جمعه, ۲۵ جمادی الثانی ۱۴۴۳هـ| ۲۰۲۲/۰۱/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د فتنې د مفهوم توضیح
بسم الله الرحمن الرحيم
د فتنې د مفهوم توضیح

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

ښاغلیه ستاسو د دغه قول پر اساس: «ایا داسې څوک نشته، چې دغه غلامان له واکه لرې او د انصارو سیرت تکرار کړي او په دې ډول د اسلام د حکم پلي کولو یعنې راشده خلافت د تاسیس لپاره موږ ته نصرت راکړي...؟» غواړم دغه حدیث شریف ته اشاره وکړم، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پکې فرمایلي دي: «إذا رأيتم الناس قد مرجت عهودهم، وخفت أمانتهم، وكانوا هكذا»  کله چې خلکو په خپلو ژمنو وفا نه کوله او په امانت کې یې خیانت کاوه او په دې ډول وو. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې ګوتې په یوبل کې ورکړې. د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخې ته ودرېدم او ورته ومې ویل: قربان دې شم، هغه وخت چاره څه ده؟ ویې فرمایل: «الزم بيتك، وابك على نفسك، واملك عليك لسانك، وخذ ما تعرف، ودع ما تنكر، وعليك بأمر خاصة نفسك، ودع عنك أمر العامة» په کور کې اوسه او په خپل حال وژاړه، له خولې سره دې پام کوه، له شرعیت سره سم چې په څه پوهېږې، عمل پرې کوه او د شرعیت خلاف په کوم څه چې پوهېږې مه یې کوه. خپل ځان ته دې پام کوه، د خلکو عامې چارې هغوی ته پرېږده! دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرمان او هغه څه تر منځ چې تاسو موږ ورته دعوتوئ، تناقض لیدل کېږي. الله تعالی دې ستاسو په عمر کې برکت واچوي.

ځواب:

وعلیکم سلام ورحمت الله وبرکاته!

هغه حدیث چې تاسو ذکر کړی، پوره متن یې په ابو داود کې په لاندې ډول راغلی دی:

«حَدَّثَنَا هَارُونُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، حَدَّثَنَا الْفَضْلُ بْنُ دُكَيْنٍ، حَدَّثَنَا يُونُسُ بْنُ أَبِي إِسْحَاقَ، عَنْ هِلَالِ بْنِ خَبَّابٍ أَبِي الْعَلَاءِ، قَالَ: حَدَّثَنِي عِكْرِمَةُ، حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ، قَالَ: بَيْنَمَا نَحْنُ حَوْلَ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم، إِذْ ذَكَرَ الْفِتْنَةَ، فَقَالَ: «إِذَا رَأَيْتُمُ النَّاسَ قَدْ مَرِجَتْ عُهُودُهُمْ، وَخَفَّتْ أَمَانَاتُهُمْ، وَكَانُوا هَكَذَا» وَشَبَّكَ بَيْنَ أَصَابِعِهِ، قَالَ: فَقُمْتُ إِلَيْهِ، فَقُلْتُ: كَيْفَ أَفْعَلُ عِنْدَ ذَلِكَ، جَعَلَنِي اللَّهُ فِدَاكَ؟ قَالَ: «الْزَمْ بَيْتَكَ، وَامْلِكْ عَلَيْكَ لِسَانَكَ، وَخُذْ بِمَا تَعْرِفُ، وَدَعْ مَا تُنْكِرُ، وَعَلَيْكَ بِأَمْرِ خَاصَّةِ نَفْسِكَ، وَدَعْ عَنْكَ أَمْرَ الْعَامَّةِ»

ژباړه: هارون بن عبدالله له فضل بن دکین او هغه له یونس بن ابي اسحاق او هغه له هلال بن خباب ابوالعلي څخه موږ ته حدیث بیان کړ، چې هلال وویل: عکرمه له عبدالله بن عمرو بن العاص څخه ماته حدیث بیان کړ، چې ابن عمرو وویل: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څنګ کې وو، چې د فتنې یادونه وشوه او ویې فرمایل: «کله مو چې خلک ولیدل، چې په خپلو ژمنو یې وفا نه کوله او امانت ته یې ارزښت نه ورکاوه او په دې ډول وو.» خپل ګوتې یې په یوبل کې ورکړې. راوي وایي: زه راپورته شوم، مخې ته یې ورغلم او ومې ویل: قربان مو شم! د حل لاره څه ده؟ ویې فرمایل: «په کور کې اوسه، له خولې سره دې پام کوه، له شرعیت سره سم چې په څه پوهېږې، عمل پرې کوه، او د شرعیت خلاف په کوم څه چې پوهېږې مه یې کوه. خپل ځان ته دې پام کوه، د خلکو عامې چارې هغوی ته پرېږده!» پای.

پورته او داسې نور احادیث چې د فتنې په اړه راغلي، د داسې ځانګړو شرایطو لپاره دي، چې حق او باطل په داسې ډول له یو بل سره ګډ وي، چې سره توپیر کول یې ناممکن بریښي. نو هغه چا ته چې حق او باطل ورته واضح نه وي، شرعي حکم یې په اړه همدا دی او د حق او باطل تر پېژندلو په کور پاتې شي، خو کله چې حق ورته واضح شو، پرې لازمه ده چې په حقه لاره حرکت وکړي.

دا امر هغه چا ته په پوره ډول واضح کېږي، چې د پورته حدیث په معنا او اساس باندې پوهېږي. د «وکانو هکذا» کلمې ته وګورئ او همدارنګه د راوي د «وَشَبَّكَ بَيْنَ أَصَابِعِهِ» قول توضیح ته، یعنې د خپلو لاسونو ګوتې یې په یو او بل کې ورکړې، چې له یو او بل سره ګډېدو ته اشاره ده او پر هغې باندې د امر کول مبهم شوي دي. دا ټول د حق او باطل پر ګډېدلو دلالت کوي. نو څرنګه مو چې مخکې وویل، تر هغه وخته به هغه شخص بې طرفه وي، تر څو چې حق او باطل وپېژندل شي او کله چې حق وپیژندل شو، نو ترې دفاع کول پرې واجب ده.  

له حق څخه ملاتړ که امر بالمعروف او نهی عن المنکر، که له مظلوم سره مرسته او یا هم د اسلامي دولت د تاسیس لپاره ـپه داسې حال کې چې نه وي ـ له قوت لرونکو کسانو څخه د نصرت غوښتل وي، داسې یو عمل دی، چې شرعي ادله یې واجب بولي او دلایل یې په لاندې ډول دي:

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه:

الله تعالی فرمایلي دي:

﴿وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران: 104]

ژباړه: په تاسې کې باید څه داسې خلک هرو مرو وي، چې د نېکۍ لوري ته بلنه وکړي. په ښو امر او له بدو منع وکړي او کوم خلک چې دا کار وکړي، هماغوی په بریالي شي.

وقال تعالى: ﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر﴾[آل عمران: 110]

ژباړه: اوس په نړۍ کې هغه غوره ډله تاسې یاست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره رامنځ ته شوې ده، تاسو په نیکۍ امر او له بدیو منع کوئ.

احمد له عبدالله بن عمر څخه روایت کړي او هغه وايي: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې واورېدل، چې هغه ویل:

«إذا رأيتم أُمتي تَهَابُ الظالم أن تقول له: إنك أنت ظالم، فقد تُوُدِّعَ منهم»

ژباړه: کله مو چې زما امت ولید چې له دې یې وېره درلوده، چې ظالم ته ظالم ووایي، نو هغه وخت یې شتون او نه شتون په یوه بڼه دي.

ابو داود روایت کوي، چې ابوبکر رضی الله عنه له حمد او ثنا وروسته وویل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، چې ویل یې:

«إِنَّ النَّاسَ إِذَا رَأَوُا الظَّالِمَ فَلَمْ يَأْخُذُوا عَلَى يَدَيْهِ، أَوْشَكَ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللَّهُ بِعِقَابٍ»

ژباړه: کله چې خلک ظالم وویني او له ظلم څخه یې منع نه کړي، نو الله تعالی به هغوی ټول په داسې عاقبت مبتلا کړي.

ترمذي له حذیفه رضی الله عنه او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړي، چې ویې فرمایل:

«وَالَّذِي نَفْسي بِيَدِهِ، لَتَأْمُرُنَّ بِالمَعْرُوفِ، وَلَتَنْهَوُنَّ عَنْ المُنْكَرِ أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ ثُمَّ تَدْعُوْنَهُ فَلا يُسْتَجَابُ لَكُمْ»

ژباړه: قسم په هغه الله چې زما ژوند یې په لاس کې دی، چې یا به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ او یا دا چې پر تاسو به هم داسې حالت راځي او بیا به دعاء کوئ، خو دعاء به مو هم نه قبلیږي.

همدارنګه ابو داود او ترمذي له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«كَلاَّ، وَاللهِ لَتَأمُرُنَّ بالمَعْرُوفِ، وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ المُنْكَرِ، وَلَتَأخُذُنَّ عَلَى يَدِ الظَّالِمِ، وَلَتَأطِرُنَّهُ عَلَى الحَقِّ أطْرًا، وَلَتَقْصُرُنَّه عَلَى الحَقِّ قَصْرًا، أَوْ لَيَضْرِبَنَّ اللهُ بقُلُوبِ بَعْضِكُمْ عَلَى بَعْضٍ، ثُمَّ ليَلْعَننكُمْ كَمَا لَعَنَهُمْ»

ژباړه: قسم په الله تعالی چې یا به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ او ظالم به له ظلم څخه منع کوئ، حق ته به یې رابولئ او په هغه کې به یې پرېږدئ او که داسې ونه کړئ، نو ستاسې په زړونو کې به اختلاف رامنځ ته کېږي، چې پر تاسو به لعنت وایي، لکه څرنګه یې چې پر هغوی لعنت ویلی دی.

ابو داود او ترمذي له ابو سعید خدري رضی الله عنه څخه روایت کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«أفْضَلُ الجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائرٍ»

ژباړه: بهترین جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د حق وینا ده.

نسایي له ابي عبدالله طارق بن شهاب بجلي احمسي رضی الله عنه څخه نقل کړي، چې یو کس په داسې حال کې چې ځان یې تیار کړی و، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې وپوښتل: کوم جهاد غوره دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائرٍ» د ظالم پاچا پر وړاندې د حق وینا کول.

۲ـ له مظلوم سره د مرستې په اړه:

الله تعالی فرمایلي دي:

﴿وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال: 72]

ژباړه: که یې له تاسو څخه د دین په برخه کې مرسته وغوښته، نو پر تاسو یې مرسته فرض کېږي.

بخاري په خپل صحیح کې له عبدالله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«المُسْلِمُ أَخُو المُسْلِمِ لاَ يَظْلِمُهُ وَلاَ يُسْلِمُهُ... وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً، فَرَّجَ اللَّهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرُبَاتِ يَوْمِ القِيَامَةِ» مسلمان د مسلمان ورور دی، نه هغه یوازې پرېږدي او نه یې دښمن ته تسلیموي...او که څوک له چا غم لیرې کړي، الله تعالی به د قیامت د ورځې غم ترې لرې کړي. همدارنګه له انس رضی الله عنه څخه یې روایت کړي، هغه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «انْصُرْ أَخَاكَ ظَالِمًا أَوْ مَظْلُومًا» له ورور سره دې که ظالم وي، که مظلوم مرسته وکړه! ویې ویل: یا رسول الله، له مظلوم سره مرسته خو ښکاره ده، خو له ظالم سره څه ډول مرسته وکړو؟ ویې فرمایل: له ظلم څخه یې منع کړه! همدارنګه براء بن عازب رضی الله عنهما روایت کړي، چې هغه وایي: «أَمَرَنَا النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم بِسَبْعٍ، ... وَنَصْرَ المَظْلُومِ» موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په 7   کړنو امر کړی، چې له هغې ډلې یو هم له مظلوم سره مرسته ده.

۳ـ د اسلامي دولت د نشت په صورت کې، د هغه د تاسیس لپاره د قدرت له څښتنانو د نصرت اخیستلو په اړه:

ابن هشام په سیرت کې له ابن اسحاق څخه نقل قول کوي «چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله د عربو په قبایلو د حج وخت رارسېده، هغو ته به ورتله او هغوی به یې د الله تعالی لوري ته رادعوتول او هغوی ته به یې خبر ورکاوه، چې دی نبي او رسول دی، له هغوی څخه به یې غوښتل، چې هغه ومني او ملاتړ یې وکړي، تر څو خپلو پیغام هغوی ته ورسوي. پای

ابوالفتح فتح الدین په عیون الأثر کې نقل قول کوي: «قاسم بن ثابت له علي بن ابي طالب څخه، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د هغه او ابوبکر وتل یاد کړل... نو ابوبکر وویل: له کومې قبیلې څخه؟ ویې ویل: له شعیبان بن ثعلبه څخه. ابوبکر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته متوجه شو او ویې ویل: مور او پلار مې ستا قربان شه! دوی د خپل قوم متنفذین (مشران) دي او په منځ کې یې مفروق بن عمرو، هانئ بن قبیصة، مثنی بن حارث او نعمان بن شریک دی...ابوبکر وویل: ضرور به مو اورېدلي وي، چې هغه رسول الله دی. نو هغه دلته دی. مفروق وویل: موږ خبر شوي یو، چې هغه یې ادعا کوي، نو اې قریشي وروره څه شي ته دعوت کوې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم رامخ ته شو او ویې ویل: «أَدْعُو إِلَى شَهَادَةِ أَنْ لا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ وَأَنِّي رَسُولُ اللَّهِ، وَأَنْ تُؤْوُنِي وَتَنْصُرُونِي» دې ته دعوت کوم، چې د دې ګواهي ورکړئ، چې له الله تعالی پرته بل څوک د عبادت لایق نه دی او زه رسول الله یم، چې ما ته ځای او نصرت راکړئ. هاني خبرو ته ځان تیار کړ او ویې غوښتل چې مثنی بن حارث هم ورسره مل شي او ویې ویل: دغه مثنی بن حارث، لوی او زما جنګیالی دی. مثنی وویل: اې قریشي وروره! خبرې مې دې واورېد... خو موږ له یمامه او سمامه سره دوه تړونونه لرو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دغه دوه تړونونه واضح کړه. ویې ویل: د کسری ویالې او د عربو اوبه...او موږ له کسری سره تړون وکړ او هغوی هم له موږ څخه تعهد واخیست، چې موږ به نه نوی امر رامنځ ته کوو او نه به داسې چا ته پناه ورکوو، چې نوی امر رامنځ ته کوي. خو که خوښه دې وي، چې د عربو د اوبو په برخه کې دې ملاتړ وکړو، نو دا کار به وکړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تاسو صادقانه خبره وکړه او بد ځواب مو ورنکړ او هغه څوک د الله تعالی دین ته نصرت ورکولی شي، چې هر اړخیز صلاحیت ولري...» پای.

په دې ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم له ځواکمنو قبیلو څخه نصرت غوښته، چې له اسلام سره یو ځای شي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملاتړ وکړي او په منځ کې یې د الله تعالی حکم نافذ شي؛ خو هغوی رد کړه، چې الله تعالی وغوښتل... او رسول الله صلی الله علیه وسلم مصعب مدینې ته ولېږه، انصارو دعوت ومانه او د دویم عقبه په بیعت کې یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ، چې له هغې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ او هلته یې دولت تاسیس کړ... .

ابن هشام په سیرت کې وايي: «ابن اسحاق وویل: وروسته مصعب بن عمیر مکې ته راوګرځېد، یو شمېر انصار مسلمانان له هغو حج کوونکو سره چې لا هم په شرک کې وو، حج ته ولاړل، تر هغې چې مکې ته ورسېدل، د تشریق په منځنیو ورځو او په عقبه کې یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د خبرو ژمنه وکړه. کله چې الله تعالی د هغوی په تقدیر کې خپل تکریم، د خپل رسول نصرت، د اسلام عزت او د شرک او مشرکینو ذلت نغښتی و... هغه وايي: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لټه پسې راووتو... وایي: جومات ته داخل شو، چې عباس هلته و او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ورسره و، له سلام وروسته ورسره کېناستو... کعب وایي: وروسته حج ته ولاړو او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مو د ایام تشریق وسطي ورځې وټاکلې. هغه وایي: کله چې د حج له مراسمو څخه خلاص شوو او هغه شپه راورسېده، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مو ژمنه کړه وه... وایي: په هغه شپه په خپلو خیمو کې له قوم سره ویده شوو، تر څو چې د شپې یو پر درېیمه برخه تېره شوه، له خیمو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژمنې په موخه راووتو، په ارامه به بیرون راوتو او عقبې ته نیږدې راټول شوو، چې دري اویا سړي وو او دوې ښځې راسره وې: نسیبة بنت کعب یعنې ام عمارة د بني مازن بن الحارث له نجونو څخه او اسما بنت عمرو بن عدی بن نابي د بني سلمه له نجونو څخه، چې په ام منیع باندې مشهوره وه... وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په خبرو پیل وکړ او قران یې تلاوت کړ، د الله تعالی لوري ته یې دعوت او اسلام ته یې تشویق وکړ او وروسته یې وفرمایل: له تاسو سره بیعت کوم، په دې شرط چې څه ډول مو له ښځو او اولادونو دفاع کوئ، په همدې ډول به له ما هم دفاع کوئ. هغه وایي: براء بن معرور هغه مبارک له لاسه ونیو او ویې ویل: بلې قسم په هغه الله چې ته یې په حقه نبي رااستولی یې، له تا څخه به داسې دفاع کوو، لکه څنګه یې چې له خپلو رازونو څخه کوو. نو اې رسول الله له موږ سره بیعت وکړه! قسم په الله چې موږ د حلقې او جګړې خلک یو او دا مو نسل په نسل له خپلو مشرانو زده کړي دي...! بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه ستاسو او تاسو زما یاست. دغه راز له چا سره مو چې جګړه کوله جګړه ورسره کوم او له چار سره مو چې سوله کوله، سوله ورسره کوم... ویې ویل یا رسول الله! که موږ په دې وفا وکړو، زموږ اجر به څه شی وي؟ ویې ویل: جنت. ویې ویل: لاس دې خلاص کړه، لاس یې خلاص کړ او له هغه سره یې بیعت وکړ. وایي: بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خیمو ته مو ولاړ شئ! وایي: بیا عباس بن عبادة بن نضلة هغه ته وویل: په هغه ذات قسم چې ته یې په حقه رالېږلی یې، که ستاسو خوښه وي سبا ته به په تورو سمبال له خپل اهل سره درسره یو ځای کېږو! وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: تر اوسه دا دنده نه ده راکړل شوې، خو خپلو خیمو ته مو وروګرځئ...

بیهقي په دلایل النبوه کې رانقل کړي او وایي: حسن بن محمد بن اسحاق له ابن زبیر محمد بن مسلم څخه موږ ته خبر راکړ، چې هغه ته جابر بن عبدالله انصاري رانقل کړي دي... چې موږ له شعب عقبة سره ژمنه کړې، نو یو او دوه کسه راټول شوو، تر څو چې ټول په یوه ځای کې راټول شوو او ومو ویل: یا رسول الله په څه شي له تا سره بیعت وکړ. ویې ويل: له ما سره بیعت وکړئ کله مو چې امر واورېد، نو د قوت او کمزورۍ په حالت کې به اطاعت کوئ او د پراخۍ او تنګلاسۍ په حالت ک به امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوئ، په داسې ډول چې له الله تعالی سره خبرې کوئ او له ملامتۍ به نه وېرېږئ او ما ته به نصرت راپه برخه کړئ. کله چې یثرب ته درغلم له ما څخه به دفاع کوئ؛ له ټولو هغو شیانو چې د خپلو ښځو او اولادونو دفاع کوئ، او ستاسو اجر جنت دی... نو د هغه پر لوري ورپورته شوو یوه یوه له هغه سره بیعت کاوه، له موږ څخه یې شرط اخیسته او په مقابل کې یې د جنت ژمنه راسره کوله...» پای

دغه ټول او دې ته ورته دلایل، حرکت کول واجب ګرځوي. بې تفاوته پاتې کېدل یوازې د فتنې په حالت کې وي؛ په داسې حال کې چې سړی حق او باطل نه پېژني او کله یې چې حق وپېژانده، نو پرې واجب ده، چې حق ووایي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي. د مظلوم ملاتړ وکړي او د اسلامي دولت «راشده خلافت» د تاسیس لپاره، په شرعي طریقه له ځواکمنو کسانو نصرت وغواړي. دا عمل د خلافت په نشت کې واجب دی او په دې برخه کې بې تفاوتي لویه ګناه ده. که مسلمانان په ځانګړي ډول صالحین د ښکاره حق د نصرت په برخه کې بې تفاوته او په کورونو کې ارام کېني، نو فساد په رامنځ ته شي، باغیان او باطل پرستان به سر راپورته کړي او د خلکو پر اوږو به ورسواره شي.

لکه مخکې مو چې وویل، شرعي نصوص په داسې حالت کې بې تفاوتي نه یوازې دا چې ردوي، بلکې حق ته نصرت ورکول واجبوي.

دا دې هغه حدیث معنی وه، چې په اړه مو یې پوښتنه کړې وه، یعنې هغه د فتنې حالت دی، چې حق او باطل سره تفکیک نه شي...  

اې محترمه پوښتنې کوونکیه! دا زموږ له لاندې خبرې سره څه اړیکه لري: «موږ د مسلمانانو لښکرو ته مخ وراړوو: ایا په تاسو کې داسې څوک نشته چې د الله تعالی، د هغه د رسول او مومنانو په اړه د حکامو خیانت ته نه ووایي؟ ایا په تاسو کې داسې څوک نشته چې په خپل دین او عزت غیرت وکړي، د الله تعالی د دښمنانو پر وړاندې ودریږي، له هغوی سره اړیکه پرې او قدرت یې وپاشي...؟ ایا په تاسو کې داسې څوک نشته چې د دغو نامردو نامردیو ته د پای ټکی کېږدي او د انصارو سیرت پلي کړي. نو له موږ سره د اسلام د حکم د قایمولو یعنې راشده خلافت د تاسیس په پار نصرت راکړئ. انتهی ښکاره ده او هغه د الله تعالی د دین د نصرت لپاره دعوت دی او همدارنګه د کفارو د رېښو له منځه وړل او هغو کسانو ته نه ویل دي، چې له الله تعالی، رسول الله او مسلمانانو سره خیانت کوي... نو دا فتنې ته دعوت او پکې ګډون نه دی، بلکې د حق دعوت واضح دی، چې په هغې کې اختلاف نشته.

نو کوم ځای یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حدیث سره په ټکر کې دی...! ایا کتاب الله او د رسول الله سنتو ته د مسلمانانو رابلل، د ظالمانو او کافرانو مخنیوی او د دین نصرت ته مثبت ځواب ورکول د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دین سره په ټکر کې کېدای شي!؟

الله تعالی دې پر تا رحم وکړي! په دې امر کې فکر وکړه...! الله تعالی دې موږ ټولو ته د اسلام او مسلمانانو په عزت کې توفیق راکړي.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو رشته

ژباړن: حبیب الله حبیب

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې