یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 ربیع الثانی 1440

میلادی نېټه :     جمعه, 21 ډسمبر 2018 م

شمېره:      HTS/ ۱۴۴۰/۱۵

ولايه سوډان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
اې هغو کسانو چې د بدلون په لټه کې یئ، د اسلام پر اساس بدلون راولئ!

(ژباړه)

د سوډان رژیم د غذایي او سون موادو په لاسته راوړلو او بانکونو ته د پیسو په سپارلو کې په لاس لرلو سره له سختو ناورینونو سره مخ شو. له دغو ناکامو اقتصادي سیاستونو څخه وروسته د دغه هېواد اوسېدونکي نهیلي شول او د دې لپاره چې ټول خلک په دغو ستونزو پوه شي، نو د پلازمېنې په مرکز خرطوم او د سوډان په نورو ښارونو کې یې د لاریونونو یوه لړۍ پیل کړه. دا لړۍ هغه مهال رامنځته کېږي چې رژیم هڅه کوي څو د پیسو د نړوال صندوق (IMF) د دستورالعمل په پلي کولو سره د خلکو عایدات محدود او ژوند یې په دوزخ ورته بدل کړي.  

نو موږ حزب التحریر-ولایه سوډان د دغه ناوړه حقیقت او د خلکو د غبرګون پر وړاندې خپل پیغام داسې بیانوو:

لومړی- د سوډان خلکو ته وایو: هغه بدلون چې موږ یې په لټه یې یو، باید یو اساسي بدلون وي؛ نه د رژیم او ناکامو سیاستونو لپاره د څېرو بدلون، چې له شپږو څخه ډېرو لسیزو راهیسې یې د خلکو حالت د خرابۍ لوري ته روان کړی. بدلون مو باید د اسلامي عقیدې پر اساس وي، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم را ته ښودلی او د دې تر څنګ لاریونونه او غوښتنې مو باید له فتنې پرته په سوله ییز ډول وي.

دویم- هغو ځوانانو ته چې د رژیم د بې عدالتۍ، فساد او ناکام سیاست په لیدلو سره غصه کېږي، وایو: عامه ملکیتونو ته زیان وانه ړوئ، ځکه دا یوازې د واکمن توطیه جوړوونکي رژیم او دغو خلکو ملکیت نه دی؛ بلکې د ټول امت ملکیت دی. همدارنګه شخصي ملکیت ته چې ستاسو په کورنیو او نورو وروڼو پورې تړاو لري، هم زیان ونه رسوئ؛ ځکه نورو ته زیان رسول اسلام حرام کړي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَار»

ژباړه: )مسلمان( چاته زیان نه رسوي او نه ده ته څوک زیان رسوي.

لاریونونه مو له فتنو پرته په سوله ییز ډول پیل کړئ او په روانو استعماري سیاستونو کې یوازې د څېرو د بدلون لپاره کار مه کوئ. لاسونه مو د امت هغو مخلصو کسانو ته ورکړئ، چې یوازې د اسلامي نظام یعنې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه راشده خلافت د تاسیس لپاره کار کوي.

په پای کې، درېیم او وروستی پیغام مو په فوځ او امنیتي کړیو کې د قدرت او نفوذ خاوندانو ته متوجه دی: د اساسي بدلون لپاره د امت ملاتړ وکړئ او د هغه ناروا رژیم چې د الله سبحانه وتعالی د قوانینو پر اساس نه اداره کېږي او په عدل او انصاف د امت د چارو ساتنه نه کوي، ملاتړ مه کوئ او په خپله فکري بلا کې یې له ستونزو سره مخ کړئ. تر ټولو لوی خطر یې دا دی، چې دا د استعمارګر کافر غرب په لاس کې یوه وسله ده، چې په واسطه یې خپلې توطیې دغه هېواد او اوسېدونکو ته یې لېږدوي. په دې سره د تروریزم د رامنځته کوونکي او د شیطان د ساتونکي (امریکا) په مشرۍ د «تروریزم» پر وړاندې جګړې تر نامه لاندې د اسلام پر وړاندې جګړه کې ګډون کوي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تګلارې پر اساس د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ، چې د دنیا او آخرت نېکمرغي مو په برخه شي. په دې سره به ستاسو نومونه د تاریخ په روښانه پاڼو کې ولیکل شي او تاسو به د هغو انصارو په څېر شئ، چې په مدینه کې یې د لومړي اسلامی دولت د تاسیس لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاتړ وکړ او په دغه آیت شریف سره د الله سبحانه وتعالی د رضایت وړ وګرځېدل:

﴿وَالَّذِينَ آوَوْا وَنَصَرُوا أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ﴾ [أنفال: ۷۴]

ژباړه: دوی چې پناه یې ورکړه او مرسته یې ورسره وکړه، رښتیني مومنان دي. د هغوی لپاره د ګناهونو بښنه (الهي رحمت) او غوره روزي ده.

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې