شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 شوال 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 06 جولای 2018 م

شمېره:      1439AH/029

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ازبکستان د ظالم واکمن په ناولو لاسونو یو بل دعوتګر هم شهید شو

﴿مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْهُم مَّن قَضَىٰ نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا﴾

[احزاب: ٢٣]

ژباړه: له مومنانو څخه ځینې داسې شخصیتونه شته چې له الله سبحانه وتعالی سره په خپله ژمنه کې رښتیني شول؛ ځینو یې خپله ژمنه پوره کړه او ځینې نور بیا په تمه دي، هغوی به کله هم  خپله کړنلاره بدله نه کړي.

(ژباړه)

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د خپل یوه ورور محمودوف سعید عزیز په مړینه خواشیني څرګندوي، نوموړی په ۱۹۷۱م کې زېږېدلی و، درې زامن یې درلود او د تاشکند د المازار ولسوالی ۵۴ ام کوکسوی سرک اصلي اوسېدونکی و.

له دې سره سره چې حزب التحریر ایډیولوژیک او سیاسي کارونه کوي مګر د ازبکستان غوندې ظالم رژیمونه د دغه حزب پر وړاندې فزیکي مبارزه کوي. کله چې د ظالم کریموف پام شو چې حزب التحریر د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره روان دی او له ظالمانو سره هېڅ ډول معامله نه مني، نو د دغه حزب د غړو په ځورولو یې پیل وکړ او هر ډول ظلمونه یې پرې وکړل، خو سره له دغو ډول ظلمونو بیا هم د دغه حزب غړو د اسلام په دعوت کې ټمبلي ونه کړه او خپلې لارې ته یې دوام ورکړ.

زموږ ورور سعید عزیز رحمه الله د هغو کسانو له ډلې څخه و چې د دغه حزب په لومړیو صفونو کې د دعوت په لېږد بوخت و. نوموړی د حزب له ځینو نورو غړو سره د ۲۰۰۰م کال په لومړیو کې د کریموف د ظالم رژیم له خوا ونیول شو. هغه د خپل بند یوه موده د «قزل تپه» په زندان کې تېره کړه ورپسې په کارل بازار کې کیفري زندان ته انتقال شو. د دغه هېواد ظالم رژیم سعید عزیز ازاد نه کړ، ځکه هغه د حزب التحریر په اډانه کې د دعوت په لېږد کې هېڅ ټنبلي نه کوله.

سعید عزیز د سختې ناروغۍ په وخت کې د ۲۰۱۸م په پسرلي کې د تاشکند سنګورود زندان ته انتقال شو. هغه د نري رنځ په ناروغۍ اخته شو او دا چې  ناروغي یې ورځ تر بلې زیاتېدله او د منفي شمېرې پر بنسټ ناروغي یې د روغتیا وړ نه وه، نو ظالم رژیم هغه د روان کال په مې میاشت کې له بنده ازاد کړ، خو  د ۲۰۱۸م د جون په ۲۳مه د همدغې ناروغۍ له کبله په حق ورسېد.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر زموږ د ورور کورنۍ ته تسلیت وړاندې کوي، په غم کې ورسره ځان شریک بولي او له پروردګاره ورته جمیل صبر او جزیل اجر غواړي. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې بریا او نصرت یې زموږ په نصیب وګرځوي، له اسلامي پوځونو څخه غواړو چې د اسلام او مسلمانانو د ساتنې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره د راشده خلافت د تاسیس لپاره راپورته شي او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته ځواک او واک راکړي چې په مرسته یې وکولی شو ټول اسیر مسلمانان، خویندې او ورونه د دغه رژیم له ظالمو او طاغوتي زندانونو څخه ازاد کړو. له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی پر هر څه قادر دی.

﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾

[بقره: ١٥٦]

ژباړه: موږ د الله سبحانه وتعالی یو او د هغه لوري ته بېرته ورګرځو

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې