مبارکه خاوره: له مسجد څخه پیغام «ایمان لرونکی عجیب شخص!»
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: شیخ ابو انس الحصری
۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۲مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۰مه
وړاندې کوونکی: شیخ ابو انس الحصری
۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۲مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۰مه
په ادلب، جنوبي حومه کې د معرة النعمان، خان شیخون او حبل الزاویې سیمو خلک او مشران، د ختیځې غوطې او حومه حماة بېځایه شوي په مورک کې د ترکیې څار ادارې ته لاړه چې د حق خبره ورواوروي.
۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۱مه دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۹مه
(ژباړه)
څنګه کولای شو -د ویښ او باخبره وجدان په درلودو- هره ورځ خپلو بچیانو ته ښه خواړه تیار کړو، پاکې او سوتره جامې ور واغوندو او په مینه او ارامۍ یې د خوب ځای تیار کړو، خو په ورته وخت کې د دغه امت د ژغورلو لپاره په بې حسۍ او له فکر پرته، ۱،۸ میلیونه ماشومان ګورو، چې په یمن کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي او په بې رحمۍ سره وژل کېږي؟ څنګه خوشالېدلی شو چې زامن مو په وده او روزنه کې دي، په داسې حال کې چې ښایي د اسلام پر ضد په نننیوجګړو کې په یمن کې ۵۰۰ زره ماشومان د زوکړې د راتلونکې کلېزې شاهد نه وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ، وَتَرَاحُمِهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى» (صحیح بخاری)
ژباړه: د محبت، شفقت او مهربانۍ له پلوه د مومنانو مثال د يو وجود په څېر دی، کله چې د وجود یو غړی په تکليف شي، نو په بې خوبۍ او تبه کې ټول وجود ورسره شريک وي.
آيا هغه وحشي حالت چې نن مسلمانان پکې واقع دي، موږ نه ځوروي؟ ایا نرم زړه نه لرو، چې د اسلامي امت د وروڼو، خویندو او زامنو درد او لوی غم حس کړي؟ ایا دې چلبازې دنیا موږ د ژوند په ډېرو کوچینیو ستونزو کې داسې ډوب کړي یو، چې هغه اسلامي امت چې اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي او بې ګناه، مظلوم مسلمان ماشومان، چې د یوې ټوټې وچې ډوډۍ خوب او خیال ویني، هېر کړي مو دي؟ په رښتیا که موږ دغه جنایتونه ووینو او درک یې کړو، نور به مو په زړه او فکر کې ارامي نه وي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«إِنَّ فِي الْجَسَدِ مُضْغَةً إِذَا صَلُحَتْ صَلُحَ الْجَسَدُ كُلُّهُ، وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ أَلَا وَهِيَ الْقَلْبُ» (صحیح بخاری)
ژباړه: د انسان په بدن کې د غوښې یوه ټوټه ده، که هغه جوړه وي د بدن نور غړي هم ورسره جوړېږي او که ناروغه شي د بدن نور غړي ناروغ او فاسدوي، هغه د غوښې ټوټه زړه دی.
د اسلامي امت لپاره د احساساتو لرل ډېر مهم او حتمي دي او همدارنګه د اسلامي امت د حالت په اړه معلومات لرل هم ضروري دي، خو یوازې د احساساتو او معلوماتو لرل د امت د درد درمان لپاره کافي نه دي؛ بلکې دغه دوه یې پیل او بنسټ دی او هغه وخت پوره کېږي چې همدغه احساسات او معلومات په عمل کې پلي کړو. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ عِلْمٍ لَا يَنْفَعُ، وَمِنْ قَلْبٍ لَا يَخْشَعُ، وَمِنْ نَفْسٍ لَا تَشْبَعُ، وَمِنْ دَعْوَةٍ لَا يُسْتَجَابُ لَهَا»
(صحیح المسلم)
ژباړه: اې زما ربه! له هغه علم څخه چې ګټه نه رسوي، له هغه زړه نه چې خشوع او خضوع نه لري، له هغه نفس څخه چې نه مړېږي او له هغه دعا څخه چې نه قبلېږي، تاته پناه دروړم.
په ښکاره وینو چې د اسلام دوښمنانو هېڅکله له اسلامي امت سره مرسته نه ده کړې او هغه ټوټه ټوټه او متفرق کوي او همدارنګه د دوی په منځ کې یې اختلافونه ډېر کړي او د خپلو شومو پلانونو د عملي کولو لپاره له دوی څخه ګټه اخلي.
همدارنګه ښکاره ده چې یوازې د نړیوال قدرت تغیر، چې د نبوت پر منهج د خلافت د دولت له تاسیس څخه عبارت دی، د اسلامي امت د نني ناوړه حالت د تغیر توان لري؛ ځکه یوازې هغه رهبر او حاکم له هرډول قحطۍ، ظلم او تاوتریخوالي څخه د امت ساتندوی او ژغورونکی وي، چې له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږي او تقوا غوره کړي.
ولې ډېر خلک اوس هم په دې باورمن دي، چې امریکا او یا یې شریکان له مسلمانانو سره د مرستې مینهوال دي؟ ځکه چې داسې فکري لیدلوری تر ټولو اسانه لاره ده، چې مسلمانانو یې په وسیله ځان ته دوکه ورکړې او زړونه یې د الله تعالی په خاطر نه؛ بلکې د دنیا په خاطر اراموي. همدارنګه د دې لامل کېږي چې مسلمانان له دې څخه سترګې پټې کړي چې ننی نړیوال قدرت یا پانګوالي نظام د اسلام تر ټولو ستر دوښمن دی. په پای کې دا هغه لاره ده چې امت پاشي، زړونه یې سختوي او سترګې یې ړندوي.
نو پر دغه اساس دا زموږ په لاس کې ده چې کومه لاره ټاکو، دا چې موږ مسلمانان یو او د اسلام دښمنان خپل دوستان بولو، یا دا چې یوازې د دنیوي کارونو په اړه فکر کوو، یا دا چې په کمو مرستو خپل وجدان اراموو او یا دا چې د یوه مسلمان په توګه له ټولو بدبختیو څخه د اسلامي امت د ژغورلو لپاره شپه او ورځ هڅه کوو یعنې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره کار او فعالیت کوو.
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ۷]
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که د الله تعالی له دین سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسو سره مرسته وکړي او قدمونه به مو ثابت کړي.
لیکواله: امانه عابد
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
ژباړه: بشارت
د افغانستان لپاره د جنیوا کنفرانس د نومبر په ۲۷ او ۲۸مه په سویس کې جوړ شو، چې د ۶۲ هېوادونو او ۳۵ نړیوالو سازمانونو استازو، د افغانستان د حکومت رهبرانو، د خصوصي سکتور او مدني ټولنو استازو پکې برخه واخیسته، چې په ترڅ کې يې د افغانستان حکومت په تېرو کلونو کې د کړو ژمنو پایلې او د مرستو د مصرف د څرنګوالي راپور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړ.
د جنیوا کنفرانس د تېرو کنفرانسونو په څېر چې کله به د افغانستان د اشغال په موخه، بیا د اشغال د دوام او د افغان دولت د مالي او سیاسي ملاتړ لپاره جوړېدل، نړیوالې ټولنې او په هغې پورې اړوندو سازمانونو ته د افغانستان له لوري د راپور ورکولو یو میکانېزم دی، چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې په وسیله د تعین شوو موخو او پالیسیو د پرمختګ کچه ارزوي.
دغه کنفرانس د خلکو پر ژوند هېڅ مثبت اغېز نه لري او د افغانانو هېڅ درد یې نه دی دوا کړی. حتی هغه ستونزې چې د افغانستان دولت افغانانو ته جوړې کړې دي، په دغه کنفرانس کې د لاستهراوړنو په توګه وړاندې شوې. لکه پر سوداګرو او صنعتکارانو د درنو مالیاتو وضع کول، پر وارداتو د ګمرکي تعرفې درې برابره کول، پر تلیفوني مکالمو مالیه لګول، د پانګونې د جلب په پلمه د ډالر او نورو بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت کمول او بالاخره افغانستان د نړیوال بانک، د پيسو نړیوال صندوق او بهرنیو پانګوالو د پور ورکونې شرایطو ته تیارول. په داسې حال کې چې پورتنيو ټولو مواردو د افغانانو د ژوند حالت خورا ناوړه کړی او فقر، بېکاري او جنايي جرمونه یې زیات کړي دي.
د دې تر څنګ هغه لاسته راوړنې چې له اداري فساد سره د مبارزې او په دولت کې د اصلاحاتو په ډګر کې سترې ښودل کېږي، واقعیت یې دا دی چې فساد یې له غیر رسمي حالته د رسمي دولتي ادارو په چوکاټ کې قانوني حالت ته اړولی، چې د نورو مفسدینو لاسونه یې ورلنډ کړي او د ارګ په کړۍ او حاکمه طبقه پورې یې محدود کړی دی او د اداري اصلاحاتو په ډګر کې په دولتي بنسټونو کې د پخوانیو مجاهدو او کمونیستو عناصرو پر ځای په غرب کې روزل شوي عناصر ځای پر ځای شوي دي.
نو د دغه کنفرانس پایله د یو اړخیزو اصلاحاتو په ترسره کولو، درنو مالیاتو لګولو او د ناسمو اقتصادي سیاستونو له لارې د افغانستان د دولت لخوا د خلکو د وینې زبېښل دي، ترڅو د افغانستان دولت د خپلو خلکو د جیب او دسترخوان په لوټلو خپله اتکا له بهرنیو مرستو څخه کورنیو عوایدو ته متمرکزه کړي او په افغانستان کې جګړه خپله د افغانانو له عوایدو څخه د دوی په وینه دوام ومومي.
د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د افغانستان سیمه ییزو رسنیو د یکشبنې په ورځ راپور ورکړ، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ۲۰۱۹ م د اپرېل تر پیلېدو وړاندې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره هیله څرګنده کړې ده. د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبریالانو ته وویل: «زه هیلهمن یم چې د راتلونکي کال د اپرېل تر ۲۰مې وړاندې له طالبانو سره د سولې هوکړه وکړم.» خلیلزاد په کابل کې د امریکا، طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو مشري پر غاړه لري. همدارنګه ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنې د ۲۰۱۹ م د اپرېل پر ۲۰مه تر سره شي. په افغانستان کې زیږېدلي دغه امریکايي ډیپلوماټ زیاته کړه: «زه د خبرو اترو په قضیه کې تل هیلهمن یم.»
وروسته له هغه چې امریکا په افغانستان کې خپل لومړیتوبونه له ګواښ سره مخ ولیدل او د هند د لومړیتوبونو ماتې یې درک کړه، په افغانستان کې یې په امریکایي حکومت کې د خبرو له لارې د طالبانو د شاملېدو اقدام وکړ او د خبرو میز ته د طالبانو د مشرانو راوستو لپاره یې د پاکستان په حکومت کې خپل مزدوران وګومارل.
موږ پر طالبانو غږ کوو چې پاکستاني مزدورانو ته لېوال نه شي او د هغوی د نظامي رهبرانو پر وړاندې نرمي ښکاره نه کړي. باید له تېر څخه پند واخلي، ځکه امریکا د پاکستاني مزدورانو له مرستې پرته هېڅ وخت پر افغانستان واکمني نه شي کولی. له شک پرته چې امریکا یو ښکېلاکګر او بالفعل محارب دولت دی او له هغوی سره خبرې کوونکی رسوا دی او دا هغه حقیقت دی چې هېڅ شک پکې نشته. نو پر طالبانو لازمه ده چې د رښتیني بدلون لپاره د یو جدي عمل اقدام وکړي؛ هغه بدلون چې د الله سبحانه وتعالی یې ژمنه کړې او فرض دی او دغه کار زموږ له خارو څخه د ښکېلاک د ریښو په له منځه وړلو او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د اعلان په واسطه پر بندګانو د الهي نظام په پلي کېدو سره شونی دی.
ژباړه : بهیر «ویاړ»
د ادلب په حومه، کفر دریان سیمه کې د حزب التحریر- ولایه سوریې د غړي استاد محمد البابا له خوا په مسجد کې پیغام وړاندې شو. ۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۴مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۲مه
د حزب التحریر- ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر د مشرانو د پلاوو کتنې، د څار ادارو د فعالیتونو او د یادو پلاوو پر وړاندې د ترکي افسرانو د عکس العملونو په اړه تصویري راپور جوړ کړی.
۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۱مه دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۹م
۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۴مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۲مه
وړاندې کوونکی: شیخ ابو انس الحصری
۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۲مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۲۰مه
په ادلب، جنوبي حومه کې د معرة النعمان، خان شیخون او حبل الزاویې سیمو خلک او مشران، د ختیځې غوطې او حومه حماة بېځایه شوي په مورک کې د ترکیې څار ادارې ته لاړه چې د حق خبره ورواوروي.
۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول ۱۱مه دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۱۹مه