دوشنبه, ۲۵ ربیع الثانی ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۱۰/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یهودي «دولت» له منځه تګ لپاره دعا کول
بسم الله الرحمن الرحيم
د یهودي «دولت» له منځه تګ لپاره دعا کول

د پوښتنې ځواب

 

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته، الله تعالی دې تاسو هر ځای په خپل امان کې وساتي. زه غواړم له تاسو د دغه مبارک آیت په اړه پوښتنه وکړم چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

«وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِي إِذَا دَعَانِي فَلْيَسْتَجِيبُوا لِي وَلْيُؤْمِنُوا بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ»

ژباړه: «او چې کله زما بندګان زما په اړه درنه وپوښتي، (نو ووايه) په حقيقت کې زه نږدې يم او بلونكى چې ما وبولي؛ نو دعا يې قبلوم؛ نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي، چې ښايي سمه لار ومومي (او ودې او کمال ته ورسېږي).» [بقره: ۱۸۶]

ایا دا ریښتیا ده چې الله د انسانانو ټولې دعاوې قبلوي؟ ایا داسې دعا شته چې الله یې نه قبلوي؟ ځینې خلک پوښتنه کوي، موږ د اسرایلو د له منځه وړلو دعا کړې، خو ولې یې شتون لا هم پیاوړی دی او پر غزه یې بریدونه دوام لري؟

مننه چې دا پوښتنه مې ځوابوئ. الله دې تاسو ته د دې ښه ځواب اجر درکړي.

ځواب:
وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته!
په دعاکې ځینې مسایل باید درک شي:

۱- که یو مومن د زړه له تله الله ته دعا وکړي -هغه دعا چې پکې د کورنۍ اړیکو د پرې کولو غوښتنه نه وي- نو الله سبحانه وتعالی به یې له درېیو لارو په یوه ځواب کړي؛ لکه څنګه چې د الله سبحانه وتعالی په کتاب او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په سنتو کې راغلي دي: الله سبحانه وتعالی د دعا کوونکي دعا مني او هغه څوک چې اړتیا لري، که دعا وکړي بې ځوابه یې نه پرېږدي؛

«وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ»

ژباړه: « او ستاسې رب وويل: ما دروبولئ، چې (دعا) مو قبوله كړم» [غافر: ۶۰]

«وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ»

ژباړه: «او چې کله زما بندګان زما په اړه درنه وپوښتي، (نو ووايه) په حقيقت کې زه نږدې يم او بلونكى، چې ما وبولي؛ نو دعا يې قبلوم.» [بقره: ۱۸۶]

«أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ»

ژباړه: «يا هغه چې د اړمن دعا قبلوي او كړاو لرې كوي» [نمل: ۶۲]

خو د دعا د قبلېدو یا اجابت حقیقي معنی رسول صلی الله علیه وسلم داسې بیان کړې ده:

«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَدْعُو اللهَ عَزَّ وَجَلَّ بِدَعْوَةٍ لَيْسَ فِيهَا إِثْمٌ وَلَا قَطِيعَةُ رَحِمٍ، إِلَّا أَعْطَاهُ اللَّهُ بِهَا إِحْدَى ثَلَاثِ خِصَالٍ: إِمَّا أَنْ يُعَجِّلَ لَهُ دَعْوَتَهُ، وَإِمَّا أَنْ يَدَّخِرَهَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ، وَإِمَّا أَنْ يَصْرِفَ عَنْهُ مِنَ السُّوءِ مِثْلَهَا». قَالُوا: إِذًا نُكْثِرُ. قَالَ: «اللهُ أَكْثَرُ»

ژباړه: هیڅ مسلمان د الله دربار ته داسې دعا نه کوي چې په هغې کې ګناه او د خپلوۍ اړیکو (رحم) پرې کول نه وي؛ مګر دا چې الله تعالی هغه ته له دغو درېیو څیزونو یو ورکوي: یا یې ژر دعا قبلوي، یا یې اخرت ته ذخیره کوي یا له هغه څخه بلا دفع کوي. هغوی وویل: نو موږ به ډیرې دعاوې کوو. پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی لا ډیره عطاء کوي.  (رواه احمد ۳/۱۸)

همداراز،

«لَا يَزَالُ يُسْتَجَابُ لِلْعَبْدِ مَا لَمْ يَدْعُ بِإِثْمٍ أَوْ قَطِيعَةِ رَحِمٍ مَا لَمْ يَسْتَعْجِلْ». قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، مَا الِاسْتِعْجَالُ؟ قَالَ: «يَقُولُ قَدْ دَعَوْتُ وَقَدْ دَعَوْتُ فَلَمْ أَرَ يَسْتَجِيبُ لِي فَيَسْتَحْسِرُ عِنْدَ ذَلِكَ وَيَدَعُ الدُّعَاءَ»

ژباړه: تر هغې چې بنده د ګناه یا د خپلوۍ اړیکو پرې کولو لپاره دعا ونه کړي او بیړه ونه کړي؛ دعا یې قبلېږي. ویې پوښتل: ای رسول الله، بیړه څه ده؛ ویې فرمایل: انسان وايي ما دعا وکړه بیا مې دعا وکړه خو کوم ځواب مې ونه لید، بیا له دعا ستړی کېږي او پرېږدي یې.  (رواه مسلم ۴۹۱۸)

نو کله چې موږ الله سبحانه وتعالی ته دعا کوو، او که موږ مخلص، وفادار، او فرمانبردار یو، نو باید یقین ولرو چې دعا به په هغه طریقه قبوله شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریح کړې ده.

۲- دعا په ټولو مواردو کې د هدف ترلاسه کولو یوازینۍ شرعي طریقه نه ده... سپارښتنه یې کېږي، اجابت یې هم کېږي، خو دا یوازینۍ لاره نه ده چې په جګړو کې بری یا د دولت جوړول پرې ترلاسه شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدر په جګړه کې پوځ تیار کړ، او سرتیري یې په خپلو ځایونو کې ودرول، او هغوی ته یې د جګړې لپاره ښه تیاري ورکړه. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خیمې ته ننوت او د بریا لپاره یې الله ته دعا وکړه، او خپلې دعاوې یې زیاتې کړې تر دې چې ابوبکر رضي الله عنه ورته وویل: «ای د الله رسوله، همدومره دعا بس ده.» (سیرت ابن هشام ۲/۶۲۶). نو دعا په دې معنی نه ده چې تدابیر ونه نیسو او هڅه ونه کړو؛ بلکې دعا د تدابیرو، هڅو او اسبابو یوه برخه ده.

همدارنګه، هر څوک چې غواړي خلافت بیا تاسیس شي، یوازې په دعا کولو باندې بسنه نه کوي، بلکې باید د دې لپاره له هغو خلکو سره کار وکړي چې د خلافت د تاسیس لپاره هڅه کوي. همداراز باید الله سبحانه وتعالی ته دعا وکړي چې دې موخې ته په رسېدو کې یې مرسته وکړي او د ژر ترلاسه کېدو غوښتنه یې ترې وکړي؛ هم د زړه له تله دعاوې وکړي او هم اړین تدابیر ونیسي. په همدې توګه، په ټولو کارونو کې باید انسان د الله پر وړاندې مخلص وي، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره رښتینی وي، الله ته دعا وکړي، په مخلصانه توګه دوام ورکړي او اصرار پکې وکړي. الله تعالی سمیع او مجیب (د دعا اورېدونکی او قبلوونکی) دی.

۳- موږ مخکې د یوې ورته پوښتنې په ځواب کې د ۱۴۳۲ هـ ق د ذوالقعدې په ۴مه (۱/۱۰/۲۰۱۱) ویلي:

[... د دعا کولو په اړه، په داسې حال کې چې اړین تدابیر هم نیول شوي وي، دا د پایلو په ترلاسه کولو اغېزه لري، او دا هغه څه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو رضي الله عنهم هم ترسره کړي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم پوځ تیار کړ او خیمې ته ننوت چې دعا وکړي. مسلمانانو په قادسیه کې ټول تیاری نیولی و؛ بیا يې سعد رضي الله عنه الله ته دعا وکړه... او په دې توګه، مخلصو مومنانو هم مادي چمتووالی نیوه او هم یې دعا کوله. هغه څوک چې رزق غواړي، هڅه کوي او دعا هم کوي، او زده‌کوونکی کوښښ کوي او دعا هم کوي چې الله یې بریالي کړي. دعا پر پایلو اغېز لري، ان شاء الله.

د حزب التحریر «مفاهم» کتاب په ۵۰مه (د پښتو چاپ ۴۹مه) پاڼه کې ویل شوي: «مګر اړینه ده چې باید وپوهېږو؛ کوم عمل چې طریقه پر هغه دلالت کوي، یو مادي عمل دی او محسوسې پایلې لري؛ خو لازمه ده چې همدا عمل د الله سبحانه وتعالی له اوامرو او نواهیو سره سم ترسره شي او بل دا چې د الله سبحانه و تعالی له اوامرو او نواهیو سره سم د هغه له اجرا کولو څخه د الله سبحانه وتعالی رضامندي مراد وي. لکه څنګه چې پر مسلمان لازمه ده چې له الله سبحانه و تعالی سره د اړیکو د ټینګښت پر ادراک تسلط او سیطره ولري؛ ترڅو د لمانځه، دعا او قران کریم د تلاوت او نورو ورته مسایلو په واسطه الله سبحانه و تعالی ته نیږدېوالی حاصل کړي. واجب ده چې مسلمانان پر دې باور ولري چې نصرت او یاري د الله سبحانه وتعالی له لوري ده. له دې امله د الله سبحانه و تعالی د احکامو د تنفیذ لپاره په زړونو کې متمرکزه تقوا اړینه ده او همدارنګه ټولو اعمالو ته د اقدام په وخت کې د الله سبحانه و تعالی ذکر، دعا او له الله سبحانه و تعالی سره د اړیکو دوام اړین دی.»

له دې څخه څرګندیږي چې د دعا اهمیت په دې کې دی چې د مومن ټول اعمال باید له ضروري تدابیرو سره یوځای ترسره شي. دا اهمیت د " اړینه ده" عبارت په تکرار سره زیات شوی ترڅو څرګنده کړي چې ټول اعمال باید له دعا او له الله سبحانه وتعالی سره د دوامداره اړیکې په ساتلو سره ترسره شي.

د دعا کولو او اړینو تدابیرو نیولو یوځای استعمال هغه څه دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، اصحابو رضي الله عنهم، او مخلصو مومنانو ترسره کړي دي. که دا دواړه یوځای وکارول شي، نو پر پایلو اغېزه لري، ان شاء الله. د دوی یوځای استعمال د اسلام له طریقې سره په ټکر کې نه دی، خو هغه څه چې له اسلام سره په ټکر کې دي، دا دي چې یوازې په دعا بسنه وشي؛ پرته له دې چې هغه طریقه تعقیب شي چې نصوص یې د اسلامي مفکورې د پلي کولو لپاره ښودنه کوي...]

له همدې امله، ستاسو په پوښتنه کې چې د یهودي «دولت» د له منځه وړلو لپاره د دعا په اړه ویل شوي، یوازې دعا کول بسنه نه کوي. بلکې له دعا سره باید د هغه دولت د پوځ عمل یوځای وي چې له یهودو سره جګړه کوي؛ لکه څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو رضي الله عنهم په وخت کې وو. او الله تعالی غوره نصرت ورکوونکی او مرسته کوونکی دی.

ستاسو ورور،

عطا بن خلیل ابو الرشتة

۱۴۴۶هـ.ق کال د ربیع الاخر ۴مه

۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۷مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې