دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
ایا هغه وخت نه دی را رسېدلی چې اسلامي لښکرې د خلافت د بیا تاسیس لپاره د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم دین ته نصرت ورکړي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
ایا هغه وخت نه دی را رسېدلی چې اسلامي لښکرې د خلافت د بیا تاسیس لپاره د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم دین ته نصرت ورکړي؟

د سلطان محمد فاتح په لاس د قسطنطینې د فتحې د ورځې په لمانځغونډه کې مو د سلطان فاتح په لښکرو کې د اوسپنې رول وارزاوه. د قسطنطنیې په کلابندۍ کې د وخت ډيزاین شوې اوسپنې مهم رول درلود. د سلطان فاتح لښکر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم «وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ» (غوره لښکر) بللی، له اوسپنې څخه ګټه واخیسته او د وخت تر ټولو لویې کلا د ورانولو لپاره یې ترې وسله جوړه کړه. همداراز په دې ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیري لومړۍ برخې تحقق وموند او همدا په اروپا کې د اسلام د خپرېدلو پیل و.

الله سبحانه وتعالی دغه نړۍ د بشریت د اوسېدلو لپاره پیدا کړه او په هغې کې یې د ژوند کولو لپاره هر ډول امکانات او اسانتیاوې رامنځته کړې، ترڅو بشریت په اسانۍ د الله سبحانه وتعالی له رضا سره سم ژوند تېر کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَقَدْ مَكَّنَّاكُمْ فِي الأَرْضِ وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ

[اعراف: ۱۰]

ژباړه: موږ تاسو له توان (واک) سره په ځمکه کې مېشت کړئ او ستاسو لپاره مو هلته د اوسېدلو وسایل برابر کړل، خو تاسو ډېر کم شکر اېستونکي یاست.

په ژوند کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره ځیني شیان اساسي رول لري، چې یو له هغوی څخه فلزات دي. ګاڼه چې موږ یې د سینګار لپاره کاروو، اسعار چې موږ پرې سوداګري کوو، وسلې چې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې پرې جنګېږو، نوې ټکنالوژي چې وسعت او پرمختګ ته لاره برابروي او نور ټول هغه وسایل چې ګټه ترې اخلو د فلزاتو له برکته دي. که فلزات نه وای پېژندل شوي، نو بشریت به مادي پرمختګ نه و کړی او تر اوسه به د ډبرو په ‌دوران کې پاتې وو. انسان چې د فلزاتو په مادي کارونه پوه شو، نو ډېر پرمختګ یې وکړ.

همدا علت دی چې تل د قوي فلزاتو لرونکي ملتونو پر نورو برلاسي دي. د هر نوي فلز کشف او د هغې د را اېستنې تکنالوژۍ د ملتونو د نظامي قوت په پیاوړي کولو کې حیاتي ارزښت درلود. اوسپنې لرونکي ملتونه پر برونزو لرونکو ملتونو برلاسي دي، په داسې حال کې چې اوسپنه د برونزو په پرتله ډېره ارزانه ده. د الله سبحانه وتعالی د لارې سرتېرو له دغې وسلې څخه د هغه د پیغمبرانو د ملاتړ او د هغه د دین د حاکمیت لپاره ګټه اخیسته. داوود علیه سلام ته د فلز د کارولو درس ورکړل شو، د هغه په وسیله یې رزق ترلاسه کړ او خپل لښکر یې د هغې په کارولو سره د جګړې پر مهال له ټپي کېدلو خوندي کړل.

دلته غواړو ځینې فلزات انسانانو ته د ګټې رسونې او په هغې د پوهېدلو په موخه وڅېړو. د دغو فلزاتو په اړه پوهاوی مهم دی، ترڅو زموږ لښکرو ته د فلزاتو په کارولو سره د هغوی مکلفیت او مسولیتونه ور په یاد کړو:

اوسپنه تر ټولو قوي فلز دی:

د وسایلو او وسلو د اړتیا وړ ډېر فلزات په معدنونو کې په ترکیبي ډول د معدني ډبرو په نوم شتون لري. د سرو او سپینو زرو په څېر فلزات که څه هم تر ټولو قیمتي فلزات دي، خو د نرموالي له امله د سینګار او جواهراتو په توګه له ګټې اخیستنې پرته بل ځای نه استعمالېږي. مس که څه هم ډېر کم پیدا کېدونکی فلز دی، خو د سختوالي وړتیا لري او له همدې امله د وسیلې په توګه ګټور دی. د میسو په پېر کې مس د کرنې د وسایلو او نورو اسبابو په جوړولو کې وکارول شول او د خپل نرموالي له امله په وسلو جوړولو کې کم ارزښته وو. خو هغه څه چې ملتونو ته یې پرمختګ ورکړ، له کانونو څخه د مسو را اېستنه او له قلعي سره د هغې ترکیب و؛ په دې ډول د برونزو فلزات رامنځته شول او د وسلو په جوړولو کې یې تر ټولو مهم رول ولوباوه او همدا د برونزو د ظهور دوره وه.

کله چې بشر په دې پوه شو چې اوسپنه د ذغالو په وسیله ګرمېدلی شي او له هغې د هر ډول وسلې د جوړولو امکانات شته دي، نو دغه امر د ملتونو په تمدن کې په پراخه کچه اغېز وکړ او په دې سره د برونزو په پرتله د اوسپنې ارزښت ډېر شو. د جګړو پر مهال هغه ملتونه ګټونکي وو، چې د اوسپنې له ټکنالوژۍ څخه برخمن وو. اوسپنه د برونزو خلاف په پراخه پیمانه شتون لري او په ارزانه بیه د ډېرو وسلو د جوړلو امکانات برابروي، نو ځکه پخواني ملتونه اړ وو چې خپلې وسلې له برونزو څخه اوسپنې ته واړوي او همدا د اوسپنې د دورې یا پېر د پرمختګ پیل و. همدا د ملتونو د پرله پسې جګړو وخت و، چې پرمهال یې هر ډول وسلې جوړې شوې او بالاخره ۳۰۰۰ کاله وروسته باروت کشف شول.

داوود علیه سلام هم د خپل نبوت پرمهال له دغه قوت څخه هم د الله سبحانه وتعالی د ملاتړ او هم د خپلې پاچاهۍ په موخه ګټه واخیسته:

پیغمبرانو او مومنانو هم له دغه (د اوسپنې قدرت) څخه د الله سبحانه وتعالی د ملاتړ په موخه ګټه واخیسته. یو له هغوی څخه داوود علیه سلام و، چې نبوت او پاچاهي ورکړل شوی وو، ترڅو د الله سبحانه وتعالی د کلمې د لوړولو لپاره ترې کار واخلي او د هغه سبحانه وتعالی رضا تر لاسه کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَآتَاهُ اللّهُ الْمُلْكَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَهُ مِمَّا يَشَاء

[ بقره: ۲۵۱]

ژباړ: او الله سبحانه وتعالی هغه ته سلطنت او حکمت ور په برخه کړ او هر هغه څه یې ور زده کړل، چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وه.

د لته د حکمت کلمه د پیغمبرۍ یا نبوت معنا ورکوي ( تفسیر فی اصولی تفسیر). یو له هغو شیانو څخه چې الله سبحانه وتعالی داوود علیه سلام ته وښودل د اوسپنې استعمال و، ترڅو له هغې څخه زغرې جوړې کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ * أَنِ اعْمَلْ سَابِغَاتٍ وَقَدِّرْ فِي السَّرْدِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

[ سبا:۱۰-۱۱]

ژباړ: او موږ اوسپنه د هغه لپاره نرمه کړه. له دې لارښوونې سره چې زغرې جوړې کړه او کړۍ یې په سمه اندازه ورکړه. اې د داود کورنۍ! نېک عمل وکړئ او تاسو چې څه کوئ زه یې وینم.

په بل ایت کې فرمایي:

﴿وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَّكُمْ لِتُحْصِنَكُم مِّن بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنتُمْ شَاكِرُونَ‏﴾

[انبیا:۸۰]

ژباړه: او موږ هغه ته ستاسو د ګټې لپاره د زغرې جوړولو صنعت وروښود، ترڅو تاسو یو د بل له ګزاره وژغوري، نو ایا تاسو شکر وباسئ؟

د ځواکونو رول:

له خاورې دفاع او د نورو د ځمکو نیول د ژوندي پاته کېدو لارې دي، چې د لښکرو د جوړولو سبب کېږي. د پوځ د جوړلو لپاره د اوسنیو دولتونو فکر همدا دی، خو الله سبحانه وتعالی د پوځ د جوړولو اصلي علت په لاندې ایتونو کې په ډاګه کړی دی:

﴿وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ

[ بقره:۲۵۱]

ژباړه: که دغه شان الله سبحانه وتعالی د یوې ډلې په وسیله بلې ډلې مخنیوی نه کولی، نو د ځمکې نظام به ګډود شوی وای؛ خو دا پر عالمیانو د الله سبحانه وتعالی ډېر لوی فضل دی، چې هغه په دغه ډول د فساد د مخنیوي لارې چارې برابروي.

الله سبحانه وتعالی پورتني کلمات د داوود علیه سلام او د هغه د لښکرو په لاس تالوت او د هغه د لښکرو د ماتې په اړه ویلي دي. نامتو عالم شیخ عطا بن ابو الرشته په خپل تفسیر کې دغه ایت ته په اشاره وایې: «اي وَلَوْلَا فرض القتال في سبيل الله لردع اهل الشرور والفساد» (که په ځمکه کې د ضرر او فساد د مخنیوي په موخه جګړه نه وای، نو ځمکه به فاسده شوې وای.) (تفسیر فی اصلولی تفصیر).

ابن عباس رضی الله عنه وایي:  

«وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ الْعَدُوَّ بِجُنُودِ الْمُسْلِمِينَ لَغَلَبَ الْمُشْرِكُونَ فَقَتَلُوا الْمُؤْمِنِينَ وَخَرَّبُوا الْبِلَادَ وَالْمَسَاجِدَ»

ژباړه: او که الله سبحانه وتعالی د مسلمانو سرتېرو په وسیله د دښمن مخه نه وای نیولې، نو مشرکانو به وژلي وای او خاورې او مسجدونه به یې نړولي وای. ( تفسیر قرطبي۳/۲۶۰)

په دې ډول الله سبحانه وتعالی واضح کړې، چې پوځ باید په ځمکه کې د هر ډول فساد مخنیوی وکړي. دا په ښکاره توګه د پوځ له هغه مکلفیت سره په ټکر کې ده، چې اوسنیو ملتونو خپلو پوځونو ته سپارلی دی؛ ځکه دوی له خپلو لښکرو څخه یوازې د ملي پولو د ساتنې غوښتنه کوي. په واقعیت کې د دغو پولو شتون له اسلام څخه د خلکو د لرې کېدلو لامل کېږي او فساد رامنځته کوي. اوسني ملتونه خپل پوځونه د ملي امنیت د پلمې په توګه تنظیموي، ترڅو له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي، چې په ځمکه کې د فساد د رامنځته کولو لامل شوي دي او په پایله کې دوی په ځمکه کې د فساد ختموونکو پر ځای د فساد جوړوونکي کېږي.

له ځمکې څخه د فساد لرې کول په ځمکه کې د عدالت ټینګولو پر مهال ممکن دی او دا یوازې هغه وخت شونی دی، چې په ځمکه کې د الله سبحانه وتعالی نازل شوي احکام او قوانین پلي شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ

[حدید: ۲۵]

ژباړه: موږ خپل پیغمبران له څرګندو نښانو او لارښوونو سره ولېږل او له دوی سره مو کتاب او تله نازل کړل، ترڅو د خلکو تر منځ عدل رامنځته کړي.

عدالت د هغه څه له پلي کولو پرته هېڅکله نه شي رامنځته کېدای، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی له لوري راوړي دي، نو ځکه سېکولر او سلطنتي نظامونه ناکام دي. داوود علیه سلام د خپل نبوت، واک او هغه څه په مرسته، چې الله سبحانه وتعالی ور زده کړي وو (د اوسپنې کارولو علم) عدالت د ځمکې پر مخ پلی کړ. موږ هم خپل پیغمبر لرو، چې د الله سبحانه وتعالی له لوري یې څرګند دلیلونه راوړل او کتاب (قران) هم لرو، ترڅو د ځمکې پر مخ عدالت پلی کړو. ایا اوس هغه وخت نه دی رارسېدلی، چې اسلامي لښکرې د اسلامي نظام د بیا تاسیس لپاره د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د دین ملاتړ وکړي او د ځمکې له مخ څخه دغه ټول فسادونه ختم کړي؟ ځکه د جګړې په ډګر کې اسلامي لښکرې د اوسپنې او عام خلک د خپلو ګټو لپاره پوهه لري. ایا هغه وخت نه دی رسېدلی چې اسلامي لښکرې د دغه ایت په مصداق سره راټولې شي، چې په مستقیم ډول دوی او صحابه وو ته خطاب کوي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ‏﴾

[حدید: ۲۵]

ژباړه: او اوسپنه مو را پیدا کړه، چې په هغې کې د خلکو لپاره ګټې او ډېر زور دی، ترڅو الله سبحانه وتعالی ته څرګنده شي چې څوک د هغه سبحانه وتعالی او پیغمبرانو مرسته کوي، پرته له دې هغه سبحانه وتعالی وویني. له شک پرته چې الله سبحانه وتعالی ډېر قوي او مهربان دی.

امام قرطبي د دغه ایت (أَيْ وَهُمْ لَا يَرَوْنَهُمْ) (بِالْغَيْبِ) په اړه وایي: «هغوی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ونه ویني.» ( تفسیر قرطبي:۱۷/۲۶۱)

ایا اوس هغه وخت نه دی را رسېدلی چې د مسلمانانو پوځونه د دغه ایت په مصداق حزب التحریر نصرت ورکړي، ترڅو د نبوت پر تګلاره راشده خلافت تاسیس کړي او له الله سبحانه وتعالی او د هغه د پیغمبر په نشتون کې له هغوی څخه ملاتړ وکړي. خلافت به د هغه څه په مرسته په ځمکه کې عدالت پلی کړي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله سبحانه وتعالی له لوري راوړي دي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ‏

[انفال:۲۴]

ژباړه: اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایئ، کله چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بخښونکي دي. پوه شئ، چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ د پردې په څېر دی او د هغه لوري ته به تاسو راټول شئ.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

محمد ابن فاروق

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې