پنجشنبه, ۲۶ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۸/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په لېبیا کې وروستي پرمختګونه
بسم الله الرحمن الرحيم
په لېبیا کې وروستي پرمختګونه

(ژباړه)

پوښتنه:

 په دې وروستیو کې د حفتر د ځواکونو او په السراج پورې مربوطو ډلو تر منځ سختې نښتې شوي، چې له یوه لوري سره د امریکا او له بل لوري سره د اروپا ملاتړ دی. د حفتر ځواکونو اوسمهال د پلازمېنې طرابلس پر لور بریدونه پیل کړي دي. ایا حفتر او د هغه تر شا ولاړه امریکا په اوس وخت کې د طرابلس لاندې کول شوني ګڼي؟ د دوی تر منځ د شخړو د ډېرېدو لامل څه و؟ نو بیا په طرابلس کې د فایز السراج له حکومت څخه د ترکیې په څه مانا؟ ایا په لېبیا کې د روسیې مداخله رښتیا ده او که یوازې د وېرولو لپاره پلمه ده؟ د لېبیا د ناورین په اړه د المان له لوري رابلل شوي له برلین کنفرانس څخه څه تمه کېدای شي؟

ځواب:

د دې لپاره چې د پورتنیو پوښتنو ځواب څرګند شي، نو لاندې ټکو ته اشاره کوو:

لومړی: لېبیا له هغې وروسته د دوو اړخونو تر اغېز لاندې راغله، چې امریکا په دې وتوانېدله، ترڅو خپل لاسپوڅی حفتر د دغه هېواد په ناورین کې د يوه غښتلي نظامي اړخ په توګه رامخې ته کړي. هغه سیمې چې د امریکا د لاسپوڅي تر لاس لاندې دي، د هغه واک پرې چلېږي او د لېبیا پر پاتې برخه د بریتانیا او نورې اروپا د لاسپوڅو حکومت چلېږي. کله چې امریکا د خپل لاسپوڅي حفتر پوځي ملاتړ زیات کړ، په تېره بیا د مصر په وسیله، نو په لیبیا کې د ده نفوذ د یو ځواک په توګه را څرګند شو او دا حقیقت هغه مهال ښکاره شو، چې حفتر په سهیلي لیبیا کې خپل وروستي بریدونه وکړل. د اروپا اغېز راکم شو، په ځانګړي ډول کله چې د حفتر ځواکونو د ۲۰۱۹م کال د اپرېل په لومړیو کې پر طرابلس بریدونه پیل کړل. حفتر او د هغه تر شا امریکا غواړي چې په طرابلس کې د اروپایي ملاتړي السراج پر حکومت فشار راولي، ترڅو په دې ډول د لېبیا په سیاسي خبرواترو کې غوښنه برخه ځانته رابېله کړي. بل اړخ ته حفتر پر طرابلس د ۲۰۱۹م د اپرېل د پیل له بریدونو وړاندې په جنوب کې د الجزایر له کړکېچ څخه په ګټې اخیستنې سره سیمې په خپل واک کې راوستلې؛ نو په دې سره حفتر ځانته د پښو تکیه کولو ځای پیدا کړ. امریکا په طرابلس کې په رسمیت پېژندل شوي حکومت د اغېز کمولو په موخه له حفتر سره د رسمي دولت د یوه چارواکي په څېر په ښکاره توګه اړیکه ټینګه کړه «د امریکا ولسمشر له حفتر سره ټلفوني خبرې وکړې.» (سکای نیوز عربي،۱۹/۰۴/۲۰۱۹).

دویم: اروپا ونه شو کړلی، چې د لېبیا د ستونزې لپاره له سیاسي حل پرته بله لار ومومي؛ نو په همدې ډول د المان د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل په نوښت او بلنه د لېبیا د ناورین د ختمېدو په موخه په برلین کې یو نړیوال کنفرانس راوبلل شو. دغه نوښت ته یې کومه ځانګړې نېټه ونه ټاکله. «د المان په پلازمېنه برلین کې د ترسره کېدونکي کنفرانس کره نېټه لا تر اوسه نه ده څرګنده.» (المان ږغ، ۱۲/۱۲/۲۰۱۹). د ځینو ناتایید شوو رپوټونو له مخې دا کنفرانس به د دغې میاشتې په پای کې جوړ شي. البته دا هغه څه دي چې اروپا غوښتل او د اوو پرمختللو هېوادونو له غونډې وړاندې يې لا پلان ورته جوړ کړی و. «د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې د لېبیا د ناورین په تړاو د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو غږ کړی دی. دغې ډلې د خپلې وروستۍ ناستې په پای کې چې د فرانسې په بیاریتز ښار کې وه، له ټولو ښکېلو اړخونو او سیمه ایزو ځواکونو څخه وغوښتل، چې په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.» (القدس العربي ۲۶/۸/۲۰۱۹). اروپايي هېوادونه د برلین کنفرانس د ځانو لپاره د هېلو یو څرک ګڼي، ترڅو په لېبیا کې د خپل اغېز د ساتلو لپاره د خپلو لاسپوڅو واک وغځوي. «السراج نن په مرکز طرابلس کې د ایټالیې د بهرنیو چارو وزیر لویجي دي میاو ته هرکلی ووایه. نوموړي په خپل هېواد کې د ثبات او امنیت په موخه د ایټاليې له شوو مرستو څخه مننه وکړه. دي میاو څرګنده کړه، چې د لېبیا د ناورین لپاره نظامي حل نشته او د دوی هېواد د اسلام د هغو هڅو ملاتړ کوي، چې دا ناورین د سیاسي خبرو اترو د لارې حل کوي. نوموړي هېله وښودله چې د لېبیا په چارو کې ښکېل اړخونه به د برلین په کنفرانس کې فعاله برخه اخلي.» (عربي انډپنډنټ ۱۷/۱۲/۲۰۱۹)

درېیم: داسې ښکاري چې امریکا په ټینګه هڅه کوي، ترڅو د اروپا له لوري د برلین کنفرانس ناکام کړي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې د لېبیا لپاره د امریکا خاص استازي د برلین کنفرانس ته شرطونه وړاندې کړل. «د لېبیا لپاره د ملګرو ملتونو استازي غسان سلامه د برلین کنفرانس د تیاریو په درشل کې له دریو شرطو څخه پرده پورته کړه.» نوموړی ټینګار کوي: «په امنیت شورا کې د غړو هېوادونو نظرونه سره ویشل شوي، چې له امله يې د دغه ناورین د ختم په موخه د نوموړي هڅې پېکه شوي دي....» (بوابت الوسط ۱۱/۱۳/۲۰۱۹). 

د نړیوال استازي له دغه ډول بیان څخه د برلین کنفرانس په اړه د امریکا موقف څرګندېږي او داسې ښکاري چې د کنفرانس د جوړېدو کره نېټه له همدې امله له ستونزو سره مخ ده. په هر حال امریکا په دې قناعت ونه کړ او د لېبیا صحنې ته يې دوه نوي لوبغاړي (روسیه او ترکیه) وروپېژندل، چې په دې سره یې د لېبیا په اړه سیمه ییز او نړیوال نظرونه وویشل شول. وړاندې تر دې چې د برلین کنفرانس جوړ شي، د لېبیا صحنې ته د ترکيې او روسیې په ورپېژندل کېدو سره يې د اروپا هڅې پېکه کړې او په ورته وخت کې یې دا هم وښودل، چې اروپا له امریکا سره په حللاره کې کلیدي لوبغاړی نه دی؛ بلکې ترکیه او روسیه هم برخه پکې لري، چې په دې سره د اروپا رول کمزوری کېږي. بیا هم دا تمه کېږي؛ که چېرې دا کنفرانس جوړ شي، پایله به يې داسې نه وي لکه اروپا یې چې غواړي. اروپا هڅه کوي امریکايي اړخ قانع کړي، ترڅو له دغه کنفرانس څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او په هر ډول چې کېږي برخه پکې واخلي. اروپايي چارواکي هڅه کوي، چې له برلین کنفرانس څخه د امریکا په ملاتړ سره امریکا یو ډول وشرموي. «د المان د بهرنیو چارو وزیر ماس په یوه خبري کنفرانس کې له خپل ایټالوي سیال لويجي دي میاو سره په ګډه څرګنده کړه، چې امریکا د برلین کنفرانس ته ډېره لېواله ده او دغه هېواد به له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره دا کنفرانس بریالی کړي.» (عین لیبیا، ۱۰/۱۱/۲۰۱۹). البته دا اعلان د امریکا له لوري نه و. د امریکا لپاره مهمه دا ده چې پر لېبیا خپل دقیق څار وساتي. په برلین کې د کنفرانس لپاره له ترتیباتي غونډې وروسته د لېبیا لپاره د امریکا سفیر ریچارډ نورلانډ د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۱۷مه الجزایر ته سفر وکړ. البته سفیر په کنفرانس کې د برخې اخیستو په موخه دعوت شوی نه و. سفیر د الجزایر د بهرنیو چارو له وزیر بوقادوم سره ولیدل. (القدس العربي، ۱۱/۲/۲۰۱۹.)  له دې ښکاري چې امریکا الجزایر له پامه نه غورځوي او په لېبیا کې د حفتر په خلاف د الجزایر له لاسوهنې ډارېږي.

څلورم: دا چې امریکا څه ډول د لېبیا صحنې ته د ترکیې او روسیې په ورپېژندلو سره د لوبې قطعې سره ګډې کړې، ترڅو لومړی يې د اروپا او بیا د السراج د موقفونه کمزوره کړي، په لاندې ټکو کې ورته اشاره کوو:

الف: امریکا روسیې ته د شنه څراغ په لګولو سره دغه هېواد ته اجازه ورکړه، چې د حفتر په ملاتړ په لېبیا کې لاسوهنه وکړي. له همدې امله د روسیې امنیتي کمپنۍ «واګنر ګروپ» په لېبیا کې راڅرګنده شوه او دا روسۍ کمپنۍ دا مریکا د بدنامې او مجرمې ډلې «بلک واټر» سیاله ډله ده، چې په عراق کې يې فعالیت کاوه. داسې ښکاري چې امریکا روسیه دې ته هڅولې ترڅو «واګنر ګروپ» په لېبیا کې د حفتر ملاتړ ته ولېږي. دا شخصي امنیتي کمپنۍ په پرمختللو روسي نظامي وسلو سمباله ده؛ لکه د الوتکو د جام کېدو سیستمونه، چې په دې وسیله سره د حفتر تله د خپل مخالف پر وړاندې درنوي. دا کمپنۍ پوتین ته ډېره نږدې ده او د بهرنیو نظامي قراردادونو له لارې پیسې ګټي. د روسیې ولسمشر پوتین ومنله چې د امریکا غوښتنې يې منلې او ويې ویل: «روسیه له حفتر او د السراج له حکومت سره په تماس کې ده.» (روسیه ټوډې، ۱۲/۱۹/۲۰۱۹). په ورته وخت کې امریکا له حفتر څخه ملاتړ کوي: «سپینې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ له تروریزم سره د مبارزې په لار کې د فیلډ مارشال حفتر رول ستایلی دی او ډېره خوښه ده چې نوموړې د لیبیا د نفتو سرچینې خوندي ساتلي دي.» (دویچ ویله، ۲۴/۱۱/۲۰۱۹). امریکا غواړي داسې وښيي، چې لېبیا د روسیې او د دوی تر منځ د جګړې ډګر دی. د دویچ زیاته کړه، جرمني خبري اژانس د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۴مه د امریکا د حکومتي ادارو یوه اعلامیه خپره کړه: «موږ د لېبیا د ځمکني حاکمیت او خپلواکۍ ملاتړ کوو او د روسیې هغه هڅې غندو، چې د لېبیا د ولس د غوښتنو خلاف دي.»

ب: د ترکیې اړخ، د لېبیا په ناورین کې د ترکیې رول خورا بارز او جوت دی. «د ترکیې ولسمشر اردوغان او د لېبیا لومړي وزیر فایز السراج د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۷مه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به يې انقره له طرابلس سره امنیتي او نظامي همکاري کوي او سمندري سیمې به معلوموي.» اردوغان په خپلو څرګندونو کې خبریالانو ته وویل: «مصر په لېبیا کې څه کوي؟ د ابوظبۍ دولت په لېبیا کې څه کوي؟» اردوغان د روسیې د رول په اړه وویل: «د یوې ډلې په وسیله چې واګنر نومېږي، هغوی په څرګند ډول په لېبیا کې د حفتر د کرایي اجیرانو په توګه چارې پر مخ بیايي او تاسې پوهېږئ چې د دې ډلې مالي ملاتړ څوک کوي؟» نوموړي همدا راز وویل: «همدا حقیقت دی او زموږ لپاره به دا صحیح نه وي چې د دغه هرڅه پر وړاندې غلي پاتې شو. موږ تر خپله وسه هڅه کړې او خپلو هڅو ته به ادامه ورکوو.» (الجزیره نټ، ۲۰/۱۲/۲۰۱۹). په پایله کې د ترکیې پارلمان د اردوغان پروژه تصویب کړه: «د ترکیې پارلمان د ۳۲۵ موافقو او ۱۸۴مخالفو رایو په نظر کې نیولو سره تایید کړه، چې د فایز السراج په مشرۍ د طرابلس د هغه حکومت په ملاتړ دې ترکي پوځیان لېبیا ته واستول شي، چې ملګرو ملتونو په رسمیت پېژندلی دی.» دا حکم انقرې ته اجازه ورکوي چې په رسمیت پېژندل شوي حکومت ته غیر نظامي پوځیان د مشوره ورکوونکو او روزونکو په توګه ولېږي، ترڅو په طرابلس کې د خلیفه حفتر په خلاف جګړه کې مرسته وکړي. (بي بي سي عربي، ۲۰۲۰/۰۱/۰۲).

پنځم: په لېبیا کې د ترکیې د ورګډې څخه د امریکا موخه دا نه ده، چې دغه هېواد دې د فایز السراج ملاتړ وکړي، لکه څنګه چې اردوغان اعلان وکړ؛ بلکې په دې سره روان حالات لا پېچلي کوي او امریکا پکې ځایي، سیمه ییز او نړیوال اهداف لري، چې ځینې يې په لاندې ډول دي:

۱- په ځایي کچه، ځينې وسله والې ډلې چې ځانونو ته "منځلاري اسلامپال" وايي، د السراج حکومت په اډانه کې شته او ترکيې له خپلې پوځي ښکېلتيا څخه مخکې له هغوی سره تماسونه لرل او اوس د ترکيې لپاره اسانه ده چې يادې ډلې د مرګ کومې ته ور ټېل وهي، لکه څرنګه چې په سوريه کې له خپلو وفادارو ډلو سره ورته چلند وکړ او سيمه يې مجرم بشار ته په واک کې ورکړه. له همدې امله ترکيه په لېبيا کې داسې جګړه مخ ته وړي چې وفادارې ډلې سره وويشي او د حفتر پر وړاندې د السراج حکومت کمزوری کړي. السراج بايد پوه شي چې اردوغان د امريکايي ګټو پر مدار څرخي او د ده د ملاتړ لپاره نه دی ښکېل شوی، خو د دې لپاره چې هغه تېرباسي او د حفتر تله درنده کړي، نو د يادو وسله والو ډلو د کمزورولو په فکر کې دی، ترڅو مهمې سيمې د هغوی له لاسه ووزي، لکه څرنګه چې یې په سوريه کې ورته چاره ترسره کړه.که څه هم السراج له اروپا سره په همږغۍ هڅه کوي، چې له ترکيې سره د نژدېوالې له لارې امريکا وشرموي او اردوغان د خپل حکومت ملاتړ ته اړ کړي، لکه يو په رسميت پېژندل شوی حکومت چې له بل هر هيواد څخه د مرستې غوښتلو حق لري. اروپا پر ترکيه باندې د پوځي ښکېلتيا له امله سختې نيوکې کوي او امريکا او مصر هم د ترکيې ښکېلتيا غندي. السراج او تر شا يې اروپا هيله لري چې توندې نيوکې او شورماشور به امريکا وهڅوي، چې د حفتر او مصر فشارونه پر السراج راکم کړي.

۲- په سيمه ييزه کچه، د ترکيې د پوځي ښکېلتيا له امله اوس مصر کولای شي په داسې حال کې د حفتر ملاتړ وکړي، چې الجزاير د خپلو کورنيو ستونزو له امله د السراج د حکومت ملاتړ نشي کولی. مصر ښايي نيغ په نيغه خپل ځواکونه لېبيا ته ولېږي، په داسې حال کې چې د السراج له حکومت څخه د ترکيې ملاتړ نمايشي دی، نه اصلي؛ لکه له خپلو وفادارو سوري وسله والو ډلو سره و. څرنګه چې ترکيه له لېبيا څخه لېرې ده او هلته د هغې اهداف لاسته راوړل کومه مانا نه لري او د خبرو اترو څخه هدف دا دی چې ترکيه لېبيايي ځواکونه په خپل ولکه کې راولي، خو په بدل کې به یې ترکيې ته د سوريې په څېر له زيان (سراب) پرته بل څه په لاس ور نه شي.

۳- په نړيواله کچه، د ترکيې پوځي ښکېلتيا د لېبیا سیمه د روسيې او ترکيې ترمنځ د کشمکش او لېوالتيا په ډګر بدله کړې او اوس د دغه کار پيل دی. اردوغان په لېبيا کې د روسيې پوځي حضور وغنده او روسيې د ترکيې له پوځي ښکلېتيا سره مخالفت څرګند کړ. له يادو اعلاميو وروسته نورې داسې اعلاميې راغلې چې په لېبيا کې د ترکيې او روسيې ترمنځ د هوکړو په تړاو وې. په لېبيا کې دغه وروستي پرمختګونه له هغو دسيسو سره بشپړ ورته والی لري، چې ترکيې له روسیې سره یو ځای د سوريې په حالاتو کې ترسره کړل.

۴- اردوغان غواړي چې د السراج له حکومت سره له ګازو او نفتو څخه د ګټې اخستنې او موندنې په  تړاو هوکړه لاسليک کړي او په دې پلمه خپل ولس تېرباسي. د ترکيې د انرژۍ وزير فتح دومينز وويل: «کله چې د انقرې او طرابلس د حکومت ترمنځ هوکړه وشي او په ملګرو ملتونو کې ثبت شي، نو ترکيه به په سيمه کې د ګازو او تېلو په سپړلو او توليدولو پيل وکړي.» نوموړي بیا زياته کړه: «زه فکر کوم چې موږ به د ۲۰۲۰م کال په لومړیو مياشتو کې ياده پروسه پيل کړو.» (رويټر،۲۰۱۹/۱۲/۱۸). داسې ښکاري چې اردوغان ته د تېرايستلو يو موکه په لاس ورغلې، چې ګواکي د ده پوځي ښکلتيا هلته د ګازو او تېلو لټه ده. له همدې امله ده هوکړه لاسليک کړه، داسې يو اقدام چې نوموړي څه موده مخکې د مديترانې سمندرګي ۱۰۰ کيلومتره ژور د اناتولي په ايالت کې د ۲۰۱۸م کال له اکتوبر مياشتي راهيسې د ګازو په لټه کې و، چې هغه هڅه يې بیا ناکامه شوه. د ترکيې د انرژۍ وزير ومنله، چې ترکيه د تېلو او ګازو د سپړولو په موخه کیندنې نه کوي، که څه هم چې بيړۍ يې د همدې موخې لپاره لېږلې دي. دی اوس غواړي چې له همدې لارې خپل ولس تېرباسي، چې د ترکيې پوځي ښکېلتيا ګواکي د ګازو او تېلو موندنې دي او په دې سره د ترکيې ګټې خوندي کېږي، په داسې حال کې چې دی په لېبيا کې د امريکا لپاره دغه دوه مخی رول لوبوي.

شپږم: د طرابلس د جګړې د حل په تړاو په ورستيو مياشتو کې ځينو لاملونو د حفتر پله درنده کړه:

۱- هغه ګډه وډه صحنه چې امريکا د اروپا پر وړاندې جوړه کړې ده، هلته يې ترکيه او روسيه ښکېلې کړې. د مصر رول يې پياوړی کړ، لکه پاس مو چې یادونه وکړه. په دې سره حفتر چې تش په نامه د لېبيا د ملي پوځ مشر دی، په طرابلس کې پوځي عملياتو ته زور ورکړ. نوموړي د پنجشنبې په ماښام د ډسمبر پر ۱۲ مه د غوڅې جګړې د پيل او د طرابلس لور ته د پرمختګ اعلان وکړ، په دې سره یې مخکښو قطعاتو ته د جګړه ييزو مقرارتو د مراعتولو امر ورکړ. حفتر په پوځي جامو کې د يوې تلويزيونې وينا له لارې ټولو پوځي قطعاتو ته د پوځي جامو په تن کولو دستور ورکړ. ده  زياته کړه: «موږ غوڅه جګړه کوو او د پلازمېنې د زړه لور ته ځو....» (دويچ ویله المان، ۲۰۱۹/۱۲/۱۲). اوس په پوځي عملياتو کې ډېروالی راغلی دی.

۲- د روسيې د ښکېلتیا په تړاو په ځانګړي ډول له حفتر څخه د روسيې د واګنر پوځي قطعي ملاتړ، په داسې حال کې چې امريکا روسيې ته د ښکېلتيا او د خپل لاسپوڅي حفتر د ملاتړ شين څراغ ورکړ. واګنر هغه قراردادي پوځي قطعه ده چې په پرمختللو روسي وسلو لکه د الوتنې د بندولو په سيستمونو سمبال ده، چې د يادې قطعې ملاتړ حفتر ته پر خپلو مخالفينو باندې لوی لاس ورکوي. روسي ولسمشر پوتين ومنله چې د امريکا غوښتنو ته ځواب وايې. ده زیاته کړه: «روسيې له حفتر او د السراج له حکومت سره اړیکې لري....» (روسيه ټوډې، ۲۰۱۹/۱۲/۱۹).

۳- په لېبيا کې د ترکي ښکېلتيا په تړاو، هلته ګڼې وسله والې ډلې د السراج حکومت په اډانه کې شته چې ځانونو ته "منځلاري اسلامپال" وايې او له پوځي ښکېلتيا مخکې ترکيې له هغوی سره اړیکې لرلې او د ترکيې لپاره اسانه ده چې يادې ډلې د مرګ کومې ته ټېل وهي، لکه څرنګه چې ترکيې له خپلو وفادارو ډلو سره په سوريه کې ورته کار ترسره کړ، چې په پايله کې ګڼې سيمې په سوريه کې مجرم بشار ته وسپارلې. له همدې امله د ترکيې جګړه په لېبيا کې د دې لپاره ده چې هغې ته وفادارې ډلې له جګړې لاس واخلي او د السراج حکومت د حفتر پر وړاندې کمزروی کړي. دا یو اړخ دی، له بل لوري د ترکيې پوځي ښکېلتيا په لېبيا کې د دې لپاره وه، چې مصر خپله پټه کړې پوځي ښکېلتیا په څرګند ډول اعلان کړي.

۴- د ترکيې او روسيې تر منځ د چل ول په تړاو، لکه څرنګه چې په ظاهره ترکيه د السراج له حکومت څخه ملاتړ کوي، نو ځکه اردوغان پر روسيې د حفتر د ملاتړ له امله نيوکه وکړه. ده وويل: «د واګنر قطعه په لېبيا د حفتر کرايي اجيران دي. تاسو پوهېږئ چې د دې قطعې لګښت څوک ورکوي؟» ده زياته کړه: «مسله همدغه ده، دا سمه نه ده چې موږ د دې ټولو پر وړاندې غلي پاتې شو. موږ تر اوسه خپله اعظمي هڅه کړې ده او همدا ډول به دوام ورکوو...» (الجزيره نيټ، ۲۰۱۹/۱۲/۲۰). دوې ورځې وروسته ده له پوتين سره د ليدو کتو اعلان وکړ. ده او پوتين يو دوه کسيز هيت وټاکه، چې په لېبيا کې د ورستيو پرمختياوو جاج واخلي او د دواړو هېوادونو چارواکي به ژر يو له بل سره يوه ناسته ولري.... (ترکيې اين ټي وي، ۲۰۱۹/۱۲/۱۸). اوسنی حالت هم له هغه حالت سره ورته دی، چې اردوغان له روسي چارواکو سره کتلي وو او همکاري يې ورسره کړې وه- هغه روسيه چې د سوريې پر خلکو شپه او ورځ بمونه غورځوي او دی همدارنګه په ورته وخت کې دوه مخيتوب کوي چې ګواکي دی د سوريې د خلکو او هلته وسله والو ډلو ملاتړی دی. دواړه لوري هلته لوبه مخ ته وړي او فکر کوي چې خلک نه پرې پوهېږي؛ په داسې حال کې چې د دوی لوبه افشا شوې ده. الجزيره نيټ د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۲۰مه د ايټالوي کورېر ډيلا سيرا ويبپاڼې په حواله راپور ورکړ: «لېبيا د ترکيې-روسيې د لوبې په ډګر بدله شوې او د دواړو لورو ترمنځ يوه هوکړه شته، چې په تور سمندرګي کې به پلې شي او دوی چمتو دي چې د سوريې د سولې تجربه په لېبيا کې هم تکرار کړي.» د ترکيې-روسيې چل ول د حفتر کار اسانه او  لا نور چټکوي.

د يادو څلورو لاملونه له امله د حفتر دریځ پياوړی شو او په طرابلس کې يې جګړو ته زور ورکړ او دغه کار دی نور هم وهڅاوه. البته ياد څلور لاملونه د امريکا له لوري د حفتر د ملاتړ لپاره رامنځته شول. د السراج په تړاو بايد ووايو چې له شک پرته اروپا په ځانګړي ډول برتانيه، فرانسه او ايټاليا د هغه ملاتړ کوي. د وسله والو ډلو په ځانګړي ډول د ميسورت جنګيالو پر ثبات او ټينګوالي سربېره، د بهرنيو لاسوهنو دوام او پر طرابلس پوځي فشار او د السراج له حکومت څخه د وسله والو ملاتړو بېلولو مانا دا ده، چې د اروپا اغېز په لېبيا کې نور په لړزېدو دی. په لېبيا کې د اروپا او برتانيې د سياسي فضا حاکميت سربېره دوی د خپل نفوذ په ساتلو کې پاتې راغلل. په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې امريکا خپلې د لوبې قطعې په ډګر کې د روسيې او ترکيې په ښکېلولو سره واچولې. يعنې په لېبيا کې ورستيو پېښو او موندنو ته په کتو د اروپايي اغېز بېرته ستنول ستونزمن دي. که څه هم په نږدې راتلونکي کې له پوځي لارې د لېبيا کړکېچ حلول ناشونی دی، نو له همدې امله ښايي سياسي حللارې ته مخه کړي او جوړجاړی چې د پانګوالۍ نظام يوه ارزښت دی، غوره کړي. البته پوځي موازنې ته په کتو د ګڼو سياسي لاسته راوړنو په نظر کې نيولو سره په اوس وخت کې د حفتر يعنې امريکا پله درنه ده.

اووم: په پايله کې ويلای شو چې دا ډېره دردناکه ده، چې اسلامي نړۍ د کافرو ښکېلاکګرو د جګړې په ډګر اوښتې ده. له موږ څخه د يوې وسيلې په توګه د خپلو او خپلو خلکو د ګټو د ساتلو لپاره کار اخلي او په اسلامي هېوادونو کې کفارو ته د حکامو وفاداري د خپلو ناوړه چوکیو د ساتلو په موخه ده، چې له لاسه یې ور نه کړي. ياد مشران نه پوهېږي چې غوره پايله د رښتینو کسانو، اسلام او مسلمانانو په برخه کېدونکې ده او بیا به دوی پښېمانه وي او هغه وخت به پښېمانۍ هېڅ ګټه ونه کړي.

﴿فَتَرَى الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ يُسَارِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَى أَنْ تُصِيبَنَا دَائِرَةٌ فَعَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَ بِالْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِنْ عِنْدِهِ فَيُصْبِحُوا عَلَى مَا أَسَرُّوا فِي أَنْفُسِهِمْ نَادِمِينَ﴾

[المائدة: ۵۲]

ژباړه: نو ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې ناروغي ده، چې له دوی سره منډې وهي او دوى وايي: موږ وېرېږو (له دې څخه) چې موږ ته څه مصیبت راورسي، نو زر ده چې الله سبحانه وتعالی به فتحه راولي یا به له خپلې خوا څخه كوم بل حكم راولي؛ نو دوى به په هغو خبرو پښېمانه شي، خپلو نفسونو كې یې پټې ساتلې وې.

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې