دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سعودي د نفتو اقتصادي جګړې ته داخل شو، ترڅو د نفتو بازار راټیټ کړي؛ ایا څوک له دغې جګړې ګټه اخلي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
سعودي د نفتو اقتصادي جګړې ته داخل شو، ترڅو د نفتو بازار راټیټ کړي؛ ایا څوک له دغې جګړې ګټه اخلي؟

(ژباړه)

د نفتو قېمت د ۲۰۲۰م کال د مارچ په ۹مه په یوڅو دقیقو کې په بې ساري توګه ۳۰ سلنه را ټیټ شو. د نفتو دغه ښکته کېدل څو ورځې وروسته په بېلابېلو برخو کې د ډېرو زیانونو لامل شول، چې بېلګه مو یې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې نه وه لیدلې. په حقیقت کې د نفتو د قېمت دا ډول را لوېدل د ماتې په مانا دي، ځکه دا کوم معمول نه دی چې یو تجارتي توکی دې په څو دقیقو کې خپل درېیمه برخه ارزښت له لاسه ورکړي. نو پوښتنه دا ده، چې د دغه ډول رالوېدلو او اقتصادي ماتې لامل څه شی دي؟

په دې کې شک نشته چې د کرونا ویروس خپرېدل او له دغې ناروغۍ څخه د نړۍ بې سارې اندېښنه د دې لامل شوه، چې د نفتو غوښتنې او تولیدات دې کم کړي؛ ځکه چې د نړۍ ډېری دولتونو خپل سفرونه او لېږدرالېږد محدود کړي دي. په دې برخه کې تر ډېره چین ته سترګې ور اوړي، ځکه د نړۍ دویم اقتصاد دی او د خامو نفتو د واردولو په برخه کې د تر ټولو لوی هېواد ګڼل کېږي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۰ میلیونه بوشکې نفت مصرفوي.

د «اوپک» سازمان او روسیې تر منځ د نفتو د کم تولیدوونکي هوکړه لیک بې پایلې کېدل د دې لامل شول، ترڅو د نفتو قېمت ۱۰ سلنه را ولوېږي، چې په دویمه ورځ یې د نفتو قېمت حتی ۳۰ سلنې ته را ټیټ شو. دا چې سعودي د خپلو نفتو د قېمت را ټیټولو تصمیم ونیو، نو د ۲۰۲۰م کال د اپرېل په میاشت کې د نفتو د هرې بوشکې قېمت د مارچ په پرتله شپږ ډالره را کم شو. دا تصمیم د دې لامل شو چې په بازار کې د نفتو قېمت له ۱۰ ډالرو ډېر راښته شي. پر دې سربېره چې یاد تصمیم په ښکاره د سعودي او روسیې تر منځ جګړې ته اشاره کوي، خو د دې لامل هم شو چې په ناڅاپي توګه غوغا جوړه کړي، د نفتو بازار تر خپل کنټرول لاندې راولي او قېمت یې را ټیټ کړي.

د ۲۰۲۰م کال په لومړیو کې د یوې بوشکې نفتو قېمت ۷۲ ډالره و، خو نن ورځ یې ۳۰ ډالره قېمت را لوېدلی دی؛ په داسې حال کې چې د ۲۰ نورو ډالرو د راټیټېدو احتمال یې هم شته دی. په دې توګه به د نفتو قېمت د تېرې پېړۍ د ۸۰مې لسیزې په څېر ټیټ شي، چې سعودي او د نفتو نورو تولیدوونکو دولتونو ته به له اندازې ډېر زیانونه واړوي. د نفتو د قېمت په دغه ټیټوالي سره د «اوپک» غړي دولتونه هره ورځ له نیم میلیارد ډالرو څخه ډېر زیان کوي. پر دې سربېره د سعودي «ارامکو» شرکت د یوڅو ساعتونو په بهیر کې له ۳۰۰ میلیاردو څخه ډېر ډالر له لاسه ورکړل. د طلا او ثابتو پیسو قېمت یې پر وړاندې لوړ شو او همداراز له دې لارې د نړۍ بازار ته ډېر او پرله پسې زیانونه واوښتل.

د روسیې ولسمشر پوتین اندېښنه وښوده، چې د نفتو د تولیدوونکو په واسطه د نفتو د قېمت ټېټول د امریکا په ګټه دي. هغه زیاته کړه، د اپرېل له لومړۍ ورځې وروسته هر دولت په خپله خوښه نفت تولیدولی شي! پوتین په دې اند دی چې د نفتو د تولید ټیټول او هغه سیاست چې د نفتو تولید محدودوي د امریکا د شیني نفتو د شرکتونو لپاره یو لوی فرصت جوړوي، ځکه دغه شرکتونه د خپلو نفتو تولید ډېروي، په داسې حال کې چې روسي شرکتونه په همغه اندازه خپل نفت اضافه کوي. کله چې روسیې له «اوپک» سره په ۲۰۱۶م کال د نفتو د راټیټولو په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک او عملي کړ، نو له هغه وروسته امریکا په نړۍ کې د نفتو پر یوه لوی تولیدوونکي هېواد بدل شو او تمه کېږي چې د همدغه کال په څلورم فصل کې به هره ورځ ۱۳ میلیونه بوشکې نفت تولید کړي.

د روسیې د نفتو د تولید کمښت د امریکا د شیني نفتو تولیدوونکو شرکتونو او هغو کسانو لپاره پر مخ درنه څپېړه ده، چې تل د نفتو د قېمت لوړولو ته اړتیا لري. نو په دغې جګړه کې د روسیې دریځ روښانه دی، چې موخه یې د امریکا د نفتو تولید ته زیان رسول دي، خو سعودي ته د دغې جګړې او لوبې ګټه څه ده، چې د روسیې پر وړاندې ولاړ دی؟ 

داسې ښکاري چې سعودي هڅه کوي، ترڅو د نفتو په بازار کې د نفتو لویه برخه په خپل لاس کې ولري. په همدې دلیل یې د نفتو د تولید او قېمتونو د ټیټېدو په برخه کې نمایشي تصمیم ونیو، ترڅو له دې لارې د کرونا ویروس د خپرېدو پرمهال ګټه واخلي، ځکه له دغه ویروس سره سم په نړۍ کې د نفتو غوښتنه کمه شوه. په سعودي کې د نفتو د تولید لګښت کم دی، چې په پایله کې یې روسیه دوه انتخابه لري: یا به د خپلو نفتو تولید په لوړ لګښت سره پراخوي، ترڅو د نفتو قېمت را ټیټ کړي؛ چې په داسې حال کې به پوتین ته ډېر زیان اوړي او یا به له خپل دریځ څخه اوړي، د «اوپک» خبرواترو مېز ته به راګرځي او د نفتو د ټیټ تولید هوکړه لیک به یو ځل بیا مني.

سعودي ځان له روسیې سره د نفتو د بازار په جګړه کې ښکېل کړ، خو په لومړي ګام کې له دغې جګړې څخه ډېره ګټه د امریکا ولسمشر ټرمپ یوړله او هېڅکله به له دغې مسلې څخه په اندېښنه کې نه وي، بلکې یوازې به د نفتو بازار د ماتې ننداره کوي. سره له دې چې د امریکا د نفتو پر تولیدوونکو شرکتونو فشار راځي، چې ډېری یې حتی له ماتې سره مخ شول او بازار به یې یو لوی زیان ګالي؛ لکه څنګه چې په ۲۰۱۴م کال کې دا مسله رامنځته شوه.

د نړیوالو نفتو د قېمت په اغېز کې د «اوپک» رول دا دی، چې په دننه او بهر کې د نفتو د تولید پر لوړوالي او ټیټوالي ډېره اغېزه لري، لکه روسیه چې له «اوپک» هوکړه لیک څخه بهر ده. بله مهمه مسله له «پټرو ډولار» هوکړه لیک وروسته د نفتو پر بازار د امریکایي ډالرو د واکمنۍ ملاتړ دی. یعنې امریکا هغه مهال د پټرولو تجارت د ډالر په مرسته په خپل کنټرول کې راوست، چې د نفتو د معاملو لپاره یې د ډېرو ډالرو د چاپ ژمنه وکړه، ترڅو د نفتو واردوونکو دولتونو ته د نفتو د اخیستلو لپاره د ډالر غوښتنه پوره کړي. هغه هم داسې چې د طلا پشتوانه نه لري او له هرو ۱۰۰ امریکایي ډالرو څخه یوازې ۵ سنټه یې د طلا پشتوانه له ځان سره لري. همداراز د احتیاط په توګه په بانکونو د ډېرو ډالرو د شتون تحمیلول؛ په ځانګړې توګه د نفتو په تولیدوونکو هېوادونو کې، ترڅو په راتلونکي کې د نفتو د واردولو ملاتړ وکړي. دا هغه هوکړه لیک و، چې په ۱۹۷۴م کال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «هنري کیسنجر» او ملک فیصل تر منځ د نفتو د لوی صادروونکي هېواد په توګه لاسلیک شو او دوی دغې هوکړې ته ورسېدل چې سعودي به له هغه وروسته نفت د ډالرو پر اساس پلوري. په ۱۹۷۵م کال کې د «اوپک» سازمان یوازې امریکایي ډالر د نفتو د پېر او پلور په توګه ومنل.

نو اړتیا ده چې پر نفتو د ډالر د باور اړیکه باید ختمه شي، ترڅو ډالر سقوط وکړي او دا کار هغه مهال کېدلی شي چې د نفتو پېر او پلور د طلا او نقرې په واسطه وشي، نه دا چې د نفتو د پېر او پلور انحصار یوازې ډالر وي. لکه څنګه چې اړتیا ده زموږ نفتي شتمنۍ باید وساتل شي، نه دا چې د امریکا د ګټو لپاره یې د روسیې ضد جګړه کې وکاروو. په رښتیا هم ډېره زړه بوږنوونکې ده، چې سعودي نن ورځ خپل نفت په بې ارزښته پیسو پردیو ته ورکوي او په رښتیا هم د شرم ځای دی چې د «اوپک» سازمان دولتونه چې په سر کې یې سعودي او کویټ دي، د «ټرمپ» خدمت کوي او په ډېرې بې شرمۍ او بېعقلۍ سره د امریکا د ګټو لپاره د روسیې پر وړاندې د نفتو اقتصادي جګړې ته داخلېږي.

پوښتنه دا ده چې څه وخت به زموږ د شتمنیو دا تنظیم شوی چور او تالان پای ته رسېږي؟ کله به دغه وژونکې سیاسي او اقتصادي لوبه زموږ له سر څخه لرې کېږي؟ له شک پرته چې د دغو پوښتنو پر ځواب زموږ ډېری کسان پوهېږي او هغه دا چې هر کله تصمیم او اختیار د اسلامي دولت تر سیوري لاندې د اسلامي امت مخلصو بچیانو لاس ته ولوېږي. هغه مهال به دغه لوټماري، سیاسي او اقتصادي لوبې پای ته ورسېږي او دولت به د مسلمانانو له سر څخه اوسني تپل شوي تصمیمونه، مطلقه او ذلیله پیروي لرې کړي او زموږ همغه پخوانی عزت به یو ځل بیا راوګرځوي.

﴿قَدْ مَكَرَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَأَتَى اللَّهُ بُنْيَانَهُم مِّنَ الْقَوَاعِدِ فَخَرَّ عَلَيْهِمُ السَّقْفُ مِن فَوْقِهِمْ وَأَتَاهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَيْثُ لَا يَشْعُرُونَ* ثُمَّ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُخْزِيهِمْ وَيَقُولُ أَيْنَ شُرَكَائِيَ الَّذِينَ كُنتُمْ تُشَاقُّونَ فِيهِمْ قَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ إِنَّ الْخِزْيَ الْيَوْمَ وَالسُّوءَ عَلَى الْكَافِرِين﴾

[نحل: 26]

ژباړه: له دوی څخه پخوانیو خلکو هم دا ډول دسیسې جوړې کړې وې؛ خو الله سبحانه وتعالی د هغوی د دسیسو کلا له بېخه ونړوله او د هغې چت یې له پاسه پرې راړنګ کړ. الهي عذاب پر دوی له داسې لوري راغی، چې هېڅ ګومان یې نه کاوه.

لیکوال: حامد عبدالعزیز

ژباړن: منصور دریځ

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې