یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
په عراق او سوریه کې امریکا ته د ايران له خدمت وروسته امریکا د ايران پر وړاندې خپله رویه بدلوي
بسم الله الرحمن الرحيم
په عراق او سوریه کې امریکا ته د ايران له خدمت وروسته امریکا د ايران پر وړاندې خپله رویه بدلوي

دا خبره ورځ تر بلې څرګندېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوسنی چلند د ایران پر وړاندې یوازې د ایران د هستوي پروګرام لپاره نه؛ بلکې په حقیقت کې د ایران له سیمه‌ییزو فعالیتونو سره هم اړه لري. د رویټرز د رپوټ پر بنسټ چې د ۲۰۱۷م د اکتوبر پر لسمه خپور شو او پکې راغلي: ایران د سه شنبې په ورځ متحده ایالاتو ته وویل:که ډونالډ ټرمپ د ایران سپاه پاسداران ټرورستي سازمان ونوموي؛ دوی به هم له خپلو  ټولو لارو چارو څخه کار واخلي. دا علان له هغه وروسته وشو، چې دولت وویل:‌‌که داسې کوم عمل وشي؛ واشنګټن به پخپله د ټرورېزم ملاتړی وي.تمه کېږي چې ټرمپ به په همدې اونۍ کې  په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي، چې څرنګه د په سیمه کې ایران خپل نفوذ ته دوام ورکړي.

همدا ډول تمه کېږي چې ټرمپ به د ۲۰۱۵م لویه معامله فسخه کړي. ایران د نړیوالو قدرتونو له لوري له ګڼ شمېر هغو نړیوالو بندیزونو سره مخ دی،چې د خپل هستوي پروګرام په بندولو سره به ترې لرې شي. د ټرمپ دغه اعلان به ډېر ژر د دغه تړون د لغوه کولو مخه ونیسي او دا پرېکړه به کانګرېس ته پرېږدي او هغوی به په ۶۰ورځو کې پرېکړه وکړي؛ چې د بندیزونو لړۍ تازه کړي که نه.همدا راز له نوموړي تمه کېږي، چې د ایران تر ټولو ځواکمن پوځ د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران دې د ټرورېستي ډلې په توګه ونوموي. د امریکا لخوا پر سپاه پاسداران بندیزونه کولی شي، چې په عراق، سوریه او هغو هېوادونو کې پر روانو شخړو اغېز وښندي، چې ایران او واشنګټن دواړه پکې د هغو جنګیالیو ډلو ملاتړ کوي؛ چې د اسلامي دولت د وسلوالو ډلو پر وړاندې جنګېږي.

امریکا اوس ایران ته ځکه په غوسه ده، چې د ایران پاملرنه خپلې ورکړل شوې دندې ته ور واړوي. ایران په واقعي توګه په افغانستان، عراق او اوس په سوریه کې د امریکا د اجنډا په پلي کولو کې په بشپړه توګه مرسته کوي. د اوباما په دوره کې د ایران د هستوي تړون له منځه وړلو څخه د امریکا موخه دا وه، چې له ایران سره عادي اړیکې پیل کړي، تر څو د ایران په چوپړ سره د امریکا لاس نور هم برلاسی شي. امریکا اوس په دې په غوسه ده، چې ایران له روسیې سره په ګډه په سوریه کې د خپل مسولیت له پولو اوړي او هڅه کوي چې د اسد ځواکونه د سوریې سوېل‌ختیځ ته راستانه کړي. امریکا له دې سره مخالفه ده، ځکه چې امریکا غواړي په سوریه کې د هغه پلان په څېر غیر متمرکز نظام ځواکمن کړي، لکه څنګه یې چې په عراق کې رامنځته کړ.

امریکا د اسلامي نړۍ د کنټرول له لاسه ورکولو په حال کې ده. امریکا چې کومې اسلامي خاورې ته ځي هلته له جهاد سره مخ کېږي او د امریکا تر ملاتړ لاندې رژیمونه ورځ تر بلې مجبورېږي، چې پر خپلو خلکو د غرب د پالیسۍ د تحمیلولو لپاره ظلم او دیکتاتورۍ ته مخه کړي. امریکا د پخوانۍ برېټانیا تکتیکونه کاروي چې اسلامي رژیمونو یو د بل پر وړاندې کاروي او له مصر څخه یې په لیبیا کې، له پاکستانه په افغانستان کې، له سعودي نه په یمن کې، له ترکیې نه په سوریه کې ګټه واخیسته اوهر یو یې په دغې پروسه کې د سیمه‌ییز ځواک په توګه کاروي او ایران هم له بده مرغه یو بل هېواد دی چې همدغه بڼه لري.

امریکا د ایران له غیر مستقیمې مرستې پرته افغانستان ته نه شو راتلی او همدا ایران و چې امریکا یې د عراق له اشغال ضد پیاوړي جهاد څخه وژغورله؛ هغه جهاد چې نه یوازې د امریکا د شړلو ګواښ پکې تر سترګو کېده، بلکې د امریکا لاسپوڅی عراقي رژیم یې هم راپرځولو.همدا ایران و چې د امریکا د ګټو خوندي کولو لپاره یې په هغه مهال کار وکړ، کله چې په سوریه کې د امریکا اجېنټ، بشارالاسد د عربي پسرلي له پراخ انقلاب سره مخ شو. په بدل کې یې ایران وتوانېد، چې د بغداد او دمشق رژیمونو بې ارزښته وفاداري لاسته راوړي او اجازه ورکړل شوه؛ چې له غربي هېوادونو سره ډېره محدوده سوداګري او دېپلوماتیکې اړیکې ولري.

د ایران دغه لوبه ډېره ځوروونکې ده. د ایران د ۱۹۹۷م له انقلابه تمه کېده، چې یو اسلامي انقلاب به وي چې نه یوازې فارسي سلطنت به راوپرځوي؛ بلکې ایران به د بهرنیو قدرتونو په ځانګړې توګه امریکا له چاپلوسۍ هم خلاص کړي.ایران په۱۹۸۰مه لسیزه کې د خليج وحشتناکه جګړه تېره کړه، په دغې جګړه کې صدام حسین په غربي وسلو سمبال و او د ایران ځوان نسل پر وړاندې یې د کیمیاوي وسلو له پراخې کارونې کار واخیست. کله چې ایراني رهبران د کفارو چاپلوسي کوي؛ نو دا ټولې قربانۍ به څه ارزښت ولري، همدا اوس هم له روسیې سره یو لاس دي اود بشار الاسد له وحشي رژیم څخه  ملاتړ کوي؛ هغه چې نه یې سني مسلمان بولي او نه یې شیعیه. په بنسټیزه توګه په ایران کې انقلاب د اسلامي شرعیت په حاکمولو کې پاتې راغی، په بدل کې یې د ویسټفالن د دولت په څېر، یو غربي ډېموکراټیک جمهوري نظام غوره کړ.

تش په نامه مسلمانو متفکرینو د د داسې دولتونو ډول ډول بڼې په ټولو اسلامي هېوادونو کې رامنځته کړې. چې اصلي موخه یې د اسلامي شریعت د تطبیق پر ځای د غربي سیکولر لېبرال فکر منل دي، چې په اسانۍسره به د غرب عیسوي کلتوري میراث د اسلام ځای ونیسي. دغه هېوادونه ادعا کوي، چې د اسلام ستر ارزښتونه تمثیلوي، په دې توګه اسلام د یوه قانوني نظام په توګه نه؛ بلکې د یوې معنوي او اخلاقي سرچینې په توګه معرفي کوي. که ایراني حکام د شرعي قوانینو تطبیق ته ژمن وی، نو دوی به له شرعي حکم سره سم له کافرو امپریالیستانو سره نه وی یو ځای شوي. الله سبحانه و تعالی په سپېڅلي قران کې فرمایي:

﴿...وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلاً

[النساء:۱۴۱]

ژباړه: ...الله د کافرانو لپاره پر مسلمانانو د برلاسي کېدو هېڅ کومه لاره نه ده جوړه کړې

دغه ایت ډېره ښه بېلګه ده، چې څنګه له الهی نصوصو څخه د معنوي او اخلاقي لارښوونو او بهرني سیاست شرعي حکم راوباسو. د اسلامي فقې د اصولو له مخې، دغه ایت د الله سبحانه وتعالی له نیت او عمله بحث نه کوي، که څه هم په ژبني لحاظ همداسې ښکاري ځکه که داسې وی، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به یې  په واقعیت سره د پېښو مخه نیولې وی.

له دې امله، دا یوازې داسې تفسیرولیاو ژباړلی شو، چې پر مسلمانانو باندې کافران حاکمیت نشي کولی.  دا داسې ده لکه یو سړی یې چې زوی ته وایي: مېلمه محترم دی، دغه خبره په حقیقت کې زوی ته یوه لارښوونه ده چې مېلمه ته احترام وکړئ که څه هم ژبنۍ بڼه یې معلوماتو غوندې ده. په پایله کې، مسلمانانو ته اجازه نشته چې د بهرنیو کافرانو د سیاسي اجنډا په خدمت کې وي، په ځانګړې توګه، که دغه اجنډا په دې برخه کې مرسته کوي چې دوی پر اسلامي هېوادونو کنټرول او نفوذ پیدا کړي.له بل پلوه، عصريپال (مدرنیست) له اسلام څخه په اسانۍ سره اسلامي ارزښتونه لکه: «په اسلام کې مرسته» را اخلي او له خپلې غوښتنې سره سم یې تفسیروي.سره له دې بیا هم، انقلاب ته د امریکا ضد نوم ورکوي او که د ځینو عناصرو ظاهري اخلاص او صداقت ته وګورو؛ دا ځوروونکې ده، چې وینو ایران لا هم د امریکا له اجنډا څخه پیروي کوي. او بله دا، چې د ایران رهبري د دین او امت د ګټو پر ځای د خپلو خلکو او مذهب ګټې اړینې بولي، سره له دې چې اسلام ملي او فرقه یي ویش نه مني. اسلام د نظرونو اختلاف او فکري بحثونه په پرانیستې غېږه مني او  په پایله کې مسلمانان واحد امت دی او د واحد الله سبحانه وتعالی عبادت کوي.

ایراني حکامو فکر کاوه، چې له امریکا سره به د دوی یو ځای کېدل د دوی ځواک او د دولت نفوذ زیات کړي. دوی خپله ملي او مذهبي اجنډا په افغانستان، عراق او سوریه کې د نورو مسلمانانو تر ګټو اړینه وګنله. سربېره پر دې، د ایران حکامو لکه د نورو اسلامي دولوتونو د حکامو غوندې، لا هم نه ده درک کړې، چې کفار پرته له خپلو ګټو بل څه ته ژمن نه دي.امریکا کله له مسلمانو حکامو څخه ګټه اخلي او کله یې پرېږدي او دا زموږ ځینو حکامو تجربه کړې، خو بیا هم نه شعور او نه وقار لري، چې د امریکا هرکلیو ته په داسې حال کې ادامه ورکوي؛ چې څو ځلې پرې رټل شوي.

اوس یې وخت را رسېدلی، چې د ایران مخلص مسلمانان نشنلېزم او مذهبپالنې ته په بشپړه توګه، نه ووایي او مسلمانان یو د بل تر څنګ، اسلام ته صادق او د کفارو پر وړاندې ودرېږي. دا مسلمانان به هغه وخت د خپلو چارو بشپړ کنټرول تر لاسه کړي، چې د نبوت پر منهج داسې راشده اسلامي دولت، چې د واحد امام تر رهبرۍ لاندې اسلامي شریعت پلی او نړۍ ته یې پیغام ولېږدوي؛ تاسیس کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

فایق نجاح

ژباړه: عبادالله

1 comment

  • عصمت الله  سلیمی
    عصمت الله سلیمی سه شنبه, 31 اکتوبر 2017 22:04 Comment Link

    دا خو واضح اوښکاره ده چی غربیانو دمسلمان امت او اسلامی نظام دمنځته راتلو لپاره دهمدغه قدرت پلوه او مذدورو حاکمانو حخه استفاده کړی او کوی یی ترڅو دیواسلامی نظام دمنځته راتګ او جهاد مخه همدی پخپل وطن اوخاوره کی ونیسی اویاهم دیومسلمان ملت په وړاندی همدا مذدوران بل مسلمان ملت وجنګوی. اوسنی طرهه کیدای سی چی ایران دافغانستان او پاکستان دامنیت دخرابه ولولپاره وکاروی او غربیان خپلواهدافوته ورسیږی ځکه دسیمی په ناامنی کی به دوی ته ډیری دوحشت پروژی په کامیابی سره سرته ورسیږی. او دمسلمانانو منابع به په ډیره بی رحمی سره چور اوتالان کړی.
    مننه کورموودان
    سلیمی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې