دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کرونا او د دسیسې تیوري
بسم الله الرحمن الرحيم
کرونا او د دسیسې تیوري

(ژباړه)

د کرونا ویروس د چټکې خپرېدا په پرتله، د دغه ویروس خبرونه، پېښې او معلومات چټک خپرېږي. د دغه ویروس په اړه د خبرونو ډېروالی، د خلکو وېره، د خپل ژوند په اړه حرص، له ناروغۍ ځانساتل، په کورونو کې د خوراکي توکو او نورو څېزونو ذخیره کول او دې ته ورته هغه څه دي چې په ټولنه کې د ویروس له خپرېدو سره سم خلک ورسره مخ دي. دا هر څه د پانګوالۍ نظام حاکمیت، عقیده او د دونیوي ګټو د معیار پاللو پایله ده، چې نه خلقت او نه هم انساني او اخلاقي ارزښتونه په رسمیت پېژني.

نه مې غوښتل د دغه ناروغۍ په اړه تبصره وکړم، ځکه د دغه ویروس په اړه نصیحتونه، پیغامونه او لارښوونې راته رارسېدلې. د دغه خبرونو په سرسري څېړنه مې بسنه کوله، ځکه یوبل ته ورته پیغامونه وو. بل دا چې دغه کار د زیاتې وېرې او وحشت لامل ګرځېده! الله سبحانه وتعالی دې ټولو هغو وروڼو او خویندو ته خیر ورکړي، چې په دې کار کې یې برخه واخیستله.

خو یوبل ته ورته مالوماتو زما پام د دسیسې تیورۍ ته ورواړولو؛ چې له یوه اړخه به د پانګوال نظام ځانګړنو ته په کتو رښتیا او له بله اړخه به د زیانونو حجم ته په کتو دروغ ښکارېده.  ځیني خلک وایي چې دغه ویروس چين د امریکا سره د جګړې په موخه جوړ کړ او ځینې نور وایي چې د ویروس جوړونکې امریکاده او یوه ډله بله بیا اېټالیا او ... د دغه ویروس په جوړولو تورنوي. په همدې اساس غواړم لاندې ټکو ته اشاره وکړم:

۱ـ ویروس د خلکو او قرباني شوو تر منځ توپیر نه کوي، یوازې پر انسانانو برید کوي، له منځه یې وړي او ازار ورکوي.

۲- پر دغه ناروغۍ اخته کېدل د انسان په ځانګړنو پورې اړه لري، لکه روغ او ناروغ، کم او زیات عمر. نو هغه کسان چې عمر یې زیات وي او یا هم ناروغي ولري، پر دغه ناروغۍ یې د اخته کېدو چانس زیات دی ان وژني یې.

۳-په ټولنه کې موجودو اېډیالوژیو بېلا بېلې حلارې وړاندې کړي او پر خلکو یې تحمیلوي. یعنې د پانګوالۍ تر چتر لاندې ټولنوکې هر څه د سیاست تابع دي، البته د هېوادونو تر منځ په توپیر سره. له کومه وخته چې دا ویروس خپور شوی، په چین، انګلیستان، سویډن او ځینو نورو هېوادونو کې د ټولیز امن په موخه، د توان تر کچې مقابله ورسره شوې ده. ځینې کسان پوښتنه کوي، چې یوازې په ایټالیا که نه، بلکي په ټوله اروپا کې د ډېر عمر لرونکو فیصدي لوړه ده،  نو ولې یوازې په اېټالیا کې دغه ناروغي ډېره خپره شوې ده؟ ایا دا د یو ټاکل شوي سیاست پایله ده؟ ایا ايټالیا غواړي چې د ډېر عمر لرونکو خلکو له شره خلاصه شي؟ ځینې خلک وایي، چې ایا چین د امریکا په مقابل کې، چې د دوی پر وړاندې اقتصادي جګړه کوي، بیولوژیکي جګړه پیل کړې؟ او که برعکس یې؟

۴- په دې کې هېڅ شک نه شته چې په کپیټالیستي ټولنو کې د پانګوال نظام د ایډیالوژۍ له نظره سپین ږیري او متقاعدین هغه ډله خلک دي، چې د ټولنې ډېره برخه جوړوي، د دوی په نظر دغه ډله ټولنې ته هېڅ ګټه نه لري او ۱۰۰٪مصرفي خلک دي.

۵- حقیقت ښکاره دی؛ هېڅ دا ډول دلایل نشته چې ثابته کړي، دا ویروس چین جوړ کړی که امریکا که اېټالیا او یا هم بل کوم هېواد. خو اکثریت خلک د پانګوالۍ پر اېډیولوژۍ باور نه لري. په همدې خاطر دوی تل خپل سیاستونو او کړنې که ناسمې هم وي، خلکو ته نه واضح کوي. ځکه دوی ټولو د پانګوال نظام د ایډیالوژۍ مطابق د نړۍ د چارو په وحشیانه ترتیب، د پانګوالۍ په حرص، وحشت او د انسانیت په نشت کې  ژوند کړی، چې بېلګې یې بې شمېره دي. په عراق کې د ټولیزو وژنو، د عراق د ورانولو او د هغوی دوینو تویلو لپاره د وسلو جوړل هغه څه دي، چې د پانګوالۍ اېډیولوژۍ مشرانو او ملاتړو تر سره کړل.  

د پانګوال نظام د ایډیالوژۍ ځانګړنو، کړنو او فطرت ته په کتو، خلک اوس د کرونا او نورو ستونزو پر وړاندې د دغې ایډیالوژۍ حلارو او کړنو ته د شک په سترګه ګوري، هغه متل دی وایي؛ (چې څه کرې هغه به رېبې.)  

لیکونکی: ډ. فرج ممدوح

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د راډیو لپاره

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې