دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د خلافت دولت تر ړنګېدو وروسته د نړیوالو نا جوړجاړی؛ د غم او مصیبت پر وخت د الله سبحانه وتعالی پر قدرت اقرار کوي، خو شریعت یې نه واکمنوي
بسم الله الرحمن الرحيم
د خلافت دولت تر ړنګېدو وروسته د نړیوالو نا جوړجاړی؛ د غم او مصیبت پر وخت د الله سبحانه وتعالی پر قدرت اقرار کوي، خو شریعت یې نه واکمنوي

د کورونا وېروس نړۍ له ګواښ سره مخ کړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټويټ کې ولیکل: «اوس یې وخت دی چې د مارچ ۱۵مه په خپل هېواد کې د دعا لپاره ملي ورځ اعلان کړم. موږ د تاریخ په تر ټولو ترخو ورځو کې یو. الله ته مخه کوو، څو په داسې حالت کې زموږ ملاتړ وکړي او قدرت راکړي.»

ټرمپ وویل، چې د مصر فرعون هم د مرګ په وخت کې الله ته پناه یووړه. په هغه شېبه کې يې وویل: «له الله پرته بل معبود نشته، هغه چې بني اسرایيلو پرې ایمان راوړی» دا خبرې يې هغه وخت په ژبه راوړې چې د ډوبېدو په حالت کې و، څو وژغورل شي.

د خرطوم ولایت د دعوت او ارشاد شورا لوی مشر نعیم الطاهر هم د خرطوم امامانو او خطیبانو ته امر وکړ، چې د جمعې خطبه د کورونا وېروس په اړه عامه پوهاوي او د دې ناروغۍ د درملنې لارو چارو ته ځانګړې کړي. هغه اشاره وکړه، چې دغه امرونه د ولایتي حکومت د امرونو او د کورونا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د احتیاطي تدابیرو په اړه د حکومت د وزیرانو شورا مصوبو ته په کتو صادر شوي دي. (سرچینه: ۲۰۲۰ م کال د مارچ ۱۹مه، سوډان ورځپاڼه)

د الله سبحانه وتعالی پېژندنه، تعظیم او پر هغه ایمان راوړنه کوم تصادفي کار نه دي. لکه څنګه چې د الله سبحانه وتعالی دښمن فرعون د ډوبېدو په وخت کې الله سبحانه وتعالی ته پناه یوړه او ویې وویل:

﴿آَمَنْتُ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا الَّذِي آَمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ﴾

[١٠:٩٠]

ژباړه: پر  هغه معبود مې ایمان راوړی چې بني اسراییلو ایمان پرې درلود، له هغه پرته بل معبود نشته او زه یې فرمان منونکی یم.

الله سبحان وتعالی یې په ځواب کې وفرمایل:

﴿آَلآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنْتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ * فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آَيَةً وَإِنَّ كَثِيراً مِنَ النَّاسِ عَنْ آَيَاتِنَا لَغَافِلُونَ﴾  [١٠:٩٣]

ژباړه: اوس او تر دې وړاندې دې چې سرغړونه کوله او د تباه کوونکو کسانو له ډلې وې. اوس دې جسد له خرابېدو ژغورم، څو هغو کسانو ته یوه نښه وي، چې تر تا وروسته راځي، که هر څومره خلک زما د نښو په اړه بې خبره دي.

د دغه ایت مانا دا ده: ستاسو په یاد نه وو چې معبود شته دی، خو اوس د ډوبېدو په حال کې الله سبحانه وتعالی ته پنا وړئ. نو پر همدغه اساس، د سختۍ په وخت کې فرعون ته د الله سبحانه وتعالی پر شتون اقرار ګټه ونه کړه. الله سبحانه وتعالی د تېرو ملتونو کیسې د عبرت لپاره بیان کړې دي، د هغو کسانو لپاره چې عبرت واخلي.

نړۍ له ناوړه ګډوډۍ سره مخ شوې ده، خو دغه ټکر د فرمان منونکو او کارکوونکو پر چارو پرده غوړولې او هغه بې اتفاقي بلل کېږي، چې بشر پکې ژوند کوي. ځکه هغوی په عادي حالاتو کې د الله سبحانه وتعالی له شریعت سره په جګړه دي، خو د غمونو او مصبتونو پر مهال له الله سبحانه وتعالی څخه د ژغورلو غوښتنه کوي. څنګه چې فرعون له هلاکت سره مخ شو، له الله سبحانه وتعالی یې د ژغورلو غوښتنه وکړه. هغه ټول عمر په غفلت کې و، خو د ډوبېدو پر مهال الله سبحانه وتعالی ور په یاد شو. ایا اوسني حکام عبرت نه اخلي؟

د جمعې د لمانځه خطبې الله سبحانه وتعالی ته د دعا، تضرع او عاجزۍ لپاره ځانګړې کوي، په داسې حال کې چې د الله سبحانه وتعالی شریعت یې ځنډولی دی؟!

د خلافت دولت اسلام په ټولو ادارو، برخو  او د هغه په کورنیو نظامونو کې پلی کاوه. همدارنګه اسلام یې د بهرني سیاست او د نړۍ له نورو ملتونو سره د تعامل بنسټ ګرځولی و. دغه دولت د دې لامل شو چې په عمومي فکر کې اسماني لارښوونو ته له هغه څه سره چې په ځمکه کې پېښېدل، همغږي ورکړي. 

خو له ۱۹۲۴ م کال وروسته او د پانګوالي نظام په واکمنېدو سره، چې دین یې له ژوند څخه بېل کړ او الله سبحانه وتعالی ته حق نه وایي، په نړۍ کې بشپړ ناجوړجاړی رامنځته شو. په داسې بڼه، چې په قانون جوړونه کې د شریعت رول تر پښو لاندې شو، د الله سبحانه وتعالی احکامو ته له رجوع پرته بشر ته د قانون جوړولو حق ورکړل شو، په ډېر ویاړ سره یې د غرب قانون ته غاړه کېښوده او همدارنګه له شریعت پرته د قضیو حلول پیل شول؛ چې د مسوولینو بیانونه یې ښکاره بېلګه ده.

پانګوالي او اکثریت پالنه یې په نېک فال ونیول، د الله سبحانه وتعالی شریعت یې شاته وغورځاوه او پر ځای یې د بشر په لاس جوړ شوي قانون ته ځای ورکړ؛ چې مادې یې د فرانسې، انګلیس او امریکا له قوانینو اخیستل شوې دي. اوسمهال زموږ د هېواد په ګډون پر ټولو اسلامي خاورو ورته قوانین واکمن دي، چې نه یوازې د شریعت له احکامو سره په ټکر کې دي، بلکې د شریعت ضد دي. هغه قوانین په لاندې ډول دي:

۱. د ملګرو ملتونو میثاق، د امنیت شورا له خوا صادر شوي تړونونه او پرېکړه لیکونه، د ملګرو ملتونو عمومي مجمع، نړیواله محکمه (لاهه)، جزایي محکمه او د دغه سازمان نورې برخې، لکه یونسکو سازمان، د کار نړیوال سازمان، د بشري حقونو سازمانونه، د سوداګرۍ سازمان او ورته نور مسایل. حکومت دغو معاهدو ته خپله ژمنتیا نه پټوي، بلکې په ښکاره پرې ویاړي او هغه په ښوونیز نصاب او حتا د اسلامي علومو په کتابونو کې ځای پر ځای کوي. د سوډان د لومړي ټولکي په کتاب کې پر بشري حقونو او د هغوی پر اساساتو په بشپړه ډول بحث کېږي.

۲. اساسي قانون، دغه قانون له هغو اصولو څخه عبارت دی چې د دولت بڼه، د حکومتولۍ نظام، قدرت او د هغه وېش پیاوړی کوي. په سوډان کې د یاد قانون تمثیلوونکي د حکومت اصلي نظام او د وزیرانو شورا ده. که د دواړو په اړه څېړنه وکړو، نه له شریعت څخه په ګټې اخیستنې جوړ شوي او نه هم د شریعت پر تګلاره برابر دي؛ بلکي یوازې د عربي قوانینو پر اساس وضع شوي؛ چې له غربي قوانینو څخه رانقل شوي دي. له کلیشه یي او عامو اسلامي عبارتونو پرته، چې د حکم صادرولو په وخت کې هغه ته مراجعه نه کېږي.

غربي صلیبي نظامونه، سیکولران او هغه کسان چې له کافرانو سره دوستي اعلانوي، دوی له هر هغه حرکت سره خپله دښمني ښيي، چې اسلامي موخه او هدف ولري او په هر ځای کې د هغه حرکت پر وړاندې نظامي، جسمي او مالي جګړه پیلوي. د هغوی د بهرني سیاست یوه برخه له صهیونیستانو سره اوربند دی، په داسې حال کې چې هغوی محارب دښمنان، عملي او حقیقي غصب کوونکي دي، نه ګوماني. شریعت له هغوی سره جګړه او له اسلامي خارو د هغوی اېستل واجب کړي دي... که په کمزوري حالت کې وو، له هغوی سره باید اوربند ونه کړو او تړون ورسره ونه لرو. څنګه چې د سوډان د مشرانو شورا رییس د یهودو دولت له لومړي وزیر سره تړون وکړ؛ چې دغه تړون د هغوی الوتکو کېناستو ته لاره پرانیستله. دغه چاره د دې لامل کېږي چې هغوی زموږ پر قدرت او کمزورتیا خبر شي او دا هغه څه دي چې له هغوی سره پر اسلامي هېوادونو د واکمنېدو په برخه کې مرسته کوي.

۴. د کبیره ګناهونو تشریع او د هغو قوانینو تصویب چې ګناهونو ته وده ورکوي. په اقتصادي نظام کې سودي شبکو ته په اجازې ورکولو سره سودي راکړه ورکړه خپره شوې او د سود خوړونکو د اختلاف لپاره قوانین وضع شوي دي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ﴾

[بقره: 279]

ژباړه: نو که داسې دې ونه کړل، (له سود خوړلو دې لاس وانه خیست) پوه شئ چې له الله سبحانه وتعالی او د هغه له پیغمبر سره مو جګړه پيل کړې ده.

د مالیو تقنین او ګمرکي حقونه: مسلم په خپل صحیح کې روایت کړې، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې ښځې په اړه چې زنا یې وکړه، وروسته حد پرې جارې شو او توبه یې وکړه، وفرمایل: «لَقَدْ تَابَتْ تَوْبَةً لَوْ تَابَهَا صَاحِبُ مَكْسٍ لَغُفِرَ لَهُ» هغې داسې توبه کړې، چې که د ګمرکي حقونو او مالیو اخیستونکو داسې توبه کړې وای، هغه به حتماً بښل شوی و.»

قرطبي په خپل کتاب «المفهم» کې ویلي: «په دې کې شک نشته چې مالیات، تر ټولو لویه او فاحشه ګناه ده.» نووي هم همداسې ویلي دي. ذهبي مالیات په الکبایر کتاب کې لویې ګناوې بللي دي. په سوډان کې اوس په ټولنیز نظام کې د سیداو د توافق د تصویب لپاره فضا جوړونه کېږي، چې په کلیاتو او جزیاتو کې له اسلام سره په ټکر دی!

۵. پر خلکو ظلم او د هغوی حقونه نه ورکول له هېچا پټ نه دي، هغه ظلم چې په درېیو مرګونو دایرو کې پر انسان کېږي، لکه لوږه، ناپوهي او بېوزلي. د پانګې ناعادلانه وېش او د پانګوالو په جېبونو کې د هغه اېښودل ستر ظلم بلل کېږي.

د تېرو ملتونو له منځه تلل او هلاکت د الله سبحانه وتعالی پر حدودو ملنډې وهل دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِنَّمَا أَهْلَكَ الَّذِينَ قَبْلَكُمْ، أَنَّهُمْ كَانُوا إِذَا سَرَقَ فِيهِمُ الشَّرِيفُ تَرَكُوهُ، وَإِذَا سَرَقَ فِيهِمُ الضَّعِيفُ أَقَامُوا عَلَيْهِ الحَدَّ»

ژباړه: هغه څه چې تېر ملتونه یې هلاک او له منځه یووړل، هر کله به چې زورواکي غلا وکړه، هغه یې خوشي کاوه (حد یې نه پرې جاري کاوه) او کله به چې غریب غلا وکړه، نو حد به یې پرې جاري کاوه.

د هغوی د هلاکت او له منځه تلو لامل پر کمزور د حدودو پلي کېدل او پر زورواکو دغه کار نه ترسره کول و؛ نو د هغه کس په اړه چې په بشپړه توګه حدود پرېږدي او د هغه پر ځای یې د بشر په لاس جوړ شوي احکام ځای پر ځای کړي، څه فکر کوئ؟!

له راشده خلافت دولت پرته نړۍ له اوسني ناورین څخه نه شي ژغورل کېدای، چې په ټولو برخو کې د الله سبحانه وتعالی شریعت پلی کړي؛ هغه دولت چې الله سبحانه وتعالی زیان ترې لېرې کوي او له ړنګېدو او له منځه تلو یې په امن کې ساتي.

لیکوال: غاده عبد الجبار (ام اواب)

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د رادیو لپاره

ژباړه: زیرک

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې