شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     30 ذولحجه 1439

میلادی نېټه :     جمعه, 10 آګست 2018 م

شمېره:      : 1439 AH / 033

مركزي
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د (ډیموکراتيک واده) ناخوالې

(ژباړه)

جورج بوش دعوه کوله چې د عراق ولسمشر صدام حسین د ټولوژنې وسلې لري او دا نړیوالې سولې ته یو لوی ګواښ دی. نوموړي پر همدې پلمه په ۲۰۰۳ز کال کې عراق ویجاړ او ښکېلاک یې کړ. دوی په داسې حال کې پر عراق برید وکړ چې نړیوالو څارونکو او همدارنګه د ملګرو ملتونو ګڼو راپورونه دا خبره رد کړله چې ګواکي عراق دې داسې وسلې ولري، مګر امریکا دا کار د خپل لېونتوب پر بنسټ چې غوښتل یې پر ټوله نړۍ کنټرول ولري او خپله د پدوانۍ پالیسې په نړۍ پلې کړي او خلک او ملتونه ښکېلاک کړي؛ یادو راپورنو ته یې هېڅ پاملرنه ونه کړله او حتا د دې پروا یې هم ونه کړله چې په دې سره به امریکا بدنامه شي او له دې یې هم وېره ونه کړله چې د دوی دا کړنه په اصل کې یو جرم دی. مګر کله چې امریکا ونه توانېده چې خپله دعوه ثابته کړي او په عراق کې د ټولوژنې وسلې پیدا کړي، بوش اعلان وکړ چې (نړۍ د صدام په لمنځه تګ سره نوره هم په امن شوله) او امریکا به عراق د ډیموکراسۍ او سوکالۍ یوه خورا غوره بېلګه وګرځوي. مګر په اصل کې دا د هر ښکېلاکګر د ښکېلاک طبعیت دی. نوموړی سخت ناکام شو چې عراق ته سوکالي او ټيکاو راولي او د عراق ولس چې د امریکا د ټولوژنو وسلو او بمونو څخه ټپي ټپي وو، درملنه وکړي او یا هم د عراق ښارونه او کلي چې د امریکا د لویو ویجاړوونکو توغندیو او بمونو له لاسه ویجاړ شوي او ملګرو یې لوټلي وو، ورغوي.

د دې لپاره چې امریکا په عراق کې خپل جنایتونه پټ کړي، نو د خپل استازې پال برېمر پر مټ یې یو ګډوډ نوی اساسي قانون جوړ کړ او ادعا یې وکړه چې دا قانون به عراق ډیموکراسۍ خواته بوزي. امریکا یو شمېر داسې عراقي سیاستوال په څوکیو کېنول چې خورا کمزوري وو او دوی پر خپل منځ کې د امریکا د مزدورۍ او ځانونه ژمن ښوودلو کې سیالي کوله او امریکا هم د دوی د نوکرۍ او ژمنتیا په بدل کې یوه ګوله ډوډۍ ورکوله. مګر د عراق مظلوم اولس په هغه اور کې چې امریکا بل کړی هره ورځ سوځېږي او د ژوند کولو لومړنۍ اړتیاوې هم نه شي پوره کولی، په داسې حال کې چې عراق یو شتمن هېواد دی؛ هم پاکې اوبه لري، هم د کرنې پراخه ځمکې، هم پریمانه ګاز او تېل. له دې ټولو سره سره؛ په عراق باندې پرلپسې ناکامو دولتونو حاکمیت وکړ او هر څه یې په دروغو پرمخ وړل؛ خلکو په وروستیو پارلماني ټولټاکنو کې له ګډون څخه مخ واړاوه (مستند راپورنه وایي چې په ټول عراق کې یوازې ۱۹ سلنو خلکو په دې ټاکنو کې برخه اخیستې ده) ښارونه او ښارونو ته څېرمې ټولې سیمې له غربت او د سیاسي چارواکو له فساده نور له قهره د انفجار په حالت کې دي.

د امریکا تر ډيموکراتیک واده پنځلس کاله وروسته (چې ایراني رژیم په دې واده کې رول درلود) تش په نامه ډیموکراسي د خلکو په احمق کولو کې ناکامه شوه. خلک د عراقي سیاستوالو پر فساد چې عراق ته له امریکايي ټانکونو سره یوځای د ننه شول، پوه شول او عراقي ولس په دې پوه شو چې له دوی سره د ډیموکراسۍ لوبه کېږي. اوس خلک نه اوبه لري، نه برېښنا لري او نه دندې پیدا کېږي او سیاسي ډلې یو د بل سره لاس او ګرېوان شوې دې او نه شي کولی چې وروسته له څلورو میاشتو یو حکومت تشکیل کړي. 

موږ خپل عراقي ولس ته داسې وایو:

تاسو په عراق کې د ایران په مرسته او ګډون امریکايي خوسا او فاسد رژیم تجربه کړ او تاسو د تش په نامه ډیموکراسۍ جهنم ولیده او د سیاستوالو چل او فریب مو هم ولیده. موږ تاسو ته بلنه درکوو چې راځئ د خپل رب د قانون تر حاکمیت لاندې ژوند وکړئ، له امریکا سره ټولې اړیکې پرې کړئ او د دوی ټول پوځونه له عراق وشړئ او عراق د امریکایانو او د دوی د مزدورانو له ناولو څېرو پاک کړئ. تاسو عزت او لوړ مقام د الله په پیروی کې تر لاسه کولی شئ، الله تاسو ته د خپل دین پر مټ عزت درکوي او تاسو یې د اسلام له امله په ټول بشر کې بهترین امت ګرځولي یاست.

﴿أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُون وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ﴾

[المایده: ۵۰]

ژباړه: ایا دوی د جاهلیت حاکمیت مني په داسې حال کې چې هغه قوم چې ایمان لري، څوک ورته تر الله ښه حاکمیت کوونکی دی.

ډاکټر عثمان بخاش

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر رییس

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې