یکشنبه, ۲۶ ربیع الاول ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۹/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پاکستان، افغانستان او ایران ترمنځ بلوڅستان سیمه
بسم الله الرحمن الرحيم
د پاکستان، افغانستان او ایران ترمنځ بلوڅستان سیمه

(ژباړه)

پوښتنه:

د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۱۴مه، دارالهلال خبر خپور کړ چې: «پاکستاني پولیسو نن شنبه خبر ورکړ چې لږ تر لږه دوه پولیس د بلوڅستان په مرکز کويټې ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې ووژل شول. چاودنه د پولیسو له یو بس موټر سره نږدې شوې وه.» په تېرو کلونو کې پاکستان د پراخو بریدونو شاهد و، چې د وسله‌والو د یوه قومي شورش په چوکاټ کې له څو لسیزو راهیسې روان دی. «په دغو بریدونو کې تر اوسه تر ۷۳ زیات کسان وژل شوي دي.» د یوې اعلامیې له مخې، چې د ایمیل له لارې خبریالانو ته استول شوې وه، د بلوڅستان د آزادۍ پوځ ډلې د دغو بریدونو مسولیت منلی دی. (سرچینه: الحرة؛ ۲۰۲۴ د اګسټ ۲۷مه). په بلوڅستان کې دا بریدونه ولې زیات شوي دي؟ آیا بریتانیا د پوځ پر وړاندې ستونزو جوړولو کې رول لري؟ آیا امریکا پخپله ستونزې جوړوي چې پوځ له کشمیر او هندوستان څخه لرې وساتي؟ آیا هندوستان هم په دې کې لاس لري؟ او ایا چین کوم رول پکې لري؟

ځواب: د دغو پوښتنو د ځوابونو روښانه کولو لپاره لاندې ټکي څېړو:

لومړی: د بلوڅستان سیمه د پاکستان، افغانستان او ایران تر منځ پرته ده. په جنوب لوېدیځ پاکستان کې دا سیمه د «پاکستاني بلوڅستان ایالت» په نامه پېژندل کېږي چې مرکز یې کویټه ښار دی. په جنوب ختیځ ایران کې دا سیمه د «سیستان-بلوڅستان» په نامه یادیږي، چې مرکز یې زاهدان ښار دی. دغه سیمه تر ۱۰۰ کیلومترو پورې د افغانستان خاورې ته غځېدلې او د نیمروز، هلمند او کندهار ولايتونو ځینې برخې پکې شاملې دي. د وګړو له نظره، د بلوڅستان پاکستانۍ برخه ځانګړی اهمیت لري، چې شاوخوا ۲۰ میلیونه بلوڅان او پښتانه پکې اوسېږي. د دغې سیمې مساحت د پاکستان د ټولې خاورې ۴۴ سلنه جوړوي او د نفوس له نظره د پاکستان د ټول نفوس -چې ۲۴۰ میلیونه خلک دي- شپږ ۶ سلنه جوړوي. بلوڅستان د طبیعي زېرمو له پلوه د پاکستان له شتمنو - په ځانګړي ډول د ګاز او کانونو په برخه کې - سیمو څخه ګڼل کېږي. دغه سیمه د نړۍ په کچه د مسو او سرو زېرمو له لویو ذخیرو ګڼل کېږي. د بېلګې په توګه، د کاناډا «باریک ګلد» شرکت د بلوڅستان د ریکو ډیک کان شاوخوا ۵۰ سلنه په واک کې لري.

سربېره پر دې، بلوڅستان د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز په پروژه کې مهمه سیمه ګڼل کېږي، چې د چین د «یو کمربند، یوې لارې» تر طرحې لاندې تمویل کېږي او عمان خلیج ته نیږدې له عرب سمندر او ګوادر بندر سره نښلول شوی. سربېره پر دې، چین په ګوادر بندر کې یو نړیوال هوایي ډګر هم جوړوي. له همدې امله، د پاکستان بلوڅستان ایالت ځانګړی ستراتیژیک اهمیت لري. د دې سیمې ایرانۍ برخه شاوخوا ۳ میلیونه وګړي لري، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بلوڅانو نفوس تر یو میلیون لږ اټکل شوی دی. د بلوڅستان خلک په درې واړو هېوادونو کې په لویه کچه سني مسلمانان دي، او اسلام دې سیمو ته په ۲۳ هجري کال کې د سیدنا عمر بن خطاب رضی الله عنه د خلافت په وخت کې ورسېد. د هند او سند پاچاهۍ د واک له امله تر ځینو ګډوډیو وروسته، اسلامي خلافت د سیدنا معاویه رضی الله عنه د خلافت په وخت کې بیا د دې سیمو واک ترلاسه کړ او دغه سیمې یې فتح کړې. همدارنګه، د اموي خلیفه عبد الملک بن مروان په وخت کې دغه سیمې د سند د فتحې لپاره د یوې اډې په توګه وټاکل شوې.

دویم: د پاکستان بلوڅستان ایالت کې څو قومي بېلتون‌غوښتونکې ډلې شته چې له ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې یې د پاکستاني پوځ پر وړاندې چریکي جګړې پیل کړې دي. تر ټولو مشهوره او لویه ډله یې د بلوڅستان د آزادۍ پوځ دی، چې په ۲۰۰۰م کال کې تاسیس شوې. دغه ډله په سیمه کې له یوې زړې ډلې سره، چې د بلوڅستان د آزادۍ جبهه نومېږي او په ۱۹۶۴ کال کې یې د پاکستاني پوځ پر وړاندې چریکي جګړې پیل کړې وې، همکاري کوي. دغې ډلې د ایران دننه هم د پوځ پر وړاندې په عملیاتو کې برخه اخیستې ده. سربېره پر دې، نورې نسبتاً کمزورې ډلې هم په دې سیمه کې فعالې دي، چې د نورو وسله‌والو ډلو پشان د وسلو او مالي تمویل ته اړتیا لري. د بلوڅستان بېلتون‌غوښتونکي هم ژر د بېلابېلو استخباراتي ادارو هدف ګرځېدلي دي.

کله چې په ۱۹۷۹ کال کې شوروي په افغانستان یرغل وکړ او پاکستان د مجاهدینو لپاره د شوروي پر وړاندې په یوه اډه بدل شو، مسکو په بلوڅستان کې د بېلتون‌غوښتونکو ډلو ملاتړ پیل کړ ترڅو پاکستان ته زیان ورسوي. په همدې توګه، کله چې په ایران کې د خمیني انقلاب بریالی شو او د ایران او عراق جګړه پیل شوه، د عراق رژیم هم له دغو ډلو (د بلوڅستان د آزادۍ پوځ) ملاتړ وکړ چې په ایران کې نظامي عملیات وکړي. سربېره پر دې، هندوستان هم د کشمیر پر سر له پاکستان سره د خپلو کړکېچونو له امله، له دغو ډلو ملاتړ کاوه. په دې لړ کې، امریکا هم د چین پر وړاندې د هند د ملاتړ په موخه په بلوڅستان کې له دغو ډلو ملاتړ وکړ څو د پاکستان پوځ په داخلي کشمکشونو کې بوخت کړي او له دې لارې یې د هند له پولو او د جمو او کشمیر له کنټرول څخه لرې وساتي.

درېیم: دا سیاسي حقایق د هغو چریکي جګړو او بریدونو د حقیقت د درک لپاره اړین دي چې د وسله‌والو ډلو یا ګوندونو لخوا په بلوڅستان کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې ترسره کېږي. د دغو بریدونو او په څو لسیزو کې يې تحولاتو په څېړلو، دا ټکي څرګندېږي:

۱. د امریکا لخوا د افغانستان له اشغال وړاندې، د پاکستان حکومتونه له دغو ډلو سره په اړیکه کې وو او له هغوی سره یې د سولې تړونونه کول. له همدې امله، د ۹۰مې لسیزې په اوږدو کې نسبي ارامي وه. خو له ۲۰۰۳ کال راهیسې، د دغو ډلو، په ځانګړې توګه د بلوڅستان د آزادۍ پوځ بریدونه ډېر پراخ او شدید شول. د پاکستان دولت د دغو بریدونو په ځواب کې په ۲۰۰۶ کال کې د بلوڅستان بېلتون‌غوښتونکی مشر، نواب اکبر بوګټي، وواژه، چې په پایله کې یې حالات نور هم کړکېچن شول.

۲. پاکستان د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه د بلوڅستان د آزادۍ پوځ لخوا په وروستیو کلونو د تر ټولو پراخو بریدونو شاهد و. تر ټولو شدید بریدونه د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۲۶مه، دوشنبه په هغه لویه لاره کې وشول چې بلوڅستان او پنجاب له موسی سیمې سره نښلوي. د ځایي سرچینو په وینا، وسله‌والو بسونه او موټرونه درولي، د مسافرو هویت یې تفتیش کړی او وروسته یې ۲۳ تنه د پنجاب اوسېدونکي کارګران په ډزو وژلي دي. همدارنګه، د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې په بلوڅستان کې یې ۲۱ وسله‌وال بېلتون‌غوښتونکي وژلي دي. په اسلام‌آباد کې د سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۱۱۰ بریدونه شوي وو او د ۲۰۲۴ کال په لومړیو میاشتو کې ۶۲ بریدونه شوي دي. (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۴د اګسټ ۲۶مه)

۳. د پاکستان پولیسو نن شنبه اعلان وکړ چې د بلوڅستان ایالت مرکز، کویټه ښار کې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي. د لومړنیو راپورونو له مخې، دغه چاودنه د سړک غاړې بم په وسيله شوې ده. (سرچینه: دارالهلال؛ ۲۰۲۴ د سپټمبر ۱۴مه)

څلورم: سربېره پر دې چې دغه ډلې د پاکستان پوځ او پولیس په نښه کوي، دوی په ځانګړي ډول چینایان او د چین هغه پروژې هم هدف ګرځوي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز په چوکاټ کې روانې دي:

۱. په بلوڅستان کې یو شمېر لویې پروژې شته چې د چین لخوا مدیریت کېږي. په یوه پېښه کې، پنځه چینایي انجنیران چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د داسو بند په جوړولو بوخت وو، له خپل پاکستاني چلوونکي سره په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. (سرچینه: الحرة؛ ۲۰۲۴ د اګسټ ۲۷مه)

۲. شپږ کسان نور هغه وخت ووژل شول چې د دوی د موټرو کاروان له ځانمرګي برید سره مخ شو. دا په یوه اوونۍ کې د چینایي ګټو پر وړاندې درېیم لوی برید و. له دې وړاندې دوې نورې چاودنې شوې وې چې په یوه کې د هوايي ځواک اډه او په بله کې د بلوڅستان په ایالت کې یو سټراټیژیک بندر په نښه شوی و، هغه سیمه چې چین پې په زیربنایي پروژو کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده. (سرچینه: الشرق الاوسط؛ ۲۰۴ د مارچ ۲۶مه)

۳. د بلوڅستان د آزادۍ پوځ په خپل جوړښت کې د مجید په نامه ځانګړې قطعه هم لري چې ځانمرګي عملیات ترسره کوي. د دې ډلې یو له لویو بریدونو څخه د ۲۰۲۲ په اپریل کې په سند ایالت کې د کراچۍ پوهنتون په یوه چینایي مرکز کې ځانمرګی برید و. (سرچینه: الجزیره نېټ؛  ۲۰۲۴ د فبروري ۱)

۴. دا بریدونه په ځلونو تکرار شوي دي: له دې جملې، د ۲۰۱۸ کال په اګسټ کې د چینایي انجنیرانو وژل (رویټرز، ۲۰۱۸ د اګسټ ۱۱مه)؛ د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې په کراچۍ ښار کې د چین پر کونسلګرۍ برید (سکای نیوز عربي؛ ۲۰۱۸ د نومبر ۲۳مه) او همدارنګه د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې د بلوڅستان په ګوادر ښار کې پر یوه لوکس هوټل برید (الحرة؛ ۲۰۱۹ د مې ۱۲مه) چې معمولاً چینایان پکې اوسېږي. په دغې سیمه کې هغه مشهور بندر هم موقعیت لري چې چین جوړ کړی دی.

۵. بېلتون‌غوښتونکي همدارنګه په بلوڅستان کې د چینایي ګټو او هغو چینایانو پر وړاندې بریدونه کوي چې په دې سیمه کې فعالیت لري. په تازه پېښه کې، د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۱۳مه نېټه، پر یوه کاروان برید وشو چې چینایي انجنیران یې ګوادر بندر ته لېږدول. ورته پېښې پخوا هم شوې دي، چې په هغو کې هغه چینایي محصلین وژل شوي چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز په پروژه کې پر کار بوخت وو. دا پروژه د چین د «یو کمربند، یوې لارې» نوښت یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، ویلي: «د دغو بریدونو هدف د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز ته زیان اړول دي.» (سرچینه: العربي؛ ۲۰۲۴ د اګسټ ۳۰مه)

پنځم: د هغو اړخونو په اړه چې دا بریدونه د چین د ګټو او پاکستان د پوځ پر وړاندې هدایت کوي؛ باید ووایو چې هند او تر شا یې امریکا ده:

1. د پاکستان پر پوځ په دغو بریدونو کې د هند ګټې په لاندې ډول دي:

الف) په ۲۰۱۸م کال کې  ذانیوز انټرنیشنل ورځپاڼې په امنیتي راپورونو کې اشاره وکړه، چې هند تر ۵۰ میلیاردو ډېرې روپۍ (۲۶۱ میلیون ډالر) ځانګړي کړي چې په بلوڅستان کې د ناامنیو له لارې اقتصادي دهلیز ته زیان وړاوي. (سرچینه: الجزیره نټ؛ ۲۰۲۲ د مې ۱۵مه)

ب) د پاکستان د پوځ مشر، جنرال راحیل شریف، د بلوڅستان ایالت سیمه‌ییز لومړی وزیر او د پاکستان د سنا مجلس رییس رضا رباني د هند استخبارات په دې مسله کې په لاس لرلو تورن کړل. شریف اشاره وکړه چې هند پلان لري هغه لویې اقتصادي پروژې تخریب کړي، چې چین په بلوڅستان ایالت کې د ۴۶ میلیارده ډالرو په ارزښت پیل کړې دي. نوی ډهلي اندېښمن دی، چې دغه پروژې به یې اقتصاد ته ضربه واړوي. هغه زیاته کړه: «په حقیقت کې دا هڅې د دې لپاره کوي، چې په دغه ایالت کې امنیت خراب کړي او د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي دهلیز پروژه هدف وګرځوي.» (سرچینه: نون پسټ؛ ۲۰۱۶ د اګسټ ۱۸)

ج) دا ډله یو ځل بیا وروسته له هغې راڅرګنده شوه چې د پاکستان د اقتصادي پلازمېنې، کراچۍ ښار په بورس بازار کې یې د تېرې جون میاشتې په ۲۹مه د یوه ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته او په دغه برید کې یې ۷ کسان ووژل. له دغه برید لږ وروسته پاکستان هند تورن کړ چې دا برید یې پلان کړی او همدارنګه د بلوڅستان د ازادي غوښتونکي پوځ او نورو بېلتون‌غوښتونکو ډلو ملاتړ هم کوي. (سرچینه: العربي الجدید؛ ۲۰۲۰ د جولای ۱۲مه)

د) پاکستان د ۲۰۲۳م د اپریل په ۹مه د بلوڅستان د ملي پوځ مشر او بنسټ ایښودونکی ګلزار امام ونیو، نوموړي په ۲۰۲۲م کال کې دغه پوځ تاسیس کړ او په پنجاب او بلوڅستان کې د لسګونو بریدونو مسول و. د پاکستان د پوځ رسنیزې برخې اعلان وکړ، چې د پوځ د استخباراتو برخې څرګنده کړې: «ګلزار امام هند او افغانستان ته سفر کړی دی او د دښمن استخباراتي کړیو هڅه کوله، چې له نوموړي څخه د پاکستان او د هغه د ملي ګټو پر ضد استفاده وکړي.» (سرچینه: الجزیره؛ ۲۰۲۳ د سپټمبر ۱۲مه)

2. د بلوڅستان له بریدونو څخه امریکا لاندې ګټې ترلاسه کوي:

الف) پر هند باندې له ۲۰۱۴م راهیسې په بهاراتیا جناتا حزب کې د مودي په مشرۍ د امریکا مزدوران حکومت کوي، چې د چین پر وړاندې د امریکا سیاستونه مخته وړي. پر همدغه اساس هر اقدام چې هند د چین پر وړاندې کړی یا یې کوي، په حقیقت کې له هندي وسایلو څخه په استفادې د امریکا د ګټو د خونديتوب لپاره دی.

ب) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني د خپل هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په اړه امریکا ته خبرداری ورکړ. دا خبرداری له هغه وروسته و چې د امریکا کانګرس یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ، چې د بلوڅستان ایالت لپاره پکې د برخلیک ټاکلو حق غوښتنه شوې وه. په دې توګه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې دوی پوهېږي چې دغه پرېکړه لیک د امریکا دولت رسمي سیاست نه منعکسوي. (سرچینه: بي‌بي‌سي؛ ۲۰۱۲ د فبروري ۲۰مه)

ج) په ۲۰۲۲م کال کې امریکا له بلوڅستان دولت سره په دغه ایالت کې د لومړي ځل لپاره د پولیسو د څېړنیز مرکز د جوړولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې امریکا ته یې په دې سیمه کې د قانوني څېړنو، پولیسي څېړنو او نظم او قانون د پراختیا په برخه کې اساسي رول ورکړ. دا موضوع د بلوڅستان په چارو کې د امریکا د مداخلې لپاره پیلامه شوه!

شپږم: په دې توګه موږ وینو چې امریکا له دغو بېلتون‌غوښتونکو قومي ډلو څخه په بلوڅستان کې د چین د ګټو د ګواښلو لپاره د خپلو سیاستونو په برخه کې ګټه اخلي. داسې ښکاري چې امریکا او هند په دې لټه کې دي، چې د چین ګټو ته زیان واړوي او په دې برخه کې دواړه سره متحد دي؛ ځکه هند له چین سره هم د مرزي اختلافاتو له امله او هم د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره په ټکر کې دی او اوس دغه ټولې امریکایي موخې په واقعیت بدلې شوې دي.

د پاکستان پوځ په خپلو داخلي سیمو کې مصروف شوی او له هند او په ځانګړې توګه له کشمیر څخه لرې پاتې شوی دی او د هغه پر ځای په بلوڅستان کې د شورشونو او بېلتون‌غوښتونکو ډلو پر ضد مبارزه کوي او په سیمه کې د شخړو زیاتوالي ته په پام سره د پاکستان دولت ۸۰ زره سرتېري د بلوڅو ډلو پر وړاندې د مقابلې لپاره ځای په ځای کړي دي. (سرچینه: الجزیره نېټ؛ ۲۰۲۴ د فبروري ۱)

پاکستان د هند پر ضد خپل ګواښونه او څرګندونې هېرې کړې دي او د هغه پر ځای یې د دوی په وینا ترورېزم او شورشیانو پر وړاندې نوي ګواښونه رامنځته کړي دي. په دې توګه د هند جبهه د پاکستان لخوا خوندي شوې او د هند پوځ له چین سره په خپله ګډه پوله کې ځای په ځای شوی دی او په پایله کې هلته شخړې رامنځته شوې، چې امریکا هڅه کوي ترڅو له هند سره مصروف کړي.

اووم: دا چې په فارس خلیج او د پاکستان په بلوڅستان کې د برېتانیا د ښکاره فعالیتونو یا مزدورانو په اړه شواهد نشته، خو په ۲۰۱۰ کال کې د بلوڅو د آزادۍ پوځ کې د مهران مری ، چې د بریتانیې تابعیت یې درلود، په مشرۍ انشعاب رامنځته شو او د بلوڅانو متحد پوځ یې تاسیس کړ. (سرچینه: الجزيرة نېټ؛ ۱/۲/۲۰۲۴) په دې توګه په بلوڅستان کې د بېلتون‌غوښتونکو ډلو تر منځ د نفوذ لپاره د برېتانیا هڅې څرګندېږي. پر همدغه اساس د دغه هېواد اغېز د امریکا او هند په پرتله ډېر کم دی. په هند او پاکستان کې د برېتانیا نفوذ د پام وکړ را کم شوی دی، ځکه په دواړو هېوادونو کې حکومتونه د امریکا د مزدورانو په لاس کې دي.

اتم: د پورتنیو مواردو لنډیز:

۱ـ په پاکستان کې حکومت باید د بلوڅستان مسله، چې د خپلې خاورې یوه برخه یې ده، په شرعي توګه په عدالت او نیکۍ سره حل کړي او د بلوڅستان په خاوره کې ټول اوسېدونکي باید د بلوڅانو په ګډون له عمومي مالکیت څخه برخمن کړي. خو د دې پر ځای یې دغه ستونزه په امنیتي توګه په وژنه او بندي کېدو سره حل کړه، نه په هغه نېک تدبیر سره چې اسلام یې یادونه کړې ده:

«الْإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ» (رواه البخاری)

ژباړه:‌ امام ساتونکی او د خپل رعیت مسوول دی.

۲ـ همدارنګه په بلوڅستان کې وسله‌والې ډلې باید اجازه ور نه کړي، چې د اسلام دښمنان (امریکا او هند) له دوی څخه د دوی په خپله خاوره کې ناوړه ګټه واخلي او همدارنګه دوی باید د دولت د بېلتون او تجزیې هڅه ونه وکړي، ځکه دا موضوع په اسلام کې یوه لویه چاره او ستره ګناه ګڼل کېږي. مسلمانان یو واحد امت دی، چې باید تجزیه نه شي.

﴿إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ﴾

ژباړه: دا ستاسو امت، یو واحد امت دی او زه ستاسو رب یم، نو یوازې زما عبادت وکړئ.

۳ـ درېیم او خطرناک اړخ دا دی، چې په پاکستان کې حکومتي نظام په امریکا پورې تړلی دی او پر خپلو داخلي چارو د تمرکز او د کشمیر د ازادۍ پر ځای د هغوی اوامر پر ځای کوي. له بلې خوا په بلوڅستان کې بېلون‌غوښتونکې ډلې پر کفارو او مشرکانو تکیه کړې ده، چې دا ټول په اسلام کې روا نه دي.

﴿وَلَنْ يَجْعَلَ اللهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلا﴾

ژباړه: او هېڅکله الله (سبحانه وتعالی) د کافرانو لپار پر مسلمانانو (د حاکميت او برلاسۍ) لاره نه ده ګرځولې.

۴ـ یوازینی شی چې د پاکستان د خلکو رښتینی یووالی راګرځولی شي، د اسلامي احکامو پلي کول او د رښتینې اسلامي ورورولۍ د مفهوم خپرول دي. همدارنګه د ټولو مسلمانانو تر منځ باید د عامه مالکیت له عوایدو لکه؛ ګاز، کانونو او داسې نورو څخه د استفادې لپاره یو عادلانه پروګرام جوړ کړي، ترڅو د بلوڅستان له مسلمانو خلکو او نورو اسلامي ملتونو څخه ظلم، فقر او ګوښه‌والی لرې شي. اسلام په ډېر شدت سره قومي شعارونه رد او منعه کړي دي او د مسلمانانو تر منځ یې ورورولي ټینګه کړې ده.

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾

ژباړه: یوازې مومنان د یو او بل وروڼه دي؛ د خپلو وروڼو تر منځ سوله راولئ او له الله (سبحانه وتعالی) څخه ووېرېږئ، ترڅو رحم درباندې وشي.

سربېره پر دې دغه اسلامي ورورولي باید دوی د واحد دولت (خلافت) د تاسیس لپاره په فعاله توګه د ګډې همکارۍ په لوري بوزي، چې د دوی د یووالي او عزت سرچینه او د ورورولۍ حقیقت دی؛ دا په اصل کې همغه لویه بریا ده.

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ(4) بِنَصْرِ اللهِ يَنْصُرُ مَنْ يَشَاءُ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

ژباړه:‌ په هغه ورځ به مومنان د الله (سبحانه وتعالی) له مرستې څخه خوشاله شي، الله (سبحانه وتعالی) له هر هغه چا سره مرسته کوي، چې وغواړي او هغه (پر خپلو دښمنانو) برلاسی او پر (خپلو دوستانو) مهربانه دی.

صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې