جمعه, ۰۹ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د استعمار بل اړخ: د افغانستان د دولت مکلفیتونه د نړیوالو ژمنو تر اغېز لاندې!

  • خپور شوی په سیاسي

د افغانستان د دولت مکلفیتونه د نړیوالو ژمنو تر اغېز لاندې!

د افغانستان د دولت رهبران په هر حکومتي مجلس او خبري کنفرانسونو کې له نړیوالې ټولنې سره د دولت د ژمنو خبرې کوي. د دغو ژمنو خبرې په داسې شور وځوږ کوي، چې ګواکي د دغو ژمنو په مقابل کې یې مکلفیت ایماني او وجداني وجیبه ده. په حقیقت کې دا ژمنې چې د پيسو او بې بدیله مرستو په بدل کې د افغانستان له حکومته اخیستل کېږي، د افغانستان په څېر په اشغال شوو هېوادونو کې د غرب د نفوذ او اجنډاوو د تطبیق لپاره یوه وسیله ده. که څه هم دا مرستې بې بدیله نومول کېږي؛ خو په بدل کې يې هېوادونه اړ ایستل کېږي، چې د نړیوالې ټولنې له موخو سره سم د ډیموکراسۍ د ټينګښت لپاره د اصلاحاتو اجنډاوې تطبیق کړي.

له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د دولت د ژمنو په ماهیت او نوعیت کې په لږ غور او تعمق سره لیدل کېږي چې دین او د افغانستان خلک یې بشپړ هېر کړي او خپله ټوله انرژي او سرچینې له غربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د ژمنو د پوره کولو لپاره لګوي. دا پر اسلامي خاورو د فشار لپاره یوه پخوانۍ پروسه او د لرغوني استعمار نوې لارې‌چارې دي.

هغه ژمنې چې نړیواله ټولنه یې د افغانستان په څېر هېوادونو څخه غواړي، تل د دغو هېوادنو د خلکو له لومړیتوبو سره په ټکر کې وي. د مرسته کوونکو او مرسته اخیستونکو هېوادونو د درجه بندۍ بحث یوه پراخه او د بحث وړ موضوع ده، چې حتی په غربي اکاډمیکو او اقتصادي حلقو کې پاملرنه ورته کېږي. د امنیت سکتور ته پاملرنه، ټولنیزو خدمتونو ته لاسرسی، د عدالت ټينګښت، له اداري او ټولنیز فساد سره مبارزه او نور هغه لومړیتوبونه دي، چې افغاني ټولنه اړتیا ورته لري.

خو کله چې د اصلاحاتو او نړیوالو مرستو بحث راځي، لیدل کېږي چې دا لومړیتوبونه په پام کې نه نیول کېږي او په بدل کې هر مرسته کوونکی هېواد له خپلې اجنډا او پالیسیو سره سم خپلې مرستې مشروطې کوي. نو په پایله کې د افغانستان د دولت سیاستونه د سفارتونو او نړیوالو سازمانونو تر نفوذ لاندې راغلي او هغوی یې کنترولوي.

د بېلګې په توګه په دې وروستیو کې نړیوالې ټولنې د خصوصي سکتور پر پياوړتیا او وده تمرکز زیات کړی او د افغانستان دولت هم په دې برخه کې ژمنې لري. لیدل کېږي چې په دې برخه کې افغانستان پرمختګونه لري او په نړیواله درجه بندۍ کې یې لوړ موقف هم تر لاسه کړی دی. که په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لېوالتیا معارف او زده‌کړو یا د برېښنا انرژۍ ته د خلکو د لاسرسي په برخه کې وای، بېشکه چې دغو برخو د پام وړ وده کوله. مګر نړیواله ټولنه غواړي ترڅو امپریالېستي-کپيټلیستي نظام پلی شي او له همدې امله یې دولت مجبور کړی، ترڅو په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي، چې په پایله کې افغانستان د نړیوالې سوداګرۍ په وروستیو راپورونو کې د خصوصي سکتور لومړۍ درجه ریفورمر وپېژندل شو.

امریکا لېواله ده چې افغانستان پر داسې قوانینو کار وکړي، چې د نفتو او معادنو سترو امریکايي یا اروپايي کمپنیو ته په یو ډول لار هواره کړي او بالاخره ګټه یې د امریکا نړیوال حاکمیت ته ورسېږي. د دا ډول ژمنو بله بېلګه چې اوس د افغانستان په اقتصادي سیاست کې لیدل کېږي، د اروپايي اتحادیې په لومړیتوبونو کې بدلون دی. اروپايي اتحادیې خپلې مرستې د کډوالۍ او کډوالو د کمښت په برخه کې متمرکزې کړې دي. د افغانستان دولت هم خپل پروګرامونه او فعالیتونه له هغو سره سم ترسره کوي او اوسمهال د ځوانانو یوې ځانګړې طبقې ته -چې اروپا ته یې د کډوالۍ امکانات زیات دی- د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او په لوړو دولتي دندو د هغوی پر ګومارلو تمرکز کوي، ترڅو په دې وسیله اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ مخه ونیسي.

په لومړیو کې مرسته کوونکو هېوادونو د انجوګانو او نورو مدني بنسټونو له لارې د انکشافي پروژو د عملي کولو لپاره کار کاوه. هغه مهال په ځينو انجو ګانو کې ښځو او سړیو ته د آرایشګرۍ د زده کړو پروژې تطبیقېدې، په داسې حال کې چې د ښوونځیو د جوړېدو او ښوونیزو او زیربنايي پروګرامونو پروپوزلونه ردېدل او د موسیقي د ګروپونو او تیاتر د جوړېدو پروپوزلونه منظورېدل او د فرهنګي پروژو په نامه په میلیونونو ډالر د دغو پروژو د تطبیق لپاره ځانګړي شوي دي. د ټولنیزو او فرهنګي پروژو په قالب کې د امت ذهنیت او مفکورې حتی زموږ اسلامي او افغاني دودونه تغیروي. د ذهنیت د بدلون پروژې په داسې حال کې په لومړیتوب کې نیول کېدې، چې د همدغو بنسټونو د شمېرو پر اساس ٪۳۰ خلکو برښنا ته لاسرسی درلود، ٪۲۰ کلي او بانډې له سړکونو سره وصل وې او ٪۶۰ خلکو د فقر تر کرښه لاندې ژوند کاوه.

د جنیوا کنفرانس چې څه موده مخکې جوړ شو، د نړیوالې ټولنې لخوا پر افغانستان له دا ډول تپل شوو تعهداتو ډک و. د دغه کنفرانس په رسمي اسنادو کې لیدل کېږي چې نړیوالې ټولنې د یوه حاکم په توګه د افغانستان د دولت هڅې ارزولې دي، پرمخګتونه یې ستایلي او پر نیمګړتیاوو يې انديښنه ښودلې ده. ښکاره بېلګه یې چې موضوع لا روښانه کولی شي په افغانستان کې د بشري او د ښځو حقونو موضوع ده، چې په هر کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له خپل لاسپوڅي دولت څخه په دې برخه کې ژمنې اخیستې دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان دولت ژمنه کړې، چې په دولت کې ښځینه کارمندانې ٪۲۲ ته لوړې کړي. دا په داسې حال کې ده چې په دې برخه کې یې د افغانستان له ښځو او خلکو سره هېڅ مشوره نه ده کړې او هغه قوانین او سیاستونه چې له دغه کنفرانسه وروسته طرحه کېږي، ټول د دغو هېوادونو د استازو په مشوره ترسره کېږي، پارلمان ته لېږل کېږي او د مرستو د قطع کولو د ګواښ په نتیجه کې له یو دوو جنجالونو وروسته نافذېږي.

هغه مرستې چې اقتصادي زیربناوو ته ځانګړې کېږي، د نړیوالې ټولنې د پیسو یوه کوچینۍ برخه تشکیلوي. د افغانستان د دولت او په تېره بیا د عوامو لېوالتیا هم تر ډېره د بندونو، سړکونو، د برښنا پرژو، اوبو رسونې، کلینکونو، شفاخانو، تعلیمي مرکزونو (پوهنتونو او ښوونځیو) جوړولو ته ده. خو د دا ډول زیربناوو د تمویل په بدل کې نړیواله ټولنه تر مختلفو ستراتیژیو لاندې د نظام جوړونې او ملت جوړونې په نامه د دیموکراسۍ د تطبیق لپاره پر خپل لاسپوڅي دولت داسې پالیسۍ تحمیلوي، چې په حقیقت کې د نړیوالې ټولنې وضع شوي شرایط دي، چې دولت یې عملي کولو ته مجبور دی او په هېڅ وجه د افغانستان د مسلمانو خلکو غوښتنه نه ده او یا دا چې ډېری خلک ترې بې خبره دي او په اړه یې نه پوهېږي. د غربي نظام جوړونې د ژمنو له عملي کولو پرته به ټولې هغه مرستې بندې شي، چې حکومت او زیربنايي پرژو ته ځانګړې کېږي.

دا موضوع د افغانستان دولت په ځلونو تایید او تصدیق کړې ده. لوړ پوړو دولتي چارواکو اقرار کړی، چې د کفري نړۍ له نظامي او مالي مرستو پرته دا دولت شپږ میاشتې هم دوام نه شي کولی. دا ټول ثابتوي چې د افغانستان دولتي چارواکي د دې خاورې تر دین، خلکو او اسلامي او جهادي ارزښتونو زیات بهرنیانو ته ژمن دي؛ ځکه پایښت او مشروعیت یې د امریکا او نړیوالې ټولنې پر مرستو ولاړ دی، نه پر اسلام او خلکو.

جمال يوسف

د مطلب ادامه...

ټرمپ، خان او طالبان

  • خپور شوی په سیاسي

په تېرو څو اوونیو کې د امریکایي ولسمشر ډونال ټرمپ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر منځ د طالبانو، په ځانګړې توګه د افغانستان د جګړې په اړه څو ځله خبرې اترې وشوې.

په داسې حال کې چې د دغو رهبرانو تر منځ په ټولنیزو رسنیو لکه ټویټر کې یو پر بل نیوکې وشوې او په ورته وخت کې د یو شمېر برېدونو په ترڅ کې ګڼ شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مختلفو ډلو ټپلو د هغه څه مسؤلیت پر غاړه واخیست، چې د دوی لپاره اړین کار بریښيده.

کله چې دغو پېښو ته د نړیوال سیاست له زاویې وکتل شي، د افغانستان په اوږد مهاله جګړه کې د امریکا د امپراطورۍ د ځواک ضعف تر سترګو کیږي.

یوازې په تېره اونۍ کې د ځانمرګوو برېدونو او بمباریو شمېر له حساب څخه بهر و، چې څو مهم يې په لاندې ډول وو: 

۱- د پاکستان په کراچۍ ښار کې د چین پر قونسلګرۍ د بلوچستان بیلتون غوښتونکوو وسله والو برید، چې څلور کسان پکې ووژل شول.

۲- د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې پر جومات د برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې پر غاړه واخیست، چې له امله یې ۲۶ کسان ووژل شول.

۳- د فراه ولایت په لوېدیځه برخه کې طالبانو د پولیسو پر یوه کاروان برید وکړ، چې لږ تر لږه ۲۰ پولیس پکې ووژل شول.

۴- د پیښور په یوه مارکټ کې د سبزیجاتو په کارتن کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه  او ۵۰ نور ټپیان شول.

دغو بریدونو د وروستیو احساساتي شخړو لپاره، چې د خان او ټرمپ تر منځ پر ټویټر را منځته شوې وې، یوه ننداره جوړه کړه. کله چې د دوی د لیکنې هر خط د نړیوال سیاست له زاویې تحلیل کیږي، دوه څېزونه را څرګندیږي:

۱-  متحده ایالاتو ته د پاکستان د حکومت پیروي.

۲- په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو کمزوری نفوذ.

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ د اړیکو په هکله خپل احساسات داسې څرګند کړل چې « دوی زموږ لپاره هېڅ کار نه کوي» ټرمپ د خپلې ادارې د هغې پرېکړې د دفاع لپاره، چې له امله یې پر پاکستان خپلې مالي مرستې بندې کړې، وویل: «موږ پاکستان ته هر کال ۱.۳ ملیارده امریکایي ډالر مرسته ورکوو، وروسته له دې دا مرستې بندوو، ځکه چې دوی زموږ لپاره کار نه کوي.»

د ټرمپ له خبرو دا په ډاګه کیږي، چې دی د دواړو هېوادو ترمنځ متقابلې اړیکې غواړي. دا په روانه اونۍ کې هغه وخت په ډاګه شوه، چې کله پاکستان د لومړي ځل لپاره د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژلو په برخه کې د مرستې دعوه وکړه، چې په اغلب ګومان دا په ډاګه کوي چې پاکستان د القاعدې د پخواني مشر په پیدا کولو کې هیڅ رول نه درلود.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د دې لپاره چې د پاکستاني حکومت پر څرګنده غلامۍ پرده واچوي، پر خپله ټویټرپاڼه یې د افغانستان په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو ناکامۍ ته اشاره وکړه.

د عمران خان ادعاوې ارزښتمن ټکي لري. د BBC د وروستۍ څېړنې پر بنسټ، اوسمهال طالبان د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره واک لري. پر هغه بې شمېره قربانیو سربېره، طالبان له هغه وخته ډیر فعال دي کله چې د امریکا متحده ایالاتو افغانستان ته شورش یووړ، اوسمهال په ډېره ځمکه د ولکې ټینګولو فرصت ورته برابر شوی، چې پخوا هېڅکله نه و ورته برابر شوی.

د امریکا له متحده ایالاتو سره پر افغاني او پاکستاني سرتېرو سربېره د ناټو ګڼ شمېره سرتیرو مرسته وکړه او ۱۷ کاله یې په جګړه کې تېر کړل، بیا هم امریکا په دې نه پوهیږي چې په پاکستان کې له دغه بحراني حالت سره څرنګه معامله وکړي او څرنګه خپل دښمن له منځه یوسي.

کله چې امریکا په دې پوه شوه، چې په جګړه کې د ناکامۍ په حال کې ده او څرګنده روښانه پایله نه لری، نو د دغه خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یې نوي تکتیکونه (کړنلارې) په کار واچولې، د بېلګې په توګه؛ د دوی وروستۍ هڅې، چې پر مټ یې طالب مشران وهڅوي، چې د خبرو اترو مېز ته حاضر شي.

عمران خان د ټرمپ او متحده ایالاتو ادرې پر وړاندې د خپل هېواد دفاع په سختو ټکو وکړه، په دا سې حال کې چې سوداګریزې اړیکې، سوداګریز تړونونه او افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو ځواکونو پر مخ دروازو خلاصون، لا هم ادامه لري. پر دې سربېره ، پاکستان په دې وروستیو کې هغو الوتکو ته په خپله خاوره کې د کوزېدو اجازه ورکړه چې پر صهیونیستي دولت (اسرایلو) پورې یې تړاو درلود.

د ده له سختو خبرو سره سره، پاکستاني رژیم بیا هم امریکا ته سر ټیټ ساتلی او د امریکا ګټو ته ژمن پاتې دی. پر دې سربېره عمران خان په خپله ټویټري جګړه کې د افغانستان په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو واقعي وضعیت څرګند کړ. امریکا یو زبرځواک، خپل نفوذ له لاسه ورکوي او د زوال لور ته روانه ده او د درېیمې نړۍ پر هېوادونو یې د خپلې ایډیالوژۍ د پلي کولو کنترول له لاسه ورکړی.

د خاورو د اشغال او مدني ازادیو تر نامه لاندې د تش په نامه ډیموکراسۍ د پلي کولو لپاره، د پاده‌وان د تکتیکونو د یو لړ پالېسیو له کارونې څخه معلومیږي چې دا ایډیولوژي یو ځل بیا له ناکامۍ سره مخ ده. هغه میراث یې چې پر ځای پرېښود، هغه په ملیاردونو ملیاردونو ډالره لګښت او بې شمېره مرګژوبله.

دا حیرانونکې ده چې الله سبحانه وتعالی د دغه ډول کفارو په اړوند په انفال سورت کې فرمایي:

 ﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ﴾ ]الانفال:۳۶]

کومو خلکو چې د حق له منلو څخه ډه ډه کړې، هغوی خپلې شتمنۍ د الله سبحانه وتعالی له لارې څخه د منع کولو لپاره لګوي او اوس به یې لا زیاته ولګوي. خو په پای کې به همدا هلې ځلې د هغوی لپاره د پښېمانۍ سبب وګرځي. بیا به هغوی مغلوب وي او بیا به دا کافران د دوزځ لور ته محاصره شوي ورشي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: تنویر میا

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: سیاسي تحلیل «په فلسطین کې د ټولنیزې بیمې قانون، د فلسطین د خلکو پر وړاندې نوې دسیسه!»

له الاقصی مبارک مسجد څخه د سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه) اونیز سیاسي تحلیل       

      ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۲۷مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د ډسمبر ۵مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: یوازې ګنهګارکېدل، د حاکم شرعي والی له منځه نه وړي!

وړاندې کوونکی: د حزب التحریر-ولایه لبنان پیاوړی استاد احمد القصص                   

                    ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۲۴مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د ډسمبر دویمه

د مطلب ادامه...

ولایه لبنان: د بیروت د کتاب په نړیوال نندارتون کې د امت نشراتو ګډون

د ۲۰۱۸م کال د ډسمبر میاشتې له ۶مې چې د پنجشنبه له ورځې سره سمون خوري تر دوشنبه چې د ډسمبر له ۱۷مې سره سمون خوري د «بیروت» د کتاب په نړیوال نندارتون کې د امت نشرات، د غرفې شمېره S۳۵ ، سربېره پر دې د عربي کتابونو ننداره هم ستاسو ته سترګې په لاره ده.                                                                                    ستاسو راتګ زموږ ویاړ او له اسلامي صحیح فکر څخه ملاتړ دی.                                 

                          ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۲۸مه، پنجشنبه/ ۲۰۸م، د ډسمبر ۶مه

د مطلب ادامه...

ټرمپ د بې پیلوټه الوتکو سیاست ته دوام ورکوي

ډیلي پوسټ ورځپاڼې ته د امریکا د مرکزي مشرتابه لخوا د ورکړل شوو ګزارشونو پر بنسټ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو دوو کلونو کې، ۲۳۸ بې پیلوټه الوتکو ته د پرواز امر ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې بارک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په لومړیو دوو کلونو کې ۱۸۶ بې پیلوټه الوتکو ته پر پاکستان، سومالیا او یمن باندې د برید امر صادر کړی و. له ۲۰۱۷م  او ۲۰۱۸م کلونو راهیسې  ټرمپ د بې پیلوټه الوتکو په مرسته په یادو سیمو کې ۲۳۸ بریدونه تر سره کړي دي.

ټرمپ له بهرنیو جګړو څخه د امریکا د لرې ساتلو لپاره د رهبرۍ بشپړه کړنلاره غوره کړې او داسې تر سترګو کېږي چې «لمړی امریکا»، مقوله دا معنا لري چې لومړی برید کوي او بیا وضاحت ورکوي. د برید د سند له لاسلیک څخه ګټه اخیستل د امریکا لپاره بنسټیز دلیل دی، داسې چې امریکا هم قاضي دی، هم قسم ورکوونکی پلاوی او هم جلاد(سزا ورکوونکې). 

لیکوال: ذبیح الله رضوان

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې