شنبه, ۲۱ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     19 شعبان 1438

میلادی نېټه :     سه شنبه, 16 می 2017 م

شمېره:      17034

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
ایا د امریکا ورانوونکی استعمار بسنه نه کوي، چې چیني استعمار ته مو مخه کړې!؟

د چین – پاکستان د اقتصادي دهلېز ((CPEC له پرله پسې ستاینو وروسته، د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د روان کال د مې په ۱۵مه په ډیره لیوالتیا د چین د یو کمربند او یو سړک په غونډه کې برخه واخیسته، چې چین پکې د سیمې لپاره خپلې استعماري پالیسۍ وړاندې کړې. کله چې له چین سره د دغې هوکړې په تړاو په پراخه کچه عامه نیوکې راپورته شوې، د حکومت کمزوری دریځ دا و، چې دا هوکړه به له اصلاحاتو وروسته د میاشتې تر پایه لاسلیک شي. په هر حال، پرته له دې چې د باجوا نواز - رژیم د دغې هوکړې د جزیاتو په اړه ډاډګېرنه ورکړي، مخکې له مخکې يې د ((CPEC هوکړې یوه لویه برخه پخوا پلې کړې، چې  د دویم ځل لپاره د هغې په اړه  ډاډګېرنه ورکول ناشونی کار دی.  

دا د هرې رهبرۍ لپاره اړینه ده، کله چې خپله بهرنۍ یا اقتصادي پالیسي جوړوي، دا باید په پام کې ولري چې چین هېڅکله د مسلمانانو او د پاکستاني وګړو ملګری هېواد نه شي کېدی. دا یو حریص او کپیټلیسټ هېواد دی، چې تل یې پر مسلمانانو د هېواد دننه او بهر ظلم کړی. دا ټول د دوی له هغه وحشیانه چلند څخه څرګندېږي، چې په ختیځ ترکستان کې یې له مسلمانانو سره کوي. مسلمانان د روژې په مبارکه میاشت کې له روژې نیولو، مسجد ته له تګ او ږيرو پرېښودو څځه منع کوي. مسلمانو خویندو ته د اسلامي حجاب اغوستو اجازه نه ورکوي او حتی مسلمانان اوس پر خپلو ماشومانو زموږ د خوږ پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم نوم (محمد) نه شي اېښودی. همدا رنګه چین په ټوله اسلامي نړۍ کې د نړۍ د قدرتونو د استعماري پروژو سیاسي ملاتړ کړي.  چین خپله د روسیې، بریتانیا او د امریکا متحده ایالاتو په څېر یو ښکېلاکګر او کپیټلیسټ هېواد دی، چې یوازې خپلې ګټې په پام کې نیسې. (CPEC) ته په پاملرنې، دا یوازې یو اړخیزه معامله ده، چې چین د خپل صنعت لپاره د پاکستاني سرچینو څخه پکې ګټه پورته کوي او له پاکستان څخه د چینایي توکو لپاره د پلور بازار جوړوي.

دا د پاکستان لپاره ډیره ګواښوونکې ده، چې له بل استعمارګر هېواد سره یې په معاله خپل ځان رسوا کړ. د ((CPEC د هوکړې پر بنسټ پاکستان خپلې منابع په بشپړه توګه د چین په واک کې ورکړې، چې په دې سره پاکستان د لوبې ګټونکی نه، بلکې بایلونکی ګڼل کېږې. د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز ((CPEC پر پاکستان د نورو استعماري قدرتونو او سازمانو ستر پور نور هم دروند کړ. د (CPEC) هوکړې له مخې دغه رژیم خپله تکیه له چین څخه په وارداتو او کاري قوې کړې، چې د هېواد کرهڼه او صنعت يې نور هم له پښو غورځولی.  پاکستان د دغې معاملې په بدل کې له چین څخه ډېر کم امتیاز تر لاسه کوي، چې دا امتیازونه یوازې د باجوا-نواز رژیم او د هغوی د ډلې لپاره دي، نه د  ټول پاکستان لپاره.

پر دې سربېره د باجوا – نواز ړانده رژیم د پاکستان لوی ځواک د بهرنیو قدرتو لپاره ډېر را ټیټ کړی، تر څو د دوی له غنایمو څخه ګټه واخلي. اوس هغه وخت رارسیدلی چې مسلمانان نور د دغې ناکامې رهبرۍ ټغر ورټول کړي او د هغه پروژې لپاره کار وکړي چې پر بهرنیو قدرتونو ولاړې دورې ته به د پای ټکی کیږدي، چې هغه د خلافت پروژه ده. یواځې د همدې پروژې په پلې کولو به مسلمانان د هغې رهبرۍ درلودونکي شي چې مسلمانانو ته به مختلفو برخو کې قوت ورکړي؛ لکه د خلافت تر سیورې لاندې به اوسنۍ ویشل شوې اسلامي خاورې سره یو ځای او د مسلمانانو د سر شارو ځمکو ترمنځ به ګډ ټرانسپورت، اړیکې او انرژي شریکه کړي. پر دې سربیره خلافت به پر بهرنۍ ټکنالوژۍ او پانګونې د اتکا روحیه له منځه یوسي او په بدل کې به يې پخپله د ماشینونو، درنې ماشینرۍ صنعت او مهماتو په ګډون قوي او پراخ صنعت رامنځته کړي. د یو پیاوړي اقتصاد په پښو درول به دغه دولت ته د نړۍ د رهبرۍ توان وروبښي. 

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو مخلصو افسرانو! وګورئ د باجوا – نواز رژیم، پاکستان، استعماري دولتونو ته څه رنګه په یو قاب کې وړاندې کوي، چې په دې سره یواځې خپل ځانونه په ډېره چټکۍ سره له مالي اړخه زیانمنوي. د بجوا-نواز رژیم، ستاسې رول د چینایي پروژې لپاره د امنیتي ساتونکو په بڼه لوبوي، مګر له تاسې څخه د اسلام غوښته دا ده چې د اسلام او مسلمانانو د سلطې لپاره وخوځېږئ.

د خلافت (ډال) دورې په لښکر کې خپل ورورڼه او مسلمان قوماندان «قتیبه بن مسلم البهلي» درپه یاد کړئ، چې شرقي ترکستان یې فتح کړ. کله چې د چین دروازو ته ورسېد، نږدې و چې د ده لښکر د چین په خاوره ورګډ شي، قسم يې وکړ چې تر هغه به بېرته نه ګرځي، چې د چین په خاوره يې پښې نه وي اېښې؛ د چین امپراتور له ډېرې وېرې مسلمان قوماندان ته د جزیې ورکولو لپاره یو پلاوی ولېږه. همدارنګه ده ته يې د چین خاوره وړاندې کړه، تر څو پر هغه پل کېږدي او خپل سوګند پوره کړي.

د خلافت تر سیوري لاندې د یو اسلامي لښکر رول لوبول داسې وي. ایا اوس هم حزب التحریر ته نصرت نه ورکوئ، تر څو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تګلاره خلافت تاسیس کړي!؟ ستاسې وسلې، جګړه او وینه په حقیقت کې د اسلام د حاکمیت  لپاره د سون توکو حیثیت لري، نه داچې زموږ د دښمنانو؛ ملحدینو، مشرکینو او اهل کتابو د دسیسو قرباني شي.

﴿مَا يَوَدُّ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ وَلا الْمُشْرِكِينَ أَنْ يُنَزَّلَ عَلَيْكُمْ مِنْ خَيْرٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَاللَّهُ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَنْ يَشَاءُ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ﴾ (البقره: ۱۰۵)

هغه خلک چې د حق د بلنې له منلو څخه یې انکار کړی دی؛ که له اهل کتابو څخه وي، که مشرکان، هېڅکله دا نه خوښوي چې ستاسې د رب له لوري دې تاسو ته څه ښېګڼه راشي؛ خو د الله سبحانه وتعالی چې هر چا ته خوښه شي، د خپل رحمت لپاره یې غوره کوي او هغه د لوی فضل خاوند دی.

د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې