دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اشغالګرو یهودو یو فلسطینی په خپله کرونده کې وژلی؛ د نوموړي ژوند په مسلمانانو چارواکو پورې څه اړه لري؟
بسم الله الرحمن الرحيم
اشغالګرو یهودو یو فلسطینی په خپله کرونده کې وژلی؛ د نوموړي ژوند په مسلمانانو چارواکو پورې څه اړه لري؟

اسرائیلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ محمد نعیم په دغه تور وواژه، چې د غزې په خان یونیس سیمه کې یې سرحدي دېوال ته څېرمه چاودېدونکي توکي خښول. د محمد نعیم کورنۍ بیا دغه تورونه رد کړي دي.

یوه ځایي خبریال د دغه حالت ویډیو کړې وه؛ په ویدیو کې ښکاري کله چې د اسرائیلي فوځ بلدوزر را رسېږي، نو فلسطینیان هڅه کوي چې د محمد نعیم جسد راواخلي، خو نه توانېږي. کله چې دوی دویم او درېیم ځل هڅه کوي، بلدوزر له یوه ټانک سره یو ځای غزې ته ننوځي. په روان کال کې دا لومړی ځل و، چې د اسرائیلو بلدوزر د غزې په خاوره کې تر ۷۰ مترو پورې داخل ته ځي.

یو کس غوښتل چې د محمد نعیم جسد راپورته کړي، خو بلدوزر برید پرې وکړ او هغه جسد یې ترې واخیست. همدغه مهال اسرائیلي فوځیانو هم ډزې پرې وکړې او نوموړی کس پر پښه ولګېد او ټپي شو. اسرائیلي فوځیانو خپلو ډزو ته دوام ورکړ او خلک پر دې ونه توانېدل چې د هغه مړي جسد راپورته کړي. د خبریال دغې ویډیو په نړیواله کچه غبرګونونه راوپارول.

[الجزیره.نټ منځنی ختیځ ۲۰۲۰/۲/۲۴]

موږ د فلسطین د خلکو پر وړاندې د دوی د خپلو چارواکو دوه مخیتوب او منافقت وینو او اورو یي، چې غرب او د دوی پلویان هېڅکله د یهودي حرامي دولت دا ډول ناروا کړنې نه محکوموي او پر وړاندې یې نه درېږي.

ښه بېلګه یې په پاریس کې د شارلي عبدو ورځپاڼې لخوا اسلامي مقدساتو او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی و، چې له اسلام څخه د دفاع او د کفارو د ناوړه عمل د محکومیت لپاره مو د فلسطیني ځواکونو د مشر او نورو اسلامي خاورو د چارواکو غبرګونونه ولیدل.

بله ښکاره بېلګه یې د مسلمانانو له قاتلینو سره دوستي کول دي، هغه مهال چې محمود عباس د خپلې ادارې او د اشغالګرو د استخباراتو تر منځ پر همغږۍ ټینګار کاوه، ترڅو د خپلې خاورې امنیتي وضعیت یې ښه شي.

نور چوپ پاتې کېدل او مسوولیت منل بس دي او دغه پوښتنه باید ځواب شي: د هغه ځوان قیمت څو دی، چې غاصبین یې په خپله ځمکه کې وژني؟ 

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: مانال بدر

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې