دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د اردوغان اوسنۍ دسیسې د ادلب د نیولو لپاره څومره پخوانیو ته ورته دي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د اردوغان اوسنۍ دسیسې د ادلب د نیولو لپاره څومره پخوانیو ته ورته دي؟

(ژباړه)

 د امریکا د اجرایي پلانونو بیانیې د انقرې دجال اردوغان او ملیت پالنې دجال جمال عبدالناصر تر منځ دوه ګډ لاملونه لري. د سوریې پوځي ځواکونه د روسیې په ملاتړ د وحشیانه بریدونو پلان لري، نو د ترکیې ولسمشر اردوغان هغوی ته ګواښ وکړ چې د ۲۰۲۰م کال د روانې فبروري میاشتې تر پای له ادلب څخه ووځي. د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وایي: «موږ د روسیې دولت په دې پوه کړی چې د سوریې د نظام هر ډول تېروتنه به لوړ قیمت ولري. دغه راز د ترکیې اردو د سوریې په شمال کې د هغو سیمو ساتلو لپاره پوره تیاری لري چې د ترکیې په ولکه کې دي.» (منبع: الجزیره)

د سوریې جنایتکاره نظام په دې هڅه کې دی، چې د انقلاب کوونکو وروستی سنګر (ادلب) د یوې داسې وحشیانه جګړې په پایله کې ونیسي چې په تاریخ کې نه وي تېره شوې. دا کار  هم د جنایتکارې او بې رحمې روسیې په ملاتړ کوي. هغه روسیه چې له اسلام او مسلمانانو څخه ډېره کرکه لري او د خلافت له بیا تاسیس څخه ویریږي، نو له دې کبله په ډېرې بې شرمۍ او ازادانه توګه عام خلک وژني. دوی له هغه خلافت څخه په وېره کې دي ـ چې د عثماني خلافت له منځه تلو ورسته یې چې میلیونونه کیلو متره مربع ځمکې اشغال کړې ـ بېرته تر ونیسي.  هغه خلافت چې سلګونه کاله یې روسیې ته سختې ماتې ورکړي دي. د سوریې د نظام دغه بریدونه د ادلب له نیم میلیون زیاتو ښاریانو د کډوال کېدو لامل شوي دي. 

د ترورېزم د له منځه وړلو په پلمه دغې وحشیانه جګړې د خلکو کورونه ړنګ کړل او د بې ګناه خلکو عاموژنه یې پیل کړې ده. له دغو جګړو څخه یې موخه دا ده چې د ادلب خلک د نظام غېږې ته ورشي او کډوال او د سوریې خلک وځوروي. لکه څنګه یې چې دغه خلک د دوی له مبارک انقلاب څخه نیمه پېړۍ مخکې نیول او ځورول. له هغه انقلاب وروسته چې د اردوغان په څېر مزدوران او هغه ډلې یې افشا کړې چې د شام د خلکو پر وړاندې یې هېڅ ډول دسیسه ونه سپموله.

اردوغان دا ادعا وکړه چې د شام انقلاب ملاتړی دی او له دغې لارې یې د انقلاب کوونکو له هغو ډلو څخه چې د خپل دین، امت او د شام خلکو پر وړاندې مخلص وو، داسې کسان جوړ کړل چې د اردوغان له امر پرته یې هېڅ هم نه کول؛ که څه هم اردوغان او بادار یې داسې فکر نه کاوه چې دا ډلې به دومره بدلې کړای شي. اردوغان دغه کارونه د خپلو چټلو سیاسي پیسو په ملاتړ تر سره کړل؛ هغه پیسې چې اخیستل یې په ښکاره قراني نصوصو منعه شوي دي:

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ﴾

[حجرات: 15]

ژباړه: په حقیقت کې مومنان هغه کسان دي چې پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم یې اېمان راوړی وي، شک پرې ونه کړي او همدارنګه د الله تعالی په لار کې یې په خپل مال او ځان جهاد کړی وي، نو هغوی رښتوني کسان دي.

د ﴿بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ﴾ ضمیر یوازې له مجاهدینو سره دی او هېڅ ډول مالي ملاتړ کوونکو، د خلیج دولتونو او نورو ته د ورګرځېدو اړتیا نشته. مجاهدین له دغه سم درک څخه څومره لرې دي؟ هغه څوک چې پیسې ورکوي، نو ضرور د پیسو اخیستونکو اراده په خپل لاس کې اخلي او خپل فرمان منونکي یې بولي، له دغو ډلو سره هم همداسې وشول.

د انقرې دجال اردوغان د امریکا د پلاونو د پلې کولو ښه هنر لري. هغه تل د امریکا د پلانونو پلي کولو ته ورمخکې شوی او وار له مخه په لوړ اواز بیانیې ورکوي. دا هغه کار دی چې د ملیت پالنې دجال عبدالناصر به هم تر سره کاوه.

عبدالناصر له عراق څخه تر المغربه د خپل مایکروفون په وسیله د عربو کوڅو ته خلک راویستل. امریکا د مسلمانانو له ټوټه ټوټه کېدو او د یوه دولت تر چتر لاندې د نه راټولېدو څخه ډاډمنه شوه او په دې بریالۍ شوه چې د عبدالناصر په وسیله په مسلمانانو کې د ملیت پالنې مفکوره رامنځته کړي.

د عبدالناصر خیانتونه یو پر بل پسې روان وو. هغه په ۱۹۶۴م کال کې د عربو مشرانو لپاره دوې غونډې جوړې کړې او د احمدالشقیري په مشرۍ د فلسطین ازادي غوښتونکي سازمان له جوړېدو یې ملاتړ وکړ. له هغې وروسته د فلسطین قضیه له اسلامي په عربي او بیا هم په ملي بدله شوه. بالاخره داسې بڼه یې غوره کړه چې یوازې د فلسطین ازادي غوښتونکي سازمان یې استازیتوب کولی شولی. دغه سازمان د فلسطین د قضیې د حل په موخه لاسونه رابډ وهل، ورو ورو یې د یهودو په ګټه کار پیل کړ او د دغې خاورې ډېرې برخې یې هغوی ته وسپارلې. د ملیت پالنې دجال جمال عبدالناصر د فلسطین د قضیې د حل په لومړي ګام کې هغه له اسلامي څخه عربي ته واړوله. په داسې حال کې چې عربي حکامو ترې یوازې مالي او رسنیز ملاتړ کاو. که څه هم دوی کولي شوای، چې د اسلامي خاورو هېوادونو اردو تحریک او فلسطین پرې ازاد کړي. هغه مهال یې دا کار په ډېرې اسانۍ سرته رسولی شوای؛ خو نوموړي دا کار ونه کړ. د دې تر څنګ هغه دې ته ورته کارونه هم له خپل کاري لړلیک څخه واېستل. همدارنګه هغه د دغې قضیې د پرېښودولو لپاره «یاسر عرفات» ته هم لار هواره کړه، چې له ده څخه وروسته راغی. د سولې د رامنځته کېدو په پلمه یې د دغې خاورې ډېرې برخې هغوی ته وسپارلې او اوس د پېړۍ شرموونکې معاملې ته راورسېد. هغه معامله چې د فلسطین د قضیې د وروستي حل لامل به وګرځي. عبدالناصر د امریکایي دوو دولتونو (د یهودو قوي دولت او د فلسطین کمزوري او کوچني دولت) د پروژې بنسټ کېښود. هغه دولت چې په یوازیتوب د ژوند کولو اجازه ورکړي. جمال د دغې پروژې په پلي کولو سره د انګلیس پروژه پرېښوده. انګلیس د یوه واحد دولت په جوړولو ټینګار کاوه، چې د یهودو په کنټرول کې وي او د فلسطین خلک هم پکې منحل شي.

عبدالناصر د مصر او سوریې یووالی داسې خراب کړ لکه څنګه یې چې د مصر او سوډان خراب کړی و. هغه وخت دا خاورې د عثماني خلافت تر حاکمیت لاندې سیمې وې. همدارنګه د هغه له منځه تلو وروسته هم تر ۱۹۵۶م کال پورې یو ځای وو. دغه راز تر هغه وخته د مصر حاکمانو د سوډان حاکمان ټاکل، چې عبدالناصر کاملاً یو له بل څخه بېل کړل. له هغې وروسته دواړه بېل بېل هېوادونه شول او دواړو غربي ښکېلاک ته سرونه ښکته کړل.

اردوغان هم د عبدالناصر پر پله پل کېښود او داسې خبرې کوي چې په ترکیه او نورو ځایونو کې خلکو ته شک پیداکوي. ځینې مسلمانان فکر کوي چې د نورو اسلامي خاورو هېوادونو حاکمان هم باید له اردوغان څخه تقلید وکړي او پر هغه لار ولاړ شي چې دی پرې تللی دی. دا په داسې حال کې ده، چې اردوغان په سیمه کې د امریکا پلانونه پلي کوي. کله چې په ۲۰۱۱م کال کې د شام مبارک انقلاب راپورته شو، نو د شام ۷۰ سلنه خاوره د انقلاب کوونکو لاسته ورغله او نیږدې و، چې بشار د انقلاب کوونکو په لاس مړ او دولت یې له منځه ولاړ شي. کله چې د سوریې نظام د خپل ځان دفاع ونه شوای کړای، دغه راز کله چې ایران، د هغوی پوځ او ګوندونو، روسیې او د هغوی لوی پوځي ماشین هم د دوی نظام ونه شوای ژغورلی، نو امریکا خپل مزدور اردوغان ور وړاندې کړ.

د مکارې کېدړې (اردوغان) د عملي رول وخت راورسېد. هغه کېدړه چې له انقلاب او انقلابیونو سره یې د ملګرتیا دعوه کوله. اردوغان چې کله خپل ځان ته نیږدې ډلې کنټرول کړې، وروسته یې له هغو چټلو لارو کار واخیست، چې امریکا ده او د ده جنایت کوونکي ملګري پوتین ته سپارلې وې. ده انقلاب کوونکي د خبرو مېز ته کېنول او هغوی یې د خبرو ناوړه پایلو منلو ته اړ کړل. داسې چې انقلابیونو لارې پرانیستې پرېښودې او د اورکم او ترکیې تر څار لاندې سیمې ایجاد شوې. د ۲۰۱۶م کال د سپر فرات په غونډو کې یې حلب، د ۲۰۱۸م په زیتون غونډو کې غوطه او شرقي سکه او د ۲۰۱۹م د پسرلي په غونډو کې یې د سوریې د شمالي سیمو دوې برخې نظام ته وسپارلې. هغه د شام له خلکو سره چلونه او خیانتونه وکړل او اوس هم ګواښوونکې خبرې کوي. دغه راز د سراقب ښار شاوخوا کې یې بریدونه پیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې اردو د سوریې د نظام د له منځه وړلو پوره توان لري. په داسې حال کې د پوځیانو د پرمختګ مخه نیولی او په ادلب کې ماتې هم ورکولی شي. سربېره پر دې د انقرې دجال د دې پر ځای چې خپله اردو له یهودو څخه د فلسطین د ازادۍ لپاره ولیږي، د لېبیا د مسلمانانو وژلو ته یې هم لیږي. غواړي په دې ډول د امریکا له بل مزدور حفتر سره هم مرسته وکړي. په داسې حال کې چې دلته به هم د انګلیس له مزدور فایزالسراج سره راپورته شي او د سوریې په شان ناوړه رول به تر سره کړي. مسلمانان باید د اردوغان د رول پر حقیقت پوه او د هغه د دسیسو د شنډولو لپاره لاس په کار شي. ځکه په دې ډول د کفر د سر لښکر (امریکا) پلانونه هم شنډولی شي. مسلمانان باید په هغو پلانونو ځان پوه کړي، چې د اسلامي خاورو حکامو ته د استعماري دولتونو له خوا ور سپارل کیږي، چې د دغې لښکر په سر کې اردوغان، روحاني، سیسي او سلمان ځای لري.

باید ووایو: هغه څه چې د اسلامي امت د واقعي راویښېدو لامل ګرځي او امت ته عزت وربښي د نبوت پر تګلاره د دویم راشده خلافت لپاره له حزب التحریر سره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې دي. هغه حکومت چې د اسلام پر بنسټ به کار کوي او د خلکو کارونه به تنظیموي. دغه راز د فلسطین او نورو اسلامي خاورو د ازادولو لپاره د اسلامي خاورو اردو به راويښوي، نو هغه وخت به مومنان د الله سبحانه وتعالی په نصرت سره خوشحاله شي.

لیکوال: استاد شایف الشرادي ـولایه یمن

ژباړن: حبیب الله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې