چهارشنبه, ۱۲ ذیقعده ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۱/۰۶/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

صحیحه ایډیولوژي داسې اتلان روزي چې پر مټ یې لوی دولت جوړ شي

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

درې کاله وړاندې ما د یو جنبش له یو فعال رهبر او ځوان سره خبرې وکړې او هغه ته مې وویل چې د «چوپتیا بس دی» شعار خپرېدل محتوا نه لري او له یوې نهضتي پروژې سره مطابقت نه لري. هغه ځواب راکړ: «نه، موږ مفصله برنامه لرو او د لومړي ځل لپاره به وزیران باکفایته انسانان وي چې د ځمکو قیادت وړتیا لري. هېواد ته به پرمختګ ورکړي او په دغو استازو، فعالانو او د رسنیو په استازو کې باکفایته بلل کېدل. پر همدغه اساس، وینئ چې شرایط ولې په دومره لنډ وخت کې ناوړه شول، ژوند له ګواښ سره مخ شو، د توکو بیې لوړې شوې، اساسي خدمتونه نشته، د اوبو او برېښنا پرېکون دوام لري او په درملتونونو کې دارو او درمل نشته. دا چې دولت په ځلونه د خپل ملاتړ ادعاوې کړې، خو پر دې سربېره ناامنۍ، وژنې او جنایتونه دوام لري، څو په خلکو کې وحشت او ډار خپور کړي.

پر خلکو د ژوند کولو ساحه تنګول په داسې نظام کې چې اوس پر څوکۍ ناست دی، د دکتورا درجې په درلودو سره یو باکفایته کس هغه رهبري کوي، چې ډېر عمر یې د ملګرو ملتونو د دهلېزونو په تګ راتګ کې تېر کړی او همدارنګه نور وزیران یې بهرنۍ پېژندپاڼې لري. دغو کسانو په غرب کې زده کړې کړې او په غربي سفارتونو کې د کار ښه تجربه لري. نو د یو پوه سړي لپاره اساسي معیارونو کوم دي؟ ایا د ملګرو ملتونو په سازمانونو کې د یو شخص له لاسته راوړنو  سره ضروري اړیکه لري؟ په دغه درک سره چې دولت خپل پوسټ بشپړ بدل کړی او نور واکونه یې پکې ځای پر ځای کړي دي. خو حالت همدغه دی چې تر اوسه یې نه دی بدل شوی او ستاسو د خبرتیا لپاره باید وویل شي: دا موضوع یوازې د سوډان په انقلاب کې نه ده، بلکې ټول ځایونه او د عربي پسرلي ټول انقلابونه له دغه برخلیک سره مخ شوي دي. خلکو ته ښودل شوې چې حل لاره د ملګرو ملتونو د سازمانونو په واکونو کې ده.

هغه کسان چې د بنسټیز بدلون په هڅه کې دي، باید پوه شي چې څرنګه د دولت اتلان جوړېږي او روزل کېږي او د هغې ایډیولوژۍ پیري باید وکړي چې د امت د پرمختګ لپاره ده. د متخصصانو او دولت جوړونکو تر منځ ښکاره توپیر شته. نو هر څوک چې د دولت جوړونې وړ و، که لوړ اسناد هم ونه لري، هغه به ټاکل کېږي. شرط دا دی چې ښه چمتو شي او تر ټولو مهمه موضوع د هغې برنامې شتون دی چې په هغه کې یو دولت جوړونکی روزل کېږي او جوړېږي او دغه برنامه د عقیدې له جنس څخه ده، چې دولت جوړونکی پر هغه باور او عقیده لري؛ څو د هغې ایډیولوژۍ تر منځ اړیکه پرې نه شي چې پلي کېدل یې غواړي. موږ وینو چې په تاریخ کې تر ټولو لوی دولت ۱۳ پېړۍ دوام درلود. پر همدغه اساس، څنګه د هغه دولت ستنې تاسیس شوې او هغه کسان چې د یاد دولت چارې یې سمبالولې، غوره ځانګړتیاوې یې درلودې. ځکه کوم څه چې هغوی جوړ کړل او له نورو یې غوره کړل، د الله سبحانه وتعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت وو. هغوی یې د اسلام د احکامو اړوند د پسونو څرونکو څخه د خلکو د چارو تنظیموونکي، رهبران او رعایت کوونکي وګرځول.

همدارنګه اسلام متحرک و او د خلکو ژوند ته یې نه یوازې په بنسټیز ډول بدلون ورکاوه، بلکې د ټولې نړۍ ژوند یې بدل کړ او په ټولو ځایونو کې نصرت او بریا د مسلمانانو په برخه وه. مسلمانان ځکه بریالي کېدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدرسې زده کوونکي وو؛ هغه کسان چې اسلامي یې د ارقم بن ابي ارقم په کور کې په حلقو کې زده کړ، چې د زده کړې ورکولو ځای و. دا کتله او هسته د دولت د بنسټ لپاره وه او هغه ټول کسان چې پر اسلام معتقد وو، په دې حلقه کې به راټولېدل چې د اسلام په ثقافت سره تثقیف شي او خپل ځان د سیاسي مبارزې لپاره چمتو کړي. دا هغه کسان دي چې د دولت له تاسیس وروسته د هغه چارې مدیریت کوي.

دا د بنسټیز بدلون او انقلاب لپاره شرعي طریقه ده، هغه طریقه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پلي کړې ده. دا هغه کسان وو چې اسلام یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړی دی. د اسلامي دولت په وروستیو کې اتل محمد فاتح چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری یې رښتیا کړ، څنګه یې وکولی شول چې دغه کار ترسره کړي،  په داسې حال چې د ارقم په کور کې یې په حلقو کې ګډون نه و کړی او د نورو غوندې نه و روزل شوی؟ پلار یې تر ټولو غوره ښوونکی شمس الدین ورته راوست او هغه یې دې موخې ته د تر لاسه کېدو لپاره چمتو کړ. پر همدغه اساس، نوموړی د صلاالدین غوندې او د هغه په څېر نور کسان چې تر ده وړاندې تېرې شوي وو، غوره امیر کړ. د هغوی تر منځ پیوستون اسلام دی او دا هغه فکري رهبري ده چې هر کس باید هغه زده کړي او پرې ورزول شي.

هر څوک چې نن ورځ نهضت غواړي، باید د لومړینو اتلانو او فاتحینو ژوند لیک ته سر ورښکاره کړي او هغه وګوري. الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته امر کړی چې د لار ورکۍ په وخت کې د الله سبحانه وتعالی دغه ایت شریف ته پنا یوسي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿‏ وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾  [آیه 104 سورۀ آل عمران]

ژباړه: باید له تاسو یوه ډله وي چې لازمه روزنه ورکړل شي، قران کریم، سنت، د شریعت احکام زده کړي، خلک نېکۍ ته دعوت کړي، په معروف امر وکړي او له منکر نهې وکړي او هغه کسان راستګاران او رښتیني کسان دي.

دا د نن ورځې د امت د زخمونو پټۍ او مرهم دی او هغه د داسې ډلې رامنځته کېدل دي چې په اسلام تثقیف شي او له امت سره تفاعل وکړي. وروسته له یوې ژمنې او قدرت لرونکې ډلې د نصرت غوښتنه وکړي، څو د هغوی دولت او نظام رامنځته شي. نن ورځ له حزب التحریر پرته بله هېڅ داسې ډله نشته چې دا مسیر بشپړ کړي او مسولیت یې ادا کړي. اسلام د خپل کار بنسټ کړي، د دولت لپاره اساسي قانون تدوین کړي، چې ۱۹۱ مادې لري. له قران او سنتو، د اصحابو له اجماع او قیاس څخه په صحیح اجتهاد استخراج شوی دی. ټول عالمان، حقوق پوهان او عام خلک د هغه مطالعې ته رابولي او په راتلونکي کې د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت دولت له لوري د هغه د پلي کېدو غوښتنه کوي. دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده چې هېڅ کله درواغ نه کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [آیۀ 55 سورۀ نور]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او غوره کارونه یې ترسره کړي دي، ژمنه ورکړې چې هغوی به په ځمکه کې د پخوانیو ځای ناستې کړي، څو هغوی ته د ظالمانو له ظلم څخه تر خلاصون وروسته عدل ور په برخه کړي. په همغه بڼه چې پخوانیو ته یې خلافت ورکړی و. هغه دین چې د هغوی لپاره یې خوښ کړی، پر ځای به پاتې شي او ریښې به یې وغځېږي.  د هغوی ډار به په امن او امنیت بدلوي، په داسې بڼه چې یوازې به د الله سبحانه وتعالی عبادت کوي او له هغه سبحانه وتعالی سره به څوک نه شریکوي. هغه کسان چې تر هغه وروسته کافران شي، هغوی فاسقان دي.

لیکوال: عبد السلام إسحاق

د حزب التحریر ـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر غړی

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د سریلانکا رژیم له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو مدرسو او حجاب په منع کولو سره د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې کمپاین ته شدت ورکړی Featured

د سریلانکا د مسلمانانو ضد ملي پال رژیم چې د ګوتهبیا راجپاکسی له لوري رهبري کیږي خپله وروستۍ څیره وښوده. د مړو د جسدونه یې وسوځول او د جبري پالیسۍ په وسیله یې د مسلمانانو د زرګونو مړو د جسدونو بې حرمتي وکړه، په هیواد کې یې له ۱۰۰۰ مدرسو څخه ډېرې بندې کړې او مسلمانې ښځې یې له حجاب اغوستلو څخه چې د مذهبي افراطیت نښانه یې بولي منع کړې دي. په دغو مدرسو کې یوازې د قران، عربي او د اصلي اسلامي عقیدې تدریس کېدلو، چې ډېری یې له لسو کلونو څخه ډیر په دې جزیره کې وو، چې هیڅ ډول تهدید او خطر یې دې هېواد ته نه رسولو. سربیره پردې د مارچ په ۱۳مه د عامه امنیت وزیر سیرت ویرسیکره اعلان وکړ چې دغه اسلامي مدرسې به بندې شي، ځکه چې د ملی تعلیم له پالیسۍ سره توپیر لري. په داسې حال کې چې د دفاع وزارت غواړي په جعلي ادعا ګانو باندې لکه: په دغو مدرسو کې د جدا طلبۍ، اسلامي بنیادګرایۍ او ... درسونه تدریس کیدل، چې د دغو مدرسو زده کوونکي او ښوونکي منحط کړي. خو د دغه وحشي ادعاوو په ثبوت کې پاتې راغلل. په عین وخت کې دغه رژیم په غیر معقولانه ډول د ملي امنیت هغه بې بنسټه ادعاګانې کاروي چې وایي د بهرني تهدید د مخنیوي لپاره یې د مسلمانو ښځو حجاب منع کړی دی، چې د مذهبي موخو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې په همدغه وخت کې یې امر وکړ چې ټول خلک باید په عامه ځایونو کې د کرونا د خپریدو لپاره ماکسونه واغوندي. دا ټول د یو رژیم مسلسل بريدونه دې چې د مسلمانانو پر وړاندې نفرت او کینه راپاروي، تر څو د سینهالا بودایې راهبانو، سوداګرو او فوق العاده ملي ګرا رایې ورکوونکو په وسیله په هیواد کې قدرت ته د رسیدو لپاره د اسلام ضد احساساتو ملاتړ کوي. سربېره پردې، دغه رژیم د ترهګرۍ د قانون په اساس پراخ ځواک لري چې له هر هغه چا سره چې د سیاسي خوځښت پر اساس د «مذهبي افراطیت» په دایره کې راځي سخته معامله وکړي. چې په دغه کې د «نه افراطیت» د اصطلاح په موخه ۲ کلونو لپاره د شکمنو خلکو بندي کول هم شامل دي. په ښکاره ډول حکومت غواړي چې د قانون په چوکاټ کې د افراطیت د مخنیوي په پلمه د اسلام پر ضد د قوانینو یوه فقره تصویب کړي. د مثال په ډول: د مارچ په ۱۰مه د سریلانکا د دفاع عمومي وزیر اعلان وکړ چې حکومت به پر حزب التحریر بندیز ولګوي او د هغه اصلي غړي به ونیسي، چې په دروغو یې حزب التحریر یو افراطي حزب او د هیواد لپاره ګواښ بللی دی. په داسې حال کې چې دغه حزب هیڅکله د تاوتریخوالي یو عمل هم نه دی ترسره کړی، ځکه چې دا د بدلون لپاره د دوی د اسلامي کړنلارې خلاف عمل دی. سربېره پردې، دوی دې ته پام نه کوي چې د مسلمانانو پر وړاندې دا وروستي اعلانونه په داسې وخت کې کیږي چې د سریلانکا رژیم د پراخو رادیو اکتیو بارانونو له امله د لوی اقتصادي ناورین سره لاس او ګرېوان دي. همدا راز د فساد په یو لوی رسوا کوونکي ډنډ کې لویدلې چې داسې اټکل کیږي، دغه هیواد له ۱۶ بیلیونو څخه ډیر عاید له لاسه ورکړی دی. د مسلمانانو پر ضد دغه وروستۍ وېروونکې پالیسۍ د دې له امله دي چې دا یو مناسبه انحرافي پاڼه ده چې د عامو خلکو پام د هیواد له اقتصادي ناورین او د سیاسونو له دغه جعلي معاملو څخه اړوي. که څه هم دغه سیاسي لوبې څوک نه شي غولولی، پرته له هغه کسانو څخه چې د فوق العاده ملي ګرا بودایي برنامو په واسطه ړانده شوي وي. سربېره پردې، د راجاپاکسا حکومت هم د هماغه سیکولرو او کمونیستو استبدادي او د مسلمانانو ضد رژیمونو په مسیر روان دی لکه په هند، چین او فرانسه کې چې، غواړي د «افراطیت» په نامه مسلمانان د خپلې اصلي عقیدې او عملونو پرېښودلو ته اړ کړي. په هیواد کې دا د «افراطیت» د تهدید د کچې لوړول هم د سریلانکا د پخواني دفاعي مشر راجاپاکس کار دی چې غواړي په پټه د دولتي ادارو نظامي کولو ته یو پوښښ ورکړي. له ملي امنیت سره د داسې خطرناکې سیاسي ستراتیژۍ لوبول، د مذهبي نفرت تخم پاشل، یو د بل پر وړاندې د ټولنې راپارول او د سیاسي ګټو د ویش لپاره وېره او تفرقه اچول دي، هیڅوک نه غواړي پرته له هغو کسانو څخه چې غواړي د دغه فسادي او زهري فریبونو تر شا قدرت په لاس کې واخلي. موږ د سریلانکا پر مسلمانانو غږ کوو چې د دغې ازموینې پر وخت په خپلو اسلامي باورونو باندې ټینګ ودرېږي. موږ په هیواد کې پر علماوو او نورو متنفذینو باندې غږ کوو چې د دغه ظلم پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي او د دغه خیالي دښمنیو په رامنځ ته کولو سره د ټولنې د ویشلو د هڅو مخنیوی وکړي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

[يُثَبِّتُ اللّهُ الَّذِينَ آمَنُواْ بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی ایمان راوړونکو ته په دنیا او اخرت دواړو کې د یوې ثابتې وینا پر بنسټ ثبات په برخه کوي او الله سبحانه و تعالی ظالمان ګمراه کوي. د الله سبحانه و تعالی دی چې څه وغواړي، هغه کوي. [ابراهیم: ۲۷]

ډاکټر نسرین نواز

 د حزب التحریرـ مرکزي دفتر د ښځو  برخې مشره

د مطلب ادامه...

د بما انزل الله حکم د اعادې لپاره، یوازې استغفار ویل کافي نه دي!

(ژباړه)

له عبدالله ابن بسر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«طُوبَى لِمَنْ وَجَدَ فِي صَحِيْفَتِهِ اسْتِغْفَاراً كَثِيراً» (رواه ابن ماجه، فی بَاب الِاسْتِغْفَارِ)

ژباړه: مبارک دې وي هغه چا ته چې د اعمالو په دفتر کې يې استغفار زیاد وي.

د حدیث مفهوم:

انسان چې هر څومره ډېر استغفار ووایي او توبه وباسي، الله تعالی ته نیږدې کېږي؛ په دې شرط چې په استغفار کې یې ریا نه وي. دغه راز په دنیا کې یې اجر دا دی، په کارونو کې یې خیر او برکت لوېږي او په اخرت کې یې د عملونو دفتر له ښو اعمالو او استغفار څخه ډکیږي او په دې دنیا کې له استغفار غوره خوند به بل هېڅ شي کې نشته، نو څه ډول مو له استغفار پرته ژوند تېروئ؟  

اې مسلمانانو!

استغفار او ذکر هم د خیر له کړنو بېل نه دي، ځکه د انسان ټول اعمال د الله تعالی له ذکر سره اړیکه لري، نو کله چې موږ هر عمل پیلوو، د الله تعالی په نامه یې پیلوو او په ثناء یې پای ته رسوو او دا هغه څه دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښودلي دي. استغفار هم ذکر دی، خو اوسمهال خلکو د ذکر او اعمالو تر منځ واټن رامنځته کړی دی او ذکر عمل نه بولي. وینې چې یو مسلمان په ګناه کې ډوب دی او وینې چې مسلمانان د مسجد په لومړي صف کې ناست دي، له لمانځه وروسته ذکر کوي. دا په داسې حال کې ده، چې تر شاه یې داسې خلک دي، چې هغوی کفري قوانینو ته رابولي، خو هغه کسان چې په ذکر بوخت دي، د دا ډول ښکاره منکراتو د تغییر لپاره هېڅ ډول پروګرام نه لري او فکر کوي، چې په بما انزالله حکم نه کول، په دوامداره ذکر سره ادا کېږي. ...

یا الله موږ ته د نبوت پر منهج هغه راشده خلافت رانصیب کړه، چې د مسلمانانو یووالی پکې نغښتی وي او ټول مصیبتونه ترې لرې کړه. یا الله! ځمکه دې په خپل نور سره روښانه کړه، اللهم آمین آمین!

د حدیث لنډیز

رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ په دغه حدیث کې ذکر او استغفار ته تشویق کړي یو او دا هغه دوې کړنې دي، چې موږ الله سبحانه وتعالی ته نیږدې کوي او په رحمت کې مو یې شاملوي؛ په داسې حال کې چې ځينې کسان ذکر ته له عمل سره هېڅ ارتباط نه ورکوي. ډېری خلک په مسجد کې له لمونځ وروسته په ذکر او اسغفار بوخت دي، خو د هغو حکامو پر وړاندې چې دین نه پرې پلی کوي، هېڅ ډول عملي پروګرام نه لري، چې د دغه حالت د تغییر لپاره باید هڅه وشي.

ژباړن: حبیب الله

 

د مطلب ادامه...

د خلکو د چارو سرپرستي د دولت مسوولیت دی؛ نه دې سازمانونو!

(ژباړه)

خبر

د سوډان لومړي وزیر عبدالله حمدوک د  کار په اړه د دولت ژمنې له ټولو سازمانونو سره په یوه لایحه کې منظور کړي دي. د دې لایحې له مخې به له کډوالو سره مرستې وشي. دا راپور هغه وخت خپور شو، چې نوموړي د سویس د بې پولې ډاکټرانو له عمومي مدیر، استیفان کورنيش سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کوله. دغه راز د حمدوک اقتصادي مشاور، دوکتور ادم الحریک هم په دې لیدنه کې ګډون درلود.

تبصره

دولتي کاري سازمانونه په نړيواله کچه خپلواک نه دي، په نورو دولتونو پورې تړلي دي. دا سازمانونه د پانګوال نظام  سیاسي او مالي ملاټر له ځانه سره لري؛ چې په سر کې يې استعماري دولتونه دي. دغه دولتونه له سازمانونو استفاده کوي او فعالیت يې د خپلو ګټو په محور کې تنظیموي. 

په پانګوال نظام کې، چې پر نړۍ یې سیوری غوړولی دا ډول کړنې د حیرانتیا وړ نه دي. سوډان هم د خلکو له چارو خپله اوږه سپکوي او جنایت کارو سازمانونو ته د فعالیت جواز ورکوي، څو هغوی  د خلکو چارې سرپرستي کړي. پانګوال نظام هېڅکله د خلکو چارو ته ارزښت نه ورکوي او په تجارتي اموالو درانه مالیات وضع کوي؛ څو د خلکو ژوند تنګ او په دوزخ بدل کړي.

په سوډان کې د سوداګریزو او ورځنیو اړینو توکو،  نرخ تر وروستي حده لوړ شوی دی.  اسلام د خلکو د چارو سرپرستي او د ښه ژوند د امکاناتو برابرول، د حاکم مسوولیت ګڼلی دی. له عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

ژباړه: تاسو ټول د شپانه په څېر یاست او له خپل رعیت څخه پوښتل کېږئ، امیر؛ چې رعیت ور دې غاړې دی، له خپل رعیت څخه به پوښتل کېږي.

د خلکو د چارو سرپرستي د خلیفه مسوولیت دی؛ پرته له دې چې په خپل رعیت احسان وکړي.  که خلیفه د خلکو په چارو کې ټنبلي وکړي، امت ورسره محاسبه کوي. رسول الله صلی علیه وسلم هم د حکامو محاسبه تشویق کړې ده او څوک چې دا چاره ترسره کوي د هغو مقام يې له ټولو لوړ بللی دی.

ابي سیعد خدری رضی الله عنه ويلي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ»

ژباړه: غوره جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د حق خبره ده.

کله چې مسلمانان پوه شول، چې د خلیفه اساسي دنده د خپلو مسوولیتونو ادا کول دي، هغه حقونه يې ترې وغوښتل، چې الله سبحانه وتعالی خلیفه ته ورسپارلي وو. یوه ورځ یو اعرابي، عمر رضی الله عنه ته راغی او پوښتنه يې ترې وکړ: ای عمره! ته خیر خوښوونکی يې، زما لوڼو او مور ته یې یو څه ورکړه او زموږ سپر وګرځه! په الله قسم باید همداسې وکړې! عمر رضی الله عنه وفرمايل: اې اعرابي! که داسې و نه کړم؟ اعرابي وويل: بیا به زه له دې ځایه لاړ شم. عمر رضی الله عنه وفرمایل: که لاړ شې څه به وشي؟ اعرابي بیا وویل: په الله قسم! کوم څه چې ورکړل شي او منت پرې وشي، پوښتنه به یې کېږي او زما په اړه به له تا څخه پوښتنه وشي او بیا به یا جنت یا دوزخ ته لاړ شې. عمر رضی الله عنه د دې خبرې په اورېدو سره، وژړل او خپل کالي يې اعرابي ته ورکړل او ورته ویې ویل: به الله قسم! چې پرته له دې نور څه نه لرم!

هو! دا د اسلامي دولت حکام وو، چې خپل مسوولیت يې د خلکو په اړه منلی و. د دې دولت د بسنټ ډبره نبي کریم صلی الله علیه وسلم کېښوده. د خلکو د چارو د سرپرستۍ په اړه مخکې ښه مثال وړاندې شو؛  کله چې سیدنا عمر رضی الله عنه ته مسوولیت ورسپارل کېږي، وايي: په الله قسم! که د یوه حیوان پښه په عراق کې ماته شي، الله سبحانه وتعالی به له ما پوښته وکړي، چې ولې دې لاره ورته جوړه نه کړه!

لیکوال: استاد عبد الخالق عبدون علي

د حزب التحریر ولایه سوډان- مطبوعاتي دفتر غړی

ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...

د مسلمان وینه د کعبې تر حرمت ډېر ارزښت لري او یوازي خلافت به د دې وینې انتقام اخلي!

  • خپور شوی په سیاسي

له عبدالله ابن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی وایي، ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې له کعبې څخه یې طواف کاوه:

«مَا أَطْيَبَكِ وَأَطْيَبَ رِيحَكِ، مَا أَعْظَمَكِ وَأَعْظَمَ حُرْمَتَكِ، وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَحُرْمَةُ الْمُؤْمِنِ أَعْظَمُ عِنْدَ اللَّهِ حُرْمَةً مِنْكِ؛ مَالِهِ وَدَمِهِ وَأَنْ نَظُنَّ بِهِ إِلَّا خَيْراً»

ژباړه: ته څومره خوښي ورکوونکې یې او ستا بوی څومره خوږ دی! ته څومره په زړه پوری یې،او ستا مقدس والی څومره ډیر دی! خو قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې یې دی، والله ته، د مومن مال او وینه تر تا ډیره مقدسه ده او موږ له هغه څخه د بل شي تمه نه لرو، مګر د خیر.

د حسینې دولت په وار وار سره د مسلمانانو په وژلو او پر هغوی د مرمیو ورولو سره د هغوی سپېڅلې وینې ته حرمت کړی دی.  

هر کله چې خلکو د خپل حق او یا خپلې عقیدې له امله اواز پورته کړی، د حسینې رژیم هغوی تر سخت فشار او اور لاندې راوستلي، لکه د سپلا چاتر عاموژنه او د (سړک امن) په لاریونونو کې په ظلم او زور سره د خلکو مخه نیول.

د حسینې د دولت له لوري د مسجدونو د حرمت تر پښو لاندې کول او له مسلمانانو سره ظالمانه او وحشي سلوک کول، د خونکار مودي او د غاصبو او زورواکو یهودو په پرتله کم نه دي.

یوازي خلافت کولای شي چې دغو حکامو ته سزا ورکړي او د شهیدانو غچ ترې واخلي. نو د حزب التحریر له ریښتیني رهبرۍ لاندې د خلافت د راوستولو لپاره سره یو ځای شی.

اې د پوځ ریښتینو عسکرو! په هغه ډول چې د حسینې رژیم د خلکو د ټکولو لپاره د زور او اور څخه کار اخلي، دا ستاسې مسوولیت دی، چې دهغې ظالم حکومت ختم کړۍ. د خلکو په څنګ کې ودریږئ او حزب التحریر ته نصرت ورکړئ، تر څو دا رژیم ختم کړي او یو ځل بیا راشده خلافت قایم کړئ.

حزب التحریرـ ولایه بنګلدیش

۱۴۴۲هـ،ق، د شعبان ۱۶مه

۲۰۲۱م، د مارچ ۲۹مه

د مطلب ادامه...

په ډيموکراتيکو ټاکنو کې د ګډون حکم

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

پوښتنه کوونکی: هېشام بني بکر

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته، زه غواړم په پارلماني ټاکنو کې د ګډون په تړاو له نصوصي پلوه په اسلامي حکم پوه شم. الله سبحانه وتعالی دې اجر درکړي.

د پوښتنې په تړاو وضاحت: د رايې شمېرنې يا ټاکنو تنظيمونې او د ټاکنو په تړاو خبرونو يا شمېرو کې ښکلېلتيا د ټاکنو له ماهيت سره تړاو نه لري.

ځواب:

وعليکم السلام ورحمته الله وبرکاته!

د شريعت له پلوه اوسنۍ پارلماني ټاکنې روا نه دي، ځکه شته نظامونه به رياستي يا پارلماني وي او دوی د هېواد د قانون جوړونکې شورا لپاره ټاکنې ترسره کوي، چې ياد کار له شريعت سره ټکر لري ... له همدې امله په هغه کې ګډون، يا د هغه په پلي کولو کې به مرسته يا په هغه کې د ګډون په تړاو تبليغات يا ملاتړ يا دې ته ورته نورې کړنې روا نه دي.

خو که ستا کار له «ګډون، پلي کولو، هڅونه او ملاتړ» له موضوعاتو سره تړاو نه لري، څرنګه چې تاسې په خپله پوښتنه کې (رايه شمېرنه) ‌ذکر کړې ده او زه ياد څلور شيان بيا ځلي تکراروم «ګډون، پلي کول، هڅونه او ملاتړ»، که ستا کار يوازې له شمېر سره تړاو ولري يا نه، د رايو شمېرنه وي، نو په دې صورت کې دغه موضوع تر حرام لاندې نه راځي. خو پوښتنه دا ده چې: ايا ته تضمينولی شې چې ستا شمېرنه له ذکر شويو کړنو سره نغښتې نه ده؟ که ته تضمينولی شې نو کار دي حرام نه دی... خو غوره دا ده چې ياد کار ونه کړې، ترڅو د يادو نظامونو مشران په ټاکنو کې د کار کولو لپاره توجيه پيدا نه کړي. ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم اصحابو کرامو رضی الله عنهما حرامو ته د نیږدې کېدو له امله له ډېرو روا کړنو څخه ځانونه ساتل. د الله سبحانه وتعالی پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:

«لَا يَبْلُغُ العَبْدُ أَنْ يَكُونَ مِنَ المُتَّقِينَ حَتَّى يَدَعَ مَا لَا بَأْسَ بِهِ حَذَراً لِمَا بِهِ البَأْسُ» [ترمذي وايې دغه حديث حسن دی]

ژباړه: يو بنده تر هغه وخته پورې متقي کېدای نه شي ترڅو هغه حلال کار پرېنږدي چې په حرامو کې د واقع کېدو لامل ګرځي.  

د دې موضوع په تړاو زما همدغه نظر دی او الله سبحانه وتعالی غوره حکيم او غوره عالم دی.

ستاسې ورور عطان بن خليل ابوالرشته

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

کله به چې صحابه ملامت وو؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم به څه ويل؟

(ژباړه)

له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دي:

«لَمْ يَكُنْ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَبَّابًا وَلَا فَحَّاشًا وَلَا لَعَّانًا، كَانَ يَقُولُ لِأَحَدِنَا عِنْدَ الْمَعْتِبَةِ: مَا لَهُ تَرِبَ جَبِينُهُ» (رواه بخاري في الادب)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم، هېڅکله بد رد نه دي ویلي؛ کله به یې چې کوم یو ملامتاوه، ویل به يې؛ پر هغه څه شوي دي؟ تندی یې دې پر خاوره ولګېږي.

د حدیث توضیح

دا دي ستاسو د مکرم پیغمبر صفات؛ هغه صفات چې الله سبحانه وتعالی يې له تاسو غواړي! کله چې یو مسلمان په دا ډول صفاتو عمل وکړي، د انسانیت مفهوم په کې څرګندېږي او د ښو اخلاقو، افکارو څښتن کېږي.

اې محترمو مسلمانانو!

نن څومره انسانان دغو پاکو اخلاقو ته اړتیا لري؟ چېرته دي غربي علما، مفکرین، سیاسیون او ولې چوپ دي؟ زموږ تاریخ له تربیتي، اخلاقي، فقهي، فکري چارو څخه ډک دی او ساری هم نه لري. مسلمانان  پوره فرهنګ او تمدن لري، چې د قربانیو پایله يې ده.  اې هغو کسانو، چې د پردیو د ابتکاراتو غورې کوئ او په داسې فرهنګ مو ځان تړلی، چې اېډز او داسې ناروغۍ دي پکې، چې په تاریخ کې ساری نه لري. پوه شئ! زموږ فرهنګ له ښو او پاکو کلمو څخه غني دی، لکه: «بارك الله فيك، جزاك الله خيرا، السلام عليكم، و عليكم السلام، بسم الله، على بركة الله، رضي الله عنك، سامحك الله، سلمك الله، عافاك الله، ماشاء الله، رعاك الله، وغيرها الكثير الكثير»

دا زموږ د دین او اسلامي فرهنګ ارزښتونه دي، چې د امت لپاره لوی ویاړ دي. نو اې مسلمانانو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره، د راشده خلافت تاسیس ته مټې راونغاړئ، چې زېری يې هم ورکړی دی! یا الله! ځمکه د خلافت له لارې د اسلام په پلي کولو سره منوره کړې.! الهم آمین آمین آمین!

ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...

د ميانمار پوځي کودتاه پايلې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

«د فبروري لومړۍ ورځې پوځي کودتا راهیسې، د ميانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کريسشن سکرنر برګنر چهارشنبې په يوه ويډيويي کنفرانس کې په يوه ورځ کې د ۳۸ کسانو وژنه د دې هيواد لپاره يوه «خونړۍ ورځ» اعلان کړه. د ميانمار امنيتي ځواکونو لاریونوال، چې د پوځي حکومت پر ضد يې لاریون کاوه، په ډزو ويشتل....» سرچینه: (الجزيره.نيټ، ۳/۳/۲۰۲۱)

 په پام کې وه چې پارلمان په ۱/۲/۲۰۲۱ په ميانمار (برما) کې خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي، چې ناڅاپه پوځ پوځي کودتا وکړه. ولسمشر، لومړی وزير، ګڼ شمېر وزيران او سياستوال ونيول شول. امريکا د کودتا پر وړاندې سخت غبرګون وښود او پر پوځ يې ږغ وکړ، چې په بيړه واک ستون کړي. د دې کودتا تر شا د چا لاس دی؟ امريکا ولي له غوسې ډک غبرګون وښود؟ او په ميانمار کې د دې کودتا اغېز به پر ځورول شويو مسلمانانو څه وي؟

ځواب:

د لاندې موضوعاتو په څېړلو سره به غوڅ ځواب ترلاسه کړو:

  1. تر ټاکنو يوه اوونۍ مخکې، د پوځ او حکومت ترمنځ لفظي ناندرۍ کښته او پورته کېدلې، د ميانمار د پوځ مشر مين انګ حالينګ له يوې شخصي رسنۍ سره په مرکه کې د ټاکنو کميسيون پر صلاحيت او ناپيليتوب باندې شک څرګند کړ، هغه يې تورن کړ چې د رايې ورکولو پروسې مخکې يې په پراخه کچه د قوانينو او طرزالعملونو څخه سرغړونه کړې ده. په غبرګون کې یې د حکومت يوه وياند د پوځ مشر تورونه بې بنسټه وګڼل او خبرداری يې ورکړ چې هغوی له اساسي قانون څخه سرغړونه کوي- اساسي قانون صراحت لري؛ «ملکي حکومت بايد د پوځ او ملکي مامورينو له سياسي تړاو څخه پاک وي» او په ښکاره يې پر پوځ نيوکه وکړه چې اشاره يې کړې وه؛ که چېرې د ډيموکراسۍ لپاره ملي ليګ ګوند په يادو ټاکنو کې بريالی شي، پوځ به بې تفاوته پاتې نشي... سرچینه: (الحدف نيوز پورټل، ۱۱/۱/۲۰۲۱). له دې ښکارېده چې که ملي ليګ ټاکنې ګټي پوځ د کودتا لپاره چمتوالی نيسي...

  1. کله چې ټاکنې ترسره شوې، د انګ سان سوچي د ډيموکراسۍ لپاره ملي ليګ ګوند (NLD) د دویم ځل لپاره د نومبر ۲۰۲۰ م کال ټاکنې په زيات اکثريت ۸۳٪ سره ، ان د ۲۰۱۵م کال څخه په لږ زيات توپير چې ۷۵٪ رايې یې وې، وګټلې. خو د پيوستون او پرمختيا ګوند چې د پوځ له خوا تاسيس شوی دی د پارلمان له ۴۷۶ څوکيو څخه يوازې ۳۳ څوکۍ وګټلې. نو پوځ په ګواښونو پيل وکړ، ترڅو په دې موضوع کې خپل اهميت په ډاګه کړي او د اساسي قانون له مادو څخه یې په ۲۰۰۸ م کال کې زياتی کړی و، چې دوی ګټه ترې پورته کړي او د انګ سان سوچي پخواني حکومت منلې هم  وې، چې له مخې يې په پارلمان کې ۲۵٪ څوکۍ پوځ ته ځانګړې شوې او د دفاع، کورنيو چارو او سرحدونو وزارتونه بايد په مستقيم ډول په پوځ پورې تړاو ولري او په ايالاتونو کې پوځ هر وخت چې لازمه وګڼي لاسوهنه کولی شي. هغه له همدغه امتياز څخه ګټه پورته کړه او ساعتونه مخکې د نوي پارلمان له پرانيستنې څخه چې خپله لومړۍ ناسته ترسره کړي او د تېرو ټاکنو پايلې تصويب کړي، په کودتا لاس پورې کړ. ولسي خلکو اعتراضونو ته مخه کړه او تر ټولو خونړۍ ورځ چهارشنبه ۳/۳/۲۰۲۱ وه. د فبروري لومړۍ د پوځي کودتا له پيل راهيسې، د ميانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کريسشن سکرنر برګنر د چهارشنبې په ورځ په يوه مجازي مطبوعاتي کنفرانس کې په يوه ورځ د ۳۸ کسانو وژنه، د دې هيواد لپاره يوه «خونړۍ ورځ» اعلان کړه. د ميانمار امنيتي ځواکونو لاریونوال، چې د پوځي حکومت پر ضد يې لاریونونه کول، په ډزو ويشتل....» سرچینه: (الجزيره.نيټ، ۳/۳/۲۰۲۱). که څه هم اعتراضونه کم شول؛ خو زور او ځوږ يې هم هغسې پاتې شو.

  1. د پوځ مشر، مشر کودتاچي، جنرال مين انګ حلينګ او د پوځ درې نور قومندانان په برما کې «د بشري حقونو په سرغړونو کې د ښکېلتيا» له امله  له ډيمسبر راهيسې د امريکا د بنديزونو په نوملړ کې دی. نوموړی د خپل راتلونکي برخليک په تړاو اندېښنه لري که تقاعد شي نو داسې يو ځواک نشته چې د ده ساتنه وکړي. نوموړی د پوځ د مشر په توګه بايد په ۲۰۱۶ م کال کې تقاعد شوی وای، خو دی وتوانېد چې د واک موده تر ۲۰۲۱ اوړي پورې وغځوي. داسې ښکاري چې نوموړی غواړي له تقاعد وروسته د انګليس د مزدور په توګه په سياسي رول کې راڅرګند شي او ځينو د ده نوم د ولسمشر کېدو لپاره ونوماوه او پوځ ۱/۲/۲۰۲۱ م د واکمنۍ پوځي شورا تر ناستې وروسته په غېر مستقيم ډول په خپله رسمي ويبپاڼه کې په ډاګه کړه: «د پوځي ځواکونو لوی درستيز جنرال مين انګ حلينګ ژمن دی، چې ريښتنی ټولشموله ډيموکراتيک سيسټم په ښه ډول وچلوي» د هېواد ولسمشرۍ کېدو لپاره د ده د کمپاين يوه برخه ده...

  1. له همدې امله، پوځ چې د ۱۹۶۲م راهيسې، پر حکومت ژوره اغېز ه لري، د ټاکنو پايلې یې ونه منلې او د ټاکنو کميسيون، چې مشر يې انګ سان سوچې ټاکلی و، تورن کړ چې لس مېليونه باطلي رايې يې شمېرلي دي، خو سوچي ياد تورونه بابيزه وګڼل او د پارلمان لومړنۍ ناستې ته يې چمتوالی نيوه. د پوځ مشر ګواښ وکړ چې نوموړی به د اساسي قانون د مادې له مخې بېړنی حالت اعلان کړي او واک به په خپله ولکه کې واخلي. د نوي پارلمان د لومړنۍ ناستې ساعتونه مخکې د پوځ مشرانو له سوچي وغوښتل چې غونډه وځنډوي، خو نوموړي او د ګوند مشرانو يې چې په تېره نومبر مياشت کې ټاکنې په لوی اکثريت سره ګټلي وې د هغوی وړانديز ونه مانه... نو پوځ واک په خپل لاس کې واخيست او بېړنی حالت يې اعلان کړ، د حکومت سلاکاره انګ سان سوچې او ولسمشر وين مېنټ يې په کور کې نظر بند کړل او د هغوی پر ضد يې جرمي قضيې پرانيستلې.

  2. اصلي موضوع په ټاکنو کې د درغليو نه وه. دواړو غاړو نه غوښتل چې د خپلو ګوندونو د ملاتړ لپاره په ټاکنو کې درغلي وکړي. اصلي موضوع د امريکا او سوچي له يوه لوري او برتانيه او د پوځ مشر د بل لوري ترمنځ سياسي مبارزه ده. امريکا د سوچي ملاتړ کوي او غواړي چې ميانمار د چين پر وړاندې يو خنډ وي... برتانيې د هند ټاپوزمې د نيواک په وخت کې د برما پوځ جوړ کړ، ترڅو میانمار هم د خپل اغېز په ساحه کې راولي او ياد اغېز په مستقيم يا غېر مستقيم ډول دوام درلود، تر هغه چې امريکا د سوچې ګوند ملاتړ پيل او په ۲۰۱۵ م ټاکنو کې ستره بريا ترلاسه کړه او حکومت يې تشکېل کړ، خو پوځ له هره اړخه د  ۲۰۰۸ م اساسي قانون له مخې ياد حکومت څاره. کله چې ياد ګوند په ۲۰۲۰ م ټاکنو کې ۸۳٪ رايې ترلاسه کړې، برېټانیه اندېښمنه شوه، چې ګواکي د امريکا اغېز ثبات مومي، نو پوځ يې کودتا ته وهڅاوه او هم هغسې وشول. اصلي موضوع د امريکا او برېټانیې سياسې ډغرې دي او ټاکنې يوازې د يادې موضوع د پيل ټکي دي. هغه کسان چې سياسي ليدلوری او بصيرت لري په دې موضوع پوهېږي... د ۲۶/۶/۲۰۱۲ م د پوښتنې په ځواب کې موږ داسې يادونه کړې وه: «د برما رژيم په تېر کې په مستقم ډول د هغو جنرالانو له لوري اداره کېده، چې پوځي جامې يې په تن وې او اوس د متقاعدو جنرالانو له لوري چې ملکي جامي يې په تن دي اداره کېږي، چې تراوسه پورې برېټانيې ته وفاداره دي. برېټانيې په پټه او ښکاره، مستقيم او غېر مستقيم ډول د خپلو مزدورانو په مټ له هند څخه د ياد رژيم ملاتړ کاوه. همدارنګه برېټانيې نه يوازې په دې وروستيو کې بلکې له هغه وخت راهيسې، چې اسلامي نظام په دې هېواد کې پای وموند، د بودايانو له لوري د مسلمانانو د وژلو او ځورلو ملاتړ کاوه... امريکا د ملي ډيموکراتيک ګوند چې انګ سان سوچي يې مشري کوي ملاتړ کوي، هغې په ۱۹۹۱ م کې د نوبل د سولې جايزه وګټله. د هغې پلار انګ سان له برتانيې سره مخالف و او په ۱۹۴۷ م کې ووژل شو... امريکا په ميانمار کې له اوسني وضعيت څخه راضي نه ده...)

  1. له همدې امله، د امريکا غبرګون سخت و، د سپينې ماڼۍ وياندې جن ساکي وويل: (امريکا له هرې هغې هڅې سره مخالفه ده، چې د ټاکنو پايلو ته بدلون ورکړي يا د ميانمار د ډيموکراتيک لېږد خنډ شي او د هغوی پر ضد به اقدام وکړي، چې د يادو اقداماتو د شاتګ لامل شي... سرچینه: (بي بي سي، فرانس پريس ۱/۱/۲۰۲۱). د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکين په ميانمار کې «د ټولو حکومتي چارواکو او مدني فعالانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: «پوځ بايد په بيړه له يادو اقداماتو څخه پرشا شي...» سرچینه: (بي بي سي، ۱/۱/۲۰۲۱). د ختیځې اسيا لپاره د اوباما پخوانی ستر سلاکار ډانېل روسيل چې د انګ سان سوچي سره يې اړيکې جوړي کړي وې، د واک په زوره نيول يې په سيمه کې د ډيموکراسۍ لپاره يو ستر پر شاتګ وباله... سرچینه: (ای ايف پي، ۱/۱/۲۰۲۱). رويټر خبري اژانس د ۲/۲۰/۲۰۲۱ د يوه امريکايي چارواکي په حواله خبر ورکړ، چې د امريکا د لويو درستيزانو د کميټې مشر جنرال مارک ميلي هڅه وکړه چې د سپينې ماڼې په غوښتنه د ميانمار له پوځ سره اړيکې ټينګي کړي؛ خو ونه توانېد او ياده اداره وايې «چې د ميانمار پوځ له چين سره نیږدې اړيکې لري او له امريکايي پوځ سره يې اړيکې محدودي دي». له دې ښکاري چې د سوچي تر شا امريکا ده او په حقيقت کې په ميانمار کې د امريکا ګټې له چين سره د ميانمار په تړاو دي. ځکه امريکا غواړي چې چين په هر اړخيز ډول مهار کړي او د ځمکني پراختيا مخه يې ونيسي، نو امريکا غواړي چې د برېټانيې نفوذ په ياد هېواد کې په ځانګړي ډول د هند په نيمه وچه کې ختم کړي، لکه څرنګه چې په ټولو سيمو کې همدغه کار کوي.

  2. سربېره پردې، د ۱۹۶۲ م د لومړۍ پوځي کودتا راهيسې، برېټانیې د خپلې سياسي ځيرکتيا له مخې په برمايي پوځ کې خپل مزدوران چين ته نیږدې ښيي او هڅه کوي چې د کمونيستانو څخه ياد حقيقت پټ کړي. د برېټانيې مزدوران خپل ځان روسيې ته هم نیږدې ښيي او له همدې امله هڅه کوي چې د امريکا پر وړاندې روسيه او چين هم د برمايي رژيم ملاتړ وکړي. له همدې امله کله چې د سوچي حکومت نسکورولو په موخه کودتا ترسره شوه، په دې تړاو د برېټانيې غبرګون پڅ و او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته يې د يوې مسودې په سپارلو سره کودتا غندلې او د واک ستنول يې غوښتي و، ځکه هغه پوهېده چې چين د پوځي حکومت ملاتړ کوي او ياده مسوده به د چين له لوري رد شي. په ملګرو ملتونو کې د برېټانيې سفيرې بربارا وډوارډ په نرمه ډيپلوماتيکه لهجه د مسودې پرېکړه ليک د معرفي کولو په وخت کې وويل: (موږ به حالت څارلو ته دوام ورکړو او هغه وخت به اقدام وکړو چې شورا يوې هوکړې ته ورسېږي... موږ غواړو چې د خلکو د ډيموکراتيکي ارادې درناوی وشي...) سرچینه: (عربي ۲۱ چينل، ۲/۲/۲۰۲۱). کله چې پر ۲/۲/۲۰۲۱ برېټانيې امنيت شورا ته مسوده وړاندې کړه، چين يې مخالفت وکړ او له پيل څخه یې د کودتا په ملاتړ څرګند دريځ اعلان کړی و. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينبين وويل: [«موږ پرې خبر يو څه چې په ميانمار کې پېښ شول او د حالت د لا ښه پوهېدو په درشل کې يو. چين د ميانمار صميمي ګاونډی دی. موږ هيله لرو چې ټولې غاړې به په ميانمار کې د اساسي قانون او نورو قوانينو په چوکاټ کې خپلو اندونو ته بدلون ورکړي او سياسي او ټولنيز ثبات به وساتي» سرچینه: (شينهوا، ۱/۲/۲۰۲۱).

همدا رنګه روسيې هم کودتا ونه غندله، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وويل: «موږ هيله لرو چې د هيواد دوامداره اجتماعي-اقتصادي پرمختيا ته په کتو او د اوسني قانون سره سم د سياسي خبرو اترو له لارې وضعيت په سوله ييز ډول حل شي...» سرچینه:  (روسي نووستي، ۱/۲/۲۰۲۱). نو چين او روسيه دواړه له پوځ سره ودرېدل او د برېټانيې چل او فريب کامياب شو!

  1. په ميانمار کې د مسلمانانو په تړاو، په ۲۰۱۷ م کې مشر کودتاچي د مسلمانانو د ځورولو او بېځايه کولو مسوول دی. د ۲۰۲۱ فبروي په لومړۍ د ملګرو ملتونو وياند سټيفان ډوجاريک وويل: په راخين ايالت کې ۶سوه زره روهينګيايان شته، چې له ډلې ۱۲۰زره په پنډغالو کې بند پاتې دي، په ازاد ډول ګرځيدلی راګرځيدلی نشي او لومړنيو روغتيايي او ښوونيزو خدمتونو ته ډېر محدود لاسرسی لري... موږ اندېښمن يو، چې په ميانمار کې وروستۍ پېښې به د هغوی لپاره نور هم حالت خراب کړي» سرچینه:(رويټر، ۱/۲/۲۰۲۱). د يادونې وړ ده، چې د مسلمانانو په ځورولو کې دواړو غاړو لاس لاره، که څه هم طريقو يې توپير درلود. موږ د ۲۶/۶/۲۰۱۲ پوښتنې ته په ځواب کې ويلي وو: «له دې سره سره چې برما د امريکا او برتانيې د سيالۍ سياسي ډګر دی، غرب پرته له دې چې بشري حقونو ته پام وکړي، هغوی د بودايانو له لوري د مسلمانانو ځورولو ملاتړ کاوه، يوازې کله ناکله به يې تشې ويناپاڼې صادرولې» دا هغه څه وو چې پېښ شول. کله چې پوځ د متعصبو بودايانو په ملتيا چې مشري يې متعصبو راهبانو کوله په ۲۰۱۷ م کې مسلمانان وځورول، امريکا هېڅ ونکړل او د هغې مزدورې د سولې نوبل جايزه ګټوونکې سوچي د پوځ له لوري د سل ګونو زرو مسلمانانو د ځورونې او جبري ايستنې عملياتو دفاع وکړه. د يادو بې ځايه شويو روهينګيايي مسلمانانو شمېر ۷سوه زرو ته رسېد، چې له خپلې سيمې اراکان څخه بې ځايه شول او هغوی د دوی شتمني او ځمکې غصب کړې. په ۱۶/۹/۲۰۱۷ د برمايي پوځ مشر جنرال مين انګ حلينګ پر خپله فېسبوک پاڼه د مسلمانانو پر ضد د برېټانيې او اروپا ملاتړ ته په پام سره، کرکجن الفاظ وکارول، د نړيوالو غبرګونونو په پام کې نيولو پرته،  د دوی له ژوند، شتون او حق څخه انکار وکړ، هغه وليکل: «هغوی غوښتل چې د روهينګيايانو په توګه په رسميت وپېژندل شي، هغه ډله چې هېڅکله په ميانمار پورې تړاو نلري». نوموړي دوی بنګاليان وګڼل او زياته يې کړه، «د بنګاليانو موضوع يوه ملي موضوع ده او موږ د دې موضوع حقيقت معلومولو په موخه د نظرونو يووالي ته اړتيا لرو.»

پوځ وويل: «د راخين ايالت شمال کې د پيل شويو عملياتو موخه د روهينګيايي بلواګرو شړل دي، چې د اګیسټ ۲۵ مه يې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل...» سرچینه: (بي بي سي، ۱۷/۹/۲۰۱۷) او بي بي سي زياته کړه:  «د پوځ مشر حلينګ په ۲۰۱۶ م  په نومبر کې له اروپا څخه د پوځي قومندانانو کنفرانس کې د ګډون په موخه ليدنه وکړه او په اروپا کې ورته هرکلی وويل شو. دغه راز نوموړی ان په اېټاليا او بلژيک  کې له هيڅ ډول نیوکې سره مخ نشو.) غرب په برما کې د مخالفو غاړو په ملاتړ سره هلته د مسلمانانو د وژلو هېڅ پروا نه کوي او په بوسنيا او نورو سيمو کې د مسلمانانو پر ټولوژنې سترګې پټوي، دوی د استعمار په دور کې هم مسلمانان قتل عام کړل او اوس د يهودي ادارې، چې د فلسطين خاوره يې اشغال کړې ده، ملاتړ کوي. يهودي ادارې ګڼ فلسطينيان ووژل او له خاورو سره يې خاورې کړل او د دوی تر څار لاندې ياد کار ته دوام ورکوي. هره غاړه د مسلمانانو له بدې ورځې څخه د خپلو سياسي اهدافو په موخه ګټه پوره کوي، کله چې لازمه وګڼي. امريکا د مشر کودتاچي په ګډون د ميانمار پر ځينو پوځي مشرانو بنديزونه په دې موخه ولګول چې هغوی د انګليس مزدوران دي او د امريکايي نفوذ مخالف دی، نه په دې موخه چې دوی مسلمانان ووژل او له خاورو سره يې خاورې کړه. که نه، امريکا بايد په لومړۍ وزيرې سوچي بنديزونه  لګولی وای چې د مسلمانانو ټولوژنه يې توجيه کوله او د پوځ او بودايانو کړنو له غندلو يې ډډه کوله، خو هغې هېڅ سزا ونه ليده... 

  1. پر اسلامي نړۍ حاکم واکمانان د مسلمانانو هېڅ پروا نلري. دوی په تېر کې پر ياد رژيم باندې له فشار څخه کار اخيسته او اوسمهال له دوی څخه د مسلمانانو د ملاتړ هيله نه کېږي. هغوی د امريکا او غرب په تقليد کولو سره د ډيموکراسۍ پر ضد کودتا غندنه کوي او د مسلمانانو د ساتنې موضوع د دوی له مغزو څخه وتلې ده، ځکه د مسلمانانو سپر (خليفه) نشته.

«الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» [امام مسلم] په حقيقت کې امام سپر دی چې تر شا يې خلک جګړه کوي او په هغه سره ساتنه پکې کېږي. او که هغه آه د يوې روهينګيايي ښځې چې د «وا معتصما» ږغ يې کړی وای، پر وړاندې چوپ نه پاتې کېدای. هغه خو پرېږده چې په زرګونو له خپلو هېوادونو بې ځايه کېږي او وژل کېږي. له همدې امله تر ټولو مهمه وجيبه د داسې سيسټم د تاسيس لپاره جدي او په اخلاص کار کول پکار دي، چې د مسلمانانو ملاتړ به کوي، د الله سبحانه وتعالی په اراده، د نړۍ په هر ګوټ کې به د محمد صلی الله عليه وسلم امت ياد سيسټم غځوي. دغه سيسټم د رسول الله صلی الله عليه وسلم په طريقه راشده خلافت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په زيري ورکولو سره فرمايي:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» «وروسته د نبوت پر طريقه خلافت وي...» [امام احمد].

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيباً) [الاسرا: ۵۱]

ژباړه:..دوی وايې، هغه به کله وي؟ ووايه، ښايي ژر به وي.

ژباړن:صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

په ګناه لړلي ژوند کې د واک لاسته راوړل استدراج دی!

د عقبه بن عامر رضی الله عنه  څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِذَا رَأَيْتَ اللَّهَ يُعْطِي الْعَبْدَ مِنْ الدُّنْيَا عَلَى مَعَاصِيهِ مَا يُحِبُّ فَإِنَّمَا هُوَ اسْتِدْرَاجٌ» ثُمَّ تَلَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ (فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُمْ بَغْتَةً فَإِذَا هُمْ مُبْلِسُونَ» (رواه احمد)

ژباړه: کله مو چې ولیدل الله سبحانه وتعالی خپل ظالم او نافرمانه بنده ته مال، شتمني او د دنیا قدرت، چې بنده مینه ورسره لري ورکړي، پوه شئ چې دا د هغه په حق کې استدراج (یو ډول د مهلت ورکول) دي.

وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د شاهدۍ په ډول دا ایت تلاوت کړ:

﴿فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ أَبْوَابَ كُلِّ شَيْءٍ حَتَّى إِذَا فَرِحُوا بِمَا أُوتُوا أَخَذْنَاهُمْ بَغْتَةً فَإِذَا هُمْ مُبْلِسُونَ﴾[الأنعام: 44]

ژباړه:  کله چې هغوی هغه نصیحت هېر کړ چې ورته شوی و، نو موږ د هر ډول سوکالۍ دروازې د هغوی لپاره پرانیستې. تر دې چې کله هغوی په هغو نعمتونو کي چې وربښل شوي وو، ښه ډوب شول. نو موږ په ناڅاپي ډول هغوی ونیول او په دې وخت کي د هغوی دا حالت و چې له هرې ښېګڼي څخه ناهیلي وو.

د حدیث شرحه

د الله سبحانه وتعالی له قوانینو څخه چې د افرادو یا قومونو او ملتونو سره برخورد کوي، یوه قاعده د «استدراج» ده؛ یعنې څه وخت چې خلک یا ډله په معصیت او ګناه اخته شي، اخرت او الهی قوانین هېر کړي، الله سبحانه وتعالی له دوی څخه ناراضه کېږي او ځیني وخت هغوی ته وخت ورکوي او د لږ وخت لپاره نعمتونه، هوساینې، او د دنیا قدرت ورکوي تر هغو چې په همدې هوساینې او قدرت کې مست، بې هوښه او مغرور شي او نور هم نافرماني وکړي. په نهایت کې د الله سبحانه وتعالی د ډیر سخت عذاب او مواخذې سبب کېږي، چې دې چارې ته په شریعت کې خاصه اصطلاح (استدراج) کارېږي؛ نو زموږ د رهبرانو او حاکمانو به څه حال وي چې شپه او ورځ د لیوانو غوندې د قدرت په لاسته راوړلو پسې دي، ترڅو د خپل قدرت په واسطه کفري پلانونه او قوانین په اسلامي خاورو کې تطبیق کړي.

د حدیث لنډيز

کله چې مو خلک یا ډله ولیده، چې د الله سبحانه وتعالی قوانین یې هېر کړي، د کفارو پیروي کوي او ژوند یې له ګناه څخه ډک وي. سربېره پر دې نعمتونه، هوساینې او دنیوي قدرت ورکول شوی وي او ورڅخه د ګناه او ناروا په لار کې استفاده کوي، پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی ورته موقع او مهلت ورکړی، ترڅو چاغ او تیار شي او بالاخره د دوزخ خوراک شي.

د مطلب ادامه...

د مسلمانانو حکامو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دعا

(ژباړه)

له عایشې صدیقې رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«اللهُمَّ، مَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَشَقَّ عَلَيْهِمْ، فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَرَفَقَ بِهِمْ، فَارْفُقْ بِهِ» (رواه مسلم)

ژباړه: یا الله! کله چې څوک زما د امت د کوم کار سرپرستي پر غاړه واخلي او له هغوی سره سخت چلند وکړي، له هغوی سره سخت چلند وکړه او کله چې څوک زما د امت د کوم کار سرپرستي پر غاړه واخلي او له هغوی سره له نرمۍ کار واخلي، نرم چلند ورسره وکړه.

د حدیث مانا:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو واکمنانو او اولیاوو په حق کې د خیر دعا کړې چې له مسلمانانو سره نرم او پرې مهربانه دي. همدارنګه هغوی ته یې ښیرا کړې، چې له مسلمانانو سره نرم چلند نه کوي. نو د حدیث الفاظ عام ذکر شوي، چې د یوې کورنۍ سرپرستي سړي ته، ښځې ته د کور او بچیانو په چارو، مدیر ته په مکتب یا مدرسه، معلم ته پر شاګردانو او حاکم ته د رعیت سرپرستي ورتر غاړې ده. نو د دغه حدیث پر اساس پر هر مسلمان لازمه ده، چې د سرپرستۍ په امر کې دغه حدیث خپله هینداره وګرځوي، څو د هغو کسانو په حق کې ظلم ونه کړي، چې تر لاس یې لاندې دي.

نو اې مسلمانانو!

تاسو اوسمهال د هغو طاغوتي حکامو پر وړاندې ابتلا کېږئ، چې درباندې مسلط دي؛ هغه حکام چې د امت له خوښې او واک پرته پر هغوی واکمن شوي او په غوسه او جبر پر هغوی حکمراني کوي. همدارنګه ډول ډول شکنجې ورکوي او د امت تر منځ د نفاق په خاطر له بېلا بېلو وسایلو ګټه اخلي، د هغوی شتمنۍ او کړنې څاري ان د کورونو په له منځه وړلو یې هم سرپه نه کوي. نو دا ټول د اسلامي خلافت له سکوت وروسته د ښکېلاکګرو کفارو په وسیله د دا ډول حکامو د واک ته رسیدو له امله دي. د هر مسلمان مسوولیت دی، چې یوبل ته لاسونه ورکړي او د دغو مزدورو طاغوتي حکامو د له مخې لرې کولو لپاره هڅه وکړي او په مقابل کې یې د اسلامي شریعت د معیارونو پر بنسټ واقعي حاکم وټاکي، څو د الله تعالی احکام پر ټولو انسانانو پلي او عدالت او انصاف رامنځته کړي.

د حدیث لنډيز:

په دغه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نیک حاکم په حق کې د خیر او بد حاکم په حق کې د شر دعا کړې ده. نو د چارو حاکمان باید له الله سبحانه وتعالی وېره او حیا ولري او د اسلامي امت په حق کې دومره ظلم او زیاتی ونه کړي، چې د قیامت په ورځ د الله سبحانه وتعالي پر وړاندې شرمېدلي وي.

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې