جمعه, ۲۷ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په الجزایر کې د نفوذ په موخه د نړیوالې سیالۍ واقعیت څه دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
په الجزایر کې د نفوذ په موخه د نړیوالې سیالۍ واقعیت څه دی؟

(ژباړه)

پوښتنه:

الجزایر هغه هېواد دی، چې کابو ټول وګړي یې مسلمانان دي او د فرانسې د ۱۳۲ کلن اشغال په پایله کې یې یو میلیون اوسېدونکي شهیدان شول. په دغه هیواد کې د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ له ۲۲مې راهیسې عمومي لاریونونه روان دي او د ظلم پر وړاندې یې د وېرې پولې ماتې کړې دي، خو لا هم څوک د اسلام لپاره غږ نه پورته کوي، لامل یې څه دی؟ په الجزایر کې د نفوذ په موخه د نړیوالې سیالۍ واقعیت څه دی؟ ایا دغه سیالي په اوسنیو پېښو کې رول لري؟ تر دې وروسته د ټاکنو په تړاو څه هیلمندي کېدلی شي؟

ځواب:

د دې لپاره چې پاسنۍ پوښتنې روښانه شي، پر لاندې ټکو بحث کوو:

لومړی: په روانو خوځښتونو کې له اسلام څخه د ملاتړ نه کولو لامل:

۱- هو، الجزایر یو رښتینی اسلامي هیواد دی او دا هغه مهال ثابت شو، چې دولت د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې ازادو او عادلانه ټاکنو ته د اجازې ورکولو اعلان وکړ؛ د دغه اعلان په پایله کې ډېری کسانو د الهي قانون د حاکمیت غوښتنه وکړه، چې دا غږ د الجزایر په لارو او کوڅو کې د میلیونونو کسانو لخوا بدرګه شو. اروپا په غوسه شوه او فرانسې د پوځي مداخلې خبرداری ورکړ. اروپا او فرانسې د ۱۹۹۲م کال په لومړیو کې د الجزایر چارواکي وهڅول چې د ۱۹۹۱م کال د ټاکنو پایلې رد کړي، دغه مهال یو ځل بیا پوځ مداخله وکړه او پر دغه هیواد یې خپل کنټرول اعلان کړ. د الجزایر د چارواکو ملاتړ تر ډېره د تروږمیو له پلازمېنې (پاریس) څخه کېږي، چې په غلطۍ سره د رڼاګانو پلازمېنه ورته وایي. د فرانسې استخباراتو له سیمه ییزو امنیتي ادارو سره په همږغۍ د وحشي عام وژنې پر اور تېل وشیندل او دا په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د هغو عام وژنو پیل و، چې په الجزایر کې د سلګونو زرو مسلمانانو د مړینې لامل شو. له دې وروسته فرانسې او بریتانیې په ډېره بې شرمۍ سره د دغو ټول وژنو پړه پر اسلامپالو واچوله، په داسې حال کې چې په دغو ټول وژنو کې د الجزایر رژیم ګرم و. دا ادعا نوره هم خپره شوه او رژیم د هر څاڅکې وینې د تویېدو او ټول وژنې تړاو له اسلامپالو سره ورکاوه. دا دوره نږدې لس کاله وغځېده، نو ځکه ورته «توره لسیزه» وایي. رژیم له دغه فرصت څخه ګټه واخیسته او د خلکو په مغزونو کې یې وېره واچوله، څو د اسلام لپاره خپل غږ پورته نه کړي. چا به چې د اسلام حاکمیت وغوښت، تور به یې پرې پورې کړ چې دوی یو ځل بیا تورې لسیزې ته ورګرځېدل غواړي. فرانسوي رسنیو د وېرې دغه بیرغ پورته کړ او په پاریس کې له اسلام څخه ویره د سیاستوالو تر منځ یو روان وګرځېده. د الجزایري خوځښت پر وړاندې د اسلام غوښتنې پر مهال هغه وېره او عقده چې فرانسویانو او اروپایانو درلوده، په چټکۍ سره الجزایري رژیم ته ورسېده. هغو ګوندونو چې په هېواد کې تصمیم نیونکو کړیو ته نږدې وو، داسې ویل: «اسلامپالي به د سېکولرانو پر وړاندې را پورته شي، سېکولران به ختم کړي او دوی د اسلامي دولت پلان لري، چې د اړتیا په صورت کې به ښایي د دوی په جسدونو جوړ شي.» (انډپنډنټ ۲۰۱۹/۳/۲۱). له همدې امله رژیم خلکو ته «د راډیکل اسلام د وېرونکې څېرې» په اړه خبرداری ورکړ، چې وینو تویولو ته تیار دی؛ په داسې حال کې چې همدغه رژیم په مسلمانانو پسې را اخیستې او وینې یې تویوي. «د الجزایر امنیتي ځواکونو پر یوه پېژندل شوي مخالف علي بالحاج، چې د اسلام ژغورنې جبهې یو بنسټګر و، برید وکړ او پر سرک یې کش کړ.» (عربي۲۱، ۲۰۱۹/۲/۲۳). دا یې یوه بېلګه ده چې په الجزایر کې د لاریونونو په دویمه ورځ پېښه شوه.

۲- دا د امریکا له لوري د اسلام پر وړاندې د جګړې هغه بېله برخه ده، چې د «اسلامي ترورېزم» غټ سرلیک یې ورکړی دی. په دغه جګړه کې د اسلامي نړۍ مخلص حرکتونه، ګوندونه، اتحادیې او شخصیتونه هدف ګرځول کېږي او د تروریزم ټاپه پرې وهل کېږي. وروسته بیا بیراغونه او ځینې نورې اسلامي نښې ناقانونه اعلانوي او هغه کسان چې د اسلام احکامو ته ژمن دي د تندلاري، تروریست او داسې نور په لقبونو تورنوي. دغو ټولو کړنو په الجزایر کې پر مشهورو حرکتونو سیوری غوړولی دی.

۳- یو لامل چې د الجزایر په خوځښت کې یې د اسلام غوښتلو شعار پیکه کړی، هغه د خلکو په اذهانو کې د ځینو اسلامي خوځښتونو تصویر دی، چې له اسلامي شخصیتونو څخه یې لري او «منځلاري» ورته وایي. دوی ولیدل چې دغو ډلو ځینې وخت ځانونه د اپوزیسیون حرکتونه بلل او ځینې وخت به یې په دولت کې ونډه اخستله او د وزارتونو له موقف او پارلماني څوکیو څخه به یې خوند اخیست. د دوی دغه ګډون د خلکو زیاته برخه تر خپل اغېز لاندې راوستله، په ځانګړې توګه هغه خلک چې پر دغه ډول خوځښتونو یې باور درلود او د اسلام لپاره یې کار کاوه، ځکه دوی ولیدل چې دغه خوځښتونه هم د رژیم لپاره کار کوي. دوی شرعي قوانینو ته ژمن پاتې نه شول او په پارلمان کې یې د بشر په لاس جوړ شوي هغه قوانین پلي کړل او د دوی په هغو رژیمونو کې یې برخه واخیسته، چې له اسلام سره یې هېڅ اړیکه نه درلوده. همدا لامل دی چې د الجزایر ډېری اوسېدونکو په دغو خوځښتونو کې د اسلام یادونه ونه کړه.

۴- په الجزایر کې د نفوذ خپرولو په موخه نړیوالې سیالۍ او د لوېدیځ ناهیلي کوونکې هڅې روانې دي، په ځانګړې توګه د فرانسې هڅې چې د یو سېکولر کلتور خپرول غواړي. دوی په لاریونکوونکو کې هغه سېکولر رهبري په نښه کړې، چې د دوی پیروي وکړي او په الجزایر کې یې سیاسي نفوذ وساتي. باید یادونه وکړو، چې په نړیوالو سیالیو کې د الجزایر ښکېلې ډلې دې ته ژمنې دي، چې د الجزایر اسلامي پېژندګلوي ختمه کړي او دولت ته سېکولر شخصیتونه ور وپېژني.

دا هغه بنسټیز لاملونه دي، چې په الجزایر کې یې د مشهورو خوځښتونو رهبرۍ ته د سېکولر شخصیتونو راتګ ته لار هواره کړې ده. د دغو ټولو تېرایستنو، ناسمو معلوماتو او سیاسي بدنیتیو تر شا لوېدیځ او د دوی مزدوران دي. که څه هم دوی په ښکاره پر دې بریالي شوي، چې په خوځښت کې د اسلام د را ښکاره کېدلو مخه ونیسي، خو اسلام بیا هم د الجزایر د اوسېدونکو او یو میلیون شهیدانو په سینه کې شته او د اسلام را ښکاره کېدل به د الله سبحانه وتعالی په ارادې سره ونه ځنډېږي.

﴿إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً﴾

 [الطلاق:۳]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی د خپل کار پوره کوونکی دی. الله سبحانه وتعالی په رښتینې توګه د هر شي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده.

دویم: په الجزایر کې د نړیوالې سیالۍ په اړه:

۱- د بریتانیې او فرانسې تر منځ:

الف: په ۱۹۶۵م کال کې د بومدین له کودتا راهیسې په الجزایر کې د برتانیې نفوذ برلاسی دی، سره له دې چې فرانسې یو څه پرمختګ کړی. سره له دې چې ولسمشر شاذلي د فرانسې مزدور خالد نذیر په ۱۹۹۳م کال د دفاع له وزارت څخه لرې کړ، خو له هغه وروسته بیا هم د فرانسې نفوذ په پوځ کې په تدریج سره کمزوری شو او داسې حالت ته را ورسېد چې یوازې د «پوځي کلتور» په برخه کې یې پر فرانسه تکیه کوله او کومه سیاسي وفاداري یې ورته نه درلوده. بوتفلیقه په دې مشهور و، چې بریتانیې ته وفادار و، د ده د اوږدې واکمنۍ پر مهال چې له ۱۹۹۹م کال راهیسې یې دوام درلود، له زیان پرته په تدریجي توګه د فرانسې د پرمختګ خنډ شو. د دولت په جوړښت کې د فرانسې د نفوذ د ختمولو موضوع د پهلوانۍ سیالۍ ته ورته وه، هغه داسې چې دواړو لورو د نفوذ په موضوع کې د یو او بل د وهلو کومې نښې نه لیدل کېږي، چې دغه موضوع دې د سیالۍ په توګه څرګنده کړي. کله چې بوتفلیقه په ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په ۱۳مه د عمومي استخباراتو د ادارې مشر چې په جنرال توفیق مشهور و، لرې کړ؛ په دې توګه یې په الجزایر کې یې د فرانسې نفوذ ته سخته ضربه ورکړه. هغه مهال فرانسې په پوځ کې خپل نفوذ له لاسه ورکړی و، نو په الجزایر کې یې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره هڅه کوله چې پر استخباراتو د دویم امنیتي ځواک په توګه تکیه کړې وه. دغه دردونکې ضربې تر ایرو لاندې اور ته پوکی وواهه او په الجزایر کې یې د دوو بانفوذه لورو تر منځ د ارمتیا اړیکه وخوځوله.

ب: په الجزایر کې دوه داسې حالتونه شته، چې د بریتانیې او فرانسې تر منځ د نفوذ د زیاتوالي سیالي یې د پهلوانۍ له حالت څخه ایستلې او د دوی تر منځ شخړه اوس د «لاس اچولو» تر بریده رسېدلې ده، که څه هم دا شخړه د «هډوکو ماتولو» تر حالته نه ده رسېدلې. هغه دوه حالتونه، چې د دغو دوو هېوادونو تر منځ یې سیالي ګرمه ساتلې ده:

لومړی: په ۲۰۱۶م کال له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیې د وتلو ټولپوښتنې د فرانسې او بریتانیې تر منځ درځ نور هم پراخ کړ او په دغې مسله کې یې د فرانسې تند دریځ په ډاګه کړ. له اروپایي ټولنې سره د بریتانیې د لومړۍ وزیرې په خبرو اترو کې هم د فرانسې دریځ تند و او د نوي لومړي وزیر جانسن پلانونه هم په ډاګه کوي چې له اروپایي ټولنې څخه له کوم تړون پرته وځي او دغه حالت پر فرانسه یو لوی ګزار دی. همداراز له ایران سره له اټومي تړون څخه د امریکا د وتلو په شخړه کې هم دغه اختلافات را برسېره شول. هغه داسې چې فرانسې د امریکا پر ضد او بریتانیې د امریکا په پلوۍ دریځ نیولی و او په دې توګه د دوی تر منځ نور هم درځ پراخ شو. د بریتانیې او فرانسې د دریځونو تر منځ دغه اختلافات د الجزایر په څېر په نورو ځایونو کې هم را ښکاره شول.

دوهم: فرانسې ولیدل چې په الجزایر کې د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ د ۲۲مې مشهور خوځښت او بې ثباتۍ د بریتانیې د نفوذ ستنې ولړزولې او دا يې د ځان لپاره یو فرصت وګاڼه، چې په الجزایر کې خپل پراخ نفوذ بیرته تر لاسه کړي. له همدې امله په ناڅاپي توګه دغه مشهور خوځښت د دې لامل شو، چې د ۲۰۱۵م کال د فرانسې د اور پټ بڅرکي را ژوندي کړي.

ج: په پایله کې د دوی تر منځ د سیالۍ حالت د «لاس اچولو» تر بریده ورسېد. امنیتي ادارو له یوه پلان څخه پرده پورته کړه، چې پوځي کودتا ته ورته و او غوښتل یې چې قاید صالح (غاید صلاح) د پوځ د لوی درستیز له څوکۍ څخه لرې کړي. له همدې امله امنیتي ځواکونو په فرانسه کې د محمد مدین (جنرال توفیق) او او بشیر تارتک په نومونو د استخباراتي ادارې دوه مخکني مشران او ځواکمن کسان د ۲۰۱۹م کال د مې په ۵مه ونیول. بیا په همدې ورځ د کارګر ګوند مشرې لویزه حنون پع نیول کېدو سره یې د سعید بتفلیقه پام ځان ته را واړاوه، هغه څوک چې په الجزایر کې د فرانسې وړ کس بلل کېږي او د هغه د ورور ولسمشر بوتفلیقه له استعفا وروسته یې دوی محاکمه کړل. «یوې الجزایري پوځي محکمې په بلیدة کې څلور تورن کسان چې د پوځ او دولت د چارواکو پر وړاندې په توطیه جوړولو تورن وو، په ۱۵ کاله بند محکوم کړل. دا حکمونه یې د سعید بوتفلیقه، د کارګر ګوند مشرې لویزه حنون او متقاعد جنرال محمد مدین په شتون کې واورول. همداراز پوځي محکمې په بلیدة کې د دفاع پخوانی وزیر خالد نذیر په غیاب کې په شل کاله بند محکوم کړ» (سکای نیوز عربي ۲۰۱۹/۹/۲۵). فرانسې په الجزایر کې د پوځي مشرتابه پر وړاندې د نیول کېدو له امله اعتراض وکړ. د برتانوۍ اندپنډنټ ورځپانه لیکي: «د ۲۰۱۹ م کال د مې په ۱۸مه هغه مهال چې لویزة حنون ونیول شوه، د پخواني لومړي وزیر جان مارک ایرولټ په ګډون ۱۰۰۰ فرانسوي شخصیتونو یو تړون لاسلیک کړ، چې د هغې د خوشي کولو غوښتنه یې کوله. ورځپاڼه زیاتوي: «د فرانسې په پارلمان کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند مرستیال جان لاسالي د خپل هېواد پر ګټو د دغو پېښو د اغېز په اړه اندېښنه وښودله او ویې ویل: په الجزایري پوځي بنسټ کې د نوي نسل د افسرانو او جنرالانو را پورته کېدل، چې د ملت پالنې جوړښتونو او چوکاټونو ته ژمن دي، په الجزایر کې د فرانسې ګټې ګواښي؛ په ځانګړې توګه په کلتوري، اقتصادي او سیاسي برخو کې». دا د فرانسې د خپګان یو نښه ده، په دې مانا چې دغه سیالي تاوده ډګر ته داخلېږي، په داسې حال کې چې برتانیا په رژیم کې د پوځ د لوی درستیز په ملاتړ برلاسې ده.

۲- د الجزایر په لوبه کې د خپل نفوذ لپاره د امریکا هڅې:

امریکایي رسنیو هڅه وکړه، په دغه مشهور خوځښت کې ځینو را ښکاره شوو شخصیتونو ته وده ورکړي؛ چې ښه بېلګه یې کریم طابو دی، چې د سوسیالیستي ځواکونو په جبهه کې د منشي دنده لري. الحرة امریکایي تلوېزوني چینل د ۲۰۱۹م کال د سپټمبر پر ۱۲مه کریم طابو «په دغه مشهور خوځښت کې د مخکښې څېرې» په توګه ونوماوه او د هغه ویډیوګانو ته یې فضا جوړه کړه. دوی هغه داسې وښود «چې د الجزایر په پلازمېنه کې د مشهور خوځښت د یوې برخې په توګه لاریونونه رهبري کوي او له واک سره د هغه مخالفت رښتنی او له نورو څخه بېل دی.» له دې څخه ښکاري چې د الجزایر په مشهور خوځښت کې له دا ډول فعالانو سره د امریکا اړیکې شته. د الجزایر امنیتي ادارې دغه فعالان او نور کسان ونیول او په دې یې تورن کړل چې د پوځ مورال کمزوری کوي؛ دا پر دې دلالت کوي چې د الجزایر په مشهور خوځښت کې له یو شمېر مهرو سره د امریکا اړیکې شته او همدا تمه ترې کېدله. تر اوسه دغه خلک دا وړتیا نه لري، چې په الجزایر کې سیاسي حالات د امریکا په خوښه تر خپل اغېز لاندې راولي او د دې تر څنګ امریکا لا تر اوسه په دې هم نه ده بریالۍ شوې، چې په پوځي او یا دولتي ادارو کې خپل نفوذ ته وده ورکړي.

پر دغو ټولو سربېره الجزایري ډګر له امریکا سره د اروپایي سیالۍ لپاره تقریباً خلاص دی، خو د فرانسې پر وړاندې بیا بریتانیا بیا جدي هڅه کوي چې د نظامي سیستم له لارې د فرانسې وزرې په دغه ډګر کې ور وتړي. د الجزایر په اروپایي واکمنۍ کې امریکا د خپل نفوذ د خپرولو په هڅه کې نه ده بریالۍ شوې، که څه هم په الجزایر کې واکمن لوری وېرېږي چې د اوږدې مودې شخړې (مشهور خوځښت) ښایي امریکا ته په دې برخه کې د بریالي کېدو زمینه برابره کړي او خپلو هغو موخو ته ورسېږي چې له کلونو راهیسې یې په هڅه کې ده، خو فرانسه هم ښايي د خوځښت پر وړاندې خپل پلویان ځواکمن کړي او اسانتیاوې ورته چمتوي کړي.

درېیم: هغه هیلې چې له ټاکنو څخه کېږي، په لاندې ډول د پوهېدو وړ دي:

۱- بریتانیا او هغوی چې د دولت او پوځ په رهبرۍ کې دي، په دې وتوانېدل چې د فرانسې کسان په اغېزمنه توګه د دولت له جوړښت څخه وباسي. دغه سیستم پر ټاکنو له دې امله برید ونه کړ، چې دغې اوضاع ته بدلون ورکړي؛ په داسې حال کې چې لا هم خوځښت روان دی او قاید صالح خپل موقف داسې څرګند کړ: «تر دې وړاندې موږ په دې اړه خبرې کولې چې د ولسمشرۍ ټاکنې ژر وکړو او نن ورځ بیا هم په یقین سره وایم چې دغه ټاکنې باید په ټاکل شوې موده کې وشي. (انډپنټډنټ ۲۰۱۹/۹/۱۴) همداراز د روښانه دریځ په اړه هغه وایي: « زما په اند اوسنی وخت یو روښانه دریځ غواړي او تر شنډه لاندې ویلو ته یې اړتیا نشته... هغه که له الجزایر سره وي او یا د الجزایر له دښمنانو سره.» (انډپنټډنټ ۲۰۱۹/۹/۱۴) دا په دې دلالت کوي چې انګلیس پلوه دولتي سیستم بېړه کوي، چې اوس ټول کارونه پای ته ورسوي، ځکه چارې د دوی په خوښه روانې دي. فرانسه او په دوی پورې تړلي اړخونه نه غواړي دا ټاکنې وشي او یا هم هڅه کوي چې د خپلې خوښې د حالاتو تر راتګ پورې یې وځنډوي. دوی په دې اړه په ښکاره څه نه وایي، خو په ډیپلوماتیکه لهجه وایي چې دا د هېواد د چارو په اړه د الجزایر د خلکو خپله پرېکړه ده.  

۲- د دولت سیستم غواړي چې له خپلو پلویانو څخه داسې نوماندان د ولسمشریزو ټاکنو لپاره وړاندې کړي، چې یوازې څېرې یې بدلې وي؛ لکه څنګه چې دوو پخوانیو لومړي وزیرانو د علي بن فلیس او عبدالمجید تبون د ډسمبر په ۱۲مه د ټاکنو لپاره د خپلې نوماندۍ اعلان وکړ (رویټرز ۲۰۱۹/۹/۲۸). دوی او دوی ته ورته کسان د دولتي سیستم د باور وړ څېرې دي او له دوی څخه یې ځینې اوس د اپوزیسیون رول لوبوي. علي بن فلیس د ملي ازادۍ جبهې ګوند مشر خپل ځان اپوزیسیون ګوند معرفي کوي او د بدلون لپاره غږ پورته کوي. د دغه ګوند مشر علي بن فلیس د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۳ کلونو تر منځ د بوتفلیقه د دولت مشر و، په دې مانا چې دغه سیستم غواړي رژیم د نږدې څېرو په مټ نوی کړي او په دې سره د الجزایر خلک وغولوي او خوځښت (حرک) پای ته ورسوي.

۳- پر دې سربېره د دغه مشهور خوځښت ډېری ګډونوال ټاکنې د همدې رژیم تر سیوري لاندې د هغو تش په نامه اپوزیسیون ګوندونو په پرتله چې د ټاکنو پلوي کوي، په ډېر شدت سره ردوي او دا چاره هېواد یو له لاندې حالتونو سره مخ کوي:

یا به اوسنی رژیم اړ کېږي چې ټاکنې په وروستیو شېبو کې وځنډوي، لکه څنګه چې د ۲۰۱۹م کال د اپریل د ۱۸مې په ټاکنو کې پېښ شول او وځنډې دې. یا به په ډېره نیمګړې کچه ټاکنې کېږي، چې په داسې حال کې به دغه مشهور خوځښت دوام کوي او دا چې ټاکنې وشي، نو ځینې ځواکونه ښايي له دغه خوځښت څخه خپله لاره بېله کړي. هغه مهال به بیا حالات د واکمنې کړۍ له خوا د تاوتریخوالي لور ته ځي، څو خوځښت ته د پای ټکی کېږدي او دا به وایي چې مشروع ولسمشر وټاکل شو او د ده پرېکړې باید پلي شي. په دغه ډول به چارې د واخله او راکړه تر منځ روانې وي.

۴- په دې توګه به اوسنی خوځښت د رښتني بدلون او اغېزمن نوښت په راوستلو کې ناکامه شي. که څه هم دغه خوځښت په خپله را پورته شو، خو د برتانیې او فرانسې لاسوهنو، ډلو او پلویانو په داسې لار روان کړ، چې خپل اغېز له لاسه ورکړي. په ځانګړې توګه کله چې له رژیم سره د پوځ د رهبرۍ اړېکې په ډاګه شوې، چې رژیم د دغه خوځښت نه بېلېدونکې برخه وه او خوځښت ته یې د کار کولو او نه کولو سپارښتنې کولې. په دې مانا چې په الجزایر کې بدلون یوازې هغه مهال شونی دی، چې د پوځ له اسلام او اسلام ته له ژمنو خلکو څخه خپل ملاتړ وکړي. دا هغه مهال کېدای شي چې د برتانیې او لوېدیځ لوړپوړي جنرالان او مزدوران لرې شي او د مخلصو افسرانو ډلې ته د راتګ اسانتیا برابره شي، چې په پوځ کې د چارو د واګې تر لاسته راوړلو وروسته د هغه رښتنې بدلون ملاتړ وکړي، چې امت یې د اسلام پر بنسټ هیله لري. د دې مانا دا نه ده چې پوځ دې دولت په لاس کې واخلي، بلکې دوی به داسې خلک وي چې د رښتنولۍ ملاتړ وکړي، څو هغه رښتینې رهبري رامنځته کړي، چې امت ورته په تمه دی. دوی باید د راشده خلافت په تاسیس سره د اسلامي ژوند تګلاره یو ځل بیا را ژوندۍ کړي، چې په دې سره به امت هم یو ځل بیا را ویښ شي او موږ به هغه حالت ته ور وګرځو، چې د الله سبحانه وتعالی یې اراده لري.

﴿كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ﴾

[العمران:۱۱۰]

ژباړه: اوسمهال په نړۍ کښې هغه غوره ډله چې د انسانانو د لارښودني او اصلاح لپاره رامنځته شوې، تاسو یاست؛تاسو پر نېکۍ امر کوئ او له بدۍ څخه منعه کوئ او پر الله سبحانه وتعالی ایمان لرئ.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ * بنَصْرِ اللَّهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

 [الروم:۴-۵]

ژباړه: او په دغه ورځ به مسلمانان د الله سبحانه وتعالی پر بښل شوي بري باندې خوشحاله وي. الله سبحانه وتعالی له هر هغه چا سره مرسته کوي چې خوښه یې شي او هغه برلاسى او پوره رحم لرونکی دى.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې