- مطابق
په سوریه کې پر ادلیب باندې د برید کولو لپاره یو ځل بیا د جګړې ډولونه وهل کېږي. د بشار اسد پوځونه او ملګري یې ایران او روسیه پر ادلیب باندې چې د انقلابیونو اوه کلن سنګر دی د برید کولو هلې ځلې ګړندۍ کړې دي. اوس هره ورځ نوي خبرونه دا وي چې سوریه او ملګري یې پر ادلیب هوايي بریدونه کوي او خپل پوځونه ورنېږدې کوي، ترکیه روانه وژنه غندي او امریکا ګواښونه کوي که په دې جګړه کې کیمیاوي وسله وکارول شي، مداخله به وکړي. د جګړې ټول اړخونه په ښکاره داسې څه څرګندوي چې د دوی اصلي موخې او نیتونه ورباندې پټ شي او په هغه څه چې رښتیا یې دوی سرته رسوي پټوي. مګر موږ د جګړې په اصلي موخه پوهېږو او پوهېږو چې په دې جګړه کې حقیقت او دروغ څه دي او موږ حقیقت او دروغ بېلولی شو.
اردوغان او ملګري یې خپلې کړنې داسې وړاندې کوي چې ګواکي د بشار اسد پر وړاندې له انقلاب کوونکو څخه ملاتړ کوي. د ترکیې حکومت د عربي پسرلي په لومړیو کې د سوریې له پوځ څخه ملاتړ کاوه او او دوی ته یې روزنه او وسلې ورکولې او وروسته یې بیا د سوریې له ازاد پوځ څخه ملاتړ کاوه او دوی ته یې په ترکیه کې زده کړې ورکولې او وسله وال کول یې. د فرات د سیند د ډال په نامه د عملیاتو له لارې یې په ادلیب او د سوریې په شمال کې خپل پوځونه په څو اډو کې ځای پر ځای کړل.
د دې اډو د ځای پر ځای کولو ترڅنګ یې د رژیم پر وړاندې له جنګېدونکو ډلو سره لږ اندازه مالي مرستې پیل کړې. مګر کله یې هم دغو جنګیالیو ډلو ته درنې او زیاتې وسلې ورنه کړلې او نه یې هم توغندي ورکړل. یوازې داسې وسلې یې ورکولې چې لنډ هدفونه یې په نښه کولی شوی او بس. د حلب په جګړه کې ترکیې پر جنګېدونکو ډلو زور واچاوه چې له حلب په شا شي او د فرات د سیند د ډال په نامه عملیاتو کې په شمالي کوردي سیمو کې مېشت شي. د ترکیې دغه کار په حلب کې جنګېالي سخت کمزوري کړل او د دی لامل شول چې د حلب ښار یې له لاسه ووزي. ترکیې مخکې په ادلیب کې جنګیالي هڅولي وو چې هغه تړون چې له روسیې او ایران سره ورباندې خبرې شوې وې تقویه کړي.
ترکیې ټینګار کاوه چې پر ادليب پوځي برید به د یوې فاجعې لامل شي، مګر د دوی دا ټینګار د دې لپاره نه و، چې د ادلیب عام ولس وژل کېږي، دوی په ادليب د پوځي عملیاتو په نه کولو ځکه ټینګار کاوه چې دوی نورې موخې درلودې او دغه موخې د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالن د سپټمبر پر ۱۴مه په یوه غونډه کې د فرانسې، جرمني او روسیې استازو ته بیان کړې، کالن وویل: (د هر چا غوښتنه دا ده چې دا موضوع باید له سیاسي اړخه حل شي، نه له پوځي اړخه.) کالن وویل چې ټول په دې پوهېږو چې که پر ادلیب پوځي برید وشي، نو دا به یو لوی بشري ناورین رامنځته کړي او د کډوالو یو لوی سیلاب به راوکوچېږي او د مهاجرینو دا سیلاب به نه یوازې ترکیه ونیسي، بلکې ټوله اورپا به هم ونیسي. د ترکیې یوازینۍ اندېښنه دا ده چې د ادلیب مهاجرین به ترکیې ته ورشي او دا اندېښنه بلکل ورسره نشته چې د ادلیب خلک به ووژل شي. په داسې حال کې چې همدا اوس روسيي هوايي ځواکونه ادلیب بمباردوي او غواړي ځمکنیو بریدونه ته لاره اواره کړي.
روسیې خپل سمندري پوځ د سوریې څنډو ته نېږدې کړی، په دې سمندري پوځ کې ۲۵ کښتۍ، جنګي الوتکې او لوی توغندي شامل دي. د دې ترڅنګ چټکې جنګي کښتۍ هم پکې برخه لري. د کرملېن ویاند ډیمتري پېسکوف وویل چې دا تمرینونه تر ادلیب پورې غځېږي. د کریمیې په سیوستپول ښار کې د روسیې پوځي اډه له سوریې څخه یوازې ۶۰۰ میله واټن لري او د سوریې او کریمې ترمنځ ترکیه پرته ده. دا ټول پوځي تجهیزات د ترکیې د باسفور د تنګي له لارې سوریې ته ځي او ترکیه اجازه ورکوي، په داسې حال کې چې دوی وایي دوی له انقلاب کوونکو سره مرسته کوي. د ترکیې مشران په داسې حال کې په سوریه کې له برید ګرو ځواکونو سره مرسته کوي، چې دوی د عملیاتو په جزایاتو کې له دوی سره اختلاف لري.
د دې عملیاتو په اړه د امریکا استازي جان بولټون په بیت المقدس کې داسې وویل: (موږ رښتیا هم په دې اړه اندېښنه لرو چې اسد به یو ځل بیا کیمیاوي وسلې وکاروي.) نوموړي وویل: (که د سوریې رژیم یو ځل بیا کیمیاوي وسلې وکارولې، نو موږ به په خورا چټکۍ د دوی ځواب ووایو او دوی باید په دې اړه ښه فکر وکړي.) روسیه، ایران او بشار د کلابندۍ، لوږې او بلاخره د تسلیمولو له تاکتیک څخه کار اخلي، دوی په روغتونونو، ښوونځيو او نورو بیخ بنسټونو بریدونه کوي، مګر امریکايي چارواکي یوازې د کیمیاوي وسلو د کارولو نیوکه ورباندې کوي، په داسې حال کې چې څو ځله بشار پر ملکي خلکو کیمیاوي وسلې کارولي دي او امریکا یې پر وړاندې هېڅ هم نه دي کړي. دا اوه کاله امریکا یوازې د بشار پر رژیم تشې نیوکې کړې دي دي او بس چې دا خپله د سوریې له رژیم څخه یو ډول سیاسي ملاتړ دی.
د بشار اسد لپاره به د ادلیب بېرته نیول یوه لویه کامیابي ونومول شي. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۵ کال کې بشار د هېواد زیاته برخه له لاسه ورکړې وه او اوس یې بېرته ورو ورو تر لاسه کوي، چې دا به د نوموړي د رژیم په قانوني توب یو سمبول ونومول شي. روسیه، ایران او سوریه داسې تبلیغات کوي چې ګواکي دوی په ادلیب کې د ترورستانو پر وړاندې جګړه کوي او د دوی دا ادعا به د دوی جرمونه پټ کړي. په ورته وخت کې بشار داسې څرګندوي چې ګواکي د ترکیې او سوریې موخې سره بېلې دي او سوریه په پرلپسې توګه پر اردوغان تور لګوي چې تروریستي ډلې حمایه کوي. په داسې حال کې بشار او اردوغان په ځینو موضوعاتو کې له یو بل سره موافق نه دي، مګر د انقلاب کوونکو پر وړاندې دواړه یو موقف لري او یوازې دوی د انقلابیونو د له منځه وړلو په اسلوب کې مخالفت لري.
مګر دا هم باید په یاد ولرو چې د ادليب نیول دومره اسانه هم نه دي. د ادلیب نیول د سوریې د جنوبي سیمو تر نیولو سخت او پېچلي دي. ادلیب تر درعا، غوطې او قنطیرې لویه او پراخه سیمه ده. همدارنګه په ادلیب کې خورا زیات جنګیالي مېشت دي او هغه جنګیالي چې د سوریې د جنوب د کلابندۍ په وخت کې وتښتېدل ټول ادلیب ته راغونډ شول. بشار کېدی شي په ادلیب کې له یوه زیات شمېر جنګیالیو سره مخامخ شي، په داسې حال کې د سوريې په جنوبي سیمو کې دومره جنګیالي نه وو، نو دا به یوه داسې جګړه وي چې سختې وینې به پکې وبهول شي، ډېره قیمته به پریوځي او وړاند وېینه یې هم سخته ده. که څه هم بشار په وروستیو کې د هېواد زیاته برخه تر خپلې ولکې لاندې راوستلې ده، مګر پوځ یې اوس هم په دې نه دی توانېدلی چې برید کوونکي او تهاجمي جنګونه وکړي، بلکې یوازې په نیول شوو سیمو کې د ګارنیزون د پوځونو غوندې دندې سرته رسوي. دا په دې دلالت کوي چې د سوریې جګړې د سوري پوځ ته سخته ضربه ورکړې ده او سخت زیانونه یې لیدلي دي او د پوځ زیات تجربه لرونکي او ښه روزل شوي کسان یې له منځه تللي دي او دا کمزروي به انقلاب کوونکي وهڅوي چې د سوریې په نورو سیمو کې د بشار رژیم ته ګواښونه پیدا کړي.
په پای کې ویلی شو چې د سوریې راتلونکی برخلیک د سوریې د خلکو په لاس کې نه دی. د سیمې قدرتونه او همدارنګه نړیوال قدرتونه سیالي کوي چې د سوریې په یوه برخه کنټرول ولري او د اووه کلنې جګړې د پای ته رسولو وروسته یې د خپلو موخو او نفوذ لپاره وکاروي. د اسلامي نړۍ لپاره دا ډېر لوی شرم دی چې په ادلیب کې له پېښېدونکي ناورین او عام وژنې سره مرسته کوي. د دې غدر او خیانت په لومړۍ کرښه کې ترکي مشران دي، هغه مشران چې له روسيې او امریکا سره یې په پټه د ادلیب د ویجاړولو توطیه جوړه کړې ده.
لیکوال: عدنان خان
ژباړه: انجنیر احرار