الاقصی مسجد: د ۱۴۳۹ه د مبارکې رمضان میاشتې د هرې جمعې فعالیتونه
- خپور شوی په ویډیوګانې
درېیمه وینا
[بریا ته د رسېدلو لپاره ورک شوی عنصر]
وړاندې کوونکی: شیخ عصام عمیره (ابو عبد الله)
درېیمه وینا
[بریا ته د رسېدلو لپاره ورک شوی عنصر]
وړاندې کوونکی: شیخ عصام عمیره (ابو عبد الله)
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د «اې پروردګاره! ما روژه نیولې – دویمه برخه » تر سرلیک لاندې د الواقیه تلویزیون له تصویرې خپرونو نوې خپرونه چې اسلامي نیکوکاره دعوتګران یې د نړۍ له بېلابېلو برخو د مرکزي مطبوعاتي دفتر د پاڼو لیدونکو او تعقیبوونکو ته وړاندې کوي، ددغې خپرونې لومړۍ برخه د ۱۴۳۸هـ په رمضان کې خپره شوې وه، ، له موږ سره اوسئ
۱۱مه برخه
«د ستر امت اصل او بنسټ په ځمکه او ښاخونه یې په اسمان کې دي»
وړاندې کوونکی: شیخ حمد طیب
حزب التحریر – مبارکه خاوره (فلسطین)
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۱۱مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې۲۷مه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د «د رمضان ګټې» تر سرلیک لاندې د الواقیه تلویزیون له تصویرې خپرونو نوې خپرونه د حزب التحریر ولایه سوریې مسلمان نیکوکاره دعوتګران د مرکزي مطبوعاتي دفتر د پاڼو لیدونکو او تعقیبوونکو ته وړاندې کوي، له موږ سره اوسئ
۱۱مه برخه
[زموږ امت ناروغ دی]
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر ولایه سوریې غړی انحنیر علي البیک
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۱۱مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۷مه
چمتو کوونکی: مرعی ابو حسن
وړاندې کوونکی: منير ناصر
۱۴۳۹ه، د رمضان مبارکې ۷مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۳مه
وړاندې کوونکی: شيخ عصام عميره (ابو عبد الله)
۱۴۳۹ه، د رمضان مبارکې ۹مه، بیت المقدس/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۵مه
د ادلب په حومه، د الکرامه ښارګوټي په یو مسجد کې د «ناهیلي» تر عنوان لاندې د استاد جمعه برو خبرې
۱۴۳۹ه، د رمضان ۷مهو چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۳مه
۱۴۳۹ه، د رمضان مبارکې ۸مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۴مه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د ۱۴۳۹هـ/ ۲۰۱۸م، د روژې په مبارکه میاشت کې د حزب التحریر ځوانان د روژې مبارکې میاشتې په دوام سره په الاقصی مسجد کې د «۱۴۳۹هـ رمضاني درسونه» تر عنوان لاندې درسونه ورکوي، چې د تصویري خپرونې په بڼه د مطبوعاتي دفتر د پاڼو او سایټونو لیدونکو او تعقیبوونکو ته هم وړاندې کېږي، نو له موږ سره اوسئ... (رمضاني درسونه ۷)
[څو شېبې د مجادله له سورت سره!]
وړاندې کوونکی: شيخ ابو حمزه المقدسی
۱۴۳۹هـ، د مبارکې روژې۷مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۳مه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د «اې پروردګاره! ما روژه نیولې – دویمه برخه » تر سرلیک لاندې د الواقیه تلویزیون له تصویرې خپرونو نوې خپرونه چې اسلامي نیکوکاره دعوتګران یې د نړۍ له بېلابېلو برخو د مرکزي مطبوعاتي دفتر د پاڼو لیدونکو او تعقیبوونکو ته وړاندې کوي، ددغې خپرونې لومړۍ برخه د ۱۴۳۸هـ په رمضان کې خپره شوې وه، ، له موږ سره اوسئ
نهمه برخه
[له خلافت او خلیفه پرته ۹۷مه رمضان!]
وړاندې کوونکی: استاد محمد عمیر
حزب التحریر- ولایه لبنان
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۹مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۵مه
د پاکستان مزدور رژیم د خلافت په غوښتونکو پسې په تور تړولو سره هڅه کوي چې د خپل بادار (ټرامپ) ملاتړ تر لاسه کړي.
(ژباړه)
دې ته په کتو چې مسلمانان د شعبان په میاشت کې د روژې مبارکې میاشتې لپاره خپل عبادتونه ډېر کړل، د پاکستان حکامو هڅه وکړه چې د الله سبحانه وتعالی غضب پر وشي. هغوی یوازې د خپلو کوڅه ډبو په وسیله د خلافت د غوښتونکو پر نیولو بسنه ونه وکړه، بلکې له خپلو شیطانانو سره یوځای یې پر حزب التحریر پسې لوی تورنه او درواغ جوړ کړل. هغوی د مې میاشتې پر ۱۰مه د یوې ټلویزیوني خپرونې له لارې په دغو غوښتونکو پسې تورونه وتړل او وروسته یې د مې میاشتې پر ۱۱مه داسې خبر خپور کړ چې په هغه کې یې د خلافت غوښتونکي د چاودېدونکو توکو په درلودلو سره تورن کړل. د دغه کار په تر سره کولو سره د پاکستان حکامو خپله کمزوري د خلافت تر تاسیس وړاندې د هغه څه په واسطه چې الله سبحانه وتعالی نازل کړي، د زور په وسیله د خلافت دغو غوښتونکو ته وښودله؛ ځکه هغوی د خپل ملاتړ لپاره له قران او سنتو څخه کوم څه نه لري.
رښتیا هم چې حزب التحریر د نبوت پر تګلاره د اسلامي خلافت لپاره له تاوتریخوالي پرته عوت سره په ټول پاکستان کې په سم ډول پېژندل شوی او ټول درناوی ورته لري. له همدې امله مخکني تاوتریخوالي یوازې هغه کسان کمزوري کړي چې لاسپوڅي دي. دې ته په کتو چې دغه رژیم ولې د خلافت په غوښتونکو پسې په تور ویلو او تښتولو سره پخپله پښه کې مېخ ټکوهلی، باید ووایو چې دغه کار د هغوی د واکمنۍ پای ته رسېدل ښيي. دا چې د پاکستان پر حکومت د خلکو نیوکو زور اخیستی، نو پاکستان په واشنګټن کې له خپلو بادارانو څخه په فدرال دولت او پنجاب ولایت کې د خپلو ظالمو قدرتونو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه. له همدې امله دغو حاکمانو له ټاکنو تر سره کېدو وړاندې د پیسو د نړیوال صندوق د بودجې پر تصویب ټینګار وکړ، تر څو ښکېلاکګرو ته دا وښيي چې هغو به د پاکستان اقتصاد له منځه یوسي. د دې لپاره چې د خپل بادار (ټرامپ) خوښي تر لاسه کړي، هغوی په ځلونه «نریندرامودي ته د سوال لاس اوږدوي او د تمساح په څېر اوښکې تویوي؛ پر دې سربېره چې د کنټرول په کرښه کې د نریندرامودي کثیف لاسونه زموږ د ځواکونو او خلکو په وینو سره دي. د دې تر څنګ، د پاکستان حکام د دې لپاره چې د نړۍ په تروریستي سازمان (CIA) کې د امریکايي بادارانو له لوري دغه امتیاز تر لاسه کړي، د خلافت غوښتونکو پر وړاندې یې احمقانه کمپیاین پیل کړ؛ په داسې حال کې چې پردې پوهېدل چې په پاکستان کې د خلافت تاسیس هغه څه دي چې د صلیبیانو له سترګو یې خوبونه تښتولي دي. پر همدې بنسټ، د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان د یاد هېواد حکامو او غربي بادارانو ته وایي:
﴿قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ﴾
[آل عمران: ١١٩]
ژباړه: هغوی ته ووایه چې پخپله غوسه کې مړه شئ.
حزب التحریر له ټولو رسنیو څخه غواړي چې په رښتیني کلمو سره د نبوت پر تګلاره د خلافت بیا راژوندي کېدو لپاره د دغه رژیم تورونو ته ځواب ورکړي. دغه حزب په پاکستان کې له مخلصو امنیتي سازمانونو څخه غواړي چې د دغه مزدور رژیم چې همدا اوس د ړنګېدو په حال کې دی، ټولو امرونو ته شاه کړي او د خلافت له غوښتونکو سره؛ چې د مسلمانانو هیلې او لارښوونکي دي، مرسته وکړي او همدارنګه د دغه هېواد په اردو کې له مخلصو ځواکونو څخه غواړي چې دیادو خاینو حکامو واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي؛ چې خپلو خلکو ته د خدمت پر ځای د کافرانو په غلامۍ کې ژوند تېروي او د نبوت پر تګلاره د رښتیني اسلامي خلافت بیا راژوندي کېدو لپاره نصرت ورکړي. ایا د زور او استبدادي حکومت پای ته رسېدو لپاره دغه ښه موکه نه ده؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم په دې اړه زیری ورکړی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ»
ژباړه: وروسته به د زور او جبر پادشاهي راشي او تر هغه وخته چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، دوام کوي. وروسته له دې کله چې الله سبحانه وتعالی وغوښتل، دغه د زور واکمني لېرې کوي او یو ځل بیا به د نبوت پر ګلاره خلافت تاسیس شي او له دې وروسته چوپ شو.
د حزب التحریرـولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر