یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د یمن سیاسي او نظامي پېښو ته کتنه
بسم الله الرحمن الرحيم
د یمن سیاسي او نظامي پېښو ته کتنه

(ژباړه)

د یمن په اړه د ملګرو ملتونو کلني راپور د «بشر حقونو د نقض کچه» ناوړه یاده کړې او د یمن قانوني ایتلاف په نامه عربي ایتلاف یې د ماشومانو د حقونو د ناقضینو په لېست کې شامل کړ. په مقابل کې یې ایتلاف د ملګرو ملتونو راپور ناسم او ګمراه کوونکی یاد کړ او ګواښ یې وکړ، چې د دغو معلوماتو موخه د حوثیانو او صالح د جرمونو پټول دي او ایتلاف «پر نړیوالو قوانینو او اساساتو او د ماشومانو پر روغتیا ساتنې» خپله پابندي اعلان کړه. حوثیان یې تورن کړل چې له ماشومانو څخه د بشري ډال او نظامي ځواک په توګه کار اخلي. پر دې سربېره عربي ایتلاف، د یمن د پیښو مسئول ایران وګاڼه او څرګنده یې کړه، چې که ایران د یمن په چارو کې مداخله نه وی کړې، د یمن اوضاع به داسې نه وه شوې. ایتلاف له سازمان څخه وغوښتل، ترڅو د ماشومانو د روغتیا په موخه له ایتلاف سره خپلې مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو رییس انتونیو ګوتریش، په نړۍ کې د «ماشومانو د حقونو د نقض» راپور پرون د امنیت شورا ته تسلیم کړ. راپورونه ښيي چې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف، چې د حوثیانو پر وړاندې جنګېږي، د ماشومانو د روغتیا د نقص له امله په تور لېست کې شامل شو. همدارنګه دغه راپور «حوثیان»، نورې جنګې ډلې او القاعده هم د ماشومانو د حقونو ناقضین بولي او د ۶۸۳ماشومانو د وژنې مسئولیت یې د ایتلاف د هوایي بریدونو پر غاړه اچولی.

یمني رسنیو له سیاسي سرچینو څخه نقل کړې، چې د یمن د بحران پشنهادي طرحه عربي ایتلاف پر مخ وړي. بشنهادي طرحه هغه نسخه ده، چې د ملګرو ملتونو د استازي اسماعیل ولد شیخ به پر مخ وړله، چې دا ځل د هغه نایب معین شریم د هادي راتلونکي او خبرو اترو د ځای په اړه د ځینو تعدیلاتو په وړاندې کولو هغه پر مخ وړې ده.سرچینې ښیي چې خبرې اترې به یوه درېیمګړي ته د الحدیده بندر د تسلیمولو په شرط مخ ته یووړل شي. سرچینو ویلي چې ایتلاف هڅه کوي تر څو راتلونکې خبرې اترې د عمان په پلازمېنه مسقط کې تر سره شي. دې ته په اشارې سره چې د ملګرو ملتونو نایب استازی به ژر تر ژره د صنعاء لیدنه وکړي او سرچینو د حوثیانو د انقلاب د کمیټې له غړي صادق ابو شوارب څخه نقل کړه، چې هغه د خبرو اترو پر رد ټینګار کړی.

له بل لوري، نړیوالې سرچینې د عربي ایتلاف او د ملګرو ملتونو په مرسته نړیوالو بنسټونو ځینې تحرکات ښیي، داسې تصمیمونه شته چې د یمن په اړه د ایتلاف او د ملګرو ملتونو په همکارۍ د ځینو نورو نړیوالو پلاوو ناسته تر سره شي او ښکېل لوري سره یو ځای کړي. سرچینو د «عدن الغد» له ورځپاڼې څخه نقل کړې، هغه ناسته چې د اردن په پلازمېنه عمان کې په یمن کې د انساني وضعیت په اړه تر سره کېږي او د لګښتونو او دولتي کارمندانو د معاشونو په برخه کې د نړیوال صندوق استازي، عربي ایتلاف اوملګري ملتونه برخه اخلي.د سرچینو له قوله دغه ناسته هغه وخت تر سره شوه، چې نړیواله ټولنه دې پایلې ته ورسېده تر څو د هادي حکومت د یمن د پیسو چاپ ودروي، ځکه چې په دې وروستیو کلونو کې ډېرې بې ارزښته شوې.

په یمن کې به د امریکا او انګلیس سیالي، تل د یمن خلکو ته وژنه او لوږه راوړي؛ هغه که د جنګ، بمباریو له امله وي که د اساسي روغتیايي تعطیلاتو او یا د بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړولو او معاشونو د بندولو په سبب د ساري ناروغیو د پراختیا له امله وي. دغه ټول مصیبتونه د هغو خونړیوشخړو له امله دي، چې په ځايي رقیبانو کې دوام لري او نقشه یې امریکا او انګلیس رسموي.

امریکا چې پر ملګرو ملتونو تسلط لري، حوثیانو سره مرسته کوي او هغوی مظلوم ښیي، ترڅو یې په نظام کې شریک کړي، نو دغې موخې ته د رسېدو لپاره  پر ښکېل لورو په ځانګړې ډول پر سعودي فشار راوړي،چې د امریکا سیاسي حل لاره ومني. سعودي هغې ته مثبت ځواب ورکوي، خو د انګلیس پلویان د انګلیس پر دغه کار ټینګارکوي، په ځانګړې ډول د هادي لوری هڅه کوي چې د حوثیانو پر وړاندې نظامي حل لاره پر مخ بوځي، ملګري ملتونه او  په یمن کې د دوی نورې څانګې، پر ډواړو لورو عربي ایتلاف او پر هادي ډول ډول فشارونه راوړي؛ لکه: په جنګي جرمونو کې د وژنو د مسولیت منل او له حوثیانو سره د مساوي مسولیت منل، د هادي او د هغه د حکومت د صلاحیتونو د کمولو لپاره پرې د اقتصادي فشارونو راوستل او د ملګرو ملتونو او ایتلاف لخوا د معاشونو د تمویل لپاره کار.

د حوثیانو د ګټو پر محور د یمن د کرکېچ اوږدول او په دغې خاوره کې د هغوی لپاره د استوګنې پیدا کول، هغه پلان دی، چې امریکا او ملګري ملتونه یې غواړي. په مقابل کې یې انګلیس او د هغه پلویان، هادي او صالح د امریکا او د دې هېواد د پخواني وزیر جان کېري رول ردوي.

سمه حل لاره، چې د یمن اهل ژوغورلی او د دواړو لورو تر منځ جګړه درولی شي، هغه حل لاره ده، چې له اسلامي عقیدې او دیني ورورولی یې سرچینه اخیستې وي او د یمن پر عالمانو او هغو کسانو چې پر اسلام یې منګولې لګولی، لازمه ده چې د ظالمانو لاسونه پرې کړي او د حق او  نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس پر لور یې راوګرځوي، ترڅو وژغورل شي او ټول مسلمانان یووالی او عزت پیدا کړي.

لیکوال: عبدالمومن زیلعی

د حزب التحریر – ولایه یمن د مطبوعاتي دفتر رییس

ژباړن:علي عمار

Last modified onپنج شنبه, 26 اکتوبر 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې