یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر کمپاین: «له اسیرې جنات بیسبالوفای څخه ملاتړ!»
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر کمپاین: «له اسیرې جنات بیسبالوفای څخه ملاتړ!»

(ژباړه)

نن سلګونه هغه روسي مسلمانان چې له حزب التحریر سره یوځای فعالیت کوي، د روسيې د جنایت کار حکومت له خوا د روسیې په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي؛ روسي حکومت دغه مسلمانان په هغه دروغجنه فیصله کې په ترهګرۍ تورن کړل، چې په ۲۰۰۳م کې د روسیې د سترې محکمې له خوا  صادره شوه او حزب التحریر یې د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړ. د روسیې د  محکمې د دغې بې سارې فیصلې پر بنسټ، سیاسي اسلامي حزب التحریر تروریستي حزب ګڼل کېږي. د حزب التحریر د غړو پر وړاندې د روسیې د قوانینو تشدیدول د روسیې د اساسي قانون د اصولو  پر بنسټ نه، بلکې د ترهګرۍ د قوانینو پر اساس تصویبېږي، چې د محکومینو د بند موده پکې ۲۰ کلونو ته رسېدلی ده.

دغه قوانین په ښکاره ډول د روسيې په ټولو سیمو او سانت پترسبرګ ښار کې په ظلم او ستم سره پلې شوي دي، لکه څنګه یې چې په  وروستیو کلونو کې لسګونه دعوتګران زنداني کړل. ۲۰۱۷م د نومبر په ۲۴مه د روسیې امنیتي ځواکونو د حزب التحریر د غړي دعوتګر عیسی رحیموف چې په ۱۲ کاله زندان محکوم شوی دی، مېرمن هم ونیوله. د عیسی رحیموف مېرمن له خپل روسي اصلیت څخه تېره او مسلمانه شوې ده او خپل نوم یې له «اللا» څخه پر «جنات بیسبالوفا» بدل کړی دی. جنات بیسبالوفا په دې دلیل چې له حزب التحریر سره فعالیت کوي ونیول شوه او هغه زندان ته چې مجرمان پکې اوسېږې، وسپارل شوه، ورپسې زموږ د دې خور بند د ۲۰۱۸ م په جنوري کې دوه میاشتې نور هم تمدید شو، چې هغه به د ۲۰۱۸م مارچ تر ۱۶مې د روسیې په زندان کې وي او هماغه ورځ به یې بله محکمه وي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاء مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ﴾

[آل عمران: ۱۱۸]

ژباړه: د هغوی له خولې څخه د دښمنۍ نښې ښکاري او هغه څه چې په زړه کې لري (له هغو بدخواهیو څخه چې ظاهروي یې). لوی دي موږ تاسو ته هغه نښې بیان کړي چې  دښمن او دوست پرې وپېژنۍ، که عقل لرئ.

نو د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر په جدي فعالیت سره د اسلامي دولت د تاسیس او د عاجزو مسلمانو ښځو پر وړاندې د روسیې د ظالم حکومت د کړنو او زندانی کولو د رد او تقبیح لپاره د «له اسیرې جنات بیسبالوفای څخه ملاتړ!» تر عنوان لاندې نړیوال کمپاین تر سره کوي. 

اې مسلمانانو! موږ تاسو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر تګلاره د اسلامي دولت د تاسیس لپاره له حزب التحریر سره کار او فعالیت ته رابولو؛ دا د الله سبحانه و تعالی د رضا لاسته راوړلو لپاره یوازینۍ لاره ده او د اسلامي دولت په بیا تاسیس سره به مسلمانان د کفارو له قوانیونو او د ظالمو حکمتونو له شره وژغورل شي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾

[انفال: ۲۴]

ژباړه: اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه څه په لور بلنه درکړي چې تاسو ته( مادي، معنوي، دنیوي او اخروي ژوند دربښي او  وپوهېږئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی( او کولی شي چې انسان د زړه له غوښتنو او هیلو لرې کړي) او وپوهېږئ کله چې د الله سبحانه وتعالی په مخکې راټول شي حساب او کتاب به درسره کېږي.

اې ربه! موږ سره مرسته وکړه! زموږ خور جنات بیسبالوفا، خاوند یې، د ظالمانو په زندانونو کې ټول اسیر مسلمانان او هغه مسلمانان چې د دعوت په لاره کې د ظلم لاندې دي، ته یې وساتي! اې ربه! کله چې ستا په مرسته مسلمانان اسلامي دولت تاسیس کړي، هغه ورځ راولې، ټولو هغو کسانو چې د اسلامي امت پر بچیانو یې ظلم کړی دی، سزا ورکړو! اې ربه! زموږ دعا قبوله کړه! آمین!.

ژباړن: علی عمار

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې