یکشنبه, ۲۷ رمضان ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۱/۰۵/۰۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د چین او روسیې پر وړاندې د امریکا سیاست

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

پوښتنه:

د بایډن په مشرۍ د امریکا نوي حکومت پر چین او روسیې لفظي بریدونه وکړل او په ورته وخت کې یې د مشارکت په ټینګښت او له ځینو هېوادونو سره د پخوانیو تړونونو د نوي کولو اقدام کړی دی. امریکا به د دغو دواړو هېوادونو (چین او روسیې) پر وړاندې کومه تګلاره خپله کړي او موخې به یې څه وي؟ ایا د دغه حکومت تګلاره به له پخوانۍ سره توپیر ولري؟

ځواب:

په پیل کې به د امریکا د نوي حکومت پر تګلارې خبرې وکړو او وروسته به د امریکا د سیاست ماهیت او موخې بیان کړو.

۱- د امریکا ولسمشر «بایډن» د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ پر ۱۳مه د اسټرالیا له لومړي وزیر «سکاټ موریسون»، د هند له لومړي وزیر «نریندرامودي»، د جاپان له لومړي وزیر «یوشهیده سوګا» سره انټرنېټي کنفرانس ترسره کړه. په دغه هدف چې یاد درې واړه هېوادونه د چین له اقتصادي او نظامي ودې سره د امریکا د مخ کېدو محوري هېوادونه بلل کېږي. «بایډن» په دغه کنفرانس کې وویل: «په ارام اقیانوس او هند بحر کې ازاده سیمه زموږ د ټولو د راتلونکي لپاره یو اړین عامل دی. امریکا ثبات ته د رسېدو او تحقق لپاره ستاسو او زموږ ټولو تړون کوونکو سره د همکارۍ لپاره ځان ژمن بولي.» (سرچینه: ۲۰۲۱، د مارچ ۱۳مه، منځنی ختیځ ورځپاڼه)

تر دې وروسته د امریکا دفاع وزیر «لویډ استین» د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۱۳مه وویل: «په نېږې راتلونکي کې به د یوې اونۍ لپاره اسیا ته د سفر په هدف لومړی «توکیو» او وروسته «نوي ډیلي» ته ولاړ شم. دغه سفر د سیمه‌ییزو همکاریو د ټینګښت په هدف ترسره کېږي چې د امریکا او نورو تړون کوونکو هېوادونو تر منځ له چین سره د مخ کېدو لپاره د یو باوري خنډ اېښودو لپاره ترتیب شوی دی.»

د امریکا دفاع وزیر به په «توکیو» او «سیول» کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره یوځای شي، څو هلته له خپلو سیالانو سره وویني او دغه لیدنه د چین د بهرنیو چارو وزارت له مسولینو سره د «بایډن» د ټیم تر لومړۍ ناستې وروسته (د چین له کمونیست حزب څخه د بهرنیو اړیکو مسول یانګ ګیشي او د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي) سره په «الاسکا» کې ترسره شوه. (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۱۴مه، منځنی ختیځ)

د دې ناستې اجنډا په هونګ کونک، شینګیانګ (ختیځ ترکستان)، تبت او ټایوان کې روان حالت او د بشري حقونو نقض و.

د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۲۰مه د امریکا دفاع وزیر «لویډ اسټین» وویل: «زه ټینګار کوم چې زموږ ټول تړون کوونکي باید له روسیې څخه د جنګي وسایلو پېرلو او له هرې هغې کړنې څخه مخنیوی دی چې د یاد هېواد د پیاوړي کېدو لامل کېږي. له دې پرته به هر ډول کړنه زموږ د بندیزونو لامل شي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۰مه، الجزیره)

د هند لومړي وزیر «مودي» په ۲۰۱۸ م کال کې د روسیې له جمهور رییس «پوتین» سره د ۵.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د (S400) توغندویي سیسټم د پېرلو تړون لاسلیک کړ او له دې ډلې یې په ۲۰۱۹ م کال کې ۸۰۰ میلیونه ډالر د شوي تړون پر اساس له وړاندې ورکړل او تمه کېږي چې د دغه سیسټم لومړۍ محموله د روان کال په وروستیو کې هند ته وسپارل شي.

له هند څخه د «لویډ اسټین» د کتنې هدف پر روسیې هېواد فشار او د هغو هېوادونو د ایتلاف جوړول دي چې په سیمه کې د چین د نفوذ مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاعي شرکتونو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت قرادادونه په نظامي او جنګي وسایلو د هند د مجهز کولو لپاره لاسلیک کړي، چې د هغو له ډلې د «هند د وسله والو ځواکونوخوځېدو» برنامې په چوکاټ کې ۱۵۰ جنګي الوتکې او هلیکوپټرې اخیستل شوې دي. دغه هدف ته د رسېدو لپاره ټاکل شوې چې د همدې برنامې په چوکاټ کې ۲۵۰ میلیارده ډالر مصرف کړي. 

د یادولو وړ ده چې هند له روسیې څخه د وسلو تر ټولو ډېر پېرېدونکی هېواد دی او دغه هېواد اندېښمن دی چې د امریکا له بندیزونو سره مخ نه شي، څنګه چې ترکیه له روسیې څخه د دغه توغندویي سیسټم د پېرلو له امله له بندیزونو سره مخ شوه.

په ۲۰۱۴ م کال کې د «مودي» د دولت له پیل سره د امریکا او هندوستان اړیکې پیاوړې شوي دي، ځکه «مودي» تل د امریکا سیاست څاري. په ۲۰۱۶ م کال کې امریکا هند د خپل اصلي دفاعي شریک په توکه یاد کړ او له همغه وخته بیا تر اوسه امریکا له هند سره د وسلو د لېږد اسانتیا او د نظامي همکاریو ژوروالي په هدف یو لړ هوکړې لاسلیک کړې دي.

امریکا له هند څخه غواړي چې له روسیې څخه د (S400) توغندویي سیسټم او د نورو وسلو له پېر څخه ډډه وکړي، څو داسې نه شي چې له دغه هېواد څخه یې د وسلو پېر ته اړتیا پیدا نه شي او دا د هند د کنګرې د حزب د سیاست برعکس عمل دی چې د انګلیس پلوی دی. دا هغه حزب دی چې لسګونه کلونه یې پر هند حکومت کړی او شوروي اتحاد او تر هغه وروسته یې هڅه کوله چې دغه وسلې له روسیې څخه واخلي؛ چې امریکا پر هند مسلطه نه شي او خپل نفوذ پراخه نه کړي. کله چې امریکا د خپل مزدور حزب (جاناتا) پر واک ته رسېدو برالۍ شوه، هڅه یې وکړه چې د وسلو اخیستو او اردو په برخه کې هندوستان پر خپل ځان پورې وتړي، څو په دې سره د یاد هېواد سیاسي او نظامي چارې خپل په لاس کې واخلي او په هند کې د انګلیس شتون پایته ورسوي.

۳- امریکا په ورته وخت کې له چین سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په مستقیم ډول پر دغه هېواد فشار راوړي. د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۱۸مه په «الاسکا» کې د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیرانو تر ناستې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو زویر «انتوني بلېنکن» په یوه غونډه کې وویل: «د چین کړنې هغه نظام چې د نړیوال ثبات ضمانت کوي، ګواښي.» ده زیاته کړه: «په شینګیانګ (ختیځ ترکستان)، هونګ کونک او ټایوان کې به د چین د اوسني نظام د کړنو، پر امریکا د الکټرونیکي بریدونو او د خپلو تړون کوونکو پر وړاندې د اجباري اقتصاد په تړاو پر شته اندېښنو بحث وکړو. دا ټولې کړنې د اوسني نظام اساسات ګواښي، هغه نظام چې د نړیوال ثبات ساتونکی دی.» دا په داسې حال کې ده چې د چین د کمونیستي حزب د بهرنیو اړیکو مسول «یانګ ګیشي» وویل: «چین د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د امریکا د لاسووهنې کلک مخالف دی... موږ په دې اړه خپل سخت مخالفت څرګندوو او د دغو لاسووهنو په تړاو به ډېر ژر لازم اجراات او ځواب ووایو. هغه څه چې باید لېرې شي، د سړې جګړې ذهنیت دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱، د مارچ ۱۹مه، رویټرز)

امریکا غواړي د رواني او رسنیزې جګړې تر څنګ د خبرو له لارې پر چین مسقیم فشار راوړي، هغه رسنیزه جګړه چې له بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله د نړۍ پر وړاندې د دغه هېواد حیثیت له منځه وړلو لپاره ده. امریکا دغه کار بشري حقونو ته د ارزښت او حرص درلودو په هدف نه کوي، بلکې پر دغه هېواد یې د فشار لپاره ترسره کوي. خو باید وویل شي چې امریکا په دغه کار کې بریالۍ نه وه. ځکه چینایانو له همغې نقطې څخه چې امریکا برید کړی، ځواب یې ورکړ. امریکا په کوردننه او بهر بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او خپل ځان هم د چین غوندې د بشري حقونو پر نقض تورنوي. پر دې سربېره، امریکا پر نورو هېوادونو واکمني کوي، پر نورو د خپلې واکمنۍ تپلو لپاره هغوی ګواښي او د شتمنیو د لوټلو هڅه یې کوي.

۴- د بایډن په ریاست کې د امریکا نوی حکومت استمراري سوداګریزې جګړې ته چې د ټرمپ حکومت د چین هېواد پر وړاندې پیل کړی وه، اشاره کړې ده، خو له خپلو تړون کوونکو او نورو قدرتونو سره یوځای. د بایډن حکومت ځکه «بلېنکن» د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه چې د چین پر وړاندې د بندیزونو له لګولو سره موافق و. «بلېنکن» د بهرنیو اړیکو کمېسیون پر وړاندې په سنا مجلس کې وویل: «له شکه وتلې خبره ده چې اوسمهال چین تر بل هر هېواد زموږ پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ بلل کېږي، امریکا ته اړتیا ده چې چین ته د نېږدې کېدو لپاره هڅه وکړي. البته د قوت پر اساس، نه د کمزورۍ. د دغه قوت یوه برخه به له تړون کوونکو هېوادونو سره ګډ کار او له نړیوالو موسیسو سره مشارکت وي... د دې خبرې اجازه راکړئ چې د چین پر وړاندې د پخواني جمهور رییس ټرمپ سخت دریځ نیول پر ځای وو. خو زه د هغه له څو کړنلارو سره موافق نه یم، د مبدا له اړخه ښه بنسټ و او زه پر دې باور یم چې زموږ په بهرني سیاست کې په عمل کې هم ګټور دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال، د جنوري ۲۰مه، اناټولي خبري اژانس)

دا په دې مانا ده چې د چین پر وړاندې د امریکا سیاست بدل شوی نه دی، بلکې تر اوسه پر ځای دی، خو هغه کړنلارې به توپیر وکړي چې پخواني حکومت خپلې کړې وې.

د «چین د سیاست مهار» ته د پای ټکی اېښودل شوی او اوس له دغه هېواد سره د مخ کېدو سیاست پیل شوی، څو په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د هغه د پراخېدو لپاره لازم او اړین ګامونه پورته شي.

۵- امریکا په ښکاره د چین له پراختیا په وېره کې ده. د دغه هېواد جمهور رییس «بایډن» په صراحت سره وویل: «که اقدام او حرکت ونه کړو، چینایان به زموږ «سباناری» هم وخوري. چینایان د رېل پټلۍ په برخه کې نوي نوښتونه لري... چین د ټیکنالوژۍ په برخه کې پرمختللي برېښنایي موټرونه لري.» بایډن زیاته کړه: «د ۲۰۲۱ م کال د فبرورۍ پر ۱۰مه مې د چین له ولسمشر «شي جینګ پینګ» سره د بې شمېره قضیو لکه بشري حقونه، امنیت او سوداګرۍ په اړه دوه ساعته خبرې وکړې.

د سپنې ماین ویاندې «جین ساکي» وویل: «زه باوري یم چې د جمهور رییس «بایډن» لیدلوری دا دی چې موږ له چین سره په سیالۍ کې یو او د دغه ګواښ ژوروالی ښکاره دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د جنوري ۱۲مه، وال سټریټ ژورنال)

«بایډن» یو ځل بیا پخپلو دغو خبرو سره د خپل هېواد اندېښنه څرګنده کړه: «د چین او متحده ایالاتونو تر منځ سخته سیالي شتون لري. چین هڅه کوي چې د قدرت او نفوذ له پلوه نړیوال قدرت شي، خو زه ژمن یم، تر هغه چې په سپینه ماڼۍ کې یم، اجازه به ورنه کړم چې داسې څه پېښه شي.» نوموړی به د نړۍ له نورو ۲۷ هېوادونو سره یوځای د چین پر وړاندې د راتلونکو ګامونو په اړه د همغږۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. دا څه به د دې لامل شي چې له چین هېواد سره محاسبه وکړي او له دغه هېواد به وغواړي چې د چین د جنوبي سمندر په برخه کې مقرراتو ته درناوی وکړي. (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۲۵مه، الجزیره)

د «بایډن» حکومت په مارچ میاشت کې د «د ملي امنیت د ستراتیژۍ لپاره د لنډمهالې ستراتیژۍ لارښود» تر نوم لاندې وثیقه وړاندې کړه چې دا وثیقه د ملي امنیت د اژانس لپاره د نوي حکومت لارښوونې دي، چې دغه اژانس ته دا وړتیا ورکړي چې له نړیوالو ګواښونو سره د مخ کېدو لپاره پیاوړی شي. دا د لږ حجم درلودونکې وثیقې یوازې ۲۰ پاڼې دي او چین ۱۵ ځلې پکې یاد شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې روسیه بیا پنځه ځلې پکې یاده شوې ده.

۶- امریکا پر دې پوهېږي چې چین تر اوسه د دغه هېواد پر جنوبي سیند او شاوخوا سیمو پر واکمنېدو نه دی توانېدلی. په همدغه دلیل امریکا غواړي چې د نورو هېوادونو په مرسته پر دې سیمه د چین د واکمنېدو مخه ونیسي. همدارنګه متحده ایالاتونه په دې هڅه کې دي چې د ستر سیمه‌ییز هېواد په توګه له هر لوري چین کلابند وساتي. د چین په جنوبي سیند کې بې شمېره هېوادونه لکه اندونیزیا، مالیزیا، فلیپین او ویتنام شتون لري او امریکا هڅه کوي چې د چین پر وړاندې دغه هېوادونه تحریک کړي. دغه سیند ته نېږدې په ارام اقیانوس کې اسټرالیا هم شتون لري چې امریکا له دغه هېواد سره د چین پر وړاندې همغږې ده. د چین په ختیځ سیند کې جاپان، ټایوان او جنوبي کوریا هم شته چې دا هېوادونه هم د امریکا تړون کوونکي او ملاتړي دي.

امریکا د چین له خوا د ټایوان الحاق په داوطلبانه او مشروط ډول په رسمیت وپېژند، خو د ټرمپ د حکومت په دوره کې یې د دې سیمې په رسمیت له پېژندنې څخه شاته شوه. تر دې وروسته چین د ټایوان پر وړاندې د جګړې ګواښ وکړ او «ټرمپ» بیرته اړ شو چې پر خپل تصمیم له سره کتنه وکړي او د چین وحدت په رسمیت وپېژني. له چین سره د ټایوان الحاق د هغې هوکړې موضوع ده چې امریکا له چین سره په ۱۹۷۹ م کال کې لاسلیک کړه، څو دغه وحدت په تفاهم او په اقتصادي او سیاسي مسایلو کې د یو بل پر منلو حل شي. خو امریکا د دې هوکړې په پلي کېدو او تحقق کې خنډونه رامنځته کړل، ټایوان ته یې وسلې ورکړې او له سیاسي او اقتصادي پلوه د دغه هېواد ملاتړ کوي.

په هند او ارام اقیانوس کې د امریکا د سیمندري ځواکونو قومندان «فلیپ ډیویډسون» د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر لسمه دا چې شپږ کاله وروسته به چین له ټایوان سره جګړه وکړي، خبرداری ورکړ. نوموړي د امریکا په کانګرېس کې وویل: «دې ته اندېښمن یم چې چینایان د داسې پروژې پلي کېدو په هڅه کې دي چې په سیمه کې به د ستر نظامي قدرت په توګه د امریکا ځای په ۲۰۵۰ م کال کې ونیسي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۱۱مه، الجزیره)

امریکا دې ته اندېښمنه ده چې چین به ټایوان له ځان سره الحاق کړي چې د امریکا په رسمیت پېژندلو سره به ټایوان هم د چین یوه برخه وبلل شي. خو امریکا د دغه کار د تحقق لپاره وخت نه ورکوي او ښکاره ده چې چین هم د امریکا له دغه کاره ستړی شوی دی او پوهېږي چې امریکا دغه وحدت نه غواړي. له همدې امله ټایوان د چین له جدي ګواښ سره مخ دی او چین په زور دا کار کولی شي. د دې تر څنګ چین اوسمهال نه غواړي چې په دې کړنې سره له امریکا او نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړي او یا د امریکا له لوري له بندیزونو سره مخ شي.

۷- د روسیې موضوع له چین سره توپیر لري، ځکه روسیه د منځۍ اسیا پر ځینو سیمو قفقاز، د اروپا پر ختیځې برخې او حتا اوکراین واکمني لري. دا همغه سیمې دي چې د شوروي اتحاد په وخت کې هم روسیې پر یادو سیمو نفوذ درلود. امریکا له روسیې سره سیالي کوي او د هغې تر نفوذ لاندې سیمو ته مزاحمت کوي، څو هلته ځای پر ځای شي او خپل نفوذ پراخه کړي. خو امریکا تر اوسه پر دې کار نه ده بریالۍ شوې.

امریکا په ورته وخت کې په سیاسي، اقتصادي، رسنیزو او رواني برخو کې پر روسیه خپل فشارونه راوړي. په همدغه دلیل د امریکا جمهور رییس «بایډن» د روسیې سیاسي مخالف «الکسي ناوالني» په مسمومولو کې روسیه ګرمه وبلله او د دغه هېواد ولسمشر «پوتین» یې قاتل وباله. ده وویل: «د امریکا په مخکنیو ټاکنو کې د روسیې لاسووهنه به ناوړه پایلې ولري، که څه هم روسیه دغه لاسووهنه ردوي.» نوموړي ګواښ وکړ او ویې ویل: «پوتین به د دغو لاسووهنو بیه ورکړي. له «پوتین» سره مې چې په دې وروستیو کې یعنې په فبروري کې اوږدمهال ټلیفونې خبر درلودې، نوموړي ته مې د احتمالي غبرګون ګواښ وکړ.» هغه په دې اړه چې د امریکا غبرګون به څه وي وویل: «ژر به یې ووینئ». (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۱۷مه، اې، بي سي)

د امریکا له غبرګون څخه د «بایډن» هدف پر روسیې د لا ډېرو بندیزونو لګولو ته اشاره ده. جالبه دا ده چې د «پوتین» غبرګون نه یوازې دا چې ډېر کمزوری و، بلکې په ذلیلانه بڼه نرم و. هغه وویل: «مسکو به له واشنکټن سره خپلې اړیکې پرې نه کړي، بلکې د روسیې مصالحو ته په کتو به له متحده ایالاتونو سره کار ته دوام ورکړي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ ۱۸مه، د روسیې ټلویزیون)

د روسیې دغه کمزوری دریځ او اندېښنه په اوکراین، کریمه او اروپا کې پر دغه هېواد د امریکا د بندیزونو، فشارونو او نورو بریدونو له کبله ده. د یادولو وړ ده چې د روسیې د پارلمان رییس «ویچسلاو والودین» پر «پوتین» د امریکا د جمهور رییس «بایډن» لفظي برید ټولې روسیې ته سپکاوی وباله او ویې ویل: «بایډن پخپلو دغو څرګندونو سره زموږ ټولو هېوادوالو ته سپکاوی وکړ.  دا لفظي برید د کمزورۍ له امله دی؟. «پوتین» زموږ ولسمشر دی او پر هغه برید د ټولې روسیې پر وګړو د برید په مانا دی.» (سرچینه: ۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۷مه، د نن روسیه)

هغه څه چې روسیې ترسره کړل، په واشکټن کې یې خپل سفیر ور وغوښت او له هغه سره یې مشوره وکړه. نوموړي خپل ولسمشر اړ کړ چې له «بایډن» سره د لیدنې غوښتنه وکړې، خو د امریکا له لوري د هغه دغه غوښتنه رد شوه، چې دا پخپله بل سپکاوی بلل کېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه بیانیه خپره کړه چې په هغه کې ویل شوي: «ډېره د تاسف خبره ده چې امریکا د ویډیو کنفرانس له لارې له «ولادمیرپوتین» سره د «بایډن» له خبرو کولو ډډه وکړه، چې ټاکل شوې وه دواړه جمهور رییسان د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۱۹ او ۲۲مه د دوه اړخیزو اړیکو ، ثبات او ستراتیژۍ په تړاو بحث وکړي.

په دې ترتیب، امریکایي لوري له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره د خبرو اترو بل فرصت هم له لاسه ورکړ  چې په دې برخه کې هم د ملامتیا ګوته امریکایي لوري ته نیول کېږي.» (سرچینه: ۲۰۲۱م کال د مارچ ۲۲مه)

۸- په همدغه دلیل، اوسمهال امریکا له ترکیې غواړي چې نه یوازې د امریکا له لوري د روسیې په اړه له پخواني ورکړل شوي سیاست څخه ډډه وکړي، بلکې د امریکا او نورو تړل شوو هېوادونو تر څنګ پر روسیه د فشار راوړلو لپاره یوځای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلېنکن» له خپل ترکي سیال «مولود چاووش اغلو» سره تر کتنې وروسته د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۲۳مه په بروکسل کې وویل: «د امریکا او انقرې تر منځ پر اختلافونو سربېره، په ناټو تړون کې د واشنګټن او ناټو سازمان لپاره د ترکیې د پاتې کېدو او فعاله رول لپاره ډېر مصلحت شتون لري او دغه هېواد پخوانی تړون کوونکی او ناټو سازمان ته ډېر ارزښت لري.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۳مه، رویټرز)

د ناټو سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» د ناټو هېوادونو او له اروپا څخه د دفاع لپاره د ترکیې خدمت وستایه او ویې ویل: «دا چې ترکیه د اورپا له غړیتوب څخه بې برخې ده او په هغه هېواد کې له عراق او سوریې سره پوله لري، په ختیځو برخو کې له ناټو څخه د دفاع لپاره ډېر مهم رول لوبوي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م د مارچ شپږمه، اناتولي خبري اژانس)         

«اردوغا» پر دې ستاینې خوښي څرګنده کړه او پر خپل ټویټرپاڼه یې ولیکل: «ترکیه به د ناټو د تړون کوونکې په توګه د نړیوال امنیت او سولې لپاره خپلو ټولو ژمنو او خدمت ته دوام ورکړي.» هغه امریکا چې پر ترکیه فشار راوړي، څو له روسیې څخه د (S400) توغندویي سیسټم پر پلور سترګې پټې کړي. ترکیه هم په دې برخه کې ځواب ویلو ته چمتو ده، البته تر هغه وروسته چې امریکا ترکیې ته د هغه د پېرلو اجازه ورکړه، څو په ترتیب سره روسیه هیله‌منده کړي چې د سوریې له نظام څخه د ساتلو لپاره د امریکا په خدمت کې ده او اوسه په سوریه کې د روسیې رول ته اړتیا نه لري. دا د هغه سیاست دوام دی چې پر ترکیې د فشار راوړلو لپاره د «ټرمپ» په حکومتولۍ کې ترې ګټه اخیستل کېده. د بایډن په ریاست د امریکا حکومت د ۲۰۲۱ م کال د جنوري پر پنځمه اعلان وکړ چې امریکا له ترکیې غواړي، څو د (S400) سیسټم له پلور څخه ډډه وکړي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند «کیربي» وویل: «زموږ دریځ هېڅ نه دی بدل شوی او له ترکیې غواړي چې د (S400) سیسټم له پېرلو څخه ډډه وکړي.» لیدل کېږي چې ترکیه له خپل دریځ تېره شوې او دې ته یې غاړه اېښې ده چې د یونان غوندې عمل وکړي، چې توغندي په وسله‌تون کې وساتي او ګټه ترې وانه خلي. په دې اړه د ترکیې د دفاع وزیر «خلوصي اکار» وویل: «ترکیه چمتو ده چې له امریکا د اړیکو ښه کېدو لپاره له یاد هېواد سره د احتمالي معالمې په توګه او له هغو (S400) توغندویو څخه  چې له روسیې هېواد څخه یې اخیستې دي، نه کارېدو ته ژمنه پاتې شي.» هغه زیاته کړه: «موږ چمتو یو چې د یونان په کریټ جزیره کې د شته (S300) توغندیو پر سر هم خبرې وکړو.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال، د جنوري نهه، د ترکیې د ازادیو ورځپاڼه)

قبرس هم په ۱۹۹۹ م کال کې له روسیې څخه یاد توغندي وپېرل، ترکیې اعتراض وکړ او په پایله کې یې له یونان سره دې هوکړې ته ورسېده چې یاد توغندي د «کریټ» په جزیره کې ذخیره کړي او د یونان مالونه وشمېرل شي، هغه توغندي چې یوازې په ۲۰۱۳ م کال کې یو ځل د نظامي تمرینونو لپاره ترې ګټه واخیستل شوه.

۹- له دې څخه ښکاري چې امریکا د روسیې پر وړاندې سیاسي، اقتصادي، رسنیز او رواني برید لپاره برنامې جوړې کړې دي، څنګه چې د چین پر وړاندې یې هم ورته برنامې برابرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر  «انتوني بلېنکن» د دغه هېواد سنا مجلس ته په خبرو کې وویل: «روسیه د جدول په سر کې ده» ده زیاته کړه: «د ډېر شمېر ګواښونو په اړه مې خبرې وکړې، هغه څه چې روسیه یې له ځینو جبهو څخه په منظم ډول طرحه کوي، ستر ګواښونه بلل کېږي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ د جنوري ۲۰مه، اناتولي)

د سپینې ماڼۍ ویاندې «جین ساکي» په دې اړه وویل: «روسیه باید د خپلو کړنو مسولیت پر غاړه واخلي، هغه شکونه چې روسیې له ۲۰۲۰ م کال راهیسې هڅه کړې چې د امریکا په ټاکنو کې لاسووهنه وکړي او دا څه د (CIA) سازمان راپور هم تاییدوي.» هغې زیاته کړه: «د جوبایډن په مشرۍ د امریکا حکومت د روسیې پر وړاندې پر یوې داسې تګلاره کار کړی چې د پخواني جمهور رییس «ډونالډ ټرمپ» له تګلارې سره بشپړ توپیر لري، روسیه باید د خپلو کړنو مسولیت پر غاړه واخلي.» (سرچینه: ۲۰۲۱م کال د مارچ ۱۷مه، رویټرز)

دا هغه رواني جګړه ده چې امریکا د روسیې پر وړاندې پیل کړې، چې دغه هېواد په ځینو قضیو کې وګواښي او په ځانګړي ډول دا چې له یاد هېواد څخه د چین پر وړاندې ګټه واخلي. څنګه چې تر دې وړاندې یې د سوریې له مسلمانانو څخه ګټه واخیسته، هغه مسلمانان چې د امریکا او د هغې د مزدورانو پر وړاندې راپاڅېدلي وو. په دې اړه د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل: «د امریکا جمهور رییس «جوبایډن» به په یو مناسب وخت کې د روسیې له جمهور رییس «پوتین» سره وویني او د امریکا ولسمشر به له خپل دریځه تېر نه شي. له روسیې سره به اړیکې واضحې او ښکاره وي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۱۹مه، رویټرز)

امریکا په ورته وخت کې څنګه چې د خبرو لپاره ډیپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکوي، د برید له اسلوبو هم ګټه اخلي، څو په دې سره وښيي چې د قدرت په مرکز کې ده او غواړي چې نور په کمزوري دریځ کې له هغې سره خبرې وکړي. په دې سره به امریکا خپلې ټولې غوښتنې او ټول هغه څه چې د امریکا د ګټو لپاره دي، پر هغې ور وتپي. دا همغه تګلاره ده چې «ټرمپ» هم کاروله، خو د تاوتریخوالي په دریځ سره. نوموړي نور ګواښل او په ورته وخت کې یې د خپلو غوښتونو د تپلو لپاره له هغوی سره ډیپلوماټیکې اړیکې هم ساتلې؛ څنګه چې له چین او شمالي کوریا سره یې ورته عمل وکړ. بایډن هم په ورته وخت کې غواړي چې په داخل کې هم د قوي ارادې په ښودلو سره خپل دریځ واکمن کړي.

۱۰- دا هم د امریکا یو سیاست دی چې د روسیې او چین تر منځ خنډونه رامنځته کړي چې د یادو هېوادونو تر منځ نېږدوالی هم له منځه یوسي. امریکا روسیه ځانته نېږدې کوي او د چین پر وړاندې ترې ګټه اخلي.

ښکاره ده چې امریکا خپل دغه سیاست ته دوام ورکوي، البته ذلت ته د روسیې تر کشکولو وروسته. په همدغه دلیل، امریکا د روسیې پر وړاندې د برید سیاست غوره کړی، څو په دې سره یاد هېواد دې ته اړ کړي چې د چین پر وړاندې له امریکا سره یوځای ګام پورته کړي. دې ته په کتو چې روسیه تمه لري امریکا یې ځانته نېږدې کوي او په نړیوالو چارو کې یې شریکوي. خو امریکا داسې څه نه غواړي، بلکې غواړي چې دغه هېواد د خپل سیاست پیروی کړي او د چین پر وړاندې ترې ګټه واخلي؛ څنګه چې په سوریه کې یې ترې ګټه واخیسته.

امریکا لومړی غواړي چې روسیه د یو لوی هېواد په توګه په نړیوالو چارو او یا د نړیوالو چارو په یوه برخه کې شریکه کړي. په همدغه دلیل یې د دغه هېواد منزلت د ترکیې په کچه د سوریې چارو ته راټیټ کړی دی، هغه هم یوازې هغه چارې ترسره کولی شي چې امریکا ورته شین څراغ وښيي. امریکا اوس هم هغه هېواد دی چې د پراختیاغوښتنې غرور پرې واکمن دی، دې ته په کتو چې په نړیواله کچه راټیټه شوې او په ناوړه حالت کې ده. په داخل کې هم لکه «چینجی» خپل ځان خوري.

۱۱- روسیه هڅه کوي چې له چین سره د امریکا پر وړاندې خپل دریځ پیاوړی کړي او کېدایشي پر دې پوه شوې وي چې امریکا د چین پر وړاندې له مسکو د ګټې اخیستو اراده لري. په همدغه دلیل د امریکا په دام کې نه ده راګیر شوې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې وویل: «ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «لاوروف» د ۲۰۲۱ م کال د مارچ پر ۲۳مه له خپل چیني سیال «وانګ یي» سره د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو همغږیو په تړاو خبرې وکړې او په لوړه کچه د اړیکو پر ټینګېدو وغږېږي. دواړه هېوادونه په نړیوالو قضیو کې ورته دریځ نیولو ته ژمن دي او په نړیوال سیاست کې هم همغږیو ته دوام ورکوي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ د مارچ ۲۲مه، نووسټي)

د روسیې او چین د بهرنیو چارو د وزیر تر کتنې وروسته «لاوروف» وویل: «دواړو هېوادونو د دوستۍ او همکارۍ هوکړه د پنځو نورو کلونو لپاره هم وغځوله.» د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل: «د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې دې هوکړې د چین او روسیې د اړیکو د ودې او دوام لپاره د یو قانوني بنسټ په توګه رول لوبولی او د دواړو لورو د اړیکو په پراختیا کې یې مرسته کړې ده.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۳مه نووسټي)

خو پر دې ټولو سربېره، تر اوسه دا هوکړه له امریکا سره د مخ کېدو لپاره په نړیوال ګډ کار او دوه اړخیزه تړون نه ده بدله شوې. ځکه دواړه هېوادونه هڅه کوي چې له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي او دغه هېواد ته ځان نېږدې کړي. په ښکاره روسیه نه غواړي چې چین ته نېږدې شي، په داسې کچه چې په بشپړه توګه د دغه هېواد باور تر لاسه کړي. ځکه په دې کار سره په نړیواله کچه هغه ځای چې د امریکا تر څنګ د نړۍ دویم هېواد شي، له لاسه ورکوي. نو په همدې سره له امریکا سره نورو شخړو راپورته کېدو ته لمن نه وهي، چې ګنې بیا به په اوکراین، کریمه، منځنۍ اسیا او قفقاز کې ورته ستونزې پیدا کړي.

۱۲- امریکا غواړي چې خپل تړون کوونکي هېوادونه پر ځان راټول کړي او په دې سره د روسیې او چین پر وړاندې خپله مبارزه اعلان کړي. په ورته وخت کې غواړي چې د خپلو تړون کوونکو په زړونو کې خپل ډار او وېره نوې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ناټو په مقر کې د دغه سازمان له سرمنشي «سټولټنبرګ» سره تر کتنې وروسته وویل: «راغلی یم چې له دغه سازمان څخه د امریکا بشپړ ملاتړ اعلان کړم، څو دغه ګډون نوی شي. موږ غواړو چې دغه تړون له خپلو شریکانو سره په ناټو کې لومړۍ مقام ته ورسوو.» ده زیاته کړه: «دغه تړون د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ګواښونو له امله په حساس پړاو کې دی او امریکا په وار وار په افغانستان کې مسایلو ته له سره کتنه کوي او ډېر ژر به په دې اړه له خپلو تړون کوونکو سره مشوره وکړي.» (سرچینه: ۲۰۲۱ د مارچ ۲۳مه، فرانس۲۴، رویټرز)

امریکا غواړي چې په یوه غشي دوه نښانه وولي: هم غواړي چې د خپلو تړون کوونکو په زړونو کې خپل ډار او وېره نوې کړي او هم غواړي چې په اروپا کې له روسیې او چین سره مخامخ کېدل اعلان کړي.

امریکا پر المان فشار راوړي، څو ځان اورپا ته د ګازو د لېږد لپاره له «شمالي ۲ جریان» څخه چې د بالتیک تر سیند لاندې د روسیې او المان تر منځ تېرېږي، صرف نظر وکړي. امریکا د ۲۰۲۰ م کال په جنوري میاشت کې پر هغو شرکتونو سخت بندیزونه ولګول چې په دې پروژه کې یې ګډون کړی او د نل لیکو غځېدو درېدو غوښتنه یې وکړه. امریکا همدارنګه غواړي د دې پروژې پر تمویلوونکي الماني صندوق بندیزونه ولګوي. د المان کابینې دا موضوع وغندله او ویې ویل: «پر الماني او اروپايي شرکتونو د بهرنيو یو اړخیزه بندیزونو په تړاو د المان حکومت باید دا فکر ونه کړي چې دا بندیزونه پر صندوق نه دي... برلین د ګازو پر دې نل لیکې د امریکا بندیزونه سخت غندي...» (سرچینه: ۲۰۲۱ د مارچ لومړۍ، سپوټنیک)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند «نید برایس» وویل: «د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن له خپل الماني سیال «هایکو ماس» سره د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې په بروکسل کې ولیدل او د امریکا له تړون کوونکو سره یې د روسیې د هغو هڅو د مخنیوي لپاره چې امنیت ته ګواښ پېښوي، خبرې وکړې.» (سرچینه: ۲۰۲۱ م کال د مارچ ۲۴مه، د.ب.ا)

دا هغه سیاست دی چې امریکا یې د ټرمپ د واکمنۍ له وخته څاري او د بایډن په حکومت کې هم همدا سیاست څارل کېږي. امریکا غواړي چې له اقتصادي پلوه پر روسیه برید وکړي او له اروپا سره د دغه هېواد اړیکې ترینګلې کړي. همدارنګه المان دې ته اړ کړي چې په ټیټ کیفیت او لوړه بیه امریکایي ګاز وپېري.! 

۱۳- په وروستیو کې باید ووایو: امریکا هغه هېواد دی چې ځان زبرځواک بولي... نړۍ یې پخپل ظلم او فشار کلابنده کړې او تل د نورو هېوادونو او خپلو وګړو پر وړاندې ناوړه کړنې ترسره کوي. الله سبحانه وتعالی څومره ښه فرمایلي دي:

﴿أَفَأَمِنَ الَّذِينَ مَكَرُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ يَخْسِفَ اللَّهُ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ يَأْتِيَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ (45) أَوْ يَأْخُذَهُمْ فِي تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ﴾ 

[نحل: 45-46]

ژباړه: ایا دسیسې جوړونکي له دې نه ناخبره دي چې کېدایشي الله سبحانه وتعالی هغوی په ځمکه کې رانسکور کړي او یا له هغه الهي عذاب سره مخ شي چې تمه یې نه کوي.

د حزب التحریر امیر

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د روژې سپېڅلې میاشتې په جریان کې، د خلافت د رښتیني مدافع نويد بټ د خوشي کېدو لپاره غږ پورته کړئ، چې د ۲۰۱۲م، د مې پر ۱۱مه برمته شو Featured

اې د قدرت څښتنانو او متنفذینو! موږ پر تاسو غږ کوو، چې د خپل نامتو ورور نوید بټ د خوشي کولو لپاره له خپل ځواک او نفوذ څخه کار واخلئ. موږ د عمر فاروق او حمزه رضی الله تعالی عنهما زامن یو چې د شهیدانو سرداران وو، دوی په خپل قوت او نفوذ سره د اسلام غږ پورته کړ، تر څو د الله سبحانه و تعالی رضایت تر لاسه کړي.

نوید بټ، موږ ټولو ته د معرفت لارښود، د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس مدافع او د حزب التحریرـ ولایه پاکستان رسمي مطبوعاتي ویاند و. زموږ ګران ورور نوید بټ د ۲۰۱۲م، د مې په ۱۱مه، د کیاني ـ زرداري رژيم د غلو واکمنانو له لوري ونیول شو. د ۲۰۲۱م، د مې پر ۱۱مه، پر یو مومن باندې د ظلم پوره نهه کلونه تېر شول، جرم یې دا و، چې ویل یې؛ رب یوازې الله سبحانه وتعالی دی. د روژې په دې سپېڅلې میاشت کې، موږ له تاسو غواړو چې د هغه قضیه راپورته کړئ او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه وکړئ، تر څو د ظلم لسم کال پرې تېر نه شي. موږ له تاسو څخه غواړو چې د نوید بټ او د هغه له کورنۍ سره په کړاوونو کې مرسته وکړئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: 

«مَنْ نَفَّسَ عَنْ مُؤْمِنٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ اَلدُّنْيَا، نَفَّسَ اَللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ اَلْقِيَامَةِ» (مسلم)

ژباړه: که څوک یو مومن د دې دنیا له یوې ستونزې څخه خلاص کړي، الله سبحانه و تعالی به هغه د قیامت له یوې ستونزې څخه خلاص کړي.

اې په پاکستان کې د قدرت څښتنانو، متنفذینو، علماوو، ژورنالیستانو، وکیلانو او د سوداګریزو ټولنو استازو! زموږ ځواک، نفوذ، حیثیت او امتیاز د الله سبحانه وتعالی له فضل پرته بل هېڅ نه دي، چې هر وخت له موږ څخه کار اخیستل کېدای شي. په حقیقت کې زموږ ځواک، نفوذ، حیثیت او امتیاز یو باور دی چې په اړه یې موږ د الله سبحانه وتعالی له لوري محاسبه کېږو. اوس هغه وخت دی چې موږ خپل ځواک او نفوذ په غوره ځای، د الله سبحانه وتعالی په عبادت او د هغه د دین د واکمنۍ لپاره وکاروو. موږ باید په داسې وخت کې پر خپلو وړتیاوو پانګونه وکړو چې اسلامي امت په دې دنیا کې له خپې موخې سره سم، د الله سبحانه وتعالی عبادت، د اسلام د تطبیق له لارې د ژوند، واک او دولت په توګه کار وکړي. په حقیقت کې د خلافت غوښتنه د اسلامي امت تر ټولو ستره غوښتنه ده، چې دا د اوسنيو واکمنانو ناهیلي ښيي، چې د خپلې ګمراهۍ او ګناه له لارې یې له بدبختۍ او سپکاوي پرته بل څه نه دي راوړي. په حقیقت کې د اسلامي امت له رهبر پرته امت د هغه یتیم په څېر دی، چې سرپرست او مسوول نه لري، ځمکه یې غصب شوې، شتمنۍ یې لوټل شوې او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وقار له مناسب ځواب پرته برید کېږي.

اې د شهیدانو د سردارانو، عمر فاروق او حمزه رضی الله تعالی عنهما زامنو! په حقیقت کې، کله چې یو جماعت رامنځ ته کېږي، هغه یو امام ته اړتیا لري چې هغه رهبري کړي. همدا موږ د قدرت او نفوذ خلک یو، چې باید دا مسوولیت تر سره کړو او مسلمانان د واقعي بدلون لوري ته وروګرځوو، چې پرته له الله سبحانه وتعالی څخه له بل چا وېره ونه لري. زموږ ورور نوید همداسې وکړل او دا زموږ ټولو لپاره غوره تذکر دی، چې الله سبحانه وتعالی به زموږ سرښندنې او زموږ له ثابت قدمۍ پرته په حقیقت کې خپل نصر (فتح) راونه لېږي. په دې توګه، موږ ټولو ته په کار ده چې د هغه په اړه غږ پورته کړو، د هغه د خوشي کېدو غوښتنه وکړو او د هغه پر ځای ودرېږو او د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس غږ پورته کړو. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ [توبه: ۱۱۱]

ژباړه: حقیقت دا دی چې الله سبحانه و تعالی له مومنانو څخه د هغوی نفسونه او د هغوی مالونه د جنت په بدل کې اخیستي دي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

#FreeNaveedButt

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ځانګړی پوښښ د نوید بټ د اختطاف لس کاله پوره کېږي؛ ایا همدومره بس نه دي!؟

د ۲۰۲۱ م کال د مې میاشتې په ۱۱ مه د حزب التحریرـ ولایه پاکستان د رسمي ویاند نوید بټ د اختطاف لسم کال پوره کېږي. نوموړی له نیولو څخه وروسته تر نن ورځې پورې د پټو استخباراتي ادارو په خطرناکو زندانونو کې ساتل کېږي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ

 [فاتح:۲۹]

ژباړه: رسول الله صلی علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی پیغمبر دی او کوم کسان چې له هغه سره ملګري دي، هغوی پر کافرانو سخت او په خپلو منځونو کې خواخوږي دي.

د امریکایي غلامو حکامو چارې او کړنې سرچپه دي؛ دوی له کفر سره دوستي، مرسته، مینه او مهرباني کوي؛ خو له خپلو مسلمانو وروڼو سره د جګړې، ټوپک او بم په ژبه خبرې کوي! دا له هغه قدسي حدیث سره په ټکر کې دي، چې رسول الله صلی علیه وسلم پکې فرمایلي دي:

«إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ»

ژباړه: الله سبحانه وتعالی فرمایي: «زه د هغه کس پر وړاندې د جګړې اعلان کوم، چې زما له ولي او دوست سره دښمني کوي». (بخاري)

د څلورو بچیو پلار ۵۲ کلن نوید بټ د امت یو ریښتینی او مخلص دعوتګر دی. نوموړی هغه ایډیولوژیکه سیاسي څېره ده، چې د خلافت له تاسیس وروسته هره چاره رهبري کولی شي. دی د هغې نجیبې کشمیري کورنۍ غړی دی، چې په اسلام اباد کې ژوند کوي. خپلې زده کړې یې د لاهور د انجینرۍ او ټیکنالوژۍ په مشهور پوهنتون (UET) کې پیل کړې، چې وروسته بیا د خپلې وړتیا له مخې د متحده ایالاتو الیونیس پوهنتون ته واستول شو او هملته یې خپل تحصیل بشپړ کړ. نوموړي په ​​متحده ایالاتو کې په یو خصوصي سکتور کې کار پیل کړ، چې وروسته یې  پاکستان ته د بېرته راستنېدلو پریکړه وکړه، ترڅو په اسلامي خاورو کې د نبوي منهج پر اساس د خلافت د بیا تاسیس لپاره په نړیواله مبارزه کې برخه واخلي. ده خپل ارام ژوند، سهولت او امکاناتو ته د دغه کار په بدل کې شا کړه او پر ځای یې د غلامو حکامو ظلم او تیري ته غېږ پرانستله. نوید بټ اسلام او مسلمانانو ته د ​​سلګونو مطبوعاتي اعلامیو، کالمونو، لسګونو مطبوعاتي کنفرانسونو، سیمینارونو او  ویناوو له لارې د حاکمانو خیانت او امریکا ته د هغوی غلامي بربنډ کړل. هغه د نه ستړې‌کېدونکې مبارزې په ترڅ کې له زرګونو بانفوذه خلکو سره  لیدنه کړې او د پاکستان ګوټ ګوټ ته یې سفرونه کړي، ترڅو خلکو ته د خلافت د بیا تاسیس مکلفیت او جوړښت څرګند کړي. نوموړي د خپلې سیاسي او فکري مبارزې په لړ کې څو ځله بندي کېدل زغملي او په همدې ډګر کې په سرکښۍ او زړه‌ورتوب مشهور و. 

دا د لمر په څېر روښانه ده، چې حزب التحریر د پاکستاني رژیم پر سختو ظلمونو سربېره بیا هم له خپلې مبارزې مخ نه ګرځوي او دوام ورکوي. خپل نفوذ یې په عامه توګه پر مسلمانانو او په ځانګړې توګه پر وسله والو ځواکونو نور هم ډېر شوی دی. په حقیقت کې مسلمانان د مخلصینو په توګه د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په لاره کې ستونزې زغمي او همدوی د رهبرۍ کولو حق لري. موږ د رمضان په دې مبارکه میاشت کې الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو، چې نوید بټ هم د حضرت یوسف علیه السلام په څېر د ظالمانو له زندان څخه ازاد شي او هغه ته د الهي قانون پر پلي کولو عزت ورکړل شي.

﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ﴾

[شعرأ:۲۲۷]

ژباړه: ظالمانو ته به ډېر ژر معلومه شي، چې هغوی له څه ډول برخلیک سره مخ کېږي.

 

د مطلب ادامه...

آیا اېمان کمېدای او ډېرېدای شي؟

  • خپور شوی په تثقیفي

له عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل:

«بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامِ الصَّلاَةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَالحَجِّ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ» (رواه البخاری)

ژباړه: له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «اسلام پر پینځو بناوو ولاړ دی: ۱- شاهدي ورکول (اقرار کول) پر دې چې الله یو دی او له الله تعالی پرته، بل په حقه معبود نشته او محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی. ۲- لمونځ ادا کول. ۳- زکات ورکول. ۴- حج کول. ۵- د روژې د میاشتې روژه نیول.

د حدیث شرحه

علماوو ویلي دي: «د اهل سنت د مذهب متقدمین او متأخرين په دې عقیده دي، چې اېمان عبارت دی له قول او عمل څخه چې ډېریږي او کمېږي. د کمېدو او زیاتېدو دلیل یې په صحیح امام بخاري کې ذکر کړی دی او ویلي یې دي: څوک چې د ایمان د ډېرېدو غوښتنه نه کوي؛ نو له هغه چا یې اېمان کم دی، چې د ډېرېدو غوښتنه یې کوي.»

که و پوښتل شي؟ اېمان په لغت کې تصدیق کولو ته ویل کېږي؛ لکه څنګه چې الله سبحان وتعالی په یوسف سورت کې فرمایلي دي:

(وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لِّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ﴾

ژباړه: ته به زموږ په خبره باور ونه کړې، که موږ رښتیني هم واوسو (ځکه چې له یوسف سره ېره مینه لري او موږ د هغه بد غوښتونکي ګڼې، ته زموږ خبره د یوسف په هکله چې لېوه خوړلی، هیڅکله نه تصدیقوي.

مهلب وایې: «په دې اړه ځواب دا دی: «که څه هم تصدیق په لغت کې اېمان ته ویل کېږي؛ خو تصدیق د ټولو عباداتو په واسطه تکمیلیږي؛ نو په هره کچه چې یو مسلمان نېک اعمال ډیر تر سره کړي د هغه د اېمان د کمال ښکارندویي کوي، په همدې اساس د نېکو اعمالو په ډېرېدو اېمان ډېریږي او په کمېدو یې کمیږي.» په دې اړه د عمر بن عبدالعزیز په خبره کې غور وکړئ چې وایې: «اېمان درلودونکی فرایض، واحبات او سنت تر سره کوي او هر هغه چا چې دا تر سره کړل، په حقیقت کې یې خپل اېمان کامل کړ او چا چې تر سره نه کړل، نو خپل اېمان یې پوره نه کړ. پر دې اساس هر کله چې نېک اعمال کم شي، د اېمان کمال له منځه ځي او کوم وخت چې نیک اعمال ډېر شي، د اېمان کمال هم ورسره ډېریږي. د اېمان په هکله متوازېنې (متعادل) خبرې همدا وې، خو تصدیق پر الله سبحان وتعالی او پر پیغمبرانو یې نه کمېږي.»

خو تصدیق په خپل ذات کې، دا چې شته او که نه، نو د تصدیق اساسي موضوع په اېمان کې ده، چې له واقعیت سره سم، قطعي یقین ته وايي. د تصدیق نیمګرتیا ته شک وايي، چې هغه ډېرېدای او کمېدای نه شي. هغه څه چې ډېریږي او کمېږي، د انسان له نفس سره اړیکه لري او همدارنګه له هغو اغېزو سره چې پکې رامنځته شوي وي. والله علم.

یا الله! موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه له راشده خلافت څخه، چې د مسلمانانو یووالی پکې نغښتی وي، برخمن وګرځوه او له مسلمانانو څخه بدمرغۍ او مصیبتونه لرې کړه! یا الله دا ځمکه ستا په کرم او نور سره منوره کړه.  اللهم آمین!

د مطلب ادامه...

روژه سږ کال بیا په داسې حال کې را ورسېده چې امت لا هم له ډیرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی Featured

  • خپور شوی په کینیا

حزب التحریر خوښ دی چې د کینیا او ټولې نړۍ مسلمانانو ته د رمضان د مبارکې میاشتې د را رسیدو په پار مبارکي وایي. لکه څرنګه چې موږ دغه د رحمت، مغفرت او د دوزخ له اور څخه د خلاصون میاشتې ته داخل شولو، غواړو چې مسلمانانو ته دا یادونه وکړو چې قرانکریم په اصلي معنی تلاوت کړي او اوامرو ته یې غاړه کېږدي. رمضان په داسې حال کې راورسیدو چې د نایروبي پایتخت په ګډون په ځینو سیمو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په تګ راتګ بندیزونه لګېدلي دي، چې یقیناً ډېرو کینیایانو ته یې اقتصادي زیان رسولی دی.

سربېره پردې، زموږ مسلمان وروڼه او خویندې به ونه شي کولی چې په دغه ټوله میاشت کې لمونځ په جماعت ادا کړي. موږ وایو په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو د شمېر محدودول د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې بې پروایي ده. د اسلام مبارک دین د جومات د بندېدلو امر نه کوي، بلکي وایي چې په دې ناروغۍ اخته کسان باید تدابیر په پام کې ونیسي او جومات ته له ننوتلو څخه منع شي. سربېره پردې، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید له ماسک، معایناتو، د عفوني ضد موادو او نور تدابیرو څخه ګټه واخیستل شي.

رمضان په داسې یو اقتصادي حالت کې را رسیږي چې دولت د بهرني پور اخسیتلو غوښتنه ډېره لوړه کړې ده. نایروبي د کرونا د راتلونکې څپې سره د مبارزې او د زیانمنو د پور راټيټولو لپاره د پیسو له نړیوال صندوق سره د دریو کلونو لپاره معامله وکړه. د پیسو د نړیوال صندوق د وژونکې نسخې سره پور به د اقتصاد د لوړوالي په ځای د میلیونونو کینیایانو د اقتصادي درد د لوړوالي سبب شي. د دغه روان کال له پیل څخه د لومړنیو توکو لکه: اوړو، شیدو، غوړيو او بورې قیمتونه دری چنده لوړشول. په پانګونه کې غیر معقولانه اقتصادي پالیسۍ رامنځته شوي دي او دا په ګوته کوي، چې نرخ د اجناسو د تولید او مصرف لپاره یو ټاکونکی عامل دي. پانګوال دې ته اړ کوي چې د اجناسو تولید او توزیع کنترول کړي.

 په حقیقت کې دا د یادولو وړ ده چې پانګوال نظامونه د خپلو اتباعو غوښتنوته هیڅ ارزښت  نه ورکوي. رمضان باید د ټولو مسلمانانو په ګټه وی، خو اوس د امت وضعیت په ځانګړي ډول په اسلامي نړۍ کې ډیر وحشتناک دی. په میانمار، سوریه، فلسطین او یمن کې مسلمانان تر اوسه پورې له سخت ظلم سره لاس او ګرېوان دي. دا تکلیفونه د دوی په ژوند کې د قران د نه پلي کېدو له امله دي. مسلمانان باید پوه شي چې دا تکلیفونه به یوازې هغه وخت پای ته رسیږي، چې دوی په اسلامي خاورو کې د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس له لارې خپل مکلفیت ادا کړي.

 لکه څرنګه چې موږ نن په یوه سیکولر لېبرال ټولنه کې ژوند کوو چې دین ته د مهمې مسلې په توګه نه ګوري، نو موږ باید پوه شو چې اسلام د ژوند کولو لپاره یو جامع دین دی، له همدې امله موږ ته امر شوی دی چې په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو کې یې بشپړ پلی کړو. بلاخره، موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې موږ ته توفیق راکړي ترڅو د روژې اصلي موخه چې الله سبحانه وتعالی ذکر کړې ده یعنې تقوا ده تر لاسه کړو. چې دا د مسلمانانو لپاره تر ټولو لوړه مرتبه ده،  تر څو د الله سبحانه وتعالی احکام ومنو.

شباني موالیمي

د حزب التحریرـ کینیا مطبوعاتي دفتر

 

 

 

د مطلب ادامه...

د تونس واکمنان په جوماتونو کې د الله سبحانه وتعالی له نوم اخیستو څخه، خلک منع کوي Featured

  • خپور شوی په تونس

(ژباړه)

﴿قَاتَلَهُمُ اللهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ﴾ [منافقون: ۴]  

ژباړه: الله سبحانه وتعالی د دوی ووهي، دوی کوم لوري ته اړول کېږي.

 د خلکو پر وړاندې د تونس د واکمنانو ظلم او زور زیاتی خپل اوج ته رسېدلی دی. دوی دا ځل د روژې په سپېڅلې میاشت کې جوماتونه په نښه کړل او مسلمانان یې د مغرب، عشا، تراوېح او فجر له لمانځونو څخه منع کړل. په رسټورانټونو کې خلک د خوړو پر میز له راټولېدلو څخه منع کوي او د اړمنو او بېوزلو خلکو د روژه ماتي مخنیوی کوي. نو ایا د کورونا ویروس ناروغي د اسلامي ارزښتونو او اصولو سره د مبارزې عذر ګرځېدلی!؟ له کوم وخت راهیسې دا واکمنان د انسانانو روغتیا ته پاملرنه کوي، چې پر خپلو فاسدو تګلارو سره یې دوی له لوږې سره لاس او ګرېوان کړي دي!؟ ایا همدا د دوی ناسمه پالیسي د کورونا ویروس د خپرېدو اصلي لامل نه ده؟

ولې دا واکمنان، چې د خلکو محور ګڼل کېږي، دا مني چې د جنوري او فبروري میاشتو کې د ناروغۍ ډېروالی د نوي کال د لمانځلو له امله و؟ ولې دا نه مني چې درېیمه څپه د لاریونونو له امله وه، چې د واک پر سر د جنګیالیو ډلو تر منځ سړکونو ته راووتل؟ ایا جومات ته تلونکي خلک او هغه چې معتبره ژوند لري د کورونا ویروس ناروغۍ د خپرېدو لامل دي؟

په جوماتونو کې خلکو د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هغه شفاهي روغتیایي تدابیر په پام کې نیولي وو، چې د روژې له سپېڅلې میاشتې وړاندې د حکومت له لوري وضع شوي وو او مسلمانان یې د خپلو اسلامي مراسمو د تر سره کولو څخه منع کړي وو. د مخنیوي پر تګلاره ټينګار، د معاینې ډېروالی، د ناروغانو ګوښه کول او د ناروغانو لپاره د مناسب ځای چمتو کولو پر ځای، دولت د اسلام او ټولنې پر وړاندې خپله بې کفایتي په ډاګه کوي.

حزب التحریرـ ولایه تونس د تونس واکمنانو ته د الله سبحانه وتعالی، المنتقم، الجبار د غضب په اړه خبرداری ورکوي چې فرمایي:

﴿وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآَخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيم﴾[بقرة: ۱۱۴]

ژباړه: او له هغه چا څخه به غټ ظالم څوک وي چې د الله سبحانه و تعالی په عبادت ځایونو (مسجدونو) کې د الله سبحانه  وتعالی د نوم اخیستلو څخه منع کوي او د هغو د ورانولو په هڅه کې وي؟ دغه خلک د دې وړ نه دي چې په دې عبادت ځایونو کې قدم کېږدي او که ورهم شي ، له وېرې سره به ورشي. د هغوی لپاره خو په دنیا کې رسوايي او په اخرت کې لوی عذاب دی.

اسلامي امت باید د دې اعمالو په اړه محتاط او اندېښنه ولري، د تدابیرو او مخنیوي تر نوم لاندې اقداماتو تر منځ او هغه څوک چې د دین پر وړاندې دسیسو لپاره دا د عذر په توګه ګڼي باید توپیر وشي، د رمضان روژه نیول او د دغه دیني مراسمو په پام کې نیول د اسلام له پینځو بناوو څخه یوه بلل کېږي. موږ ته نه ښايي چې د دغه مراسمو تر برید لاندې نیولو په اړه غلي واوسو. دا د هر مسلمان مسوولیت دی چې د دې ناحقه قواعدو پر وړاندې ودرېږي او د خپل دین دفاع وکړي او د خپل رب له حرمتونو څخه د سرغړونې لپاره په قهر شي.

﴿ذَٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ﴾[حج: ۳۲]

ژباړه: دغه اصلي موضوع ده (ورباندې پوه شئ) او څوک چې د الله سبحانه و تعالی د ټاکلیو شعایرو درناوی وکړي، نو دا د زړونو له پرهېزګارۍ څخه ده.

الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿يُرِيدُونَ أَنْ يُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللَّهُ إِلا أَنْ يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ﴾[توبه: ۳۲]

ژباړه: دا خلک غواړي چې د الله سبحانه و تعالی رڼا په پوکیو سره مړه کړي. خو الله سبحانه و تعالی د خپلې رڼا له بشپړولو پرته منونکی نه دی، که کافرانو ته دا هر څومره هم ناکاره وبرېښي.

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

په اسلام او پانګوالۍ کې د مېرمنو سیاسي حقونه

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

غرب د پانګوالۍ ایډیولوژۍ پر مټ پر اسلامي خاورو ویاړ پلوري، په دغه تعبیر چې غربي مېرمنو ته په سیاسي برخه کې ونډه ورکړل شوې او له سیاسي حقونو برخمنې دي؛ د دوی په وینا، هغه څه چې اسلام مسلمانې مېرمنې ترې محرومې کړې دي. د غربي ایډیولوژۍ په خبره چې دوی پخپلو هېوادونو کې مېرمنو ته دا اجازه ورکړې چې د سیاسي مقام تر لاسه کولو لپاره نوماندې شي او د خلکو د استازې په توګه پارلمان ته لاره پیدا کړي. په داسې حال کې چې که د دغه پارلمان واقعیت ته وکتل شي، دا به درک کړې چې هلته د مېرمنو سیاسي مشارکت تش په نوم دی، مېرمنې په پارلمان کې هېڅ رول نه لري. په پارلمان کې د هغوی شتون د ټاکنیزو برنامو لپاره له هغوی څخه د ناسمې ګټې اخیستنې او د ډېرو رایو تر لاسه کولو لپاره دی. هغوی مېرمنو ته په پارلمان کې د څو څوکیو په ورکړې سره دوکه ورکوي.

په دغو نظامونو کې پارلمانونه له اړین رول څخه برخمن نه دي، نو په داسې پارلمانونو کې که مېرمنې رول هم ولري، په هېڅ حساب دی. په پارلمانونو کې د مېرمنو شتون د خلکو په سترګو کې له خاورو اچولو پرته بل څه نه دي. دوی په دې سره غواړي چې خلک داسې تمه ولري چې ګنې استازې یې په پارلمان کې شته چې د دولت له واقعیت سره مخالفت کولی شي او هغه بدلولی شي. په حقیقت کې د پارلمان رول دا نه دی چې په معروف سره امر وکړي او له منع شوو څخه منع وکړي، بلکې نه نیول شوو تصمیمونو ته رایه ورکول؛ یا د شرعي احکامو د ځینو احکامو پلي کېدو او نه پلي کېدو ته رایه ورکول دي. دا هغه واقعیت دی چې موږ یې په سترګو وینو، ځکه د دغو پارلمانونو شتون یوازې تشه بڼه لري او هغه رول چې پارلمانونو ته ورکړل شوی، دلته نه پلي کېږي.

خو د ټاکنو په اړه چې غرب دا ادعا کوي چې مېرمنو ته د ټاکل کېدو اجازه ورکوي، باید ووایو چې په غرب کې مېرمنې د رایې د حق له ورکولو محرمې وې، تر دې چې د یوې اوږدې مبارزې په پایله کې یې د رایې اجازه تر لاسه کړه. د بېلګې په توګه، امریکا په ۱۹۲۲ م کال کې ښځو ته د رایې حق ورکړ. د درواغجنو ازادیو مور فرانسې په ۱۹۴۴ م کال کې مېرمنو ته دا حق ورکړ.

دا د پانګوالۍ تر چتر لاندې د غربي مېرمنو سیاسي رول و، خو د هغه واقعیت په تړاو چې ټولو ته ښکاره دی، داسې کسان پیدا کوو چې د عقیدې د ازادۍ او ډیموکراسۍ ادعا کوي، خو پر دې ټولو سربېره که کوم څوک د هغوی له ایډیولوژۍ سره مخالفت ولري او یا مخالف نظر وړاندې کړي، زندان ته اچول کېږي. د هغوی زندانونه له عقیدتي بندیانو ډک دي. تر ټولو نېږدې بېلګه یې د ترکیې د سېکولر دولت له لوري د حزب التحریر د پنځو ښځینه غړو بندي کېدل دي، چې یوه یې له نوي زیږېدلي ماشوم سره یوځای په بند کې ده. د هغوی د بندي کېدو یوازنی دلیل دا و چې د عموریې په قلعه حومه کې یې د خلافت د سقوط ۱۰۰مې کلیزې په مناسب یوه ویډیو ډکه کړې وه، هغه ځای چې د معتصم له خوا د یوې مسلمانې مېرمنې د مرستې غوښتنې په ځواب کې، چې تېری ورباندې شوی و، فتح شو.

حتا هغه ویبسایټونه او نورې خبري پاڼې څاري چې د هغوی له فاسدې ایډیولوژۍ سره په ټکر کې وي او د سیي ایډیولوژۍ او مفکورې د لېږد مخه نیسي. هغوی څو ځلې د ښځې او شریعت فېسبوک پاڼه وتړله، په داسې حال کې چې په یاده پاڼه کې یوازې د مېرمنو واقعیت او پر هغوی پورې اړوند مسایل بیانېدل او هغه ته یې ارزښت ورکاوه. نو په داسې صورت کې چې یوه مېرمن خپله سیاسي مفکوره نه شي وړاندې کولی، د هغوی سیاسي حقونه چېرته دي؟!

داسې ډېر شواهد شته چې په اسلام کې مېرمنې په سیاسي چارو کې برخمنې وې او د هغوی د سیاسي فعالیتونو او کار پر وړاندې هېڅ خنډ نه و؛ هغه امتیاز چې مسلمانې مېرمنې ۱۴۰۰ کاله وړاندې ترې برخمنې وې. په دې مانا چې اسلام تر غرب ۱۴ پېړۍ وړاندې مېرمنو ته سیاسي حقونه ورکړي وو. په دغه ایت شریف کې قرانکریم مېرمنې او نارینه له کومې استثناء پرته په عام ډول مخاطب کړي دي، د امت کلمه د ټولو لپاره عامه ده، هغه کاروي او یوازې نارینه نه مخاطبوي؛ الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ﴾ [النحل:٩٧]

ژباړه: هر څوک چې غوره کار ترسره کړي، هغه که نارینه وي او یا ښځینه، په داسې حال کې چې مومن وي، هغه ته غوره ژوند او د هغو نېکو عملونو ثواب ورکوم چې ترسره کول یې.

﴿وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران:١٠٤]

ژباړه: باید ستاسو یوه ډله نېکۍ ته دعوت، په معروف امر او له منکر څخه منع وکړي او هغوی رښتیني او رستګاران دي.

په همغه ډول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له کومې استثناء پرته ښځو او نارینه وو ته په عام ډول د اسلام د لېږد امر کوي او فرمایي:

«بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً»

ژباړه: له ما څخه یې نورو ته ورسوئ، که یو ایت هم وي.

ښځو د اسلامي دعوت په لومړیو ورځو کې په مکه کې مهم رول ترسره کاوه. په همغه بڼه چې په مدینه کې د دولت تر جوړېدو وروسته یې هم رول درلود، د دعوت رسولو په چارو کې برخمنې وې او د خپلو خاوندانو لپاره ښې تکیه وې. حتا د اسلامي دعوت په رسولو کې له ډېرو شکنجو او ځورېدو سره مخ شوې، په داسې کچه چې په یوه الګو بدلې شوې چې تر نن پورې پر هغوی ویاړ کېږي. لکه ام المومنین خدیجه بنت خویلد رضي الله عنهما چې د اسلامي دعوت له لومړیو شېبو څخه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مرسته وکړه او د هغه تکیه شوه. همدارنګه په اسلام کې لومړنۍ شهیده سمیه بنت خیاط. اسماء بنت ابوبکر، ام عماره او ام منیع چې دواړو د عقبې په دویم بیعت کې له نارینه وو سره یوځای له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیت وکړ؛ هغه بیعت چې د جګړې لپاره و. د عمر بن الخطاب د خلافت په وخت کې یوې مېرمنې په ښکاره بڼه د ټولو په شتون کې عمر رضي الله عنه محاسبه کړ، کله چې هغه غوښتل مهریه تعین کړي. همدارنګه د عمر رضی الله په وخت کې د الشفاء په نوم یوه مېرمن ښارواله وټاکل شوه، یعنې هغې د ښار کنټرولولو مسولیت پر غاړه واخیست. رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیبیې د سولې په وخت کې له ام سلمه سره مشوره وکړه او د هغې د نظر اړوند یې اقدام وکړ. همدارنګه صحابیه فاطمه بنت قیس رضي الله عنهما چې له عمر بن الخطاب رضی الله عنه وروسته د خلیفه په ټاکنه کې له هغې سره مشوره وشوه. دا ټول هغه موارد دي چې د اسلام په پیل کې وو. نو د اسلامي دولت او د اسلامي نظام د قدرت په وخت کې به د ښځو سیاسي موقعیت په کومه کچه کې وو؟ په دې اړه به خبرې بیا هم دوام وکړي.

په هر وخت کې د مسلمانو مېرمنو تر ټولو ستر سیاسي رول د داسې زامنو روزل وو چې هغوی لوی فاتحان او رهبران وو چې مېړانه به یې تل په تاریخ کې لیکلې پاتې وي. هغه کسان چې اسلامي دعوت یې نړۍ ته ولېږداوه او الله سبحانه وتعالی یې راضي کړ. لکه د محمد فاتح مور چې تر قسطنطنیې پورې له خپل زوی سره وه او هغه ته یې ویل: «ته د دغه ښار فاتح یې او همداسې وهم شول چې هغه ښار یې فتح کړ.

دا هغه رول دی چې غرب ترې ډارېږي او شپه او ورځ د مسلمانو مېرمنو د انحراف او بېلارېتوب هڅه کوي، څو په دې سره د خپلې بقا ضمانت وکړي. اې الله سبحانه وتعالی! ژر تر ژره زموږ سترګې په اسلامي دولت سره روښانه کړې، د نبوت پر تګلاره دویم راشده خلافت. اې الله سبحانه وتعالی! موږ ته د اسلام د احکامو تر سیوري لاندې باعزته ژوند راپه برخه کړې.

اللهم آمین!

لیکوال: رولا صلاح؛ د فلسطین له مبارې خاورې څخه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

پاکستاني واکمنان له فرانسې سره درېږي، په داسې حال کې چې د خلیفه عبدالحمید ثاني د واکمنۍ پر مهال فرانسویانو دا جرات نه درلود، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوی وکړي

  • خپور شوی په پاکستان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د ۲۰۲۱م، د اپرېل په ۱۴مه، د هغو خلکو پر وړاندې سخت دریځ ونیوه، چې له خپل هېواد څخه یې د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتنه کوله. نوموړي ادعا وکړه: «موږ ته یوه داسې لار پکار ده، چې په مناسبه توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ پورته کړو؛ خو تاسو هڅه کوئ، چې موږ نړۍ ته د تندلاري دولت په توګه ور وپېژنئ.» په دې توګه د پاکستان حکومت د استعمار نړیوال نظم ته تسلیم شو، هغه نظم چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم برید باید، د بیان ازادۍ تر بیرغ لاندې وزغمل شي.

اې د پاکستان مسلمانانو! د غربي هېوادونو پر وړاندې د هغه کمزوري دریځ له لارې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سپکاوي ملاتړ کوي، د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره جدي اړتیا لیدل کېږي. ان د خلافت په کمزورې دوره کې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم مینه او اطاعت د عثماني خلیفه عبدالحمید ثاني په کړنو کې څرګنده و، چې انګلستان او فرانسه دواړه د هغه وخت لوی نړیوال قدرتونه وو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عزت سپکاوی یې کاوه. دخلافت د وسله والو ځواکونو د جهاد یوازې یو ګواښ د صلیبي یرغلګرو څخه د شیاطینو د وېرولو لپاره کافي و، چې د خلافت تر ړنګېدو پورې یې هېڅکله هم پر وړاندې چا د درېدو جرات نه درلود.

اې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مسلمانانو! رژيم د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر وړاندې له صلیبیانو سره ولاړ دی، په داسې حال کې چې مسلمانان باید له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د تلپاتې مینې پر اساس ولاړ وی. دا له درد څخه ډک حالت به تر هغې پورې دوام مومي، څو چې تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تلپاتې مینې پر اساس د واکمنانو پر وړاندې ونه درېږئ او د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره نصرت ورنه کړئ. انس رضی الله تعالی عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي:

«لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ مَالِهِ وَأَهْلِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ»[النسأ]

ژباړه: ستاسو یو هم تر هغو پورې رښتینی مومن نه شي کېدای، تر څو پورې چې له خپل پلار، اولاد او ټولو خلکو څخه، هغه صلی الله علیه وسلم ډېر محبوب ونه ګڼئ.

امام ابو سلیمان الخطابي له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د مینې په اړه وايي:

«فَمَعْنَاهُ لَا تَصْدُقُ فِي حُبِّي حَتَّى تُفْنِيَ فِي طَاعَتِي نَفْسَكَ وَتُؤْثِرَ رِضَايَ عَلَى هَوَاكَ وَإِنْ كَانَ فِيهِ هَلَاكُك»

ژباړه: تاسو له ما سره په خپله مینه کې تر هغه وخت پورې رښتیني نه یئ، تر څو زما په اطاعت کې ځان ستړی نه کړئ او زما خوښي پر خپله خوښۍ غوره ونه بولئ، ان که دا ستاسو د مرګ لامل هم شي.

نو اوس خپل نصرت ورکړئ، تر څو په اخرت کې کامیاب شئ، چې له ټولو کامیابیو څخه غوره ده.

 

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

هغه کرنیز توکي او مېوې چې زکات پکې واجب دی

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

ښاغلی امیر او شیخ صاحب! هغه کرنیز توکي او مېوې چې زکات پکې واجب دی، کومې دي؟ د بېلګې په ډول داسې کسان شته چې له غوړیو څخه زکات باسي، په دې برخه کې شرعي حکم څه دی؟

دا مشخصه ده چې په رکاز (په ځمکه کې خښ شوي مال) کې زکات پنځمه ورکول کېږي، زما پوښتنه داسې ده: ځینو کسانو د عثماني عصر پانګو او شتمنیو ته لاس رسۍ پیدا کړی (د پوځ د غذایي توکو صندوقونو ته)، ایا هغه کس چې دا څه یې تر لاسه کړي وي، د پنځمې تر ورکړې وروسته د هغه څښتن کېدایشي؟ دې ته په کتو کې دغه شتمنۍ د اسلامي دولت اړوندې دي چې باید په امانت ډول وساتل شي او خلافت دولت چې ژر تر ژره به انشاءالله تاسیس شي، ورکړي؟ الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته خیر درکړي.

ځواب:
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

هغه کرنیز توکي او مېوې چې زکات پکې واجبېږي، هغه څه ته په کتو چې په حدیثونو کې راغلي، عبارت دي له: غنم، وربشې، خرما او ممیز. دا هغه څه دي چې په حدیثونو کې په انحصاري بڼه بیان شوي او نور کرنیز توکي او کښتونه په دغه حکم کې نه شاملېږي. د دې موضوع د اثبات لپاره لاندې دلیلونو ته پام وکړئ:

الف) موسی بن طلحه له عمر رضي الله عنه څخه روایت کړی چې هغه وویل:
«إنّما سنّ رسول الله صلى الله عليه وسلم الزكاة في هذه الأربعة: الحنطة، والشعير، والتمر، والزبيب» (رواه الطبرانی)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم زکات په همدغو څلورو څیزونو کې مشخص کړی دی: غنم، وربشې، خرما او ممیز.

همدارنګه له موسی بن طلحه نه رویات دی چې ویې وویل:


«أمر رسول الله صلى الله عليه وسلم معاذ بن جبل - حين بعثه إلى اليمن - أن يأخذ الصدقة من الحنطة والشعير، والنخل، والعنب»  (رواه أبو عبيد)
ژباړه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم معاذ بن جبل یمن ته ولېږه، امر یې ورته وکړ چې له غنمو، وربشو، خرما او انګورو څخه زکات واخلئ.

پورتنی حدیث دابیانوي چې زکات په مېوو او کرنیزو توکو له همدغو څلور ډوله څخه اخیستل کېږي (غنم، وربشې، خرما او ممیز) او په نورو مېوو او کښتونو کې زکات نه اخیستل کېږي، دا چې په دې اړه حدیثونه ذکر شوي دي، د موضوع پر انحصار دلالت کوي.

ب) حاکم، بیهقي او طبراني د ابي موسی شعري او معاذ بن جبل له حدیث څخه استنباط کړی، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یمن ته د خلکو  د چارو سرپرستۍ لپاره ولېږل شو او ورته ویې فرمایل: «زکات له څلورو څیزونو لکه غنم، وربشې، ممیز او خرما پرته په نورو کې مه اخلئ. بیهقي د همدغه حدیث په اړه ویلي دي: «راویان یې ثقه او وصل دي». په دغه حدیث کې په واضح ډول ویل شوي چې له کښت او مېوو څخه زکات اخیستل یوازې په همدغو څلورو څیزونو کې دي. یعنې زکات اخیستل په همدغو څلورو څیزونو لکه وربشې، غنم، ممیز او خرما کې دي.

ج) د غنمو، وربشو، ممیزو او خرما الفاظ چې په حدیث کې راغلي، جامد اسمونه دي او الفاض یې له همدغو پرته بل څه نه وړاندې کوي. نه د نطق او نه هم د مفهوم له پلوه. ځکه دغه اسمونه نه د صفتونو نومونه دي او نه هم د مانا نومونه دي، بلکې پر هغو څیزونو مقصور دي چې نومول شوي او پر هغه اطلاق کېږي. مانا یې  له خوړلو، وچولو او ذخیره کولو څخه نه اخیستل کېږي. ځکه الفاظ یې په دې مانا او صفاتو دلالت نه کوي او دغه حدیثونه چې زکات یې د کښتونو او مېوو په څلورو څیزونو کې حصر کړی، په حدیثونو کې تخصیص کوونکي الفاظ دي.

«فيما سقت السماء العشر، وفيما سقي بغرب، أو دالية، نصف العشر»
ژباړه: هغه څه چې په باران اوبه کېږي، عشر (ده یک) دی. هغه څه چې په سطل اوبه کېږي، نیمایي عشر دی.


د) نو زکات له دغو څلور څیزونو پرته په نورو کرنیزو توکو او مېوو کې نه واجبېږي. له همدې امله له په ارزن، وریجو، باقلا، نخودو، نسک او نورو حبوباتو او پنبه کې زکات نه اخیستل کېږي. همدارنګه له مڼې، الو، شفتالو، زردالو، انار، مالټې، کیلې او داسې نورو مېوو څخه هم زکات نه اخیستل کېږي. په دغه دلیل چې د غنمو، خرما، ممیز او وربشو الفاظ په حبوباتو او مېوو کې نه راځي او په دې برخه کې صحیح نص هم نه دی راغلی، چې استدلال پرې وشي. په دې برخه کې اجماع هم نه ده منعقده شوې او قیاس هم نه دی پکې شامل. ځکه زکات عبادت دی او په عباداتو کې قیاس نه کېږي او هغه څه کې په نص کې راغلي، بسنه پرې شوې ده. همدارنګه په سبزیو لکه، تره، بادرنګ، کدو، بادینجان، شلغم، ګازرې او نورو کې زکات نه اخییستل کېږي. له عمر، علي، مجاهد او نورو څخه روایت شوی چې په سبزیجاتو کې زکات نشته. د دې تر څنګ دا ابو عبیده، بیهقي او نورو هم روایت کړې ده.

ستاسو د دویمې پوښتنې چې د رکاز په اړه ده، باید ووایو: «هر څوک چې رکاز تر لاسه کوي، په هغه کې خمس (پنځمه یو) زکات شته دی چې باید اسلامي دولت ته یې وسپاري، څو دولت هغه د مسلمانانو په چارو ولګوي. څلورمه برخه د هغه  کس کېږي چې رکاز یې پیدا کړی دی. په دې شرط چې پیدا کړی رکاز له بل ځمکې څخه نه وي. که اسلامي دولت د نن ورځې غوندې نه و، څوک چې رکاز تر لاسه کوي، باید پنځمه یې بېوزلو او د امت د چارو لپاره بېله کړي او حق ته د رسېدو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي او پاتې برخه یې خپله کېږي. په دې برخه کې شته دلیلونه:

رکاز هغه مال ته ویل کېږي چې په ځمکه کې خښ وي، که هغه سره‌زر، قیمتي ډبرې، ملغلرې، وسلې، او زیورات وي. که د پخوانیو قومونو لکه مصریانو، بابلیانو، اشوریانو، ساسانیانو، رومیانو، یونانیانو او یا نورو غوندې کنزونه هم وي، لکه د پیسو سکې، زیورات، جواهر چې د مشرانو او پادشاهانو په قبرونو کې یې وموندل شي او یا په غونډیو کې پیدا شي.  

همدارنګه رکاز د سروزرو او سپینو زرو سکې هم کېدایشي او برابره ده که په کوزه کې اېښي وي او یا په نورو څیزونو کې. په دې بڼه چې په ځمکه کې پټ شوي وي، د جاهلیت د وخت وي او یا تر اسلام وړاندې وخت وي. دا ټول رکاز تعبیرېږي او د رکاز په حکم کې راځي. رکاز له رکز یرکز نه اخیستل شوی، لکه د غرز او یغرز غوندې، یعنې پټ یې کړل. څنګه چې ویل کېږي: رکز الرمح، یعنې نېزه یې پر ځمکه ووهله، کله چې نېزه په ځمکه کې په سم ډول داخل کړي. همدارنګه الرکز ورو غږ ته هم ویل کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:


﴿أَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا﴾ (مریم: ۹۸))
ژباړه: ایا د هغوی ورو او پټ غږ اورئ؟

خو کانونه هغه څه دي چې الله سبحانه وتعالی له همغې ورځې چې ځمکه او اسمانونه یې پیدا کړي، د ځمکې په خېټه کې یې ځای پر ځای کړي دي. هغه که سره‌زر وي او یا هم سپین زر، مس، سرب او داسې نور. نو معدن له عدن څخه اخیستل شوی، في المكان يعدن (په یو ځای کې درېږي)، کله چې هلته ودرېږي. همدا لامل دی چې جنت په عدن سره نومول شوی دی. ځکه هغه د درېدو او تل پاتې ځای دی. نو کانونه د الله سبحانه وتعالی له لوري پیدا شوي دي، نه د بشر له لوري خښ کړل شوي. همدا لامل دی چې له رکاز سره مخالف دی. ځکه رکاز له خښ شوي نه ډېر وي.

په رکاز او کان کې اصل دا دی چې ابوهریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

)«العجماءُ جرحها جُبار، وفي الركاز الخمس» (رواه أبو عبيد)
ژباړه: د څارویو ټپ هدر دی (یعنې په هغه کې غرامت او زیان نه وي) او په رکاز کې پنځمه زکات دی.


هغه څه چې له عبدالله بن عمرو څخه روایت شوي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغه مال په اړه پوښتنه شوې چې عادي هرابۍ پکې پیدا شي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «په داسې مال او رکاز کې چې پنځمه یې زکات وي». هغه څه چې له علي بن ابي طالب رضي الله عنه او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړي، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په سیوب کې پنځمه ده او ویې فرمایل: سیوب د سرو او سپینو زرو ریښه او رګ دی چې په ځمکه کې وي.» دا څه ابن قدامه په المغني کې ذکر کړي دي.
له همدې امله ټول خښ شوي مالونه لکه سره زر، سپین زر، زیورات او داسې نور چې په قبرونو، غونډیو او یا هم د تېرو قومونو په ښارونو کې پیدا کېږي، یا دا چې په شنډه شوې ځمکه (هغه ځمکه چې د کرنې وړ نه وي او د چا ملکیت هم نه وي) یا د عاد په ویجاړو شوو ځمکو یا هر هغه څه چې د عاد په قوم پورې اړه ولري، یا د جاهلیت د وخت خښ شوي څیزونه وي، دا هر څه د پیدا کوونکي ملکیت کېږي چې پنځمه یې بیت المال ته ورکوي.

همدارنګه هر کوچنی کان په هغه صورت کې چې غیر منقطع وي، یعنې اندازه یې محدوده وي، هغه که سره‌زر وي او یا سپین، که ریښه‌یي وي او یا سطحي وي، په شنډه ځمکه کې پیدا شي چې د کوم بل کس ملکیت نه وي، نو هغه د پیدا کوونکي تن دی چې پنځمه یې بیت المان ته سپاري. خو که ډېر وي، یعني ستر کان وي، نه محدود خښ شوي څیزونه، نو دا بیا عامه ملکیت بلل کېږي، چې دا برخه بل تفصیل لري.

پنځمه چې د رکاز او کان له پیدا کوونکي څخه اخیستل کېږي، د فيء مال حیثیت لري او د هغه په حکم کې شاملېږي. په دې مانا چې په بیت المان کې د فیء او خراج په دېوان کې اېښودل کېږي او د فیء او خراج غونډې مصرفېږي. امر یې دله خلیفه سره دی چې هغه د امت پر چارو او د اړتیا پر مخنیوي خپل اجتهاد ته په کتو لګوي؛ هغه څه چې د امت خیر پکې وي.
هر چا چې رکاز او کان پخپله ځمکه او یا ساختمان کې پیدا کړل، هغه کس یې څښتن دی. برابره ده چې دا ځمکه او ساختمان په میراث کې ور پاتې وي. یا دا چې له بل کوم کس څخه یې اخیستې وي. خو هغه څوک چې د بل چا په ځمکه او ساختمان کې رکاز او کان پیدا کا، بیا پیدا شوی رکاز او معدن د ځمکې د څښتن کېږي، نه د هغه چا چې پیدا کړې یې دي.


ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابوالرشته

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

صحیحه ایډیولوژي داسې اتلان روزي چې پر مټ یې لوی دولت جوړ شي

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

درې کاله وړاندې ما د یو جنبش له یو فعال رهبر او ځوان سره خبرې وکړې او هغه ته مې وویل چې د «چوپتیا بس دی» شعار خپرېدل محتوا نه لري او له یوې نهضتي پروژې سره مطابقت نه لري. هغه ځواب راکړ: «نه، موږ مفصله برنامه لرو او د لومړي ځل لپاره به وزیران باکفایته انسانان وي چې د ځمکو قیادت وړتیا لري. هېواد ته به پرمختګ ورکړي او په دغو استازو، فعالانو او د رسنیو په استازو کې باکفایته بلل کېدل. پر همدغه اساس، وینئ چې شرایط ولې په دومره لنډ وخت کې ناوړه شول، ژوند له ګواښ سره مخ شو، د توکو بیې لوړې شوې، اساسي خدمتونه نشته، د اوبو او برېښنا پرېکون دوام لري او په درملتونونو کې دارو او درمل نشته. دا چې دولت په ځلونه د خپل ملاتړ ادعاوې کړې، خو پر دې سربېره ناامنۍ، وژنې او جنایتونه دوام لري، څو په خلکو کې وحشت او ډار خپور کړي.

پر خلکو د ژوند کولو ساحه تنګول په داسې نظام کې چې اوس پر څوکۍ ناست دی، د دکتورا درجې په درلودو سره یو باکفایته کس هغه رهبري کوي، چې ډېر عمر یې د ملګرو ملتونو د دهلېزونو په تګ راتګ کې تېر کړی او همدارنګه نور وزیران یې بهرنۍ پېژندپاڼې لري. دغو کسانو په غرب کې زده کړې کړې او په غربي سفارتونو کې د کار ښه تجربه لري. نو د یو پوه سړي لپاره اساسي معیارونو کوم دي؟ ایا د ملګرو ملتونو په سازمانونو کې د یو شخص له لاسته راوړنو  سره ضروري اړیکه لري؟ په دغه درک سره چې دولت خپل پوسټ بشپړ بدل کړی او نور واکونه یې پکې ځای پر ځای کړي دي. خو حالت همدغه دی چې تر اوسه یې نه دی بدل شوی او ستاسو د خبرتیا لپاره باید وویل شي: دا موضوع یوازې د سوډان په انقلاب کې نه ده، بلکې ټول ځایونه او د عربي پسرلي ټول انقلابونه له دغه برخلیک سره مخ شوي دي. خلکو ته ښودل شوې چې حل لاره د ملګرو ملتونو د سازمانونو په واکونو کې ده.

هغه کسان چې د بنسټیز بدلون په هڅه کې دي، باید پوه شي چې څرنګه د دولت اتلان جوړېږي او روزل کېږي او د هغې ایډیولوژۍ پیري باید وکړي چې د امت د پرمختګ لپاره ده. د متخصصانو او دولت جوړونکو تر منځ ښکاره توپیر شته. نو هر څوک چې د دولت جوړونې وړ و، که لوړ اسناد هم ونه لري، هغه به ټاکل کېږي. شرط دا دی چې ښه چمتو شي او تر ټولو مهمه موضوع د هغې برنامې شتون دی چې په هغه کې یو دولت جوړونکی روزل کېږي او جوړېږي او دغه برنامه د عقیدې له جنس څخه ده، چې دولت جوړونکی پر هغه باور او عقیده لري؛ څو د هغې ایډیولوژۍ تر منځ اړیکه پرې نه شي چې پلي کېدل یې غواړي. موږ وینو چې په تاریخ کې تر ټولو لوی دولت ۱۳ پېړۍ دوام درلود. پر همدغه اساس، څنګه د هغه دولت ستنې تاسیس شوې او هغه کسان چې د یاد دولت چارې یې سمبالولې، غوره ځانګړتیاوې یې درلودې. ځکه کوم څه چې هغوی جوړ کړل او له نورو یې غوره کړل، د الله سبحانه وتعالی کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت وو. هغوی یې د اسلام د احکامو اړوند د پسونو څرونکو څخه د خلکو د چارو تنظیموونکي، رهبران او رعایت کوونکي وګرځول.

همدارنګه اسلام متحرک و او د خلکو ژوند ته یې نه یوازې په بنسټیز ډول بدلون ورکاوه، بلکې د ټولې نړۍ ژوند یې بدل کړ او په ټولو ځایونو کې نصرت او بریا د مسلمانانو په برخه وه. مسلمانان ځکه بریالي کېدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدرسې زده کوونکي وو؛ هغه کسان چې اسلامي یې د ارقم بن ابي ارقم په کور کې په حلقو کې زده کړ، چې د زده کړې ورکولو ځای و. دا کتله او هسته د دولت د بنسټ لپاره وه او هغه ټول کسان چې پر اسلام معتقد وو، په دې حلقه کې به راټولېدل چې د اسلام په ثقافت سره تثقیف شي او خپل ځان د سیاسي مبارزې لپاره چمتو کړي. دا هغه کسان دي چې د دولت له تاسیس وروسته د هغه چارې مدیریت کوي.

دا د بنسټیز بدلون او انقلاب لپاره شرعي طریقه ده، هغه طریقه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پلي کړې ده. دا هغه کسان وو چې اسلام یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړی دی. د اسلامي دولت په وروستیو کې اتل محمد فاتح چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری یې رښتیا کړ، څنګه یې وکولی شول چې دغه کار ترسره کړي،  په داسې حال چې د ارقم په کور کې یې په حلقو کې ګډون نه و کړی او د نورو غوندې نه و روزل شوی؟ پلار یې تر ټولو غوره ښوونکی شمس الدین ورته راوست او هغه یې دې موخې ته د تر لاسه کېدو لپاره چمتو کړ. پر همدغه اساس، نوموړی د صلاالدین غوندې او د هغه په څېر نور کسان چې تر ده وړاندې تېرې شوي وو، غوره امیر کړ. د هغوی تر منځ پیوستون اسلام دی او دا هغه فکري رهبري ده چې هر کس باید هغه زده کړي او پرې ورزول شي.

هر څوک چې نن ورځ نهضت غواړي، باید د لومړینو اتلانو او فاتحینو ژوند لیک ته سر ورښکاره کړي او هغه وګوري. الله سبحانه وتعالی مسلمانانو ته امر کړی چې د لار ورکۍ په وخت کې د الله سبحانه وتعالی دغه ایت شریف ته پنا یوسي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿‏ وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾  [آیه 104 سورۀ آل عمران]

ژباړه: باید له تاسو یوه ډله وي چې لازمه روزنه ورکړل شي، قران کریم، سنت، د شریعت احکام زده کړي، خلک نېکۍ ته دعوت کړي، په معروف امر وکړي او له منکر نهې وکړي او هغه کسان راستګاران او رښتیني کسان دي.

دا د نن ورځې د امت د زخمونو پټۍ او مرهم دی او هغه د داسې ډلې رامنځته کېدل دي چې په اسلام تثقیف شي او له امت سره تفاعل وکړي. وروسته له یوې ژمنې او قدرت لرونکې ډلې د نصرت غوښتنه وکړي، څو د هغوی دولت او نظام رامنځته شي. نن ورځ له حزب التحریر پرته بله هېڅ داسې ډله نشته چې دا مسیر بشپړ کړي او مسولیت یې ادا کړي. اسلام د خپل کار بنسټ کړي، د دولت لپاره اساسي قانون تدوین کړي، چې ۱۹۱ مادې لري. له قران او سنتو، د اصحابو له اجماع او قیاس څخه په صحیح اجتهاد استخراج شوی دی. ټول عالمان، حقوق پوهان او عام خلک د هغه مطالعې ته رابولي او په راتلونکي کې د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت دولت له لوري د هغه د پلي کېدو غوښتنه کوي. دا د الله سبحانه وتعالی ژمنه ده چې هېڅ کله درواغ نه کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [آیۀ 55 سورۀ نور]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی له تاسو څخه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او غوره کارونه یې ترسره کړي دي، ژمنه ورکړې چې هغوی به په ځمکه کې د پخوانیو ځای ناستې کړي، څو هغوی ته د ظالمانو له ظلم څخه تر خلاصون وروسته عدل ور په برخه کړي. په همغه بڼه چې پخوانیو ته یې خلافت ورکړی و. هغه دین چې د هغوی لپاره یې خوښ کړی، پر ځای به پاتې شي او ریښې به یې وغځېږي.  د هغوی ډار به په امن او امنیت بدلوي، په داسې بڼه چې یوازې به د الله سبحانه وتعالی عبادت کوي او له هغه سبحانه وتعالی سره به څوک نه شریکوي. هغه کسان چې تر هغه وروسته کافران شي، هغوی فاسقان دي.

لیکوال: عبد السلام إسحاق

د حزب التحریر ـ ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر غړی

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره لیکل شوې

ژباړه: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې