یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د خلیفه صلاحیتونه

(ژباړه)

امام بخاري په خپل صحیح کې په دې اړه حدیث روایت کړی دی:

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعَثَ بَعْثًا وَأَمَّرَ عَلَيْهِمْ أُسَامَةَ بْنَ زَيْدٍ فَطَعَنَ النَّاسُ فِي إِمَارَتِهِ، فَقَامَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: "إِنْ تَطْعَنُوا فِي إِمَارَتِهِ فَقَدْ كُنْتُمْ تَطْعَنُونَ فِي إِمَارَةِ أَبِيهِ مِنْ قَبْلُ وَايْمُ اللَّهِ إِنْ كَانَ لَخَلِيقًا لِلْإِمَارَةِ وَإِنْ كَانَ لَمِنْ أَحَبِّ النَّاسِ إِلَيَّ وَإِنَّ هَذَا لَمِنْ أَحَبِّ النَّاسِ إِلَيَّ بَعْدَهُ".

ژباړه: له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لښکر ولېږه او امیر یې پرې اسامه بن زید وټاکه. خلکو د هغه په اړه خبرې وکړې (چې ګواکې هغه د امارت وړ نه دی) رسول الله صلی الله علیه وسلم پاڅېد او ویې ویل: که تاسو د هغه په امارت کې (ناوړه) خبرې کوئ، لکه څنګه مو چې تر ده وړاندې د هغه د پلار د امارت په اړه هم داسې خبرې کولې؛ پر الله قسم چې هغه (زید) د امارت وړ و او زما تر ټولو نږدې دوست و او دا (اسامه) هم له هغه وروسته زما تر ټولو نږدې دوست دی.  

د اسلامي دولت د لومړي مشر په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنلاره دا وه، چې پخپله به یې د لښکر امیر ګوماره. له دغه حدیث څخه هم معلومېږي، چې په اسلام د کې د دولت مشر (خلیفه) په حقیقت کې په عملي ډول د لښکر رهبر دی، نه یوازې د لښکر اعلی قومندان. ځکه د لښکر لپاره د هغه رهبري سمبولیکه نه ده، بلکې د لښکر اصلي رهبري د خلیفه صلاحیت دی او پر دې سربېره خلیفه نور صلاحیتونه هم لري، چې په لاندې توګه خلاصه کېږي:

1-       خلیفه هغه څوک دی چې اړین شرعي احکام د امت د چارو د رعایت لپاره تبني کوي، هغه چې د اجتهاد له لارې د الله له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه استنباط شوي وي او دا احکام د خلیفه په تبني کېدو سره د هغو قوانینو په ډله کې راځي چې اطاعت یې واجبيږي او مخالفت یې جواز نه لري، دلیل یې هم د اصحابو اجماع ده. کله چې ابوبکر صدیق رضی الله عنه خلافت ته ورسېد، د هغه نظر دا و چې د مسلمانانو تر منځ مالونه باید په مساوي توګه ووېشل شي، ځکه په هغو مالونو کې په مساوي توګه د ټولو حق دی؛ مګر د عمر رضی الله عنه نظر داسې نه و، هغه ویل دا سمه نه ده چې هغو کسانو ته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې جنګېدلي، له هغو کسانو سره مساوي مال ورکړل شي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر څنګ جنګېدلي دي او دا هم سمه نه ده چې فقیر ته دې د شتمن په اندازه مال ورکړل شي. دا چې ابوبکر خلیفه و او امر يې وکړ چې د هغه له نظر سره سم دې عمل وشي. یعنې د مسلمانانو تر منځ د مالونو وېش یې په مساوي توګه تبني کړ او نورو مسلمانانو له دغه دستور څخه پیروي وکړه، قاضیان او والیان په همدغه تګلاره مخته لاړل او عمر هم تسلیم شو، د ابوبکر په نظر یې عمل وکړ او هغه یې عملي کړ. کله چې بیا عمر رضي الله عنه د مسلمانانو خلیفه شو، د ابوبکر د نظر مخالف نظر یې تبني کړ، یعنې امر یې وکړ چې مالونه دې په مساوي توګه نه وېشل کېږي، بلکې د خلکو اړتیا او په اسلام کې د هغوی مخینې ته په پام سره باید مالونه ووېشل شي. مسلمانانو هم له دغه امر څخه پیروي وکړه، قاضیانو او والیانو عمل پرې وکړ؛ ځکه دا د اصحابو اجماع وه چې امام یعنې خلیفه کولی شي چې له شریعت څخه په صحیح اجتهاد سره ټاکلي احکام تبني کړي او مسلمانانو ته امر وکړي چې پر هغو احکامو عمل وکړي. پر مسلمانانو هم واجب دي چې که چېرې دغه امر د دوی له اجتهاد سره په ټکر کې هم وي، باید اطاعت یې وکړي او د خپل نظر او اجتهاد له عملي کېدو څخه باید لاس په سر شي.

2-      خلیفه د کورني او بهرني سیاست مسوول دی، د لښکر مشري د هغه پر غاړه ده او د جګړې د اعلان او سولې، اوربند او نورو هوکړه‌لیکونو د تړون واک له هغه سره دی او دلیل یې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنلاره ده. ځکه دا ټول کارونه هغه صلی الله علیه وسلم پخپله ترسره کول او یا یې یو بل کس پرې ګوماره، لکه څنګه یې چې د اداري کارونو لپاره خلک ګومارل، مرستیالان، قومندانان او قاضیان یې ټاکل او وروسته یې محاسبه کول، د پېر او پلور، د مالونو د وېش او له وزګارو خلکو سره د کارموندنې او داسې نورو داخلي چارو په برخه کې یې څارنه کوله. همدارنګه پاچاهانو ته پيغام لېږل، د استازو منل او نورې بهرنۍ چارې او غزاګانې یې پخپله رهبري کولې؛ همدارنګه د سریو لپاره یې قومندانان ټاکل. له دې څخه ښکاري چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لښکر اصلي مشر و، نه یوازې اعلی قومندان. پر همدې اساس د جګړې اعلان یې پخپله کاوه او د اوربند او هوکړه‌لیکونو تړون یې پخپله کاوه، نو له دې څخه څرګندېږي چې دغه کارونه د خلیفه په واک کې دي.

3-      خلیفه حق لري چې بهرني سفیران ومني او یا یې رد کړي او همدارنګه حق لري چې د مسلمانانو سفیران وټاکي او یا یې لرې کړي؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم د قریشو له دوو استازو مسیلمه او ابو رافع سره ولیدل او همدارنګه هغه صلی الله علیه وسلم د هرقل، خسرو، مقوقس، حارث غساني، د یمن پاچا حارث حمیري، نجاشي او نورو پاچاهانو لپاره استازي وټاکل. همدارنګه عثمان بن عفان یې قریشو ته د استازي په توګه ولېږه، نو له دې څخه ښکاري چې خلیفه کولی شي سفیران وټاکي او یا هم له نورو سیمو څخه سفیران ومني او یا یې رد کړي.

4-      خلیفه کولی شي چې مرستیالان او والیان وټاکي او یا یې ګوښه کړي؛ همداراز هغوی ټول مسوول دي چې هغه ته ځواب ووايي. لکه څنګه چې د امت مجلس پر وړاندې ځواب ویونکي دي. دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کړنلاره ده، چې ابوبکر او عمر یې خپل مرستیالان وټاکل او تر څنګ یې نور والیان هم وګومارل. هغوی یې محاسبه کول او یو شمېر یې لرې او ګوښه کول، لکه علاءبن حضرمي یې چې له بحرین څخه ګوښه کړ او یا ابن طبیه یې چې د ډالیو د اخیستو له امله محاسبه کړ، ځکه نوموړی یې د صدقې د راټولو په موخه لېږلی و.

5-      خلیفه کولی شي چې قاضي القضات او نور قاضیان وټاکي او یا یې لرې کړي، پرته د مظالمو له قاضي څخه، ځکه چې خلیفه هغه ټاکلی شي، خو لرې کول یې بیا ځینې محدودیتونه لري. خلیفه کولی شي چې د ادارو مدیران، د لښکر مشران، د ارکان رئیسان او د ولایتونو امیران وټاکي او یا یې لرې کړي او هغوی ټول مسوول دي چې یوازې هغه ته ځواب ووایي، نه د امت مجلس ته. دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کړنلاره ده چې قاضي یې وګوماره، علي بن ابي طالب، ابوموسی اشعري، د لښکرو او سریو قومندانان لکه اسامه بن زید او حمزه بن عبدالمطلب یې وټاکل. 

6-      خلیفه کولی شي چې هغه شرعي احکام تبني کړي، چې د دولت بودجه پرې تنظيمېږي او کولی شي چې د بودجې د فصلونو او هغو پیسو په اړه تصمیم ونیسي، چې د دواړو اړخونو لپاره لازم وي، هغه که په عوايدو او يا لګښتونو پورې اړه ولري. دلیل یې د صحابه‌وو اجماع ده. ابوبکر صدیق رضی الله عنه همداسې وکړل او عمر رضی الله عنه هم په دې توګه عمل وکړ، خو هېڅ صحابي یې مخالفت ونه کړ، که چېرې دا عملونه منکر وای، حتمي یې مخه نیول کېده؛ نو په حقیقت کې دې ته اجماع وایي.

 د حاکم په توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له کړنلارې او تر هغه وروسته د راشده خلفاوو پر کړنو له اجماع وروسته معلومېږي، چې خلیفه هغه څوک دی چې د حکومت ټول واک یوازې له ده سره وي. نوموړی د مسلمانانو ولي‌الامر او د هغوی د مصلحتونو ساتونکی دی. له هغه سره دومره واک او اختیار شته دی، چې خپل مسوولیت په ښه او بشپړ ډول ترسره کړي.

دا د الله سبحانه وتعالی حکم دی او هېڅوک نشي کولی چې اعتراض یا نیوکه پرې وکړي. ایا له الله سبحانه وتعالی پرته بل څوک شته، چې د امت پر مصلحت ښه وپوهېږي؟ پر همدې اساس د خلیفه د پراخ واک ګټې یوازې هغه مهال څرګندېږي، چې انشاءالله خلافت یو ځل ژر را وګرځي. خلیفه د امت چارې سمبالوي. هغه د ټولو لويو او کوچنيو مسايلو مسول دی. امت هغه پوښتي او محاسبه کوي يې.

اې ربه موږ ته ژر هغه خلیفه را په برخه کړه، چې زموږ چارې سمبال کړي، زموږ نصیحت واوري او پوښتنې او غوښتنې مو ومني. ترڅو په دې توګه نور د فساد او بې‌عدالتۍ لپاره ځای پیدا نشي. اې ربه پر هغه امت باندې امنیت، ارامي او امن حاکم کړه، چې له ډېر وخت راهیسې تر ظلم، وحشت او بې‌عدالتۍ لاندې دی او دا هیله لري چې د مهربانه او بښونکي الله په فضل به یوه ورځ له دغه حالت څخه وژغورل شي. آمین

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

خانداني او شخصیتي سیاست هیڅکله رښتینی بدلون نه راولي

خبر:

د ۲۰۲۳ م کال د مې په ۱۸مه، د تحریک انصاف ((PTI ګوند مشر، عمران خان پر پوځي تاسیساتو برید وغانده. هغه وویل چې، واکمن ګوند  (PDM)غوښتل د اپوزېسیون پر وړاندې د پوځ د لمڅولو له لارې تحریک انصاف د پاکستان له روان سیاسي بهیر څخه لرې وساتي.

په داسې حال کې چې حکومت مې میاشتې د ۹مې له تاوتریخوالي وروسته د PTI ځپل پیل کړل؛ د پاکستان پخواني لومړي وزیر وویل چې ګوند یې له پوځ سره «کومه شخړه» نه لري.

تبصره:

د هند نیمه وچه پر خاندان او شخصیت ولاړ سیاست لري. دا د دې سبب کېږي چې خلک ايډیالوژۍ، پالیسیو، قوانینو، اساسي قانون او نظامونو ته ونه ګوري. د دواړو خواوو، اپوزیسون او واکمنو چارواکو ملاتړي همداسي دي.

عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې له واکه لرې کړل شو؛  له هغه وخت راهیسې ده او پلویانو ته یې سره کرښه د عمران خان نیول دي. دا په دې معنا ده چې هېڅ شی تر عمران خان مهم نه دي. دا ښيي چې د ده د ګوند پلویان د ګوند ایډیالوژۍ ته نه، بلکې پخپله عمران خان ته وفادار دي.

سره له دې، عمران خان او د هغه د ګوندي پلویانو په خپلو مخالفو ګوندونو کې دا چاره غندله. دوی د کراچۍ مېشت ګوند، متحده قومي خوځښت MQM)) د مشر الطاف حسین پر پلویانو نیوکه کوله چې ګواکي پر ګوند نه، بلکې پر رهبر راټول دي. دغه راز یې د پاکستان د خلکو ګوند کې د بوټو کورنۍ پر واک او په مسلم لیګ کې يې د شریف کورنۍ پر میراثي واکمنۍ نیوکه کوله.

پر خاندان او شخصیت ولاړ سیاست کې د ښه او بد معیار د ګوند د رهبر د خبرو او کړنو له مخې ټاکل کېږي. دغې چارې د پاکستان او ټولې اسلامي نړۍ سیاست ته سخت زیان اړولی. همدا سبب دی چې د خلکو او اسلام د ګټو خوندي کولو پر ځای، سیاست د ګوندونو د رهبرانو د شخصي ګټو خوندي کولو لپاره استثمار شوی. دغه ډول سیاست د اسلام د هر اړخیزه پلي کولو، د کشمیر او فلسطین آزادۍ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شرف ساتلو او اقتصادي ودې مخه نیولې.

مسلمانان یوازي یو رهبر او یوه الګو لري او هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم دی. کله چې رسول الله وفات شو، صحابه ویرجن شول. دغه وخت ابوبکر صدیق رضی الله عنه وویل:

أَمَّا بَعْدُ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ يَعْبُدُ مُحَمَّدًا ﷺ فَإِنَّ مُحَمَّدًا قَدْ مَاتَ، وَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ يَعْبُدُ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ حَىٌّ لاَ يَمُوتُ، قَالَ اللَّهُ: [‏وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ]‏

ژباړه: «وروسته له دې، څوک چې د محمد صلی الله علیه وسلم عبادت کوي، نو محمد وفات شو او څوک چې د الله سبحانه وتعالی عبادت کوي، هغه سبحانه وتعالی ژوندی دی او هېڅکله نه مري. الله سبحانه و تعالی فرمايي: [محمد یوازې یو پیغمبر دی، چې له هغه مخکې نور پیغمبران هم تېر شوي دي].» (ال عمران:۱۴۴) (بخاري).

بیا مسلمانانو خپل هوډ ټینګ کړ او له اسلام او اسلامي دولت، راشده خلافت سره یې خپله ژمنتیا تایید کړه.

د پاکستان مسلمانان باید خانداني او شخصیتي سیاست پریږدي. دوی باید اسلامي سیاست ته مخه کړي او د رسول الله پر منهج راشده خلافت د تاسیس لپاره کار وکړي چې اسلام پلی کوي. حزب التحریر د اساسي قانون مسوده او د کتابونو ټولګه چمتو کړې چې د سیاست، قانون او اساسی قانون په اړه د شرعي احکامو تفصیل پکې دی. نو پریږدئ چې مسلمانان له خانداني او شخصیتي سېکولر سیاستونو څخه لري شي. پریږدئ چې له حزب التحریر سره کار وکړي چې بیا هغه څه پلي کړي چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

انجینر شهزاد شیخ

د حزب التحریر - ولایه پاکستان د ویاند مرستیال

د مطلب ادامه...

د خلافت د نوماندانو محدودیت

په دې اړه امام بخاري رحمه الله په خپل صحیح کې له عایشې رضی الله عنها څخه روایتوي: 

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قال: وَاجْتَمَعَتْ الْأَنْصَارُ إِلَى سَعْدِ بْنِ عُبَادَةَ فِي سَقِيفَةِ بَنِي سَاعِدَةَ فَقَالُوا: مِنَّا أَمِيرٌ وَمِنْكُمْ أَمِيرٌ فَذَهَبَ إِلَيْهِمْ أَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ وَأَبُو عُبَيْدَةَ بْنُ الْجَرَّاحِ فَذَهَبَ عُمَرُ يَتَكَلَّمُ فَأَسْكَتَهُ أَبُو بَكْرٍ وَكَانَ عُمَرُ يَقُولُ وَاللَّهِ مَا أَرَدْتُ بِذَلِكَ إِلَّا أَنِّي قَدْ هَيَّأْتُ كَلَامًا قَدْ أَعْجَبَنِي خَشِيتُ أَنْ لَا يَبْلُغَهُ أَبُو بَكْرٍ ثُمَّ تَكَلَّمَ أَبُو بَكْرٍ فَتَكَلَّمَ أَبْلَغَ النَّاسِ فَقَالَ فِي كَلَامِهِ: نَحْنُ الْأُمَرَاءُ وَأَنْتُمْ الْوُزَرَاءُ فَقَالَ حُبَابُ بْنُ الْمُنْذِرِ: لَا وَاللَّهِ لَا نَفْعَلُ مِنَّا أَمِيرٌ وَمِنْكُمْ أَمِيرٌ، فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ: لَا وَلَكِنَّا الْأُمَرَاءُ وَأَنْتُمْ الْوُزَرَاءُ هُمْ أَوْسَطُ الْعَرَبِ دَارًا وَأَعْرَبُهُمْ أَحْسَابًا فَبَايِعُوا عُمَرَ أَوْ أَبَا عُبَيْدَةَ بْنَ الْجَرَّاحِ فَقَالَ عُمَرُ بَلْ نُبَايِعُكَ أَنْتَ فَأَنْتَ سَيِّدُنَا وَخَيْرُنَا وَأَحَبُّنَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَخَذَ عُمَرُ بِيَدِهِ فَبَايَعَهُ وَبَايَعَهُ النَّاسُ فَقَالَ قَائِلٌ: قَتَلْتُمْ سَعْدَ بْنَ عُبَادَةَ فَقَالَ عُمَرُ قَتَلَهُ اللَّهُ.

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مېرمنې عایشې  رضي الله عنها څخه روايت دی چې ويلي يې دي: انصار په سقیفه بني ساعده کې (د خلافت په تړاو) پر سعد بن عباده راټول شوي وو او ویل یې: یو امیر دې له موږ (انصارو) څخه او یو امیر دې له تاسو (مهاجرینو) څخه وي، ابوبکر، عمر بن خطاب او ابوعبیدة بن جراح ورغلل. عمر غوښتل چې له هغوی سره خبرې وکړې، مګر ابوبکر ورته وویل چې څه به نه وایې، عمر رضي الله عنه ويل: ما کوم بل څه ويل نه غوښتل، يوازې له ځان سره مې ځينې خبرې برابرې کړې وي، وېرېدم چې ابو بکر به يې په ښه شکل او پوره بلاغت سره ونه وايي، خو کله چې ابو بکر رضي الله عنه خبرې وکړې، نو هغه تر تر هر چا ښې او بليغې خبرې وکړې. ابوبکر وویل، امیران به له موږ څخه وي او وزیران له تاسو څخه، نو حباب ابن المنذر وويل: نه پر الله سوګند داسې نه کوو، يو امير به له تاسو وي او يو به له موږ وي، ابو بکر رضي الله عنه وويل: امیران به له موږ څخه وي او وزیران له تاسو څخه، ځکه هغوی (قریش) په عربو کې هم د (قبیلې) له مخې او هم د خپلوۍ (له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپلوۍ او په اسلام کې د مخینې) له مخې وړ دي، نو له عمر او یا ابو عبیده بن جراح سره بیعت وکړئ. عمر وویل، نه له تا سره بیعت کوو، ته زموږ سردار او تر ټولو غوره شخص یې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو نږدې دوست ته یې. له همدې امله عمر د ابوبکر لاس ونیو او له هغه سره یې بیعت وکړ، خلکو هم بیعت ورسره وکړ، یو چا وویل سعد بن عباده مو وواژه (د هغه حيثيت مو تر پښو لاندې کړ او څنډې ته مو کړ)عمر رضي الله عنه وويل: الله دې هغه ووژني.

لکه څنګه چې په دغه روایت کې هم راځي، په لومړي ځل د خلیفه په ټاکلو کې د خلافت نوماندان څلور کسان وو، سعد بن عبادة، ابوبکر، عمر او ابوعبیدة رضی الله عنهم؛ مګر دا چې عمر او ابوعبیدة رضی الله عنهما د ابوبکر له علم او مقام څخه خبر وو، نو له هغه سر یې سیالي ونه کړه. له همدې امله هلته د نوماندانو شمېر تر دوو کسانو یعنې ابوبکر او سعد بن عبادة رضی الله عنهما پورې محدود شو، چې د اهل الحل و العقد له ډېرو بحثونو وروسته په سقیفه کې له دوو نوماندانو څخه یو یې وټاکل شو او د شورا ټولو غړو ورسره هلته بیعت وکړ، چې دا د انعقاد بیعت و. له هغه څخه یوه ورځ وروسته په جومات کې د اطاعت بیعت وشو، د نوماندانو د محدودیت پړاوونه د څلورو نوماندانو په منلو سره پیل او تر دوو پورې محدود شول، وروسته اهل الحل و العقد له هغو دوو څخه یو یې وټاکه او بیعت یې ورسره وکړ.

له عمر رضی الله عنه سره د بیعت پرمهال د نوماندانو شمېر محدود نه شو، ځکه عمر رضی الله عنه یوازینی نوماند و. د علي رضی الله عنه موضوع هم په همدې ډول وه، ځکه هلته هم له علي رضی الله عنه پرته بل نوماند نه و، په همدې ترتیب له عمر او علي رضی الله عنهما سره بیعت وشو، پرته له دې چې د محدودیت او د خلافت د نوماندانو د ټاکلو پړاوونه طی شي؛ یعنې د خلیفه له ټاکل کېدو وړاندې د نوماندانو شمېر په کمه او لویه کچه مشخص نه شو.

مګر له عثمان رضی الله عنه سره د بیعت په څرنګوالي کې لومړی نوماندان تر شپږو کسانو پورې محدود شول او وروسته بیا تر دوو نوماندانو پورې نور هم محدود او کم شول. کله چې نوماندان تر عثمان او علي رضی الله عنهما پورې محدود شول، د اهل الحل و العقد او عامو خلکو رایه او نظر د دغو دوو نوماندانو په اړه واخیستل شول، تر دې چې د عثمان پله درنه شوه او په جومات کې لومړی د انعقاد بیعت او وروسته بیا د اطاعت بیعت ورسره وشو.

د دغو پړاوونو اړوند روایت ته په پام سره په طبري تاریخ (تاریخ الرسل و الملوک) کې راځي، چې دا پړاوونه په لاندې ډول دي:

1-      عمر رضی الله عنه وویل: «اې خلکو تاسو او څو نور هغه کسان چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنت اهل بللي او سعید بن زید بن عمرو بن نفیل هم د هغوی له ډلې څخه دی، خو زه نوموړی ترې لرې کوم او پاتې دغه شپږ کسان، یعنې د عبد مناف اولادونه علي او عثمان، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ماماګان عبدالرحمن او سعد، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګری او د عمه زوی زبیر بن عوام او طلحة الخیر بن عبیدالله؛ دوی دې پخپلو کې یو کس وټاکي او هر یو یې چې د خلافت لپاره انتخاب کړ، نو تاسو په نیکۍ سره د هغه ملاتړ او مرسته وکړئ.» عمر رضی الله عنه په دې ترتیب د هغو اصحابو شمېر مشخص کړ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دنیا څخه د رحلت پرمهال ترې راضي و. دا اووه نوماندان هغه کسان وو، چې د انعقاد شرطونه یې پوره کړي وو او وروسته یې نوماندان تر شپږو کسانو پورې محدود کړل.

د مسلمانانو د مشرانو لپاره د نوماندانو شمېر محدود شو او که چېرې د نوماندانو محدودیت ناروا وای، بیا عملي کېدای نشو او مخه یې نیول کېده؛ یعنې په دې دلیل چې د نوماندانو په محدودیت سره د نوماندۍ لپاره د نورو کسانو حق تر پښو لاندې کېږي. پر همدې اساس د اصحابو په اجماع سره د خلافت د نوماندانو محدودیت روا دی، امت (د امت استازي) کولی شي چې د نوماندانو شمېر محدود کړي، توپیر نه کوي چې دغه محدودیت په مستقیم ډول د امت لخوا ترسره کېږي او که د مخکیني خلیفه د تفویض له لارې ترسره کېږي، یعنې دا چې د امت په نیابت د نوماندانو شمېر محدود کړي.

دا موضوع د نوماندانو د محدودولو په اړه وه، خو دا چې په لومړی سر کې دې نوماندان تر شپږو کسانو پورې محدود شي، دا نو د عمر رضی الله عنه پر لاره تګ دی او دا چې د نوماندانو شمېر دې تر دوو نوماندانو پورې محدود شي، دا بیا د عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه له عمل سره سمون لري. که چېرې له ډېرو نوماندانو سره بیعت وشي، یعنې د نوماندانو شمېر له دوو څخه ډېر وي، په دې حالت کې که څوک د ټاکنو ګټونکی شي، نوموړی په حقیقت کې د دېرش سلنه خلکو په بیعت ټاکل شوی دی؛ یعنې په هغوی کې د اکثریت (چې له پنځوس سلنې ډېر وي) لخوا نه دی ټاکل شوی، نو که چېرې نوماندان تر دوو پورې محدود شي، په پایله کې بیا اکثریت خلک له رښتیني ګټونکي سره بیعت کوي.

2-      عبدالرحمن رضی الله عنه وویل: «په تاسو کې کوم له خلافت څخه تېرېږي او دا ژمنه کوي چې دا چاره به د دغې ډلې یوه غوره کس ته سپاري؟ هېچا ځواب ورنه کړ، وروسته عبدالرحمن رضی الله عنه وویل: زه له خلافت څخه ګوښه کېږم، هغوی وویل، موږ راضي یو. نوموړي له دوی څخه عهد او ژمنه واخیستله او پخپله یې هم د دوی په څېر ژمنه وکړه.  

د همدې روایت له مخې: عبدالرحمن رضی الله عنه له سیالو کسانو څخه وکالت واخیست، چې په خپل منځ کې یو کس د خلیفه په توګه وټاکي، دا یې وروسته له هغه وویل، چې ځان یې له سیالۍ څخه ګوښه کړ، تر دې چې د نوماندانو شمېر پنځو کسانو ته را کم شو.

3-      "وروسته عبدالرحمن رضی الله عنه له نوماندانو سره مشورې پیل کړې: علي رضی الله عنه ته یې وویل: "که دا کار ستا له لاسه ووځي او در ونه رسېږي، په دغو کسانو کې کوم یو د دغه کار لپاره وړ بولې؟ علي رضی الله عنه وویل: عثمان. بیا یې له عثمان رضی الله عنه سره ولیدل او ویې ویل: که ته دغه هدف ته ونه رسېږي، له دغو کسانو څخه کوم یو یې وړ بولې؟ ویې ویل: علي. بیا عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه له زبیر رضی الله عنه سره ولیدل او له هغه سره یې هم د علي او عثمان رضی الله عنهما په څېر خبره شریکه کړه، هغه وویل: عثمان. وروسته یې سعد رضی الله عنه ولید او همدا خبره یې ورسره شریکه کړه، هغه هم وویل: عثمان."

4-      عبدالرحمن رضی الله عنه د خپلې مشورې داریره پراخه کړه، له اهل الحل و العقد او هغو کسانو سره یې هم مشورې وکړې، چې په مدینه کې وو:

"عبدالرحمن رضی الله عنه څو شپې سرګردانه و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو، د پوځ له هغو مشرانو چې مدینې ته راغلي وو او د قوم له مشرانو سره یې مشورې وکړې؛ خو له هر چا سره به یې چې ولیدل، د عثمان نوم به یې واخیست. هغه شپه چې په سهار یې ټاکنه کېدله، تر ډېره یوې و بلې خواته وګرځېد او د شپې په وروستیو کې د مسور بن مرخمه کور ته راغی، ویې لید چې نوموړی د شپې په وروستیو کې ویده شوی دی، له خوب څخه یې راویښ کړ او ورته ویې ویل، ایا ته ویده یې او ما ټوله شپه هېڅ سترګې نه دي پټې کړي، لاړ شه زبیر او سعد را وغواړه. کله چې هغوی راغلل، نو عبدالرحمن رضی الله عنه د جومات په پای کې په ځانګړې کوټه کې، چې د مروان له کور سره څنګ کې وه، له زبیر رضی الله عنه څخه وغوښتل: دا کار د عبد مناف دوو زامنو ته پرېږده، زبیر رضی الله عنه وویل، زه مې خپله برخه علي ته ورکوم. بیا یې سعد رضی الله عنه ته وویل، زه او ته خو نږدې خپلوان یو، خپله برخه دې ماته راکړه، چې زه یې وټاکم، هغه وویل که چېرې ته عثمان ټاکې، خو زه بیا علي خوښوم".

دلته مو ولیدل چې له اهل الحل و العقد سره تر مشورې وروسته د نوماندانو شمېر تر دوو یعنې عثمان رضی الله عنه او علي رضی الله پورې را محدود شو.

5-      په پایله کې عبدالرحمن رضی الله عنه – له اهل الحل و العقد څخه په وکالت– د دوو نوماندانو له منځه خلیفه وټاکه او په بېړه یې له هغه سره بیعت وکړ، وروسته نورو خلکو هم د انعقاد بیعت ورسره وکړ. هغه مهال عبدالرحمن رضی الله عنه وویل: "زه هره خوا وګرځېدم او مشورې مې وکړې، اې خلکو تاسو باید بدګوماني ونه کړئ. وروسته یې علي رضی الله عنه را وغوښت او ویې ویل، ایا له الله سره ژمنه کوې چې د الله پر کتاب، د رسول الله پر سنتو او د تېرو دوو خلفاوو پر سیرت به عمل کوې؟ علي رضی الله عنه یې په ځواب کې وویل، هیله لرم چې د خپل علم او توان په اندازه به عمل وکړم. بیا یې عثمان رضی الله عنه را وغوښت او هغه ته یې هم د علی رضی الله عنه په څېر خبره وکړه، عثمان رضی الله عنه په ځواب کې ورته وویل، هو او عبدالرحمن رضی الله عنه له هغه سره بیعت وکړ".

حزب التحریر له دغو روایتونو څخه د استدلال پر اساس د خلیفه د ټاکلو لپاره ګامونه اخیستي دي او د خلافت نوماندان یې په دوو پړاوونو کې محدود کړي دي. دا ګامونه د انعقاد د شرطونو د چمتووالي لپاره د نوماندانو د شمېر په محدودولو سره پیل کېږي. دا هغه کار دی چې د مظالمو په محکمې پورې اړه لري، هغه محکمه چې پخوا به خلیفه جوړوله، ځکه چې خلیفه د خپل خلافت پرمهال د مظالم قاضي هم دی.

په همدې ترتیب حزب التحریر د اهل نوماندانو شمېر په دوو پړاوونو کې محدودوي، په لومړي پړاو کې د نوماندانو شمېر شپږ کسان کېږي او دا هغه کار و چې عمر رضی الله عنه د امت په استازیتوب وکړ، ځکه هغه مهال له عمر رضی الله عنه څخه غوښتل شوي وو، چې خپل ځای‌ناستی وټاکي. په دویم پړاو کې شمېر دوو نوماندانو ته رسېږي او دا هغه کار دی چې عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه د اهل الحل و العقد په وکالت ترسره کړی دی. په راتلونکي خلافت دولت کې به د امت په نیابت سره د امت مجلس د خلافت د نوماندانو شمېر په همدې توګه مشخص او محدودوي.

محترمو دوستانو: په حکومتولۍ پورې اړوند ټول موضوعات لکه، د دولت تاسیس او د خلیفه ټاکل د قوانینو په چوکاټ کې په بشپړ تفصیل سره چمتو شوي دي او یوازې تطبیق کېدو ته په تمه دي؛ یوازینی کار چې مسلمانان یې باید ترسره کړي، هغه د دولت اقامه، د دغو احکامو عملي کول او له هغه خلیفه سره بیعت کول دي، چې د الله د کتاب او د رسول الله د سنتو پر اساس پر موږ حکم کوي. 

د مطلب ادامه...

هند یو ځل بیا خپلو خلکو ته د حزب التحریر په اړه حقیقت ویلو کې پاتې راغئ Featured

(ژباړه)

د ۲۰۲۳م کال، د مې په ۱۰مه بېلابېلو رسنیو راپورونه ورکړي چې د هند په دوو ښارونو؛ بهوپال او حیدراباد کې شاوخوا ۱۶ مسلمانان نیول شوي. په دغو راپورونو کې پر حزب التحریر تور پورې شوی او یو «ترهګر» سازمان یاد شوی چې د هند پر وړاندې د «جهاد« نیت لري. په راپورونو کې د ځینو «بهرنیو» استخباراتي ادارو په ګډون بېلابېلې استخباراتي ادارې (دولتي او د اتحادیې) د «نامعلومو» سرچینو په توګه ماخذ نیول شوې. له نیول شوو کسانو سره د حزب التحریر له لوري چاپ شوي کتابونه د تورونو اساس بلل شوی. له هغه وخت راهیسې په انلاین ډول بېلا بېل تورونه خپرېږي؛ ځینې یې دغه ۱۶نیول شوي مسلمانان په تامیل ناډو ایالت کې د حزب التحریر د غړو له هغې قضیې سره تړي چې اوس روانه ده. (سرچینه)

د نړۍ تر ټولو لویې ډیموکراسۍ؛ یعنې هند په وار وار ښودلې چې دوی ته حقیقت ارزښت نه لري. د مودي حکومت (د قضایه قوې په ګډون) د ټولنې د بېلابېلو برخو له لارې غواړي د حزب التحریر مفکورې ته زیان ورسوي او تورونه پرې پورې کړي چې خلک د دغه حزب له دعوت څخه مخ واړوي؛ د مودي حکومت داسې ښيي چې ګواکي د حزب دعوت د کوم بهرني دولت غوښتنه ده. د حیرانۍ خبره په دغې موضوع کې د رسنیو د ادارو بې پروايي ده. په هند کې دا معمول ده؛ په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه پر ډیموکراسۍ د خلکو باور د پام وړ کم شوی او د دې اصلي لامل دا دی چې خلک پوه شوي چې ډیموکراسي په وار وار د ژوند په بېلابېلو برخو؛ لکه حاکمیت، سیاست، اقتصاد او ټولنیز برخو  کې پاتې راغلې. دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه چې مودي په دې وروستیو کې د ډیموکراسۍ په اړه نړیواله غونډه کې د دې خبرې په کولو ـ چې هند د ډیموکراسیو «مور» ده ـ نړۍ حیرانه کړه. د مودې دې خبرې له ځینو هغو احساساتي او تودې وینې واله هندیانو پرته چې حقیقت ته له پام پرته د مودي هره خبره مني؛ د هند خلک، روښانفکران او بنسټونه هم حیران کړل. مشهور مورخ، البیروني په ۱۰۱۶م کال کې د هند سیمې ته سفر کړی و او د خپلو سترګو لیدلی حال یې داسې بیان کړی چې د تش په نامه «هندو عالمانو» له دې سره جوړه وه چې د دین او تاریخ په اړه خلکو ته په خپلو خبرو کې اغراق وکړي او درواغ ووایي او دا ډېری وخت د هغه وخت د حاکمانو له لوري منل کېدل! ان په دې وروستیو کې وینو چې څنګه د BJP رهبران د کشمیر دوسیو (The Kashmir Files) او د کریلا کیسې (The Kerala Story) پشان تخیلي فلمونه د «حقایقو» په توګه مني. ښايي د وخت په تېرېدو د اسلام د دښمنانو له لوري په درواغو د حقیقت په پټولو کې بدلون نه وي راغلی او د ډیموکراسۍ په نوم ملنډو له دې خبرې سره لا مرسته کړې وي.

سره له دې چې دولتونه، حاکمان او د هغو اجېنټان د هند د خلکو پر وړاندې درواغ خپروي، حزب التحریر به د حقیقت له ویلو او تکرارولو ستړی نه شي. حزب التحریر اسلامي نړۍ ته د حکومتولۍ لپاره خلافت نظام وړاندې کوي. د خلافت د بیا تاسیس لپاره د حزب التحریر منهج او تګلاره یوازې تر فکري او سیاسي دعوت پورې محدوده ده او د خلافت نظام د تاسیس لپاره مادي تګلارې، لکه د وسلو او تاوتریخوالي کارول د شرعي تګلارې خلاف ګڼي.

حزب التحریر دغه دعوت د دې لپاره کوي چې مسلمانان فکر او غور وکړي او په دې لار کې د مخالفانو تورونو ته پام نه کوي. دغه بې ځایه تورونه په حقیقت کې متنفذینو ته د حقیقت د لیدلو وړتیا ورکوي، ځکه چې حقیقت د بل هر څه خلاف خپل جذابیت لري. دغه پیښې د حق د دعوتګرانو پر وړاندې د جاهلیت د دعوتګرانو کمزوري ښيي. الله سبحانه وتعالی به د حقیقت د مخالفانو د دسیسو پر وړاندې د مخلصو دعوتګرو ملاتړ وکړي، بأذن الله.

موږ، حزب التحریر د اسلامي امت استازي یو. موږ پر ټولو انسانانو؛ مسلمانانو او نامسلمانو غږ کوو چې اسلام د یو متمدن بدیل په توګه ومني؛ پانګوال نظام، سیکولریزم او ډیموکراسي پریږدي، چې د هند د خلکو په ګډون یې انسانیت بدبخته، بېوزله او ویشلی دی. موږ پر هغو مخلصینو، چې خپلو خلکو ته وفادار دي، غږ کوو چې د پلورل شوو رسنیو د ادعاوو حقیقت معلوم کړي؛ دغه رسنۍ د هغو پانګوالو غلامي کوي چې د اسلام او مسلمانانو له بدنامولو ګټه اخلي تر څو خلک د ازادۍ او ډیموکراسۍ په نامه په خپله غلامۍ کې وساتي. په داسې حال کې چې موږ مسلمانان هغه قوم یو چې الله سبحانه وتعالی رالېږلي یو تر څو انسانان د انسانانو له عبادت څخه د الله عبادت؛ د دنيا له تنګوالي څخه د دنيا او آخرت پراخوالي او د دینونو له ظلم څخه د اسلام عدالت ته راوبولو.

[إِنَّهُ مَن يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيى]

ژباړه: «حقیقت دا دی، څوک چې د مجرم په توګه د خپل رب حضور ته ورشي، د هغه لپاره دوزخ دی، چې په هغه کې به نه مري او نه به هم ژوندی پاتې کېږي.» [طه: ۷۴]

انجنیر صلاح الدین عضاضه

د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر

ژباړه: فریدون محتاط

د مطلب ادامه...

د خلیفه د ټاکلو لپاره عملي کړنلارې

(ژباړه)

بخاري په خپل صحیح کې روایت کړی دی:

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَاتَ وَأَبُو بَكْرٍ بِالسُّنْحِ، قَالَ إِسْمَاعِيلُ: يَعْنِي بِالْعَالِيَةِ، فَقَامَ عُمَرُ يَقُولُ: وَاللَّهِ مَا مَاتَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَتْ وَقَالَ عُمَرُ: وَاللَّهِ مَا كَانَ يَقَعُ فِي نَفْسِي إِلَّا ذَاكَ وَلَيَبْعَثَنَّهُ اللَّهُ فَلَيَقْطَعَنَّ أَيْدِيَ رِجَالٍ وَأَرْجُلَهُمْ، فَجَاءَ أَبُو بَكْرٍ فَكَشَفَ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَبَّلَهُ قَالَ: بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي طِبْتَ حَيًّا وَمَيِّتًا وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَا يُذِيقُكَ اللَّهُ الْمَوْتَتَيْنِ أَبَدًا، ثُمَّ خَرَجَ فَقَالَ: أَيُّهَا الْحَالِفُ عَلَى رِسْلِكَ فَلَمَّا تَكَلَّمَ أَبُو بَكْرٍ جَلَسَ عُمَرُ فَحَمِدَ اللَّهَ أَبُو بَكْرٍ وَأَثْنَى عَلَيْهِ وَقَالَ أَلَا مَنْ كَانَ يَعْبُدُ مُحَمَّدًا صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَإِنَّ مُحَمَّدًا قَدْ مَاتَ وَمَنْ كَانَ يَعْبُدُ اللَّهَ فَإِنَّ اللَّهَ حَيٌّ لَا يَمُوتُ وَقَالَ: {إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ}، وَقَالَ: {وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ} قَالَ: فَنَشَجَ النَّاسُ يَبْكُونَ قَالَ: وَاجْتَمَعَتْ الْأَنْصَارُ إِلَى سَعْدِ بْنِ عُبَادَةَ فِي سَقِيفَةِ بَنِي سَاعِدَةَ فَقَالُوا مِنَّا أَمِيرٌ وَمِنْكُمْ أَمِيرٌ فَذَهَبَ إِلَيْهِمْ أَبُو بَكْرٍ وَعُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ وَأَبُو عُبَيْدَةَ بْنُ الْجَرَّاحِ فَذَهَبَ عُمَرُ يَتَكَلَّمُ فَأَسْكَتَهُ أَبُو بَكْرٍ وَكَانَ عُمَرُ يَقُولُ وَاللَّهِ مَا أَرَدْتُ بِذَلِكَ إِلَّا أَنِّي قَدْ هَيَّأْتُ كَلَامًا قَدْ أَعْجَبَنِي خَشِيتُ أَنْ لَا يَبْلُغَهُ أَبُو بَكْرٍ ثُمَّ تَكَلَّمَ أَبُو بَكْرٍ فَتَكَلَّمَ أَبْلَغَ النَّاسِ فَقَالَ فِي كَلَامِهِ: نَحْنُ الْأُمَرَاءُ وَأَنْتُمْ الْوُزَرَاءُ، فَقَالَ حُبَابُ بْنُ الْمُنْذِرِ: لَا وَاللَّهِ لَا نَفْعَلُ مِنَّا أَمِيرٌ وَمِنْكُمْ أَمِيرٌ، فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ: لَا وَلَكِنَّا الْأُمَرَاءُ وَأَنْتُمْ الْوُزَرَاءُ هُمْ أَوْسَطُ الْعَرَبِ دَارًا وَأَعْرَبُهُمْ أَحْسَابًا فَبَايِعُوا عُمَرَ أَوْ أَبَا عُبَيْدَةَ بْنَ الْجَرَّاحِ، فَقَالَ عُمَرُ: بَلْ نُبَايِعُكَ أَنْتَ فَأَنْتَ سَيِّدُنَا وَخَيْرُنَا وَأَحَبُّنَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَخَذَ عُمَرُ بِيَدِهِ فَبَايَعَهُ وَبَايَعَهُ النَّاسُ، فَقَالَ قَائِلٌ: قَتَلْتُمْ سَعْدَ بْنَ عُبَادَةَ، فَقَالَ عُمَرُ: قَتَلَهُ اللَّهُ

ژباړه: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له مېرمنې عایشې رضی الله عنها څخه روايت دی، چې ويې وویل: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو، ابوبکر په سنح کې و، د حدیث راوي اسماعیل وایي يعنې لوړه سيمه کې و. عمر رضي الله عنه پر لوړ ځای ودرېد او ویې ویل: په الله سبحانه وتعالی قسم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی وفات شوی. عایشه رضی الله عنها وایي: عمر وویل: په الله قسم زما زړه یې نه مني، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې وفات شوی وي، الله سبحانه وتعالی به هغه (له بې‌هوښۍ څخه) بېرته را پاڅوي او د هغو کسانو لاسونه او پښې به پرې کړي (چې د هغه د وفات خبره کوي). ابوبکر راغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له مخ څخه یې (څادر) پورته کړ او پر تندي یې ښکل کړ او ویې ویل: زما مور او پلار دې له تا قربان شي، د ژوند او مرګ دواړو پرمهال پاک او سپېڅلی یې. زما دې قسم پر هغه ذات وي، چې زما روح یې په لاس کې دی، الله تعالی هېڅکله دوه ځله تا نه وفات کوي. ابوبکر راووت او دا خبره یې وکړه: اې قسم کوونکیه (یعنې دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دی وفات شوی) ارام شه او بېړه مه کوه. کله چې ابوبکر دا خبره وکړه، عمر رضی الله عنه کېناست. ابوبکر صدیق رضی الله عنه د الله سبحانه وتعالی حمد او ستاینه پیل کړه او ویې ویل: پام مو وي، چا چې د محمد عبادت کاوه، هغه وفات شوی او چا چې د الله سبحانه وتعالی عبادت کاوه، هغه سبحانه وتعالی ژوندی دی او هېڅکله نه وفات کېږي. همدارنګه دا ایت یې تلاوت کړ: «ژباړه: بېشکه ته به هم مړ شې او دوی به هم مړه شي» (الزمر: ۳۰) له دې وروسته یې دا ایت تلاوت کړ: «ژباړه: محمد یوازې یو پیغمبر دی، چې له هغه مخکې نور پیغمبران هم تېر شوي دي. که هغه مړ شي یا ووژل شي، ایا تاسو به له خپلې عقیدې څخه ګرځئ؟ هر څوک چې له خپلې عقیدې څخه وګرځي، الله سبحانه وتعالی ته زیان نشي اړولی او الله سبحانه وتعالی به ډېر ژر شکر ایستونکو بنده‌ګانو ته بدله ورکړي.» (آل عمران: ۱۴۴) راوي وايي: په داسې حال کې چې خلکو په لوړ اواز ژړل، انصار په سقیفه بني ساعده کې (د خلافت په تړاو) پر سعد بن عباده راټول شوي وو او ویل یې: یو امیر دې له موږ (انصارو) څخه او یو امیر دې له تاسو (مهاجرینو) څخه وي، ابوبکر، عمر بن خطاب او ابوعبیدة بن جراح ورغلل. عمر غوښتل چې له هغوی سره خبرې وکړې، مګر ابوبکر ورته وویل چې څه به نه وایې، عمر رضي الله عنه ويل: ما کوم بل څه ويل نه غوښتل، يوازې له ځان سره مې ځينې خبرې برابرې کړې وي، وېرېدم چې ابو بکر به يې په ښه شکل او پوره بلاغت سره ونه وايي، خو کله چې ابو بکر رضي الله عنه خبرې وکړې، نو هغه تر تر هر چا ښې او بليغې خبرې وکړې. ابوبکر وویل، امیران به له موږ څخه وي او وزیران له تاسو څخه، نو حباب ابن المنذر وويل: نه پر الله سوګند داسې نه کوو، يو امير به له تاسو وي او يو به له موږ وي، ابو بکر رضي الله عنه وويل: امیران به له موږ څخه وي او وزیران له تاسو څخه، ځکه هغوی (قریش) په عربو کې هم د (قبیلې) له مخې او هم د خپلوۍ (له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خپلوۍ او په اسلام کې د مخینې) له مخې وړ دي، نو له عمر او یا ابو عبیده بن جراح سره بیعت وکړئ. عمر وویل، نه له تا سره بیعت کوو، ته زموږ سردار او تر ټولو غوره شخص یې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو نږدې دوست ته یې. له همدې امله عمر د ابوبکر لاس ونیو او له هغه سره یې بیعت وکړ، خلکو هم بیعت ورسره وکړ، یو چا وویل سعد بن عباده مو وواژه (د هغه حيثيت مو تر پښو لاندې کړ او څنډې ته مو کړ)عمر رضي الله عنه وويل: الله دې هغه ووژني.

له ابن حجر عسقلاني څخه په فتح الباري کتاب کې په ځانګړې توګه د عایشې رضی الله عنها د حدیث په تړاو چې د وفات او د سقیفې د کیسې په اړه دی، را نقل شوي دي: هغه څه چې د وفات اړوند دي، پخپل ځای کې به د غزاوو د بحث په وروستیو کې راشي، مګر د سقیفې موضوع چې له ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره د خلافت لپاره بیعت دی، هغه مصنف د ابن عباس له لارې له عمر څخه د حدودو په برخه کې راوړې ده او یوه برخه یې د احکامو په برخه کې د انس له لارې له عمر څخه یادونه شوې ده او تر ټولو بشپړ روایت یې د ابن عباس دی.  

په سقیفه بني ساعده کې له ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره د خلافت لپاره بیعت وشو او کله چې په سقیفه کې د دې غونډې پر مهال له ابوبکر سره بیعت وشو، نو اصحاب په دې اړه چوپ پاتې شول او د هغوی تایید دا بیانوي، چې نوماندان د اهل الحل والعقد لخوا چې د انعقاد شرطونه یې پوره کړي وي، وړاندې کېږي. وروسته پر دې بحث کېږي چې کوم یو نوماند غوره دی او بیا له هغه سره د مسلمانانو د چارو د ولایت له مخې بیعت کېږي؛ په دې توګه دا سلسله په حقیقت کې هغه شرعي کړنلاره ده چې د هغې په واسطه د مسلمانانو خلیفه ټاکل کېږي. که چېرې څوک د نورو راشده خلفاوو د ټاکلو څرنګوالی تعقیب کړي، نو همدا د ابوبکر د ټاکلو حالت په بېلابېلو اسالیبو موندلی شي. همدارنګه کله چې له عمر رضی الله عنه سره بیعت وشو؛ ابوبکر صدیق رضی الله عنه تر خپل وفات وړاندې د نورو اصحابو په غوښتنه عمر د مسلمانانو خلیفه ټاکلی و، مسلمانان د ابوبکر له وفات وروسته پر هغه راټول شول او بیعت یې ورسره وکړ. عمر رضی الله عنه له خپل وفات وړاندې یو کس نه، بلکې شپږ تنه اصحاب د دغه منصب لپاره غوره کړل، ترڅو مسلمانان د هغه له وفات وروسته له دغو شپږو کسانو څخه یو غوره کړي او بیعت ورسره وکړي. وروسته هغو شپږو کسانو د دې چارې په اړه مشوره وکړه او په دوی کې د نوماند د ټاکلو مسوولیت عبدالرحمن بن عوف ته وسپارل شو، ترڅو دوی خلکو ته ور وپېژني چې د خلافت لپاره بیعت ورسره وکړي. عبدالرحمن بن عوف ته له هغه وروسته دا مسوولیت وسپارل شو، چې ځان یې له دغې سیالۍ څخه وایست، نوموړي په ښه ډول دغه کار ترسره کړ او شپه او ورځ یې د دغو پنځو تنو کاندیدانو تر منځ هڅه کوله، چې په دوی کې به د نورو له ګوښه کېدو وروسته کوم یو خلکو ته ور پېژني. وروسته نوموړي ته دا ښکاره شوه، چې یوازې د عثمان او علي تر منځ محدوده سیالي پاتې ده، نو خلکو ته ورغی چې مشوره ورسره وکړي، چې له دغو دوو کسانو څخه کوم یو غوره کوي. له همدې امله یې د مهاجرو او انصارو له ښځو او نرانو څخه پوښتنه وکړه، وروسته یې خلک جومات ته راټول کړل او بیعت یې علي ته وړاندې کړ، خو هغه پخپله خوښه قبول نه کړ، وروسته یې عثمان ته وړاندې کړ او له هغه سره یې بیعت وکړ. له دې وروسته نورو مسلمانانو په جومات کې له هغه سره بیعت وکړ او په دې توګه د خلافت چارې هغه ته وسپارل شوې. مګر له علي رضی الله عنه سره بیعت په مدینه او کوفه کې د عثمان رضی الله عنه له وفات وروسته د جمهورو علماوو په واسطه ترسره شو.

دا کړنلارې د اسلوبونو په بدلون سره صحابه‌وو رضی الله عنهم تایید کړې، اجماع یې پرې کړې او له هغو څخه یې په اسلامي دولت کې د خلیفه د ټاکلو څرنګوالی اخیستی دی؛ یعنې هغه خلافت دولت چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته به ډېر ژر یو ځل بیا راشي. د هغو کړنلارو له ارزولو وروسته متوجه کېږو، چې په ټولو حالاتو کې:

1-      نوماند کسان د خلکو لپاره اعلانېږي.

2-      دوی ټول به د انعقاد شرطونه لري.

3-      وروسته د اهل الحل و العقد نظر له هغو مسلمانانو څخه اخیستل کېږي، چې د امت استازي وي او په هغه وخت کې دا کسان صحابه وو.

4-      هر هغه څوک چې د امت د استازو (اهل الحل و العقد) له لوري او یا په دوی کې د اکثریت کسانو لخوا وټاکل شي، نو له هغه سره د انعقاد بیعت کېږي او په دې توګه خلیفه ګڼل کېږي او اطاعت یې واجب دی.

5-       وروسته خلک ورسره د اطاعت بیعت کوي.

د عمر رضی الله عنه لخوا د شپږو اصحابو ټاکلو او له عثمان سره بیعت ته په اشارې کولی شو، چې ووایو:

1-      لنډمهاله امیر هم شته دی، یعنې ترڅو چې نوی خلیفه ټاکل کېږي، د چارو مسوولیت دی پر غاړه اخلي.

2-       د نوماندانو د شمېر لوړه کچه به یوازې شپږ کسان وي.

د مسلمانانو لپاره د خلیفه د ټاکلو په برخه کې دا هغه کړنلارې دي، چې د راشده خلفاوو د ټاکلو پرمهال له اصحابو څخه راپاتې دي. مسلمانان به د الله تعالی په مرسته ډېر ژر د اصحابو او راشده خلفاوو دا غوره حالت یو ځل بیا راوګرځوي او د دوی په څېر به موږ هم په ایماني فضا کې ژوند وکړو. وروسته به خلافت دولت بېرته را ژوندی کړو او داسې خلیفه به وټاکو چې د اسلام له پولو څخه ساتنه وکړي او په کور دننه او بهر کې به د امت مصلحتونه خوندي کړي.

اللهم آمین

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

هندو دولت ځکه په اشغال شوي کشمير کې د G-20 کنفرانس جوړولو جرات وکړ چې د پاکستان واکمنانو د کنټرول پر کرښه په اوربند زموږ د وسله‌والو ځواکونو مخه نیولې Featured

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

هندو دولت د اشغال شوي کشمیر په سرینګر کې د G-20 درې ورځنۍ غونډه نیسي چې د مې په ۲۲مه پیلېږي. دا په اشغال شوي کشمیر کې د هندو دولت د ظالمانه اشغال د مشروع ښودلو یوه بله هڅه ده. هندو دولت دا جرات ځکه وکړ چې د پاکستان واکمنانو د کنټرول پر کرښه په اوربند زموږ د وسله والو ځواکونو – چې هم د ازدۍ تږي دي او هم یې وړتیا لري- لاسونه او پښې تړلي. که د پاکستان پوځ د کنټرول پر کرښه جدي دریځ نیولی وای یا په اشغال شوي کشمیر کې د جهاد بنسټونه پاتې وای؛ هند به په سرینګر کې د G-20 کنفرانس جوړولو فکر کړی و؟ هېڅکله نه. اوس د پاکستان واکمنان په دغه کنفرانس کې د چین او ځینو اسلامي هېوادونو د ګډون نه کولو پرېکړه خپله بریا ښيي. په داسې حال کې چې دا کار نه د ۲۰۱۹م کال، د اګست په ۵مه په هند پورې د اشغال شوي کشمیر د تړلو پرېکړه لغوه کوي او نه اشغال شوی کشمیر ازادولی شي.

حقیقت دا دی چې د پاکستان واکمنانو په اشغال شوي کشمیر کې د G-20 کنفرانس جوړولو لپاره له هندو دولت سره د تسهیل کوونکي په توګه کار وکړ. د ۲۰۱۹م کال په اګست کې د هندو دولت له لوري په زور په ځان پورې د اشغال شوی کشمیر تړل د سرو کرښو ښکاره ماتول وو. هندو دولت ته باید د دغه کار په غبرګون کې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شوی وای. خو د پاکستان حکامو د خپل بادار، امریکا په امر د دې پر ځای چې د کنټرول پر کرښه وسله وال ځواکونه بسیج کړي؛ هڅه یې وکړه چې د پاکستان د مسلمانانو او وسله‌والو ځواکونو غوسه سړه کړي. د دې لپاره یې ځینې کړنې وکړې؛ په اسلام اباد کې يې د کشمیر د لویې لارې نوم د سرینګر لویې لارې ته بدل کړ؛ د پاکستان په رسمي نقشه کې یې اشغال شوی کشمیر د خپلې خاورې په توګه وښود؛ په اونۍ کې د څو دقیقو لپاره په کوڅو کې ودرېدل او پر مټو یې تورې پټې وتړلې او په ملګرو ملتونو کې یې وینا وکړه. له هغه وروسته د پاکستان واکمنانو هندو دولت ته اسانتیاوې برابرې کړې؛ د ۲۰۲۱م کال د فبروري په ۲۵مه يې د کنټرول پر کرښه د اوربند تړون لاسلیک کړ. دوی دا کار د خپلو امریکايي بادارانو په امر وکړ چې د مودي له لوري د اشغال شوي کشمیر د جبري الحاق ټینګښت ډاډمن کړي. دغو اسانتیاوو برابرولو هندو ایالت ته جرات ورکړ چې G-20 کنفرانس په اشغال شوي کشمیر کې ونیسي.

د پاکستان سیاسي او پوځي واکمنان له لسیزو راهیسې د اشغال شوي کشمیر په اړه امت ته دوکه ورکوي. دوی ادعا کوي چې د کشمیر د مسلمانانو لپاره به د سیاسي، معنوي او ډیپلوماټیکي ملاتړ برابرولو ته دوام ورکړي. ايا د مظلوم مظلوميت يوازې په سياسي، معنوي او ډيپلوماټيکي ملاتړ پای ته رسېدلی شي؟ هېڅکله نه. دوی دغه راز ادعا کوي چې غواړي د اشغال شوي کشمیر اشغال د ملګرو ملتونو د حللارو له مخې ختم کړي. ايا دوی ته دا نه ده څرګنده چې ملګري ملتونه پخپله د اشغال يوه وسيله ده؟ دوی نه پوهېږي چې ملګري ملتونه یوازې هغه حللارې وړاندې کوي چې د امریکا او غربي اشغالګرو هیوادونو له ګټو سره سمې وي؟ د ملګرو ملتونو حللارو ته په تمه کېدل یوازې دومره کوي چې هندو دولت د خپل اشغال د ټینګښت لپاره ډېر وخت پیدا کړي.

ظالمان او اشغالګر چې څو په زور ونه ایستل شي؛ تر هغه یې ظلم او اشغال نه ختمېږي. الله سبحانه وتعالی فرمايي،

[وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ]

ژباړه: «له هغوی سره هر چېرې چې مخامخ شئ وجنګېږئ، له هغه ځایه يې وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یئ...» [بقرة: ۱۹۱]

واکمنان مو باید هېڅکله دوکه نه کړي. باید پوه شو چې یوازې هغه څه وکړو چې الله سبحانه وتعالی يې امر کړی. د الله سبحانه وتعالی احکام یوازې هغه دولت پلي کولی شي چې د الله سبحانه وتعالی د دین پر بنسټ جوړ شوی وي او اسلام بشپړ پلي کړي. دا دولت د نبوت پر منهج راشده خلافت دی. خلافت د ملګرو ملتونو او نړیوالو قوانینو په ګډون اوسنی نړیوال استعماري نظم ته غاړه نه ږدي. خلافت به د مظلومانو غوښتنو ته ځواب ووايي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّاً وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيراً]

ژباړه: «په تاسو څه شوي دي، چې د الله تعالی په لاره کې د هغو بېوسو نارینه، ښځو او ماشومانو لپاره نه جنګېږئ چې کمزوري کړل شوي دي، تر فشار لاندې نیول شوي دي او فریادونه کوي چې : اې زموږ ربه، موږ له دې وطنه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي وباسه؛ او له خپل لوري څخه زموږ لپاره سرپرست او مرستندوی پیدا کړه.» [نسأ: ۷۵]

د دنیا او آخرت د عزت او په دنیا کې د ظلم د پای ته رسولو لپاره د نبوت پر منهج خلافت تاسیس کړئ.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

ژباړه: فریدون محتاط

 

د مطلب ادامه...

په اسلام کې حکومتي نظام

(ژباړه)

بني اسرائیل به د خپلو پیغمبرانو په واسطه رهبري کېدل.

امام بخاري په خپل صحیح کې روایت کړی دی چې:

أَبَا حَازِمٍ قَالَ: "قَاعَدْتُ أَبَا هُرَيْرَةَ خَمْسَ سِنِينَ فَسَمِعْتُهُ يُحَدِّثُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: كَانَتْ بَنُو إِسْرَائِيلَ تَسُوسُهُمْ الْأَنْبِيَاءُ كُلَّمَا هَلَكَ نَبِيٌّ خَلَفَهُ نَبِيٌّ وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَيَكُونُ خُلَفَاءُ فَيَكْثُرُونَ، قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا قَالَ: فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ أَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ".

ژباړه: له ابوحازم څخه روایت دی چې وایي: ما له ابوهریره سره پنځه کاله وخت تېر کړی او له هغه څخه مې واورېدل چې له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یې روایت کړي وو، چې فرمایلي یې دي: بني اسرائیل به پیغمبرانو رهبري کول او کله به چې یو پیغبمر وفات شو، پر ځای به یې بل پیغمبر راغی، مګر له ما وروسته بل پیغمبر نشته دی، خو خلفاء به وي چې هغوی به ډېر شي، ویې ویل: موږ ته څه امر کوې، ویې فرمایل: د لومړي خلیفه پر بیعت وفا وکړئ او د خلفاوو حق پرځای کړئ او الله سبحانه وتعالی به له دوی څخه د خپلو رعیتونو د وضعیت په اړه پوښتنه کوي.

دا حدیث شریف په دې دلالت کوي چې الله سبحانه وتعالی د خلکو په اړتیاوو او مصلحتونو خبر دی، د هغوی لپاره یې د ارامۍ او نېکمرغۍ ټول وسایل چمتو کړي دي. هغه سبحانه وتعالی په دې حقیقت پوهېږي، چې د انسان ژوند له ټولنې پرته ناممکن دی او انساني ټولنې یوازې هغه مهال باثباته او اصلاح کېږي، چې حاکم ولري او نوموړی خپل خلک باید د هغه نظام پر اساس رهبري کړي، چې دوی پرې راضي وي. تر ټولو غوره نظام چې د خلکو د ارامۍ او نېکمرغۍ لامل کېږي، هغه نظام دی چې د الله سبحانه وتعالی له لوري رالېږل شوی وي. پر دې اساس موږ وینو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه حدیث کې دې ته اشاره کوي، چې انسان الهي نظام ته اړتیا لري او په بني اسرائیلو کې دغه نظام د انبیاوو لخوا مخته وړل کېده او پیغمبران به د بني اسرائیلو د رهبرۍ او لارښوونې لپاره یو پر بل پسې راتلل؛ مګر اسلام چې پیغمبر یې تر ټولو وروستی نبي دی، حاکمیت یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته هغه مسلمانو ته ورکړی، چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت د تطبیق لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای‌ناستی شي. له همدې امله خلیفه هغه حاکم دی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته د مسلمانانو د چارو مسوولیت پر غاړه اخلي، د هغه لاره تعقیبوي او د الله د کتاب او د رسول د سنتو پر اساس د امت د چارو په خوندي کولو کې د هغه مسیر بشپړوي.

الله سبحانه و تعالی فرمایي:

"وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ"

ژباړه: او (اې پيغمبره) د دوی تر منځ د هغه څه پر اساس حکم وکړه، چې الله نازل کړي دي. د هغوی د هیلو او غوښتنو پیروي مه کړه او پام کوه چې دوی دې په فتنه کې وانه چوي، له ځينې هغه څه څخه چې الله تعالی پر تا نازل کړي دي.

کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خطاب، د هغه ټول امت ته خطاب دی، نو مسلمانان مکلف دي چې داسې خلیفه وټاکي چې د هغوی تر منځ د هغه څه پر اساس حکم وکړي، چې الله سبحانه وتعالی پر خپل رسول نازل کړي دي، یعنې د هغو احکامو پر اساس چې د بنده‌ګانو چارې سمبالوي او مصلحتونه یې خوندي کوي.

د خلافت د اهمیت او اړتیا د ثبوت لپاره په قرآن، سنتو او د اصحابو په اجماع کې دلایل شته دي، چې پر هغه ټینګار کوي او دا تاییدوي چې خلافت په اسلام کې یوازينی حکومتي نظام دی. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي:

"فَاحْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ"

ژباړه: نو د دوی تر منځ د هغه څه پر اساس فیصله وکړه، چې الله پر تا نازل کړي دي او د هغوی له غوښتنو او هیلو څخه د پیروۍ لپاره له هغه حق او حقیقت څخه مه تېرېږه، چې تا ته راغلی دی.

له سنتو څخه دلیل: همدغه حدیث دی چې نن مو یې په اړه بحث وکړ.

مګر د اصحابو اجماع: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو او خاورو ته لا نه و سپارل شوی، نو اصحاب د هغه صلی الله علیه وسلم د ځای‌ناستي پر ټاکلو بوخت شول؛ که څه هم اسلام توصیه کړې چې میت باید په بېړه خاورو ته وسپارل شي او هغه هم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم میت وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر دفن کولو وړاندې په هر عمل د اصحابو بوخت کېدل، په حقیقت کې د هغه عمل اهمیت څرګندوي. که څه هم هېڅ صحابي پر دې نیوکه ونه کړه، چې خاورو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپارلو وړاندې ولې دوی د هغه صلی الله علیه وسلم د ځای‌ناستي پر ټاکلو بوخت شول، په داسې حال کې، که چېرې دا چاره د شرعې خلاف وای، حتمي یې منعه کول. له همدې امله دې چارې ته ډېر اهمیت ورکول دا څرګندوي، چې په حقیقت کې دا د اصحابو د اجماع لپاره دلیل دی او دا چاره د مسلمانانو له ولي‌الامر سره بیعت دی، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم ځای‌ناستی شي. که چېرې څوک ووایي چې د اصحابو په منځ کې ځینې کسان وو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ځای یې د خلیفه پر ټاکلو اعتراض درلود، نو ویلی شو چې د هغوی اعتراض یوازې پر شخص (خلیفه) و، نه د خلافت پر مقام.  

پر همدې اساس خلافت؛ په اسلام کې حکومتي نظام دی چې د الله تعالی لخوا فرض شوی دی، ترڅو مسلمانان د بیعت په واسطه د هغه حکومت لپاره خلیفه وټاکي، چې اساس یې د الله کتاب او د هغه د رسول سنت وي. ځکه خلیفه په دې دنیا کې د مسلمانانو عمومي رهبر دی، چې شرعي احکام اقامه کوي او د اسلام دعوت لېږدوي. د همدې ځانګړتیا له مخې خلافت هغه ځانګړی حکومتي نظام دی، چې د نړۍ له مخکینیو او اوسنیو ټولو نظامونو سره توپیر لري او له هغوی سره هېڅ اړیکه نه لري.

ژباړن: صهیب منصور

د مطلب ادامه...

جي-۷ ناسته که نړیواله دارالندوه‌! Featured

د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو (G7) رهبرانو ناسته دا ځل د مې میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې د جاپان په هیروشیما کې جوړه شوه. د دې ناستې د پای اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې اسلامي امارت باید د «تروریزم» پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، باید د بشري حقونو او اساسي ازادیو د نقض مخنیوی وشي، ټولګډونه حکومت جوړ شي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو محدودیت وضع نه شي او...

د حزب‌التحریر – ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر په دې هکله لاندې ټکي د یادونې وړ ګڼي:

۱. په بیانیه کې راغلي چې «موږ له طالبانو غواړو چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې خپلو تعهداتو ته ژمن وي.» په اسلامي مصطلاحاتو کې، تروریزم یو ناپېژنده مفهوم دی. دغه اصطلاح د غرب د سیاسي لیدلوري پر اساس جوړه شوې ده، چې تر ډېره د خپل دښمن د ځپلو لپاره کار ترې اخلي. د جي- ۷ رهبران اسلامي امارت په داسې حال کې د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره ژمنتيا ته رابولي، چې ۲۰ کاله تر همدغه نامه لاندې د اسلام او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت د مجاهدینو پر وړاندې وجنګېدل؛ د مسلمانانو خاورې یې اشغال کړې، جسدونه یې پر بمونو او باروتو والوزول او د مسلمانانو ذهنونه یې د خپلو فکري وسلو په ذریعه په نښه کړل. دا په داسې حال کې ده چې د اکسفورډ په قاموس کې تروريزم داسې تعريف شوی: «د سیاسي اهدافو د پر مخ وړلو په موخه له ځواک څخه ناقانونه ګټه اخیستل او تاوتریخوالی او وېره اچول، په ځانګړې توګه د غیر نظامیانو پر وړاندې.» په دغه صورت کې همدا د جي- ۷ ناستې رهبران چې ځانونه د نړۍ رهبران هم ګڼي، د ځمکې پر مخ خورا ستر تروریستان دي. دوی نه یوازې د مسلمانانو، بلکې د بشریت پر وړاندې جنایت کړی او کوي یې. دا ناسته په هیروشیما کې جوړه شوې وه، حال دا چې هیروشیما د امریکايي تروریزم خورا ستر قرباني دی. امریکايي رهبران په هیروشیما کې ناست دي او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې خبرې کوي، په داسې حال کې چې پر دغه سیمه پر لومړي اتومي بم غورځولو پښېمانه نه دي او شرم هم نه لري، چې تر ۲۰۰ زره زیات کسان یې پر یوه وخت هلاک کړل!

۲. د دې اعلامیې په یوه بله برخه کې راغلي دي چې «موږ د طالبانو له لوري د بشري حقونو او اساسي ازادیو له سیستماتیک نقض سره خپل خورا شدید مخالفت څرګندوو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د دوی د نه منل کېدونکو تصمیمونو د ژر تر ژره لغوه کولو غوښتنه کوو.» له شک پرته چې بشر حقونه او مکلفیتونه لري؛ خو هغه یوازې د بشر خالق ټاکي. په داسې حال کې چې بشري حقونه یو خاص مفهوم دی، چې د سیکولر عقیدې پر اساس رامنځته شوی او پر مسلمانانو حرامه ده چې رعايت کولو ته یې ژمن وي. له بلې خوا اسلامي دولت باید هغه حقونه او مکلفیتونه چې الله تعالی نازل کړي دي، ونه ځنډوي؛ هغه باید یوازې د خپل رب د رضایت لپاره پلي کړي.

۳. په بیانیه کې د ملي مشارکت او ټولګډونه حکومت یادونه هم شوې ده؛ په داسې حال کې چې د یوه نظام ټولشمولیت هم د هغو نوو اصطلاحاتو له جملې څخه دی، چې له اسلامه پردۍ دي. دا اصطلاح له یوې خوا پر قومي، ژبني، نژادي او د اقلیتونو پر لیدلوري رامنځته شوې او له بلې خوا د غربي پلورالېزم مفکورې یو مظهر دی، ترڅو په ټولنو کې د سیکولر نظام جوړښت تضمین کړي. ټولګډونه حکومت همغه سیکولر نظام دی، چې هر ډول انسانان او ډلې له هر ډول عقیدې او ارزښتونو سره باید په نظام کې ګډون ولري. دا ډول مشارکت له یوې خوا غربي ارزښتونه تضمینوي او له بلې خوا د استخباراتي کړیو نفوذ ته هم لار هواروي. خو په اسلامي نظام کې اصل تقوا او کاري ظرفیت دی. په اسلامي نظام کې یوازې هغه کسان د رهبرۍ په پوستونو کې ګومارل کېدای شي، چې پر اسلام ایمان لري او د هغه تطبیق خپل مکلفیت ګڼي. نو اسلامي نظام په یوه قوم او پاړکي پورې ځانګړی نه دی او په هغو کسانو پورې هم محدود نه دی، چې ټولنه پر رجال الدین (دیني علماوو) او رجال الدنیا (سیاستوالو) وېشي او پر ځان د «رجال الدین» ټاپه وهي.

۴. د دې بیانیې یو بل ټينګار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان پر فعالیتونو نه محدودیت دی. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان له یوې خوا د سیکولر عقیدې پر اساس جوړ شوی او د خپل نړیوال فعالیت پر اساس دا خپله موخه ګڼي چې سیکولر عقیده او لېبرال ارزښتونه د یوه نړیوال دین په توګه ترویج او تطبیق کړي او همداراز یې ساتنه او څارنه وکړي. له بلې خوا د سترو قدرتونو ـ په ځانګړې توګه د امريکا ـ سیاسي او استعماري ګټو ته مشروعیت ورکوي او په هغه پورې تړلي بنسټونه د استعمارګرو هېوادونو د استخباراتي ځالو په توګه هم کار کوي. نو حرامه ده چې د دغو سازمانونو په میثاق کې داخل شو، په داسې حال کې چې د دغه سازمان اصلي موخه دا ده چې موږ د الله تعالی له میثاق څخه وباسي، د ځمکې پر مخ د اسلام د تطبیق مخنیوی وکړي او پرېنږدي چې یوازې اسلام بشریت رهبري کړي.

د دې دارالندوې غړي په ټول توان هڅه کوي چې خلافت دولت تاسیس نه شي او اسلام د یوه نوي نړیوال نظم په توګه ظهور ونه کړي. دغه نړیوال زورواکي او د هغوی سازمانونه په ښکاره د خپلې عقیدې او دین خبره کوي او په ډېر جرئت د خپلو ارزښتونو د نړیوالتوب دفاع کوي او نړۍ مجبوروي چې د دوی په نړیوال دین کې داخله شي. په داسې حال کې چې دا جرئت باید د مسلمانانو وي؛ ځکه یوازینی حق دین ورسره دی، چې پيغام یې سیاسي او نړیوال دی او مسلمانان د هغه پر اقامه او  اظهار مکلف شوي دي. نو د خلافت دولت په وسیله د اسلام تطبیق نه یوازې یوه اړتیا ده، بلکې زموږ شرعي مکلفیت هم دی او دغه مکلفیت هله عملي کېږي، چې ځان له هغو مکلفیتونو ازاد کړو چې سیکولر نړۍ او د هغې سازمانونه یې په ځلونو د عملي کېدو خبره کوي، تحریمونه وضع کوي او فشار راوړي.

د حزب‌التحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

نژادي تعصب ته لمن وهل؛ د فرصت‌طلبو سیکولر سیاسیونو یوه بله ناوړه وسیله ده

خبر:

په وروستیو اونیو کې، برېتانوي مطبوعاتو د دغه هېواد په حکومت کې د بېلابېلو وزیرانو لخوا د ښي اړخو او متعصبو رایې ورکوونکو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره «نژادي تعصب» ته د لمن وهلو موضوع راپورته کړې. دا وروسته له هغې کېږي چې د انګلستان د کورنیو چارو وزیرې، سویلا براورمن په یو لړ له سپکاوي ډکو خبرو کې مشخصاً وویل چې برېتانوي-پاکستاني نارینه ډېر د هغو ډلو غړي دي چې په دغه هېواد کې د کوچنیو  سپین پوستو نجونو په جنسي ځورونه کې ښکېل دي؛ نوموړې یې په دغو خبرو دا ناوړه عمل په یو ډول د هغوی له نژاد او کلتور سره وتاړه.

نوموړې د دغې خبرې د منلو پر ځای چې د ماشومانو جنسي ځورونه د هېواد په کچه لویه ستونزه ده چې ټول سکتورونه او د ټولو نژادونو لرونکي کسان پکې ښکېل دي؛ یوازې هغو لویو قضیو ته یې اشاره وکړه چې د پاکستاني اصلیت لرونکي کسان پکې ښکېل وو. دې وویل چې د هغو جنسي جرمونو عاملین چې د ماشومانو جنسي ځوروونکې ډلې پکې ښکېلې دي؛ «کابو ټول یې پاکستاني- برېتانیایي نارینه دي». دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د همدغه کورنیو چارو وزارت له لوري خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو چې د توکم، نژاد او د ماشومانو جنسي ځورونې ترمنځ اړیکه پیدا کول ډېر ستونزمن کار دی؛ په پایله کې يې ویلي وو چې د ماشومانو د جنسي ځوروونکو ډلو ډېری غړي سپین پوستي نارینه دي چې سن یې تر ۳۰ کالو ټیټ دی. دا ډېره د حیرانتیا خبره ده، ځکه چې د دغه هېواد غوڅ اکثریت سپین پوستي دي.

براورمن له سکای نیوز سره په مرکه کې دا هم وویل چې برېتانوي - پاکستاني نارینه «ښځو ته په سپکه سترګه او ناقانونه بڼه ګوري؛ له ښځو سره د دوی چلند په زاړه فکر او ښکاره ناوړه دی». د کورنیو چارو وزیرې د کډوالو په اړه هم له سپکاوي ډکې خبرې وکړې؛ د کوچنیو کښتیو له لارې هېواد ته د کډوالو او پناه غوښتونکو ننوتل یې «تېری» وباله او ویې ویل چې دا چاره د جرمونو، مخدره توکو د کاروبار، فحشا او ناوړه استفادې د کچو لوړېدو سبب شوې. د کډوالو چارو وزیر، رابرټ جنریک وویل: «ډېرېدونکې او نه کنټرولېدونکې کډوالي هغه ترحم ګواښي چې برېتانوي ټولنه پرې پېژندل کېږي» او دا چې دغه هېواد ته راتلونکي خلک «د ژوند بېلابېلې بڼې او ارزښتونه لري چې د انګلستان له خلکو سره ورته نه دي ... دا هغه کلتوري انسجام کمزوری کوي چې بېلابېلې ټولنې سره تړي».

تبصره:

نژادي تعصب ته لمن وهل دې ته وايي چې د سیاسي ګټو لپاره د ځانګړو قومي ډلو پر وړاندې د نژادي تعصب او غوسې راپارولو لپاره پاروونکې خبرې یا درواغ وویل شي. دغه وسیله په ټوله نړۍ کې د سیکولر سیاست په یوه برخه یا په سیکولر دولتونو کې په یوه انتخاباتي تکتیک بدله شوې. د حیرانتیا خبره نه ده چې براورمن او جنریک د روانې میاشتې محلي او د راتلونکي کال عمومي ټاکنو په درشل کې دا ډول خبرې کوي. د ګډوالو او مسلمانانو ضد بیانیې او د هویت سیاست، چې ځینې قومي ډلې په نښه کوي، له اوږدې مودې راهیسې د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو پس منظر دی او نوماندان یې له یو بل سره د سیالۍ لپار کاروي؛ دوی له دې لارې خپلو رایه ورکوونکو ته ښيي چې د نورو نژادونو، قومونو، یا له نورو هېوادونو څخه راغلو کډوالو باندې بې باوره دي او کرکه ترې لري. په فرانسه کې ټول سیاسیون -کیڼ اړخي، ښي اړخي او منځلاري- استدلال کوي چې په دغه هېواد کې د بهرنیو وګړو زیاتېدو د فرانسې کلتوري ارزښتونه اغېزمن کړي. د فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون د تېر کال ټاکنیز کمپاین پر مهال په یوه غونډه کې خپلو پلویانو ته وویل: « کله چې د کډوالۍ له پدیدې وېرېږو، باید د خپلې DNA د فاع هم وکړو». د امریکا په سیاست کې له اوږدې مودې راهیسې هغه پالیسۍ کارېږي چې د سپین پوستو د شکمنولو او له افریقايي الاصله امریکایانو څخه د وېرې لپاره جوړې شوې. ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو په ټاکنیزو کمپاینونو کې د کډوالو ضد او له پردیو د وېرې خبرې وکړې چې له دې لارې یوه ځانګړې ډله خلک پر ځان رامات او رایه یې خپله کړي.

دا ټول یو ځل بیا د سیکولر پانګوال نظام ذاتي ګواښونه تفرقه اچول ښيي چې سیاسیون یې په ټاکنو کې د بریا لپاره د درواغو، تعصب او قومي ډلو پر وړاندې د کرکې راپارولو په کیسه کې نه دي. دغه نظام سیاسیونو ته اجازه ورکوي چې ټولنې د یو بل پر وړاندې وکاروي، نژادي کرکه خپره کړي او د خپلو کړنو پایلو ته له پام پرته ښي اړخو تندلارو ته جرات ورکړي. په برېتانیا کې تېر کال د مسلمانانو ضد جرمونه ۲۸ سلنه زیات شول؛ تر ټولو ستر لامل یې د ښي اړخو کرکې پاروونکو ډلو زیاتېدل وو چې د مسلمانانو په اړه له ناسم تصور -د هغه ناسم تصور په ګډون چې سیاسیون یې وړاندې کوي- څخه ناوړه ګټه اخلي. د انګلستان په ډوور سیمه کې د کډوالو پر مرکز او په نوزلي کې په یوه هوټل کې پر کډوالو برید هم د کورنیو چارو وزیرې د کډوالو ضد خبرو سره تړاو لري. په ۲۰۱۹ کې چې د برېنټن ټارنټ په نامه یوه کس د نیو زیلنډ په کرېس چرچ سیمه کې په دوو جوماتونو کې ۵۱ مسلمانان ووژل؛ تر ډزو وړاندې یې پر وسله «د راټرهام لپاره» لیکلي وو. راټرهام په انګلستان کې یو ښار دی چې ښي اړخه سیاستوال یې ډېر وخت د ماشومو نجونو د جنسي ځورونې په پېښو کې د پاکستاني نارینه‌وو د ښکېلتیا په اړه بېګلو کې د ناوړه استفادې لپاره یادوي؛ دلته په یوه پېښه کې ځينې پاکستاني نارینه د سپين پوستو ماشومو نجونو په جنسي ځورونه کې ښکېل ګڼل شوي وو.

له دې هر څه سره، څنګه دغه نظام ته د یوه دولت د ادارې لپاره تر ټولو غوره نظام ووایو؟ دغه نظام چې قومي او نژادي تعصب ته لمن وهي؛ څنګه منسجمه ټولنه جوړولی شي؟ دغه نظام چې سیاسیونو ته اجازه ورکوي چې د خپل شهرت زیاتولو او ټاکنو ګټلو لپاره له لږکیو څخه د نورو لپاره د بوکس خلته جوړه کړي؛ څنګه پرمختللی او متمدن ګڼلی شو؟ څنګه کولی شو داسې یوه نظام ته د سالم سیاسي موډل په سترګه وګورو چې د خلکو ترمنځ د نفاق تخم شیندي او ټولنې بېلوي؟

د مسلمانانو په توګه، یقیناً د دې وخت را رسېدلی چې د بشر په لاس جوړ دغه نظام له خپلو هېوادونو ورک کړو؛ ځکه چې د مسلمانانو ترمنځ یې هم د نفاق اور بل کړی او سیاسیونو ته یې اجازه ورکړې چې د خپلو سیاسي ګټو لپاره زموږ په ټولنو کې دغه اور لا زیات کړي! یقیناً اوس د دې وخت را رسېدلی چې د الله سبحانه و تعالی نظام، د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیس کړو؛ خلافت ثابته کړې چې د خلکو ترمنځ د تعصب ریښې له منځه وړي؛ ټول قومونه او ملیتونه د یوه دولت تر سیوري لاندې داسې سره یو ځای کوي چې ټول د اسلام د عادلانه قوانینو له مخې د یو شان درناوي او خوندیتوب احساس وکړي. یقیناً د دې وخت دی چې دغه پرمختللی او متمدن نظام بیا تاسیس کړو چې سیاسیون یې د خپلو ګټو لپاره د خلکو ترمنځ د تعصب او کرکې رامنځته کولو پر ځای د خلکو د پاملرنې او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره کار کوي.

 [ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِّنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ]

ژباړه: «له دې وروسته (اې پیغمبر صلي الله علیه وسلم) موږ د دین په باب پر یوه روښانه لار (شریعت) برابر کړی یې. نو پر همغه لار لاړ شه او د هغو کسانو د نفسي غوښتنو پيروي مه کوه چې نه پوهېږي.» [الجاثیة: ۱۸]

دحزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ډاکټر نسرین نواز

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر – ښځو څانګې مشره

ژباړه: محمد هارون رؤفي

د مطلب ادامه...

نصرت او د هغه وسایل او اساسات

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

 نصرت د عربي ژبې په لغت کې د مرستې کولو په معنی راغلی: نَصَرَ المَظلُومَ نَصرًا وَ نُصُورًا؛ یعنې مرسته یې ورسره وکړه او نَصَرَ الغَیثَ الاَرضَ؛ یعنې باران ځمکه خړوبه او شنه کړه. د نصرت ضد انکسار، هزیمت، ماتې، تېښته، تسلیمي، مغلوبېدل، زیان، محرومېدل، ناکامي او بند پاتې کېدل راغلي دي. نصرت یعنې پر دښمن برلاسي او بریا او یوه ډېره په زړه پورې کلمه ده، چې زړه ته ارامتیا وربښي او په مقابل کې یې هزیمت بیا یوه ناوړه کلمه ده چې ذلت، خواري، فقر او د دښمن برلاسي پکې ده. نصرت یعنې پر خپلو دښمنانو برلاسي او له شرعي پلوه هغې بریا ته وایي چې د جګړې په ډګر کې وګټل شي. د نصرت کلمه یوازې د مسلمانانو لپاره د في سبیل الله جهاد لپاره کارول کېږي، چې مجاهدین پر شاه نه، بلکې پر مخ ولاړ شي او له جهاد څخه ډېره ګټه واخلي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَ لَقَد نَصَرَکُمُ اللهُ بِبَدرٍ وَ أنتُم أذِلَّة فَاتَّقُوا اللهَ لَعَلَّکُم تَشکُرُونَ[آل عمران: 123]

ژباړه: الله تاسې په بدر کې بریالي کړئ، په داسې حال کې چې (د کافرانو په پرتله) تاسو کمزوري وئ؛ نو له الله وډار شئ، ترڅو شکر (د هغه د نعمت په بدل کې) پر ځای کړئ.

او فرمایلي یې دي:

﴿یَاأیُّهَاالذِینَ آمَنُوا إنْ تَنْصُرُوا اللهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: 7]

ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! که تاسو له الله (د هغه له دین سره) مرسته وکړئ، نو هغه به له تاسې سره مرسته وکړي او ستاسو قدمونه به کلک کړي.

 پورته ایت ښيي چې مسلمانان باید د الله تعالی له اوامرو او نواهیو سره سم ځانګړي فعالیتونه ترسره کړي، تر څو الله سبحانه وتعالی په خپل احسان سره هغوی ته نصرت ورکړي او قدمونه یې کلک کړي.

په حقیقت کې نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی او لاندې قول یې د دلیل په توګه بسنه کوي:

﴿وَ مَا النَّصرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾ [آل عمران: ۱۲۶]

ژباړه: بریالیتوب یوازې د ځواکمن او حکیم الله له لوري دی.  

 نصرت له حکمت او عزت سره ټینګه اړیکه لري، ځکه الله سبحانه وتعالی نصرت په خپل حکمت سره نازل کړی او د هغه چا نصرت کوي چې د خپل عزت مستحق یې وګڼي. د نصرت کلمه د قرانکریم په لسګونه ایتونو کې راغلې او ټول پر دې ټينګار کوي چې نصرت یوازې د الله سبحانه وتعالی په لاس کې دی، چې بېلګه یې لاندې ایت دی:

﴿وَ لَیَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِىٌّ عَزِيزٌ﴾ [حج: ۴۰]

ژباړه: الله تعالی به هرو مرو له هغو کسانو سره مرسته وکړي، چې له هغه (دین) سره یې مرسته وکړي. الله تعالی ډېر زورور او برلاسی دی (پخپل نامحدود قدرت سره خپل دوستان بریالي کوي او څوک یې د کړنو او ژمنې مخه نشي نیولی.

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ(۱۷۱) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ﴾ [صافات: ۱۷۱-۱۷۲]

ژباړه: له خپلو لېږل شویو بنده ګانو سره موږ لاپخوا (په لوح محفوظ کې) ژمنه کړې، چې په یقیني ډول به له هغوی سره مرسته وشي.

همدارنګه په ډېرو ایاتونو کې راغلي، چې له کافرانو، منافقانو، تېری‌کوونکو او ظالمانو سره نصرت حرام دی. لکه؛ ﴿وَ لَاهُم یُنصَرُونَ؛ یعنې له هغوی سره مرسته نه کېږياو ﴿وَ إن یُقَاتِلُوکُم یُوَلُّوکُمُ الاَدبَارَ ثُم لَا یُنصَرُونَ؛ یعنې که له تاسو سره وجنګیږي او بیا شا کړي، نو مرسته به ورسره ونه شياو ﴿لَا یَستَطِیعُونَ لَهُم نَصرًا؛ او نه شي کولی چې له خپل ځان سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده که چېرې مومنان د نصرت شرایطو ته پام ونه کړي، له نصرت څخه به محروم شي، په ځانګړي ډول کله چې د کفارو او ظالمانو لوري ته تمایل پیداکړي:   

﴿وَلَا تَرکَنُوا ا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ﴾ [هود: ۱۱۳]

ژباړه: پر ظالمانو (کافرانو او مشرکانو) تکیه مه کوئ (او که مو داسې وکړل) نو دوزخ به مو راګیر کړي او (پوه شئ چې)  تاسو له الله پرته داسې دوستان او سرپرستان نه لرئ (چې تاسو ته پناه درکړي او له شر و بلا څخه مو لرې کړي) او (پر کافرانو او مشرکانو له تکیې کولو ورسته د الله له لوري) له تاسو سره مرسته نه کېږي او (پر دښمنانو) نه شئ بریالي کېدلی.

نصرت ځانته ځانګړي اسباب، اساسات او اړتیاوې لري، چې سبب یې یوازې الله سبحانه وتعالی دی. د نصرت پایلې په دې پورې تړلې دي چې منصور باید مومن وي او د مومنانو لپاره د نصرت پایلې د الله تعالی له لوري، د هغوی شرایطو او امر منلو ته په پام سره یوه ډالۍ ده، چې هغوی باید ظلم او مخالفت ونه کړي. مومنان باید الله سبحانه وتعالی ته نصرت ورکړي او دا جمله په حقیقي مانا نه، بلکې په مجازي مانا کارول کېږي. یعنې مومنان باید خپلې شرعي وجیبې ترسره کړي او باید لازمه او مناسبه توښه برابره کړي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَلَوْ أَرَادُوا الخُرُوج لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً﴾ [توبه: ۴۶]

ژباړه: که یې غوښتی چې (د جهاد لپاره) ووځي، نو د هغه لپاره یې وسایل او مهمات چمتو کول (مجهز او په وسلو سمبال روانېدل).

 نو کله چې الله سبحانه وتعالی دمومنانو اخلاص، پابندي او چمتووالی وویني، د خپل حکمت له مخې هر وخت او په هر کیفیت سره چې وغواړي نصرت ورکوي.

خو د نصرت اساسات دا دي، چې الله سبحانه وتعالی باید حاضر او ناظر وبلل شي، پر ناصروالي یې باور ولري او همدارنګه لازم چمتووالی یې ترسره کړی وي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الخَیلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَءَاخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ﴾[انفال: ۶۰]

ژباړه: له دښمنانو سره د (مبارزې لپاره) چې څومره کولی شئ، خپل (مادي او معنوي) ځواک او قوي آسونه چمتو کړئ، ترڅو په دې توګه د الله دښمن او خپل دښمن ووېروئ او له هغوی پرته نور کسان هم ووېروئ، چې هغوی تاسو نه پېژنئ او الله تعالی یې پېژني.

دا ایت په ډاګه کوي چې نصرت دوه پړاوونه لري: لومړی د مومنانو غالبیت او بریالیتوب او دویم د کافرانو ماتې.

د مسلمانانو د اوسني واقعیت او له دغه ناوړه حالت څخه د وتلو د کیفیت له بیانولو وړاندې، پکار ده چې د دوو قضیو تر منځ توپیر وکړو؛ نصرت او خلافت غوښتنه. نصرت د جګړې په ډګر کې پر دښمن برلاسي او بریا ده او خلافت غوښتنه د مسلمانانو د دولت د نشتون له امله د هغوی کمزورۍ حالت بیانوي. نو د نصرت شرایط د خلافت غوښتنې له شرایطو سره توپیر لري. د نصرت شرایط لکه مخکې مو چې وویل؛ د کافرانو پر وړاندې د جګړې لپاره د لازم تیاري نیول دي او د خلافت غوښتني شرایط د دعوتي (فکري او سیاسي) چارو لپاره او همدارنګه د غاصبو حکامو پر وړاندې راپورته کېدل دي، چې د مسلمانانو قدرت یې غصب کړی دی. همدارنګه د اسلامي دولت په وسیله د مسلمانانو د قدرت بېرته راګرځول دي؛ هغه دولت چې سپېڅلی شریعت په کوردننه او بهر کې پلی کوي.

که خلافت غوښتنې ته په مجازي ډول پام وکړو، هغه نصرت بللی شو؛ خو په حقیقت کې خلافت غوښتنه د نصرت مقدمه او د نصرت د تر لاسه کولو اړین شرط دی. یعنې کله چې مسلمانان خپل غصب شوی قدرت بېرته تر لاسه کړي، دولت تاسیس کړي او د في سبیل الله جهاد له لارې دعوت ولېږدي، نو هغه وخت مسلمانان له خپل دښمن سره جګړه کوي او د الله سبحانه وتعالی د لاندې قول او غوښتنې پر اساس پر خپل دښمن بر لاسي کېږي:

﴿كَم مِّن فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَت فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَاللَّهُ مَعَ الصَّٰبِرِينَ﴾ [بقره: 249[

ژباړه: ډېر ځله داسې شوي چې یوه کوچنۍ ډله د الله تعالی په امر پر یوې لویې ډلې برلاسې شوې ده او الله تعالی له صبرکوونکو سره دی.

 واقعیت دا دی چې اوسمهال مسلمانان په کمزوري حالت کې دي او غواړي له دې کمزوري حالت څخه د ځواکمتیا پر لوري لاړ شي او دا په حقیقت کې د سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، جغرافیوي او... واقعیتونو په فهم پورې تړلی دی. دغه راز د الله تعالی له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه د مناسب دلیل را ایستل او همدارنګه د دې واقعیت د حل لپاره د دواړو مطابقت رامنځته کول دي. همدارنګه دې ته اړتیا ده چې د مسلمانانو حالت دقیق وڅېړل شي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان، چې په مکه مکرمه کې یې د اقوالو او اعمالو په یوه کلي چوکاټ کې (فکري او سیاسي) فعالیت وکړ، نو په هماغه شان باید ژور فکر او سیاسي فعالیت وشي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان، چې خپل فکري او سیاسي کار یې په (اِقرَأ) پیل کړ او څه موده وروسته بیا د عقبې دویم بیعت وشو او کله چې په مکه کې دعوت له ستونزو سره مخ شو، نو د دعوتي چارو د مخته بېولو او د اسلامي دولت د تاسیس لپاره یې یثرب ته د هجرت پرېکړه وکړه. موږ باید له دغه ستونزمن حالت څخه د وتلو لپاره په مکه مکرمه کې د رسول الله صلی علیه وسلم لاره تعقیب کړو، یعنې کله یې چې دعوت پیل کړ او د فکري او سیاسي فعالیت چارې یې په مخفي او ښکاره ډول تنظیم کړې او دا منهج باید د صحابه کرامو له طریقې څخه زده کړو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په سر کې و. ځان باید پوه کړو چې هغوی د مشرکانو عقیدې څه ډول کمزورې کړې، د هغوی معبودان یې څه ډول معیوب وګڼل او دوی یې څنګه ناپوه وبلل. همدارنګه يې د هغوی پر اقتصادي، ټولنیز او نورو نظامونو نیوکې وکړې او د هغوی د ناوړه نظامونو او عقایدو په مقابل کې یې بدیل وړاندې کړ.

کله چې په مکه کې دعوت سخت شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم اړ شو چې له مکې څخه ووځي او د قبیلو له مشرانو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه. په داسې حال کې چې هغوی ټولو له دې کار څخه مخ واړاوه. الله سبحانه وتعالی خپل دین ته عزت ورکړ او د خپل رسول دعوت یې اظهار کړ، ځکه هغه یثربي ډله یې د خپل رسول لپاره چمتو کړه، چې له قریشو سره د خپلو ځينو قومونو پر ضد د تړون لپاره راغلې وه او دا هغه اساسي ټکی و، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په مرسته په یثرب کې د ارتکاز پړاو ته داخل شو. همدارنګه مصعب بن عمیر یې مدینې ته د دې لپاره ولېږه، چې له فکري او سیاسي پلوه یې له اسلام سره اشنا کړي او د هغه ځای متنفذین ځان ته رانږدې کړي، ترڅو له رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو سره یې هلته د لومړني اسلامي دولت د تاسیس او اسلام د حاکمیت لپاره همکاري وکړي.    

کله چې اسلامي دولت تاسیس او ځای پرځای شو، نو په بېړه یې د خپلو دښمنانو د له منځه وړلو هڅې پیل کړې او داسې یې وځپل چې د شیطان وسوسې یې د هغوی له سره وایستې. له بدر څخه یې پیل وکړ، بیا د احد او وروسته یو په بل پسې د نورو غزاوو نوبت راغی، بیا یې د حدیبیې سوله وکړه، مکه یې فتحه کړه او بالاخره د قریشو رژیم ته یې د پای ټکی کېښود او د اسلامي دولت د یوه ولایت په توګه يې ورسره یو ځای کړه؛ پرته له دې چې څوک یې په غم کې ورسره وژاړي. د قریشو رژیم له فتحې مخکې سقوط شوی و او ډېری خلک له قریشو څخه بېزاره وو. دا همغه برخلیک دی چې اوسمهال زموږ په مغزو کې ګرځي او د ختیځ او لوېدیځ د ظالمو دولتونو په ګډون يې د مسلمانانو د لاسپوڅو نظامونو لپاره غواړو. دا هغه دولتونه دي چې خپله وړتیا یې له لاسه ورکړې او په دې تمه دي چې څوک به يې رانسکور کړي؛ یعنې دوی د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره شېبې شماري، چې په خپل راتګ سره به دوی ته د پای ټکی کېږدي.    

﴿إِنَّهُمْ یَرَونَهُ بَعِيدًا(۶) وَ نَرَاهُ قَرِیبًا﴾[معارج: ۶-۷]

ژباړه: دوی هغه ورځ لرې بولي او موږ یې نیږدې ګڼو.

 لیکوال: شیخ عصام عمیره

د الرایه جریدې له ۴۳۹ ګڼې څخه اخیستل شوې

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې