- مطابق
په افغانستان کې له دوه ورځنيو پارلماني ټاکنو وروسته د اشرف غني په شمول ډېری لوړپوړي دولتي چارواکي دغه ټاکنې بريالۍ بولي. دوی وايي چې خلکو د وسله والو مخالفينو هر ډول تهديد ته تن ورکړ او ولسواکۍ او ډيموکراسۍ ته يې رايه ورکړه. راځئ د دغه ادعا څرنګوالی په بې پلوه توګه وڅېړو او په لنډ ډول دغه ټاکنې وارزوو.
له شک پرته افغانانو غربي ډيموکراسۍ ته نه، بلکې نژاد، قوم، ژبې، مذهب او پيسو ته رايه ورکړه. ځکه همدا د اشغال او استعمار تر سيوري لاندې ډيموکراسي ده، چې د خلکو د تفکر دايره يې تر دغه کچې کوچنۍ او محدوده کړې ده. هرڅومره چې د انسان فکري ليدلوری محدودېږي، هومره کوچنی فکر کوي. له همدې امله يې د افغانستان د مسلمان ولس هغه اوچت او پراخ فکر چې يو وخت به د بريتانيا او شوروي د امپراطوريو د راپرځېدو سبب کېده او د نړۍ مسلمانانو ته به يې د ويښتابه او مبارزې الهام باښه، هومره تنګ او وروسته پاتې کړ چې تر خپل نژاد، قوم، ژبې، مذهب او موقتې مادي ګټې پرته يې نور هرڅه هېر کړل.
دغه فکري او سياسي وروسته پاتې والی يوازې په ټاکنو کې ثابت نه شو، بلکې د سکاټ مېلر له خوا د جنرال عبدالرازق د وژنې پرمهال هم بشپړ بربنډ شو. پخوا به افغانانو د هند د مسلمانانو مظلوميت ته ځواب وايه او د هغوی د دفاع لپاره به يې لښکرې استولې. يوې خبرې به د ګرګين پر وړاندې د ميرويس خان غيرت را پاراوه او د سترګو په رپ کې به يې هغه تس نس کاوه. وزير اکبرخان به د ميکناټن ښکېلاکي اکټونه نشوای زغملی او په بيړه به يې د هغه مغز په خپله طمانچه باد-باد کړ. مګر دا ځل امريکايي – غربي يرغل افغانان دومره ځپلي او وروسته پاتې کړي، چې نور يې په دا ډول حالاتو کې احساسات نه راپارېږي او يوازې د هغو اصولو او قواعدو پر مټ حرکت کوي چې ښکاري يې د تور یا جال په څېر تر اوبو د ننه پر کبانو خوروي. نيول شوي کبان د ښکاري تر تور یا جال لاندې لنډمهاله خوشالي کوي او ګومان کوي چې آزادي لري، مګر هغوی تر تور یا جال لاندې دي، هر وخت چې ښکاري وغواړي هغوی وژلی، ربړولی او آزادولای شي.
هغه ډيموکراسي چې غرب ځپلو په غربي نړۍ کې ليدلې او هڅه کوي چې هغه په افغانستان کې پلې کړي، اصلاً امکان نه لري. ځکه هغه د غرب لپاره تر ټولو ستر ارزښت دی. امريکا او غرب هېڅکله نه غواړي خپلې مستعمرې پر هغو ارزښتونو سنبال کړي، چې د دوی او د دوی د پلرونو افتخار ګڼل کیږي. بلکې هڅه کوي ترڅو د هماغه افتخار یا ډيموکراسۍ تر نامه لاندې موږ په نژاد، قوم، ژبه، مذهب او سمت سره ووېشي او په داسې ستونزو او ناورينونو مو اخته کړي چې هېڅکله له هغو څخه سر پورته نه کړو. همدا د اشغال او استعمار تر سيوري لاندې وارداتي ډيموکراسي ده او بس. اوس افغانانو هم د همدغې ډيموکراسۍ تر سيوري لاندې ډيموکراتيکې پارلماني ټاکنې ترسره کړې.
د قضيې بل اړخ دا دی چې؛ ريښتيا خلکو د وسله والو مخالفينو هر ډول تهديد ته شا کړه او د ټاکنو مرکزونو ته د خپل نژاد، قوم، ژبې او مذهب پر بنسټ حاضر شول، مګر لاسپوڅي دولت او د هغه د ټاکنو کميسيون څه ورسره وکړل!؟ دولت د ټاکنو پروسه يوازې د يوې پروسې په توګه مديريت کړه، نه دا چې پارلمان ته د خلکو ريښتيني استازي لاړ شي او يا هم په ټاکنه کې د خلکو ريښتينې رايه اغيزمنه واقع شي. بلکې يوازې تمويل کوونکو غربي ولسونو او حکومتونو ته يې په رسنيو وښوده چې په افغانستان کې ډيموکراتيکې ټاکنې ترسره شوې او نوی «مشروع!» پارلمان به ډېر ژر په کار پيل وکړي. نو ځکه يې د خلکو، د هغوی له رايو او احساساتو ناوړه ګټه پورته کړه. حال دا چې يوازې هغه کسان به پارلمان ته لاړ شي چې امريکا او لاسپوڅی دولت يې غواړي.
که څوک وايي چې داسې نه ده، نو ولې يو شمېر امن سيمې تر ټاکنو پورې قصداً نا امنه شولې!؟ ولې د نا امنۍ تر نامه لاندې ګڼ افغانان د رايې له کارولو محروم شول!؟ ولې يې په امن سيمو کې تر نهو يا لسو بجو د ټاکنو مرکزونه بند ساتلي ول!؟ ولې يې په همدغو امن سيمو کې د ماسپښين تر يوې بجې ټاکنيز مواد نه وو رسولي!؟ ولې يې په يوه مرکز کې د ثبت شوو کسانو نيمايي شمېر رايې وکارولې او پر نورو يې د وخت د پای اعلان وکړ!؟ ولې يې په ځینو مرکزونو کې تر ثبت شوو رايو دوه او درې برابره ډېرې رايې وکارولې!؟ ولې يې پر ځينو مرکزونو تش په نامه وسله وال بريدونه وکړل!؟ خلک يې ووېرول او په خپل زړه يې د رايو صندوقونه ډک کړل. او ... نو د شاوخوا ۳۵ ميليونه افغان وګړو څخه د څلور ميليونه رايو پر بنسټ پارلمان به کوم ولسي مشروعيت ولري!
په ټاکنو کې په جزئي ډول په افغانستان کې د امريکا او غرب د نسل د بدلون "Generation Change" پاليسۍ ته هم پوره پاملرنه وشوه. ځکه امريکا د افغانستان د اشغال له پيل څخه تر ننه په تدريجي توګه د افغانانو د ژوند په ټولو برخو کې د نسل د بدلون پاليسي تعقيب کړې ده. پر همدغه اساس يې پخواني مجاهدين لومړی په واک کې ورګډ، ورپسې يې هر يو په ځانګړې بڼه او ځانګړې کچه فاسد کړل او په پایله کې يې په ډېر ذلت او بدنامۍ سره له دندو او واک څخه ليرې کړل. دې ته ورته يې د بېلابېلو پروسو له لارې زرګونه قومي مشران له منځه يووړل. په امنيتي ځواکونو کې يې تر پنځو سوو زيات پخواني جنرالان پر کور کېنول او اوس يې د دغو ټاکنو په ترڅ کې همدغه پاليسي تعقيب کړې، ترڅو د قدرت په هر ډګر کې يوازې هغه ځوانان په کار وګوماري چې د افغانستان د پخوانيو ارزښتونو څښتنان نه وي. هغوی بايد له اسلام او جهاد سره اړيکه ونه لري. هغوی بايد داسې کسان وي چې قومي نفوذ ونه لري او قومي جوړښتونو ته ژمن نه وي. يوازې غربي فرهنګ ځپلي وي او د کپيټليزم او ډيموکراسۍ پر بنسټ د واکمنۍ پلويان وي. نو د همدې پاليسۍ پر بنسټ به يوازې د تېرو رهبرانو ځوان زامن، د غربي سفارت خونو ملاتړ درلودونکي ځوان تکنوکراتان او د امريکا او ناټو ځوان پانګوال قراردادیان پارلمان ته لاره ومومي او بس.
له دې ټولو سترو ستونزو سره-سره به د ټاکنو پايلې جنجالي کيږي، د ولس تر منځ به د نژاد، قوم، ژبې، مذهب او سيمې پر بنسټ لا ډېره تفرقه او بېلتون ته لمن وهل کيږي. مګر استعمارګر دښمن به خپلو امن اډو کې د خير پر غونډۍ ناست وي. د افغانستان له جيوپوليټيک موقعیت څخه به د روسيې، چين او نورو سيمه ييزو هېوادونو پر وړاندې سياسي او نظامي ګټه پورته کوي. د افغان حکومت د تمويل احسان به هره ورځ پر رسنيو د فرد-فرد تر غوږونو رسوي، حال دا چې په لسګونو ځله د دوی تر لګښتونو ډېرې پيسې به يوازې د افغانستان له نشه يي محصولاتو ترلاسه کوي. زموږ د زېرمو او معدنونو لپاره به هره ورځ نوي – نوي پلانونه جوړوي.
نو اې د افغانستان مسلمان ولسه! پاڅه نور د اسلامي عقيدې پر بنسټ راويښ شه! خپلو ستونزو ته د خپلې عقيدې پر بنسټ حللارې ولټوه! خپل ليدلوری د نژاد، قوم، ژبې، مذهب او سيمې په اندازه مه کوچنی کوه! ته د نړۍ په سطحه د ستر اسلامي امت يوه برخه يې! ته د کفري امپراطوريو قبر کيندونکی يې! نو څنګه اسلام څنګ ته پرېږدې او د وارداتي کفري ډيموکراسۍ لپاره وينه تويوې او رايه ورکوې!؟ د دغه نظام له ډيموکراتيکو پروسو سره مقاطعه او د اسلام پر بنسټ د خلکو ويښتابه يوازنۍ حللاره ده. راپاڅه د خپل اسلامي ننګ پر بنسټ غورځنګ جوړ کړه او د وينو خوړونکو، فاسدو او مفسدو جبريه نظامونو پر ځای د راشده خلافت د بيا تاسیس تابیا ونيسه، ترڅو د دنيا سرلوړي او د آخرت نعمتونه خپل کړې.
سيف الله مستنير
د حزب التحرير - ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر رییس