چهارشنبه, ۲۸ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

حزب التحریر ـ ولایه سوډان یو عمومي کنفرانس ونیو!

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

د ۱۴۴۰هـ.ق کال د جمادي اول ۱۰مه او د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ ۱۵مه د حزب التحریر ـ ولایه سوډان په خرطوم ښار کې یوه ټولییزه غونډه ونیوله، کومه چې ټاکل شوې وه د ۲۰۱۹ میلادي کال د فبرورۍ پر ۱۶مه په اش ـ شاهید زوبیر کې ونیول شي. د محمدصالح نړیوال کنفرانس مرکز دغه غونډه د سیکولریزم او اسلامي شریعت تر منځ د سوډان راتلونکی ونوماوه، خو د خرطوم امنیتي چارواکو د دغه کار مخه ونیوله. دغه غونډه د یو شمېر علماوو، اسلامي چارو پوهانو او د مسجد ملا امامانو له لوري نیول شوې وه. په یاده غونډه کې لاندې کسانو ګډون کړی وو:

  • د سپڅلي قران پوهنتون څېړونکي او پروفیسور ډاکتر محمد موسی البر.
  • د بیاکتنې غونډې رییس او د بدلون لپاره د وړاندوینې ادارې غړي ډاکتر حسان اسسماني ابودجانه.
  • د اجرایه قوې ادارې غړي او په کتاب او سنتو باندې په ال ایتیسمان جما کې د دعوت برخې مشر شیخ اتاج عبدالمطلیب.
  • د اسلامي ورورولۍ کتنې عمومي استازي ښاغلي حسان عبدالحمید.
  • د شیخ ابراهیم له لوري د سوفيه طریقې له مشرانو څخه ډاکتر محمد یوسف ال اراکي.
  • د محکمې رییس ډاکتر عبدالعزیز نایم.
  • په الکالکا منورا کې د حزب التحریر غړي او د رحمان مسجد ملا امام ډاکتر عبدالرحمان.
  • د حزب التحریر غړي انجینیر اکرام سعد.
  • د سوډان د لیکوالو او څېړونکو د ټولنې غړي او څېړونکي ډاکتر عبدالله ابو امام.
  • د حزب التحریر ـ ولایه سوډان د شورا غړي ښاغلي عبدالله ابو الرحمان.

د یادې غونډې ویاندویانو پر دې هوکړه وکړه چې اسلامي قانون د اسلامي خلافت تر چتر لاندې بشپړ پلی کېږي. د حزب التحریر ـ ولایه سوډان رسمي ویاند د غونډې پرانیستنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې امت کمزوری شوی نه دی او یوازې له دې امله سپک شوی نه دی چې د الله سبحانه وتعالی کتاب او د رسول لله صلی الله علیه وسلم سنت یې پریښې دي، بلکې دا د سیکولر سیسټم د پلي کولو او د ظلم پایله ده. د حزب التحریر ـ ولایه سوډان ویاند څرګنده کړه چې څرنګه اسلام یوازنی نظام دی چې ښایسته ژوند پرې تر لاسه کېږي او درناوی، پانګه او وینه مو خوندي کوي. د خبرو په وروستیو کې نوموړي پر پوهانو، مشرانو او د مسجد پر ملا امامانو غږ وکړ چې نور د تم پاتې کېدو لپاره وخت نشته، یو د بل تر څنګ ودرېږئ او د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت راتګ لپاره داسې کار وکړئ چې په درجه کې لومړیتوب تر لاسه کړئ او د رسولله صلی الله علیه وسلم بیرغ پورته کړئ. غونډې ته ټولو راغلو کسانو د تکبیر په ویلو سره د نبوت پر تګلاره د اسلام تر چتر لاندې د راشده خلافت بیا راتګ غوښتنه وکړه.

ابراهیم عثمان ابو خلیل

د حزب التحریر ـ ولایه سوډان رسمي ویاند

د مطلب ادامه...

طالبان له بهرنیو مجاهدینو سره څه کوي؟

  • خپور شوی په سیاسي

امریکا ټینګار کوي چې طالبان به له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي او فعالیتونه به یې په افغانستان کې منحصر وي، نو پوښتنه دا ده چې طالبان به له غیر افغان مجاهدینو سره څه کوي؟

په ۲۰۰۱ کال کې امریکا ته د اسامه بن لادن په نه سپارلو سره ملا عمر او په ټوله کې طالبانو له یوه اړخه د اسلام پر هغه حکم عمل وکړ چې ( مسلمان به کافر ته نه سپارئ) او له بل اړخه یې د افغاني غیرت یوه ننداره وکړه. که څه هم پر افغانستان د امریکا د یرغل نور لاملونه هم شته، خو په ظاهره همدا د بن لادن نه سپارل د برید لامل شول. دې چارې د طالبانو حکومت نسکور کړ، لسګونه زرو طالبانو په دې جګړه کې خپل ژوند بایلود، لسګونه زره د امریکا او کابل حکومت په زندانونو کې بندي شول او لا هم بندیان دي. له دې اوږدو قربانیو وروسته وخت بدلیږي، خو د ملا عمر او طالبانو له خوا پر مسلمان ورور مېړانې او امریکا ته یې نه سپارلو د طالبانو د وفا او میړانې یو تصویر جوړ کړ.

له طالبانو سره اوس هم  ازبک، تاجک، چیچین، ایغور او نور مجاهدین شته. ددغو مجاهدینو د شمېر په اړه کره معلومات نشته، خو له شته والي یې انکار نه کېږي. اوس چې طالبانو له امریکا سره د سولې خبرې پیل کړي دي او په دې خبرو کې امریکا ټینګار کوي چې طالبان به له القاعده او نورو  ”ترهګرو” ډلو سره اړیکې پرې کوي او فعالیتونه به یې په افغانستان کې منحصر وي، نو پوښتنه دا ده چې طالبان به له دغو غیر افغان مجاهدینو سره څه کوي؟

که څه هم طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه واضحې خبرې نه دي کړي، خو طالبان دا خبره په ښکاره کوي چې غواړي له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او چا ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. له دې خبرو چې څه واضح دي، هغه دا دي چې طالبان به دغو مجاهدینو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې په دغو هېوادونو کې حکومت ضد فعالیتونه او یا هم جهاد وکړي. ښايي طالبان دا دریځ په دې خاطر توجیه کړي او یا یې هم ښايي تر شا دا دلیل وي چې طالبان او بیا افغانستان په داسې حالت کې نه دي چې د نورو هېوادونو د  مجاهدینو ملاتړ وکړي او خپله خاوره او امکانات یې په اختیار کې ورکړي. دې چارې ته به د مصلحت په سترګه کتل کیږي چې له شک پرته له شرعي اړخه د بحث او فکر وړ مسأله ده او ډېری عالمان دا هم سم دریځ نه ګڼي.

که طالبان غیر افغان مجاهدینو ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې څخه فعالیت پیل کړي او په نورو هېوادونو کې جهاد وکړي، نو ددې کار تمه خو ترې نه شي کېدلی چې دا مجاهدین به نورو هېوادونو ته وسپاري او یا دې هم ظلم او زیاتی ورسره وکړي. که طالبان دا وکړي، مانا یې دا ده چې هم د شریعت خلاف کار کوي، هم د ملا عمر لاره پرېږدي او هم د افغاني اسلامي غیرت خلاف ګام پورته کوي. زه فکر نه کوم چې طالبان دې له خپلو غیر افغان مجاهدو مسلمانو وروڼو سره دا خیانت وکړي، ځکه طالبان هم مسلمانان دي او هم پخوا له مسلمان ورور څخه په دفاع کې هر ډول قربانۍ ته تیار شوي دي.

اوس چې خبرې روانې دي، طالبان باید نورو امتیازاتو لپاره پر خپل تاریخ او ارزښتونو لیکې را ونه کاږي او په هېڅ ډول حاضر نه شي چې خپل مسلمان وروڼه نورو غیر مسلمانانو ته وسپاري.

زمری افغان

د مطلب ادامه...

ولایه سودان: د جمعې ورځې وینا (که حاکمان له الله سبحانه و تعالی څخه هېرېدلای اسلام به یې پلي کړی وو!)

د ولایه سوډان-حزب التحریر د رسمي ویاند شیخ ابراهیم عثمان (ابو خلیل) د جمعې ورځې وینا خرطوم، (سوډان)، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۱۷مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۲مه

د مطلب ادامه...

د باطل سند لاسلیک کول له اسلام او مسلمانانو استازیتوب نه کوي د ازهر شیخ یوازې له خپل نفس او له هغو کسانو چې غولولي یې دي، استازیتوب کوي! Featured

  • خپور شوی په مصر

(ژباړه)

د الیوم السابع ورځپاڼې په دوشنبه د ۲۰۱۹ د فبرروۍ په ۴مه د واتیکان پاپ او ازهر شیخ تر منځ د (انساني ورورولۍ) تر عنوان لاندې د یوه سند د لاسلیک کولو په هکله خبر خپور کړ چې دا سند د هغوی په اند د ازهر او واتیکان د اړیکو په تاریخ کې تر ټولو مهم سند دی او د تاریخ په اوږدو کې د اسلام او عیسویت تر منځ د دوستۍ تر ټولو مهم سند شمېرل کیږي. نوموړي سند کې له دې موضوعګانو یادونه شوې چې څرنګه د بېلابېلو دینونو د پلویانو تر منځ اړیکې وي او په اوسنۍ نړۍ کې دین څه رول لوبوي. همدارنګه د دې سند هر بند، فقره او برخه د شرعي احکامو سره په ټکر کې ده، او په حقیقت کې یو داسې سند دی چې له اسلام سره هېڅ اړیکه نه لري، او یو سیکولري سند دی او د هغې بشپړ مفاهیم پکې ځای لري، په اسانۍ سره کولای شي د هغو زهرو په وسیله چې لیږدوي یې د ټولنې عام وګړي ګمراه کړي او ویې کاروي. داسې سند دی چې پرته له شکه د نړیوال استخباراتو له سترګو او فلتر تېر شوی او موخه یې له اسلام پرته د بل دین رامنځته کول دي، په داسې حال کې چې موږ اسلام پېژنو چې د الله سبحانه و تعالی له لوري په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی او رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د هغې پیغام موږ ته په ښه توګه رارسولی او موږ په هغې ایمان راوړی.
سمه ده چې د اسلام دین په موږ باندې په خالق ایمان راوړل لازم کړي دي، خو نه د نړیوالو قوانینو په بنسټ، چې د لوېدیځ لخوا ټاکل کیږي او په خلکو تحمیل کیږي، بلکې د اسلام د احکامو په بنسټ او د اسلام د عدالت په رڼا کې. څرنګه چې ربعي بن عامر په هغه پوهه چې له اسلام یې درلوده، د خراسان د پاچا رستم په وړاندې ودرېد او پوښتنو ته یې ځواب ورکړ. کله چې رستم له هغې وپوښتل ولې دلته راغلی یې؟ دې ساده عرب له خپل پیاوړي ایمان سره ورته وویل:

«إنما ابتعثنا الله لنخرج من شاء من عباده من عبادة العباد إلى عبادة رب العباد ومن ضيق الدنيا إلى سعة الدنيا والآخرة ومن جور الأديان إلى عدل الإسلام»
ژباړه: الله سبحانه و تعالی موږ استولي یو چې بندګان یې د بندګانو له عبادت د الله رب العالمین عبادت ته د نړۍ له تنګوالي د دنیا او اخرت پراخوالي ته او د نورو دینونو له ظلم څخه د اسلام عدالت په لوري وباسو.

ای د ازهر شیخه! په نړۍ کې له اسلام پرته بل هېڅ عدالت نشته، او د ټول بشریت لپاره مطلقه بې عدالتي د کافر لوېديځ د کپیټلیستي نظام پلي کول دي چې د واتیکان پاپ یې ملاتړ کوي.
هغه مهال چې دواړو خواوو سند لاسلیک کړ، ویې ویل: (موږ مسلمانان او عیسویان، پر الله سبحانه و تعالی ایمان لرو.) اې د ازهر شیخه! دا څرنګه بېلتون دی چې ستا او د واتیکان د پاپ ایمان سره برابر دي؟! دا سند لاسلیک کوونکي، لیکونکي او شاهدان یې تول فاسد دي، زموږ ایمان هېڅکله له هغو کسانو سره یو نه دی او نه به وي، چې الله سبحانه و تعالی ته د اولاد او ښځې نسبت ورکوي!
اې د ازهر شېخه! په نړۍ کې د ټولو جګړو او ناورینونو اصلي علت کپیټلستي نظام دی، چې ته د خپل ژوندانه په اخرو سلګیو کې ځینې دفاع کوې او اوس ته د اسلام او د هغې د دعوتګرانو په وړاندې د دې نظام ګټوره وسیله او د دې نظام یوه برخه ګرځېدلی یې، همدغې کپیټلیزم په لسیزو لسیزو د مصر د خلکو شتمني غلا کړې او هر چا چې د امریکا د یرغل له شر څخه د ځان خلاسون غوښتی یا بندي شوی یا هم وژل شوی. همدې کپیټلیزم د شام خلک ووژل او وژني، ځکه هغوی ټولو هغه د حل لارې و نه منلې چې د لوېدیځ یرغل یې پیاوړی کوو او د هغوی د شتمنیو د غلا کولو عامل ګرځېده. همدې کپیټلیزم په عراق کې د نفت لپاره میلیونونه خلک شهیدان کړل. وحشت د کپیټلیزم په وینه کې نغښتی چې د بشریت د بدبختۍ حتی د الوتونکو او ونو د بدبختۍ عامل ګرځېدلی...
دا هغه بشردوستانه شعارونه دي چې فرانسې د الجزایز خلکو ته ویل ، او د شعارونو حقیقت دا وو چې د مسلمانانو او اسلام په وړاندې یې ډېره کينه درلوده. د الجزایز د مسلمانانو د مجاهدینو مشران تر اوسه د فرانسې په موزیم کې مومیایي شوي ساتل کیږي او کفارو دا کار په الازهر کې هم تر سره کړی دی او د الازهر علماوو وینه د دې پېښې شاهد وو، ایا دا بشردوستي ده؟!
څرنګه چې په دې سند کې د څلورو خپلواکیو په هکله نقل شوی او په واضح توګه لیکل شوي چې خپلواکي د هر انسان حق دی چې په هغې فکر وکړي او هغه ښکاره کړي او په هغې عمل وکړي. دا خپلواکۍ (عقیده، شخصي، بیان، مالکیت) د کپیټلیزم د ایدیولوژۍ او د سیکیولریزم د عقیدې په زړه کې ځای لري او دا ټولې هغه خپلواکۍ دي چې اسلام یې نه تاییدوي او له بنسټه یې نه مني. دا هغه حقیقت دی چې الله سبحانه و تعالی وایي:

﴿لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ﴾
[بقره: ۲۵۶]
ژباړه: په دین (منلو) کې هېڅ جبر نشته!

د اسلام منل په زور نه دي، او که څوک اسلام مني چې بېرته ځینې ووزي، ورته اجازه نشته. موږ په اسلام کې شخصي خپلواکي نه لرو، او د بندګانو ټولې کړنې په لمړۍ کچه د اسلامي سیاست او حکومت له لارې، د اسلام د احکامو په چارچوکاټ کې محدودیږي. هېڅ د بیان خپلواکي نشته، ځکه زموږ ویناوې باید د اسلام په چارچوکاټ کې وي او له هغې بهر نه دي:

﴿مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ﴾
[ق: ۱۸]
ژباړه : (دغه بنده) هېڅ خبره نه كوي مګر له ده سره حاضر ساتونكى دى ‏‏

موږ د جایداد مالکان نه کېږو، مګر دا چې شریعت اجازه راکړې وي او هر کس له خپلو پیسو الله سبحانه و تعالی ته ځواب ورکوي، چې هغه یې له کومه ځایه لاسته راوړي او څرنګه یې کارولي دي. د لوېدیځ خپلواکۍ هېڅ په موږ پورې اړه نه لري او نه یې سند او سندونه چې غلامانو یې لاسلیک کړي وي. هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه و سلم او اصحاب کرام ټاکلي دي هېڅ کله د هغو کسانو لخوا بدل کېدای نشي چې په ډېر کمه بیه یې ځان او خپل اخرت پلورلی دی.
اې د کنعان خلکو! دا سند ستاسو له دین سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی، ځکه نو هغه رد کړی او پوه شئ چې ستاسو دین کشیشي روحاني دین نه دی او داسې دین دی چې لاسلیک کوونکی یې د الله سبحانه و تعالی له لوري راغلی وي، خو موږ داسې علما، فقها او محدثین لرو چې ټول یې د بشر له نسله دي او تل په خطا او عصیان کې دي، هغوی معصوم نه دي او د اسلام احکام، حقیقتونه او شعایر د هغوی لخوا نه ټاکل کیږي، او د قران کریم او سنت له مخې پېژندل کیږي او الله سبحانه و تعالی د مکلفیت د پلي کولو، د شریعت د پلي کولو او د اسلام د تبلیغ لپاره پر موږ غږ کړی او دا غږ پر ټول اسلامي امت واجب دی او د عرب او غیر عرب تر منځ هېڅ توپیر نشته او نه هم د تور او سپین تر منځ. په هر حال، د اسلام د پلي کولو لپاره ستاسو استازی هغه څوک دی چې تاسې ورسره بیعت کوئ چې خلیفه وټاکل شي، چې په حاکمیت سره یې د نبوت پر تګلاره د ثاني راشده خلافت په چارچوکاټ کې اسلام پلي کړي او ژر ده چې د الله سبحانه و تعالی وعده په سترګو ووینو:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾
[انفال: ۲۴]
ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله او د رسول خبره منئ كله چې دى تاسو د هغه كار لپاره راوبلي چې تاسو ته ژوند دركوي، او پوه شئ چې بېشكه الله د انسان او د هغه د زړه په مینځ كې حايل (ركاوټ) كېږي او دا چې بېشكه خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ

د حزب التحریر-ولایه مصر مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ولایه پاکستان: د خلافت د نړېدو د کلیزې د یادولو په مناسبت د خلافت د کمپاین په لاره اچول

  • خپور شوی په پاکستان

(ژباړه)

د ولایه پاکستان-حزب التحریر د نظام د بدلون نه د څېرو د بدلون د اړتیا د پوهاوي لپاره په خپل ټولنیزو اړیکو رسنیو او سایټونو کې (د پاکستان لپاره خلافت) تر عنوان لاندې رسنیز کمپاین پیل کړی، چې شپږ اونۍ به دوام ومومي. دا کمپاین خپل فعالیت په ۲۰۱۹ د مارج په ۳مه شپې له ۷ تر ۸ بجو پورې له ټویټري توپان سره پای ته رسوي.
د یادونې وړ ده چې ۱۹۲۴ د مارچ ۳ مه د خلافت دولت د نړېدو کلیزه ده چې او د هغې له سقوط سره اسلامي امت خپل ملاتړونکی له لاسه ورکړ. له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې د نصرت کولو سره پر موږ منت وکړي او د کمپاین په لاره اچولو کې موږ ته توفیق راکړي او هم موږ ته دا امکان راوبښي چې دین یې د الله سبحانه و تعالی په اذن سره د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت دولت تر سیوري لاندې پلي کړو.

۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۰۳ مه
۲۰۱۹ د فبرورۍ ۰۸ مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: (د مصر د خلکو اعدام د امریکا له جنایتونو څخه دی)

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر رئیس دکتور عثمان بخاش (ابوعبیده) د اونۍ سیاسي تحلیل                                      
شنبه، ۱۴۴۰ د جمادي الثاني ۱۸مه / ۲۰۱۹ د فبرورۍ ۲۳مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې