دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د حکومت جوړښت د نامشروع ګټه اخیستونکو سیاستوالو له لوري د یوه ناکام او کاواکه نظام اداره کول!
بسم الله الرحمن الرحيم
د حکومت جوړښت د نامشروع ګټه اخیستونکو سیاستوالو له لوري د یوه ناکام او کاواکه نظام اداره کول!

د يوه کال په تېرېدو سره به ډېر لږ داسې وخت په لبنان کې تر سترګو شوی وي چې یاد هیواد له داخلي کړکېچ، ناکامو او بې ګټو سیاستونو پرته لیدل شوی وي... فرانسې د خپلو ښکېلاکي ګټو په موخه د لبنان د خلکو د وينو په بيه ياد هيواد تاسيس کړ، اسلامي فضا يې له منځه يووړه او هر ټبر يې په لږکيو واړاوه، ترڅو په دولتي نظام کې دننه هر ټبر د چوکيو لاسته راوړولو لپاره مبارزه وکړي. له همدې امله همدغه قومپالنې د هيواد سياسي، اقتصادي او امنيتي بنسټونه زيانمن کړل او د دې هيواد په خلکو کې یې کرکه او دښمني پيدا کړه.

 بیا په ۱۹۷۵م کې تر پیل شوې کورنۍ جګړې وروسته د لبنان دولت د امریکا له لوري میراث شو او هرڅه پکې ګډوډ شول. د طايف د تړون پر بنسټ په لبنان کې «ګډه کابينه» رامنځته شوه. د طايف تر تړون وروسته به په منځنۍ توګه  په لبنان کې هر کال يو بشپړ او بل نيم حکومت تشکيلېږي. په ۱۳ کلونو کې وروسته تر دې چې د سوريې رژيم له لبنان څخه جلا شو، د څلورو کلونو لپاره په نوبت سره مستعفي حکومتونه درلودل. ځکه نو «منظم» فساد او د ونډو تر نامه لاندې د عامه شتمنیو چور په ډېرېدو شو.

پارلماني ټاکنې د ۲۰۱۸م د مې پر ۶ مه ترسره شوې، چې پکې ګډون د استازيتوب له تناسب سره سم ۴۹ سلنې ته را ولوېد، لبنان د جوړېدونکي حکومت پړاو ته دننه شو او سعد حريري پکې منتخب ولسمشر شو، چې له دې سره سم نوې ستونزې رابرسېره شوې. لومړی د پوځ او د دورزي (Druze) مذهبي ډلې ترمنځ لانجه راپورته شوه، وروسته لبناني ځواکونو چې کابو پنځه مياشتې يې همدلته تېرې کړې او ټولې ښکېلې غاړې د يوه حکومت پر جوړېدو سره سلا شول! چې ناڅاپه يوه بله نوې لانجه رابرسېره شوه، چې ايراني پلوی ګوند به له سني متحدينو څخه يو اضافه وزير چې بشارالاسد ته وفادار وي په کابينه کې زیات کړي. لکه څرنګه چې د دورزي مذهبې ډلې او ځواکونو تر منځ د لانجې د حل وړاندوينه نه وه شوې، نو د یاد خنډ د یوې خواته کولو په موخه د حکومت موده نوره هم وغزېده. امريکا په لبنان کې ډېر نفوذ لري، داسې ښکاري چې په اوس وخت کې د حکومت تشکيل بېړنی نه ګڼي.

پر وليد جنبلاط او سمير جعجع باندې سخت لفظي بريدونه د ايراني پلوي ګوند (حزب الله) د مشر له وروستۍ وينا څخه په ډاګه ښکاري. دا کار تر هغې وروسته ترسره شو چې دواړو، ولسمشر او د وطنپالنې آزاد حرکت (Free Patriotic Movement) مشر د تېرو مياشتو په ترڅ کې پر دوی باندې لفظي بريدونه وکړل. په داسې حال کې چې د راتلونکي حرکت (Future Movement) مشر سعد حريري په دغې ټوله موده کې تر هغه وخته پر خوله لاس ايښی و، چې له سنيانو څخه هغه وزيران چې بشار رژيم ته وفادار وو، وړانديز شول، چې دې کار نوو مصلحتونو ته لاره هواره کړه او په دې سره د مصلحتونو له لارې د ولسمشر او ولسمشرۍ کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شو! دا هغه وخت و چې ايراني پلوی ګوند (حزب الله) د امريکا د بنديزونو په تړاو مخالفين نه درلودل. د ټرمپ ادارې غوښتل چې د ايران اغېز او نفوذ په دې سيمه کې ځکه پای ته ورسوي چې رول يې پوره او په بېلا بېلو کړکېچونو کې ترې کار واخيستل شو. تېره مياشت د امريکا د بهرنيو چارو په وزارت کې د شام د چارو مرستيال او د سوريې لپاره ځانګړي استازي جول رايبورن له منتخب لومړي وزير سعد حريري او د لبنان د مرکزي بانک له رييس سره ليده کاته درلودل او پر ايران او ايراني پلوي ګوند (حزب الله) باندې يې د بنديزونو د پلي کولو په تړاو بحثونه وکړل. د دې کار په دوام د لبنان ولسمشر د ايراني پلوي ګوند (حزب الله)  په تړاو يوه بېله پرېکړه تصويب کړه، چې يوه سني څېره به د وزير په توګه ټاکل کېږي. چې همدغه کار ايراني پلوی ګوند سخت په غوسه کړ او د ګوند عمومي سر منشي تېره اونۍ توندې څرګندونې وکړې او د حکومت تشکيل يې ټکنی کړ.

دغې لانجې، که څه هم په بېلا بېلو بڼو راټوکېږي، چې په حقيقت کې د ټولو موخه د حکومت په دننه کې د ډلو او پلانونو تپل دي، ترڅو امريکايي اييتلاف له خنډ او ځنډ څخه پرته پر هغو ګوندونو خپلې پرېکړې وتپي چې اروپا پلوي دي، په ځانګړې توګه وروسته له سيدار کنفرانس څخه چې له مخې يې ۱۱ مېليونه ډالر امتيازي پور لبنان ته ورکړ.

لبنان خپلواک دولت نه دی او د نورو اسلامي خاورو په څېر يوازې په نامه «خپلواک» دی... امريکا په لبنان کې ټول اړخونه مهاروي، پرېکړه کوي چې کله به حکومت تشکيلېږي او کله به منحلېږي او وروسته د سياست او حاکميت ملاتړي د توکمونو مشران يادې پرېکړې عملي کوي او د هيواد خلک به يې بيه پرې کوي چې ياد تاوتريخوالی تجربه کوي.

د لبنان د خلکو ژغورنه لکه څرنګه چې موږ مخکې ويلې وو او بيا ځلي وايو په دې کې ده: «لبنان يوه کاواکه او ناکامه اداره ده، چې د دولت هيڅ اساسات نه لري او د نظام په دننه کې د اصلاحاتو راوستلو امکان پکې نشته. د فاسدو مقرارتو پر بنسټ يوه اداره ده او ټول تشکيل يې له نامتاجانسو ډلو څخه جوړ دی.

د لبنان د خلکو ژغورنه په دې کې ده، چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر طريقه د ریښتیني راشده خلافت تر حکم لاندې د اسلامي نړۍ يوه برخه وګرځي، د ښکېلاکګرو لاسونه لنډ کړي، د ونډو او فساد پر بنسټ سياسي نظام له منځه يوسي او له داسې نظام سره يوځای شي چې د خلکو پالنه کوي، نه دا چې له خلکو ماليه واخلي. هغه دولت چې له عقيدوي توپير پرته د خپلو وګړو د چارو پالنه کوي، په خلکو کې د توکمپالنې روحيه له منځه وړي او د شخړو لړۍ چې خلک اوس پکې راګیر دي له منځه وړي او خلک هغه عادي ژوند ته چې لسيزې مخکې يې درلود بیایي، يانې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر طريقه د راشده خلافت تر حکم لاندې ژوند ته يې ستنوي...

او دغه اوسني سیاستوال به خپل امت او خلکو سره د خيانت او کفر او لویدیځو اشغالګرو ته د سجدې له امله مسول وګڼل شي.

﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ

[الشعرا: ۲۲۷]

ژباړه: او ظالمانو ته به ډېر ژر معلومه شي چې هغوی له څه برخلیک سره  مخامخ کېږي.

حزب التحرير- ولايه لبنان

ژباړه: عبدالله لطفي

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې