دوشنبه, ۲۷ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

ټرمپ، خان او طالبان

  • خپور شوی په سیاسي

په تېرو څو اوونیو کې د امریکایي ولسمشر ډونال ټرمپ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر منځ د طالبانو، په ځانګړې توګه د افغانستان د جګړې په اړه څو ځله خبرې اترې وشوې.

په داسې حال کې چې د دغو رهبرانو تر منځ په ټولنیزو رسنیو لکه ټویټر کې یو پر بل نیوکې وشوې او په ورته وخت کې د یو شمېر برېدونو په ترڅ کې ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مختلفو ډلو ټپلو د هغه څه مسؤلیت پر غاړه واخیست، چې د دوی لپاره اړین کار بریښيده.

کله چې دغو پېښو ته د نړیوال سیاست له زاویې وکتل شي، د افغانستان په اوږد مهاله جګړه کې د امریکا د امپراطورۍ د ځواک ضعف تر سترګو کیږي.

یوازې په تېره اونۍ کې د ځانمرګوو برېدونو او بمباریو شمېر له حساب څخه بهر و، چې څو مهم يې په لاندې ډول وو: 

۱- د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چین پر قونسلګرۍ د بلوچستان بیلتون غوښتونکوو وسله والو برید، چې څلور کسان پکې ووژل شول.

۲- د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې پر جومات د برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې پر غاړه واخیست، چې له امله یې ۲۶ کسان ووژل شول.

۳- د فراه ولایت په لوېدیځه برخه کې طالبانو د پولیسو پر یوه کاروان برید وکړ، چې لږ تر لږه ۲۰ پولیس پکې ووژل شول.

۴- د پیښور په یوه مارکټ کې د سبزیجاتو په کارتن کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه  او ۵۰ نور ټپیان شول.

دغو بریدونو د وروستیو احساساتي شخړو لپاره، چې د خان او ټرمپ تر منځ پر ټویټر را منځته شوې وې، یوه ننداره جوړه کړه. کله چې د دوی د لیکنې هر خط د نړیوال سیاست له زاویې تحلیل کیږي، دوه څېزونه را څرګندیږي:

۱-  متحده ایالاتو ته د پاکستان د حکومت پیروي.

۲- په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو کمزوری نفوذ.

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ د اړیکو په هکله خپل احساسات داسې څرګند کړل چې « دوی زموږ لپاره هېڅ کار نه کوي» ټرمپ د خپلې ادارې د هغې پرېکړې د دفاع لپاره، چې له امله یې پر پاکستان خپلې مالي مرستې بندې کړې، وویل: «موږ پاکستان ته هر کال ۱.۳ ملیارده امریکایي ډالر مرسته ورکوو، وروسته له دې دا مرستې بندوو، ځکه چې دوی زموږ لپاره کار نه کوي.»

د ټرمپ له خبرو دا په ډاګه کیږي، چې دی د دواړو هېوادو ترمنځ متقابلې اړیکې غواړي. دا په روانه اونۍ کې هغه وخت په ډاګه شوه، چې کله پاکستان د لومړي ځل لپاره د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو په برخه کې د مرستې دعوه وکړه، چې په اغلب ګومان دا په ډاګه کوي چې پاکستان د القاعدې د پخواني مشر په پیدا کولو کې هیڅ رول نه درلود.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د دې لپاره چې د پاکستاني حکومت پر څرګنده غلامۍ پرده واچوي، پر خپله ټویټرپاڼه یې د افغانستان په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو ناکامۍ ته اشاره وکړه.

د عمران خان ادعاوې ارزښتمن ټکي لري. د BBC د وروستۍ څېړنې پر بنسټ، اوسمهال طالبان د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره واک لري. پر هغه بې شمېره قربانیو سربېره، طالبان له هغه وخته ډیر فعال دي کله چې د امریکا متحده ایالاتو افغانستان ته شورش یووړ، اوسمهال په ډېره ځمکه د ولکې ټینګولو فرصت ورته برابر شوی، چې پخوا هېڅکله نه و ورته برابر شوی.

د امریکا له متحده ایالاتو سره پر افغاني او پاکستاني سرتېرو سربېره د ناټو ګڼ شمېره سرتیرو مرسته وکړه او ۱۷ کاله یې په جګړه کې تېر کړل، بیا هم امریکا په دې نه پوهیږي چې په پاکستان کې له دغه بحراني حالت سره څرنګه معامله وکړي او څرنګه خپل دښمن له منځه یوسي.

کله چې امریکا په دې پوه شوه، چې په جګړه کې د ناکامۍ په حال کې ده او څرګنده روښانه پایله نه لری، نو د دغه خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یې نوي تکتیکونه (کړنلارې) په کار واچولې، د بېلګې په توګه؛ د دوی وروستۍ هڅې، چې پر مټ یې طالب مشران وهڅوي، چې د خبرو اترو مېز ته حاضر شي.

عمران خان د ټرمپ او متحده ایالاتو ادرې پر وړاندې د خپل هېواد دفاع په سختو ټکو وکړه، په دا سې حال کې چې سوداګریزې اړیکې، سوداګریز تړونونه او افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو پر مخ دروازو خلاصون، لا هم ادامه لري. پر دې سربېره ، پاکستان په دې وروستیو کې هغو الوتکو ته په خپله خاوره کې د کوزېدو اجازه ورکړه چې پر صهیونیستي دولت (اسرایلو) پورې یې تړاو درلود.

د ده له سختو خبرو سره سره، پاکستاني رژیم بیا هم امریکا ته سر ټیټ ساتلی او د امریکا ګټو ته ژمن پاتې دی. پر دې سربېره عمران خان په خپله ټویټري جګړه کې د افغانستان په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو واقعي وضعیت څرګند کړ. امریکا یو زبرځواک، خپل نفوذ له لاسه ورکوي او د زوال لور ته روانه ده او د درېیمې نړۍ پر هېوادونو یې د خپلې ایډیالوژۍ د پلي کولو کنترول له لاسه ورکړی.

د خاورو د اشغال او مدني ازادیو تر نامه لاندې د تش په نامه ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره، د پاده‌وان د تکتیکونو د یو لړ پالېسیو له کارونې څخه معلومیږي چې دا ایډیولوژي یو ځل بیا له ناکامۍ سره مخ ده. هغه میراث یې چې پر ځای پرېښود، هغه په ملیاردونو ملیاردونو ډالره لګښت او بې شمېره مرګژوبله.

دا حیرانونکې ده چې الله سبحانه وتعالی د دغه ډول کفارو په اړوند په انفال سورت کې فرمایي:

 ﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ ]الانفال:۳۶]

کومو خلکو چې د حق له منلو څخه ډه ډه کړې، هغوی خپلې شتمنۍ د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه د منع کولو لپاره لګوي او اوس به یې لا زیاته ولګوي. خو په پای کې به همدا هلې ځلې د هغوی لپاره د پښېمانۍ سبب وګرځي. بیا به هغوی مغلوب وي او بیا به دا کافران د دوزځ لور ته محاصره شوي ورشي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: تنویر میا

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: سیاسي تحلیل «په فلسطین کې د ټولنیزې بیمې قانون، د فلسطین د خلکو پر وړاندې نوې دسیسه!»

له الاقصی مبارک مسجد څخه د سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه) اونیز سیاسي تحلیل       

      ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۲۷مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د ډسمبر ۵مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: یوازې ګنهګارکېدل، د حاکم شرعي والی له منځه نه وړي!

وړاندې کوونکی: د حزب التحریر-ولایه لبنان پیاوړی استاد احمد القصص                   

                    ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۲۴مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د ډسمبر دویمه

د مطلب ادامه...

ولایه لبنان: د بیروت د کتاب په نړیوال نندارتون کې د امت نشراتو ګډون

د ۲۰۱۸م کال د ډسمبر میاشتې له ۶مې چې د پنجشنبه له ورځې سره سمون خوري تر دوشنبه چې د ډسمبر له ۱۷مې سره سمون خوري د «بیروت» د کتاب په نړیوال نندارتون کې د امت نشرات، د غرفې شمېره S۳۵ ، سربېره پر دې د عربي کتابونو ننداره هم ستاسو ته سترګې په لاره ده.                                                                                    ستاسو راتګ زموږ ویاړ او له اسلامي صحیح فکر څخه ملاتړ دی.                                 

                          ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۲۸مه، پنجشنبه/ ۲۰۸م، د ډسمبر ۶مه

د مطلب ادامه...

ټرمپ د بې پیلوټه الوتکو سیاست ته دوام ورکوي

ډیلي پوسټ ورځپاڼې ته د امریکا د مرکزي مشرتابه لخوا د ورکړل شوو ګزارشونو پر بنسټ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو دوو کلونو کې، ۲۳۸ بې پیلوټه الوتکو ته د پرواز امر ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو دوو کلونو کې ۱۸۶ بې پیلوټه الوتکو ته پر پاکستان، سومالیا او یمن باندې د برید امر صادر کړی و. له ۲۰۱۷م  او ۲۰۱۸م کلونو راهیسې  ټرمپ د بې پیلوټه الوتکو په مرسته په یادو سیمو کې ۲۳۸ بریدونه تر سره کړي دي.

ټرمپ له بهرنیو جګړو څخه د امریکا د لرې ساتلو لپاره د رهبرۍ بشپړه کړنلاره غوره کړې او داسې تر سترګو کېږي چې «لمړی امریکا»، مقوله دا معنا لري چې لومړی برید کوي او بیا وضاحت ورکوي. د برید د سند له لاسلیک څخه ګټه اخیستل د امریکا لپاره بنسټیز دلیل دی، داسې چې امریکا هم قاضي دی، هم قسم ورکوونکی پلاوی او هم جلاد(سزا ورکوونکې). 

لیکوال: ذبیح الله رضوان

د مطلب ادامه...

د اردن حکومت یو ځل بیا اسلامي امت پر زړه په خنجر وواهه او د پیسو نړوال صندوق غوښتنو ته د هرکلي او د هغه استعماري پالیسیو ته د تسلیم لپاره یې د عایداتي مالیاتو مسوده لاسلیک کړه

  • خپور شوی په اردن

(ژباړه)

امت هېڅکله دا فکر نه کاوه چې د اردن حکومت به په خپل لاس کې د شته وسایلو له لارې لکه، د دولت ګوډاګیان، پارلمان او هغه کسان چې د رژیم کړنې ستایي، د عایداتي مالیاتو د اصلاح شوې لایحې د تصویب لپاره پاتې راشي. نو د دې لایحې تصویب د دغه دولت په ړنګېدو او د نوي دولت په راوستو کې هېڅ اغېز نه لري. همدارنګه دا حکومت د دغه قانون د تصویب لپاره د خپلو یو شمېر محدودو مرستیالانو په تشویق او د رشوت په ورکولو سره ناکام نه شو او حکومت ته دا هم کوم توپير نه لري، چې د خپلو رشوت خورو مرستیالانو د آبرو ساتلو په موخه  په ځينو اصلاحاتو د دغه قانون د ناوړې څېرې د ښکلي کولو له امله خجالت وباسي. په اصل کې دا ټولې کړنې د پیسو نړیوال صندوق او د کفر استعماري وسایلو ته د پیروۍ او غلامۍ لپاره وشوې. له بده مرغه د مالیاتو قانون په هېواد کې د اقتصادی وضعیت د ښه والي لپاره تصویب نه شو، بلکې د دې لپاره چې د کسر ورکولو لپاره د «وام» د اندازې زیاتوالي ته اجازه ورکړي او دا د امت د وینو د حرکت د نبض د ډېرېدو لامل کېږي، پرته له دې چې د دا ډول بدمرغیو د زیاتوالي پر وړاندې دې هیله مندي وشي.

نو د هغو اساسي قانون او سیکولریستي قوانینو د پلي کولو لپاره چې د الله سبحانه وتعالی د نازل کړي حکم سره په ټکر کې دي، یو لړ هغه پردي افکار را لېږدوي لکه، د الله سبحانه وتعالی له اوامرو څخه سرغړونه، له ژوند څخه د دین بېلوالی، د هغو ارګانونو او موسسو راتګ ته اجازه ورکول چې په عمل او خبرو سره د الله سبحانه وتعالی د دین مخالفت کوي او هغه فساد او ناوړه اعمال ترسره کول چې د الله سبحانه وتعالی او امت د قهر لامل ګرځي. د دغو ناورینونو تجربه هغه که اقتصادي، سیاسي، امنیتي، اداري او خدماتي وي یا بل هر ډول چې وي، د اردن پر عامو خلکو یې ور تپي او  په دې سره وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي. که د اردن حکومت او چارواکي په سرټیټي کفارو ته تسلیم او تابع شوي نه وی، د اردن خلک به له دا ډول ناوړه حالاتو سره نه مخ کېدل. دا هغه پلورل شوي چارواکي دي چې د دوی په واسطه تر اوسه هېواد استعمارېږي او د غرب لخوا د خدمت او د امت د سرچینو د لوټلو په موخه د اجنډا د عملي کولو او د اسلامي ژوند د بیا راوستو پر وړاندې د خنډ کېدو لپاره ګومارل شوي دي. همدارنګه زموږ پوځونه په هغه جګړه کې سمبالوي چې د ترورېزم، تاوتریخوالي او سخت دریځۍ تر نامه لاندې د اسلام پر وړاندې روانه ده.

اې مسلمانانو! تاسو د عایداتي مالیاتو د سقوط لپاره لاریونونه وکړل، خو د اردن دولت پارلمان ته لایحه وړاندې کړه؛ په داسې حال کې چې تېر حکومت سقوط کړی او د مالیاتو قانون د نوي حکومت په واسطه تصویب شوی دی. همدارنګه غواړي څو د الکترونیکي جنایتونو ناعادلانه قانون هم تصویب کړي او رژیم خپل واک ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې اسلام او د هغه پلي کېدونکي احکام یې له پامه غورځولي دي. دا حکومت ستاسو ناورینونه او ناخوالې له پامه خورځوي او ستاسو له دښمنانو سره ستاسو پر وړاندې درېږي، ځکه هغو ته تابع دی او غوښتنو ته یې هرکلی او احترام کوي، چې په پایله کې به د اردن د پرېمانه زېربنایي سرچینو د له منځه تلو، د فساد د ډېرښت او د اقتصاد د رالوېدو لامل شي. په داسې حال کې چې تاسو د اردن خلک د راډیکالي اساسي بدلونونو په واسطه غولول شوي یئ؛ نو د څه شي په لټه کې یئ او څه ته ګورئ؟

اې د اردن مبارزو خلکو! پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی په قرآن کریم کې فرمایي:

﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ﴾ [نور: ۶۳]

ژباړه: هغه کسان چې د هغه سبحانه وتعالی له امر سره مخالفت کوي، باید له دې وډار شي چې هغه بلا (د کړو  ګناهونو په اندازه) به یې تر ستوني ونیسي یا دا چې له دردوونکي عذاب سره به مخ شي (د قحطۍ، زلزلې او نورو دنیوي غمونو ترڅنګ له دوزخ او نورو اخروي شکنجو سره).

نو موږ حزب التحریر د الله سبحانه وتعالی وعید تاسو ته بیان کړ، چې پند واخلئ او د سابقونو له ډلې څخه شئ او پوه شئ چې د الله سبحانه وتعالی ژمنه حق ده. نو له همدې امله حزب التحریر په پوره اخلاص سره پر تاسو غږ کوي چې لومړی مو خبرې او کړه وړه الله سبحانه وتعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تر اسلامي هویت لاندې د هدایت په لاره کې سم کړئ او حکومت د اسلام پر اساس محاسبه کړئ. په دې اساس به موږ یو ځل بیا د دغه راشده امت هغه برخه شو، چې د تېرو ټولو امتونو په پرتله د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په ترسره کولو سره غوره دی. 

﴿وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوْقِنُونَ﴾ [مائده: ۵۰]

ژباړه: د باورمنو کسانو لپاره څوک له الله سبحانه وتعالی څخه غوره حکم کوي؟

د حزب التحریر-ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې