یکشنبه, ۲۲ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
روسیې اعلان کړه چې د اوربند موخه له غوطې څخه د خلکو اېستل دي
بسم الله الرحمن الرحيم
روسیې اعلان کړه چې د اوربند موخه له غوطې څخه د خلکو اېستل دي

(ژباړه)

د ۲۰۱۸ م د مارچ په لومړۍ نېټه د روسیې دفاع وزارت وویل: (موږ داسې معلومات تر لاسه کړي چې تېره ورځ د لودیځې غوطې اوسېدونکو د حقوق بشر له مدافعینو څخه د مرستې او هغه سیمې چې د وسله والو ډلو په ولکه کې دژر د اېستلو غوښتنه کړې. سرچینه: رشین ټوډې خبرپاڼه) همداراز نن یادې خبرپاڼې د روسیي له انترفاکس خبرپاڼې څخه نقلوي چې د روسيې دفاع وزیر سرګي شویګو د امریکا استازي ډې مسټورا ته داسې پیغام واستاوه چې؛ د روسیې د پوځ اداره هڅه کوي ترڅو د غیر نظامیانو د ژغورنې لپاره سوله وکړي چې د روسیې دغه مرکز په حمیم، لاذیقه حومه کې دی، چې د سوریې له لوړپوړو سره په همغږۍ، غیر نظامیان، ناروغان او ټپیان به په یو بریالي عملیات سره له ختیځې غوطې څخه بهر کړي او په ۲۰۱۸م د فبروري په ۲۷مه د روسیې ولسمشر دستور ورکړ چې د انسان دوستۍ لپاره دې یوه ورځنۍ اوربند اعلان شي.

له دې اوربند څخه موخه یازې او یوازې له غوطې څخه یې د اوسېدونکو اېستل او له هغه وروسته پر غوطې واک درلودل دي چې د انقلابیانو  د له منځه وړلو  لپاره یې د استانې ناسته کې اوربند اعلان کړ او په ترکیه یې چې ددې پرېکړې ضامنه وه اعتماد وکړ. ترکیه چې د دې پرېکړې ضامنه وه انقلابیانو ته یې هیڅ نه دي کړی، بلکې عفرین ته یې د هغوی د پام اړولو او واقعي سنګرونو څخه د لرې کولو او دمشق ته د داخلېدو لپاره توطیه جوړه کړه،  همدارنګه ترکیې او سعودي هم دمشق ته د انقلابیانو د داخلېدو مخه ونیوله او هغوی یې اړ کړل چې څو کلونه له دې پرته چې د دمشق پر مرکز برید وکړي او د مجرم بشار حکومت وپرځوي په غوطه کې پاتې شول.

خو حزب التحریر انقلابیان له دې ټولو توطئیو او دسسیو څخه خبرول، هغوی ته یې ګواښ کاوه او له هغوی څخه یې غوښتل چې د ترکیې او سعودي خبرو ته غوږ ونه نیسي او د جنایتکار حکومت د له منځه وړلو لپاره دمشق ته ننوځي.

حمزه "پارسا"

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې