شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     26 ربیع الاول 1440

میلادی نېټه :     سه شنبه, 04 ډسمبر 2018 م

شمېره:      1440AH/ 05

بريطانيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
نه ښاغلیه جاویده، کله چې د «مخنیوي» تګلارې ملاتړ کوئ، په دې سره د ریښتني ترهګرۍ پلوي کوئ!

(ژباړه)

تېره اونۍ د بریتانیې د کورنیو چارو یوه سلا کار وزیر ساجد جاوید په زړورتوب سره هغه کسان تورن کړل چې د ده د «مخ نیوي» د ناکامې پالیسۍ پر وړاندې درېدل، په وینا یې هغوی د سخت دریځو اړخ نیوه. دی هیله من دی، چې په دې ډول بې مسولیته څرګندونو سره به داسې تورې او سپینې پرتلیزې کرښې رسم کړي چې پر بنسټ به یې: یا تاسو سیکولر یاست او یا هم سخت دریځي.

د تندلارۍ او تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د «مخنیوي» تګلاره په پشپړه توګه یوه کرغېړنه تګلاره ده او د دې لپاره طرحه شوې، تر څو خلک د سیکولرو ارزښتونو پر وړاندې له مبارزې څخه را وګرځوي، چې نړۍ یې له فساد سره مخ کړې، خو په حقیقت کې د دې تګلارې موخه د اسلام د بنسټیزو افکارو مخه ډب کول دي چې اوسنی نړیوال سیکولر نظم یې ننګولی.

حقیقت دا دی چې ساجد او د ده سیکولره ډله په اوسنۍ نړۍ کې د تندلارۍ او ترهګرۍ ریښتني ملاتړي دي. کله چې د تندلارو کړنو په اړه په اوسنۍ نړۍ کې بحث کېږي، لاندې اړوندې پوښتنې باید ځواب شي:

له بریتانوي دولت او د دوی له رسنیو پرته څوک ماشومان په ښوونځیو کې تندلاري کوي او څوک په مسلمانانو ملنډې وهي؟

چا د ښاغلي ساجد په څېر وزیران تندلارې کړل چې لیبیا، عراق، افغانستان او سوریې ته یې بمونه او عسکر ولېږل او خلک یې پرې ترور کړل؟

چا له هغو وزیرانو او سوداګرو څخه تندلارې جوړ کړي، چې د یمن خونړۍ شخړې ته د سون توکي او وسلې برابروي؟

چا کورني او بهرني اداري کارکونکي او سوداګر تندلارۍ ته وهڅول، چې په نړۍ کې اوسنۍ وسله‌والې ډلې تمویل کړي، رهبري یې کړي او ډېرې تروریستي کړنې ترسره کړي؟

چا د بي بي سي هغه ژورنالیستان تندلارې کړي چې له جهاد څخه ناوړه تعبیر ته لمن وهي او د ملکیانو پر وړاندې یې تاوتریخوالی او زورزیاتی ګڼي؟

چا هغه وزیران او دبهرنیو دفترونو کارکوونکي تندلارې کړي، څوک چې په اسلامي نړۍ کې داسې دولتونه رامنځته کوي او بیا یې ملاتړي چې هره ورځ د خپلو عامو وګړو پر وړاندې ظلمونه ترسره کوي او له تاوتریخوالي څخه کار اخلي «هلته د خاشقجي په څېر په میلیونونو قربانیان شتون لري»، نو دا څوک دي چې په دې خاورو کې د ښکېلاکګرو مزدور حکام تندلاري کوي، تر څو د لوېدیځ سیکولر دولتونو ناوړه چارې تر سره کړي؟

 له تروریست کېدلو او په نړۍ کې له ترهګرۍ څخه له ملاتړ کولو پرته، اسلامي امت د هغو سختو ظلمونو پر وړاندې د پام وړ ګامونه اخیستي او د مخنیوي هڅه یې کړې، چې د اوسني نړیوال سیکولر نظم لخوا رامنځته شوي او موږ هره ورځ ورڅخه کړېږو.

له تېرې پېړۍ راهیسې د نړۍ سیکولر نظم بشریت د نابودۍ پولې ته رسولی، پر خلکو یې داسې وحشت او وېره خپره کړې، چې په تاریخ کې یې ساری نشته.  

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

 (بخاري)«إِنَّ مِمَّا أَدْرَكَ النَّاسُ مِنْ كَلَامِ النُّبُوَّةِ إِذَا لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ»

ژباړه: په رښتیا خلکو د تېرو پېغمبرانو له خبرو دا زده کړي: که حیا او شرم ونه لرې، نو بیا هغه څه کوه چې زړه دې وي.

یحی نسبت

په بریتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې