یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     9 ربیع الاول 1440

میلادی نېټه :     یکشنبه, 16 ډسمبر 2018 م

شمېره:      ۱۴۴۰/ ۰۸

ولاية بنغلادش
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره د خلکو د پراخ ملاتړ په لیدو د حسینې مخ پر ځوړ رژیم ووېرېده او په ډېرې بې شرمۍ یې پر حزب التحریر او د خلافت پر دعوتګرانو دروغ او تورونه ولګول

(ژباړه)

د ۲۰۱۸م کال د ډیسمبر په ۱۵مه د حسینې حکومت د یو کس په اړه چې «مهدي مسند سایمیم» نومېده او د «داکه باریدهارا دوز» له سیمې څخه و، د دروغو خبرونه خپاره کړل، چې نوموړي د پوسټرونو په لګولو سره د عکاس «شهید علم» پر وړاندې د محکمې د دوسیې د بېرته اخیستلو غوښتنه کړې وه او دا خبر بیا له رښتینوالي پرته ځینو ټلویزیوني شبکو خپور کړ. د همدغه خبر پر اساس له نیول شوي کس سره په انګلیسي او بنګالي ژبه پوسټرونه موندل شوي دي، چې د ښار په څو برخو کې یې لګولي وو او په هغه کې یې د شهید علم د محکمې د دوسیې غوښتنه کړې وه. مهمه مسله دا ده چې ادعا کېږي شهید علم د حزب التحریر غړی دی. موږ دا ښکاره دروغ په کلکو ټکو غندو او حزب التحریر له نیول شوي کس او یادو پوسټرونو سره هېڅ اړیکه نه لري. موږ حتی له دغه کس سره نه اړیکه لرو، نه یې پېژنو او نه مو هم د شهید علم لپاره کوم عمل کړی دی. 

له همدې امله د دغه حکومت لخوا غولول شوو خبري رسنیو ته نصیحت او یادونه کوو، چې حسینه هغه چارواکې ده چې له دروغو پرته بل څه نه وایي او څه ډول چې ځان خلکو ته ښيي، داسې نه ده. د مخلصې ډلې «حزب التحریر» پر وړاندې د هر ډول بې بنسټه خبرونو او تورونو خپرول، په حقیقت کې یو ناروا عمل دی؛ چې په دې سره به د خلکو په منځ کې خپل ارزښت او باور له لاسه ورکړئ. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ﴾ [هود: ۱۱۳]

ژباړه: او پر کافرانو او مشرکانو تکیه مه کوئ، ګنې بیا به مو د دوزخ اور راګیر کړي. پوه شئ چې له الله سبحانه وتعالی پرته هېڅ داسې دوستان او سرپرستان به پیدا نه کړئ، چې تاسو ته پناه درکړي او له هر ډول شر او زیان څخه مو وساتي. نو پر کافرانو او مشرکانو له تکیې کولو وروسته الله سبحانه وتعالی درسره مرسته نه کوي او هغه مهال مو پر خپلو دښمنانو بریالي کېدلی نه شئ.

باید ووایو، هغه دوامدارې مطبوعاتي اعلامیې، بیانونه، پوسټرونه، ناستې او تفاعلونه چې موږ یې کوو، د رسنیو په ګډون د ټولنې په ټولو برخو کې خلکو ته زموږ هویت ښيي. په ځانګړې توګه څه باندې یوه میاشت وړاندې مو بېلابېل فعالیتونه وکړل، چې له هغو څخه د «ملي ټاکنې به په دغه ظالم حکومت کې هېڅ بدلون را نه ولي او نه به د خلکو وخیم حالت بدل کړي؛ بلکې د خلکو د ازادولو لپاره یوازنۍ لاره د حزب التحریر تر قیادت لاندې د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت بیا تاسیسول دي.» تر سرلیک لاندې د بروشرونو او پوسټرونو لګول وو. څو په دې سره په راتلونکو ټاکنو کې د استعمارګرو پر وړاندې د واکمن عوامي ګوند او د بنګله دیش د ملتپال ګوند د مشرانو چاپلوسي او غلامي بربنډه شي او له بل لوري خلکو ته هغه سمه لاره وښودل شي چې اسلامي خلافت څه ډول کولی شي خلک له دغه وخیم حالت څخه را وباسي او د نړۍ په کچه یو قدرتمن هېواد شي. د خلافت د بیا راوستلو او حزب التحریر لپاره په دغو فعالیتونو کې د خلکو ملاتړ د پام وړ و او ښکاري چې خلک د حسینې د قدرت او د هغې د رژیم ړنګېدو ته په ډېرې بې حوصله ګۍ سره په تمه دي. نو په دې ډول شیطاني اقداماتو یعنې د یوه نامعلوم کس په نیولو او له جعلي پوسټرونو څخه په ګټې اخیستلو سره د حسینې مخ پر ځوړ حکومت او د هغې لنډغر کسان د قانون په اجرایوي بنسټونو کې په ډېرې بې شرمۍ د الله سبحانه وتعالی د دین او د راشده خلافت د بیا تاسیسولو لپاره د سپېڅلي دعوت پر وړاندې ښکرور دروغ خپروي.

له همدې امله ظالمه حسینه باید پوه شي چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې څخه په رښتینې توګه پیروي کوي، نو هغه څه چې زموږ پر وړاندې هغې د شیطان په جامه کې پلان کړي وو، څه نوي شی نه دي؛ بلکې تر دې وړاندې یې هم دا ډول اعمال کړي وو. بله دا چې زموږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او د هغه ټول اصحاب او یاران هم د قریشو د مشرانو له همداسې بې بنسټه تورونو سره مخ شوي وو، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یې د لېوني، شاعر او ساحر لقب کاراوه؛ خو هغه ټولې دسیسې ناکامې شوې او اسلامي دولت په مدینه منوره کې تاسیس شو. په همدې توګه حزب التحریر به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګلارې په پیروۍ سره په دې توانېږي چې دا ټولې شیطاني دسیسې شنډې کړي او د امت سرنوشت ټاکونکې قضیه به په لاس کې واخلي، چې هغه ان شاءالله د نبوت په تګلاره د دویم راشده خلافت بیا تاسیس دی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا﴾ [اسراء: ۸۱]

ژباړه: مشرکان ووېروئ او ورته ووایئ: حق راتلونکی دی (یوازې د الله سبحانه وتعالی بندګي، یو اسماني او عادل دین دی) او باطل د له منځه تلو په حال کې دی (د ډېرو خدایانو بندګي، یو تباه کوونکی او ظالم دین دی). په اصل کې باطل تل له منځه تلونکی دی (په پایله کې تل حق او حقیقت بریالی دی).

د حزب التحریر-ولایه بنګله دیش مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې