دوشنبه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د استانبول هوکړه؛ له تاوتریخوالي سره مبارزه، که د اسلام پر وړاندې جګړه؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د استانبول هوکړه؛ له تاوتریخوالي سره مبارزه، که د اسلام پر وړاندې جګړه؟

(ژباړه)

د کورنیو او مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي مبارزې په اړه د اروپا د شورا کنوانسیون یا د استانبول کوانسیون هغه هوکړه ده چې د اسلام تمدن په نښه کوي، که څه هم په ښکاره د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي مبارزه ده. د دې هوکړې اصلي هسته په یو جسورانه اقدام کې د مېرمنو په اړه د شرعي احکامو په نښه کول او د مسلمانې کورنۍ له منځه وړل دي.

دا لومړۍ هوکړه نه ده او له پخوانیو مواردو بېله نه ده، که څه هم وضع کوونکې یې د اورپا شورا ده او د ملګرو ملتونو له لوري نه ده چمتو شوې، خو په مقدمه کې د نړیوالو هوکړو د رعایت پر اساس  د ملګرو ملتونو د ملاتړ یادونه کوي. د بېلګې په توګه:

- د ۱۹۶۶ م کال د اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقونو نړیوال کنوانسیون؛

-           (۱۹۷۹) د مېرمنو پر وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کنوانسیون «سیداو» او (۱۹۹۹) د هغه اختیاري پروتکل او همدارنګه د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د سیداو کمېټې د ۱۹ عمومي شمارې لارښوونې؛

-          (۱۹۸۹) د ملګرو ملتونو د ماشوم حقونو کنوانسیون او (۲۰۰۰) د هغه اختیاري پروتکلونه او داسې نور موارد...

 اسلامي ارزښتونو او اخلاقو ته د دې هوکړې د ګواښ لپاره په مقدمه کې څو ټکي تجزیه، تحلیل او هغه نقدوو:

۱- «د دې تشخیص چې په قانون کې د سړي او ښځې مساوات او په حقیقت کې دا څه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې یو اساسي عنصر دی.»

په دې ځای کې وینو چې یاد کنوانسیون پخپله مقدمه کې د تاوتریخوالي پر وړاندې د مساواتو موضوع د مېرمنو په ملاتړ پورې تړي، چې ګواکي د مساواتو نشت پخپلسري ډول د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مانا دی. دا نه یوازې له حقیقت او واقعیت څخه ناوړه ګټه اخیستل دي، بلکې پر اسلامي شریعت څرګند برید دی چې د سړي او ښځې تر منځ د عدالت پر ارزښت ولاړ دی. د بېلګې په توګه:  کله چې الله سبحانه وتعالی په خصوصي ځانونو کې د مېرمنو او سړیو تر منځ اختلاط منع کوي او د واده عقد سړي ته ورکوي، نه مېرمنې ته، یا د ژوند قیمومیت نارینه ته ورکوي، پر همدغه اساس، له شرعي لحاظه هغه د کورنۍ رییس دی؛ نه ښځه. کله چې د سرپرست له اجازې پرته له باکرې سره واده منع شوی، کله چې له محرم پرته سفر منع شوی او کله چې په امامت کې نارینتوب شرط یاد شوی، دا ټول شرعي احکام په کنوانسیون کې د مېرمنو پر وړاندې تبعیض او د مېرمنې او سړي تر منځ د مساواتو نشت شمېرل کېږي. د هغوی د فهم پر اساس، دغه اسلامي احکام د فردي او ټولنیز روزنځي د رامنځته کېدو لامل کېږي، چې د مېرمنو پر وړاندې د تبعیض برخه پیاوړې کوي، د هغوی ارزښتونه راټیټوي او په راتلونکي کې د نارینه وو ټولنه تربیه کوي؛ چې مېرمن تر هغه وروسته په ټولنه کې خپل ځان د یو فرد په توګه په ټیټه کچه کې وویني. همدارنګه دا هر څه په ټولنه کې پر مېرمنو د برید لامل کېږي او د هغې کم ګڼل یو طبیعي امر بولي. دا خپل حق بولي چې د ښځې په پرتله سړي ته په اسلام کې غوره ځای ورکړل شوی، چې دا په ټولیز ډول له اسلام څخه د سېکولرانو برداشت دی. هغوی د الله سبحانه وتعالی هغه احکام چې مېرمن له سړي پرته او سړی له مېرمنې پرته وي، داسې تفسیروي چې ګواکي دا یو ډول تبعیض دی چې په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي او سپکاوي فرهنګ رامنځته کوي.

۲- دا تشخیص چې د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی د ښځو او سړیو تر منځ تاریخي او نابرابر تعادل ښيي، دا هر څه پر مېرمنو د سړیو واکمني او د هغوی پر وړاندې تبعیض کېږي او مېرمنې له بشپړې ازادۍ محروموي.

دا ټکي پورتني موارد تاییدوي او د مېرمنو او سړیو تر منځ اړیکه پر شخړو او نزاع محدودوي، یعنې د هغوی ډېر مفاهېم د هغه دید پر اساس دي چې د مېرمنو او سړیو تر منځ تاریخي رقابت شتون لري او پر ښځه د سړي یوه تاریخي بریا شته ده. «تاریخي» اصطلاح دلته ټولو فرهنګونو او ادیانو ته اشاره لري، د بېلګې په ډول: د اسلامي خاورو په اړه، له تاریخي نظره د قوا توازن: د اسلام احکام دي، څنګه چې عبدالمجید اشرفي پخپل کتاب (الاسلام او الحداثة) «اسلام او مدرنیته» په ۲۲۵معه پاڼه کې ذکر کړي: «په ټولیز ډول په اسلامي ټولنه او په ځانګړي ډول په عربي ټولنه کې د مېرمنو د ناسم حالت په اړه ناوړه افکار د اسلام ځانګړو احکامو ته ورګرځي، چې په ټولنیز ژوند کې یې د هغوی ژوند مختل کړی او هغه یې د یو نارینه، پلار او مېړه په واک کې ورکړې او په کور کې یې بندي کړې ده، څو ښځه د ګټې اخیستنې وسیله، زېږوونکې او خدمتګاره وي.»

دا همغه د «ادونیس» برداشت دی چې پخپل کتاب «ثابت او متحول» کې یې یاد کړی او دې ته اشاره لري چې اسلام په حقیت کې ښځې له ډېری ټولنیزو او انساني محدودیتونو سره مخ کړې دي، په دې توپیر چې اسلام هغې ته د کتلو ماهیت بدل نه کړ. پر همدغه اساس، دغه ناوړه دید هغه څه دي چې له اسلام څخه په وړاندې ټولنه کې هم موجود و. هغه څه چې مستشرق ادونیس او عبدالمجید اشرفي وایي، په غرب کې د سېکولر پوهانو له خبرو له انعکاس پرته بل څه نه دي، ځکه د هغوی ټولو نظر دا دی چې د سړي او ښځې تر منځ نامتعادل تاریخي میزان له دین، اداب، فرهنګ او ټولنیزو تاریخي اقداماتو له امله دی، چې ریښه یې د مېرمنو سپکاوی او له هغې څخه د غلامې په توګه ګټه اخیستل دي.

پر همدغه فاسد بنسټ د استانبول هوکړه پیل شوې ده، چې په تونس کې سیاسي او اکاډمیک مخکښان یې تصویبوي چې په دې سره د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه په ګټې اخیستنې په ټولنه کې له یوې افراطي فمینستي ایډیولوژۍ څخه د تېرېدوو لپاره سېکولر مفاهېم خپاره کړي. همدارنګه تر هغه ناوړه دا چې په ټولنه کې د همجنس ګرایانو ایډیولوژي خوره کړه، هغه څه چې غرب ورته اشاره کوي (د LGPT) انجمن.

3- «دا تشخیص چې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي جوړښت ماهیت د جنسیت پر اساس دی او د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی هغه برنامې دي چې پر اساس یې مېرمنې په ټولنیز او سیاسي موقعیت کې د سړیو تابع ساتل کېږي.»

د استانبول کنوانسیون د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ماهیت، که هغه په کور کې د مېړه، ورور او یا پلار له لوري او یا په ټولیز ډول د سړیو له لوري ترسره کېږي، له نارینه وو سره د شته نفسيې او افکارو پایله بولي. کله چې هغه له مېرمنې سره تاوتریخوالی ترسره کوي، دلیل یې دا دی چې نارینه پر دې باور لري چې مېرمن له دې پرته په بل څه نه پوهېږي. سېکولران یوه مشهوره جمله موږ ته رایادوي چې «مېرمنې یوازې په ډبولو پوهېږي» ده. په دې مانا چې زموږ په ټولنه کې د سړیو نظر دا دی چې له مخالف جنس سره اړیکه درلودل یعنې له ښځې سره، تاوتریخوالی دی چې د سړي د غوښتنو مطابق شي او دا مفهوم ډېر ګواښوونکی دی؛ ځکه د مېرمنې تر منځ د شخړو لپاره دروازه پرانیزي، هغه که په کورنۍ کې وي او یا په عمومي ژوند کې. د مسلمانانو اتفاق یې سخت کړی او په عمومي ژوند کې به د مېرمنو او سړیو تر منځ همکاري له منځه یوسي.

پر دې سربېره، دا یو محض دروغ دي او هغه جعل دی چې د اصلي تاوتریخوالي پر وړاندې خپلې سترګې پټوي او هغه ته اشاره نه کوي، چې هغه د نشه‌یي توګو او الکولي مشروباتو کارول دي. د منفعت غوښتونکي پانګوالي نظام په برکت چې له الکولي مشروباتو څخه مالیه اخلي.

نشه‌یي توکي او شراب د انسان عقل له منځه وړي او دا د اسلام عدالت دی چې شراب څښونکی باید په لښتو ووهل شي، څو هغه په ټولنه کې د شرابو خورېدو له ګواښونو څخه خبر کړي. له بل لوري د الله سبحانه وتعالی حکم دی چې الله سبحانه وتعالی د هغه مسلمان نېک عملونه نه مني چې شراب څښي، پلوري او پېریې. دا هر څه باطل دي. شراب څښونکی هغه څوک دی چې د عقل ځانګړنې یې د لنډمهال لپاره له منځه ځي او پر همدغه اساس، هغه کس چې شراب وڅښي، د هغه تر اغېز لاندې له ارادې پرته هر ډول تاوتریخوالی ترسره کوي، ځکه هغه مهال د یاد انسان عقل نه وي. پر همدغه بنسټ، اسلام موږ ته راښيي چې انسان په عام ډول او سړی په ځانګړي ډول که په هوښیار حالت کې وي او عقل یې شتون ولري، په فطري ډول ناوړه عمل نه ترسره کوي. په نارینه کې اساسي اصل دا دی چې پر ښځه ظلم نه کوي. نشه‌یي توکي د مېرمنو پر وړاندې په تاوتریخوالي او جنایتونو کې ستره ونډه لري.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ﴾ [روم: 21]

‏ژباړه: د الله سبحانه وتعالی د قدرت یوه نښه دا ده چې مېرمنې یې ستاسو له خپل جنس څخه پیدا کړې دي، څو د هغوی تر څنګ ارامي پیدا کړئ او ستاسو په منځ یې مینه او رحمت رامنځته کړل. دا د هغو ډلو لپاره نښې دي چې فکر کوي.

دغه عبارت "لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا" پرېکنده دلیل دی چې اساسي اصل دا دی چې سړی مینې او محبت ته رسېږي، کله چې د خپلې مېرمنې تر څنګ وي او برعکس هغه هم داسې ده. په پایله کې، کرکه، سپکاوی او ناوړه کړنې د انسان یو جز ګڼل له هغه څه سره په ټکر کې دي چې الله سبحانه وتعالی د انسان د فطرت او طبعیت په اړه ویلي دي. په همدغه ترتیب: د هغو مفاهېمو خطر چې د ستانبول هوکړه پرې پیل شوې، د هغه پر اساس ده او دا هر څه له اسلام سره په ټکر کې دي.

#د استانبول هوکړه _ جنایت دی

#لاسلیک_ودروئ

کلیواله: استاد زینة الصامت

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې