- مطابق
(ژباړه)
چرګه د باز مخې ته ودرېده او ورته ويې ويل: ته ولې دومره لوړ الوزې او په لوړو ځايونو کې اوسې، سره له دې چې ته ډېر کوچنی يې؟ راځه له موږ سره په پنجره کې ګډ ژوند وکړه، موږ ته خلک تيار خواړه راکوي، په الوتلو ځانونه نه ستړي کوو او نه هم د لېوانو له ګواښ سره مخ يو!!
باز په لوړ اواز وخندل او ورته ويې ويل: که ته لوړ والوزې، نو د ستر وياړ، درنښت او ستاينې احساس به وکړې. که لوړ اوسېدل غوره کړې، نو د ټيټو اوسېدونکو د سترګو ازغی به شې او که له هغه څه خوراک وکړې، چې په خپل زيار او زحمت دې لاس ته راوړي وي، نو د خپلو هڅو، سخت کار او ژوند په مفهوم به پوهه شې. ايا ته نه پوهيږې چې تا ته چې څوک خواړه درکوي، هغه د خپلو خوړو پاتې شونې درکوي، هغه خواړه ستا له غوښو څخه لاسته راوړي، ستا هګۍ هم خوري او ته يې له لېوه څخه د ژغورنې په پلمه ټول وخت په بند کې ساتلې يې؟
چرګې وخندل او ويې ويل: ته د زياتې خوښۍ، درنښت، ستاينې، وياړ او د ژوند په اړه بې ځايه خبرې کوې. فکر کوم ته لېونی يې او يا هم نږدې ده چې لېونی شې!
باز چرګې ته وويل: زه پوهېږم چې ته څه وايې، ځکه ته په پنجره کې پيدا شوې يې او همالته ژوند کوې. ته به زما په خبره تر هغه پوهه نه شې، چې له دغه زندانه راوتلې نه يې او خپل ځان دې له هغه چا ازاد کړی نه وي چې ته يې په دې پلمه روزلې يې!
د چرګې او باز تر منځ پورته خيالې خبرې اترې په بشري نړۍ کې د واقعيت انځور ښيي. چرګه چې د کورنيو مارغانو له ډلې ده، موږ ته د تابع کولو معنی لري او د هغو کسانو په اړه منطقي مفکوره راکوي، چې د بل تر لاس لاندې ژوند کوي. هغه څوک چې له لسيزو راهيسې يې د بل چا تر ولکې لاندې ژوند تېر کړی وي، په ګرانه د باز په خبرو پوهيږي. ان تر هغه به پوه نه شي چې له پنجرې څخه را ونه وځي او له خپلواکو بازانو سره په ازاده فضا کې الوت ونه کړي.
په اسلامي نړۍ کې داسې خلک شته چې ځانونه خپلواک بازان بولي، خو په حقيقت کې دوی کورني مارغان دي او په پنجره کې په ژوند کولو خوښ دي. ګڼ شمېر نور خلک په نړۍ کې ځانونه وياړلي بولي، د لوړوالي او پرمختګ په لټه کې دي، خو دوی په حقيقت کې د څارويو په څېر د لرګي په مټ له يوه ځايه بل ځای ته خوځيږي او هيڅ درنښت، وياړ او زړورتيا پکې نه شته.
په نړۍ کې ډېری خلک ځانونه زمريان بولي، خو کله چې پرې ازمايښت او کړاو راشي، نو ژبې يې ګونګې شي او له ډېرې وېرې د سوی په څېر لړزېږي.
په نړۍ کې هېڅوک خپل ځان د چرګې په حالت کې نه بولي، بلکې ځانونه د باز په څېر غوره بولي. خو ايا باور کولی شو چې چرګه دې د باز او لېوه پېښې وکړي او يا باز خپل ځان د چرګې حالت ته راټيټ کړي؟
په بشري نړۍ کې يو کس د ټاکنې خاوند نه وي، خو کله چې د ځان لپاره يو څه ټاکي، هغه بې ګټې وي. هېڅوک خپل ځان بې ګټې نه بولي، بلکې زړور اتل يې بولي، نه تابع غلام. د دې حالت اصلي واقعيت هغه څه منعکسوي چې وويل شول. ځينې شيان د يو چا رېښتينولي په ګوته کوي، که وينا يې له اصلي حالت سره ورته وي، نو دی رښتينی دی، که نه، نو درواغجن دی. باز خپلواک دی او اړتيا نه لري چې خپل ځان خلکو ته په ډاګه کړي. دغه راز کورني مارغان هم، که هر څه ووایي، خو خپل اصلي حالت له خلکو نه شي پټولی. موږ به حتما له دغو دوو حالتونو څخه په يوه کې يو. يا به د باز په څېر خپلواک او يا به د چرګې په څېر په پنجرو کې بنديان يو.
په خپل اصلي حالت او نور خلکو په حالتونو ـ چې په ټولنه کې ورسره ګډ ژوند کوو او تړاو ورسره لرو ـ د پوهېدو لپاره بايد خپل حالت او د نورو خلکو حالتونو ته ځير شو. انسان ته بايد د مفکورې، احساساتو، محکوميتونو او اخلاقو له زاويې وکتل شي چې دی په کوم حالت کې ارامي او راحت مومي.
لاندې ټکو ته په کتو او فکر کولو سره به موږ هر يو په خپل واقعي حالت پوه شو. که څوک رېښتينی وي، حتما به خپل ځان يا د ازاد باز په تله وتلي او يا هم د کورنۍ چرګې په تله.
لومړی: شخص بايد د ځان لپاره ښه او وړ لاره غوره کړي. که ته هغه لاره غوره کړې چې الله سبحانه و تعالی يې بنسټ اېښی او خپله هره لويه او کوچینۍ چاره د قران او سنتو په رڼا کې حل او فصل کړې، اسلام د مبدا په توګه واخلې، د دغې مبدا د واکمنېدو غوښتنه وکړې او د بشر په لاس جوړو شويو نظامونو ته سر ټيټ نه کړې، خپل ځان، مال او بچيان د اسلام د شان او شوکت لپاره وښندې، د کفري ښکېلاکي دولتونو پر وړاندې ـ چې د خپلو مزدورانو په مټ په اسلامي امت اداره کوي ـ مبارزه وکړې، د دوی پلانونه او دسيسې بربنډې کړې؛ په دغه حالت کې بايد پوه شې چې ته يو خپلواک باز يې، چې اسلام ته د بشر په لاس پر جوړو شوو نظاموو غوره والی ورکوې؛ لکه الله سبحانه و تعالی چې فرمايي:
﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ﴾
[التوبه: ۳۳]
دی (الله سبحانه و تعالی) هغه ذات دی چې په هدايت او حق دين سره يې خپل رسول د دې لپاره راولېږه چې دغه دين پر ټولو دينونو غالب شي، که څه هم مشرکان دا نه خوښوي.
دغه راز فرمايي:
﴿وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ﴾
[المنافقون: ۸]
ټول عزت د الله، د هغه د رسول او مومنانو لپاره دی، خو منافقان په دې نه پوهيږي.
همدارنګه په بل ايت کې فرمايي:
﴿وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا﴾
[النساء:۱۴۱]
الله کافرانو ته پر مسلمانانو د برلاسي کېدو هېڅ کومه لاره نه ده جوړه کړې.
خو که ته د کمزوري، نيمګړي او لنډ فکره انسان په لاس جوړ شوی نظام غوره کړې، د کافر لويديځ له لوري راوړل شوي افکار او مفاهيم ومنې، د خپل ژوند ټولې يا ځينې چارې په دغه نظام پورې وتړې او پر ژوند د دغه نظام د واکمنېدو غوښتنه وکړې، لکه کمونيزم او ډيموکراسي، د دغه نظام ساتونکی شې، پلويانو ته يې ځان تسليم کړې او د هغه چا پر وړاندې ودرېږې چې د دغو نظامونو پر ضد مبارزه کوي...؛ نو پوه شه چې د غلامۍ ځنځير دې مات نه کړ او په پنجره کې د بندي چرګې حالت ته دې غاړه کېښوده.
دویم: که ته ځان د دغه امت غوره استازی، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيغام لېږدوونکی، نړۍ ته د دغه پيغام په لېږد او د اسلام په خپرولو کې ځان مسؤول بولې، هغه پولې چې ته يې له نور امت څخه بېل کړی يې، په رسميت نه پېژنې او د دې لپاره کار کوې چې دغه پولې له منځه ولاړې شي او اسلامي نړۍ بيا يو موټی شي؛ نو پوه شه چې ته خپلواک باز يې او په هغه پنجره کې ژوند کول نه منې چې ته پکې اچول شوی يې.
خو که ته د سايکس پيکو له تړون سره سم د اسلامي دولت له وېش سره موافق يې، پر هغه ټوټه خاوره وياړې چې ښکېلاکګرو ستا لپاره ځانګړې کړې ده او ته يې پکې بندي کړی يې، په وطني احساساتو کې ډوب يې، هغه کسان چې ملي سرود زمزمه کوي، ته يې هم ورسره په خوښۍ بدرګه کوې، د اوسنيو پولو ساتل غواړې، د دې پولو د ساتلو لپاره جګړه کوې، د امت بچيان او خپل مسلمان وروڼه په خپل هېواد کې پردي ګڼې، له هغوی سره د هېوادپالنې او هيواد ساتنې تر نامه لاندې جګړه کوې...؛ که ته دغه ډول احساسات او باورونه لرې، نو پوه شه چې ته د هغې چرګې په څېر يې چې په پنجره کې يې بندي کړې ده او پر همدغه پنجره خوښه ده.
درېيم: که پوه شې چې د ځمکې پر سر او تر ځمکې لاندې چې کومې خزانې الله سبحانه و تعالی ستا لپاره چمتو کړي دي او ته د دې وړ يې چې دغه شتمنۍ او خزانې له اسلامي قوانينو سره سمې په خپل واک کې واخلې، هغه شتمنۍ چې د اسلامي امت په واک کې دي، بايد په ناقانونه توګه د ښکېلاکګرو دولتونو له لوري غصب نه شي، ته به هڅه کوې چې خپلې شمتنۍ او اقتصاد د پانګوالو دولتونو له لاسه وباسې، ته خبر يې چې پانګوالو دولتونو د نړۍ په سرچينو خېټه اچولې او له دې امله يې پکې سخته بېوزلي او بېکاري رامنځته کړې ده، ته د دې لپاره هڅه کوې چې امت وهڅوې، تر څو د امت د شتمنيو د لوټ او تالان پر وړاندې ودريږي، په ورته وخت کې پوهيږې چې د اسلامي خاورو شتمنۍ لکه: تېل، ګاز، مالګې، پاسفيټ او نور د ټول اسلامي امت حق دی، نه د څو هېوادونو او ځينو جغرافيوي واحدونو د اوسېدونکو حق چې د شريرو انګريزانو او فرانسويانو له لوري د سايکس پيکو د تړون له مخې يې اسلامي خاوره په ګڼو ټوټو وېشلې ده؛ که ستا د پوهې کچه تر دغه بريده ورسيږي، نو پوه شه چې ته خپلواک باز يې چې د محدوديتونو پروا نه لري او د پولو د وېش له امله د الله سبحانه وتعالی له روزۍ څخه ځان بې برخې نه بولي.
خو سره له دې چې ته په دې پوه شې چې خاين واکمنان د زړه سواندو په څېره کې پر تا واکمني کوي. تا ته د ډوډۍ پاتې شونې درغورځوي، ستا شتمني ستا او د امت دښمنانو ته ورکوي. که څوک تا ته ووايي چې په اسلامي خاورو کې شته شتمني ـ په هر هېواد کې چې وي ـ ستا شتمني ده، نو شونې ده چې ته پرې ملنډې ووهې، همنظره به ورسره نه شې او نادره به درته معلومه شي. ته د فاسدو چارواکو په خبرو غولېږې او د دوی په درواغو باور کوې. دوی درته وايي چې هېواد بېوزله دی، هېڅ شتمني نه لري، ته په هېواد کې د پانګونو د بهرنيو پروژو ملاتړ کوې او په دغو کمپنيو کې د دندې په تر لاسه کولو خوښي څرګندوې. که داسې يې، نو پوه شه چې ته د چرګې په څېر يې چې له فضوله موادو او خځلو څخه خواړه برابروي.
﴿قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آَمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآَيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ﴾
[الاعراف: ۳۲]
اې محمده! دوی ته ووایه: چا د الله هغه ښکلا حرامه کړې ده چې د خپلو بنده ګانو لپاره یې را ایستلې ده. چا د خدای بخښل شوي شیان منعه کړي دي؟ ووایه: دا ټول شیان د دنیا په ژوندانه کې هم د ایمان راوړونکو لپاره دي او د اخرت پر ورځ به یواځې د همدوی لپاره وي. په دغه شان موږ خپلې خبرې د هغو خلکو لپاره روښانه کوو چې پوهيږي.
﴿هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِنْ رِزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ﴾
[الملک: ۱۵]
هغه ذات چې ستاسو لپاره یې ځمکه پسته هواره او تابع کړې ده، د هغې پر سینه باندې ګرځئ او د خدای روزي خورئ، د هماغه حضور ته ستاسي په دویم ځل ژوندي کېدو سره ورتګ دی.
څلورم: که ته ځان د دې امت د بدن يوه حياتي ټوټه ګڼې. هغه کسان چې شهادتين وايي، هغوی خپل ديني ورونه بولې، ځکه چې دغه امت يو واحد امت دی او پرته له دغه اصل څخه توکم، نسب، رنګ او ژبه په نظر کې نه نيول کيږي او مومنان ټول سره ورونه دي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:
﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ﴾
[الحجرات: ۱۰]
مومنان سره وروڼه دي، د وروڼو تر منځ مو سوله وکړئ او له الله څخه و وېریږئ، ښايي پر تاسې رحم وکړي.
او ته د هغو فکرونو پر وړاندې مبارزه کوې چې امت سره بېلوي، پر وګړو او ولسونو يې وېشي. د جاهليت هر دود او بڼه ـ که قومي وي که مذهبي ـ تر پښو لاندې کوې. ابن حبان په خپل صحيح کې له ابی ابن کعب څخه روايت کوي، هغه وايي: ما یو سړی وليد چې د جاهليت په څېر يې په خپل قوم او نسب وياړ کاوه او غوره يې باله، ما ورته وويل چې خدای دې د دې جوګه کړه چې د خپل پلار په تناسلي اله شخوند ووهې او دا خبره مې ورته په کنايه کې ونه کړه، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
« من تعزى بعزاء الجاهلية فأعضوه بهن أبيه ولا تكنوا »
څوک چې د جاهليت په څېر په خپل قوميت او نسب افتخار کوي، هغه دې د خپل پلار تناسلي اله وژووي او دا خبره ورته په کنايه کې مه کوئ.
په سنن ابو داود کې له ابوهریره رضی الله تعالی عنه څخه روايت شوی، هغه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
«إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ قَدْ أَذْهَبَ عَنْكُمْ عُبِّيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ، وَفَخْرَهَا بِالْآبَاءِ مُؤْمِنٌ تَقِيٌّ، وَفَاجِرٌ شَقِيٌّ، أَنْتُمْ بَنُو آدَمَ وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ، لَيَدَعَنَّ رِجَالٌ فَخْرَهُمْ بِأَقْوَامٍ، إِنَّمَا هُمْ فَحْمٌ مِنْ فَحْمِ جَهَنَّمَ، أَوْ لَيَكُونُنَّ أَهْوَنَ عَلَى اللَّهِ مِنَ الْجِعْلَانِ الَّتِي تَدْفَعُ بِأَنْفِهَا النَّتِنَ».
الله عز وجل له تاسو څخه د جاهليت فخر او تکبر او پر پلرونو فخر کول ايسته کړي دي. مومن پاک او فاجر بدمرغه دی. تاسو د ادم اولاد ياست او ادم له خاورو څخه جوړ دی. خلک به يا پر قومونو وياړل ترک کوي، ځکه چې دغه ډول خلک د دوزخ له خاشاکو څخه خاشاک دي او يا به د الله سبحانه و تعالی پر وړاندې له هغې حشرې څخه هم ډېر سپکيږي چې په خپله پزه بد بويي او خوشيان رغړوي.
که دغه لار تعقېب کړې او د اسلامي امت په وياړونو پورې ځان تړلی وبولې؛ نو ته به خپلواک، وياړلی او د جاهليت له ناروغۍ څخه پاک باز واوسې.
خو که ته د جاهليت په ناروغۍ اخته يې، تر هغه به د دې ناروغۍ له چينجیو څخه کړېږې چې د خلاصون يوه لار دې نه وي موندلې. په ملتپالنه او وطنپالنه به وياړې. خپل هويت به په خاوره پورې تړلی وينې. تړاو به دې کورنۍ رېښه لري. له ټولو هغو خلکو څخه به کرکه کوې چې ستا په هېواد پورې تړاو نه لري او ستا له توکم څخه نه وي. ته د خودمختارۍ غوښتنه کوې، د قران په ژبه خبرې نه کوې او بهرنيو ژبو ته پرې غوراوی ورکوې. پوه شه چې دغه بده پديده ښکېلاکګر کافر در پېژندلې ده، دوی په خپل پلان کې بريالي او پايلې ته رسېدلي دي. ته له امت څخه کرکه لرې او په وياړ سره وايې: زه عرب يم، زه کرد يم، زه فارسي يم، زه سعودی يم، زه د خليج يم، زه الجزايري يم... . موږ وينو چې ته ناحقه نښتو او جګړو ته د خپل قوم، توکم او هېواد لپاره وردانګې؛ لکه حيوان چې د خپلې ډلې، توکم، ځالې او سوري د ساتنې لپاره هلې ځلې کوي.
پنځم: که ته پر دې پوهېږې چې اسلام د دې لپاره راغلی چې تا له غلامۍ څخه خلاصوي، تا ته د يو ازاد شخص په توګه عزت او شرف درکوي او پوهېږې چې له شريعت پرته هېڅوک واکمني نه شي درباندې کولای، دا چې ته صلاحيت لرې چې هغه څوک وټاکې چې د الله سبحانه و تعالی د کتاب او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنتو سره سم پر تا اسلامي نظام پلی کوي. ته بې عدالتي، ظلم او چوپه خوله پاتې کېدل ردوې او يواځې د الله سبحانه و تعالی څخه وېرېږې او هغه څه نه منې چې ظالمان يې کوي. د الله سبحانه و تعالی د دې وينا له مخې:
﴿وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ﴾
[ هود: ۱۱۳]
د هغو لوري ته مه ځئ چې ظلم کوي، که نه، نو د دوزخ اور به مو وسوځوي. تاسي به کوم داسې دوست او سرپرست و نه مومئ چې له خدای څخه مو وژغولای شي او له هیڅ ځای څخه به تاسي ته مرسته و نه رسیږي.
د کفري نظامونو د ريښو ايستلو لپاره ځان قربانۍ ته چمتو کړه او کفري نظامونه ونړوه. د خاينو واکمنانو تختونه نسکور کړه. اسلام بيا راژوندی او د نبوت پر منهج خلافت تاسيس کړه. ته بايد له پوليسو څخه وېره ونه لرې، دوی دې بايد له حق ويلو څخه منعه نه کړي. د زندان تورې تيارې دې ونه وېروي. د اعدام او دار رسۍ دې بايد د اسلام او مسلمانانو د لوړتيا او برم لپاره له شهادته ونه وېروي. پوه شه چې له اسلام پرته ژوند بې خونده دی او انسانان بايد له تاريکۍ څخه رڼا ته را وويستل شي. که داسې يې، نو پوه شه چې ته يو خپلواک باز يې چې په فضا کې الوزې او د نهضت او لوړوالي په لټه کې يې.
که ته ديکتاتورو او ظالمو واکمنانو ته پام وکړې، چې د زور او جبر په مټ پر تا حکومت کوي، کفري قوانين پلي کوي او تا بې عدالتۍ، ظلم، د خلکو غلي کولو او له ژوند څخه د خلکو بې برخې کولو ته اړباسي، د خپلو امنيتي او استخباراتي ځواکونو په مټ ستا څارنه کوي او ستا ټول حرکات او سکنات څاري، له سياست څخه دې منعه کوي، له دې څخه دې منعه کوي چې له هغه او د هغه له مامورينو څخه حساب واخلې، ستا ژبه له خبرو او قلم دې له ليکلو څخه راګرځوي، د ده نوکران ستا کور ته ننوځي، ستا کوچنيان له تا څخه اخلي او زندانونو ته يې لېږي، له ښکېلاکګرو کفارو سره ملګرتيا کوي، ښکېلاکګر د خپلو سلاکارانو په توګه ټاکي او دوی ته اجازه ورکوي چې ستا په خاوره کې اډې او استخباراتي نماينده ګۍ ولري، چې تا ورڅخه وڅاري، دوی ته هغه څه ورکوي چې ته يې ورڅخه بې برخې کړی يې، که سره له دې هم ته د وطن ساتونکی يې او د هغه له ظلمونو څخه دفاع کوې، خلکو ته وايې چې دغه خاين بايد نور وخت هم په واک کې پاتې شي، ځکه چې دی رېښتينی مشر دی او موږ له لېوانو څخه ساتي، دا هم ورته وايې چې الله سبحانه و تعالی امر کړی چې د ده اطاعت بايد وشي او د ده د اوږد ژوند او ډېر وخت په واک کې پاتې کېدوو لپاره بايد دعا وشي... که داسې يې؛ نو پوه شه چې ته کورنۍ چرګه يې او ستا منطق هم له باز سره په خبر اترو کې له چرګې سره هيڅ توپير نه لري.
نوموړي پنځه ټکي، چې یادونه مې يې وکړه، ستا لپاره کافي دي، تر څو خپل واقعیت وپېژنې چې ته باز يې که د چرګې حالت لرې!
په څرګنده درته وايم: د خپلواکو بازانو لپاره زما خبرې ډېرې په زړه پورې دي. خو د ځينو نورو لپاره بيا زما ويناوې ځوروونکې، پاروونکې او د پوهېدو وړ نه دي او د ځينو نورو لپاره د کتلست دنده ترسره کوي (متحرک کوي يې او عمل ته يې هڅوي). که زما وينا د چا نه وي خوښه او په اړه يې اندېښمن وي، نو له ځانه دې وپوښتنې چې ولې؟
د خپلې وينا په پای کې داسې وايم چې:
﴿لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَى السَّمْعَ وَهُوَ شَهِيدٌ﴾
[ ق: ۳۷]
(بېشکه په دغه تاریخ کې د عبرت درس دی) د هر هغه چا لپاره چې زړه لري یا په پاملرنې سره خبره اوري.
په حقيقت کې دا د هغه چا لپاره يوه خبرتيا ده چې عقل لري او يا غوږ ونيسې، کله چې دی په رواني او جسمي لحاظ موجود وي. ځان له کلتوري، رسنيزې، ټولنيزې، اقتصادي او سياسي غلامۍ څخه خلاص کړه. دغه راز له مذهبي ټېکه دارانو او هغو واکمانو څخه چې ځمکنۍ او فضايي لارې يې انحصار کړي دي، هم ځان ازاد کړه. اسلامي امت ته وروګرځه، له ظالمانو سره د خپل امت په مقابل کې مرسته مه کوه او د ظلم پر وړاندې ارام مه کېنه. که زما مشوره دې رد کړه، نو زه د الله سبحانه و تعالی له کلام پرته ستا لپاره بل څه نه لرم:
﴿وَمَا يَسْتَوِي الْأَحْيَاءُ وَلَا الْأَمْوَاتُ إِنَّ اللَّهَ يُسْمِعُ مَنْ يَشَاءُ وَمَا أَنْتَ بِمُسْمِعٍ مَنْ فِي الْقُبُورِ * إِنْ أَنْتَ إِلَّا نَذِيرٌ﴾
[الفاطر: ۲۲-۲۳]
مړي او ژوندي نه دي سره برابر. الله سبحانه و تعالی د هغه چا خبره اوري چې خوښه يې شي، اې پېغمبره ته هغو خلکو ته خبرې نه شې اورولای، چې په هدیرو کې ښخ دي. ته خو یو خبر ورکوونکی یې.
د حزب التحرير د مرکزي مطبوعاتي دفتر د رادیو لپاره
خالد العمراوي