پنجشنبه, ۱۹ جمادی الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۱/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د ایران منافقانه سیاست؛ له شیعیه‌ګانو سره خیانت او امریکا ته خدمت Featured

په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۵۰۰ مسلمانان په لبنان کې د یهودي دولت د بریدونو له امله په شهادت رسېدلي او په زرګونو نور ټپیان شوي دي. دغه بریدونه په بېلابېلو بڼو ترسره شوي دي، د بېلګې په توګه؛ د اړیکو د دستګاوو لکه، د پیجرونو او بې‌سیمونو له…
د مطلب ادامه...

اې نتانیاهو! له شک پرته چې دا یوازې اسلامي عقیده ده چې ته او ستا ملاتړي يې په وېره کې اچولي یئ!

(ژباړه) شهید اتل، ماهر الجازي په خپلې اتلولۍ د فلسطین د سپېڅلي خاورې درې تنه غاصب مجرمین پر هغه لار ووژل، چې د یهودي اشغالګر رژیم له لوري د بې‌غیرته حکامو په همکارۍ او د کفري غربي هیوادونو په ملاتړ اشغال شوې وه. دغې سرښندنې اسلامي امت او نړۍ ته…
د مطلب ادامه...

ملي سرود د ملي‌پالنې ترانه ده چې د نوي جاهلیت تعصب ژوندی ساتي

 په وروستيو کې د پاکستان په پيښور کې د افغانستان د حکومت سرکونسل او په ايران کې په يوه نړيواله غونډه کې د افغانستان ډيپلوماټيک استازي د دغو دوو هيوادونو د ملي سرودونو په احترام له درېدو څخه ډډه وکړه. دغه اقدامات د پاکستاني او ايراني مقاماتو له منفي غبرګونونو…
د مطلب ادامه...

اصلي مکلفیت یوازې د تېریو درول نه، بلکې د ټول اشغال پر ختمولو تمرکز دی!

 (ژباړه) د اسلامي هېوادونو وزیران، د اندونیزیا له ختیځ څخه د مراکش تر لويديځ پورې په دې هڅه کې دي چې په لویدیځه غاړه یا په غزې تړانګه کې د صهیونستي رژیم له لوري د بشري حقونو د سرغړونو او تجاوزونو پر وړاندې فشارونه زیات کړي. لومړي وزیران او د…
د مطلب ادامه...

پرېکون لازمي دی، خو حللاره نه ده؛ بلکې یوه غلط فهمي ده چې خلک پرې غولېږي او داسې احساس ورکوي چې خپل مکلفیت يې ترسره کړی دی!

  • خپور شوی په مصر
(ژباړه) الازهر شریف د یوې جنجالي اعلامیې په ترڅ کې پر مسلمانانو غږ کړی، چې له ټولو سیاسي، ډیپلوماټیکو او ولسي وسایلو کار واخلي، تر څو په فلسطين کې د وينو تویولو د مخنيوي او د اسلامي مقدساتو، په ځانګړې توګه د الاقصی جومات د ساتنې لپاره د یهودي دولت…
د مطلب ادامه...

له افغانستان څخه د امريکا د وتلو درې کلني؛ که ځيرک و نه اوسو هغه امريکا چې له دروازې ووتله، له کړکۍ بېرته راګرځي! Featured

د وږي نهمه د امريکا د ماتې او له افغانستان څخه يې د وروستي سرتېري د تېښتې له درېيمې کليزې سره برابره ده. د حزب التحرير – ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د افغانستان مبارزينو، دعوتګرانو او مجاهدینو ته د دغې لويې لاس ته راوړنې…
د مطلب ادامه...

هند باید ژر تر ژره د بنګله‌دیش د خلکو ګواښل ختم کړي

د راپورونو پر اساس، د ۲۰۲۴م کال د اګېسټ په ۹مه د هند حکومت یوه کمېټه جوړه کړه، ترڅو د هندوستان-بنګله‌دیش د پولې په اوږدو کې پر روان وضعیت څار وکړي. موخه یې دا ده چې په بنګله‌دیش کې د هند د اتباعو او هندو مذهبه بنګله‌دیشیانو خوندیتوب ډاډمن کړي.…
د مطلب ادامه...

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر پر راتګ بندېز د ستایلو دی؛ خو د «رأس الکفر» د نفوذ جرړې باید وایستل شي

د افغانستان د حکومت ویاند له دویچه‌وله سره په مرکه کې اعلان کړه چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګړی راپورتر ريچرډ بېنېټ افغانستان ته له راتګه منع شوی. نوموړي ټینګار وکړ چې «بېنېټ د افغانستان پر وړاندې د پروپاګند لپاره مامور شوی و او داسې څوک نه دی…
د مطلب ادامه...

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې