سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
«د نبووت په منهج خلافت» حدیث
بسم الله الرحمن الرحيم
«د نبووت په منهج خلافت» حدیث

مامون صوفي ته!

پوښتنه

قدرمن شیخ عطاء ابن خلیل ابو الرشته

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د الله سبحانه وتعالی له لوی دربار څخه غواړم چې تاسو، کورنۍ مو او د فلسطین د سپېڅلې ځمکې شباب روغ او هوسا وئ. د هغه سبحانه وتعالی له دربار څخه غواړم چې موږ ته د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم په منهج د خلافت په بیا تاسیسولو سره عزت راکړي.

نوم مې مامون صوفي دی او د کاناډا له شبابو څخه یم. غوښتل مې د « د نبووت په منهج خلافت» حدیث د صحت په اړه وپوښتم، چې په مسند احمد کې په (۱۸۵۹۶) شمېره راغلی. تر اوسه مې په ټولو بحثونو کې یوازې دومره کړي چې د دغه حدیث یادونه وکړم، نور مخکې نه یم تللی. خو په دې وروستیو کې رانه وغوښتل شول چې د دغه حدیث صحت او اعتبار وګورم. دلته د دې خبرې یادول اړین بولم چې عربي مې لومړۍ ژبه نه ده، نو په څېړنه کې مې لاسونه تر یوې کچې تړلي وو.

زه له یوه سند سره مخ شوم چې داسې ادعا کوي:

د مسند احمد (۱۸۵۹۶) شمېره حدیث چې موږ یې راوړو، د هغه حدیث له ډېرو بڼو یوه ده چې وایي:« بیا به د نبووت په منهج خلافت وي ...». دغه وروستۍ برخه یې یوازې یوه کس روایت کړې، دا کس ابراهیم الوسیطي نومېږي، چې روایتونه یې متروک او د سند په توګه د باور وړ نه دي.

دلته مې یې په عربي ژبه د پي ډي اېف فایل ادرس راوړی، نوره شرحه دلته ده:

https://hawramani.com/wp-content/uploads/2018/12/idlibi_hadith_five_ages_islamic_state_prophethood.pdf

که دا موضوع راته روښانه کړئ، منندوی به مو یم.

برک الله فیکم یا شیخ عطاء!

الله سبحانه و تعالی خو مو دې له صراط المستقیم څخه نه کږوي!

آمین ثم آمین

مامون صوفي

ځواب

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

۱. تاسو په خپله پوښتنه کې یادونه کړې: (د مسند احمد (۱۸۵۹۶) شمېره حدیث چې موږ یې راوړو، د هغه حدیث له ډېرو بڼو یوه ده چې وایي:« بیا به د نبووت په منهج خلافت وي ...».) په داسې حال کې چې په مسند احمد کې په (۱۸۵۹۶) شمېره د خلافت په اړه کوم حدیث نه دی راغلی! بلکې دا حدیث د نورو موضوعاتو په اړه دی چې د نبووت په منهج خلافت پورې اړه نه لري. د دغه حدیث عنوان د (د عبدالله ابن ابی اوفا (رح)) په څپرکي کې دی.

۲. د نبووت په منهج د خلافت حدیث  په بېلابېلو سرچینو کې موندلای شو:

الف - مسند احمد : ۱۷۶۸۰ – (سلیمان بن داوود الطیالیسي له داوود بن ابراهیم الوسیطي او هغه بیا له  حبیب بن سلیم النعمان بن بشیر څخه روایت کوي چې ویلي یې دي: موږ په جومات کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو؛ بشیر له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ډېر احادیث نه روایت کول؛ ابو طلبه الخوشاني وویل: اې بشیر بن سعده! د حکامو په اړه دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث په یاد دی؟ حذیفه وویل: زما یې وینا په یاد ده. ابو طلبه کېناست. حذیفه وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً عَاضّاً فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ »

ژباړه: تر هغه چې د الله تعالی خوښه وي، نبووت به له تاسو سره پاتې وي. بیا به د نبووت په منهج خلافت وي او تر هغه به دوام کوي چې څو د الله (سبحانه و تعالی ) خوښه وي؛ بیا یې که خوښه شوه هغه به هم واخلي. بیا به ارثي حکومت (ملكًا عاضًا) وي او تر هغه چې د الله تعالی خوښه وي، دوام به کوي. بیا یې که خوښه شوه دا به هم واخلي. ورپسې به ظالم حکومت (ملكًا جبرية) وي او تر هغه به روان وي چې څو الله سبحانه وتعالی غواړي. بیا یې که خوښه شوه پورته به یې کړي. بیا به د نبووت په منهج خلافت وي. بیا چوپ شو.

ب – د بیهقي په دلایل النبوة کې ۲۸۴۳ – ( ابوبکر محمد بن الحسن بن فارک (رح) له عبدالله ابن جعفر السبحاني او هغه له یونس بن حبیب او یونس بن حبیب له ابو داوو الطیالیسي څخه روایت کوي چې داوو الوسیطي – چې د باور وړ کس و- ویلي: ما له حبیب بن سلیم څخه اورېدلي چې ویل یې: ما له النعمان بن بشیر بن سعد څخه په یوه حدیث کې چې نوموړي ذکر کړی، اورېدلي چې : ابو طلبه راغی او ویې ویل: اې بشیر بن سعده، د حکامو په اړه دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث په یاد دی؟ حذیفه له بشیر سره ناست و، نو حذیفه وویل: زما یې وینا په یاد ده، نو ابو طلبه کېناست او حذیفه وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«إنكم في النبوة ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها إذا شاء، ثم يكون خلافة على منهاج النبوة تكون ما شاء الله أن تكون ثم يرفعها إذا شاء، ثم تكون جبرية تكون ما شاء الله أن تكون، ثم يرفعها، إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون خلافة على منهاج النبوة»

ژباړه: تاسو تر هغه پورې په نبووت کې یئ، چې څو د الله تعالی خوښه ده. بیا یې که خوښه شوه دا به درنه واخلي. بیا به د نبووت په منهج خلافت وي او تر هغه به دوام کوي، چې څو د الله (سبحانه و تعالی ) خوښه وي؛ ورپسې به ظالم حکومت (ملكًا جبرية) وي او تر هغه به روان وي چې څو الله تعالی غواړي. بیا یې که خوښه شوه پورته به یې کړي. بیا به د نبووت په منهج خلافت وي.

ج – په مسند الطیالیسي کې، ۴۳۳ – ( ابو داوود روایت کوي: داوود الوسیطي – چې د باور وړ کس و - موږ ته وویل: ما له حبیب بن سلیم څخه واورېدل چې: ما له النعمان بن سعد څخه اورېدلي چې: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په جومات کې ناست وو، بشیر داسې کس و چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې ډېر احادیث نه دي روایت کړي، نو ابو طلبه راغی او ویې ویل: اې بشیر بن سعده! د حکامو په اړه دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث یاد دی؟ حذیفه له بشیر سره ناست و، حذیفه وویل: زما یې وینا په یاد ده. طلبه کېناست او حذیفه وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّكُمْ فِي النُّبُوَّةِ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً عَاضّاً، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: تاسو تر هغه پورې په نبووت کې یئ، چې څو د الله تعالی خوښه ده. بیا یې که خوښه شوه دا به درنه واخلي. بیا به د نبووت په منهج خلافت وي او تر هغه به دوام کوي، چې څو د الله (سبحانه و تعالی ) خوښه وي؛ ورپسې به ظالم حکومت (ملكًا جبرية) وي او تر هغه به روان وي چې څو الله تعالی غواړي. بیا یې که خوښه شوه پورته به یې کړي. بیا به د نبووت په منهج خلافت وي.

د –  د شهاب الدین احمد بن ابي بکر بن اسمعیل البوصیري (په ۸۴۰م کې وفات شوی) په «اتحاف الخرة المهرة» کې:

[ ۴۱۶۴/۱] ابو داوود الطیالیسي وویل: داوود الوسیطي – چې د باور وړ کس دی- روایت کوي: ما له حبیب بن سلیم څخه واورېدل، هغه له النعمان بن بشیر بن سعد څخه اورېدلي وو چې:  موږ په جومات کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو. بشیر له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ډېر احادیث نه روایت کول، نو ابو طلبه ورته راغی او ویې ویل: اې بشیر بن سعده، د حکامو په اړه دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث یاد دی؟ حذیفه له بشیر سره ناست و، حذیفه وویل: زما یې وینا په یاد ده. طلبه کېناست او حذیفه وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«تكون فيكم النبوة ما شاء اللّه أن تكون، ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها، تم تكون خلافة على منهاج النبوة، ثم تكون ما شاء اللّه أن تكون، ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون ملكاً عاضّاً فتكون ما شاء اللّه أن تكون، ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون ملكاً جبرية فتكون ما شاء اللّه أن تكون، ثم يرفعها إذا شاء أن يرفعها، ثم تكون خلافة على منهاج نبوة ثم سكت.»

ژباړه: تر هغه چې د الله تعالی خوښه وي، نبووت به له تاسو سره پاتې وي. بیا به د نبووت په منهج خلافت وي او تر هغه به دوام کوي چې څو د الله (سبحانه و تعالی ) خوښه وي؛ بیا یې که خوښه شوه هغه به هم واخلي. بیا به ارثي حکومت (ملكًا عاضًا) وي او تر هغه چې د الله تعالی خوښه وي، دوام به کوي. بیا یې که خوښه شوه دا به هم واخلي. ورپسې به ظالم حکومت (ملكًا جبرية) وي او تر هغه به روان وي چې څو الله سبحانه وتعالی غواړي. بیا یې که خوښه شوه پورته به یې کړي. بیا به د نبووت په منهج خلافت وي. بیا چوپ شو.

۳- له دغو احادیثو معلومېږي چې داوود بن ابراهیم الوسیطي د باور وړ کس دی. احمد یې په خپل مسند کې یادونه کړې، بیهقي یې په دلائل  النبوة کې نوم راوړی، الطیالیسي یې په خپل مسند کې ذکر کړی او بوصیري یې په اتحاف الخیرة المهرة کې. د حدیث د صحت لپاره همدا کفایت کوي. سربېره پر دې، ابن حبان دی په خپل کتاب «الطیقات» کې یو د باور وړ کس یاد کړی. دا کتاب اما الحفیظ ابی حاتم محمد بن حبان بن احمد التمیمي البستي لیکلی چې په ۳۵۴ ق یا ۹۶۵م کال کې وفات شوی.

۴-   خو صلاح الدین الادلیبي په خپله وېبپاڼه کې، چې تاسو یې لېنک لېږلی، د داوود ابن ابراهیم په اړه څېړنه کوي او وایي چې دا الوسیطي او یا العقیلي دی، بیا د داوود ابن ابراهیم العقیلي په اړه خبرې کوي او روایتونه یې متروک یادوي، بیا وایي: ( د قزوین قاضي، داوود بن ابراهیم، العقیلي دی) دی زیاتوي ( الاذدي ویلي چې دا ناپېژندل شوی او د باور وړ نه دی). نوموړی بیا وایي ( د ویلو ده چې داوود بن ابراهیم الوسیطي د ابو داوود الطیالیسي، چې مسند یې لیکلی، پر وړاندې د باور وړ و. نو دا د منلو ده چې نوموړی د هغه کس لپاره د باور او اعتبار وړ و چې له ده یې روایت کړی!) که څه هم الادلیبي د ده صحت او اعتبار نه قبلوي! او دی د ابن حبان لپاره د باور وړ نه دی!

دی زیاتوی: «که داوود بن ابراهیم الوسیطي د راویانو په لړۍ کې په درواغو تورن شوی وي، نو د روایت لړۍ او ځنځیر نیمګړی دی او که له ده پرته بل څوک وي، نو دا ځنځیر کومه ستونزه نه لري. بیا هم که کوم شک وشي، زموږ دنده دا ده چې ودرېږو.»

دلته شک له کومه شي؟ بیهقي له ده څخه په خپل (دلائل  النبوة) کې روایت کړی، الطیالیسي یې په خپل مسند او بوصیري یې په (اتحاف الخیرة المهرة) کې. د راویانو په ځنځیر کې هم د باور وړ کس یاد شوی، حدیث د دوی په واسطه استخراج او کره شوی. احمد یې هم په خپل مسند کې راوړی او ابن حبان دی، د باور وړ کس یاد کړی ... نو شک له کومه شي!؟

په پایله کې: «د نبووت په منهج خلافت» حدیث لویو محدیثینو روایت کړی او د روایت ځنځیر یې هم سم دی.

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو الرشتة

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې