یکشنبه, ۰۲ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د حزب التحریر - ولایه تونس د ښځو څانګې یوه پلاوي د سیدي بوزید له خلکو څخه ليدنه وکړه

  • خپور شوی په تونس

(ژباړه)

د سیدي بوزید په صابالا ولسوالۍ کې د ۲۰۱۹ کال د اپرېل د ۲۷مې له پېښې وروسته د اپریل په ۲۸مه د حزب التحریر- ولایه تونس د ښځو څانګې یو پلاوی د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه سیمې ته  لاړ.

کله مو چې کورنۍ پرته له خواخوږو ولیدې، ډېر حیران شوو. موږ تمه درلوده چې هلته به د خواخوږو یو کاروان وي او له کورنیو سره به په دې لوی مصیبت کې غمشریکي کوي، خو د قربانیانو له کورنیو پرته مو بل څوک ونه لیدل. یوازې د قربانیانو د کورنۍ غړي په کورونو کې ګرځېدل او یو بل ته یې تسلي ورکوله. په ټولو کورونو کې د غم ټغر خور و، چا مړي درلودل، چا زخميان او چا دواړه.  

موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې دوی ته لوی اجر او د زغم توفیق ورکړي.

موږ د هغو کورنیو له ښځو سره کېناستو چې د غړو شمېر یې لږ و، له دوی سره مو خبرې وکړې او تود هرکلی یې راڅخه وکړ. دوی د هغو دردونو په اړه راته وویل، چې هره ورځ یې له خپلو کورنیو سره تېروي، هغه دردونه چې تر مرګ سخت دي او ښایي مرګ یې پروړاندې ډېر اسانه وي.

موږ هڅه وکړه چې غم او درد یې درک کړو او خواخوږي ورسره وکړو. لومړني کور ته چې ورغلو (د دوی د اوسېدلو کوټې، چې د «کور» کلیمه یې په اړه لویه ده) دوه نارینه پکې مړه وو او یو ورور یې به ساوسي روغتون کې ټپي پروت و. دریو  وروڼو پکې د پلار له مړينې او مور له بندي کېدو وروسته د دریو نورو کوچنیو وروڼو د نفقې لپاره کار کاوه... اوس چې دوی لاړل، څوک به د دغو کوچنیو لپاره کار کوي؟ 

ورپسې بل کور ته ورغلو، هلته مو یوه ځورېدلې مور وليده. د خپلې بېوزلۍ حالت یې بیانولو، چې څنګه یې د مجبورۍ او سختۍ له لاسه دوې لورګانې قربانې کړې. یوه لور یې له لاسه ورکړې وه او بله یې په داسې حال کې په روغتون کې بستر وه، چې لاس یې پرې و.

په همدې کور کې مو یوه بله ښځه هم ولیده، چې د خپلې زړې مور لپاره یې - چې عمر یې له ۶۰ کلو اوښتی و-  ژړل. مور یې د سیدي بوزید روغتون کې د ټپیانو په منځ کې وه او لور یې هلته د ورتلو توان نه درلود، ځکه چې کلي یې عامه ترانسپورټ نه درلود او د شخصي ترانسپورت لپاره ورسره پیسې نه وې.

وروسته یوه بل کور ته لاړو، چې خپله یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې یې له لاسه ورکړې وه؛ یوه ۱۴ کلنه نجلۍ چې د خپلې زړې مور، خور او ورور – چې عصبي ناروغي یې لرله- یوازینۍ هیله وه. خور یې په مات زړه کیسه کوله، چې څنګه سیمې ته لاړه او څنګه یې هلته د خپلې خور په وینو ککړ جسد او په څنګ کې پروت لاس ولید. د خپلې خور د جسد د وړولو پر مهال یې دغه لاس ته پام نه شو، خو اوس چې پوه شوې چې هغه لاس یې د کاکا د لور و، کومه چې په روغتون کې بستر ده، ډېره ځورېږي. 

دوی موږ ته د حکومت د غفلت او بې پروایۍ په اړه وویل، چې دوی یې څنګه یواځې پرېښودل او د یوسف الشریف له بې ځایه ليدنې په اړه زیاته کړه، چې موږ خپل ځواک وښیو، په داسې حال کې چې هېڅ وضعیت یې بدل نه کړ. پر هغو سیاستوالو او چارواکو د بې باورۍ په اړه یې راته وویل، چې د ټاکنو د نېټې له نږدې کېدو پرته دوی ته هېڅ پام نه کوي، دوی پوهېږي چې هغوی یوازې څوکۍ غواړي.  

موږ دوی ته خپل ځان د حزب التحریر د ښځينه غړو (شبات) په توګه وروپېژانده او خپله موخه مو ورته وویله. دوی له دغو ستونزو، غمونو او ناچاریو سربېره بیا هم دالله سبحانه و تعالی ستاینه کوله او ویل یې چې موږ پرته له الله سبحانه و تعالی بل څوک نه لرو.

د دغو ټولو اصلي لامل حکومت دی، چې د صابلا د خلکو – چې له دوو لویو مصیبتونو؛ بېوزلۍ او مرګ سره لاس او ګریوان دي- پر وړاندې له خپل مسئولیت نه تښتي. له دوی څخه یې یاده شوې سیمه غصب کړې او سړکونه او د خلکو لومړنیو اړتیاوو ته هېڅ پام نه کوي. ټول هغه کسان په دغه جنایت کې شریک دي، چې د دغه حکومت ملاتړ کوي او ورسره ولاړ دي. څوک چې غواړې د دغې غمیزې په اصلي لامل پوه شي، باید له نیږدې یې وګوري؛ هغه وخت به پوه شي چې واقعیت دومره  ټکان ورکوونکی دی چې په کلیمو کې نه شي تشریح کېدای.

موږ د حزب التحریر- ولایه تونس د ښځو برخه له دوی څخه لیدنه یوه دنده او د مسلمانانو وضعیت ته اندېښنه یو مسولیت بولو. سمه ده چې موږ هلته لاړو، خو د دوی حق به تر هغه وخته ادا نشو کړلی، څو چې د الله سبحانه وتعالی ژمنه او د پيغمبر صلی علیه وسلم زېری چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت بیا تاسیس دی، نه وي عملي شوی. هغه دولت چې د مسمانانو پر چارو پام کوي او دوی د اوسني دولت له بې عدالتیو، ظلمونو او ترورېزم څخه خلاصوي، هغه ظلمونه چې دوام لري او په اړه یې حتا دوی اندېښنه هم نه کوي.

حزب التحریر- ولایه تونس د ښځو څانګه

د مطلب ادامه...

په روسیه کې بله پولیسي محکمه

  • خپور شوی په روسیه

(ژباړه)

د ۲۰۱۹م کال د اپریل په ۲۶مه پریوولسکي نظامي محکمې د حزب التحریر پنځه تاتاریستاني غړي محاکمه کړل. قاضي دغه کسان د روسیې فدراسیون د قوانینو له مخې په «ترهګرۍ» تورن کړل. محاکمه شوي کسان دا دي:

ګیمازیدینوف انس، په ۱۹۶۵م کې زیږېدلی، د ملي امنیت په زندان کې په ۱۸ کال بند او یو کال نه ګرځېدو محکوم شو.

محمدوف اریک، په ۱۹۸۸م کې زیږېدلی، د ملي امنیت په زندان کې په ۱۸ کاله بند او یو کال نه ګرځېدو محکوم شو.

زجیف عزت، په ۱۹۹۰ م کال کې زیږېدلی، د ملي امنیت په زندان کې په ۳ کاله بند محکوم شو.

خانانوف رینات، په ۱۹۸۶م کال کې زیږېدلی، د ملي امنیت په زندان کې په ۱۳ کاله بند محکوم شو.

شانګریف ایمل، په ۱۹۹۳ م کال کې زیږېدلی، د ملي امنیت په زندان کې په ۱۳ کاله زند محکوم شو.

د محاکمې پر وخت شبابو وویل: د «ترهګرۍ» تور په بشپړه توګه دروغ دی او ښايي پټ شاهدان هم د امنیتي ادارو کارکوونکي وو. همداراز، قاضي د تورونو د لېرې کولو لپاره هره کړنه رد کړه او خپله پرېکړه یې داسې ولوستله لکه هېڅ چې په ځیر څېړل شوې نه وي.

په دې توګه روسیه د اسلامي امت د ریښتینو بچو بندي کولو ته دوام ورکوي؛ خو سره له دې بیا هم د امت بچیان وېرولی نشي. زموږ شبابو د پنجرو تر شا هم اسلامي دعوت لېږداوه. د محکمې پر وخت یې د اسلام پر حاکمیت ټینګار کاوه او د دغه ناعادلانه  پرېکړې د اورولو پر مهال یې قران تلاوت کاوه، څو د پرېکړې پر وړاندې خپله بې تفاوتي وښیي.

د روسیې دولت لخوا دا ځورونې نه یوازې له اسلام سره د دوی کینه ښيي، بلکې د حزب التحریر د غړو سیاسي څارنه هم څرګندوي. د قضیې د اسنادو له کتنې وروسته د بشري حقونو دفتر د دغو کسانو نومونه په روسیه کې د سیاسي بندیانو په لېست کې زیات کړل. قاضی دنیس ګوډکوف پر خپله فیسبوک‌پاڼه ولیکل: «قاتلین؟ تجاوز کوونکي؟ غله؟ نه، دا سیاسیون دي. دوی ته یوازې په روسیه کې «ترهګر» وایي ... خو دوی ډېر ښه کسان دي.»

په روسیه کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د باجوه-عمران رژیم د اویغور د مسلمانانو ناوړه وضعیت ته نه ګوري او پر پاکستان لا د چین اقتصادي واک ټینګوي

  • خپور شوی په پاکستان

د ۲۰۱۹م کال د اپریل په ۲۸مه عمران خان په بیجېنګ کې د پاکستان او چین د پانګونې غونډې ته وویل: « موږ غواړو پاکستان ته د چین صنعتکاران راشي. پاکستان د دومره ځوان ځواک په درلودلو نېکمرغه دی او راتلونکی یې ډېر روښانه دی.» په دې کې شک نشته چې پاکستان ډېره وړتیا لري، خو د عمران-باجوه دغه ناوړه نظام له استعمارګر چین سره -چې زموږ له سپېڅلي دین سره په ښکاره جګړه کوي- په اقتصادي تړونونو خپله دا وړتیا له منځه وړي.

اې د پاکستان مسلمانانو!

رښتیا هم دا دولت له چا سره تړون کوي؟ چین د اویغور سلګونه زره مسلمانان په کمپونو کې بندیان کړي، هغوی تړي او شکنجه کوي یې. په خولو کې یې تر هغه وخته سیمټ ورمنډي، څو دمه یې ووځي؛ پاک‌لمنې مسلمانې ښځې د بچو زیږولو ته نه پرېږدي، مسلمان سړي له مردانګۍ نه غورځوي، د مسلمانانو په کورونو کې یې چینایي جاسوسان ګومارلي. په دې سره نه د اسلام د محرمیت حقونو ته پام کوي او نه د جنسیت تفکیک ته. سره له دې بیا هم د باجوه-عمران نظام د اسلام له یوه ښکاره دښمن سره تړون کوي؛ الله سبحانه و تعالی په دې اړه فرمایي:

﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمْ اللَّهُ عَنْ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الظَّالِمُونَ﴾

[الممتحنه :۹]

ژباړه: له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی تاسو د هغو خلکو له دوستۍ څخه منع کوي، چې له تاسو سره د دین په لاره کې جنګېدلي دي. تاسو یې له خپلو کورونو ایستلي یاست او ستاسو په ایستلو کې یې یو د بل ملاتړ کړی دی. نو له دوی سره چې کوم کسان دوستي کوي، هغوی ظالمان دي.

له دغه نظام سره ولې د ایغور د مسلمانانو غم نشته؟ CPEC د چین یوه یو‌اړخیزه معامله ده، چې چین پکې د خپل صنعت لپاره د پاکستان سرچینې لوټوي. پاکستان د چین پانګې، وارداتو او انساني ځواک ته اړ کوي، څو په دې سره د پاکستان سیمه‌ییز صنایع او زراعت له پښو وغورځوي. همداراز د چینایي پانګوالو په خوښه تړونونو او د سودي پورونو سېل ته د پاکستان په ورټېل وهلو سره د چینایي کارخانو خاوندان او چینایي بانکونه مړوي. پر دې سربېره دغه ګناهکار نظام له چین سره په دغو تړونونو موږ ته د شاتو او شیدو د سیندونو ژمنې راکوي! الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿ مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلاَ الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ﴾

[البقره :۱۰۵]

ژباړه: هغو خلکو چې د حق له منلو څخه انکار کړی، هغه که اهل کتاب وي یا مشرک؛ هېڅکه نه غواړي چې ستاسو د رب لخوا دې له تاسو سره مرسته وشي. خو د الله سبحانه وتعالی چې هر چاته غوښه شي، د خپل رحمت لپاره یې غوره کوي او همغه د لوی فضل خاوند دی.

له شک پرته چې موږ به یوازې د نبوت پر تګلاره د خلافت په بیا تاسیس سره له دایمي امنیت او سوکالۍ برخمن شو، ځکه د الهي احکامو په پلي کېدو سره به پر موږ د الله سبحانه وتعالی ډېر رحمت وورېږي.

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د سپوږمۍ لیدنه په هېواد پالنه او سیاست بدله شوې؛ نور نو فقهي موضوع نه ده

  • خپور شوی په کینیا

دا ډېره د خواشنۍ خبره ده، چې مسلمانان د دې پر ځای چې د روژې مبارکه میاشت لکه څرنګه چې ښایي، په سوله او مهربانۍ سره پیل کړي، نن د سپوږمۍ لیدنه د مسلمانانو په منځ کې د دوښمنۍ د پیل په موضوع بدله شوې.

د بریتانیا او فرانسې تر منځ اشغالګر تړون؛ سایکیس-پیکو هغه تړون چې له مخې یې مسلمانان د اشغالي پولو له مخې سره ویشلي، ترڅو دوی ورباندې د خپلو غلامانو (اوسنیو مسلمانو حکامانو) پر مټ پرې حکمراني وکړي، دا هېوادونه له زیات وخت راهیسې د نیشنلیزم، هېوادپالنه او سمت پرستۍ پر نامه پیژندل کیږي. بد حالت خو دا دی، چې هر هېواد ځانته خپل علما او مذهبي شورا ګانې لري او د خواشینۍ خبره دا هم ده، چې دا شوراګانې داسې فتواوې ورکوي، چې په مستقیمه توګه له شریعت سره په ټکر کې دي. مونږ په واضح ټکو سره بیانوو، چې روژه او د اختر نمانځنه  یو عبادت دی او مسلمانانو ته په کار ده، چې دوی د شریعت له مخې دا کار تر سره کړي، نه د دغو سیکولرو حکومتونو په خوښه، چې نن یې مونږ شاهدانو یوو.

سره له دې چې مونږ د سپوږمۍ لیدنې د موضوع لپاره دوې لویې نظریې لرو، چې یوه نړیواله او بله سیمه‌ییزه ده، خو واقعیتونو ته په کتو سره د سایکیس-پیکو تړون د اغېز له امله اوس یوه بله بهرنۍ نظریه را پیدا شوې، چې ټوله پر هېواد پالنه څرخیږي! له همدې امله اوس که د هېوادونو تر منځ توپیر یوه، درې یا څلور دقیقې هم وي، مسلمانان د نړیوال یووالي په څېر روژه نه نیسي، حتی په یو هیواد دننه کې هم دا کار نه تر سره کوي!

مونږ په ډاګه وایو، چې د دغو سیکولرو حکومتونو تر سیوري لاندې ژوند کول، د مسلمانانو هغه یووالی نور هم له خنډونو سره مخ کوي، چې الله سبحانه وتعالی یې غوښتنه کړې. الله سبحانه وتعالی فرمایلي:

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا﴾

[عمران:۱۰۳]

ژباړه: د الله سبحانه وتعالی په رسۍ (شریعت) منګولې ولګوئ او تفرقه مه جوړوئ.

دغه مبارک ایت مسلمانانو ته امر کوي، چې په هر ځای کې یاست باید د یو اسلامي امت په څېر واوسئ. دوی اجازه نه لري چې خپل ځانونه هېواد پاله، نیشنلیستان او قوم پاله وښیي، ځکه چې دا ټول قومي افکار دي او هیڅکله مسلمانان یووالي ته نه پریږدي. سربېره پر دې مونږ وینو چې نن ورځ دغو افکارو اسلامي امت څرنګه په جګړه کې راګیر کړی او برباد کړی.

دا وضعیت په مستقیمه توګه د خلافت (اسلامي دولت) له نشت سره تړاو لري، چې د یوه واحد امیر له لوري یې رهبري کیږي او د هغه بیان ورستی او ټولو ته د منلو وړ دی.

له همدې امله مونږ په پرله پسې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د خلافت پر بیا تاسیسولو سره ټینګار کوو، ترڅو د مسلمانانو ترمنځ خلافت پای ومومي او د دښمنانو هغه هڅې له منځه یوسي، چې غواړي پر مټ یې د مسلمانانو یووالی له منځه یوسي. په خلافت یا اسلامي دولت کې خلیفه یا امام حق لري، چې یوه اسلامي نظریه پر خلکو په زور عملي کړي، ترڅو د مسلمانانو یووالی خوندي وساتل شي. په حقیقت کې ویلی شو، چې د امام امر دا اختلافات له منځه وړلی شي.

حزب التحریر- ولایه-کنیا

په کینیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

 شباني موالیمو

 

د مطلب ادامه...

د اسټرالیا لومړی وزیر: د روژې په نیولو سره نیمګړتیاوې او زیانونه ختم کړئ!

د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د روژې د رارسېدو په اړه د مسلمانانو لپاره یوه اعلامیه خپره کړه. له بده مرغه نوموړي د خپلو کړنو د دوام فرصت پیداکړی، څو له همدې لارې په مسلمانانو کې خپل محبوبیت وساتي. د روژې په میاشت کې مسلمانان الله سبحانه وتعالی ته ځان سپاري او د هغه سبحانه وتعالی عبادت کوي. روژه د لوړ فضیلت، قربانۍ، خدمت او عبادت میاشت ده. لومړي وزیر د همدغو مذهبي هڅو د ستایلو پر ځای موږ ته د شته تروریزم او سخت دریځۍ یادونه وکړه او د مسلمانانو پر احکامو یې شک څرګند کړ.

نوموړي د انساني بشردوستۍ په پام کې نیولو سره امر وکړ، چې په خپل هېواد کې د مسلمانانو عبادت ځایونه او هغه ځایونه چې امنیت یې خراب دی، خوندي کړي؛ څو مسلمانان له کومې وېرې او بدلون پرته پکې خپل ژوند او عبادت وکړي.

که موږ هلته خوندي وی، نو مسلمانان به له تکراري ظلمونو سره نه مخ کېدل. که د مسلمانانو امنیت ښه وی، نو یادونې ته به یې اړتیا نه وه. په حقیقت کې دا ښيي چې د لومړي وزیر څرګندونې سرچپه وې.   

مسلمانان د هغو خلکو او ظالمو چارواکو مرستې ته اړتیا نه لري، چې انسانیت نه پېژني او د مسلمانانو پر وړاندې د هغوی په کورونو او د سرکونو پر سر مبارزه او ظلم کوي.

مسلمانان به هغه وخت له روژې خوند واخلي، چې له اسلامي خاورو څخه د غربي ځواکونو ټغر ټول او د ښکېلاکګرو پېښو ته د پای ټکی کېښودل شي. موږ د همدې ورځې په تمه یو او په پوره مېړانې سره د دغه حقیقت لپاره کار کوو. که څه هم لومړی وزیر له موږ څخه غواړي، څو د هغو کسانو پر ضد ودرېږو چې د همدغه ستر حقیقت لپاره کار کوي.  

اې مسلمانانو روژه مو مبارک شه!

په اسټرالیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

دا یو واحد امت دی، له همدې امله د روژې سپېڅلې میاشت یې باید په یوه ورځ پیل شي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«صوموا لرؤيته وأفطروا لرؤيته، فإن غُبِّيَ عليكم فأكملوا عدّة شعبان ثلاثين»

(البخاري)

ژباړه: کله چې میاشت ښکاره شي روژه ونیسئ او کله چې میاشت ښکاره شي روژه ماته کړئ.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولو مسلمانانو ته امر کړی، کله چې میاشت ښکاره شي ټول په یوه ځل فرض روژه ونیسئ. ابن عباس رضی الله عنه روایت کوي:

جَاءَ أَعْرَابِيٌّ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: إِنِّي رَأَيْتُ الْهِلَالَ - يَعْنِي هِلَالَ رَمَضَانَ -، فَقَالَ«أَتَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ؟» قَالَ: نَعَمْ، قَالَ: «أَتَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ؟» قَالَ: نَعَمْ، قَالَ: «يَا بِلَالُ أَذِّنْ فِي النَّاسِ أَنْ يَصُومُوا غَدًا»

(الحکیم)

ژباړه: یو کوچی رسول صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: ما د روژې میاشت ولیدله. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ایا شاهدي ورکوې چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل څوک د عبادت وړ نه دي؟ ویې ویل: هو. رسول الله صلی الله علیه وسلم بیا وویل: ایا شاهدي ورکوې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د الله رسول دی؟ ویې ویل: هو. وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: بلال! خلکو ته ووایه چې سبا روژه ونیسي.

له همدې امله زموږ په سپېڅلي دین کې راغلي، چې د یو مسلمان لخوا د میاشتې لیدل هغه که د نړۍ په هره برخه کې وي، یوازې په نوموړي پورې نه، بلکې په ټول امت پورې اړه لري. دا سمه نه ده چې د روژې د پیل وخت د لمانځه په څېر وګڼل شي، ځکه دا دوه بېلابېل حکمونه دي. د یوې سیمې د لمانځه وخت له بلې سیمې سره توپیر لري، ځکه دا په یادو سیمو کې د لمر له موقعیت سره سم ټاکل کېږي. روژه بیا د دې پرخلاف په ټولو سیمو پورې تړاو لري، یعنې په هره سیمه کې چې میاشت ولیدل شي، پر ټول اسلامي امت باندې روژه فرض کېږي.

اې د پاکستان مسلمانو علماوو! د خلافت په نشت کې چې زموږ د یووالي اساسي لامل و، اوسني چارواکي د میاشتې په لیدلو کې بې پروایي کوي او زموږ تر منځ نفاق ته لمن وهي؛ په داسې حال کې چې موږ د یوې روژې په خوړلو او یا هم د اختر په ورځ د روژې په نیولو له لویې ګناه سره مخ کېږو. د اسلامي خلافت تر بېرته راتلو پورې په اسلامي نړۍ کې ټول مسلمانان له اندونزیا نیولې تر مراکش پورې د خلافت له دعوتګرو رښتینی ملاتړ وکړئ. د دې تر څنګ راځئ د ۲۰۱۹م کال د مۍ له ۵مې څخه وروسته چې د ۱۴۴۰هـ.ق کال د شعبان له ۲۹مې سره سمون لري، یو باوري رپوټ د واټ ساپ (+90-531-814-7385) او یا هم برېښنالیک (این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید) له لارې سره ولېږو.

 الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنْ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمْ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُش....

[سورة البقره:۱۸۵]

ژباړه: روژه هغه میاشت ده چې قرآن پکې نازل شوی او قرآن د خلکو لپاره لارښود دی، داسې لارښود چې په څرګنده توګه حق او باطل سره بېلوي. پر چا چې دا میاشت راشي، هغه باید ټوله روژه ونیسي....

د حزب التحریر ولایه-پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

خلافت به شرقي ترکستان آزاد او ایغور مسلمانان به د جنایتکار چین له ظلمونو وژغوري

(ژباړه)

د چین جنایتکارو رهبرانو ته د مسلمانانو د حاکمانو عاجزانه غبرګون، چې د شرقي ترکستان د مسلمانانو غوښتنو ته د ځواب ويلو او د هغوی د ملاتړ پر ځای ډالري قراردادونو ته ډېره ترجیح ورکوي، لا جرأت ورکړی او د چیني چارواکو د وحشتناکو جنایتونو پر وړاندې يې شرموونکی سکوت غوره کړی، هغه چې له امله يې غواړي مسلمانان له خپله دینه بېل کړي. په داسې حال کې چې د اسلام دین په ډېر شور او شوق د هغوی زړونه د لومړۍ هجري پېړۍ له وروستيو هغه مهال چې د دوی نيکونو اسلامي عقيده خپله کړې، د اسلام د هدایت په نور روښانه کړي دي.

په داسې حال کې چې چیني چارواکي په مختلفو وحشیانه طریقو هڅه کوي چې مسلمانان له خپل دينه د اوښتو په موخه په فتنه کې واچوي. له همدې امله شعايرو او مساجدو ته د تګ مخنیوی، د جوماتونو تړل، په رمضان مبارکه میاشت کې له روژې نيولو منعه کول او آن د هر ډول اسلامي ښکارندو پر وړاندې مبارزه کوي. تر هغه چې په دې وروستیو کې يې له «تروریزم سره د مبارزې» په موخه د «بيا روزنې» د دروغجن شعار په نامه ستر مرکزونه جوړ کړي، چې تر یو میلیون زیات مسلمانان یې د ديوالو تر شا بندیان دي. حال دا چې مفکرین، پوهان او د پوهنتون استادان یې پکې بندیان کړي. دا ډول اعمال د مسلمانانو په زړونو کې د وحشت او وېرې د خورولو په موخه پلان شوي، ترڅو هغوی د اسلام د ستر دین له پيروۍ واړوي. انټليجنس مجلې د چین دولت اعلامیه خپره کړې، چې پکې څرګنده شوې، "اسلام یوه ساري ناروغي ده او له هرې لارې چې کېږي ـ حتی شکنجې او قتل ـ باید مخه یې ونیول شي". د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې چیني چارواکي د رواني او جسمي شکنجو او تهدید له لارې مسلمانان اسلام پرېښودو ته اړباسي. د بي‌بي‌سي د راپور پر اساس چیني چارواکي ادعا کوي چې هغوی له درې اړخيز شر سره مبارزې ته مجبور دي: «تروریزم»، «افراطي ايډيولوژي» او بېلتون غوښتنه. په دا ډول دروغجنو شعارونو چیني چارواکي له بېلابېلو ځپونکو لارو چارو کار اخلي.

په داسې حال کې چې چیني چارواکي د ایغور مسلمانانو په حق کې هر ډول شکنجه او تعذیب عملي کوي، خو د مسلمانانو د حاکمانو لخوا له بې تفاوتۍ او په جنایت کې له هغوی سره له همکارۍ او دسيسې پرته بل څه نه ویني؛ د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال یوسف کالا په ګډون چې د ۱۷/۱۲/۲۰۱۸ یې ویلي وو چې د اندونیزیا دولت په کورنیو ستونزو کې، چې د شرقي ترکستان ایغور مسلمان ترې ځورېږي، مداخله نه شي کولی او دا ټينګار یې هم وکړ چې دغه مسئله د چين په حاکمیت پورې اړه لري. په حقیقت کې هغو ډالرو چې چین په اندونیزیا، مالیزیا او پاکستان کې پانګونه ورباندې کړې او له چین سره د دوی تجارتي اړیکو د مسلمانانو د حاکمانو خولې تړلې دي، ترڅو د الله متعال د دستور سره سم، چې د شرقي ترکستان د ایغور مسلمانانو ملاتړ يې ورباندې فرض کړی، عمل ونه شي کړی.

موږ تصدیقوو چې دغه روبیضه‌ (احمق او خاين) رهبران د اسلامي امت استازولي نه شي کولی. موږ د چین حاکمانو ته د امت د قهر په اړه خبرداری ورکوو، چې ډېر ژر به د خپل پروردګار په دستور اقدام وکړي او د دغو حاکمانو موانع به له منځه یوسي او له هغو کسانو څخه به غچ واخلي چې د شرقي ترکستان، میانمار، کشمیر، فلسطین او نورو اسلامي خاورو په حق کې يې خپل ظلم او جنایت نه دی سپمولی.

د چین رهبران باید د خپلو پخوانيو له برخلیکه د عبرت درس واخلي، چې د مسلمانانو د پوځ قهرمان سپه سالار او نه وېرېدونکي رهبر قتیبه بن مسلم چین ته د ننوتو قسم یاد کړ، خو هغوی د تېښتې او لارې لټولو څخه عاجز پاتې شول. د چین امپراتور خپل وزیران او پلاوی ورواستوه: هغوی ورته وویل: «زموږ خاورې ته مه راځئ، هرڅه چې غواړئ موږ تاسو راضي کوو، هر څومره جزیه چې غواړئ درکوو يې.» ده ورته وویل: ما قسم خوړلی چې د چین خاورې ته به ننوځم. هغوی وویل: «موږ هغه څه درکوو چې ستاسو قسم ورباندې رفع شي.» نو پر دغه اساس د چین د امپراتور پلاوي د چین له ځمکې خاوره راواخیسته او قتیبه ته یې ور وړه او هغه ورباندې ودرېده او د دوی د حقارت او ذلت په حالت کې یې جزیه ترې واخیسته.

مسلمانان هېڅکله د ذلت په اوږده خوب نه ويده کيږي او دا بې‌عدالتي نه هېروي. هغه کړکېچ چې دوی پکې ښکېل دي، د دوبي د تلونکې ورېځې په څېر دی، چې تېرېږي. د نبوت پر منهج راشده خلافت ډېر ژر د الله سبحانه وتعالی په اذن قایمېدونکی دی، په شرقي ترکستان کې به زموږ د مظلومو وروڼو ملاتړ وکړي او هغوی ته به ستره فتحه ډالۍ کړي او له ټولو هغو کسانو سره به حساب وکړي، چې له دوی سره یې ظلم کړی او تېری یې ورباندې کړی. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: «إِنَّمَا الإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» یعنې: امام هغه ډال دی چې تر شا یې جګړه کوئ او ځان ورباندې ساتئ. هغه مهال به بیا چین او نه نور جرأت وکړي چې یوه مسلمان ته زیان ورسوي، ځکه پوه به شي چې هر کار وکړي، دوه برابره به یې تر لاسه کوي. الله قوي او عزیز «قدرتمند» دی.

ډاکټر عثمان بخاش

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر رييس

د مطلب ادامه...

خدایه شکر، اسماعیل الوحواح (ابو انس) د ظالمو حکامو له بنده ازاد شو

(ژباړه)

اسماعیل الوحواح (ابو انس) له یوه کال بند وروسته نن د اردون له یوه زندان نه ازاد شو، د نوموړي د بندي کېدو لامل دا و چې په خپله فیسبوکپاڼه  کې یې د اردن رژیم د بحران په اړه تبصره خپره کړې وه.

سره له دې چې د ابو انس په ازادېدو خوښ یو، دا نه شو هېرولای چې په دغه قضیه کې یوازینی مجرم د اردن دولت دی.

تاریخ او همداراز الله سبحانه و تعالی به د ابو انس د محکومیت دا سپکاوی په یاد ولري، هغه نور تورونه او محکومیتونه خو پرېږده.

ابو انس لکه د حزب التحریر د نورو غړو غوندې د مسلمانانو د وضعیت د ښه والي لپاره له خودخواهۍ پرته نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي. د اردن دولت په دغې قضیه کې ثابته کړه – که نورو ثبوتونو ته اړتیا وه-  چې دوی هغه چا ته د مجرم په سترګه ګوري چې اسلامي ژوند غواړي او د هغو کسانو مخالف دي چې له امت سره خواخوږی لري.   

د حزب التحریر کار او د شته خاینو نظامونو د پرځولو لپاره د امت غوښتنه به دوام لري، د دې لپاره مهمه نه ده چې څومره نور کسان به بندي کېږي، ځکه چې د مومنانو په زړونو کې د الله سبحانه و تعالی، پیغمبر صلي الله علیه وسلم او د هغه د شریعت مینه پرته ده. دا یوازې د وخت موضوع ده، هغه وخت چې الله سبحانه و تعالی خپلو مخلصو بندګانو ته نصرت ورکړي، هغه ورځ چې مسلمانان په ډېره لېوالتیا ورته په تمه دي او دښمنان یې له وېرې لړزېږي، دوی پوهېږي چې فساد به یې ختم شي او ځای به یې د اسلام ریښتینی عدالت ونیسي.  

د ابو انس د ازادېدو د مبارکۍ تر څنګ، هغه بې شمېره کسان نه شو هېرولای چې په بې عدالتۍ د ظالمو نظامونو لخوا په ختیځ او لوېدیځ کې بندیان دي.  له موکې نه په ګټه اخیستنې ټول امت ته د دوی د دغه لوی مسولیت یادونه کوو چې د هغو کسانو ملاتړ وکړي او بلاخره یې ازاد کړي چې په بې عدالتۍ او بې ګناه بندیان دي. د زړه له اخلاصه د الله سبحانه و تعالی شکر ادا کوو او ستاینه یې کوو.

حزب التحریرـ اسټرلیا مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

دوهم عرب پسرلی

  • خپور شوی په سیاسي

شمالي افريقا د عرب پسرلي د پيل ټکی و، چې په پايله کې د اونيو لاريونونو په ترڅ کې اوږد مهاله ديکتاتوران را وپرځېدل. د ۲۰۱۱م په پیل کې ډېری د عرب پسرلي د پايلې په تړاو زړه نازړه وو.  تونس کې واک له پخواني رژيم څخه د نهضت ګوند ته انتقال شو چې نوموړی د اسلامي نظام راتګ ته هيله مند نه و او نن ورځ ښی لاسی بن علي بياځلې په واک کې دی. په مصر کې اخوان المسلمين اسلامي نظام تاسيس نه کړ، عامه رايه یې پر خلاف  او ناکامي يې په برخه شوه او په پایله کې د پوځي کودتا لامل شوه او پوځ بياځلې واک ته ورسېد. يمن، سوريه او ليبيا د بهرنيو جګړو او لاسوهنو له امله ويجاړ شول. اوس مهال شمالي افريقا يوځلې بيا د ډېرو لاريونونو شاهده ده، چې لاريونوال د واقعي بدلون غوښتوونکي دي او د هغو ديکتاتورانو چې هيواد يې لوټ کړی، د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

په ۲۰۱۱م کې په سوډان او الجزاير کې خلک لارو کوڅو ته راووتل او د بدلون غوښتنه يې کوله، خو په دواړو هيوادونو کې لاريونونه په محدود شمېر کې وو، خو په سوډان کې لاريونوال له ځپوونکي حالت سره مخ شول. په تېر عرب پسرلي کې شته نظامونه د پوځي مشرانو پر مټ وساتل شوه او يوازې څېرې بدلې شوې. اوس مهال په ۲۰۱۹م کې داسې ښکاري چې له تېر عرب پسرلي څخه درسونه اخیستل شوي دي.

الجزاير په افريقا کې د مساحت له اړخه دويم لوی او ګڼ نفوس لرونکی هيواد دی او همدارنګه له شپږو عربي صحراوو سره پوله لري. دا هيواد د انرژۍ ارزښتمنې سرچينې لري چې له لسيزو راهيسې جنوبي اروپا ته صادرېږي او همداراز د مديترانې سمندرګي له لارې لوېديځې اروپا ته هم صادرېږي. خو له دې ټولو ګټو سره سره بیا هم الجزاير د پوځ په ولکه کې دی او د دغه هيواد شتمني يې منحصره کړې ده. د الجزاير پرله پسې حکومتونو د انرژۍ سرچينې د شخصي ګټو لپاره کارولې دي او خلک له فقر او غربت څخه ځورېږي، په داسې حال کې چې د دې هیواد له ۴۰ مېليوني نفوس څخه ۱۲ میليونه یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. اوږد مهاله ديکتاتور عبدالعزيز بوتفلیقه په ۲۰۰۸م کې په اساسي قانون کې تعدیل راووست چې د ولسمشرۍ دوې دورې يې تر څلورو دورو پورې وغځولې. د ۲۰۱۳م له لاريون وروسته نوموړی په عام محضر کې نه دی ليدل شوی، خو د ۲۰۱۹ د مارچ په مياشت کې يې د ۲۰۱۹ د اپريل لپاره خپل د کاندیدېدو ټکټ په رسمي توګه اعلان کړ. خلکو بله لاره نه لرله پرته له دې چې لارو او کوڅو ته راووځي او په لاريون پيل وکړي او په دې سره شمېر نور هم لوړ شو.

په سوډان کې عمر بشير د خپلو شخصي ګټو لپاره د قومي توپيرونو څخه ډېر وخت ګټه اخيستله، ترڅو  د واکمنۍ پر خلاف یې يو ګډ اپوزيسيون جوړ نه شي. بشير ټول امريکايي پروګرامونه د سويلي سوډان د بېلېدو په ګډون مخ ته يووړل. امريکا بشير ته کله مکافات او کله مجازات ورکول، ترڅو یې په واک کې وساتي. سره له دې چې په سوډان کې ګن شمېر طبيعي سرچينې او کانونه شته، خو وګړي يې په بې وزلۍ کې ژوند کوي. خو د سويلي سوډان د محاصرې له امله د تېلو ساحې هم اغېزمنې شوي دي او هغه هوکړه چې له تېلو څخه به په ګډه کار اخلي د سويلي سوډان د بېلېدو له امله لغوه شوه. په ۲۰۱۸م کې حکومت هڅه وکړه چې ناوړه اقتصادي حالت پټ کړي، سره له دې چې امريکا بنديزونه لرې کړه. خو د پولي واحدونو د کمښت له امله د ډوډۍ بيه لوړه او انفلاسيون مخ په زياتېدو شول او آن له کنترول ووتل. حکومت هڅه کوله چې خلکو ته د ستونزې حللاره ور په ګوته کړي، خو حالت نور هم له بدو بدتره شو. د ۲۰۱۸م په ډيسمبر کې د سوډان په بېلابېلو ښارونو کې خلکو د نرخونو د لوړوالي له امله لاريونونه ترسره کړل. لاريونوالو د اقتصادي اصلاحاتو پرځای د عمر بشير پر لېري کېدو ټينګار کاوه. د ۲۰۱۹م په فبروري کې عمر بشير بېړنی حالت اعلان کړ، مرکزي او محلي حکومتونه يې منحل کړل او د دوی پرځای يې پوځي او استخباراتي ادارو ته دنده ورکړه. دې ته په غبرګون کې لاريونونه نور هم پسې پراخ شول.

په الجزاير او سوډان دواړو کې د يادو هيوادونو پوځونو اقدام وکړ او چارواکي يې له دندو ليرې کړل، ترڅو لاريونوال ارام کړي. په الجزاير کې لوی درستيز احمد ګايد صالح ولسمشر ګوښه کړ او ويې ويل چې د روغتيايي ستونزو له امله دی نوره خپله دنده مخ ته نشي وړلی. په داسې حال کې چې په سوډان کې د ۲۰۱۹م د اپريل پر ۱۲ مه د سوډان د انتقالي پوځي شورا مشر عوض ابن عوف د عمر بشير استعفا اعلان کړه. په دواړو حالاتو کې پوځونو هغه له کاره لوېدلي مشران لېري کړل، ترڅو لاريونوالو ته وښيي چې پوځونه له دوی سره دي او په انتقالي دورو کې پوځونه چارې مخ ته وړي. دغه د مصر هغه ماډل دی چې په ۲۰۱۲م کې یې حسنې مبارک څنډې ته کړ او پوځ واک په لاس کې واخيست. په دواړو هيوادونو کې مسلمانان بايد خپل پاڅونونه په داسې توګه همږغي کړي، چې بهرني ځواکونه يا همدغه د دوی پوځونه چې د يادو بهرني ځواکونو د ګټو ساتونکي دي، په خپله ګټه ونه کاروي. دوی بايد خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي او د بشپړ نظام د بدلون لپاره کار وکړي. دوی بايد د اسلامي نظام د واکمنېدو لپاره کار وکړي. په دغې لړۍ کې هره نيمګړتيا به دواړه هيوادونه د مصر او تونس په برخليک اخته کړي.

په سوډان کې لا له وړاندې د عمر بشير له ګوښه کېدو سره جوخت، خلکو د پوځ له ګمارل شويو څېرو سره مخالفت څرګند کړ. په الجزاير کې د خلکو اساسي غوښتنه د عبدالعزيز بوتفلیقه د پنځم ځل نوماندۍ او د لومړي وزير احمد اويحیا ګوښه کېدل دي. سره له دې هم د الجزاير د خلکو غوښتنه له حکومت څخه واکمنې ډلې چې «لي پوور» ياني د ځواک څښتنان نومېږي، په بشپړه توګه ګوښه کول دي. که په اسلامي هيوادونو کې بنسټيز بدلون راغی، نو دا په دې مانا چې له لومړي عرب پسرلي څخه درس اخیستل شوی دی.

د حزب التحرير مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: عدنان خان

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

د حزب التحریر- ولایه سوډان یوه پلاوي د ګاداریف له والي سره وکتل Featured

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

د ۲۰۱۹م د اپرېل په ۱۹مه د جمعې په ورځ د حزب التحریر-ولایه سوډان یوه پلاوي په ګاداریف ښار(القادریف) کې د ګاداریف ولایت له والي، ستر جنرال محي الدین احمد الهادي سره د نوموړي په دفتر کې وکتل. د دغه پلاوي مشري بشیر احمد البشیر کوله او ملګري یې دغه وروڼه وو: عواد مهاجر، منتصر کارار، تاج دیرار او عبدالصمد الطیب.

دغه پلاوي د سیاست په ډګر کې د روان وضعیت د واقعیت په اړه دحزب التحریر لید او نظر وړاندې کړ او له والي نه یې وغوښتل چې د نصرت له خلکو نه د یوه کس په توګه او په دولت کې د ده منصب ته په کتو د اسلام پلوي وکړي؛ د انصارو د مشر، سعد بن معاذ د مقام یادونه یې ورته وکړه چې ‍په نصرت ورکولو یې لومړی ځل اسلامي دولت تاسیس شو.

دغه ورور وویل، چې حزب التحریر مې پېژانده، خو دومره په جزیاتو نه؛ له پلاوي سره یې د پخواني حکومت په مفسدوالي او دا چې اسلام یې نه پلی کاوه توافق وکړ؛ ټینګار یې وکړ چې له اسلام سره دی او ویې ویل چې د سوډان خلک د اسلام ځایناستی نه مني.

د ناستې په پای کې یاد پلاوي والي ته د «اساسي قانون معرفي» تر عنوان لاندې کتاب ډالۍ کړ چې حزب التحریر خپور کړی او د خلافت دولت د اساسي قانون مسوده پکې ده؛ دغه قانون باید ولوستل شي او عملي بڼه ورکړل شي.

ابراهیم عثمان(ابوخلیل)

د حزب التحریر-ولایه سوډان رسمي ویاند

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې