دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
کویډ ۱۹؛ د الله سبحانه وتعالی عظمت او د انسان کمزوري
بسم الله الرحمن الرحيم
کویډ ۱۹؛ د الله سبحانه وتعالی عظمت او د انسان کمزوري

(ژباړه)

کویډ ۱۹ ناروغي په چټکۍ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپرېدو په حال کې ده. نو پر دې اساس دا چانس غنیمت ګڼم او غواړم چې اسلامي ټولنې ته لاندې ټکي بیان کړم.

۱. د کویډ ۱۹ مخنیوی د ټولو مسولیت دی، ځکه له کوم توپیر پرته به موږ ټول ونیسي.

۲. اوسنی بحران د مسلمانانو لپاره یو چانس دی، چې د اسلام غوره والی نړیوالو ته وښيي. په ځانګړې توګه د سختیو پر وړاندې د ارامۍ، بشردوستۍ او د فردي روغتیا د لوړو معیارونو په برخه کې. دغه موضوعات په اېمان پورې تړلي دي، چې باید په فردي، ډله ییزو او کاري ساحو کې ښکاره شي.

۳. کله به چې اسلامي امت له داسې ابتلاء (امتحان) یا ناروغیو سره مخ کېده، پر الله سبحانه وتعالی به یې توکل کاوه او په بشپړه عقیده به یې د هغې پر وړاندې مبارزه کوله. موږ له الله تعالی څخه مغفرت غواړو او هغې عقیدې ته پناه وړو، چې مومن پکې د الله سبحانه وتعالی قضا ته تسلیم دی. موږ له دې ناروغۍ سره همدا ډول چلند کوو او په دې عقیده یو، چې الله سبحانه وتعالی په دې سره زموږ ایمانونه معلوموي. هیله مند یم چې دغه ناروغي به اسلامي امت ته د الله سبحانه وتعالی له لوري جزا ورکول نه وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې دا دي، چې د دې ناروغۍ د درملو  د پیدا کېدو له هڅو سره سره خلک مغفرت او غوره کړنو ته دعوت کړو او پر دې بشپړ باور ولرو، چې شفا ورکوونکی یوازې الله سبحانه وتعالی دی. د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي ډېر اجر لري.که دا پیروي د درملنې لپاره د هغه د لارښوونو په اخیستو کې وي او یا هم د هغه لیدلوري په پوهېدو کې وي، چې مومن یې باید تر لاسه کړي.

صحیح بخاري له ابو هریره څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«لاَ تُورِدُوا المُمْرِضَ عَلَى المُصِحّ»

ژباړه: د احتیاط په توګه، هېڅکله یو ناروغ له بل روغ سره یوځای مه اوسېږئ.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلاَ تَدْخُلُوهَا، وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَهَهِ»

[بخاری]

ژباړه: که مو واورېدل چې په ځمکه کې طاعون دی، هلته مه ځئ او که مو د اوسېدو په ځای کې پېښه شي، نو له هغه ځایه بل ځای ته مه ځئ.

له عایشې رضی الله تعالی عنها څخه روایت دی، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې د طاعون په اړه پوښتنه وکړه او هغه وفرمایل:

«أَنَّهُ كَانَ عَذَابًا يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ، فَجَعَلَهُ اللَّهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ، فَلَيْسَ مِنْ عَبْدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ، فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِرًا، يَعْلَمُ أَنَّهُ لَنْ يُصِيبَهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ، إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ الشَّهِيدِ»

[بخاری]

ژباړه: ‌طاعون داسې عذاب و، چې هر چا به غوښت، الله سبحانه وتعالی هغه پرې اخته کاوه، خو الله سبحانه وتعالی هغه د مومنانو لپاره رحمت ګرځولی دی. هر څوک چې د طاعون په سیمه کې پر دې ناروغۍ اخته شو، صبر دې وکړي. د الله سبحانه وتعالی اجر ته دې په تمه واوسي او په دې باید پوه شي، چې هېڅ هم نه پرې کېږي. الله سبحانه وتعالی به دې هغه څه  جزا ورکړي، چې په تقدیر کې یې ده او مړ شو، نو دې یوه شهید اجر او مقام به ورکړل شي.

۴. د کویډ۱۹د مخنیوي او درملنې په اړه اسلام له موږ څخه هغه څه غواړي، چې متخصین یې وایي. دا مو مسوولیت دی، باید جدي یې وګڼو، تر څو نورو کسانو ته زیان ونه رسوو. عبدالله بن عمر له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی، چې هغه وفرمایل:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْؤول عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْؤولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ ومَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، -قَالَ: وَحَسِبْتُ أَنْ قَدْ قَالَ: وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي مَالِ أَبِيهِ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ- وَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

[بخاری و مسلم]

ژباړه: تاسو ټول د هغو کسانو مسوولین او سرپرستان یاست، چې تر لاس لاندې مو دي. حاکم د خپل رعیت مسوول او سرپرست دی. سړی (مېړه) د خپلې کورنۍ مسوول دی. ښځه (مېرمن) د خپل مېړه د کور او د هغه د زامنو سرپرسته ده او مسوولیت یې پر غاړه لري. خادم (غلام) د خپل بادار د مالونو سرپرست دی او مسوولیت یې لري. فکر کوم چې ویې فرمایل: یو کس د خپل پلار د مالونو سرپرست دی او د هغه مسوولیت ور په غاړه دی. له شک پرته تاسو هر یو تر خپل لاس لاندې کسانو سرپرستان یاست او د هغوی مسوولیت مو په غاړه دی.

۵. په اسلامي نړۍ کې دغه بحران د یوه واقعي اسلامي حکومت د نشته پایله ده. مسلمانان پرلپسې د هغو خاینو حکامو له سیاسي دسیسو او ناوړه سیاسي، اقتصادي ټکنالوژیکي واقعیتونو سره مخ دي، چې تل یې موږ ته زیانونه رسولي او پر موږ یې ظلمونه کړي دي.

موږ دغه حالت هم په سوله او هم په جګړه کې وینو. همدارنګه موږ دغه حالت د کویډ ۱۹ پر وړاندې د اسلامي نړۍ په بې کفایتۍ کې ګورو. په حقیقت کې مسلمانان له شپون پرته رمې ته ورته دي او دغه حالت موږ ته د بدلون لپاره  نه ستړې کېدونکې هڅې لا اسانوي.

۶. بشریت اوسمهال له نړیوال ناورین سره لاس او ګېروان دی، چې د هغه پر وړاندې داسې کسان مبارزه کوي، چې د انسانانو تر ژوند او اسانتیا خپلو اقتصادي راکړو وړکړو او ملاحظاتو ته لومړیتوب ورکوي. د حیرانتیا ځای نه دی؟ هغه قدرتونه چې پر خلکو اټومي بمونه غورځوي او پر هغوی اټومي او شیمیایي وسلې کاروي، تر اقتصاد وروسته یې د بشر ارزښت ته په دویمه درجه کې ځای ورکړی.

۷. دا تر ټولو لوی شرم دی، چې لسیزې کېږي خلافت نشته او اوس هم خلک د خلیفه د رهبرۍ په غیاب کې ژوند کوي. د رجب میاشتې په تېرېدو سره به د خلافت د نشت ۹۹ یاد هم تېر شي. دغه حالت په شرعیت کې او د انساني لیدلوري له پلوه ډېر لوی جرم دی.

اوسمهال ټوله نړۍ د غرب له سیاسي او ایډیولوژیک جوړښته ـچې د ډېرو ستونزو لامل دی ـ ځورېږي. کویډ ۱۹ د نړیوال نظم ټینګېدو په اړه ښکاره یادونه ده؛ چې د انسان ساتنه او حالت لوړوالی یې اصلي هسته ګرځولې ده.

د اسټرالیاـ د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

ژباړه: بهیر « ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې