یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
حَبلُ‌المـَتین (۷): د اسلام له لیدلوري د ارامۍ او خوشالۍ په لټه کې (۲)
بسم الله الرحمن الرحيم
حَبلُ‌المـَتین (۷): د اسلام له لیدلوري د ارامۍ او خوشالۍ په لټه کې (۲)

ارامۍ او خوښۍ ته اسلام په کوم نظر ګوري؟

د مشهور کتاب «خوښي» لیکوال پروفیسور ریچارد لایارد د خپل کتاب په وروستیو کې په ژوند کې د نارضایتۍ له کړکېچه د وتلو لپاره وړاندیز کوي، چې د خوښۍ او ارامۍ ته د رسېدو یو خورا مهم لامل یو لړ ثابت او همېشني ارزښتونه او تر دې هم مهم په ژوند کې هدف درلودل دي.

جالب ټکی دا دی، چې اسلام اساساً د ژوند له هدفه پيلېږي. په اسلامي نړۍلید کې ارامۍ ته رسېدل د ژوند خورا اساسي پوښتنو ته د ځواب ورکولو له لارې تر سره کېږي. اساسي پوښتنې: له کومه ځایه راغلی یم؟ د څه لپاره راغلی یم؟ چېرې ځم؟ دغو پوښتنو ته هر ډول ناسم او نه قانع کوونکی ځواب د وګړي په ژوند کې د پرېشانۍ او اظطراب لامل کېږي. مګر کله چې یو وګړی دغو پوښتنو ته سم، عقلي او قانع کوونکی ځواب ومومي، د ده د ذهني ارامۍ او د زړه د ډاډ لامل کېږي او سکینت تر لاسه کوي.

اسلام خپلو پيروانو ته په ژوند کې جالب میکانیزمونه ترسیم کړي، چې په درک او پلي کولو یې د انسان زیاتې رواني ستونزې حل کېږي:

۱. قضا او قدر: د قضا او قدر مفهوم د اسلامي عقیدې یو اساسي مفهوم دی، چې په وسیله یې یو مسلمان درک کوي، چې په ژوند کې ډېری داسې مسایل شته، چې کنترولوی یې نه شو. په حقیقت کې انسان په دوو دایرو کې ژوند کوي. پر یوه یې چې د اعمالو دایره ده، تسلط لري؛ خو پر بله چې د حوادثو دایره ده، تسلط نه لري.

هغه دایره چې وګړی تسلط نه ورباندې لري، هغه مهال ده، چې داسې يوه پېښه کېږي، چې د وګړي له کنتروله بهر وي او دفع کولی یې نه شي. په دې اړه اسلامي عقیده موږ ته داسې ښوونه کوي، چې  خیر او شر ټول د الله سبحانه وتعالی له لوري دي او د حادثې د راتګ په اړه باید اندیښنه ونه شي یا یې د خیر او شر عاقبت ونه ټاکل شي. دا مسئله د دې لامل کېږي، چې ډېر هغه مسایل له منځه ولاړ شي، چې په ژوند کې د یوه وګړي د تشویش لامل کېږي او شخص د هغو مسایلو په اړه، چې کنترول نه پکې لري یا یوه حادثه چې ده ته ورپېښه شوې یا په راتلونکي کې څه ورپېښېږي یا ولې د نورو خلکو غوندې شتمن او د مقام خاوند نه دی او دې ورته نورو په اړه تشویش نه کوي.

پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: «که څه درپېښ شي، مه وایه، چې که مې داسې او هسې کړي وای، داسې او هسې به شوي وو. ووایه چې د الله سبحانه وتعالی قضا وه او څه یې چې غوښتل، همغسې وشول، ځکه «که» د شیطان د نفوذ دروازه پرانیزي.»

د غرب لپاره دا یوه خورا ستره ستونزه ده، ځکه په غرب کې غالبه مفکوره مادي مفکوره ده او په دې نظر دي، چې حوادث او پېښې دوی کنترولولی شي یا ډېری پایلې او لاسته راوړنې خپلو هڅو ته منسوبوي. مثلاً وايي: که وګړی په خپل وخت کې مناسب انتخاب ولري، دا ډول پایلې لاسته راوړلی شي. دا مفکوره سمه نه ده، ځکه زیاتره کسان پر دې سربېره چې زیاته هڅه کوي، بیا هم له ناکامۍ سره مخ کېږي. نو د قضا او قدر د مفهوم د نشت په صورت کې دا ناکامي د وګړي په ژوند کې د ژورې نارضایتۍ او تشویش لامل کېږي. دا حالت د وګړي ژوند له داخله ورستوي او د هلاکت کندې ته يې غورځوي.

۲. د شتمنۍ او مقام مفهوم: پر نړۍ د پانګوالي نظام حاکمیت او نفوذ ته په پام له شتمنۍ او پانګې سره تړلې مفکورې او مفاهېم زموږ په وخت کې زیات اهمیت لري. البته دا ټکی باید روښانه شي، چې د نارضایتۍ په اړه زیاتره څېړنو ته چې په دې مقاله کې اشاره شوې، په شتمنۍ پورې تړلې دي، موضوع داسې درک نه شي چې د مقالې موخه په نړۍ کې د ځينو نورو مفکورو تایید دی، چې شتمني ذاتاً شر ګڼي.

بلکې محوري موضوع د شتمنۍ په اړه د اسلام پر متفاوت لیدلوري بحث دی. اسلام شتمني درلودل نه غندي او شر یې نه ګڼي، بلکې د شتمنۍ په اړه یې مفکورې او لیدلوري اصلاح کړي. په واقعیت کې اسلام شتمني امتیاز نه ګڼي؛ خو هغه کسان چې ټوله هڅه او هاند او د ژوند اصلي تمرکز یې د شتمنۍ جمع کول وي او له اخرته غافل وي، پر هغو یې حمله کړې او غندلي یې دي.

په اسلامي نصوصو کې د شتمنۍ په اړه زیات بحثونه شوي دي. د اسلامي عقیدي یو مورد دا دی، چې وايي رزق د الله سبحانه وتعالی له لوري دی او سبب نه لري؛ یعنې امکانات، اسانتیاوې، مادیات او شتمني رزق دی، چې د الله سبحانه وتعالی له لوري تعین شوي، وګړي ته رسېږي او د هغه هڅه یې پر زیاتي او کمي هېڅ اغېز نه لري. البته داسې فهم نه شي، چې رزق تعین شوی، نو وګړی یې د تر لاسه کولو لپاره هڅه ونه کړي، بلکې د رزق لپاره هڅه هم یو شرعي حکم دی او وګړی باید د خپلې نفقې لپاره هڅه وکړي. مګر اسلام له فکري او رواني اړخه دا ستونزه حل کړې ده.

د دې تر څنګ اسلام د حسادت او بخل په اړه ګواښ کړی او دا دوه صفتونه د سترې نارضایتۍ د تولید او له خپل حالت سره د یو شخص د اړیکې د پرې کېدو لامل کېږي. شخص خپل نعمتونه نه شي شمارلی، ځکه احساس کوي، چې زیاتره څيزونه چې نور یې لري، دی ترې بې‌برخې دی.

پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د حسد او د شتمنۍ پر اساس د سیالیو په باب فرمايلي دي: «حسد ته متوجه اوسئ، حسد د انسان نېک اعمال داسې خوري لکه اور چې خس خوري.» په بل حدیث کې فرمايي: «تر ځانه ټيټو کسانو ته وګورئ او هغو کسانو ته مه ګورئ، چې تر تاسو لوړ دي. دا غوره کار دی، چې د الله نعمت کم او سپک ونه ګڼئ.» (دا د مسلم لفظ دی).

۳. ښه او مثبت تعبیر: اسلام د یوه مسلمان پر تعبیر زیات بحثونه لري او په یوه ډول یې خپلو پيروانو ته پر خوشبینۍ او مثبتګرايۍ تاکید کړی او په همدې موخه یې انسان ته ځينې خورا اساسي  تعبیرونه اېښي، تر څو انسان وکولی شي، د دغو اساساتو په سیوره کې خپل ځان له منفي تعبیرونو لرې کړي. داسې تعبیرونه لکه: په پېښو کې د خیر وشر نه تعینول، رزق او اځل سبب نه لري، د الله سبحانه وتعالی په اړه نېک ګومان درلودل، په ژوند کې خوف او رجا درلودل او دا چې هره حادثه مومن ته ورپېښېږي، په نهایت کې د ده په خیر تمامېږي.

د دې تر څنګ اسلام د انسان په داخلي ارزښتونو تاکید کړی، چې له اساسه هر انسان له خپلو داخلي ارزښتونو سره سم تعبیر کوي او که دغه داخلي ارزښتونه ناسم وي، پېښې ناوړه تعبیروي، مثبت موارد هم منفي تعبیروي او ګیلاس نیم خالي ویني.

جالب ټکی دا دی، چې اسلام د غرب د مبداء پر خلاف انسانان یو د بل په اړه په نېک ګومان ته هم هڅوي او دا حالت د کینو او بدبینیو د کمښت لامل کېږي او په ټولنه کې اقتصادي او ټولینز رقابتونه کمرنګه کوي. نن د غرب ستره ستونزه د بې‌باورۍ ده، د باور اساس پر ښه تعبیر څرخي او غربي انسان ځان له منفي تعبیرونو نه شي خلاصولی، ځکه غربي مفکوره نوموړی بخل، حسادت او له نورو سره رقابت ته هڅوي.

۵. له دنیا سره زړه نه تړل: که څوک د ژوند هدف درک کړي، مومي چې د دنیا ژوند ډېر لنډ او ژر تېرېدونکی دی او ژوند کولو ته زیات وخت نشته، چې دنیا دی خپل ځان ته جذب او زړه یې په ځان پورې وتړي. البته دا په دې معنی نه ده، چې موږ په ژوند کې پر هندويي راهبانو او زاهدانو بدل شو، چې دنیا ته یې شا کړې؛ بلکې هدف دا دی، چې زموږ زړونه په دنیا پورې ونه تړل شي او زموږ توجه او اصلي تمرکز له اخرته دنیا ته وانه وړي.

که له یاده وباسو چې په دنیا کې ژوند موقتي دی، د دې لامل کېږي چې که حالات او حوادث په کومه بڼه چې موږ یې غواړ، پر مخ ولاړ نه شي یا په ژوند کې له زیان سره مخ شو یا هغه مسایل جدي نیول چې په اوږد مهال (آخرت) کې ډېر مهم نه دي، د بې حده تشویش، اظطراب او پرېشانۍ لامل کېږي. الله سبحانه و تعالی د دې دنیا د ژوند د حقیقت په اړه فرمایلي دي:

﴿اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِي الْأَمْوَالِ وَالْأَوْلَادِ﴾

[حدید: ۲۰]
پوه شئ چې د دنیا ژوند په حقیقت کې لهولعب، سینګار، یو پر بل فخر کول او په مالونو او اولادونو کې زیادت غوښتل دي.

همدرانګه رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم موږ ته داسې توصیه کړې: «د یوه غریب (پردي) انسان او لاروي په څېر ژوند وکړئ».

په پایله کې، یادو شوو مواردو ته په پام اسلامي مفاهېم او ارزښتونه په خورا غوره بڼه انسان ارامۍ او سکینت ته رسوي؛ خو په دې توپیر چې انسان ته تذکر ورکوي، چې واقعي او حقیقي ارمتیا بې له جنته په دنیا کې نه پيدا کېږي، نو بې‌ځایه په دایمي ارامتیا پسې مه ګرځئ.

نو اړینه ده، چې خپل ځان د غربي فرهنګ له اغېزه پاک کړو او په مقام، شتو، سیاسي موقف پسې له بې‌ځایه منډو ترړو ډډه وکړو، تر څو وکولی شو، د ژوند ستر هدف ته، چې د الله سبحانه وتعالی رضایت دی، ورسېږو. مګر په دې لاره ستر خنډ هغه مفکورې او مفاهېم دي، چې د وخت په اوږدو کې مو تر لاسه کړي. دا مفاهېم موږ نه پرېږدي چې ځان له دغې باطلې کړۍ وباسو؛ بلکې دغو افکارو موږ په داسې دام او زندان کې اچولي یو، چې له راتلونکي شدیده وېره او اظطراب لرو او د هغو مسایلو په اړه انديښمن یو، چې هېڅکله یې نه شو خنثا کولی او دا حالت ژوند له خڼدونو سره مخ کوي.

باید له یاده ونه باسو چې د دغه وضعیت د بدلون لپاره اساسي حل‌لاره د اسلامي ارزښتونو تر چتر لاندې یوه واقعي فضا جوړول دي، تر څو امت وکولی شي، په دې فضا کې ځان د دیموکراسۍ له چټلو ارزښتونو خلاص کړي او د اسلامي ارزښتونو په تطبیق چې د انساندوستۍ، مثبتپالنې، له رجاء سره د یو ځای خوشبینۍ ډک دي؛ یو ځل بیا سکینت، خوښي، دبدبه او جلال د طلايي ماضي په څېر دردېدلو اسلامي خاورو ته راوړي او نورو ملتونو ته د دغو ارزښتونو په حمل نړۍ د وینې زبېښونکې پانګوالۍ- دیموکراسۍ د پوچو ارزښتونو او ښامارانو له دامه وژغوري. د دې ورځې رارسېدنه هغه چا ته چې انتظار یې لري، نږدې ده.

مصدق سهاک

د حزب‌التحریر ـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې