدلي دي!

دا حیرانوونکې نه ده چې د فرعون کوډګرو (جادوګرانو) د امریکا د ګټو لپاره د الله سبحانه وتعالي د قانون پلي کېدو په موخه د نبوت پر تګلاره د خلافت دولت د تاسیس لپاره د حزب التحریر غږ نه دی پېژندلی. حیرانوونکې نه ده چې هغوی دغه غږ د امریکا د دین او هغې غلامۍ چې دوی پر خلکو او اسلام تپلې پر یېلوالي پوه شوي. دغه امت ته چې الله سبحانه وتعالی عزت ورکړی، غوره امت بلل شوی دی. ځکه په معرف باندې امر او له منکر څخه منع کوي. لومړی معروف د الله سبحانه وتعالی عبادت ته د خلکو رابلل او د الله سبحانه وتعالی اوامر او نواهي پر ځای کول دي او لومړی منکر د کفر (طاغوت) واکمنۍ ته تسلیمېدل دي، هغه که په هره بڼه وي.

﴿أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعاً وَكَرْهاً وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ﴾

[آل‌عمران: 83]

ژباړه: ایا د الله سبحانه وتعالی له دین پرته بل څه لټوئ؟ په داسې حال کې هر څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، د الله سبحانه وتعالی فرمان بردار دي او هغه ته بیرته ورګرځي.

په وروستیو کې د امریکا کوډګرو ته وایم چې الله سبحانه وتعالی ضرور خپله ژمنه رښتیا کوي:

﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾

                                                                                                  [صف: 8]                                     

ژباړه: هغوی غواړي چې پخپلو خولو سره د الله سبحانه وتعالی دین چوپ کړي، په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی دین ساتونکی دی، که هر څومره د کافرانو نه خوښېږي!

﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾

[نور: 33]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی هغه ذات دی چې پیغمبر یې په لارښوونه او حق دین راولېږه تر څو یې پر ټولو دینونو بریالی کړي، که څه هم د مشرکانو نه خوښېده.

ډاکتر عثمان بخاش

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

پوځي چارواکي دعوتګر نیسي

  • خپور شوی په سوډان

                                                                                                                                 (ژباړه)        

پوځي چارواکي د حزب التحریر یو ځوان د محمد احمد ورور، محمود په الابید ښار کې د ماخوستن له لمانځه وروسته، د کریمه بازار په جومات کې د دې لپاره ونیو چې ده یوه اعلامیه د «پرېږدئ دا یو کامیاب انقلاب وي، موخې به یې واقعي بدلون راوړي» تر عنوان لاندې –چې د حزب التحریرـ ولایه سوډان صادره کړې وه، وېشله. د دغه اعلامیې تر خپرېدو پورې یې خوشې نه کړ.

د دې ظالم رژیم چې دعوتګر یې نه خوښیږي. د عدالت غږ ـ چې د حق وسیله ده ـ د ځان لپاره مزاحمت بولي. داسې جنایت کارانه کړنې، په دې نظر ـ چې کولای شي د حقیقت غږ مړ کړي او د  دعوت د مخلصو حاملینو کار له خنډ سره مخ کړي ـ د دعوتګرو پر وړاندې تر سره کوي. خو پخپله موخه کې ناکام دي او غشی یې پر ډبره لګي. تاسو پوهېږئ چې د حزب التحریر د ځوانانو نیول به د دوی قوت د حق په لاره کې ـ په هغه لاره کې چې دعوت ورته کوي ـ لوړ کړي او په دغه لار کې چې له کوم څه سره مخ کېږي باور یې د دې لامل ګرځي چې دوی د الله سبحانه وتعالی ته ـچې د نړۍ او کایناتو خالق دی ـ نږدې کوي.

که هغه کسان چې د محمد احمد د ورور د نیول کېدو لامل شول، په هغه اعلامیه چې د ده د نیول کېدو لامل شوه، پوه شوي وای، د ده ټنډه به یې ور ښکل کړې وه ان د اعلامیې په وېش کې به یې مرسته ورسره کړې وای. خو دوی کاڼه، ړانده او ګونګي دي، دوی نه پوهیږي. دا اعلامیه په اصل کې د شریعت پیام و، چې د ټولو اړتیا ده؛ د انقلاب کوونکو، امنیتي سازمانونو، پولیسو او په وسلوال پوځ کې د بانفوذه او قدرتمندو کسانو لپاره چې  خپلې عقیدې ته اخلاص لري. که ټولې ډلې، هغه څه ته چې په دغه پیام کې ویل شوي، وفادار واوسي، منظم ژوند به ولري، ځکه د دې امت لپاره له اسلام پرته بل هېڅ ځای ریښتینولي نه شته. داسې اسلام چې دولت ولري ، داسې دولت، چې د منهج پر نبووت راشده خلافت وي.

نو بیاځلې دا اعلامیه د اېمان په رڼا او مخلصو زړونو ولولئ، څو الله سبحانه وتعالی پر تاسو او  ټول امت د بریا دروازې پرانیزي. وروسته به د پیغمبرانو د مرشد او کایناتو د سردار صلی الله علیه وسلم زېری حاصل شي، لکه څنګه چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: وروسته به د پیغمبر پر منهج خلافت راشي.

ابراهیم عثمان (ابوخلیل)

د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

د مطلب ادامه...

د پاکستان رژیم له چین څخه خپل ملاتړ په داسې حال کې اعلان کړ چې دې هېواد د اویغور له مسلمانانو سره په ښکاره توګه جګړه روانه کړې ده!

  • خپور شوی په پاکستان

                 (ژباړه)           

د پاکستان حکام له هغو کسانو سره چې په ښکاره مسلمانان ځوروي ملګرتیا غوره کړې ده او په چوپتیا سره له هغوی ملاتړ کوي او د هغوی بدي په اقتصادي معاملاتو پټوي. سربېره پر دې اوس د پاکستان حاکمانو یوه بله پستي هم غوره کړې او هغه له چین څخه د ملاتړ اعلان دی په داسې حال کې چې دا هېواد د ختیځ ترکستان له مسلمانانو سره جګړه په مخ بیایي. د ۲۰۱۸ د ډسمبر په ۳۰مه له الجزیرې سره په یوه مرکه کې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي څخه د اویغور له مسلمانانو سره د بیجېنګ له وحشیانه کړنو پوښتنه وشوه، هغه په بشپړ ډاډ سره وویل چې د خپلواک سره سم به عکس العمل ښکاره کړي.

د پاکستان ولسمشر له چین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، په داسې حال کې چې دې هېواد سلګونه مسلمانان په جبري توګه په کمپونو کې بندي کړي دي، مسلمانان په بند کې ساتي او په خوله کې یې سمنت اچوي تر هغه چې مړه شي. هغه چین ته ډاډ ورکوي په داسې حال کې چې دا هېواد د مسلمانو ښځو له حمل اخیستلو او اولاد زېږولو څخه مخنیوی کوي او د مسلمانو نارینه و جنسي غدې پرې کوي او له هغه رژیم څخه ملاتړ کیږي چې د هر مسلمان په کور کې یو چینايي جاسوس ګوماري بې له دې چې د جنسیتونو د بېلولو قانون ته پاملرنه وکړي چې د اسلام یو اساسي حکم دی او همداسې ورځ په ورځ له چینايي ظالم رژیم څخه دا ملاتړ زیاتیږي بې له دې چې کومه پښیماني رامنځته شي.

له دې حکامو څخه همدا تمه کېدای شي چې په غیر ما انزل الله باندې حکم وکړي. دا حکام یوازې په دې کې بیړه لري چې له هغو کسانو سره خپلې اړیکې زیاتې او دوستانه کړي چې له مسلمانانو سره یې په ښکاره توګه دښمني پیل کړې، که د چین په ختیځ کې وي او یا د امریکا او روسيې په لوېدیځ کې، هغوی له ظالمانو څخه تړون کوي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمْ اللَّهُ عَنْ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ

[ممتحنه: 9]

ژباړه: بېشكه الله تاسو يواځې له هغو كسانو  منع كوي چې له تاسو سره يې په دین كې جنګ كړى دى او تاسو يې له خپلو كورونو نه ایستلي یئ او ستاسو په ایستلو كې يې یو له بل سره مدد كړى دى، دا چې تاسو له دوى سره دوستي وكړئ او هر هغه څوك چې له دوى سره دوستي وكړي، نو هم دغه كسان ظالمان دي

دغو حکامو د چین مظلوم مسلمانان همداسې په ظلم کې پرېښي دي، په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَإِنِ ٱسْتَنصَرُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ فَعَلَيْكُمُ ٱلنَّصْرُ

[الانفال: 72]

ژباړه: او كه چېرې دوى له تاسو نه په دین كې مرسته وغواړي، نو پر تاسو باندې مرسته كول لازم دي

اې د پاکستان مسلمانانو! د داسې حاکمانو شتون چې له هغو خلکو څخه خپل سیاسي، اقتصادي او نظامي ملاتړ اعلانوي چې زموږ دین ته ارزښت نه ورکوي او زموږ په مقدساتو تېری کوي، له هغوی باید ځان لرې کړو، څرنګه چې هغوی له موږ څخه لرې دي او د نبوت په منهج د خلافت د بیا راوستلو لپاره هڅې وکړو، هغه مهال به داسې حاکمان به ولرو چې د اسلامي ځمکو په یوځای کولو سره به موږ پیاوړي کړي، نه دا چې له دښمنانو سره په یو ځای کېدو سره موږ کمزوري کړي. الله سبحانه و تعالی فرمایلي دي:

﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

[نساء: 139]

ژباړه: هغه كسان چې له مومنانو نه پرته كافران دوستان نیسي، ایا دوى د هغوى په خوا كې عزت لټوي؟ نو بېشكه ټول عزت له الله سره دی

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر ولایه پاکستان

 

د مطلب ادامه...

د سولې خیال: د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د ترکیې رول

  • خپور شوی په سیاسي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د وران میلادي کال د جنوري په څلورمه نېټه د جمعې په ورځ لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې، اردوغان په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې تر منځ له یوې درې اړخیزې ناستې د جوړېدو څخه خبر ورکړ. همداسې ځینې رپورټونه په ډاګه کوي چې د پاکستان او ترکیې تر منځ نظامي اړیکې په وروستیو کلونو کې زیاتې شوې دي.

ترکیې ته د عمران خان سفر داسې مهال تر سره کیږي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد لخوا مخته وړل کېږي. د ۲۰۱۸ ز کال د ډسمبر پر ۱۷مه زلمي خلیلزاد له عربي متحده ایالاتو، سعودي عربستان او پاکستان سره یو ځای په ابوظبۍ کې د طالبانو له استازو سره خبرې اترې وکړې. د ځینو رپورټونو له مخې د آی اس آی نوی رئیس عاصم منیر هم په دې ناسته کې ګډون درلود. په حقیقت کې د پاکستان حکومت په ناسته کې د طالبانو د نظامي استازو د شتون منځګړیتوب هم کړی دی.

له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ډېرې محرمې ساتل شوې تر دې چې لا د خبرو اترو یو انځور یا ویډیو په رسنیو کې نشته. د ابوظبۍ په ناسته کې افغان استازو د طالبانو له استازو سره د ليدو په هیله په دهلیزونو کې ډېر ساعتونه منتظر پاته شول، مګر طالبانو د افغان دولت له استازو سره دا لیدنه رد کړه.

اوسنۍ اوضاع ته په دقیقه توګه له کتو سره داسې جوتیږي چې امریکا له طالبانو سره تر درې ځلو لیدو وروسته بیا هم کومه د پام وړ پایله نه ده تر لاسه کړې. له دې امله امریکا، پاکستان د یوه بنسټیز رول لوبوونکي په توګه چې د سولې په لړۍ کې بنسټیز رول لوبولی شي بولي او د سولې خبرې اترې چې په هر قیمت کیږي هغې پایلې ته چې امریکا یې غواړي ورسوي. له دې امله د ابوظبۍ له ناستې وروسته، امریکا نهه بیلیونه ډالر پاکستان ته د سیاسي بډې په توګه وعده ورکړل شوه، چې شپږ بیلیونه ډالر یې د سعودي عربستان لخوا او نور درې بیلیونه ډالر یې د عربي اماراتو لخوا پاکستان ته ورکول کیږي.

افغان حکومت په دې ښه پوهیږي چې څه لوبه روانه ده او پوهیږي چې په دې لړۍ کې د یوه بې کاره برخې ته بدل شوی دی، له همدې امله له ابوظبۍ ناستې وروسته، د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د یوې مطبوعاتي اعلامیې له لارې دا په ډاګه کړه چې پرته له افغان حکومت څخه نور هېڅوک د افغان سولې د خبرو اترو په هکله د تصمیم حق نه لري. دا جوته خبره ده چې د سولې خبرو اترو لپاره اجنډا او عملي پلان د امریکا په مشرۍ د پاکستان لخوا جوړیږي.

د دې لپاره چې امریکا بېړه لري چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو کې یوې پایلې ته وسیږي، له پاکستان سره د معاملې لپاره چمتو شوې، ځکه چې پاکستان دا وړتیا لري چې دا پرګرام په مخ بوځي، څرنګه چې په ۲۰۰۱ کال کې پاکستاني حکومت یو شمېر طالبان له امریکایانو سره معامله کړل او همداسې له کراچۍ بندر څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو ته د تېرېدو د اجازې ورکولو په وسیله امریکا ته یې د افغانستان د ښکېلاک لار هواره کړه. ترکیې ته د عمران خان سفر د امریکا او پاکستان له مخکې پروګرام شوې اجنډا یوه برخه ده چې د هغې پر بنسټ به د پاکستان لوړ پوړي چارواکي په نږدې راتلونکې کې د سیمې هېوادونو ته ډېر زیات سفرونه ولري چې د هغوی تخنیکي او سیاسي مرستې تر لاسه کړي.

له بله پلوه پاکستاني چارواکي د سیمې هېوادونو ديپلوماتیک سفرونه د دې لپاره کوي دي چې له دې ډاډ ورکړل شي چې د امریکا او پاکستان تر منځ د سولې د خبرو اترو په هکله هوکړې د سیمې هېوادونو ګټو ته کوم تاوان نه رسوي.

په حقیقت کې روانه لړۍ چې د سولې خبرې اترې نومول شوې یوه امریکايي لړۍ ده چې پکې امریکا مرکزي رول لوبوي او نور لوبغاړي یې د سیمې هېوادونه لکه پاکستان، سعودي عربستان، ازبکستان، قطر، متحره عربي امارت او ترکیه دي. له دې امله په داسې حالت کې داسې نه معلومیږي چې امریکا دې ترکیه په فعاله توګه په دې مسله کې ښکېل کړي لیکن د هغې سیاسي او تخنیکي مرستې به د یوه ملاتړ کوونکي په توګه د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې تر لاسه کوي. همداسې ترکیه هغه اغېزه پر طالبانو نه لري چې پاکستان، ایران او روسیه یې لري.

له بله پلوه دا هم باید له یاده ونه ایستل شي چې ترکیه په منځني ختیځ او منځنۍ اسیا کې د امریکا د استعماري اجنډا په پلي کولو ښکېله ده، له دې امله امریکا له ترکیې پرته نور سیاسي لوبغاړي لري چې په افغانستان کې خپل استعماري او غربي اجنډا په ښه توګه پلي کړي. هو امریکا د سوريې او عراق په موضوع کې ترکیه وکاروله، لیکن ترکیه په افغانستان کې هماغه پایله نشي درلودلای. ځکه افغانستان او ترکیه ډېر لږ دوه اړخیزې او ګډې سیاسي اړیکې لري، له همدې امله به ترکیه د افغانستان د سولې خبرو اترو کې کوم ښه رول ونشي لوبولی.

مسلم بغلانی

د مطلب ادامه...

د اویغور مسلمانانو د ستونزو د حل لار د خلافت قومانده ده

په اندونیزیا کې د حزب التحریر غړی استاد روخمت سید لبیب وویل چې د اویغور د حل لار د واحد حاکمیت درلودل دي. (د اویغور د مسلمانانو د ټولو ستونزو لپاره د حل لار دا ده چې یوځای سره حرکت وکړو. باید د خلافت تر قیادت لاندې یوه قومانده وي.) هغه په یوه مطبوعاتي وینا کې خلکو ته وویل: (د ایغور مسلمانان د مرستې لپاره چیغې وهي، د مسلمانانو حاکمان چېرې دي؟) چهارشنبه (۱۲/۲۶/۲۰۱۸) جیدونګ جوانک ۴۵ مېنتېنګ، مرکزي جاکارتا.

مخکې د چین د سفارت مخې ته، روخمت سید لبیب ویلي و، چې مسلمانان سره یو دي، که مسلمانان په کوم ځای کې وځورول شي نور مسلمانان باید په غوصه شي او غبرګون وښيي:

(مسلمانان ټول په یوه عقیده راټول دي او که خپل ورور ویني چې په اویغور کې ځورول کیږي او عذاب ورکول کیږي باید په قهر شي) د چین د سفارت په وړاندې د اویغور په هکله عکس العمل ، جمعه (۱۲/۲۱) جاکارتا.

د روخمت په وینا، که مسلمان له موږ څخه د مرستې غوښتنه وکړي د اسلام له مخې موږ باید ورسره مرسته وکړو ځکه چې هغوی د مسلمانانو یوه برخه ده.

(خلک باید په دې پوه شي چې مسلمانان یو امت دی او مسلمانان به پیاوړي وي که موږ یو خلافت ولرو) دا د هغه د وینا پایله وه.

په اندونیزیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د پاکستان رژیم د هغه چا ستاینه کوي چې خلافت دولت یې له منځه وړی په داسې حال کې چې راشده خلافت ته د وفادارۍ ادعا کوي

په ساعتونو د مصطفی کمال د (شلمې پېړۍ د لوی رهبر او سیاستمدار) په توګه د یادولو سره، عمران خان د غربي لیبرالو متفکرینو لخوا مسخره شو او د مسلمانانو د خواشینۍ لامل وګرځېد چې اسلام ورته ډېر محبوب دی. د بجوا - عمران رژیم له راشده خلافت سره د وفادارۍ له ادعا سره ځواک ته ورسېد، لیکن د یوه داسې خاین ستاینه کوي چې په ۱۹۲۴ د مارچ په درېیمه چې د ۱۳۴۲ د رجب له ۲۸ سره سمون لري، د خلافت د له منځه وړلو لپاره دسیسه جوړه کړه. په دې سره یوازې د عمران خان منافقه څېره نه، بلکې د بجوا عمران رژیم اصلي څېره هم په ډاګه کوي.

داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت په دوه لارې کې پاتې دی: لومړی، د هغه امت تګلاره چې د مستعمرې ضد دی او د اسلام مدافع، او دویمه تګلاره استعمار کوونکی ټرمپ چې د اسلام پر ضد جګړه یې د ایدیولوژۍ په توګه روانه کړې ده. دا رژیم له آی اېم اف سره د سخت اختلاف له امله ځواک ته ورسېد، لیکن اوس یې په خلکو د ای ام اف د ویجاړوونکي شرطونو د پلي کولو له لارې د لوړو قیمتونو بار اچولی. د بجوا عمران د هند رژیم په خاینانه اطاعتونو د غندلو له لارې ځواک ته ورسېد، لیکن په ښکاره توګه یې د امتیازونو دروازه هندو دولت ته پرانیسته. د بجوا عمران رژیم د اشغال شوي کشمیر د مسلمانانو سره د شوو خیانتونو د غندلو له لارې ځواک ته ورسېد لیکن د هند لخوا د هغو مسلمانانو په وژنه یې پرده واچوله چې مودي ۲۰۱۸ کال د اشغال شوي کشمیر لپاره له ۲۰۰۹م وروسته تر ټولو خونړی کال وګرځاوه. دا رژیم د چین د نامناسبو تړونونو په غندولو سره ځواک ته ورسېد لیکن وروسته یې هغه تړونونه ومنل او له هغه هېواده یې د ملاتړ اعلان وکړ چې په وحشیانه توګه د اویغور مسلمانان وژني. دا دوه مخی رژیم د امریکا سره د اړیکو د غندلو له لارې ځواک ته ورسېد، لیکن اوس د یوه تړون له لارې په افغانستان کې د امریکا د خصوصي نظاميانو او نورو نظاميانو د خوندي کولو لپاره د یوه ګومارل شوي اسانتیا برابروونکي په توګه کار کوي.

اې د پاکستان مسلمانانو! رسول الله صلی الله علیه وسلم خبرداری ورکړی چې«لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ» یعنې مسلمان له یوه سوري دوه ځلې نه چيچل کیږي [البخاری و المسلم]

هغه خپګان او درد چې تاسو یې حس کوئ له دې امله دی چې تاسو له یوه سوري بیاځلې چیچل شوي یاست. تاسو له دې امله چیچل شوي یاست چې په هغه کس مو اعتماد کړی چې په غیر ما انزل الله یعنې په کافر ډیموکراسۍ باندې حکم کوي. که څه هم واقعیت دا دی چې ځواکمن حاکم هغه دی چې له الله سبحانه و تعالی اطاعت کوي، د وروسته له ژوند لپاره کار کوي، او عاجز یې د خپل نفس پیروي کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي:

«الْكَيِّسُ مَنْ دَانَ نَفْسَهُ وَعَمِلَ لِمَا بَعْدَ الْمَوْتِ، وَالْعَاجِزُ مَنْ أَتْبَعَ نَفْسَهُ هَوَاهَا وَتَمَنَّى عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ»

 هوښیار هغه کس دی چې خپل نفس کنترولوي او وروسته له مرګ څخه [د دایمي ژوند] لپاره عمل کوي او عاجز هغه کس دی چې له خپل نفس څخه اطاعت کوي او له الله عزوجل څخه تمه لري. [ترمذی، ابن ماجه]

هغه قوت او ثبات چې موږ ورته اړتیا لرو په اسلام او د الله سبحانه و تعالی په اطاعت کې دی. راځئ چې له تکرار شوې غلطۍ څخه زده کړو او د هغې لپاره بښنه وغواړو او بښنه غوښتنه بل څه نه ده مګر دا چې له الله سبحانه و تعالی څخه اطاعت وکړو، راځئ چې ډیموکراسي او د هغه پلویان له صحنې وباسو او په اخلاص د نبوت پر منهج خلافت ته کار وکړو.

حزب التحریر ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر ولایه سوډان استازو له امام صادق مهدي سره لیدنه وکړه

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

د حزب التحریر ولایه سوډان یوه استازي د ملي امت حزب له مشر امام صادق مهدي سره د ۲۰۱۹ ز کال د جنوري په آتمه لیدنه وکړه. د هیئت مشري په سوډان کې د حزب تحریر د مرکزي اړیکو د کمیټې مشر ناصر رضا ورور په غاړه درلوده او د هیئت نور غړي یې عبارت وو له: د حزب تحریر ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر ویاند ابراهیم عثمان (ابو خلیل)، د مرکزي کمېټې غړي هر یو عبدالله حسین، عبدالقادر، عبدالرحمن او محمد مصطفی. دا لیدنه د سیاسي مخورو سره د لیدنو په لړ کې وه چې هغو موضوعاتو ته انعکاس ورکړي چې په سیاسي فضاء اغېزه لري.

په ناسته کې د سوډان د اوسني خوځښت په هکله او دا چې له هغه سره څه وکړو خبرې اترې وشوې. د هیئت مشر واضح کړه چې حزب تحریر له درېیو میاشتو راپدې خوا د سوډان د پلازمېنې خرطوم په ګډون په ډېرو ځایونو کې د (رښتنی بدلون یوه وعده او اړتیا ده) تر نامه لاندې یو لوی کمپاین پیل کړی دی، چې رښتنی بدلون یوازې د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت په راتلو سره رامنځته کېدای شي.

امام له خپل لوري یاد هیئت ته یو لیکلی سند ورکړ چې په هغه کې یې د دې په هکله خپل نظر وړاندې کړی و چې څنګه ټول سوډان ژغورلی شي او په ځواب کې یې د حزب تحریر هیئت نوموړي ته د بدلون د راوستلو په هکله یو لیکلی پیغام ورکړ او د حزب تحریر ځینې نور نشرات چې امام ته نه وو رسېدلي هم ورکړل. د ناستې په پای کې په دې هوکړه وشوه چې د ټولو نوو پرمختګونو په هکله به له یو بل سره اړیکو ته دوام ورکوي.

 

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب تحریر ولایه سوډان

مطبوعاتي دفتر ویاند

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې