- مطابق
(ژباړه)
پوښتنه:
اروپایي چارواکي سوډان ته تللي او د هاموداک له دولت څخه یې ملاتړ اعلان کړی. د ۲۰۱۹ د سپټمبر په ۱۶مه، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر خرطوم ته ورسېد. نوموړي د سوډان له لومړي وزیر عبدالله هاموداک سره ولیدل. له سوډان سره یې د ۶۰ میلیونو یورو ملاتړ وعده وکړه. همداراز نوموړي وویل چې سوډان به د ترهګرو ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه وباسي. د جرمني بهرنیو چارو وزیر هم سوډان ته په سفر کې ورته خبرې کړې.
ایا دا اړیکې او ملاتړ د خپلواکۍ او بدلون د ځواکونو د پياوړي کولو لپاره دي او که نورې موخې لري؟ (د ۲۰۱۹ د سپټمبر په ۵مه د سوډان لومړي وزیر عبدالله هاموداک په اپرېل میاشت کې د عمر البشیر له ګوښه کېدو وروسته د حکومت اعلان وکړ. دا حکومت به د درېیو کلونو لپاره د واک د وېش د یوه تړون پر بنسټ کار وکړي. دا تړون تېره میاشت د پوځ او ملکي خلکو تر منځ لاسلیک شو. فرانسه - ۲۴، ۲۰۱۹ د سپټمبر ۹مه). څه وړاندوېنه کېدای شي، چې دا تړون به پایدار وي او که شخړې به بیاځل رامنځته شي؟
ځواب:
د ځواب د وضاحت لپاره لاندې ټکو ته اشاره کوو:
1- د بدلون او خپلواکۍ ځواکونو د انګلیس، د هغوی د رسنیو او په سیمه کې د هغوی د جاسوسانو په مرسته له هغو خلکو دا انقلاب غلا کړ، چې د بې عدالتۍ، لوږې، فساد او محرومیت پر وړاندې یې مبارزه کوله. دوی د خلکو پر اوږو ور وختل. دوی کومې رادیکالې حل لارې ته مخه نه کړه. پر ځای یې له ورته مفسد واقعیت څخه حل لاره وړاندې کړه. وروسته د بدلون او خپلواکۍ ځواکونو او نظامي شورا تر منځ خبرې اترې تر سره شوې. د بدلون او خپلواکۍ ځواکونو ملاتړ اروپا کوي؛ د نظامي شورا ملاتړ هم له پخوا امریکا کوي. له خبرو اترو وروسته د ۲۰۱۹ د اګېسټ په ۱۷مه د دوی ترمنځ د اساسي قانون په اړه تړون لاسلیک شو. له دې تړون سره د لاریون کوونکو قربانۍ په اوبو لاهو شولې. دا تړون د اسلام او د اسلامي قوانینو پر ضد و. دا تړون د غربي سیکولر بنسټونو د فساد دوام دی. په دې تړون کې د ۳۹ میاشتو یوې انتقالي دورې لپاره پر ۱۱ کسیزه عالي شورا هوکړه شوې. په دې شورا کې به ۵+۵ غړي او یوه داسې خپلواک ملکي کس شامل وي، چې د دواړه خواوو لپاره د منلو وړ وي.
په تړون کې دې ته هم اشاره شوې، چې نظامي شورا به د لومړیو ۲۱ میاشتو لپاره واک په لاس کې ولري. پاتې ۱۸ میاشتې به واک د خپلواکۍ او بدلون له ځواکونو سره وي. له انتقالي شورا وروسته به ټاکنې تر سره کیږي. له ټاکنو سره به تقنیني شورا هم رامنځته کیږي. په تړون کې واضح شوې چې د دفاع وزیر او داخله وزیر به د عالي شورا د نظامي برخې له خوا ټاکل کیږي. دا برخه به پوځ، امنیتي او جاسوسي ارګانو ته واک ورکړي، تر څنګ یې عالي شورا به په لومړي پړاو کې ریاست هم کوي.
۲- د پوځ واکمنان د ځواکونو غړي دي. د پوځ پنځه کسان په شورا کې او دوه په کابینه کې دي، چې یو یې د دفاع وزیر او بل یې د کورنیو چارو وزیر دی. جنرال جمال الدین عمر د انتقالي حکومت د دفاع وزیر دی. نوموړی تر ټولو پخوانی نظامي دی، چې تر اوسه په نظامي خدمتونو بوخت دی. جنرال جمال الدین عمر د پخواني دفاع وزیر عواد عوف نږدې ملګری و. دواړو ډېر وخت د نظامي جاسوسۍ په خدمتونو کې یو ځای وو. عبدالفتاح برهان، د جاسوسۍ لویې ادارې مشر ابوبکر دومبالب او عمر زین العابدین په نظامي اکاډمي کې ورسره یوځای وو. دا په دې دلالت کوي، چې پخوانی رژیم به په انتقالي دوره کې ډېره ونډه ولري. دوی به د اروپا (انګلستان) ملکي دولت د موخو په وړاندې ډېر خنډونه رامنځته کړي. په دې توګه به د امریکا پلویان پیاوړي پاتې شي.
۳- عبدالله حمداک د انګلستان د مانچسټر له پوهنتون څخه ډاکټري او ماسټري اخیستې. نوموړی د ۲۰۱۹ د اګېسټ په ۲۰ مه د بدلون او خپلواکۍ د ځواکونو له خوا د لومړي وزیر په توګه نوماند و. د وزیرانو شورا ته ډېر اجرایي صلاحیتونه هم ورکړل شوي و. د ۲۰۱۹ د سپټمبر په ۵مه د حکومت جوړښت اعلان شو، چې ښایي د ۳۹ میاشتو لپاره د انتقالي دورې مشري وکړي. نو د اروپا او انګلستان لپاره به لومړی وزیر ډېر مهم وي. نوموړی به د اروپا په اشارو خوځیږي. د عالي شورا مشر د پوځ مشر عبدالفتاح برهان او د هغه د چټک ملاتړ ځواکونو معاون محمد بن حمدان داګلو او امریکا پلوه ځواکونه به د امریکا په اشارو کار کوي.
۴ـ په سوډان کې د اساسي قانون پر بنسټ نور قوانین د دوو ډلو له خوا جوړ شوي. د دې ډلو پیاوړتیا توپیر لري. دوی د بهرنیو حاکمیت لپاره شخړې کوي. دا به هغه مهال برملا شي، چې د دوی کار، د خلکو د ستونزو حل کولو او د دوی د ځان خوندي ساتلو ته وکتل شي. هر یو به یې خپلو بادارنو لپاره کار کولو ته لېوال وي. دوی به چانس ته منتظر وي چې د کورنیو او بهرنیو امکاناتو په کارولو سره بله ډله له صحنې وباسي. په سوډان کې د بحران او انتقالي پړاو لپاره د ورته شوراګانې تر هغه مهاله کارول کیږي، چې پوځ دولتي چارو ته نظم ورکړي؛ شورا منحل کړي؛ د هېواد لپاره د پوځ له افسرانو یو کس د ولسمشر په توګه وټاکي. دا د ۱۹۵۵ د ډسمبر په ۲۶ مې نېټې د لومړۍ عالي شورا له جوړېدو ښکاره ده، چې د ۱۹۵۶ د ډسمبر په ۲۶ مه یې د سوډان له خپلواکۍ وروسته واک تر لاسه کړ. دې شورا د ۱۹۵۸ د نومبر تر ۱۷مه پورې واک درلود چې وروسته جنرال ابراهیم عبود یې پر وړاندې ودرېد. په ۱۹۶۹ کې د نېمري پاڅون او د ۱۹۸۹ د جون په ۳۰مه د عمر بشیر پاڅون او د عمر بشیر له واکه لوېدل او د عالي شورا رامنځته کېدل یې نورې بېلګې دي. دا شوراګانې تل د امریکا او انګلستان په شخړو پورې تړاو لري، چې هر یو یې غواړي خپل ځانته حکومت جوړ کړي. بیا که بریالی نشي له یو بل سره جوړجاړی کوي، تر هغه چې د یو بل ګوښه کولو ته فرصت ومومي. دا قضیه مخکې هم تکرار شوې. امریکا د صادق مهدي په واک کې د تحریکونو تر رامنځته کېدلو چوپ وه. کله یې چې په پوځ کې خپل کسان ځای پر ځای کړل، نو په ۱۹۸۹ کې یې د بشیر له انقلاب سره له واکه ګوښه کړ.
کله چې بشیر تحریکونه کنترول نشوی کړی؛ دی یې هم له واکه لرې کړ. څرنګه چې ده ورته کار مخکې له نېمري او مبارک سره کړي و. له بشیر وروسته امریکا له نظامي شورا سره یو ځای راغله. اوس دا لوبه بیاځل په اوسنۍ عالي شورا کې تر سره کیږي. نو مخکیني امریکا پلوي نظامیان باید د بدلون او خپلواکۍ ځواکونو له انګلیسي جاسوسانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي. ځکه د خلکو قهر باید لرې کړي. څرنګه چې انګلیسي جاسوسانو د خلکو د قهر څپه منحرفه کړه. له دې امله د بدلون او خپلواکۍ ځواکونو ته په دولت کې ونډه ورکړل شوه. خو دا ځل له مخکې توپیر لري. پوځ به ټول حکومت په لاس کې ونه لري. لکه څرنګه یې چې د صادق مهدي په وخت کې واک درلود. خو بیا هم د عالي شورا تر نامه لاندې په راس کې پاته شو او په دولت کې یې ځینې حساس او کلیدي ځایونه خپل کړل. که څه هم ځینې اغېزمن ځایونه یې دولت ته ورکړي. عالي شورا، چې د هېواد مشري کوي، تر نیم زیاته له پوځ جوړه شوې. د ۲۱ میاشتو لپاره یې مشري هم د پوځ مشر برهان کوي. د دفاع او کورنیو چارو وزیران هم له پوځ څخه ټاکل شوي، څو واک د نظامیانو او امنیتي چارواکو په لاس کې پاتې شي.
۵- څه وړاندوېنه کېږي؟ امریکا او انګلستان به په ارامۍ سره په ګډه کار ونکړي. ځکه د هغوی ګټې او عامه کاروونکي توکي بېل دي. نو دواړه خواووې به د یو بل د خوځښتونو د مخنیوي هڅه وکړي. اوسنیو پېښو او په هغوی اړوند موضوعاتو ته په کتو؛ د کورنیو او بهرنیو په ځانګړې توګه د امریکايي او اروپایي چارواکو ویناوو له څېړلو وروسته ویلی شو چې دواړه خواووې به په لاندې توګه هڅه وکړي، چې یو بل له واک څخه ګوښه کړي:
نظاميان به دولت له اقتصادي اړخه خراب کړي. د بشیر پر وړاندې د خلکو د پاڅون یو لوی دلیل د خلکو ناوړه اقتصادي حالت و. اوسني دولت له خلکو سره وعده کړې، چې اقتصادي حالت به ښه کوي. که ناکامه پاته شي نو خلک به بیا ځل راپاڅي. دا به د نظامیانو لپاره یو فرصت وي، چې د بدلون او خپلواکۍ ځواکونه له واکه لرې کړي. په دې معنی چې په سوډان کې به له اروپا څخه واک واخیستل شي. له بلې خوا د اقتصادي عاملونو کنټرول د امریکا په لاس کې دی، چې په لاندې ډول تشریح کېږي:
الف: هاموداک د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: («د سوډان لپاره اقتصادي ننګونه لویه ننګونه ده... د بیو لوړوالی، د پیسو د تبادلې نرخ او په بانکي سیسټم کې ثبات» همدارنګه هغه زیاته کړه: «که څه هم له واشنګټن سره تفاهم شوی چې سوډان به د ترهګرو ملاتړو هېوادونو له نوم لړ څخه باسي خو ستونزې به بیا هم شتون لري.» انادولو، رویټرز، ۲۰۱۹ د سپټمبر ۳مه)
ب – امریکا غواړي بندیزونه نور هم سخت کړي؛ د تړون له لاسلیک وروسته، چې جاسوسان یې د خلکو د ارامولو لپاره لاسلیک کولو ته اړ شول، امریکا د سوډان له ملاتړ لاس واخیست. د ایلاف خبرپاڼې د ۲۰۱۹ د سپټمبر د ۴مې له روپورټونو سره سم په خرطوم کې د امریکا استازی چې کاري موده یې سرته رسېدلې، د سوډان لوړپوړو چارواکو ته خبر ورکړی، چې له سوډان څخه به بندیزونه ژر لرې نشي. ځکه چې تصمیم د امریکا د کانګرس یا ټرمپ په ادارې پورې اړه نه لري. نو امریکا د بندیزونو له لارې د هاموداګ پر دولت فشار راوړي. که څه هم وعده یې ورکړې وه چې بندیزونه به له منځه ځي. برهان وویل: («د پخواني رژیم راهیسې بندیزونه دوام لري موږ حقوق پوه هیات لېږلی چې د موضوع په اړه د امریکا له ادارې سره وغږيږي. امریکا د سولې لړۍ له بشپړېدو وروسته وعده ورکړه چې سوډان به د ترهګرۍ د ملاتړو دولتونو له نوملړ څخه وباسي. موږ پر دې باور لرو چې وقت یې رارسېدلی». هغه همدارنګه وویل: «امکان لري هوکړه د دې اونۍ په پای کې د انتقالي دولت د جوړښت له جوړېدو وروسته لاسلیک شي»... مېدل ایسټ ۲۰۱۹ د جولای ۷مه). په خرطوم کې د امریکا استازی سټېون کوټسیس د ۲۰۱۹ د جولای په ۷مه وویل، چې د ترهګرو د ملاتړو له نوملړ څخه د سوډان د نوم ایستل امکان نه لري. (ګولف انلاین ۲۰۱۹ د جولای ۷مه)
ج – نړیوال پولي سازمانونه لکه ای اېم اېف(IMF) او نړیوال بانک یوازې د امریکا په اجازه سوډان ته قرضه ورکولی شي. دا د امریکا او د هغې د ملاتړي ټیم په لاس کې د فشار بله اله ده. له دې امله چې سوډان د امریکا د ترهګرو د ملاتړو په نوملړ کې دی، نو دا به هغه د امریکا د نړیوال لېږد له سیسټم څخه بې برخې کړي. دا مسله د سوډان نړیوالې سوداګرۍ ته یوه لویه ستونزه ده. ځکه هغه نشي کولای خپلې معاملې له ډالر څخه بېلې کړي.
د اروپا د بدلون او خپلواکۍ د ځواکونو په هکله، دا وړاندوېنه کيږي چې دوه تګلارې به وټاکي: لومړۍ، د امریکا له بندیزونو او اقتصادي فشار له امله پر اروپا تکیه وکړي. دویمه، د بودیجې په مالي تخصیصونو کې نظامیانو او امنیتي ځواکونو ته زیاته ونډه ورنکړي.
لومړۍ، اروپا او د بدلون او خپلواکۍ ځواکونه د سوډان پر اقتصاد د بندیزونو پر لویه اغېزه باندې پوهیږي. دوی په دې هم پوهیږي چې امریکا به فشار ته دوام ورکړي. له دې امله هغوی کار کوي چې له سوډاني حکومت سره په ملګرو ملتونو کې او په مالي مرستو سره ملاتړ وکړي. جرمني دې مرستې ته چمتووالی نیولی. د بهرنیو چارو وزیر هایکو مس وویل: («د هغه هېواد به د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې، چې په دې میاشت کې تر سره کیږي، سوډان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه وباسي». انادولو ۲۰۱۹ د سپټمبر ۸مه). د فرانسې بهرنیو چارو وزیر لي ډارین د ۲۰۱۹ د سپټمبر په ۱۶مه له خرطوم څخه لیدنه وکړه. نوموړي د سوډان له ولسمشر عبدالله همداک سره ولیدل. هغه وویل: («ما لومړي وزیر ته وویل چې موږ به له خپلو اروپایي ملګرو سره کار وکړو چې سوډان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو له نوملړ څخه وباسو». هغه وویل: «فرانسه به له سوډان سره د ۶۰ میلیونو یورو مرسته وکړي. ۱۵ میلیونه به په همدې پړاو کې ورکول کیږي». سوډاني الرقوبه وېبپاڼه ۲۰۱۹ د سپټمبر ۱۶مه). دا مرسته د بدلون او خپلواکۍ له ځواکونو او د هاموداک له دولت سره مرسته ده.
- دویم کې یې دوه موضوعګانې شاملې دي: د پوځ لپاره د بودیجې د تخصیص کمښت او د امنیتي خدمتونو ریفورم. هاموداک پخپله وینا کې په وضاحت سره له دې یادونه وکړه:
- د بودیجې په هکله، هاموداک په نظامي لګښتونو کې کمښت ته اشاره وکړه. هغه وویل: «نظامي لګښتونه د هېواد د بودیجې ۸۰٪ لګښتونو جوړوي».(عربيک پوسټ ۲۰۱۹ د اګېسټ ۲۶مه). په هېواد کې د مېشتو وسله والو ډلو سره د سولې د تړون بحث د دې لپاره دی چې باید حتما د سولې د راتګ لامل شي، نو له همدې امله د سوډان د حکومت زیاته بودیجه د دې هېواد د پوځ او امنیت لپاره د امنیتي ځواکونو د لګښتونو لپاره پورته کېږي.
د امنیتي ځواکونو د ریفورم په هکله، په سوډان کې پوځ او د امنیتي خدمتونو اوسنی جوړښت، په ځانګړې توګه د چټک ملاتړ ځواکونو جوړښت، د بشیر د حکومت له خوا جوړ شوی. دې نظامیانو د سوډان له لاریون کوونکو سره ډېر وحشیانه چلند وکړ. له دې امله د بدلون او خپلواکۍ د ځواکونو لپاره یوه ښه پلمه وه چې د دې ځواکونو د ریفورم غوښتنه وکړي؛ څو پر دې ځواکونو د ملت له واک څخه ډاډ تر لاسه شي؛ او دا ځواکونه قانون ته تابع شي. (همداک وویل چې د چټک ملاتړ ځواکونه به د ریفورم په لړۍ کې له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای شي. په دې توګه به د هېواد لپاره ملي پوځ رامنځته شي. هغه وویل چې د نوموړي دولت تصمیم لري چې د نوي ملي پوځ د جوړېدو په موخه امنیتي سیسټم ته نوی جوړښت ورکړي. په دې کې د چټک ملاتړ ځواکونه او ټولې وسلوالې ملېشې شاملې دي. الجزیره نېټ ۲۰۱۹ د سپټمبر ۱۱مه)
۶ – داسې برېښي چې د بدلون او خپلواکۍ ځواکونو د ملاتړ لپاره د اروپا تر هڅو به د امریکا او د هغې د پلویانو هڅې ډېرې بریالۍ وي. دلیلونه یې دا دي:
- د اروپا ملاتړ به کومه ستونزه حل نه کړي. که امریکا د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو له نوم لړ څخه سوډان بهر نه کړي؛ سوډان به له ستونزو سره مخ وي. سوډان د سود پر بنسټ په بهرنۍ قرضې باندې تکیه لري، چې پر هېواد او پانګوالو بده اغېزه کوي. دا نشي کولای د هېواد صنعتي بنسټ پیاوړې کړي؛ یا هم اقتصادي سرچینو ته وده ورکړي. دا له هماغه مفسد نظام څخه سرچینه اخلي. د دې بنسټ د امت له دین نه، چې نظام ترې جوړیږي، لرې دی. دا هغه دین دی چې د اقتصاد په ګډون د ژوند ټولو ستونزو ته د حل لار لري؛ او هېواد له ستونزو وباسي. اقتصادي ستونزې د بشیر حکومت پر وړاندې د پاڅون یو عمده دلیل و. ځکه ډېر خلک له بې وزلۍ، بېکارۍ او لوړو بیو ځوریږي.
- د نظامي بودیجې کمښت: پوځ څو لسیزې د سوډان د بودیجې یوه لویه برخه مصرف کړې ده. دا تمه کیږي چې باید له څو تګلارو د پوځ بودیجه کمه شي، چې لګښتونه کم شي. دواړه ډلې له مالي فساده خالي نه دي. نو څنګه به دا حل کیږي؟ مالي فساد یوازې هغه کس حل کولی شي چې له الله سبحانه و تعالی وېره ولري او د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام پر بنسټ حکم وکړي نه د بشري قانون پر بنسټ.
- امنیتي خدمتونه: امریکا یوزاې د چټک ملاتړ ځواکونو پر مشر محمد همدان داګلو باندې تمرکز کوي، چې په رسنیو کې یې ویناوې او بهرني سفرونه په ځانګړي توګه سعودي عربستان او مصر ته پیل کړي. داسې ښکاري چې امریکا ته د سوډان د راتلونکي لپاره لومړی کس همدا دی. د عالي شورا معاون به په چټک ملاتړ ځواکونو کې هر ډول بدلون و نه مني، چې د ځینو سرچینو له مخې یې ۲۵٪ د پوځ بودیجه دوی ته ځانګړې کیږي. نو په سوډان کې د امنیتي ځواکونو د ریفورم لپاره د همداک دولت هڅې په سوډان کې د امریکايي پیاوړي کس محمد همدان داګلو سره تړاو لري.
۷ – نو په سوډان کې اقتصادي او سیاسي حالت به په انتقالي دوره کې ثبات ونه لري:
- سیاسي ثبات هغه مهال په یوه هېواد کې له منځه ځي چې د نړیوالو د سیمه ییزو جاسوسانو په مرسته په سیمه کې نړیوالې شخړې رامنځته شي. دا د نړیوالو استازو له خوځښتونو او په سوډان کې د هغوی د سفیرانو له ویناوو، د هغوی له کړنو او د سوډان له چارواکو سره له ناستو برملا کیږي. نو ثبات به نه وي. د انتقالي دورې پر مهال بې ثباتي به د امریکا په ملاتړ د نظامي خوځښتونو لامل شي. مګر دا چې د سوډان مسلمان خلک په دې واقعیت پوه شي؛ له الله سبحانه و تعالی له دین څخه ملاتړ وکړي؛ دا کفار او د هغوی ملګري په هر ځای کې له ریښې ورک کړي؛ اسلامي قانون حاکم کړي؛ راشده خلافت رامنځته کړي. هغوی به بریالي وي؛ په خپلو کورونو کې به په امن سره ژوند کوي او څرنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمایلي هغوی به تر ټولو ښه انسانان وي:
(خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ)
[ال عمران: ۱۱۰]
ژباړه: د انسانانو لپاره تر ټولو غوره امت
- اقتصادي بې ثباتي په هېواد کې د اشغال پایله ده. چې څه کرې هغه به رېبې. جنوبي سوډان بېل شوی. نفت مو د امریکا په لاسوهنو سره هغه حاکم ته په لاس ورکړل چې امت ته خیانت وکړ. سوډان ته د افریقا د ډوډۍ د لوښي په سترګه کتل کیږي. خو خلک یې له بې وزلۍ ځوریږي ځکه د سود پر بنسټ قرضونو پورې تړلي دي. ځمکه یې هم بزګرانو ته پرته له کومې مرستې پرېښې. د هغوی محصولاتو ته مارکېټینګ هم نه کیږي. نو هغوی هم هر څه بند کړل. کانونه بهرنیو پانګوالو ته پرېښودل شوي او همداسې نور.... تر ټولو مهم دا چې اسلام له سیاست څخه بېل شوی او د اسلام اقتصادي سیسټم له پامه غورځېدلی، چې د الله سبحانه و تعالی له خوا امر شوی. پر ځای یې فاسد بشري نظام پلي کیږي. نو څنګه به اقتصادي ثبات رامنځته شي؟ نو ژوند به په داسې ځای کې ستونزمن وي څرنګه چې الله سبحانه و تعالی عزیز او حکیم ذات داسې فرمایلي:
(فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى * وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً)
[طه: ۱۲۳-۱۲۴]
ژباړه: نو څوک چې د هغه هدایت پیروي وکړي، هغه به نه ګمراه شي او نه به په بدبختۍ کې اخته شي. او څوک چې زما له ذکر (قران) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنیا کې تنګ ژوند وي او د قیامت په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو.
شیخ عطاء بن خلیل ابوالرشته